د عام خلکو لپاره مهم درسونه (بشتو)

د عامو خلکو لپاره مهم درسونه

  • earth ژبه
    (بشتو)
  • earth لیکنه:
    الشيخ عبد العزيز بن عبد الله بن باز

نورې ژباړې 58

hi هندي- हिन्दी om أورومو- afaan oromoo ne نيبالي- नेपाली hu هنجاري مجري- magyar pl بولندي- polski sr صربي- Српски vi فيتنامي- Tiếng Việt mos موري- Mõõré wo ولوف- Wollof tg طاجيكي- тоҷикӣ dv ديفهي- ދިވެހި bs بوسني- bosanski mfe كريولي- créole mg ملاغاشي- Malagasy as آسامي- অসমীয়া ml مليالم- മലയാളം bn بنغالي- বাংলা ur أردو- اردو fr فرنسي- Français ru روسي- Русский ms ملايو- Melayu ha هوسا- Hausa en إنجليزي- English id إندونيسي- Indonesia zh صيني- 中文 sw سواحيلي- Kiswahili uz أوزبكي- Ўзбек ps بشتو- بشتو fa فارسي- فارسي tl فلبيني تجالوج- Tagalog gu غوجاراتية- ગુજરાતી te تلغو- తెలుగు ar عربي- العربية am أمهري- አማርኛ si سنهالي- සිංහල ka جورجي- ქართული da دنماركي- dansk cs تشيكي- čeština lo لاو- ພາສາລາວ prs دري- فارسی دری az أذري- azərbaycanca lt ليتواني- lietuvių lg لوغندي- Luganda aa عفري- Afaraf es إسباني- español ro روماني- română kmr كردي كرمنجي- Bi zimanê Kurdî yo يوربا- Èdè Yorùbá de ألماني- Deutsch uk أوكراني- українська sv سويدي- svenska st سوتي- Sesotho zh صيني- 中文 sn الشونا- Shona af أفريقاني- Afrikaans fi فنلندي- suomi ki كيكويو- Gĩkũyũ pt برتغالي- português
PHPWord

 

 

 

الدُّرُوسُ الْمُهِمَّةُ لِعَامَّةِ الْأُمَّةِ

 

 

د عام خلکو لپاره مهم درسونه

 

 

 

لِسَمَاحَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ

عَبْدِ العَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ بَازٍ

رَحِمَهُ اللهُ

 

عبد العزيز بن عبد الله بن باز رحمه الله

 

 

 


بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ

د عام خلکو لپاره مهم درسونه

سماحة الشيخ العلامة

عبد العزيز بن عبد الله بن باز رحمه الله

د لیکوال سریزه

الحمد لله رب العالمين ، والعاقبة للمتقين ، وصلى الله وسلم على عبده ورسوله نبينا محمد ، وعلى آله وأصحابه أجمعين.

اما بعد:

دا لنډې او ګټورې خبرې دي چې د اسلام دین په اړه دي چې عامه خلک باید د دې اړه پوهه ولري. ما دا کتاب ته (الدروس المهمة لعامة الأمة)، "د عام خلکو لپاره مهم درسونه" نوم ورکړی دی.

زه له الله څخه غواړم چې دغه کتاب مسلمانانو ته ګټور کړي او زما له خوا یې ومني، بېشکه هغه ډېر جواد او کریم ذات دی.

عبد العزيز بن عبد الله بن باز د عام خلکو لپاره مهم درسونه1

 


لومړی درس: د فاتحې سورت او لنډ (قصار) سورتونه

سورة فاتحه او د سورة زلزله څخه تر سوره ناس پورې لنډ سورتونه باید په سمه توګه ولوستل شي، د قرائت تصحيح، حفظ، او د هغه څه شرح کول چې پوهېدل یې لازم دي.

دویم درس: د اسلام رکنونه

د اسلام د پنځه رکنونو بیان، لومړی او تر ټولو لوی یې: ګواهي ورکول چې هېڅ حق معبود نشته مګر یو الله دی، او محمد د الله رسول دی، د معناوو له شرحې سره، د دې معنی دا ده: (لا إله) د هر هغه څه نفي کول چې د الله پرته یې عبادت کېږي، (إلا الله) د یوازي الله عبادت تاییدول چې د هغه سره هېڅ شریک نشته. د "لا إله إلا الله" شرطونه: پوهه چې د جهل ضد ده، یقین چې د شک ضد دی، اخلاص چې د شرک ضد دی، ریښتیا چې د دروغو ضد دي، مینه چې د بغض ضد ده، الله تعالی ته غاړه کېښودل د پرېښودلو ضد ده، قبول د نه منلو ضد دی، او په هغه څه کفر کول چې له الله پرته یې عبادت کېږي. دا شرطونه په دې دوو شعري بیتونو کې را غونډ شوي دي:

علم، یقین، اخلاص او ستا رېښتینولي، سره له ... مینې، تسلیمېدو او د منلو او اتمه یې ستا کافرېدل پر ... هغو شیانو دي چې پرته له الله یې عبادت کېږي

د محمد رسول الله معنی او اړتیاوې:

د هغه د هر خبر تصدیقول،

د هغه د اوامرو اطاعت کول، د هغو څېزونو څخه ځان ساتل چې له هغې څخه یې منع کړي دي، د الله -تعالی- یوازې په هغه څه عبادت کول چې هغه او رسول یې -صلی الله علیه وسلم- شرع کړي دي. بیا زده کوونکي ته د اسلام پاتې پنځه رکنونه تشریح کول، او هغه دا دي: لمونځ، زکات، د رمضان روژه، او د کعبې حج کول د هغه چا لپاره چې د ادا کولو توان یې لري.

دریم درس: د ایمان شپږ رکنونه

او دا رکنونه شپږ دي:

دا چې په الله تعالی، د هغه په ​​ملایکو، د هغه په ​​کتابونو، د هغه په ​​رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او د الله تعالی له لوري د خیر او شر په تقدیر ایمان راوړې.

څلورم درس: د توحید او شرک ډولونه

د توحید د ډولونو شرح، چې هغه درې دي: د ربوبیت توحید، د الوهیت توحید، د اسماء او صفاتو توحید.

۱- د ربوبیت توحید: په دې باندې ایمان لرل چې الله د هر شي خالق او مدبر دی، او په هغو کې هېڅ شریک نه لري.

۲- د الوهیت توحید: ایمان لرل په دې چې الله سبحانه یوازینی حق معبود دی، په دې کې هېڅ شریک نه لري، دا د 'لا إله إلا الله' معنی ده، په بل عبارت، د دې جملې معنی داده چې: په حق سره هېڅ معبود نشته مګر الله، له دې امله ټول عبادتونه لکه لمونځ، روژه، او همداسې نور باید یوازې د الله لپاره خالص وي، او د دې څخه هېڅ څه بل چا ته تخصیصول روا نه دي.

۳- د اسماء او صفاتو توحید: د قرآن کریم او صحیحو احادیثو له مخې د الله تعالی په نومونو او صفتونو په سمه توګه باندې ایمان لرل، او د الله تعالی لپاره د هغو اثبات، پرته له تحریف، انکار، څرنګوالي، او تشبیه څخه؛ د الله تعالیٰ د دې قول د عملي کولو له مخې:

﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ 1 ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُ 2 لَمۡ يَلِدۡ وَلَمۡ يُولَدۡ 3 وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ4﴾

(اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى.

هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى.

نه يې (څوک) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى.

او د ده هېڅوک سیال (او) برابر نشته. [الإخلاص : 1-4] او د الله تعالی دا وینا:

﴿...لَيۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَيۡءٞۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴾

ژباړه: (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [ الشورى : 11 ] ، ځینې ​​علماو توحید دوه ډوله بللی دی، د اسماء او صفاتو توحید یې د ربوبیت سره یو ځای کړی دی او په دې کې هېڅ ستونزه او مناقشه نشته؛ ځکه چې معنی او مقصود په دواړه ډولونو کې روښانه دی.

د شرک درې ډولونه دي: لوی شرک، کوچنی شرک، او پټ شرک.

لوی شرک: د هغه چا لپاره چې پرې مړ شي، د عملونو د ضايع کېدو او په اور کې د تل پاتې کېدو سبب ګرځي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:

﴿...وَلَوۡ أَشۡرَكُواْ لَحَبِطَ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴾

ژباړه: (او كه چېرې هغوى شرک كړى وَى (، نو) له هغوى نه به خامخا ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول). [ الأنعام : 88 ] ، او الله پاک فرمایلي:

﴿مَا كَانَ لِلۡمُشۡرِكِينَ أَن يَعۡمُرُواْ مَسَٰجِدَ ٱللَّهِ شَٰهِدِينَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِم بِٱلۡكُفۡرِۚ أُوْلَٰٓئِكَ حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ وَفِي ٱلنَّارِ هُمۡ خَٰلِدُونَ17﴾

ژباړه: (د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي). [ التوبة : 17 ] ، او څوک چې په لوی شرک باندې مړ شي، هغه نه بخښل کېږي، او جنت هغه باندې حرام دی، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:

﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ...﴾

ژباړه: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي) [النساء: 48]، او الله پاک فرمایلي:

﴿...إِنَّهُۥ مَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ ٱلۡجَنَّةَ وَمَأۡوَىٰهُ ٱلنَّارُۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ﴾

ژباړه: (بې شكه څوک چې الله سره شريک نيسي نو يقيناً الله جنت ورباندي حرام كړى، او استوګنځى به يې اور وي، او د ظالمانو څوک مرستندوی نشته). [ المائدة : 72 ] .

د لوی شرک له ډولونو څخه: د مړو څخه غوښتل، د بوتانو عبادت کول، له هغوی څخه مرسته غوښتل، هغوی ته نذر کول، هغوی ته قرباني کول، او داسې نور".

کوچنی شرک: هغه شرک دی چې د کتاب (قرآن) او سنت په نصونو کې د شرک په نامه یاد شوی، خو د لوی شرک له جنس څخه نه دی، لکه: ریاء (ځان ښودنه) په ځینو عملونو کې، د غیر الله په نامه قسم خوړل، او داسې ویل: "ما شاء الله وشاء فلان"، (یعنې: هر څه چې الله او فلانی یې وغواړي)، او داسې نور، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې قول په اساس چې فرمایي:

«أَخْوَفُ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الأَصْغَرُ»، فَسُئِلَ عَنْهُ، فَقَالَ: «الرِّيَاءُ».

ژباړه: «تر ټولو زيات وېروونکی شی چې زه د هغه په اړه پر تاسو ډارېږم هغه کوچنی شرک دی، نو د هغه په اړه پوښتنه ترې وشوه؟ هغه وفرمايل: رياء (ځان ښودنه)».2 دا حدیث امام احمد، طبراني، او بيقهي د محمود بن لبيد انصاري رضي الله عنه څخه په جید سند روايت کړی دی، او طبراني په جیدو اسانیدو سره د محمود بن لبید، له رافع بن خدیج، له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه رایت کړی دی.

او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا قول چې:

«مَنْ حَلَفَ بِشَيْءٍ دُونَ اللَّهِ فَقَدْ أَشْرَكَ».

ژباړه: «چا چې له الله پرته په یو څیز قسم وخوړ، نو هغه شرک وکړ».3 امام احمد په صحیح اسناد سره له عمر بن خطاب -رضی الله عنه- څخه روایت کړی دی. او ابو داود او ترمذي په صحیح اسناد سره د ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت کړی دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ».

ژباړه: "څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".4 او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا قول چې:

«لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللَّهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ».

ژباړه: «داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کېږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کېږي».5 ابو داود په صحیح اسناد له حذیفه بن یمان رضی الله عنه څخه روایت کړی دی.

دا ډول شرک د ارتداد سبب نه ګرځي، او نه هم په دوزخ کې ابدي عذاب سبب ګرځي، مګر دا د واجب توحید د بشپړتیا سره په ټکر کې دی.

دریم ډول: پټ (خفي) شرک؛ او دلیل یې د نبي - صلی الله علیه وسلم - دا قول دی چې فرمایي:

«أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِمَا هُوَ أَخْوَفُ عَلَيْكُمْ عِنْدِي مِنَ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ؟» قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ. قَالَ: «الشِّرْكُ الْخَفِيُّ؛ يَقُومُ الرَّجُلُ فَيُصَلِّي، فَيُزَيِّنُ صَلَاتَهُ لِمَا يَرَى مِنْ نَظَرِ الرَّجُلِ إِلَيْهِ».

ژباړه: «آیا زه تاسې ته د هغه څه په اړه خبر در نه کړم چې زه پرې پر تاسو باندې د مسیح دجال څخه هم زیاته ویره لرم؟ هغو وویل: هو، ووایه اې د الله رسوله، وېې فرمایل: هغه پټ شرک دی، یو سړی به لمونځ کوي نو د یو چا د کتلو د وجې به خپل لمونځ ښاېسته کړي».6 دا حدیث امام احمد په خپل مسند کې، د ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت کړی دی.

او ممکن چې شرک په دوو ډولونو ووېشل شي:

لوی (شرک) او کوچنی (شرک)، خو پټ شرک (شرک خفي) دواړو ډولونو ته شاملېږي؛ نو په لوی شرک کې د مثال په توګه منافقان شاملېږي؛ ځکه چې دوی خپلې باطلې عقیدې پټوي او د خپل ځان د وېرې له امله په ریاء سره د اسلام تظاهر کوي.

او په کوچني شرک کې لکه ریاء (ځان ښودنه)، لکه څنګه چې د محمود بن لبید انصاري په حدیث کې راغلي، او د ابو سعید خدري رضي الله عنه په یاد شوي حدیث کې اشاره شوې ده. الله د بریالیتوب مرستندوی دی.

پنځم درس: احسان

د احسان رکن، او هغه دا ده چې: د الله تعالی داسې عبادت وکړې لکه څنګه چې ته هغه وینې، او که ته هغه نه شې لیدلی، نو هغه خو تا ویني.

شپږم درس: د لمانځه شرطونه

او هغه نهه دي:

اسلام، عقل، تميز، د بې اودسۍ نشتون، د پليتۍ نشتون، د عورت پټوالی، د وخت داخلېدل، قبلې ته مخ کول او نیت.

اووم درس: د لمونځ رکنونه

او هغه څوارلس دي:

د توان په صورت کې قیام کول، تکبیر تحریمه، د فاتحې سورت لوستل، رکوع کول، له رکوع وروسته سیده کېدل، په اوو اندامونو سجده کول، له سجدې څخه پورته کېدل، د دوو سجدو ترمنځ کېناستل، په ټولو اعمالو کې سکون، د ارکانو ترمنځ ترتیب، وروستی تشهد، د هغې لپاره کېناستل، په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود ویل - او دواړه سلامونه.

اتم درس: د لمونځ واجبات

او هغه اته دي:

ټول تکبیرونه پرته له تکبیر تحریمې څخه، او د امام او یوازې لمونځ کوونکي لپاره " سمع الله لمن حمده" ویل، او د ټولو لپاره "ربنا ولك الحمد" ویل، او په رکوع کې "سبحان ربي العظيم" ویل، او په سجده کې "سبحان ربي الأعلى" ویل، او د دواړو سجدو او لومړي تشهد ترمنځ "رب اغفر لي" ویل، او د هغې لپاره کښېناستل.

نهم درس: د تشهد بیان

تشهد دا دی چې وویل شي:

«التَّحِيَّاتُ للهِ والصَّلواتُ والطَّيِّباتُ، السلامُ عليكَ أيُّها النبيُّ ورحمةُ اللهِ وبرَكاتُه، السلامُ علَينا وعلى عِبادِ اللهِ الصَّالِحِين، أشهدُ أن لا إلهَ إلَّا اللهُ، وأشهدُ أنَّ محمَّدًا عبدُهُ ورسولُه».

ژباړه: «ټول ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا اې پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی نه پرته بل هېڅوک د عبادت حقدار نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی».

بیا محمد (صلی الله علیه وسلم) باندې درود وایي او د برکت دعا وکړي، دا چې ووایي: «اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيمَ وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد»

ژباړه: «یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».

په وروستي تشهد کې له دوزخ، د قبر عذاب، د ژوند او مرګ فتنې، او د دجال فتنې څخه په الله پناه وغواړي. بیا له هرې هغې دعا څخه چې غواړې یې اختیاروي، په ځانګړي ډول کومې چې په قرآن او حدیث کې راغلي، او ځینې د هغې نه دا دي:

ژباړه: «یا الله! ما ته په خپل ذکر کولو او شکر ایستلو باندې او ستا په عبادت کولو کې مدد وکړه، یا الله! ما پر خپل ځان ډېر ظلم کړی دی، او له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی، نو ما ته له خپل لوري بخښنه وکړه، او پر ما مهرباني وکړه، بېشکه یوازې ته بښوونکی او رحم کوونکی یې».

په لومړي تشهد کې، د شهادتينو وروسته (په ماسپښین، مازدیګر، ماښام، او ماخستن لمونځونو کې) دریم رکعت ته پورته شي، که په پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) باندې درود وویل شي، نو دا غوره دی؛ د عموم حدیث له مخې، او بیا د دریم رکعت لپاره ولاړېږی.

لسم درس: د لمونځ سنتونه

له هغې جملې څخه:

۱- استفتاح: د نماز په پیل کې خاص دعا.

۲. د قیام په وخت کې ښي لاس پر چپ د سینې د پاسه، مخکې او وروسته له رکوع څخه.

۳- د لاسونو پورته کول په داسې حال کې چې ګوتې یو بل سره یوځای او خلاصې وي، تر اوږو یا د غوږونو تر سطحې پورې، د لومړي تکبیر په ویلو، او د رکوع په وخت کې، او د رکوع څخه پورته کېدلو سره، او د لومړي تشهد څخه دریم تشهد ته د قیام په وخت کې.

۴- له یو څخه ډېر د رکوع او سجدې تسبیح ویل.

۵. د (ربنا ولك الحمد) په ویلو یو څه ورزیاتول: وروسته د رکوع له قیام څخه، او د سجدو ترمنځ د مغفرت دعاء څو ځله تکرارول.

۶- د رکوع په وخت کې د سر او شا برابر ساتل.

۷- د سجدې په وخت کې مټونه له اړخونو څخه، او خېټه له ورنونو څخه، او ورنونه له پښو څخه لرې ساتل.

۸- د سجدې په وخت کې لاسونه له ځمکې څخه پورته ساتل.

۹- کیڼه (چپه) پښه هوارول او په ډاډمنه توګه پرې کښېناستل، او په لومړي تشهد او د دوو سجدو په منځ کې ښۍ پښه درول.

۱۰- د تورک ناسته یوازې د درې او څلور رکعتي لمونځونو په وروستي تشهد کې وي، او هغه په دې ډول دی: خپل مقعد باندې کېناستل، او چپه پښه د ښۍ پښې لاندې ننوېستل او ښۍ پښه درول.

۱۱- په لومړي او دوهم تشهد کې د کېناستلو له وخته تر پایه پورې د شهادت ګوتې باندې اشاره او دعا کول.

۱۲- پر محمد او آل محمد باندې، او همدارنګه پر ابراهیم او آل ابراهیم باندې درود او تبریک ویل.

۱۳. په وروستي تشهد کې د دعا لوستل.

۱۴- د سهار، جمعې، اخترونو، استسقاء او د ماښام او ماخوستن د لمونځونو په لومړیو دوو رکعتونو کې په لوړ غږ قرائت کول.

۱۵- د ماسپښین او مازدیګر د لمانځه، د ماښام په دریم رکعت او د ماخوستن د لمانځه په وروستیو دوو رکعتونو کې په خفیه ډول تلاوت کول.

۱۶- د قرآن کریم یوه برخه له سورت فاتحې وروسته لوستل، او د لمانځه د نورو سنتونو په پام کې نیولو سره، پرته له هغه چې موږ یې یادونه وکړه، د هغې له جملې څخه: هغه څه چې لمونځ کوونکی یې له ( ربنا لک الحمد) څخه اضافه وایي، د امام، مقتدي او یوازې لمونځ کوونکي لپاره د رکوع څخه د پورته کېدو وروسته، او دا سنت ده، او د هغې له جملې څخه: په رکوع کې لاسونه پر زنګنونو اېښودل، په داسې حال کې چې ګوتې خلاصې وي.

یوولسم درس: د لمانځه ماتوونکي

او هغه اته دي:

۱- قصدي خبرې کول چې په یاد او پوهې سره وي، اما د هېر شوي او ناپوه کس لمونځ په دې سره نه باطلېږي.

۲- خندا.

۳- خوړل.

۴- څښل.

۵- د عورت ښکاره کېدل.

۶- د قبلې له لوري څخه ډېر انحراف کول.

۷- د لمانځه په جریان کې په دوامداره توګه لوبې کول.

۸- د اودس ماتېدل.

دولسم درس: د اودس شرطونه

او هغه لس دي:

اسلام، عقل، تمییز، نیت، او د هغه د حکم دوام چې په پام کې ونیسي چې اودس به نه قطع کوي ترڅو یې چې بشپړ کړی نه وي، او د اودس لامل قطع کېدل، او د هغه څخه مخکې استنجاء یا استجمار کول، د اوبو پاکوالی او مباحوالی، او د هغه څه لرې کول چې پوستکي ته د اوبو د رسېدو مخه نیسي، او د لمانځه وخت داخلېدل د هغه چا په حق کې چې ناپاکي یې دوامداره وي.

دیارلسم درس: د اودس فرضونه

او هغه شپږ دي:

د مخ مينځل، په شمول د خولې (مضمضه) او پوزې ( استنشاق) مينځل، لاسونه تر څنګلو پورې مينځل، د غوږونو په شمول ټول سر مسح کول، د پښو مينځل تر ښنګرو پورې، په ترتيب او تسلسل سره. د مخ، لاسونو او پښو درې ځله مينځل مستحب دي، او همدارنګه د خولې (مضمضه) او پوزې (استنشاق) مينځل، او فرض دا ده چې یو ځل باید ومینځل شي، د سر د مسح کولو په اړه، لکه څنګه چې صحيح حديثونه ورباندې دلالت کوي، تکرارول یې مستحب نه دي.

څوارلسم درس: د اودس ماتوونکي

او هغه شپږ دي:

هغه څه چې له دواړو لارو څخه راوځي، هغه بد نجس څیز چې له بدن څخه راوځي، د خوب یا د بل څه له امله د عقل له لاسه ورکول، پرته له پردې څخه لاس سره د شرمګاه لمس کول، که د مخ شرمګاه وي که د شا، د اوښ غوښه خوړل، او له اسلام څخه ارتداد. الله تعالی دې مونږ او ټول مسلمانان د دې څخه وساتي.

مهمه یادونه: د مړي د غسل په اړه: صحیح نظر دا دی چې دا اودس نه ماتوي، او دا د ډېرو علماوو نظر دی؛ ځکه چې د دې لپاره هېڅ ثبوت نشته، مګر که د غسل ورکوونکي لاس د مړي شرمګاه ته پرته له پردې ورسېږي، نو په دې صورت کې اودس واجبېږي.

او غسل ورکوونکی باید د مړي شرمګاه لمس نه کړي مګر د پردې تر شا، په همدې ډول، د ښځې لمس کول اودس نه ماتوي، که هغه شهوت سره وي یا نه وي، د علماوو تر ټولو صحيح نظر له مخې، تر هغه چې له هغه څخه څه شی نه وي راوتلي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې ځینې مېرمنې ښکل کړې او بیا یې پرته له اودس کولو څخه لمونځ کړی.

اما د الله تعالی قول د نساء او مائدې سورتونو کې چې فرمایي:

﴿...أَوۡ لَٰمَسۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ...﴾

ژباړه: يا مو ښځو سره نږدېوالى وكړ. [ النساء : 43 ] [ المائدة : 6 ] ، د دې څخه مراد: جماع (کوروالی) دی، د علماوو د ډېر صحيح نظر له مخې، او دا د ابن عباس رضی الله عنه او د ځینو لومړنیو او وروستیو علماوو نظر دی. الله توفیق ورکوونکی دی.

پنځلسم درس: مشروع اخلاقو ته د مسلمان غاړه اېښودل

له هغې جملې څخه: رښتینوالی، امانت، پاکیزګي، شرم، زړورتیا، سخاوت، وفاداري، او د هغو شیانو څخه پاکوالی چې الله حرام کړي دي، د ګاونډیانو سره ښه چلند، د اړمنو سره د توان په حد کې مرسته کول، او نور هغه اخلاق چې قرآن او سنت یې شرعيت ثابت کړی دی.

شپاړسم درس: د اسلامي آدابو مراعت کول

له هغې جملې څخه: سلام کول، خوشالي، ښي لاس سره خوراک او څښاک، په پیل کې د بسم الله ویل، په پای کې الحمد لله ویل، د پرنجي وروسته د الله تعالی ستاینه کول (الحمد لله ویل)، که پرنجي کوونکي الحمد لله وویل، هغه ته باید "یرحمک الله" وویل شي، د ناروغ زیارت کول، د جنازو تعقیبول د جنازې لمانځه او خښولو لپاره، جومات یا کور ته د ننوتلو او وتلو د شرعي آدابو مراعتول، او د سفر پر ترڅ کې، مور او پلار، خپلوان، ګاونډیان، مشران او کوچنیان، د زیږون مبارکي، د واده مبارکي، مصیبت ځپلو ته تسلیت ویل، او همداسې نور اسلامي آداب په پوښاک، ایستلو او د بوټانو په پښو کولو کې.

اوولسم درس: د شرک او ګناهونو له ډولونو څخه خبرداری

اووه مهلک ګناهونه: الله تعالی سره شرک، جادو، د هغه نفس وژنه چې الله تعالی حرام ګرځولی مګر حقه سره، د سود خوړل، د یتیم مال خوړل، په جهاد کې تښتېدل، پاکو او ناخبرو ښځو باندې تور لګول.

او همداسې نور ګناهونه لکه: د والدینو نافرماني، د خپلوانو سره اړیکې پرې کول، په دروغه شاهدي ورکول، دروغ قسمونه، ګاونډی ته زیان رسول، د خلکو په ځان، مال، او عزت باندې ظلم کول، د شرابو څښل، او قمار وهل، غیبت، چغلي کول، او داسې نور څیزونه چې الله تعالی او یا د هغه رسول صلی الله علیه وسلم منع کړي دي.

اتلسم درس: د مړي چمتو کول، پرې دعا کول، او خښول

او جزئیات یې په لاندې ډول دي:

لومړی: څوک چې د ځنکدن په حالت کې وي هغه ته باید تلقین ورکړ شي، (لا إله إلا الله)، د پیغمبر صلى الله عليه وسلم د حدیث په اساس چې فرمايي:

«لَقِّنُوا مَوْتَاكُمْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ».

«خپلو مړو ته د (لا اله الا الله) تلقین ورکړئ»7 مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی، په دې حدیث کې له مړو څخه مراد هغه کسان دي چې د ځنکدن په حالت کې وي، او دا هغه کسان دي چې د مرګ نښې په کې ښکاره شوي وي.

دویم: که چېرې د هغه مرګ یقیني وي، نو سترګې یې باید پټې کړی شي، او ځنه یې باید وتړل شي، لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي.

دریم: د مسلمان مړي ته باید غسل ورکړل شي، مګر دا چې هغه شهید وي چې په جګړه کې مړ شوی وي، په دې حالت کې هغه ته غسل ​​نه ورکول کېږي او نه یې د جنازې لمونځ کېږي، بلکې په خپلو جامو کې باید ښخ شي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد وژل شویو ته غسل ​​نه دی ورکړی او نه یې پرې د جنازې لمونځ کړی دی.

څلورم: د مړي د غسل څرنګوالی:

شرمګاه یې باید پټه کړی شي، بیا لږ پورته کړی شي او په نرمۍ سره خېټې ته فشار ورکړی شي، بیا غسل ورکوونکی یو ټوکر یا ورته شی د خپل لاس شاوخوا باندې تاووي او مړي ته استنجا ورکوي او هغه پاکوي، بیا هغه ته د لمانځه په څېر اودس ورکوي، بیا یې سر او ږیره په اوبو او سدر یا ورته شي سره مینځي، بیا یې ښي اړخ، بیا یې کیڼ اړخ مینځي، بیا یې په دوهم او دریم ځل هم مینځي، هر ځل خپل لاس د هغه په خېټې باندې تیروي، او که له هغې څخه یو څه راوځي نو هغه باید و مینځي، او مقعد یې باید د مالوچ یا ورته شی سره بند کړي، او که مالوچ سره بند نه شي، نو پاکه خټه وکاروئ، یا د اوسني طب په وسایلو لکه پټیو (لزق) او نورو شیانو سره یې بند کړئ.

که د مړي بدن په دریو وارو غسل ورکولو باندې پاک نه شي، نو تر پنځو یا اوو وارو پورې غسل تکرار کړئ، بیا یې په یوې ټوکرې (جامې) سره وچ کړئ، او د ورنونو پورته ځایونه او شرمګاه (مغابن) باندې خوشبویي واچوئ، او د سجدو ځایونه باندې هم خوشبوی ولګوئ، که ټول بدن باندې خوشبويي ولګوئ، نو دا به ښه عمل وي، او کفن یې هم په عطرو سره خوشبو کړي، که مړي برېتونه او نوکان اوږده وي، نو لنډ یې کړئ، او که لنډې یې هم نه کړئ، نو پروا نه کوي، وېښتان یې مه ګمنځوئ، د شرمګان وېښتان یې مه خریئ، او مه یې سنتوئ (ختنه)؛ ځکه چې په دې اړه شرعي دلیل نشته، او د ښځې وېښتان دې درې کوڅۍ کړي، او د هغې تر شا یې پرېږدي.

پنځم: مړي ته کفن ورکول (تکفین)

غوره دا ده چې نارینه په دریو سپینو جامو کې کفن شي، پرته له کمیس یا پګړۍ څخه، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وشول، په دې جامو کې باید ننوېستل شي، او که هغه په ​​کمیس، لنګ او څادر کې کفن شي، نو هېڅ حرج نشته.

او ښځه به په پنځو جامو کې کفن شي: کمیس، حجاب، لنګ او دوه څادرونه. ماشوم به په یوه یا دریو جامو کې کفن کېږي، او انجلۍ به په یوه کمیس او دوه څادرونو کې کفن کېږي.

واجب دا ده چې مړي ته یو داسې جامه واغوستل شي چې ټول بدن یې پټ کړي، خو که مړی د احرام په حالت کې وي، نو هغه ته به په اوبو او بیرې باندې غسل ورکول کېږي، او په خپل لنګ او څادر یا بل څه کې به کفن ورکول کېږي، سر او مخ به یې نشي پټیدلی، او نه به ورباندې خوشبويي لګول کېږي؛ ځکه چې هغه به د قیامت په ورځ د تلبیه په حالت کې راپورته کېږي، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې ثابت شوی دی، که چېرې محرم ښځه وي، نو هغه د نورو ښځو په څېر کفن کېږي، مګر خوشبویي به ورته نه لګول کېږي، او نه به یې مخ په نقاب او نه لاسونه په دستکشو پوښول کېږي، مګر د هغې مخ او لاسونه په خپل کفن سره پوښل کېږي، لکه څنګه چې مخکې د ښځې د کفن کولو طریقه کې تشریح شوې وه.

 

شپږم: تر ټولو مستحق کس چې مړي ته باید غسل ورکړي، او جنازه یې وکړي او ښخ یې کړي

غسل لومړی د هغه له خوا وصیت شوی کس، بیا پلار، بیا نیکه، بیا تر ټولو ډېر نږدې او نږدې وارثان د سړي په حق کې.

د ښځې په اړه مستحق او غوره کسان: غسل لومړی د هغې له خوا وصیت شوی کس، بیا مور، بیا انا، بیا د هغې تر ټولو نږدې ښځه، او مېړه او ښځه کولی شي یو بل ته غسل ​​ورکړي؛ ځکه چې ابو بکر صدیق - رضي الله عنه- ته د هغه د مېرمنې له خوا غسل ورکړل شو، او همدارنګه علي - رضي الله عنه - خپلې مېرمنې فاطمې - رضي الله عنها- ته غسل ورکړ.

اووم: د جنازې لمونځ طریقه:

څلور تکبیرونه ویل کېږي، او د لومړي تکبیر وروسته سورت فاتحه ویل کېږي، او که هغه سره یو لنډ سورت یا یو یا دوه آیتونه وویل شي، نو دا غوره ده؛ د هغه صحیح حدیث له مخې چې د ابن عباس رضی الله عنهما څخه په دې اړه روایت شوی، بیا دویم تکبیر ویل کېږي، او په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې درود ویل کېږي، کوم درود چې په تشهد کې ویل کېږي، بیا دریم تکبیر ویل کېږي، او وایي: «اې الله! زموږ ژوندیو او مړو ته، حاضرانو او غائبانو، کوچنیانو او لویانو، نارینه او ښځینه و ته بخښنه وکړه، اې الله! څوک چې زموږ په منځ کې ژوندی ساتې، هغه په ​​اسلام باندې ژوندی وساته، او څوک چې زموږ په منځ کې یې مړ کوي، هغه په ​​ایمان سره مړ کړه، اې الله! هغه ته بخښنه وکړه، هغه باندې رحم وکړه، هغه ته عافيت ورکړه، هغه معاف کړه، هغه ته د عزت ځای ورکړه، د هغه قبر پراخ کړه، او هغه په ​​اوبو، واورې او ږلۍ سره ومینځه، او هغه له ګناهونو څخه پاک کړه لکه څنګه چې سپینه جامه له ناپاکۍ څخه پاکېږي، د هغه کور په غوره کور بدل کړه، او د هغه کورنۍ په غوره کورنۍ بدله کړه، او هغه جنت ته داخل کړه، او د قبر او د اور له عذابونو څخه یې وساته، او د هغه قبر پراخه کړه او د هغه لپاره یې رڼا کړه، اې الله! موږ د هغه له اجر څخه مه محروموه او موږ د هغه وروسته مه ګمراه کوه». بیا څلورم تکبیر ویل کېږي، او ښۍ خوا ته یو ځلي سلام کوي.

د هر تکبیر سره لاسونه پورته کول مستحب دي، که چېرته مړی ښځه وي، نو باید وویل شي: (اللهم اغفر لها . . ) "اې الله، هغې ته بخښنه وکړه..." او داسې نور. که چېرته دوه جنازې وي، نو باید وویل شي: (اللهم اغفر لهما . . . ) "اې الله، هغوی دواړو ته بخښنه وکړه..." او داسې نور. که چېرې ډیرې جنازې وي، نو باید وویل شي: (اللهم اغفر لهم . . ) "اې الله، هغوی ته بخښنه وکړه..." او داسې نور. که چېرته مړی ماشوم وي، نو باید د هغه لپاره د بخښنې غوښتلو پر ځای وویل شي: ژباړه: «اې الله! هغه د خپلو والدینو لپاره د مقدّم او مخکې اجر او د ذخیرې په توګه وساته، او هغوی ته یې د قبول شوي شفاعت کوونکي په توګه وګرځوه. اې الله! د دې په ذریعه د هغوی د نیکيو تله درنه کړه، او د دې په ذریعه هغوی ته لوی اجرونه ورکړه، او هغه د مخکني صالحو مومنانو صالحو مشرانو سره یو ځای کړه، او د ابراهیم علیه السلام په کفالت کې یې وساته، او د خپل رحمت په واسطه یې د جهنم له عذابه وساته».

سنت دا ده چې امام د نارینه د سر په برابر ودرېږي، او د ښځې د بدن د منځ په برابر ودرېږي، که چېرته ګڼ شمېر جنازې وي، امام باید د نارینه مړي سره نیږدې ودرېږي، او ښځه قبلې ته نیږدې ایښودله کېږي، او که له دوی سره ماشومان وي، نو ماشوم هلک، بیا ښځه، او بیا ماشومه انجلۍ وړاندې کېږي، او د ماشوم هلک سر باید د نارینه د سر په برابر وي، د ښځې منځ د نارینه د سر په برابر وي، او همدارنګه د انجلۍ سر د ښځې د سر په برابر او منځ يې د نارینه د سر په برابر وي، او ټول لمونځ کوونکي د امام شاته ودرېږي، خو که یو تن د امام شاته ځای و نه موندي، نو د هغه ښي اړخ ته دې ودرېږي.

اتم: د ښخولو طریقه

مشروع دا ده چې د قبر ژوروالی د یو سړي د نیمایي قد تر کچې پورې وي، او قبلې خوا ته یو لحد وي، او مړی په لحد کې ښي اړخ باندې اېښودل کېږي، د کفن غوټې پرانیستل کېږي، خو غوټي باید لرې نه شي، بلکې پرېښودل شي، که مړی نارینه وي یا ښځینه مخ یې باید لوڅ نه شي، بیا په لحد باندې خښتې کېښودل شي، او د خټې په ذریغه دې محکم کړی شي ترڅو له خاورو څخه وساتل شي، او که خښتې نه وي، په نورو شیانو لکه تختې، ډبرې، لرګي یا نورو وسایلو څخه کار واخیستل شي ترڅو له خاورو څخه وساتل شي، بیا به خاوره پرې واچول شي او په دې وخت کې د دې مستحب ده چې وویل شي: "باسم الله، وعلى ملة رسول الله"، او قبر د یو شبر (لویشت) په اندازه باید لوړ شي، او که ممکن وي، قبر باندې جغل واچول شي او اوبه ورباندې وشیندل شي.

او مشروع ده چې د جنازې دفن کوونکي د قبر په غاړه ودرېږي او د مړي لپاره دعا وکړي؛ ځکه چې نبي کريم ﷺ به کله چې د مړي دفن نه فارغ شو، د قبر تر څنګ به ودرېده او فرمایل به یي:

«اسْتَغْفِرُوا لِأَخِيكُمْ، وَاسْأَلُوا لَهُ التَّثْبِيتَ، فَإِنَّهُ الْآنَ يُسْأَلُ».

ژباړه: «د خپل ورور لپاره مغفرت وغواړئ، او د هغه لپاره ثبات وغواړئ، ځکه چې هغه اوس پوښتل کېږي»8 .

نهم: که چېرته چا مړي باندې د جنازې لمونځ نه وي کړی، نو روا ده چې د دفن څخه وروسته دې ورباندې لمونځ وکړي.

ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا کار کړی دی، خو دا کار باید د یو میاشت په ترڅ کې ترسره شي، که موده د یوې میاشت څخه ډېره شي، نو د قبر پر سر لمونځ کول روا نه دي؛ ځکه چې د نبي ﷺ څخه نه دي روایت شوي چې یو میاشت وروسته یې د قبر پر سر لمونځ کړی وي.

 

 

لسم: د مړي کورنۍ لخوا د خلکو لپاره خواړه چمتو کول جواز نه لري؛

د جریر بن عبدالله بجلي، چې یو جلیل صحابي و (رضي الله عنه) د قول پر بنیاد:

«كُنَّا نَعُدُّ الاجْتِمَاعَ إِلَى أَهْلِ الْمَيِّتِ، وَصَنْعَةَ الطَّعَامِ بَعْدَ الدَّفْنِ، مِنَ النِّيَاحَةِ».

ژباړه: «موږ به د مړي کورنۍ ته راټولېدل، او د دفن څخه وروسته د خوراک چمتو کول د نوحې (غمیزې) څخه ګڼل».9 امام احمد په حسن سند سره روایت کړی دی، خو د مړي کورنۍ لپاره یا د هغوی میلمنو لپاره خواړه چمتو کول څه حرج نلري، او د مړي د کورنۍ خپلوانو او ګاونډیانو لپاره روا ده چې هغوی خواړه چمتو کړي؛ ځکه چې کله نبي ﷺ ته د جعفر بن ابي طالب (رضي الله عنه) په شام کې د هغه شهادت خبر ورسېد، نو هغه له خپلې کورنۍ څخه وغوښتل چې د جعفر کورنۍ لپاره خواړه چمتو کړي، او وې فرماويل:

«إِنَّهُ أَتَاهُمْ مَا يَشْغَلُهُمْ».

ژباړه: «هغوی باندې هغه څه راغلي دي چې غمجن کړي یې دي».10

د مړي په کورنۍ باندې هیڅ حرج نشته چې خپل ګاونډیان یا نور خلک د هغه خوراک خوړلو لپاره راوبلي چې دوی ته رواړل شوي دي، او تر کومه چې موږ له شرعې څخه پوهېږو، د دې لپاره کوم ځانګړی وخت نشته.

یوولسم: د یوې ښځې لپاره جواز نه لري چې له درې ورځو څخه ډېر وخت یو مړي لپاره عزاداري او غم وکړي، مګر پر خاوند باندې

نو په دې حالت کې هغه باید د خاوند لپاره څلور میاشتې او لس ورځې غم وکړي، پرته له دې چې هغه امیندواره وي، او که امیندواره وي نو تر هغه چې زېږون وکړي؛ ځکه چې د نبي - صلى الله عليه وسلم - څخه په صحيح سنت سره دا حکم ثابت دی.

او د نارینه لپاره جواز نه لري چې د کورنۍ یا نورو لپاره ماتم او غم وکړي.

دولسم: د نارینه لپاره روا دي چې کله نا کله د قبرونو زیارت وکړي، او مړو ته دعا وکړي او هغوی لپاره د رحمت غوښتنه وکړي، او همدارنګه مرګ په یاد راولي او هغه څه چې له مرګه څخه وروسته راځي؛

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې قول پر بنیاد چې فرمایي:

«زُورُوا الْقُبُورَ، فَإِنَّهَا تُذَكِّرُكُمُ الْآخِرَةَ».

ژباړه: «د قبرونو زیارت وکړئ، ځکه چې دا تاسو ته آخرت په یاد راولي».11 مسلم په خپل صحیح کې نقل کړی دی. او هغه - صلی الله علیه وسلم- خپلو اصحابو ته دا تعلیم ورکاوه، چې کله د قبرونو زیارت ته تلل داسې دې ووایي:

«السَّلَامُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لَاحِقُونَ، نَسْأَلُ اللَّهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ، يَرْحَمُ اللَّهُ الْمُتَقَدِّمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ»12

«سلام دې وي پر تاسو د دې ځای اوسېدونکو مومنو او مسلمانانو، او بېشکه که الله وغواړي، موږ به هم تاسو سره یوځای شو، موږ له الله څخه د خپل ځان او ستاسو لپاره عافيت او سلامتیا غواړو، الله دې مخکنینو او وروستنيو باندې رحم وکړي». خو ښځو باندې د قبرونو زيارت نشته؛ ځكه چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- د قبرونو په زيارت كوونكو ښځو لعنت ویلي دي، او ځكه چې د دوی د زيارت څخه د فتنې (ناسمو احساساتو او بې صبرۍ) وېره شته، همدارنګه، د ښځو لپاره د جنازې سره د قبرستان پورې تلل هم جائز نه دي، ځكه چې پيغمبر -صلى الله عليه وسلم- دوی له دې كار څخه منع كړي دي. مګر مړي باندې د جنازې لمونځ کول، که په جومات کې وي یا په مصلی (د لمونځ ځای) کې وي، د نارینه او ښځو دواړو لپاره روا ده.

دا د هغې موضوع وروستۍ وه چې الله تعالی یې ما ته راټولول اسان کړل. وصلى الله وسلم على نبينا محمد، وآله وصحبه .

 

 

 

***

فهرست

 

د لیکوال سریزه 2

لومړی درس: د فاتحې سورت او لنډ (قصار) سورتونه 3

دویم درس: د اسلام رکنونه 3

دریم درس: د ایمان شپږ رکنونه 4

څلورم درس: د توحید او شرک ډولونه 4

پنځم درس: احسان 10

شپږم درس: د لمانځه شرطونه 10

اووم درس: د لمونځ رکنونه 10

اتم درس: د لمونځ واجبات 11

نهم درس: د تشهد بیان 11

لسم درس: د لمونځ سنتونه 13

یوولسم درس: د لمانځه ماتوونکي 15

دولسم درس: د اودس شرطونه 15

دیارلسم درس: د اودس فرضونه 16

څوارلسم درس: د اودس ماتوونکي 16

پنځلسم درس: مشروع اخلاقو ته د مسلمان غاړه اېښودل 17

شپاړسم درس: د اسلامي آدابو مراعت کول 18

اوولسم درس: د شرک او ګناهونو له ډولونو څخه خبرداری 18

اتلسم درس: د مړي چمتو کول، پرې دعا کول، او خښول 19

دویم: که چېرې د هغه مرګ یقیني وي، نو سترګې یې باید پټې کړی شي، او ځنه یې باید وتړل شي، لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي. 19

دریم: د مسلمان مړي ته باید غسل ورکړل شي، مګر دا چې هغه شهید وي چې په جګړه کې مړ شوی وي، په دې حالت کې هغه ته غسل ​​نه ورکول کېږي او نه یې د جنازې لمونځ کېږي، بلکې په خپلو جامو کې باید ښخ شي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد وژل شویو ته غسل ​​نه دی ورکړی او نه یې پرې د جنازې لمونځ کړی دی. 19

څلورم: د مړي د غسل څرنګوالی: 20

پنځم: مړي ته کفن ورکول (تکفین) 21

شپږم: تر ټولو مستحق کس چې مړي ته باید غسل ورکړي، او جنازه یې وکړي او ښخ یې کړي 22

اووم: د جنازې لمونځ طریقه: 22

اتم: د ښخولو طریقه 24

نهم: که چېرته چا مړي باندې د جنازې لمونځ نه وي کړی، نو روا ده چې د دفن څخه وروسته دې ورباندې لمونځ وکړي. 25

لسم: د مړي کورنۍ لخوا د خلکو لپاره خواړه چمتو کول جواز نه لري؛ 26

یوولسم: د یوې ښځې لپاره جواز نه لري چې له درې ورځو څخه ډېر وخت یو مړي لپاره عزاداري او غم وکړي، مګر پر خاوند باندې 27

دولسم: د نارینه لپاره روا دي چې کله نا کله د قبرونو زیارت وکړي، او مړو ته دعا وکړي او هغوی لپاره د رحمت غوښتنه وکړي، او همدارنګه مرګ په یاد راولي او هغه څه چې له مرګه څخه وروسته راځي؛ 27

***


امام احمد (5/ 428)، او طبراني په الكبير (4/ 338)، او بيهقي په الشعب (14/ 355)، په مجمع الزوائد کې ویلي دي (1/ 121) احمد روایت کړی دی او د هغه رجال صحيح دي.

امام احمد (1/ 47) کې روایت کړی.

ابو داود، په شمېره (3251) او ترمذي، په شمېره (1535) کې نقل کړی دی.

ابو داود، په شمېره (4980)، او احمد په شمېره (5/ 384) کې نقل کړی دی.

ابن ماجه په شمېره (4204) او امام احمد (3/ 30) نقل کړي دي.

مسلم، په شمېره (916-917) کې نقل کړی دی.

ابو داود، په شمېره (3221)، او الحاكم (3/ 399) روایت کړی.

ابن ماجه، په شمېره (1612) ، او امام احمد _2/ 204) کې نقل کړي دي.

مسلم الجنائز (976) ، النسائي الجنائز (2034) ، أبو داود الجنائز (3234) ، ابن ماجه ما جاء في الجنائز (1569) ، أحمد (2/441) کې روایت کړي دي .

ابن ماجه، په شمېره (1569)، روایت کړی، او الباني صحیح بللی.

مسلم، په شمېره (975) کې روایت کړی.

مجموع فتاوى ومقالات متنوعة (3/ 288- 298) .