التَّحْذِيرُ مِنَ البِدَعِ
له بدعتونو څخه خبرداری
لِسَمَاحَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ
عَبْدِ العَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ بَازٍ
رَحِمَهُ اللهُ
لیکنه قدرمند شیخ صاحب
عبد العزيز بن عبد الله بن باز
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
پنځم پېغام:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو میلادونو د لمانځلو حکم
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن اهتدى بهداه.
أما بعد:
ډېری خلکو په وار وار د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلاد د لمانځلو، په دې جریان کې هغه ته ودریدلو، سلام پرې ویلو او داسې نورو هغو کړنو په اړه پوښتنې کړي دي چې د زوکړې د ورځې د تجلیل پر مهال تر سره کیږي.
جواب یې دا دی چې وویل شي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم یا د بل چا د مېلاد تجلیلول جایز نه دي؛ ځکه دا په دین کې نوی رامنځته شوی بدعت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، خلفای راشدینو او نورو صحابه کرامو رضوان الله علیهم دا کار نه دی کړی، او نه د غوره پېړیو هغو تابعینو کړی چې په نیکۍ کې یې دوی پسې اقتدا کړې ده، حال دا چې هغوی پر سنت تر هر چا ښه پوه وو، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې بشپړ محبت درلود او له هغه وروسته یې له هر چا زیاته د هغه د شریعت پيروي کړې ده، او الله تعالی په خپل مبین کتاب کې فرمایلي:
﴿...وَمَآ ءَاتَىٰكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَىٰكُمۡ عَنۡهُ فَٱنتَهُواْ...﴾
ژباړه: (او څه چې رسول (الله) دركړي، هغه واخلئ او له څه مو چې ايساروي، ترې ايسار شئ)
[الحشر سورت: ۷ آیت] او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿...فَلۡيَحۡذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنۡ أَمۡرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمۡ فِتۡنَةٌ أَوۡ يُصِيبَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾
ژباړه: (...نو هغه كسان چې د هغه له امره مخالفت كوي، له دې څخه دې ووېريږي چې څه فتنه ور ونه رسي، يا څه دردناك عذاب ورته ونه رسيږي). [النور سورت: ۶۳ آیت]، او الله پاک فرمایي:
﴿لَّقَدۡ كَانَ لَكُمۡ فِي رَسُولِ ٱللَّهِ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ لِّمَن كَانَ يَرۡجُواْ ٱللَّهَ وَٱلۡيَوۡمَ ٱلۡأٓخِرَ وَذَكَرَ ٱللَّهَ كَثِيرٗا21﴾
ژباړه: (بېشكه ستاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي). [الأحزاب سورت: ۲۱ آیت]. او الله تعالی فرماېلي:
﴿وَٱلسَّٰبِقُونَ ٱلۡأَوَّلُونَ مِنَ ٱلۡمُهَٰجِرِينَ وَٱلۡأَنصَارِ وَٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُم بِإِحۡسَٰنٖ رَّضِيَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ وَرَضُواْ عَنۡهُ وَأَعَدَّ لَهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي تَحۡتَهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ100﴾
ژباړه: (د مهاجرينو او انصارو لومړني كسان او هغوى چې په رښتينولۍ سره په دوى پسې تللي، الله ترې راضي شوى او دوى هم الله نه راضي شوي او (الله) داسې جنتونه ورته تيار كړي چې د هغو لاندې ويالې بهيږي تل تر تله به وي په هغو كې، همدا ستر برياليتوب دى). [التوبة سورت: ۱۰۰ ایت]، او الله تعالی فرمایلي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...). [المائدة سورت: ۳ ایت]. او پدې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي. او له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه فرمایلي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنهُ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له (دین) څخه نه وي، هغه مردود دي». يعنې: بېرته پرې ورګرځي او ترې نه منل کیږي. او په یو بل حدیث کې یې فرمایلي:
«عَلَيكُم بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ المَهْدِيَّينَ مِنْ بَعدِي، تَمَسَّكُوا بِهَا، وَعَضُّوا عَلَيهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالةٌ».
ژباړه: «تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو ځان وساتئ، ځکه چې (په دین کې) هر نوښت بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده». نو په دې دوو حدیثونو کې د بدعتونو د رامنځته کولو او پر هغو د عمل کولو په وړاندې سخت خبرداری ورکړل شوی دی.
او د میلاد د داسې جشنونو جوړول پدې معنی دي چې الله جل جلاله د دې امت لپاره دین بشپړ کړی نه دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته هغه څه نه دي رسولي چې دوی پرې باید عمل وکړي، تر دې چې دا وروستي خلک راغلل، نو د الله په دین کې یې هغه څه راوویستل چې هغه یې اجازه نه ده کړې، پدې ګومان چې دا کار یې الله تعالی ته نږدې کوي. له شک پرته چې پدې کې لوی خطر او پر الله جل جلاله او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم اعتراض دی، حال دا چې الله جل جلاله خپلو بندګانو ته دین بشپړ کړی او خپله لورینه یې پرې پوره کړې ده، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښکاره رسولو سره دین خلکو ته رسولی، او هیڅ داسې لار یې نده پرېښې چې انسان جنت ته رسوي او له دوزخ څخه یې لرې کوي مګر دا چې ورته یې روښانه کړې ده، لکه څنګه چې له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه په صحیح حدیث کې روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَا بَعَثَ اللهُ مِن نَبِيٍ إِلَّا كَانَ حَقًّا عَلَيهِ أَن يَدُلَّ أُمَّتَهُ عَلَى خَيرِ مَا يَعْلَمُهُ لَهُم، وَيُنْذِرَهُمْ شَرَّ مَا يَعْلَمُهُ لَهُمْ».
ژباړه: «بېشکه الله تعالی هېڅ پېِغمبر ندی لېږلی مګر دا چې پر هغه واجب وو چې خپل امت ته هغه خیر وښايي چې ورته معلوم وي، او له هغه شر څخه یې وویروي چې ورته معلوم وي». مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی.
او ښکاره ده چې زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم غوره او وروستی پېغمبر او په پېغام رسولو او نصیحت کولو کې تر ټولو بشپړ دی، نو که چیرته د زیږونونو لمانځل د دین هغه برخه وای چې الله پرې راضي کېده، نو خامخا به رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته بیان کړی وی، یا به یې خپل ژوند کې دا کار کړی و، یا به یې صحابه کرامو کړی و. نو کله چې دا کار نه دی شوی معلومه شوه چې له اسلام څخه نه دی، بلکې دا کار له هغو نوښتونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې امت ویرولی، لکه په حدیثونو کې وړاندې تېر شول. او پدې معنا سره ډیری آیتونه او حدیثونه شتون لري.
د علماوو یوې ډلې په پورته ذکر شویو او نورو شواهدو د عمل کولو پر بنا د میلاد لمانځل غندلي او پر وړاندې یې خپل خبرداری په څرګنده توګه بیان کړی، خو ځینو وروستیو علماوو له دې سره مخالفت څرګند کړی او د منکراتو د نه شتون په صورت کې یې جایز ګڼلی؛ لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه مبالغه، د ښځو او نارینه وو تر منځ اختلاط، د موسیقۍ د وسایلو کارول او داسې نور چې پاکیزه شریعت یې ردوي، او ګومان یې کړی چې دا حسنه بدعتونه دي.
او شرعي قاعده (وایي): هغه څه چې خلک یې په اړه اختلاف لري باید د الله جل جلاله کتاب او د هغه د رسول محمد صلی الله علیه وسلم سنت ته راجع شي، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَأُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنكُمۡۖ فَإِن تَنَٰزَعۡتُمۡ فِي شَيۡءٖ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمۡ تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلًا59﴾
ژباړه: (ای مومنانو! د الله حكم ومنئ! او د رسول ومنئ! او د خپلو چارواكو، نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده). [النساء سورت: ۵۹ ایت]، او الله تعالی فرمایلي:
﴿وَمَا ٱخۡتَلَفۡتُمۡ فِيهِ مِن شَيۡءٖ فَحُكۡمُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ ...﴾
ژباړه: (او تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده ...) [الشورى سورت: ۱۰ ایت].
موږ دا موضوع - چې: د زوکړې لمانځل دي - د الله تعالی کتاب ته راجع کړه، نو ومو موندل چې د الله کتاب موږ ته امر کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي په هغه څه کې وکړو چې راتګ یې پرې کړی، او د هغه څه په اړه خبرداری راکوي چې هغه ترې منع فرمایلې. او هغه سپېڅلی ذات موږ ته خبر راکوي چې دین یې دې امت ته بشپړ کړی، او د زوکړې دا جشن هغه څه نه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی وي او د هغه دین برخه نه وي چې الله تعالی موږ ته بشپړ کړی او موږ ته یې په اړه د رسول د پیروۍ امر کړی دی.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت ته مو هم راجع کړ؛ نو ومو نه موندل چې هغه دا کار کړی وي او یا یې پرې امر کړی وي، یا یې صحابه کرامو رضي الله عنهم کړی وي، نو پدې سره پوه شو چې له دین څخه نه دی، بلکې په دین کې نوښت او د اهل کتابو -یهودو او نصاراوو- د اخترونو سره پکې هغوی ته ورته والی دی.
په دې توګه، دا هر هغه چا ته روښانه ده چې لږ بصیرت او د حق بیانولو او پلټنې ته لیوالتیا ولري چې په زوکړو جشن نیول د اسلام له دین څخه نه دي، بلکې دا کار له هغو بدعتونو څخه دی چې په دین کې له ځانه راویستل شوي او الله جل جلاله او رسول یې صلی الله علیه وسلم د پرېښودلو امر کړی او په اړه یې خبرداری ورکړی. او هیڅ عقلمند ته نه ښایي چې د هغو کسانو په ډیروالي دوکه شي چې په ډیری هېوادونو کې پرې جشنونه نیسي، ځکه چې حق د کوونکو په زیاتوالي نه پېژندل کیږي، بلکې په شرعي دلیلونو پېژندل کیږي لکه څنګه چې الله تعالی د یهودو او نصاراوو په اړه فرمایلي:
﴿وَقَالُواْ لَن يَدۡخُلَ ٱلۡجَنَّةَ إِلَّا مَن كَانَ هُودًا أَوۡ نَصَٰرَىٰۗ تِلۡكَ أَمَانِيُّهُمۡۗ قُلۡ هَاتُواْ بُرۡهَٰنَكُمۡ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ111﴾
ژباړه: (او (اهل کتاب) وایي: هېڅکله به جنت ته نه ننوځي پرته له هغو چې یهودي یا نصراني وي، دا د دوی هیلې (غوښتنې) دي، (دوی ته) ووایه: (ای محمده!) خپل دلیل راوړئ، که تاسې رښتیني یاست). [البقرة سورت: ۱۱۱ ايت]، او الله تعالی فرماېلي:
﴿وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ...﴾
ژباړه: (او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي...). [الأنعام سورت: ۱۱ ايت].
سربېره پردې، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د زوکړې ډېری دا جشنونه - سره له دې چې بدعت دي - د نورو غندلو وړ شیانو څخه خالي نه دي. لکه د ښځو او نارینه وو اختلاط، د سندرو او موسیقۍ د وسایلو کارول، د الکولو او مخدره توکو څښل، او داسې نورې بدې کړنې. کېدای شي له دې څخه په لویو کارونو کې ښکېل شي، چې هغه لوی شرک دی، کله چې دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې افراط وکړي، یا د نورو اولیاوو په حق کې چې سوال ترې وکړي، یا پرې د مرستې غوښتنه وکړي او مرسته ترې وغواړي، او دا باور درلودل چې هغه په غیبو پوهیږي او داسې نورې کفري چاري چې خلک یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو هغو خلکو د زوکړې په جشنونو کې کوي چې اولیا یې بلي، حال دا چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح روایت ثابت دي چې هغه فرمایلي:
«إِيَّاكُم وَالغُلُوُّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَن كَانَ قَبْلَكُم الغُلُوَّ فِي الدِّينِ».
ژباړه: «خبردار اوسئ او ځانونه په دين کې له زيادت څخه وساتئ، ځکه له تاسو مخکې خلک په دين کې د زيادت له امله تباه شول». او هغه - علیه الصلاة و السلام - فرمایلي:
«لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، إِنَّمَا أَنَا عَبدٌ، فَقُولُوا: عَبدُ اللهِ وَرَسُولُه».
ژباړه: «زما په ستاينه کې له بريده مه اوړئ لکه نصاراوو چې د مريمې زوی له بريده زيات وستايلو، بېشکه زه يو بنده يم؛ نو ووايئ: د الله بنده او د هغه رسول دی». بخاري په خپل صحیح کې د عمر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
د حیرانتیا او نااشنا خبرو څخه یوه دا هم ده چې ډیری خلک دې جشنونو کې د حاضریدو لپاره هڅاند وي او زیار باسي، دفاع ترې کوي او پر ځای یې له هغه څه نه شاته پاتې کیږي چې الله پرې واجب کړي دي لکه د جمعې او جماعت لمونځونو ته حاضریدل، او پدې سره هیڅ سر نه پورته کوي، او دا فکر هم نه کوي چې کوم لوی ناروا کار یې کړی دی. نو پدې کې شک نشته چې دا یې د ایمان له کمزورۍ، لږ بصیرت او د هغو ګناهونو د زیاتوالي له امله دی چې د ډول ډول ګناهونو له امله یې په زړونو زنګ راوښتی دی، له الله تعالی څخه د ځان او ټولو مسلمانانو لپاره د سلامتیا سوال کوم.
لدې جملې څخه دا ده چې: ځینې یې فکر کوي د الله رسول صلی الله علیه وسلم د زوکړې د ورځې په جشن کې ګډون کوي، لدې امله ورته د هرکلي او هغه سره د مینې لپاره ودریږي، چې دا یو تر ټولو لویه باطل او بدترینه ناپوهي ده، ځکه یقینا رسول الله صلی الله علیه وسلم له قیامت نه وړاندې له خپل قبر څخه نه راوځي او نه له چا سره اړیکې ټینګوي او نه یې غونډو ته حاضریږي، بلکې هغه په خپل قبر کې د قیامت تر ورځې پورې استوګن دی، او روح یې په پورته علیین کې د خپل رب سره د عزت په مقام کې دی، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ15 ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ16﴾
ژباړه: (بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ.
بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ). [المؤمنون سورت: ١٥، ١٦ ایتونه].
او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
«أَنَا أَوَّلُ مَنْ يَنْشَقُّ عَنْهُ القَبْرُ يَومَ القِيَامَةِ، وَأَنَا أَوَّلُ شَافِعٍ، وَأَوَّلُ مُشَفَّعٍ».
ژباړه: «زه لومړی هغه څوک یم چې قبر یې څېرول کیږي او لومړی کس یم چې په قیامت کې به شفاعت کوونکی وي او لومړی هغه کس يم چې شفاعت یې منل کیږي». د هغه د رب له طرفه دې پرې غوره درود او سلام وي.
نو دا دوه کریمه آیتونه، حدیث شریف او هغه څه چې د دوی په معنا له آیتونو او حدیثونو څخه راغلي دي، ټول پر دې دلالت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او نور مړي به له قبرونو څخه د قیامت په ورځ راوځي، پدې خبرې د مسلمانانو د علماوو اجماع ده، چې هیڅ خلاف پکې نشته، نو هر مسلمان ته ښایي چې دې چارو ته پاملرنه وکړي او له هغه څه نه ځان وساتي چې جاهلانو او ورته خلکو له بدعتونو او خرافاتو څخه راویستلي، هغه چې الله پرې هیڅ دلیل نه دی نازل کړی، الله مرسته کوونکی دی، پر هغه مو توکل دی او د هغه له امر پرته له هیڅ چارې بلې ته اوړیدل او ځواک نشته.
او په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام چې دی، نو له غوره عملونو څخه دی چې الله تعالی ته پرې نږدې کېدل کیږي او له نېکو عملونو څخه دی لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِيِّۚ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ صَلُّواْ عَلَيۡهِ وَسَلِّمُواْ تَسۡلِيمًا56﴾
ژباړه: (بیشکه الله (ثنا او صفت وايي) او ملايکې یې درود (دعا کوي) نبي ته، ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی! درود ووایاست پر هغه (نبي) او سلام (پرې) ووایاست په سلام ویلو سره). [الأحزاب سورت: ۵۶ ایت]، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
«مَنْ صَلَّى عَلَيَّ وَاحِدَةً؛ صَلَّى اللهُ عَلَيهِ بِهَا عَشْرًا».
ژباړه: «چا چې پر ما یو ځل درود وویل، الله تعالی به يې په ملأ أعلی کې لس ځله وستايي». دا په هر وخت کې روا دی، او د هر لمانځه په پای کې پرې تاکید شوی، بلکې د هر لمانځه په وروستي شهادت کې د علماوو د یوې ډلې په اند واجب دی. او پر مسنونیت یې په ډیری ځایونو کې ټینګار شوی؛ لکه له اذان څخه وروسته، د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له یاد وروسته او د جمعې په ورځ او شپه کې، لکه څنګه چې پرې ډیری حدیثونه دلالت کوي.
له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې موږ او ټولو مسلمانانو ته په دین کې د پوهې توفیق راکړي، پرې مو ثابت وساتي او دا چې پر ټولو د سنتو د عملي کولو لورینه وکړي او له بدعتونو یې وساتي، بېشکه چې هغه سخي او عزتمند ذات دی.
وصلّى الله وسلّم على نبيّنا محمّدٍ وعلى آله وصحبه.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
شپږم پېغام:
د اسراء او معراج د شپې د لمانځلو حکم
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه.
أَمَّا بَعْدُ: له شک پرته چې اسراء او معراج د الله جل جلاله د قدرت له لویو نښانو څخه دي چې د هغه د رسول محمد صلی الله علیه وسلم رښتینولي او د الله تعالی په وړاندې د هغه د مقام عظمت ښیي، همدا رنګه دا د الله جل جلاله د حیرانوونکي قدرت ثبوت او پر ټولو مخلوقاتو یې په پورته والي دلیل دی الله تعالی فرمايلي:
﴿سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِيٓ أَسۡرَىٰ بِعَبۡدِهِۦ لَيۡلٗا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِي بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ لِنُرِيَهُۥ مِنۡ ءَايَٰتِنَآۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ1﴾
ژباړه: (پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوتللو چې د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، تر څو پر هغه خپلې ځينې نښانې وګورو، په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى). [الإسراء سورت: ۱ ایت].
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه متواتر روایتونه راغلي چې هغه اسمانونو ته خېژول شوی، دروازې یې ورته پرانېستل شوي تر دې چې له اووم اسمان څخه تېر شوی او رب یې چې څه غوښتل په اړه یې ورسره خبرې کړي او پنځه وخته لمونځونه یې پرې فرض کړي، په داسې حال کې چې په لومړي سر کې یې پنځوس فرض کړل، نو زموږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم به بار بار ورګرځیده او د کمېدو سوال به یې ترې کاوه، تر دې چې پنځو لمونځونه ته یې راکم کړل ، خو دا په شمېر کې پنځه او په ثواب کې پنځوس دی؛ ځکه چې نیکي یو په لسه ده، نو الله تعالی لره د هغه په ټولو نعمتونو ستاینه او شکر دی.
دا شپه چې په کې اسراء او معراج شوي، په صحیحو احادیثو کې مشخص شوې نه ده، نه په رجب او نه کومه بله میاشت کې، او هر څه چې یې د مشخص کېدلو په اړه راغلي د محدثینو له انده له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ثابت نه دي، او د الله تعالی پدې کې لوی حکمت دی چې له خلکو یې هېره کړې ده، او که چېرته یې مشخص کېدل ثابت شي، نو هیڅ مسلمان ته جایز نه دي چې په عبادت سره یې ځانګړې کړي، یا دا چې ویې لمانځي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو یې نده لمانځلې او نه یې په کوم عمل سره ځانګړې کړې ده. او که چیرته یې لمانځل روا عمل و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به امت پرې په وینا او یا عمل کولو سره خبر کړی و، او که چېرته داسې کوم څه شوي و نو خامخا به پېژندل شوی او مشهور شوی و او خامخا به صحابه کرامو -رضي الله عنهم- موږ ته رانقل کړی و، ځکه یقینا هغوی د خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه هر هغه شی رانقل کړی چې امت ورته اړتیا درلوده او د دین په هیڅ شي کې یې ناغیړي نده کړې، بلکې هغوی هرې ښېګڼې ته مخکښ وو، نو که چېرته د دې شپې لمانځل روا عمل و، نو هغوی به په دې کار کې تر ټولو مخکښ وو. او رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د خلکو غوره نصحیت کوونکی و او په پوره توګه یې پېغام رسولی او امانت یې ادا کړی، نو که چېرته د دې شپې تعظیم او لمانځل د الله له دین څخه و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ترې هیڅ کله غافله شوی نه و او نه به یې پټه کړې وه، نو کله چې داسې څه نه شته، معلومه شوه چې د دې شپې لمانځل او تعظیم د اسلام څخه نه دي، حال دا چې الله تعالی دې امت ته خپل دین بشپړ کړی او نعمت یې پرې پوره کړی، او هر هغه څوک یې غندلی چې په دین کې یې داسې څه راویستلي چې الله تعالی یې اجازه نه ده کړې، الله پاک په خپل مبین کتاب کې فرمایلي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...). [المائدة سورت: ۳آیت]، او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿أَمۡ لَهُمۡ شُرَكَٰٓؤُاْ شَرَعُواْ لَهُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا لَمۡ يَأۡذَنۢ بِهِ ٱللَّهُۚ وَلَوۡلَا كَلِمَةُ ٱلۡفَصۡلِ لَقُضِيَ بَيۡنَهُمۡۗ وَإِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ21﴾
ژباړه: (آيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى، او كه چېرې د پرېکړې خبره (ځنډول) شوې نه واى، خامخا به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه او بېشكه د همدې ظالمانو لپاره دردوونکی عذاب دى). [الشورى سورت: ۲۱ آیت].
او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیحو أحادیثو کې د بدعتونو پر وړاندې خبرداری ثابت دی او په صراحت سره ویل شوي چې بدعتونه ګمراهي ده، تر څو یې امت د لوی خطر په وړاندې بیدار شي، او له کولو یې تېښته وکړي، لدې څخه یو هغه حدیث دی چې په صحیحینو کې له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ؛ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي». او د مسلم په روايت کې دي:
«مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيهِ أَمْرَنَا؛ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «که څوک کوم کار وکړي او زمونږ د دين امر ورباندې نه وي، هغه مردود دی». او په صحیح مسلم کې له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د جمعې د ورځې په خطبه کې ویل:
«أَمَا بَعْدَ، فَإِنَّ خَيرَ الحَدِيثِ كِتَابُ اللهِ، وَخَيرَ الهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ ﷺ، وَشَرَّ الأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ».
ژباړه: «اما بعد، بېشکه تر ټولو غوره وینا د الله تعالی کتاب دی، او غوره لارښوونه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده، او (په دین کې) تر ټولو بد کارونه هغه دي چې نوي وي، او هر بدعت ګمراهي ده». نسائي پکې په جید سند سره اضافه کړي:
«وَكُلَّ ضَلَالَةٍ فِي النَّارِ».
«او هره ګمراهي په اور کې ده». او په سننو کې له العرباض بن ساریة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ موږ ته داسې ژوره وینا وکړه چې زړونه ترې ورېږدېدل او له سترګو اوښکې وبهېدې، نو موږ وویل: ای د الله رسوله! دا خو داسې وعظ دی لکه د خدای په امانۍ کوونکي، نو موږ ته وصیت وکړه، هغه وفرمایل:
«أُوصِيكُم بِتَقْوَى اللهِ وَالسَّمعِ وَالطَّاعَةِ وَإِنْ تَأَمَّرَ عَلَيكُم عَبدٌ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُم فَسَيَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، فَعَلَيكُم بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الخلُفَاءِ الرَّاشِدِينَ المَهْدِيِّينَ مِنْ بَعْدِي، تَمَسَّكُوا بِهَا وَعَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُم وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٍ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ».
ژباړه: «له الله تعالی څخه په ویره، اوریدلو او اطاعت درته وصیت کوم اګر که یو غلام درباندې امیر وټاکل شو، یقینا خبره داسې ده چې که په تاسو کې څوک ژوند وکړي نو ډیر اختلافات به وویني، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو ځان وساتئ، ځکه (په دین کې) هر نوښت بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده». او په دې معنا سره ډیری حدیثونه راغلي دي.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له أصحابو او ورپسې وروسته له سلفو څخه د بدعتونو پر وړاندې خبرداری او ترې ویرول ثابت دي؛ دا یوازې له دې امله چې په دین کې زیاتوالی او داسې یو شریعت رامنځته کول دي چې الله یې اجازه نه ده کړې او د الله تعالی له دښمنانو؛ یهودو او نصاراوو سره پکې ورته والی دی چې هغوی هم په خپل دین کې زیادت کړی و، او داسې نوښت یې پکې راوستی و چې الله یې اجازه نه وه کړې، او ځکه چې لدې څخه په اسلامي دین کې نېمګړتیا لازمیږي، او له بشپړتیا وروسته په نابشپړتیا سره متهم کیږي او دا ښکاره ده چې پدې کې څومره لوی فساد دی، او دا یو ناوړه منکر او د الله تعالی د دې وینا سره په ټکر کې عمل دی چې فرمایي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى...) [المائدة سورت: ۳ آیت]، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثونو سره پکې ښکاره مخالفت دی، هغو حدیثونو سره چې له بدعتونو ویرول او ترې په تېښته (امر) کوي.
پدې سره امید لرم چې کوم څه مو له دلایلو سره ذکر کړل کافي او د حق پلټونکي لپاره د قناعت وړ وي، چې دا بدعتونه پرې وغندي؛ یعنې د اسراء او معراج د شپې لمانځل او دا چې دا عمل له اسلام څخه هیڅ نه دی.
نو دا چې الله تعالی مسلمانانو ته نصیحت او هغه څه بیانول واجب کړي چې ورته یې روا کړي او تر څنګه یې د علم کتمان حرام کړی؛ نو ما وپتېله چې خپلو مسلمانانو ورونو ته د دې بدعت په اړه خبرداری ورکړم، کوم چې په ډیری هېوادونو کې دومره خپور شوی چې ځینې فکر کوي له دین څخه دی.
له الله تعالی سوال کوو چې د ټولو مسلمانانو حالات سم کړي، په دین کې پوهه ورکړي، موږ او هغوی ته پر حق د منګولو لګولو، پرې ټېنګ پاتې کېدلو او د هغه خلاف د هر څه پرېښودلو توفیق راکړي، هغه د دې واکمن او پرې ځواکمن ذات دی.
وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
اووم پېغام:
د شعبان میاشتې د نيمايي شپې د لمانځلو حکم
الحمد لله الذي أكمل لنا الدين، وأتم علينا النعمة، والصلاة والسلام على نبيه ورسوله محمد نبي التوبة والرحمة.
أَمَّا بَعْدُ: الله تعالی فرمایلي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...) [المائدة سورت: ۳ آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿أَمۡ لَهُمۡ شُرَكَٰٓؤُاْ شَرَعُواْ لَهُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا لَمۡ يَأۡذَنۢ بِهِ ٱللَّهُ...﴾
ژباړه: (آيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى...) [الشورى سورت: ۲۱ آیت]. او په صحیحینو کې له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ؛ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي». او په صحیح مسلم کې له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي علیه الصلاة و السلام به د جمعې په خطبه کې ویل:
«أَمَّا بَعْدُ: فَإِنَّ خَيرَ الحَدِيثِ كِتَابُ اللهِ، وَخَيرَ الهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ، وَشَرَّ الأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ».
ژباړه: «أما بعد: د الله تعالی له حمد او ثنا وروسته، بېشکه غوره وینا د الله تعالی کتاب دی، او غوره لارښوونه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده، او (د دین په چارو کې) بده یې نوې (بدعت) ده او بدعت ګمراهي ده». او پدې معنا سره آیتونه او حدیثونه ډیر راغلي، چې په روښانه توګه دلالت کوي چې الله تعالی دې امت ته دین پوره کړی او خپل نعمت یې پرې بشپړ کړی دی، او هغه مهال یې خپل نبي وفات کړی، کله یې چې په ښکاره او بشپړه توګه خلکو ته دین رسولی او امت ته یې له وینا او کړنو هر هغه څه بیان کړي چې الله ورته روا کړي دي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم روښانه کړې چې هر هغه څه چې خلک یې له هغه وروسته په (دین کې له ځانه) راباسي او بیا یې اسلام ته نسبت ورکوي؛ هغه که وینا وي او یا عمل، نو دا ټول بدعت دي او چا چې جوړ کړي پر همغه بېرته مردود دي اګر که دا کار یې په ښه نیت کړی وي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام او ورپسې د اسلام علما په دې موضوع پوهېدل، نو بدعتونه یې وغندل او خلک یې ترې وویرول، دا خبره هر هغه چا ذکر کړې ده چې د سنتو د عظمت او د بدعت د غندلو په اړه یې لیکل کړي دي لکه: ابن وضاح، طرطوشي، أبو شامة او داسې نورو.
له هغو بدعتونو چې ځینو خلکو رامنځته کړي: د شعبان د نیمایي میاشتې د شپې د لمانځلو او د ورځې روژه نیولو بدعت دی، چې په دې اړه هیڅ داسې دلیل نشته چې اعتماد پرې وشي، که څه هم د فضیلت په اړه یې ضعیف حدیثونه شته خو اعتماد پرې روا نه دی.
او هغه څه چې پدې شپه کې د لمانځه د فضیلت په اړه راغلي؛ نو ټول موضوعي دي، لکه څنګه چې ډیری علماوو دې خبرې ته اشاره کړې ده ، چې وروسته به یې د ځینو ویناوې راشي إن شاء الله.
پدې اړه د شام او نورو ځایونو د ځینو سلفو آثار هم شته.
او هغه څه چې جمهورو علماوو پرې اجماع کړې دا دی چې د دې شپې لمانځل بدعت دی او دا چې د فضیلت په اړه یې کوم حدیثونه راغلي ټول ضعیف او ځینې یې موضوعي دي، پدې علماوو کې حافظ ابن رجب په خپل کتاب: (لطائف المعارف) کې دې ته اشاره کړې، او نورو علماوو هم دا کار کړی دی، بل دا چې په ضعیف حدیث یوازې په هغو عباداتو کې عمل کیږي چې اصل یې په نورو صحیحو دلایلو سره ثابت شوی وي. او د شعبان د نیمایي میاشتې د شپې لمانځل کوم صحیح اصل نه لري چې سړی پرې د ضعیفه حدیثونو له لارې قناعت وکړي، دا عظیمه قاعده شیخ الاسلام أبو العباس ابن تیمیة رحمه الله ذکر کړې ده.
او ګرانه لوستونکیه! زه درته پدې مسأله کې د ځینو علماوو ویناوې راوړم، تر څو درسره پدې اړه دلیل ولرې.
د علماوو -رحمهم الله- پدې اجماع ده چې هغه مسایل چې خلک یې په اړه اختلاف لري، د الله -جل جلاله- کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت ته ورګرځول يې واجب دي، نو په هر څه چې دواړو یا یو یې فیصله وکړه همغه شریعت دی چې پیروي یې واجب ده، او څه شی چې د دې دواړو خلاف و نو پرېښودل یې واجب دي، او پدې دواړو کې چې کوم عبادات نه دي راغلي نو هغه بدعت دي او کول یې روا نه دي، دا خو لا پریږده چې بلنه ورکړل شي او خوښ وګڼل شي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَأُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنكُمۡۖ فَإِن تَنَٰزَعۡتُمۡ فِي شَيۡءٖ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمۡ تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلًا59﴾
ژباړه: (ای مومنانو! د الله حكم ومنئ! او د رسول ومنئ! او د خپلو چارواكو، نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده). [النساء سورت: ۵۹ ایت]، او الله تعالی فرمایلي:
﴿وَمَا ٱخۡتَلَفۡتُمۡ فِيهِ مِن شَيۡءٖ فَحُكۡمُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ...﴾
﴿ ژباړه: (او تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده...) [الشورى سورت: ۱۰ آيت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿قُلۡ إِن كُنتُمۡ تُحِبُّونَ ٱللَّهَ فَٱتَّبِعُونِي يُحۡبِبۡكُمُ ٱللَّهُ وَيَغۡفِرۡ لَكُمۡ ذُنُوبَكُمۡ...﴾
ژباړه: (اى پېغمبره! خلكو ته) ووايه: كه تاسې په رښتيا له الله سره مينه لرئ نو زما د پيروۍ لاره غوره كړئ، الله به له تاسې سره مينه وكړي او ستاسې خطاوې به دروبخښي...) [آل عمران سورت: ۳۱ ایت]. او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤۡمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيۡنَهُمۡ ثُمَّ لَا يَجِدُواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَرَجٗا مِّمَّا قَضَيۡتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسۡلِيمٗا65﴾
ژباړه: (نو، نه، قسم دی په رب چې تر هغه نه شي مومنان كېدلى چې خپل منځي شخړو كې دې فيصله كوونكى ونه ټاكي، بيا ستا له پرېكړې په زړونو كې څه خپګان هم ونه مومي او ښه پخه يې ومني). [النساء سورت: ۶۵ آیت]. ډېر آیتونه شته چې همدا معنی لري، او دا د اختلافي مسألو په اړه اړتیا ده چې قرآن او سنت ته وروګرځول شي او په پریکړه یې خوښي وښودل شي، او همدا د ایمان غوښتنه او په دنیا او اخرت کې د بندګانو لپاره او د انجام له اړخه غوره دی.
حافظ ابن رجب - رحمه الله - په خپل کتاب (لطائف المعارف) کې د دې مسألې په اړه - له مخکیني بحث وروسته - فرمایلي:
«د شام تابعینو؛ لکه: خالد بن معدان، مکحول، لقمان بن عامر او نورو به د شعبان د نیمایي شپې درناوی کاوه او پدې شپه به یې په عبادت کې زیار ویسته، او له همغوی څخه یې خلکو فضیلت او تعظیم زده کړی دی، او داسې ویل شوي چې هغوی ته پدې اړه اسراییلي روایتونه رسیدلي و، او کله چې دا خبره په هیوادونو کې د دوی په اړه مشهوره شوه، نو په اړه یې په خلکو کې مخالفت پيدا شو، ځینو یې دا خبره له دوی څخه ومنله او د دوی سره یې د هغې په تعظیم موافقه راغله، چې په دې کې د بصرې يوه ډله عابدان او ځینې نور خلک وو، دا خبره د حجاز ډېری علماوو رد کړې ده په شمول د: عطاء، ابن ابي مُلیکه، او عبدالرحمن بن زید بن اسلم د مدینې له فقهاوو رانقل کړې ده، او دا د امام مالک د پيروانو او ځینو نورو وینا ده او ویلي یې دي چې دا ټول بدعت دی.
د شام علماء یې د لمانځلو د طریقې په اړه دوه قوله لري:
یو یې داسې دی چې: په جومات کې یې په ډلییزه توګه لمانځل مستحب دي، او خالد بن معدان، لقمان بن عامر او نورو به پکې ښایسته جامې اغوستې، خوشبویي به یې لګوله او رانجه به یې کول او ټوله شپه به یې په جومات کې په قیام تېروله، او اسحق بن راهویه ورسره هم پدې اړه موافق دی. او په جوماتونو کې یې د جماعت سره د دې د ترسره کولو په اړه ویلي چې: دا بدعت نه دی، دا خبره حرب الکرماني په خپلو مسائلو کې رانقل کړې ده.
او دویم: په جوماتونو کې د لمانځه، کیسو او دعاګانو لپاره راټولیدل مکروه دي، مګر دا مکروه ندي چې یو سړی په جومات کې ځانته لمونځ وکړي، دا د الاوزاعي وینا ده، چې د شام د خلکو امام، فقیه او د دوی عالم دی، او همدا (حق ته) تر ټولو نږدې نظر دی، إن شاء الله تعالی». تر دې چې ویې ویل: «د امام احمد څخه د شعبان د نیمایي شپې په اړه کومه وینا نده پېژندل شوې، او د قیام د مستحب والي په اړه یې له هغه څخه دوه روایتونه کیږي: له هغو دوو روایتونو څخه د دوو اخترونو په شپو کې قیام دی چې په (یو روایت کې) هغه په جماعت سره قیام مستحب نه دی ګڼلی؛ ځکه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه له اصحابو څخه ندی نقل شوی، او په (یو بل روایت کې ) یې مستحب ګڼلی، ځکه چې عبد الرحمن بن یزید بن الأسود کړی دی، او هغه تابعي دی، نو همدا رنګه د شعبان د نیمایي شپې قیام هم دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو څخه پکې کوم څه ثابت نه دي، خو د شام د فقهاوو د تابعینو له یوې ډلې څخه پکې ثبوت شته».
د حافظ ابن رجب رحمه الله د خبرو مطلوبه معنی پای ته ورسېده، چې په څرګنده توګه وايي چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه د شعبان میاشتې د نیمایي شپې (د برات شپې) په اړه هیڅ شی ثابت نه دی.
هغه څه چې اوزاعي -رحمه الله- د افرادو لپاره د قیام په اړه انتخاب کړي او ابن رجب چې دا وینا غوره کړې، نو دا قول نا اشنا او کمزوری دی؛ ځکه هر شی چې په شرعي دلایلو یې مشروعیت ثابت نه وي، مسلمان ته روا نه دي چې د الله په دین کې یې نوی له ځان څخه وزیږوي، برابره خبره ده که یوازې یې کړی وي او یا په ډله کې، یا دا چې پټ یې ادا کړی وي یا په ښکاره، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا عمومیت دی چې فرمایي:
«مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيهِ أَمْرُنَا؛ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «که څوک کوم کار وکړي او زمونږ د دين امر پرې نه وي، هغه مردود دی». او داسې نور دلائل چې د بدعتونو د انکار او د هغوی په وړاندې د خبرداري ښودنه کوي.
او امام ابوبکر طرطوشي - رحمه الله - په خپل کتاب «الحوادث والبدع» کې داسې ویلي:
«او ابن وضاح له زید بن اسلم څخه روایت کړی وایي چې: موږ له خپلو شیخانو یا فقهاوو څخه هیڅوک ونه موندل چې د شعبان د میاشتې منځنۍ برخې ته یې پاملرنه کړې وي، یا یې د مکحول حدیث ته پاملرنه کړي وي، او نه دې شپې ته پر نورو په کوم فضیلت قایل وو».
او ابن ابی ملیکة ته وویل شو چې: زیاد النمیري وایي: «د شعبان د نېمایي میاشتې د شپې اجر لکه د قدر د شپې په څېر دی». هغه وویل: «که مې ترې اوریدلي وای او زما په لاس کې امسا وی نو مخامخا به مې وهلی و» او زیاد یو قصه ویوونکی و، مقصوده وینا پای ته ورسیده.
او علامه شوکاني - رحمه الله - په «الفوائد المجموعة» کې داسې فرمایلي:
ژباړه: دا حدیث: «ای علي چا چې د شعبان د میاشتې په نیمایي کې د شپې سل رکعته لمونځ وکړ؛ چې په هر رکعت کې فاتحه او: (قل الله احد) لس ځلې ووایي؛ نو الله به یې هره اړتیا پوره کړي»، تر اخره. موضوعي حدیث دی، او دا چې د ثواب په اړه پکې کوم صراحت شوی، نو هر انسان چې تمیز ولري په جعلي توب کې یې شک نه کوي، او رجال یې نامعلوم دي، او په دویم او دریم سند هم روایت شوی چې ټول موضوعي دي او راویان یې مجهول دي. او په : «المختصر»: کې راغلي چې: د شعبان د میاشتې د نیمایي په اړه حدیث باطل دی، او ابن حبان د علي له حدیث څخه چې فرمایي: کله چې د شعبان د نیمایي میاشتې شپه شي نو شپه یې په قیام او ورځ یې په روژه تېره کړئ) ضعیف دی. او په: «اللآلئ» کې : «د شعبان د میاشتې په نیمایي کې لس ځلې په سورت اخلاص سره سل رکعته لمونځ کول» د اوږدوالي د فضیلت سره چې دیلمي او نورو روایت کړی، موضوعي دی او په درې واړو طریقو کې یې جمهور راویان ناپېژندل شوي او ضعیف دي. وایي: «او دیرش ځلې په سورت اخلاص سره دولس رکعته» موضوعي دی، او «څوارلس رکعته» موضوعي دی.
د فقهاوو یوه ډله د دې حدیث له امله دوکه شوې ده لکه: د (الِاحیاء) لیکوال او نور، همدارنګه ځینې مفسرین، او د دې شپې لمونځ - یعنې: د شعبان د نیمایي شپې - په بېلابېلو طریقو روایت شوی، چې ټول یې باطل او جعلي دي، دا د ترمذي د روایت خلاف نه دی چې د عایشې -رضی الله عنها- له حدیث څخه اخیستل شوی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- بقیع ته تللی، او په نیمه شپه کې د دنیا آسمان ته د رب تبارک وتعالی نزول، او دا چې هغه د بنو کلب (قبیلې) د پسونو د ویښتانو له شمېر څخه زیاتو خلکو ته بخښنه کوي، ځکه وینا یوازې پدې شپه کې د دې موضوعي لمانځه په اړه ده. چې د عایشې - رضي الله عنها- دا حدیث ضعیف او منقطع دی، لکه څنګه چې د علي حدیث دی چې مخکې یې د هغې شپې د لمانځه په اړه یادونه وشوه چې دا لمونځ موضوعي دی، د هغه ضعف له امله چې یادونه یې وشوه» مقصد دلته پای ته ورسید.
او حافظ العراقي ویلي: «د شعبان د نیمایي میاشتې د شپې د لمانځه په اړه حدیث په رسول الله صلی الله علیه وسلم جوړ شوی او پر هغه دروغ ویل دي». او امام النووي په کتاب: (المجموع) کې ویلي: (هغه لمونځ چې د رغائب د لمانځه په نوم یادیږي، چې د رجب د لومړۍ جمعې په شپه د ماښام او ماسخوتن ترمنځه دولس رکعته دی، او د شعبان د نیمایي شپې لمونځ چې سل رکعته دی، دا دوه لمونځونه د غندنې وړ بدعتونه دي، او څوک باید د (قوت القلوب) او (احیاء علوم الدین) په کتابونو کې د دوی د ذکر له امله دوکه نشي ... او نه هم په دوی کې په ذکر شوي حدیث، ځکه هغه ټول باطل دي، او په ځینو هغو امامانو باید څوک دوکه نه شي چې د حکم په اړه یې مغشوش دي او د مستحب والي په اړه یې څو ورقې لیکلي دي، ځکه هغه پدې کې غلط شوی دی).
او شیخ امام ابو محمد عبدالرحمن بن اسماعیل المقدسي د هغوی د بطلان په اړه یو ارزښتناک کتاب لیکلی، چې ښه او غوره لیکنه یې کړې ده، او پدې مساله کې د علماوو ویناوې زیاتې دي او که وغواړو پدې مساله کې ټولې ویناوې دلته رانقل کړو نو خبره به اوږده شي نو، شاید هغه څه چې موږ یې یادونه کړې ده، د حقیقت غوښتونکي لپاره کافي او قانع کوونکې وي.
له پورته آیتونو، احادیثو او د علماوو له ویناوو څخه، د حق غوښتونکي ته روښانه کیږي چې د شعبان د میاشتې د نیمې شپې لمانځل په لمانځه یا نورو شیانو سره، او د هغې ورځې روژه نیول د ډیری عالمانو په وینا یو د غندلو وړ بدعت دی، او په پاکیزه شریعت کې هیڅ اساس نلري، بلکې دا هغه څه دي چې د صحابه کرامو -رضي الله عنهم- له دورې وروسته په اسلام کې راپیښ شوي دي، او د حق غوښتونکي لپاره په دې او نورو مواردو کې د الله جل جلاله دا قول بسنه کوي چې فرمایي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى...) [المائدة سورت: ۳ ایت]. او پدې معنا سره چې کوم آیتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه راغلي په لاندې ډول دي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوښت وکړ، چې له دین څخه نه وي، هغه مردود دی». او کوم حدیثونه چې په دې معنا سره راغلي.
په صحیح مسلم کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا تَخُصُّوا لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ بِقِيَامٍ مِنْ بَيْنِ اللَّيَالِي، وَلَا تَخُصُّوا يَوْمَهَا بِالصِّيَامِ مِنْ بَيْنِ الْأَيَّامِ، إِلَّا أَنْ يَكُونَ فِي صَوْمٍ يَصُومُهُ أَحَدُكُمْ».
ژباړه: «تاسو د جمعې شپه د لمانځه او ورځ یې د روژې لپاره مه ځانګړې کوئ، مګر دا چې په داسې ورځ راشي چې تاسو پکې روژه کیږئ». نو که چیرته دا روا وای چې یوه ځانګړې شپه د کوم ډول عبادت لپاره خاص شي، نو د جمعې شپه به د بلې هرې شپې په پرتله ډیره غوره وای؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث پر بنا یې ورځ تر ټولو غوره ورځ ده چې لمر پرې راختلی. نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې شپو څخه د یوې شپې د لمانځه لپاره د ځانګړي کولو په اړه خبرداری ورکړی، دا په ګوته کوي چې نورې شپې په طریقه اولی سره روا نه دي، او په هیڅ عبادت سره یې ځانګړي کول روا نه دي، مګر دا چې د تخصیص په اړه یې صحیح دلیل شتون ولري.
او کله چې د قدر شپه او د رمضان شپې؛ هغه شپې دي چې قیام او زیار ویستل پکې روا دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د خلکو پام اړولی او په عبادت سره تېرولو ته یې هڅولي او دا کار یې خپله هم کړی دی، لکه په صحیحینو کې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه فرمایلي:
«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».
ژباړه: «څوک چې د روژې میاشت د ایمان او ثواب په نیت په عبادت سره تېره کړي پخواني ګناهونه به یې وبښل شي، او څوک چې د قدر شپه د ایمان او ثواب په نیت په عبادت تېره کړي، د هغه پخواني ګناهونه به وبښل شي». نو که چېرته د شعبان د نیمایي شپه، یا د رجب د لومړۍ جمعې شپه، یا د اسراء او معراج شپه د لمانځلو یا د کوم ډول عبادت لپاره ځانګړې کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې په اړه خامخا امت ته لارښوونه کړې وه، یا به یې خپله ځانګړې کړې وه، او که له دې کارونو کوم څه شوي وو نو خامخا به صحابه کرامو -رضوان الله علیهم- امت ته رانقل کړي و او هیڅکله به یې دا خبره پټه نه وه ساتلې، حال دا چې هغوی له پېغمبرانو علیهم السلام وروسته غوره خلک او زیات نصیحت کوونکي دي، او الله تعالی دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرو څخه راضي شي او هغه له دوی څخه راضي دی.
او تاسو د علماوو له خبرو پوه شوئ چې د رجب (بزرګې میاشتې) لومړۍ جمعه د شپې او د شعبان (برات) پنځلسمې د فضیلت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو -رضوان الله علیهم- څخه هیڅ شی ثابت نه دی، نو ښکاره شوه چې لمانځل یې په اسلام کې یو نوی رامنځته شوی بدعت دی، او همدا رنګه یې په یو عبادت سره ځانګړې کول د غندلو وړ بدعت دی، همدا رنګه د رجب (بزرګې) د میاشتې اووه ویشتمه شپه، چې ځینې خلک یې د اسراء او معراج شپه ګڼي، په هیڅ عبادت سره یې ځانګړې کول روا نه دي، او د تېرو دلایلو پر بنسټ یې لمانځل هم روا نه دي، دا که چیرته معلومه وي، او دا خو لا پرېږده چې د علماوو د صحیحو ویناوو پر بنسټ نا معلومه ده. او د هغه چا وینا چې وایي: چې هغه د رجب (بزرګې) د میاشتې اوه ویشتمه شپه ده، باطل قول دی چې په صحیحو احادیثو کې هیڅ بنسټ نه لري، او چا څه ښه ویلي:
تر ټولو غوره شیان هغه دي چې په لارښوونو ولاړ وي ... او تر ټولو بد شیان هغه دي چې نوي او بدعت وي.
له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې موږ او ټولو مسلمانانو ته په سنتو د منګولو لګولو او پرې ثابت پاتې کېدلو توفیق راکړي، او له هغه څه مو وساتي چې د دې خلاف وي، هغه سخي او مهربان ذات دی.
وصلى الله وسلم على عبده ورسوله نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
اتم پېغام:
د منسوب شوي وصیت د دروغوالي په اړه مهم خبرداری
د مسجد نبوي د خادم؛ شیخ احمد
د عبدالعزیز بن عبدالله بن باز له خوا له مسلمانانو څخه هر هغه چا ته چې دا لولي، الله تعالی دې دوی په اسلام سره وساتي، او موږ او دوی دې د جاهلانو د تورونو له شر څخه وساتي، آمین.
سلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
أَمَّا بَعْدُ:ما د مسجد نبوي خادم شیخ احمد ته منسوبه یوه وینا ولوستله چې سرلیک یې و: (دا له مدینې منورې څخه د نبوي مسجد د خادم شیخ احمد پېغام دې) چې پکې یې ویلي:
«زه د جمعې په شپه تر ناوخته ویښ وم او د قرآن کریم تلاوت مې کاوه، او د الله تعالی د ښکلو نومونو له لوستلو چې وزګار شوم د ویده کېدو لپاره چمتو شوم، نو ما داسې یو څوک ولید چې ځلیدونکی راښکاره شو، د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم؛ چا چې مخلوقاتو ته د رحمت په توګه قرآني آیتونه او شریف احکام راوړي دي، زموږ سردار محمد صلی الله علیه وسلم، نو هغه وويل: ای شیخ احمده، ما وویل: لبیک یارسول الله ای د الله تر ټولو عزتمند مخلوقه! نو ماته یې وویل: زه د خلکو د بدو کړنو له امله خجالت یم، او نشم کولی چې له خپل رب او ملاېکو سره مخ شم؛ ځکه چې له یوې جمعې څخه تر بلې پورې یو لک او شپیته زره کسان په داسې حال کې مړه شول چې اسلام یې نه و راوړی، بیا یې د ځینو هغو ګناهونو یادونه وکړه چې خلک پکې ښکیل شوي دي، بیا یې وویل: دا وصیت پر دوی د غالب او زورور ذات له لورې د رحمت په توګه دی. بیا یې د قیامت ځینې علامې یادې کړې، تر دې چې ویې ویل: شیخ احمده! پر دې وصیت یې خبر کړه، ځکه چې دا د تقدیر په قلم سره له لوح محفوظ څخه رانقل شوی او چا چې ولیکه یا له یو هېواد څخه بل هېواد ته یا یو کور څخه بل کور ته ولیږه، په جنت کې به ورته ماڼۍ ودانه شي، او چا چې ونه لیکه او یا یې و نه لیږه، نو د قیامت په ورځ به زما له شفاعت څخه محروم شي، او چا چې ولیکله او فقیر و، نو الله به یې غني کړي، که قرضداره و، الله به یې قرضونه خلاص کړي او یا یې ګناه کړې وه، الله تعالی به ده ته او د دې مور او پلار ته د دې وصیت په برکت بښنه وکړي، او د الله تعالی کومو بندګانو چې ونه لېکله نو په دنیا او اخرت کې به مخ تورن وي. او درې ځلې یې وویل: و الله العظیم چې دا حقیقت دی، او که چیرته دې دروغجن وي نو الله تعالی دې له دنیا څخه کافر بوځي، او چا چې رښتیا وګڼله د اور له عذاب څخه به خلاص شي، او چا چې دروغ وګڼله کفر یې وکړ).
دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم د دروغو جوړ شوي وصیت لنډیز و،
چې دا په دروغو جوړ شوی وصیت مو څو ځلې له څو کلونو راپدیخوا اوریدلی و چې د خلکو په منځ وخت په وخت خپریده، او د عامو خلکو تر منځه ډیر خپور شوی و، او په الفاظو کې یې توپیر شتون لري، او په دروغو جوړوونکی یې وایي چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې لیدلی او دا وصیت یې ورته کړی، او پدې وروستۍ خپره شوې نسخه کې چې تا قدرمن لوستونکي ته مو وړاندې کړه، دروغجن انسان پکې ادعا کړې چې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مهال ولیده کله یې چې خوب ته چمتووالی نیوه، نو معنا یې دا ده چې هغه په ویښه لیدلی!
دې دروغجن په دې وصیت کې د ډیرو شیانو دعوا کړې ده، چې څرګند دروغ او روښانه باطل دي، چې ژر به د دې وینا له لارې ترې خبر درکړم ان شاء الله، او ما په تېرو کلونو کې هم پدې اړه د خلکو پاملرنه راړولې وه، او خلکو ته مې په ډاګه کړې وه چې دا روښانه دروغ او باطل دي، او کله مې چې دا وروستۍ خپره شوې نسخه ولیده نو په لیکلو کې متردد وم، ځکه چې بطلان یې ښکاره و او جوړوونکو یې د دروغو لوی جرات کړی و، او ما فکر نه کاوه چې باطلوالی به یې د هغه چا لخوا ومنل شي چې لږ بصیرت یا سالم فطرت ولري. خو ډېری وروڼو خبر کړم چې دا د ډېرو خلکو په منځ کې مشهوره شوې او په خپلو کې یې سره شریکه کړې ده او ځینو یې پرې باور درلود، لدې امله، راته مناسب ښکاره شوه چې زما په څېر خلکو ته اړینه ده چې په اړه یې د بطلان په موخه لیکل وکړي او دا چې دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم تړل شوي دروغ دي، تر څو پرې څوک دوکه نه شي. او هر هغه څوک چې د علم او ايمان خاوند وي، که په دې (خبره/موضوع) غور او فکر وکړي، یا سالم فطرت ولري او د روغ عقل خاوندان وي؛ نو پوه به شي چې دا په ډیرو وجوهاتو دروغ او تور تړل دي.
او ما د شیخ احمد له یو خپلوان څخه د دې دروغجن وصیت په اړه پوښتنه وکړه چې شیخ احمد ته یې نسبت کیږي، نو هغه راته په ځواب کې وویل چې دا په شیخ احمد دروغ ویل شوي او هغه هیڅکله ندي ویلې، او یاد شیخ احمد ډیره موده مخکې مړ شوی، او که فرض کړو چې یاد شیخ احمد او یا بل څوک له هغه څخه لوی کس دعوا وکړي چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې یا په ویښه لیدلی او پدې وصیت سره یې ورته وصیت کړی، نو موږ به په یقیني توګه په ډیرو وجوهاتو سره پوه شو چې دروغ دي، یا دا چې شیطان ورته ویلي، نه رسول الله صلی الله علیه وسلم:
۱- لومړۍ وجه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه له وفات نه وروسته په ویښه نه لیدل کیږي، او څوک چې له جاهلو صوفیانو څخه ادعا کوي چې هغه په ویښه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویني، یا دا چې هغه د زوکړې د لمانځلو محفل ته راځي او دې ته ورته باورونه؛ نو هغه تر ټولو بده تېروتنه کوي او له حده زیات دوکه شوی، او په لویه تېروتنه کې ښکېل شوی، او د کتاب، سنت او د علماوو د اجماع مخالفت یې کړی؛ ځکه چې مړي یوازې د قیامت په ورځ له خپلو قبرونو څخه راوځي، نه په دې دنیا کې. او څوک چې د دې خلاف وایي هغه دروغجن دی، او دروغ یې ښکاره دي، یا دوکه باز دی چې دوکه شوی او ګمراه شوی، هغه حق یې ندی پېژندلی چې سلفو صالحو پېژندلی و، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو -رضوان الله علیهم- او په نیکۍ کې د هغوی پيروان پرې و، الله تعالی فرمایلي:
﴿ثُمَّ إِنَّكُم بَعۡدَ ذَٰلِكَ لَمَيِّتُونَ15 ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ16﴾
ژباړه: (بيا له هغه وروسته تاسو هرومرو مړه كېدونكي ياست.
بيا به تاسو هرومرو د قيامت په ورځ راپاڅول كيږئ). [المؤمنون سورت: ۱۵، ۱۶ آیتونه]، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
«أَنَا أَوَّلُ مَنْ تَنْشَقُّ عَنْهُ الْأَرْضُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَأَنَا أَوَّلُ شَافِعٍ وَأَوَّلُ مُشَفَّعٍ».
ژباړه: «زه لومړی هغه څوک یم چې قبر یې څېرول کیږي او لومړی کس یم چې په قیامت کې به شفاعت کوونکی وي او هغه کس چې شفاعت یې منل کیږي». او په دې معنا سره ډېری آیتونه او احادیث راغلي دي.
دویمه وجه: رسول الله صلی الله علیه وسلم، د حق پر خلاف هیڅ خبره نه کوي، نه د خپل ژوند او نه هم د خپلې مړېنې په اړه. او دا وصیت په ډیری وجوهاتو د هغه د شریعت سره په ډاګه مخالفت لري - کوم چې راتلونکي دي- او هغه صلی الله علیه وسلم ځینې وختونه په خوب کې لیدل کیږي، چا چې هغه مبارک په خوب کې ولیده نو هغه یې لیدلی دی. ځکه چې شیطان د هغه په څېره نه شي ښکاره کېدلی، لکه څنګه چې په صحیح حدیث کې راغلي دي، خو ټوله خبره د هغه چا په ایمان، ریښتیولۍ، عدالت، یادداښت، دیندارۍ او امانت کې ده چې هغه -صلی الله علیه وسلم- یې په خپل شکل کې لیدلی او یا په بل کې.
که چېرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کوم حدیث راغلی و چې هغه په خپل ژوند کې ویلي و، خو راویان یې ثقه، عادل، د ضبط خاوندان نه وي، نو باور پرې نه کیږي او نه د ثبوت په توګه کارول کیږي، یا دا چې د ثقه راویانو او د ضبط د خاوندانو له لارې روایت شوی وي خو د هغه چا د روایت خلاف وي چې له هغه څخه په حفظ کې پياوړی او ثقه وي او مخالفت یې په دومره کچه وي چې د دواړو روایتونو جمع کول ناشوني وي، نو یو به یې منسوخ و چې عمل پرې نه کېده، او دویم به یې ناسخ و چې عمل پرې کېده، چې دا کار د هغه د شروطو له امله ممکن و، او که چیرته یې تر منځه جمع او یا نسخ ممکن نه وه نو د هغه چا د روایت لرې کول واجب دي چې حفظ یې لږ وي، عدالت یې کم، او دا حکم پرې کول چې دا شاذ دی عمل پرې نه کیږي.
نو د داسې وصیت به څه حال وي چې هغه خاوند یې نامعلوم دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانقل کړی او د راوي عدالت او امانتداري هم معلومه نه ده، نو په داسې حال کې خو حقیقت دا دی چې باید له پامه وغورځول شي او هیڅ پاملرنه ورته ونه شي، حتی که هیڅ شی یې د شریعت سره په ټکر کې نه وي، دا خو لا پریږده چې ډیری داسې څه پکې دي چې بطلان یې په ګوته کوي او د الله په رسول صلی الله علیه وسلم د دروغو تړل شوی وصیت دی او داسې یو قانون پکې دی چې الله جل جلاله یې اجازه نه ده ورکړې؟
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ قَالَ عَلَيَّ مَا لَمْ أَقُلْ؛ فَلْيَتَـبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ».
ژباړه: «چا چې پر ما داسې یو څه وویل چې ما نه وي ویلي؛ نو په دوزخ کې دې خپل ځای وټاکي». او په دروغو د دې وصیت جوړونکي په رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څه ویلي چې هغه نه دي ویلي، او په ښکاره توګه جدي دروغ یې پرې ویلي، نو که په بیړه توبه ونه باسي او خلک بېرته د دې وصیت له دروغولۍ خبر نه کړي چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ویلي دي، نو شک نشته چې په لویه پيمانه د دې خطرناک ګواښ مستحق او حقدار شي! ځکه څوک چې په خلکو کې دروغ خپروي او دین ته یې نسبت ورکوي؛ د هغه توبه تر هغه وخته پورې نه قبلیږي چې هغه دروغ ښکاره نه کړي او خلکو ته یې په ډاګه نه کړي، ترڅو خلک پوه شي چې دروغ دي او بېرته ترې وګرځي، او دا دروغجن خپله دروغولي اعلان کړي، الله تعالی فرمایلي دي:
﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكۡتُمُونَ مَآ أَنزَلۡنَا مِنَ ٱلۡبَيِّنَٰتِ وَٱلۡهُدَىٰ مِنۢ بَعۡدِ مَا بَيَّنَّٰهُ لِلنَّاسِ فِي ٱلۡكِتَٰبِ أُوْلَٰٓئِكَ يَلۡعَنُهُمُ ٱللَّهُ وَيَلۡعَنُهُمُ ٱللَّٰعِنُونَ159 إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُواْ وَأَصۡلَحُواْ وَبَيَّنُواْ فَأُوْلَٰٓئِكَ أَتُوبُ عَلَيۡهِمۡ وَأَنَا ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ160﴾
ژباړه: (بېشکه كوم کسان چې زموږ نازلې کړل شوې روښانه لارښوونې او هدايات پټوي پس له هغه چې موږ هغه خلکو (بني اسرائیلو) ته په کتاب (تورات) کې روښانه کړل، دا هغه کسان دي چې الله پرې لعنت وايي او لعنت ویونکي (ملايکې، انسانان، پېریان او نور مخلوقات) هم پرې لعنت وايي.
مګرهغه کسان چې توبه یې وویستله (له شرکه او پټولو د نعمت څخه) او ځانونه یې جوړ (اصلاح) کړل او (هغه څه یې چې پټول) هغه یې بیان کړل، نو دا هغه کسان دي چې زه به ورته بخښنه وکړم او زه ښه توبه قبلوونکی، همیشه رحم کوونکی یم). [البقرة سورت: ۱۵۹، ۱۶۰ ایتونه]، نو، الله تعالی په دې مبارک آیت کې په ډاګه کړې: څوک چې له حق څخه یو څه پټ کړي، توبه یې نه صحیح کیږي مګر له سمونتیا او ښکاره کولو وروسته، او الله تعالی خپلو بندګانو ته دین بشپړ کړی او خپل نعمت یې پرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لیږلو او د هغه شریعت په بشپړولو سره پوره کړی دی چې الله تعالی یې ورته وحې کړې ده او هغه وخت یې وفات کړی چې دین یې ورته بشپړ او ښکاره کړی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا...﴾
ژباړه: (...نن ورځ مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...) [المائدة سورت: ۳ ایت].
او د دې دروغجن وصیت جوړونکی په څوارلسمه پیړۍ کې راغلی، او غواړي چې خلک په یوې نوې عقیدې سره دوکه کړي، چې په پایله کې به یې هغه څوک جنت ته ځي چې د هغه پر دین عمل وکړي، او هغه څوک به په جنت حراموي او اور ته به یې ننباسي چې شریعت یې ونه مني. او غواړي چې دې وصیت ته له قرآن څخه لوی حیثیت ورکړي، ځکه په اړه یې ویلي چې: چا ولیکله او له یو هېواد څخه یې بل ته ولیږله، یا یې له یو کور څخه بل کور ته ولیږله؛ نو په جنت کې به ورته ماڼۍ جوړه شي، او چا چې ونه لیکله، یا یې ونه لیږله نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شفاعت څخه به محروم شي، دا یو له بدو دروغو څخه دی، او د دې وصیت په دروغولۍ، د دې د جوړونکي په بې شرمۍ، په دروغ ویلو یې د لوی جرئت یو له روښانه دلایلو څخه دی؛ ځکه څوک چې قرآن کریم ولیکي او له یو هیواد څخه یې بل ته، یا له یو کور څخه یې بل ته لیږدوي او په قرآن عمل ونه کړي دومره فضیلت نه شي تر لاسه کولی، نو څنګه به یې د دې تهمت لیکونکي او له یو هیواد څخه بل هیواد ته لیږدوونکي ته ترلاسه کوي؟ او چا چې قرآن نه وي لیکلی او له یو ښار څخه یې بل ته نه وي لیږدولی، بیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شفاعت څخه نه محرومیږي، پدې شرط چې پر هغه ایمان ولري او د شریعت پیروي یې وکړي. په دې وصیت کې یوازې دا یو تهمت د دې د باطلوالي او د هغې د خپرونکي د دروغو، د هغه د بې ادبۍ، حماقت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راوړل شوې لارښوونې له پوهیدو څخه د هغه د لرې والي څرګندونه کوي.
په دې وصیت کې - د هغه څه سربیره چې یادونه یې شوې - نور مسایل هم شته، چې ټول یې باطل والی او دروغ په ګوته کوي، تر دی که جوړوونکی یې په ریښتیاوالي زر قسمونه - یا ډیر - هم وکړي، او یا ځان ته په لوی عذاب او سختې ربړونې سره خېرا هم وکړي چې دی ریښتینی دی، بیا به هم ریښتینی نه وي، او وصیت به یې سم نه وي، بلکې قسم په الله او بیا هم قسم په الله چې تر ټولو لوی او بدتر دروغجن دی او موږ پدې سره الله او حاضرې ملایکې ګواهان ګرځوو. او هر هغه مسلمان ګواه ګرځوو چې دا لیکنه لولي - او داسې ګواهي ورکوو چې د الله جل جلاله سره به پرې د قیامت په ورځ مخ کیږو چې: دا وصیت دروغ او په رسول الله صلی الله علیه وسلم تهمت دی، الله دې هغه څوک ذلیل کړي چې دا یې په دروغ جوړ کړی، او په هغه څه دې ورسره معامله وکړي چې مستحق یې وي.
او پرته له مخکنیو دلایلو نور ډیری دلایل شته چې باطلوالی یې په ګوته کوي لکه:
لومړی یې دا وینا چې: (له یوې جمعې څخه تر بلې پورې یو لک او شپېته زره خلک نامسلمانه مړه شوي)؛ ځکه دا وینا له غیبو څخه ده، حال دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته له هغه نه وحې قطع شوې ده او هغه په ژوند کې هم په غیبو نه پوهېده نو له مړیني وروسته به پرې څنګه پوه شي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
﴿قُل لَّآ أَقُولُ لَكُمۡ عِندِي خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ...﴾
ژباړه: (ووايه زه تاسي ته دا نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي او نه زه د غيبو علم لرم...) [الأنعام سورت: ۵۰ آیت]، او د الله تعالی دغه قول:
﴿قُل لَّا يَعۡلَمُ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلۡغَيۡبَ إِلَّا ٱللَّهُ...﴾
ژباړه: (ورته ووايه: په آسمانو او ځمكه كې هيڅوك په غيبو نه پوهيږي مګر الله...) [النمل سورت: ۶۵ ایت]، او په صحيح حدیث کې له رسول الله ﷺ څخه روایت دی چې فرمایي:
«يُذَادُ رِجَالٌ عَنْ حَوْضِي يَوْمَ القِيَامَةِ، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ! أَصْحَابِي أَصْحَابِي، فَيُقَالُ لِي: إِنَّكَ لَا تَدْرِي مَا أَحْدَثُوا بَعْدَكَ، فَأَقُولُ كَمَا قَالَ العَبْدُ الصَّالِحُ: ﴿وَكُنتُ عَلَيۡهِمۡ شَهِيدٗا مَّا دُمۡتُ فِيهِمۡۖ فَلَمَّا تَوَفَّيۡتَنِي كُنتَ أَنتَ ٱلرَّقِيبَ عَلَيۡهِمۡۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ﴾ [المائدة: 117]».
ژباړه: «د قیامت په ورځ به ځیني خلک زما له حوض څخه منع کړی شي، نو زه به ووایم: ای ربه! زما ملګري، زما ملګري. نو ماته به وویل شي: ته نه پوهېږې چې دوی له تا وروسته څه بدعتونه رامینځته کړي دي. نو زه به هغه ووایم لکه صالح بنده چې ویلي وو: (او زه په دوى باندې ګواه وم تر څو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته پر دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې).
دویم: له هغو دلایلو چې د دې وصیت پر بطلان دلالت کوي، او دا چې دروغ دی، د هغه دا خبره ده چې وایي: (چا چې دا ولیکله او غریب و، نو الله تعالی به یې شتمن کړي، یا پوروړی و، الله تعالی به یې پور ادا کړي، یا یې ګناه کړي وي، الله تعالی به هغه او د هغه مور او پلار ته د دې وصیت له برکته مغفرت وکړي) تر پایه. دا یو له سترو دروغو او د دې د جوړونکي په دروغوالي ښکاره دلیل او د الله تعالی د بندګانو په مخ کې د هغه د بې شرمۍ څرګند ثبوت دی، ځکه چې دا درې شیان یوازې د قرآن کریم په لیکلو سره هم نه تر لاسه کیږي، نو هغه څوک به یې څنګه تر لاسه کړي چې دا دروغجن وصیت یې لیکلی وي! دا خبیث یوازې غواړي خلک مغشوش کړي او پدې وصیت سره یې وتړي؛ تر څو یې ولیکي او په دې ادعا شوي فضیلت ټینګ پاتې شي، او هغه اسباب پریږدي چې الله پاک خپلو بندګانو ته ټاکلي او د شتمنۍ، پورونو ادا کولو او ګناهونو بخښلو لپاره یې وسیله ګرځولې ده. نو موږ د ذلت او د خواهشاتو د اطاعت کولو له اسبابو او شیطان څخه په الله پناه غواړو.
دریم څیز چې د دې وصیت د باطوالي ښودنه کوي د هغه دا وینا ده چې: (او چا چې د الله له بندګانو څخه و نه لیکه؛ نو په دنیا او اخرت کې به یې مخ تور وي). دا هم یو له تر ټولو بد دروغ دي او د دې وصیت د بطلان او د هغه د جوړونکي د دروغو یو له څرګندو ثبوتونو څخه دی. څنګه د یو هوښیار انسان په ذهن کې دا جواز لرلی شي چې دا وصیت ولیکي، کوم چې په څوارلسمه پیړۍ کې د یو نامعلوم سړي لخوا راوړل شوی او د الله په رسول -صلی الله علیه وسلم- یې جعلي جوړ کړی، او وایي چې چا ونه لیکه نو په دنیا او آخرت کې به یې مخ تور وي، او چا چې ولیکه له غریبۍ نه وروسته به شتمن شي، او له هغو پورونو نه به خلاص شي پرې اوښتي وو، او کوم ګناهونه یې چې کړي ورته به وبښل شي!
پاکې ده تا لره ای الله، یقینا چې دا لوی بهتان دی!! او شواهد او واقعیت د دې تور پورې کوونکي په دروغو او د الله تعالی پر وړاندې یې په جرأت کولو او له الله څخه په حیا نه کولو شاهدي ورکوي، ځکه ډیری خلک دي چې دا وصیت یې نه دی لیکلی خو مخونه یې تور نه شول، او دا دی ډیر خلک شته چې یوازې الله تعالی ته یې شمېر معلوم دی چې په ډیرو ځلو یې دا وصیت لیکلی، نو قرض یې ادا نه شو، او لا غریب پاتې دي، نو د زړونو له اوښتو او زنګ وهلو څخه په الله پنا غواړو. نو دا صفتونه او سزاګانې په شریعت کې د هغه چا لپاره نه دي بیان شوي چې غوره او لوی کتاب؛ قرآن کریم یې لیکلی، نو هغه څوک به یې څنګه ترلاسه کړي چې یو داسې دروغجن وصیت یې لیکلی چې ډول ډول باطل او کفري جملې پکې کارول شوي وي، پاکې ده الله لره!! الله جل جلاله څومره حلیم ذات دی چې د داسې یو زړور دروغجن پر وړاندې صبر کوي.
څلورمه چاره: چې د دې دروغجن وصیت ښکارندوي کوي او د باطلو باطل او ښکاره دروغ یې ثابتوي د هغه دا وینا ده ( او څوک چې پرې باور وکړي له عذاب څخه نجات مومي او چا چې دروغ وګڼله کافر شو). دا هم په دروغ ویلو کې لوی جرأت او تر ټولو ناوړه باطل دی، چې دا دروغجن ټولو خلکو ته بلنه ورکوي تر څو یې په دروغو باور وکړي، او دعوا کوي چې په دې سره خلک له اور څخه نجات مومي او دا چې چا دروغ وګاڼه کافر شو. قسم په الله چې دې دروغجن انسان په الله ډیر لوی دروغ وویل، او قسم په الله چې ناحقه خبره یې کړې ده، ځکه چا چې تصدیق کړ هغه د دې وړ دی چې کافر شي؛ نه هغه څوک چې دروغ یې ګڼلی، ځکه چې تور، باطل او داسې دروغ دي چې هیڅ اساس نه لري، او موږ الله شاهد ګرځوو چې دروغ دي، او دا چې ویونکی یې دروغجن دی، غواړي چې خلکو ته داسې یو دین وښایی چې الله تعالی یې اجازه نه ده کړې، او په دین کې یې داسې یو څه ورګډ کړي چې له هغه څخه نه وي، حال دا چې الله تعالی دې امت ته لدې نه څوارلس پیړۍ وړاندې خپل دین پوره او بشپړ کړی، نو، لوستونکو وروڼو، خبردار اوسئ، او په داسې درواغجنو خبرو باور مه کوئ او په خپلو منځونو کې یې مه خپروئ، ځکه حق داسې یوه رڼا لري چې لټونکی یې په پېدا کولو کې نه غلطیږي، نو حق په خپلو شواهدو سره ولټوئ او له علماوو څخه د هغه څه په اړه پوښتنه وکړئ چې تاسو ته ناڅرګند وي او د درواغجنو په قسمونو ونه غولیږئ، ځکه چې لعنتي ابلیس ستاسو مور او پلار؛ آدم او حوا ته قسم خوړلی و چې هغه د دوی یو له مخلصو نصیحت کوونکو څخه دی، حال دا چې هغه تر ټولو لوی غدار او تر ټولو لوی دروغجن دی، لکه چې الله تعالی د هغه په اړه فرمایلي:
﴿وَقَاسَمَهُمَآ إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ ٱلنَّٰصِحِينَ21﴾
ژباړه: (او قسم يې وخوړ چې زه مو خير غوښتونكى يم). [الأعراف سورت: ۲۱ ايت]. نو له هغه سره محتاط اوسئ او له درواغجنو پلویانو یې ډډه وکړئ؛ ځکه چې هغه او دوی په دروغو زیات قسمونه خوري، ژمنې ماتوي، خلکو ته پستې خبرې کوي تر څو یې ګمراه کړي! او هغه څه چې دې دروغجن انسان یې د منکراتو د راڅرګندیدو په اړه یادونه کړې یو حقیقت دی چې قرآن کریم او پاکیزه سنت یې په اړه ټینګ خبرداری ورکړی، او په دوی دواړو کې لارښوونه او کفایت دی.
او د قیامت د نښانو په اړه یې چې کومه وینا کړې ده نو په نبوي احادیثو کې یې په اړه یادونه شوې او قرآن کریم هم ځینو هغو ته اشاره کړې ده، نو که څوک غواړي په اړه یې پوه شي، نو د سنت په کتابونو، د علم او ایمان د خاوندانو په تالیفاتو کې دې په اړه پلټنه وکړي، او خلک د داسې درواغو او غولوونکو ویناوو بیانولو ته اړتیا نه لري چې د خلکو د دوکه کولو لپاره پکې حق له باطل سره ګډ شوی وي. الله تعالی دې ما، تاسو او ټول مسلمانان د شیطانانو له شر، د ګمراهانو له وسوسو، د ګمراهانو له انحراف او د الله تعالی د دروغجنو دښمنانو له دوکې څخه وساتي؛ هغه کسان چې غواړي د الله رڼا په خپلو خولو سره مړه کړي او خلک د خپل دین په اړه مغشوش کړي، حال دا چې الله تعالی خپلې رڼا لره بشپړوونکی او د خپل دین ملاتړ کوونکی دی، حتی که د الله دښمنان چې شیطانان، او له کافرانو او ملحدانو څخه یې پیروان له دې څخه کرکه ولري. او موږ له الله تعالی څخه سوال کوو چې د مسلمانانو حالات سم کړي، او پر دوی له حق څخه د پیروۍ او پرې ثابت پاتې کېدلو لورینه وکړي او له ټولو ګناهونو څخه الله -جل جلاله- ته د توبې وېستلو توان ورکړي، بېشکه چې هغه ذات توبه قبلوونکی، مهربان او پر هرڅه ځواکمن دی. او زموږ لپاره الله تعالی کافي دی، او نشته له ګناه څخه ګرځېدل او نه ځواک مګر د الله په توفيق.
والحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم على عبده ورسوله الصادق الأمين، وعلى آله وأصحابه وأتباعه بإحسان إلى يوم الدين.
***
ps397v4.0 - 17/08/2026