التَّحْذِيرُ مِنْ بِنَاءِ المَسَاجِدِ
عَلَى القُبُورِ
پر قبرونو د جوماتونو جوړولو په اړه خبرداری
لِسَمَاحَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ
عَبْدِ العَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ بَازٍ
رَحِمَهُ اللهُ
لیکنه قدرمند شیخ صاحب
عبد العزيز بن عبد الله بن باز
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
لسم پېغام:
پر قبرونو د جوماتونو جوړولو په اړه خبرداری
بسم الله، والحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله.
أَمَّا بَعْدُ:
ما د رابطة العلوم الاسلامیة مجلې په دریمه ګڼه کې د (په میاشت کې د مسلمانانو خبرونه) برخه کې خپور شوی مطلب ولوست چې: د اردن په شاهي هېواد کې (رابطة العلوم الاسلامیة) ټولنه اراده لري د هغه غار پر ځای یو جومات ودان کړي چې پدې وروستیو کې د الرحیب په کلي کې کشف شوی، او ویل کیږي چې دا د اصحاب الکهف هغه غار دی چې په قرآن کریم کې یې یادونه شوې ده، چې هغوی پکې ویده شوي وو. پای ته ورسیده.
دا چې پر ما د الله جل جلاله او د هغه د بندګانو لپاره نصیحت واجب دی، نو ما وپتیله چې په همغه مجله کې د اردن په شاهي هاشمي هېواد کې؛ رابطة العلوم الاسلامیة ټولنې ته وینا ولرم چې عنوان یې: ټولنې ته د غار پر ځای د یاد جومات جوړولو په اړه نصیحت دی، ځکه چې د پېغمبرانو او نېکانو پر قبرونو او آثارو د جوماتونو له جوړولو ممانعت او په اړه یې په اسلامي شریعت کې خبرداری راغلی، او پر هغه چا لعنت ویل شوی چې دا کار کوي؛ ځکه چې دا کار د شرک له اسبابو او د پېغمبرانو او نېکانو خلکو په اړه افراط او له حد څخه تېرېدل دي. او حقیقت د هغه څه په صحت شاهد دی چې شریعت راوړی او پر دې دلیل دی چې د الله جل جلاله له لورې دی، او په هغه څه کې د الله جل جلاله د رسول صلی الله علیه وسلم په ریښتینولۍ څرګند ثبوت او قطعي دلیل دی چې د الله له طرفه یې راوړی او امت ته یې رسولی دی. او هر څوک چې د اسلامي نړۍ حالاتو او هغه څه ته وګوري چې - په زیارتونو د جوماتونو ودانولو، د هغوی درناوي، په فرش او ظرف سینګارولو او د هغوی لپاره د منجاورانو د نیولو له امله کوم شرک او افراطیت رامنځته شوی، نو په یقیني توګه پوهیږي چې دا ټول د شرک اسباب دي، او د اسلامي شریعت له ښېګڼو څخه د دې منع کول او د ودانولو په اړه یې خلکو ته خبرداری ورکول دي.
په دې اړه د روایتونو له جملې هغه څه هم دي چې دواړو شیخانو، بخاري او مسلم - رحمهما الله - له عایشې رضی الله عنها څخه روایت کړي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَعَنَ اللَّهُ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى، اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ، قالَتْ عَائِشَةُ: يُحَذِّرُ مَا صَنَعُوا، قالَتْ: وَلَوْلَا ذَلِكَ لَأُبْرِزَ قَبْرُهُ، غَيْرَ أَنَّهُ خُشِيَ أَنْ يُتَّخَذَ مَسْجِدًا».
ژباړه: «په یهودو او نصاراوو دې د الله تعالی لعنت وي، دوی د خپلو پېغمبرانو قبرونه جوماتونه ګرځولي»، عائشه رضي الله عنها وايي: پدې اړه یې خبرداری ورکاوه، وایي: که چېرې دا خبره نه وای، نو مسلمانانو به د نبي صلی الله عليه وسلم قبر ښکاره (لوړ کړی) و، خو له دې وېرې دا کار ونه شو چې جومات ترې جوړ نه کړای شي. او په صحیحینو کې دا هم راغلي چې ( أم سلمة او أم حبیبة رضي الله عنهما دواړو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د یوې کلیسا په اړه یادونه وکړه چې دواړو د حبشې په ځمکه کې لیدلې وه، او د هغو انځورونو یادونه یې هم وکړه چې پکې وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أُولَئِكَ إِذَا مَاتَ فِيهِمُ الرَّجُلُ الصَّالِحُ؛ بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكَ الصُّوَرَ، أُولَئِكَ شِرَارُ الْخَلْقِ عِنْدَ اللَّهِ».
ژباړه: «هغوی داسې خلک دي؛ کله چې يو نېک سړی يا نېک بنده پکې مړ شي، د هغه پر قبر جومات جوړ کړي او انځورونه پکې رسم کړي، دوی د الله په وړاندې تر ټولو بد خلک دي».
او په صحیح مسلم کې د جندب بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه له مرګ نه پنځه ورځې مخکې اوریدلي چې ویل یې:
«إِنِّي أَبْرَأُ إِلَى اللَّهِ أَنْ يَكُونَ لِي مِنْكُمْ خَلِيلٌ، فَإِنَّ اللَّهَ قَدِ اتَّخَذَنِي خَلِيلًا، كَمَا اتَّخَذَ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا، وَلَوْ كُنْتُ مُتَّخِذًا مِنْ أُمَّتِي خَلِيلًا، لَاتَّخَذْتُ أَبَا بَكْرٍ خَلِيلًا، أَلَا وَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ، أَلَا فَلَا تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ، فَإِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ».
ژباړه: «زه الله ته له دې خپله بېزاري وړاندې کوم چې له تاسو څخه دې زما کوم (ځانګړی) دوست وي، ځکه الله زه خپل دوست ګرځولی يم، لکه څنګه چې يې ابراهيم په دوستۍ نیولی، که چېرته ما له خپل امت څخه څوک په دوستۍ نيولی؛ نو ابو بکر به مې دوست نیولی و، خبردار اوسئ! څوک چې تر تاسو مخکې وو هغوی د خپلو انبياوو قبرونه جوماتونه وګرځول، خبر اوسئ له قبرونو جوماتونه مه جوړوئ، ځکه ما له دغه څخه تاسې منع کړي ياست». او په دې باب کې ډیری حدیثونه راغلي دي.
د مسلمانانو علماوو امامانو (له څلورو واړو مذهبونو او نورو) پر قبرونو د جوماتونو ودانول حرام ګڼلي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنت د عمل او امت ته د نصیحت له مخې یې په اړه خبرداری ورکړی چې د افراطي یهودانو، نصاراوو او په دې امت کې د دوی په څېر نور ګمراهان پکې ښکېل نه شي.
نو په اردن هېواد کې په رابطة العلوم الاسلامیة او نورو مسلمانانو واجب دي چې پر سنتو عمل وکړي، د علماوو پر تګلاره لاړ شي، او له هغه څه ځان وساتي چې الله تعالی او رسول یې صلی الله علیه وسلم ترې منع کړي دي؛ او په همدې کې د بندګانو اصلاح، نېکمرغي او د دنیا او آخرت کامیابي ده. او پدې اړه ځینې خلک د اصحاب الکهف په اړه د الله تعالی لخوا پر بیان شوې کیسې استدلال کوي:
﴿...قَالَ ٱلَّذِينَ غَلَبُواْ عَلَىٰٓ أَمۡرِهِمۡ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيۡهِم مَّسۡجِدٗا﴾
ژباړه: (...خو هغو كسانو چې د دوى په كار برلاسي شوي وو، وويل: خامخا به يو مسجد (عبادت ځاى) پرې جوړوو). (د الکهف سورت: ۲۱ ایت)
د دې ځواب دا دی چې وویل شي: الله پاک موږ ته د هغه وخت د مشرانو او واکمنانو په اړه خبر راکړی چې هغوی دا وینا کړې وه، او دا وینا د دوی د تایید او ورڅخه د خوښۍ په موخه نه، بلکې د ملامتیا، سپکاوي او د دوی له کړنو څخه د کرکې له امله ده، او دلیل پرې دا دی چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت نازل شوی او هغه د دې آیت په تفسیر تر ټولو زیات پوه دی، نو خپل امت یې په قبرونو د جوماتونو له ودانولو منع کړی او په اړه یې خبرداری ورکړی او د دې کار پر کوونکي یې لعنت ویلی او ملامته کړی یې دي.
او که چېرته دا کار روا وای نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به پدې اړه دومره سختي نه وه کړې، او نه به یې د دې کړنې په ترسره کوونکي لعنت ویلی و، سربیره پر دې یې ویلي چې نوموړی انسان د الله تعالی له بدترینو مخلوقاتو څخه دی، او دا د حق پلټونکي لپاره کافي او قانع کوونکې ده. او که موږ فرض کړو چې پر قبرونو جوماتونه جوړول د هغو کسانو لپاره چې زموږ څخه مخکې وو، جائز و؛ نو بیا هم موږ اجازه نه لرو چې پدې کار کې د هغوی په لاره لاړ شو؛ ځکه چې زموږ شریعت د مخکنیو شریعتونو منسوخوونکی دی، او زموږ پېغمبر علیه الصلاة والسلام وروستی پېغمبر دی او شریعت یې بشپړ او د ټولو لپاره دی، هغه موږ پر قبرونو د جوماتونو له جوړولو منع کړي یو، نو موږ ته د هغه مخالفت روا نه دی، بلکې پر موږ یې تابعداري او پر هغه څه منګولې ښخول واجب دي، او د پخوانیو شریعتونو، او د هغوی د رواجونو پرېښودل هم واجب دي چې د هغه د شریعت خلاف دي، ځکه چې زموږ له شریعت څخه کامل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو بله ښه لارښوونه نشته.
له الله تعالی سوال کوو چې مونږ او ټولو مسلمانانو ته پر دین د ثبات او په ویناوو، کړنو، ظاهر، باطن او ټولو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شریعت تر هغه پورې د پابندۍ توفیق راکړي چې له هغه سره مخ کیږو، الله جل جلاله اوریدونکی او نږدې دی.
وصلى الله وسلم على عبده ورسوله محمد وآله وصحبه ومن اهتدى بهداه إلى يوم الدين.
***
ps397v4.0 - 17/08/2026