د هغه چا د حکم په اړه د دلایلو وړاندې کول چې له الله پرته له بل چا څخه مرسته غواړي (بشتو)

د هغه چا د حکم په اړه د دلایلو وړاندې کول چې له الله پرته له بل چا څخه مرسته غواړي

  • earth ژبه
    (بشتو)
  • earth لیکنه:
    الشيخ عبد العزيز بن عبد الله بن باز
PHPWord

 

 

إِقََامَةُ البَرَاهِينِ عَلَى

حُكْمِ مَنِ اسْتَغَاثَ بِغَيرِ اللهِ

 

 

د هغه چا د حکم په اړه د دلایلو وړاندې کول چې له الله پرته له بل چا څخه مرسته غواړي

 

 

 

 

لِسَمَاحَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ

عَبْدِ العَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ بَازٍ

رَحِمَهُ اللهُ

 

لیکنه قدرمند شیخ صاحب

 

عبد العزيز بن عبد الله بن باز

بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ

دویم پېغام:

پر پیغمبر ﷺ د مرستې غوښتلو حکم

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وأصحابه ومن اهتدى بهداه.

اما بعد: د کویټ المجتمع ورځپاڼې په خپله پنځلسمه ګڼه کې، چې د ۱۳۹۰ هجري قمري کال د ۴ میاشتې په ۱۹ نیټه خپره شوې وه، (د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د زوکړې کلیزه) تر سرلیک لاندې بیتونه خپاره کړي وو، چې پکې د امت د ژغورلو، بریا، له بې اتفاقۍ او اختلاف څخه د خلاصون په موخه پر هغه صلی الله علیه وسلم مرسته غوښتل شامل و، دا بېتونه د یو چا په نوم چې ځان (آمنه) بولي لاسلیک شوي او دا یې د یادو بیتونو متن دی:

ای د الله رسوله، نړۍ وژغوره ...جګړه اور اخلي او لمبې یې خیژي.

ای د الله رسوله امت وژغوره... ډیر وخت وشو چې د شک په تیارو کې بندیوان دی.

ای د الله رسوله امت وژغوره چې ... د غمونو په کږلېچونو کې یې خوبونه ورک شوي دي

. . . تر دې چې وایي:

بیړنۍ بریا راکړه .... لکه د بدر د ورځې په څېر؛ کله دې چې الله راوباله.

نو ذلت پر یوه لویه بریا بدل شو ... الله داسې سرتیري لري چې تاسو یې نه وینئ

(پدې ډول دا لیکواله په رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ کوي، مرسته ترې غواړي او د امت لپاره ترې بیړنۍ بریا غواړي، یا یې هېر دي - او یا نه پوهېږي - چې بریا یوازې د الله په لاس کې ده، نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې او نه د نورو مخلوقاتو، لکه څرنګه چې الله تعالی په خپل مبین کتاب کې فرمایلي:

﴿...وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾

ژباړه: (او نه دى مدد مګر د الله له جانبه). [آل عمران سورت: ۱۲۶ ايت]، او الله جل جلاله فرمایلي:

﴿إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ...﴾

ژباړه: (كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي). [آل عمران سورت: ۱۶۰ ايت].

او د دعا او مرستې غوښتلو دا عمل: له الله تعالی پرته بل چا ته یو ډول عبادت کول دي؛ دا د نص (قرآن، حدیث) او اجماع له مخې معلومه ده چې الله پاک مخلوقات د دې لپاره پېدا کړي چې عبادت یې وکړي او د عبادت د څرنګوالي او د عبادت لور ته د بلنې لپاره یې رسولان رالیږلي او کتابونه یې نازل کړي، لکه چې الله پاک فرمایلي:

﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ56﴾

ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [الذاريات سورت: ۵۶ ايت]، او الله - تعالی - فرمایلي دي:

﴿وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ...﴾

ژباړه: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ...). [النحل سورت: ۳۶ آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ 25﴾

ژباړه: (او له تا مخکې مو کوم رسول نه دی لېږلی مګر هغه ته مو وحي کړې چې له ما پرته بل الله نشته، نو يوازې زما عبادت وکړئ). [الأنبياء سورت: ۲۵ آیت]، او الله جل جلاله فرمایلي:

﴿الر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ1 أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ2﴾

ژباړه: (الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې آیتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي)

(دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم). [هود ايت: ايتونه ۱، ۲].

نو هغه، پاک ذات، په دې پرېکنده آیتونو کې روښانه کړیده چې ثقلین (انسانان او پيریان) یې نه دي پیدا کړي مګر د خپل عبادت لپاره، هغه ذات چې شریک نه لري، او دا یې هم روښانه کړې چې هغه پېغمبران - علیهم السلام- ندي رالیږلي مګر د خپل عبادت لپاره؛ چې په عبادت امر وکړي او له ضد څخه یې خلک منع کړي، هغه جل جلاله دا هم څرګنده کړه چې هغه خپل آیتونه محکم او پرېکنده کړي او تشریح کړي یې دي، تر څو له هغه سپېڅلي ذات پرته د بل چا عبادت ونه شي.

او څرګنده ده چې عبادت د الله تعالی یووالی او د هغه اطاعت دی، د هغه د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه یې پر منع کېدلو، الله تعالی په ډیری آیتونو کې پدې امر کړی او خبر یې ورکړی، په شمول د دې آیت چې فرمایي:

﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ...﴾

ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي...). [البينة سورت: 5 ايت]، او د الله تعالی دا وینا:

﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ...﴾

ژباړه: (او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ...). [الإسراء سورت: 23 آیت]. او دا قول د الله تعالی:

﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ3﴾

ژباړه: (بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې).

ژباړه: (خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نږدې كړي، ښه نږدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي). [الزُّمَر سورت: 2-3 ایتونه].

او پدې معنا سره ډیری آیتونه راغلي چې ټول یې الله تعالی ته په عبادت کې د اخلاص پر وجوب او له هغه پرته د پېغمبرانو او نورو د عبادت په پرېښودلو دلالت کوي.

او په دې کې شک نشته چې دعا د عبادتونو یو له خورا مهمو او جامعو ډولونو څخه دی، نو دا باید یوازې الله لپاره خالص وي، لکه چې الله تعالی فرمایلي:

﴿فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ14﴾

ژباړه: (نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یاست، اګر كه كافران يې بد ګڼي). [غافر سورت: 14 ایت]. او الله تعالی فرمایلي:

﴿وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا18﴾

ژباړه: (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوك مه بلئ). [الجن سورت: 18 آیت]، او دا لارښوونه چې په عبادت سره د الله تعالی یوازې کول دي ټول مخلوقات، په شمول د پیغمبرانو او نورو ته شاملیږي، او د هغه دا قول:

﴿وَلَا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلۡتَ فَإِنَّكَ إِذٗا مِّنَ ٱلظَّٰلِمِينَ106﴾

(او له الله نه پرته كوم داسې څوک مه رابله چې نه درته ګټه رسولى شي نه زيان، كه ته داسې وكړې نو له ظالمانو نه به يې). [يونس سورت: 106 ایت]، دا پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته خطاب دی خو ښکاره ده چې هغه الله تعالی له شرک څخه ساتلی دی، نو موخه ترې له شرک څخه د نورو ویرول دي، بیا الله تعالی فرمایلي:

﴿وَلَا تَدۡعُ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ106﴾

ژباړه: (او له الله پرته بل هغه څوک مه رابوله چې نه ګټه او نه ضرر درته رسولای شي، که دې دا وکړل؛ نو پرته له شکه ته به له تېري کوونکو څخه يې). [يونس سورت: 106 ایت]، او دا پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته خطاب دی خو موخه يې نورو ته خبرداری ورکول دي. ځکه معلومه ده چې الله تعالی خپل رسول له شرک څخه ساتلی، بیا الله تعالی په سختو الفاظو او ویرونې له شرک څخه منع کړې ده او فرمایلې یې دي:

﴿...فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ﴾

ژباړه: (...نو كه چېرې ته دغه (كار) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې). او ظلم چې کله مطلق بیان شي، مراد ترې لوی شرک وي، لکه چې الله تعالی فرمایلي:

﴿...وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾

ژباړه: (...او همدا كافران ظالمان دي) [البقرة سورت: ۲۵۴ ایت]. او الله تعالى فرماېلي:

﴿...إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ﴾

ژباړه: (بېشكه شرک یقینًا ډېر لوى ظلم دى). [لقمان سورت: ۱۳ آیت]. نو که د آدم علیه السلام د اولادې سردار - صلی الله علیه وسلم - له الله پرته بل څوک راوبلي، هغه به له ظالمانو څخه شي، نو د نورو خلکو به څه حال وي؟

نو له دې او نورو آیتونو معلومه شوه چې له الله تعالی پرته بل څوک رابلل لکه: مړي، ونې، بوتان او داسې نور - د الله تعالی سره شرک او په عبادت کې د الله تعالی د یووالي سره په ټکر کې عمل دی؛ او عبادت د انسانانو او پيریانو د پېداېښت، د پېغمبرانو د رالیږلو، او د کتابونو د نازلیدلو موخه ده، همدا رنګه (شرک) د : (لا اله الا الله) د معنا سره په ټکر کې دی، چې په حقیقت کې دا کلمه له الله پرته د بل هر څه عبادت نفي کوي او یوازې الله تعالی ته یې ثابتوي، لکه چې الله پاک فرمایلي:

﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلۡبَٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡكَبِيرُ62﴾

ژباړه: (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [الحج سورت: ۶۲ آیت].

او همدا د دین اصل او د ایمان اساس دی، او عبادتونه تر هغه وخته پورې اعتبار نلري تر څو چې دا اصل سم نه وي، لکه چې الله تعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ65﴾

ژباړه: (او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې). [الزمر سورت: ۶۵ ایت]. او الله پاک فرمایلي:

﴿...وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾

ژباړه: (او كه چېرې هغوى شرك كړى وَى (، نو) له هغوى نه خامخا به ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول). [الأنعام سورت: ۸۸ آیت].

له تېرو دلایلو څرګندیږي چې د اسلام دین او د شهادت کلمه چې: (لا إله إلا الله) ده دوه لوی اصول لري:

یو دا چې یوازې د یو الله عبادت وشي چې شریک نه لري؛ نو څوک چې پېغمبران او نور مړي راوبلي، یا بوتان، ونې، تیږې یا نور مخلوقات راوبلي یا له هغوی مرسته وغواړي، یا په قربانیو او نذرونو سره هغوی ته نږدې شي، یا هغوی ته لمونځ او سجده وکړي، نو یقینا چې هغوی یې له الله پرته د ځان لپاره معبودان او د هغه سپېڅلي ذات سره شریکان نیولي، او په دې سره یې د (لا اله الا الله) معنا نقض کړې ده.

دویم: دا چې د الله تعالی عبادت یوازې د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په شریعت سره وشي، څوک چې په دین کې د داسې یو څه نوښت وکړي چې الله تعالی یې اجازه نه وي ورکړې؛ نو د محمد صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ د ګواهۍ ورکولو معنا یې نه ده پر ځای کړې، او عمل یې ورته ګټه نه رسوي او نه ترې قبلیږي، الله تعالی فرمایلي:

﴿وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا23﴾

ژباړه: (او دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو). [الفرقان سورت: ۲۳ ايت]، او په آیت کې له یادو اعمالو څخه موخه: د هغه چا عملونه دي چې الله تعالی سره د شرک کولو په حال کې مړ شوی وي.

په دې کې هغه بدعتي اعمال هم شامل دي چې الله تعالی یې اجازه نه ده کړې، او د قیامت په ورځ به لکه د خپور کړی شوي ګرد په څېر وګرځي (دوړه به شي) ځکه چې د پاکیزه شریعت مطابق نه وو، لکه څرنګه چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ».

ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغه څخه نه وي، هغه مردود دي». د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی.

د وینا لنډیز داسې دی چې: دې لېکوالې په خپل فریاد او دعا سره رسول الله صلی الله علیه وسلم مخاطب ګرځولی او له الله رب العالمین څخه یې مخ اړولی، هغه ذات چې په لاس کې یې بریا، تاوان او ګټه دي او له هغه پرته د بل چا په لاس کې نشته.

او له شک پرته چې دا لوی ظلم دی، په داسې حال کې چې الله تعالی د هغه په رابللو امر کړی، او څوک یې چې رابلي هغه سره یې د قبلولو ژمنه کړې او څوک چې د هغه له رابلنې سرغړونه کوي هغه یې په جهنم سره ګواښلی لکه چې الله تعالی فرمایلي:

﴿وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ 60﴾

ژباړه: (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي). [غافر سورت: ایت ۶۰]، یعنې: سپک او ذلیل. نو دا مبارک آیت ښيي چې دعا یو عبادت دی او څوک چې ترې کبر او غرور کوي ځای یې جهنم دی، نو کله چې دا د هغه چا حالت وي چې د الله تعالی له رابللو سرغړونه کوي، نو د هغه چا حالت به څنګه وي چې له هغه پرته بل څوک رابلي او له ده څخه مخ اړوي، پداسې حال کې چې هغه پاک ذات نږدې دی، د هرڅه مالک او پر هر څه قادر دی لکه چې فرمایي:

﴿وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ 186﴾

ژباړه: (او چې بندګان مې زما په اړه تا كله وپوښتي؛ نو (ورته وايه چې) زه بالكل نږدې يم، د غوښتونكي سوال قبلوم كله چې ما وروبولي، نو زما (بلنه) دې هم ومني او پر ما دې ايمان راوړي تر څو په سمه لار محكم پاتې شي). [البقرة سورت: ۱۸۶ ایت]، او یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کې خبر ورکړی چې دعا عبادت دی، او خپل د تره زوی عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ته یې وفرمایل:

«احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللهَ، وَإِذَا اسْتَعْنَتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ».

ژباړه: «الله په ياد لره، ساتنه به دې کوي، الله په ياد لره، مخې ته به یې ومومې. کله چې څه غواړې، له الله نه يې غواړه او کله چې مرسته او ملاتړ غواړې، نو له الله یې غواړه». ترمذي او نورو روایت کړی دی.

او هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَدْعُو لِلهِ نِدًّا؛ دَخَلَ النَّارَ».

ژباړه: «څوک چې پداسې حال کې مړ شو چې له الله سره یې شریک باله نو اور ته به داخل شي». دا حدیث بخاري روايت کړی دی، او په صحیحینو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې کومه ګناه تر ټولو لویه ده؟ هغه وفرمایل:

«أَنْ تَجْعَلَ لِلهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ».

ژباړه: «دا چې له الله سره شریک وګرځوې، پداسې حال کې چې هغه پېدا کړی یې». او (نِد): برابر او مشابه ته وایي، نو څوک چې له الله تعالی پرته بل څوک رابلي، یا له هغه مرسته وغواړي، یا ورته نذر پېش کړي، یا د هغه لپاره حلاله وکړي، یا یې یو بل ډول عبادت وکړي؛ هغه یې شریک ګڼلی، برابره خبره ده که هغه پېغمبر وي یا ولي، ملاېکه یا پېری، بُت وي او یا نور مخلوق.

نو دلته کېدی شي یو څوک ووایي چې: له ژوندي حاضر انسان څخه سوال کول څه حکم لري، البته په هغو کارونو کې چې هغه یې وړتیا لري، یا په فزیکي کارونو کې ترې مرسته وغوښتل شي چې هغه یې کولی شي؛ جواب دا دی چې: دا هغه شرک نه دی، بلکې د مسلمانانو تر منځه عادي او روا چاره ده، لکه چې الله تعالی د موسی علیه السلام په کیسه کې فرمایلي:

﴿...فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ...﴾

ژباړه: (...نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس په خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و...) [القصص سورت: ۱۵ ایت]، او لکه څنګه چې الله تعالی د موسی علیه السلام په کیسه کې فرمایلي:

﴿فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ...﴾

ژباړه: (نو موسٰى له دغه (ښار) نه ووت، په دې حال كې چې وېرېدونكى و (او) انتظار يې كاوه...). [القصص سورت: ۲۱ ایت] او لکه څنګه چې یو سړی په جګړه کې له خپلو ملګرو مرسته غواړي او یا داسې نورې پېښې چې انسانان پکې د یو بل مرستو ته اړتیا پیدا کوي.

او الله تعالی خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته امر کړی چې امت یې له دې خبر کړي چې هیڅوک د ګټې رسولو یا د ضرر د مخنیوي واک نه لري، الله پاک فرمایلي:

﴿قُلْ إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا21 قُلْ إِنِّي لَا أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا رَشَدًا22﴾

(ورته ووايه: زه خو یوازې خپل پالونکی رابولم او بل هيڅوك نه ورسره شريكوم.

ورته ووايه: زه تاسي ته نه د تاوان رسولو واك لرم او نه د خير ښېګڼې). [الجن سورت: ۲۱، ۲۲ ایتونه]، او الله تعالى فرماېلي:

﴿قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ188﴾

ژباړه: (ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي). [الأعراف سورت: ۱۸۸ آیت].

او په دې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي.

او ښکاره ده چې هغه صلی الله علیه وسلم یوازې خپل رب رابلي، د بدر په ورځ یې په الله مرسته او پر دښمن بریا غوښتله او زارۍ یې کولې او ویل یې: «ای ربه! ژمنه دې راسره پوره کړه». تر دې چې لوی ریښتین ابوبکر رضي الله عنه وویل: بس دی ای د الله رسوله! یقینا چې الله به درسره کړې ژمنه پوره کړي، او په اړه یې الله جل جلاله دا آیت نازل کړ.

﴿إِذۡ تَسۡتَغِيثُونَ رَبَّكُمۡ فَٱسۡتَجَابَ لَكُمۡ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلۡفٖ مِّنَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ مُرۡدِفِينَ9﴾

ژباړه: (او (یادکړئ) کله چې تاسو فریاد کوو خپل رب ته د مدد کولو نو قبول والی وکړو تاسو لره الله تعالی د دې فریاد چې یقینا زه مدد کوم تاسو لره په ملایکو زرو سره چې یو بل پسې به راځي). [الأنفال سورت: ۹ آیت]. په دې آیتونو کې د سپېڅلي ذات لخوا د دوی د مرستې لپاره د فریاد یادونه او له دې خبر ورکول شوی چې په ملاېکو سره یې د هغوی مرسته وکړه د دې لپاره و چې په بریا او ډاډ سره زیری ورکړي، او دا یې بیان کړه چې بریا د ملاېکو لخوا نه بلکې د هغه سپېڅلي ذات له لورې ده، نو ویې فرمایل:

﴿وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ...﴾

ژباړه: (او نه دى مدد مګر د الله له جانبه...). [آل عمران سورت: ۱۲۶ ایت]، او الله جل جلاله فرمایلي:

﴿وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ123﴾

ژباړه: (او الله په بدركې (هم) مرسته درسره كړې وه، هغه مهال چې كمزوري وئ نو الله نه وويږئ، ترڅو يې شكر پرځاى كړئ). [آل عمران سورت: ایت 123]. نو په دې آیت کې هغه تعالی څرګنده کړه چې هغه پاک ذات د بدر په ورځ د دوی ملاتړ کوونکی و، نو معلومه شوه چې کومه وسله او ځواک یې چې ورکړی و او هغه څه چې د دوی مرسته یې پرې وکړه، دا ټول د بریا لاملونه، زیری او ډاډګیرنه وه، او بریا د دې څېزونو له امله نه وه، بلکې یوازې د الله لخوا وه. نو دا لیکواله - یا بل څوک - څنګه جرأت کولی شي د مرستې او بریا لپاره خپل فریاد پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وکړي، او له رب العالمین څخه مخ واړوي، هغه ذات چې د هر څه مالک او پر هر څه قادر ذات دی؟

له شک پرته چې دا تر ټولو بده ناپوهي، بلکې له لوی شرک څخه دی، نو پر لیکوالې واجب دي چې الله تعالی ته ریښتینې توبه وکړي، داسې توبه چې لاندې چارو ته شامله وي: لومړی: پر خپلو کړنو پښېماني. دویم: له دې کار څخه لاس په سر کېدل، دریم: د الله تعالی عظمت ته په لیدو، هغه ته د اخلاص له مخې، او د هغه د امر د پر ځای کولو لپاره هوډ کول چې بیا به داسې نه کوي، او همدې ته سوچه توبه وایي. او څلورمه ځانګړې چاره هم شته چې که چیرته یې د مخلوق په حق کې بدي کړي وي، نو حق دې خپل حقدار ته وسپاري، یا دې ترې ځان خلاص کړي.

او الله تعالی خپلو بندګانو ته په توبې امر کړی او د قبلیدو ژمنه یې ورسره کړې ده لکه چې الله تعالی فرمایي:

﴿...وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾

ژباړه: (او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اې مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ). [النور سورت: ۳۱ ایت]، او د نصاراوو په حق کې یې فرمایلي دي:

﴿أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ74﴾

ژباړه: (آیا ولې دوى الله ته توبه نه وباسي او له هغه نه بخښنه نه غواړي؟! حال دا چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى). [المائدة سورت: ۷۴ ایت]، او الله تعالی فرمايلي:

﴿وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69 إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا70﴾

ژباړه: (او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه رابلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې دغه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له سزا سره ملاقات وكړي).

(د قیامت په ورځ به ده ته عذاب دوه چنده كولى شي او په هغه (عذاب) كې به تل وي، په داسې حال چې خوار او ذلیله به وي.

مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [الفرقان سورت: ۶۸-۷۰ ایتونه]، او الله تعالی فرمايي:

﴿وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ25﴾

ژباړه: (او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ). [الشورى سورت: ایت ۲۵].

د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح سند سره روایت دی چې هغه فرمایلي:

«الإِسْلَامُ يَهْدِمُ مَا كَانَ قَبْلَهُ، وَالتَّوْبَةُ تَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهَا».

ژباړه: «او اسلام هغه (ګناهونه) له منځه وړي چې ترې وړاندې وو، او توبه هم مخکېني ګناهونه له منځه وړي».

نو دا چې شرک لوی خطر او عظیمه ګناه ده او دا ویره شته چې کیدی شي دا لیکواله په خپلو کړنو دوکه شوي وي، نو د الله تعالی په خاطر او د هغه بندګانو ته د نصیحت لپاره مې دا لنډه وینا ولیکله. او له الله تعالی څخه سوال کوم چې ګټه پرې ورسوي، او زموږ او د ټولو مسلمانانو حالات سم کړي، او پر موږ ټولو په دین کې د پوهې، پرې ثابت پاتې کېدلو لورینه وکړي، او موږ او ټول مسلمانان د خپلو نفسونو او عملونو له شر څخه وساتي، هغه ذات د دې چارې واکمن او پرې ځواکمن دی.

وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه.

 

***

 


بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ

دریم پېغام:

له پيريانو او شيطانانو د مرستې غوښتلو او هغوی ته د نذر وړاندې کولو حکم

د عبدالعزیز بن عبدالله بن باز له خوا هر هغه مسلمان ته چې دا (لیکنه) ویني، الله تعالی دې ما او هغوی ته پر دین د منګولو لګولو او ثابت پاتې کېدلو توفیق راکړي. آمین.

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.

اما بعد: ځینو وروڼو له ما څخه د ځینو ناپوهه خلکو د کړنو په اړه پوښتنه وکړه؛ چې له الله پرته نور رابلي، د ناخوالو پر مهال ترې مرسته غواړي لکه: د پیریانو رابلل او مرسته ترې غوښتل، نذر ورته وړاندې کول او قرباني ورته کول. چې د ځینو د وینا بېلګې یې داسې دي: (ای اووه کسانو وایې خلئ) لدې څخه یې موخه: د پيریانو اووه مشران دي، هډوکي یې مات کړئ، وینه یې وڅښئ، مثله یې کړئ (پوزې او غوږونه یې غوڅ کړئ). ای اوو کسانو داسې او داسې یې کړئ، د ځینو وینا یې داسې ده: (ای د غرمې پیریانو ویې نیسئ، ای د مازدیګر پېریانو)، دا په ځینېو جنوبي سیمو کې ډېر دي، او هغه څه چې د دې موضوع سره تړاو لري: مړي رابلل لکه پېغمبران، نېکان او داسې نور، ملایکې رابلل او مرسته ترې غوښتل، دا ټول او دې ته ورته شیان د ډیری هغو کسانو لخوا پېښیږي چې اسلام ته منسوب دي، د ناپوهۍ او هغو کسانو د تقلید له امله چې له دوی مخکې وو. شاید ځینې یې دا خبره ډیره ساده بولي او وایي چې هسې په ژبه راځي، موږ یې قصد نه لرو او نه پرې عقیده لرو.

هغه له ما څخه د هغه چا سره د واده کولو د حکم په اړه هم وپوښتل چې پدې کړنو پیژندل شوی وي، د هغوی د حلالو، پر هغوی د جنازې کولو یا یې تر شا د لمونځ کولو د حکم په اړه، همدارنګه د کوډګرو او فالبینانو په اړه لکه هغوی چې د ناروغ د ځینو شیانو په لیدلو د ناروغتیا د پېژندنې او د هغوی د لاملونو د پېژندلو دعوا کوي، لکه د ناروغ لونګۍ، کالي، برقه او داسې نورو شیانو لیدل.

جواب: الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، وعلى آله وصحبه ومن اهتدى بهم إلى يوم الدين.

اما بعد: بېشکه الله جل جلاله ثقلین (پیریان او انسانان) د دې لپاره پیدا کړي چې له هر څه پرته یې عبادت وکړي، مرسته او دعا یوازې له هغه څخه وغواړي، ذبح، نذر او ټول عبادتونه د هغه لپاره وکړي، د دې لپاره یې پېغمبران رالیږلي او امر یې ورته پرې کړی، اسماني کتابونه یې نازل کړي چې تر ټولو لوی یې قرآن کریم دی، چې دا هر څه ورته بیان کړي او د هغه لورې ته بلنه ورکړي، خلک د الله تعالی سره له شرک او د غیرالله له عبادت څخه وویروي. دا د بنسټونو بنیاد او د دین او ملت لپاره اساس دی، او همدا په : (لا اِله اِلا الله) د ګواهۍ ورکولو معنا ده، ځکه چې معنا یې ده: له الله پرته بل حق معبود نشته، پدې سره الوهیت نفي کیږي - یعنې له غیر الله څخه عبادت نفي کیږي او له ټولو مخلوقاتو پرته یوازې الله تعالی ته ثابتیږي، او پدې د الله تعالی د کتاب او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - له سنت څخه ډیری دلیلونه شته لکه: الله تعالی فرمایلي:

﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ56﴾

ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) [الذاريات سورت: ۵۶ ایت]، او د الله تعالی دا قول:

﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ...﴾

ژباړه: (او ستا رب حكم كړى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ). [الإسراء سورت: ۲۳ ایت]، او د الله تعالی دا وینا:

﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ...﴾

ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي). [البينة سورت: ۵ آیت]، او د الله تعالی دا قول:

﴿وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ60﴾

ژباړه: (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي). [غافر سورت: ۶۰ ایت]، او الله تعالی فرمايي:

﴿وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ...﴾

ژباړه: (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان پوښتنه وكړي، نو یقینًا زه نږدې یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا وغواړي). [البقرة سورت: ایت ۱۸۶].

نو پدې آیتونو کې الله تعالی واضحه کړې چې هغه انسانان او پيریان د خپل عبادت لپاره پيدا کړي، او د (قضی) معنا ده: امر یې کړی او په محکم قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژبه یې سپارښتنه کړې چې یوازې د خپل رب عبادت به کوي،

او دا یې روښانه کړه چې دعا لوی عبادت دی، چا چې ترې سرغړونه وکړه دوزخ ته به ځي، او خپلو بندګانو ته یې امر کړی چې یوازې هغه راوبلي، او دا یې ورته ویلي چې هغه نږدې او د دعاګانو قبلوونکی دی، نو پر ټولو بندګانو یې فرض دي چې یوازې له هغه څخه دعا وغواړي؛ ځکه چې دا یو ډول هغه عبادت دی چې له امله یې دوی پیدا شوي او امر ورته پرې شوی دی، الله تعالی فرمایلي:

﴿قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ162 لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ163﴾

ژباړه: (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي)،

(د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم). [الأنعام سورت: ۱۶۲، ۱۶۳ ایتونه].

نو الله تعالی خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته امر کړی چې خلکو ته خبر ورکړي چې د هغه لمونځ او نُسک چې حلاله ده، او د هغه ژوند او د هغه مرګ، دا ټول یوازې د هغه ذات لپاره دي چې د ټولو عالمیانو رب دی او شریک نه لري، نو چا چې له الله پرته بل چاته قرباني وکړه له الله سره یې شرک وکړ، لکه څوک چې له الله پرته بل چاته لمونځ وکړي، ځکه چې الله پاک لمونځ او قرباني دواړه یوځای ذکر کړي او فرمایلي یې دي چې دواړه یوازې د الله لپاره دي چې شریک نه لري، نو چا چې له الله پرته بل چا ته قرباني وکړه لکه پیریانو، ملایکو، مړو او داسې نورو ته او غواړي چې پدې سره ورته ځان نږدې کړي، نو هغه داسې دی لکه څوک چې له الله پرته بل چاته لمونځ وکړي، په صحیح حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«لَعَنَ اللهُ مَنْ ذَبَحَ لِغَيْرِ اللهِ».

ژباړه: «پر هغه چا دې د الله لعنت وي چې د الله نه غير د بل چا لپاره حلاله کوي». امام احمد په حسن سند سره له طارق بن شهاب رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مرَّ رَجُلَانِ عَلَى قَومٍ لَهُم صَنَمٌ لَا يَجُوزُهُ أَحَدٌ حَتَّى يُقرِّبَ لَهُ شَيئًا، فَقَالُوا لِأَحَدِهِمَا: قَرِّبْ. قَالَ: لَيسَ عِندِي شَيءٌ أَقَرِّبُهُ، قَالُوا: قَرِّبْ وَلَوْ ذَبَابًا، فَقَرَّبَ ذُبَابًا، فَخَلُّوا سَبِيلَهُ، فَدَخَلَ النَّارَ، وَقَالُوا لِلآخَرِ: قَرِّبْ. قَالَ: مَا كُنْتُ لِأُقَرِّبَ لِأَحَدٍ شَيْئًا دُونَ اللهِ جَلَّ جَلَالُهُ، فَضَرَبُوا عُنُقَه، فَدَخَلَ الجَنَّةَ».

ژباړه: «دوه سړي پر یو قوم تېرېدل، هغوی یو بُت درلوده، نو هر څوک به چې ترې تېریدل خامخا به یې ورته یو څه قرباني کول، نو له دې دواړو څخه یې یو ته وویل چې: یو څه نذر کړه، هغه وویل: ماسره هیڅ نشته چې (د نذر په توګه یې) وړاندې کړم، هغوی ورته وویل: یو څه نذر کړه، که یو مچ هم وي، نو هغه مچ د نذر په توګه وړاندې کړ، هغه یې پرېښود، نو دوزخ ته لاړ، او هغه بل ته یې وویل: یو څه نذر کړه. هغه وویل: له الله جل جلاله پرته به هیچاته څه شی نذر نه کړم، نو د هغه څټ یې وواهه، او هغه جنت ته لاړ».

نو کله چې یو څوک بُت ته د نږدې کېدو په موخه په یو مچ قربانولو مشرک او د دوزخ مستحق ګرځي، نو د هغه چا به څه حال وي چې پيریان، ملاېکې او ولیان رابلي او مرسته ترې غواړي، نذر ورته وړاندې کوي، په قربانۍ کولو سره ورته ځان نږدې کوي او پدې سره غواړي چې له مال څخه یې ساتنه وشي، یا یې ناروغ روغ شي، یا یې څاروي او کښت وساتل شي، او د هغه چا به څه حال وي چې دا کار د پیریانو او داسې نورو له ویرې کوي، نو دا او دې ته ورته خلک د هغه سړي په پرتله چې مچ یې قرباني کړی دی په طریقه اولی سره مشرکان او دوزخ ته د تللو مستحق دي.

او له هغه څه نه چې پدې اړه راغلي د الله تعالی دا قول هم دی چې فرمایی:

﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ3﴾

ژباړه: (بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې،

خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين (عقيده او عمل) دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور چارواكي نيولي (او وايي چې) مونږ خو د دې شيانو لمانځنه صرف د دې لپاره كوو چې الله ته مو په مرتبه كې ورنږدې كړي. بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې دروغجن او ناشكره وي). [الزُّمَر سورت: ۱-۳ ایتونه]، او الله تعالی فرمایلي:

﴿وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَؤُلَاءِ شُفَعَاؤُنَا عِنْدَ اللَّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ18﴾

ژباړه: (او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله پر هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي) [يونس سورت: ۱۸ ایت].

نو الله پاک په دې دوو آیتونو کې خبر ورکوي چې: مشرکانو له الله پرته له مخلوقاتو څخه اولیا نیولي دي؛ چې له الله تعالی سره یې په دعا، ویره، هیله مندۍ، قربانۍ، نذر او داسې نورو سره عبادت کوي، پدې ګومان چې دغه اولیاء؛ الله تعالی ته هغه څوک نيږدې کوي چې د دوی عبادت کوي، او د الله په وړاندې د دوی لپاره شفاعت کوي، نو الله تعالی دا خلک دروغجن وګڼل، د دوی باطل یې ښکاره کړل او دروغجن، کافران او مشرکان یې ورته وویل، او د خپل ځان پاکي یې له شرک څخه بیان کړه لکه چې فرمایي:

﴿...سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ﴾

ژباړه: (...هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې ورسره شریكوي). [النحل سورت: ۱ ایت]. له دې څخه معلومه شوه چې څوک ملایک، پېغمبر، پیری، ونه یا ډبره راواخلي او د الله تعالی سره یې یوځای راوبولي، له هغه څخه مرسته وغواړي، او د نذرونو او قربانیو له لارې هغه ته نږدې شي، د الله په وړاندې د شفاعت او هغه ته د نږدې کېدو په هیله، یا دا چې ناروغ یې ورغیږي، مال یې وساتل شي، یا یې ورک شوی کس سالم پاتې شي او داسې نور، نو دا انسان په لوی شرک او وحشتناک مصیبت سره اخته شو، هغه چې الله تعالی یې په اړه فرمایي:

﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا48﴾

ژباړه: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله). [النساء سورت: ۴۸ ایت] او الله تعالی فرمايي:

﴿...إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ﴾

ژباړه: (بېشكه خبره دا ده چې څوک له الله سره شریک نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوک مرستندوی نشته). [المائدة سورت: ۷۲ ایت].

او د قیامت په ورځ به شفاعت یوازې د توحید او اخلاص والاو ته حاصلیږي، نه مشرکانو ته، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې پوښتنې په ځواب کې وفرمایل، کله چې ورته وویل شو: ای د الله رسوله! ستاسو د شفاعت (په نصیب کېدلو) تر ټولو نېکمرغه انسان څوک دی؟ هغه وفرمایل:

«مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ».

ژباړه: «چا چې د زړه له اخلاصه (لا إله إلا الله) ويلي وي». او (رسول الله) صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

«لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ، فَتَعَجَّلَ كُلُّ نَبِيٍ دَعْوَتَهُ، وَإِنِّي اخْتَـبَأْتُ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي يَومَ القِيَامَةِ، فَهِيَ نَائِلَةٌ إِنْ شَاءَ اللهِ مَن مَاتَ مِنْ أُمَّتِي لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا».

ژباړه: «د هر نبي لپاره یوه دعا وي چې قبلېږي، نو هر نبي په خپله دعا کې بیړه کړې ده، او ما خپله دعا د قیامت په ورځ د خپل امت لپاره د شفاعت په توګه ساتلې ده، له دې به - ان شاء الله - زما هغه امتي برخمن کیږي چې مړ شي او هیڅ شی یې د الله سره نه وي شریک کړی».

او لومړني مشرکان په دې باور وو چې الله تعالی د دوی رب، خالق او روزي ورکوونکی دی، دوی په پیغمبرانو، اولیاوو، ملاېکو، ونو، تیږو او داسې نورو شیانو پدې هېله تکیه درلوده چې د الله تعالی په وړاندې به د دوی شفاعت وکړي او هغه ته به یې نږدې کړي، لکه څنګه چې په آیتونو کې تېره شوه. نو الله تعالی دوی معذور ونه ګڼل، بلکې الله پاک په خپل عظیم کتاب کې دوی وغندل، او کافران او مشرکان یې وبلل، او په خپل کتاب کې یې پدې ادعا کې دوی دروغجن وګڼل چې فکر یې کاوه دا بوتان به یې د الله تعالی په وړاندې شفاعت وکړي او هغه ته به یې په مرتبه کې نږدې کړي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم معذور ونه ګڼل، بلکې د دې شرک له امله یې پر وړاندې وجنګیده، تر څو د الله تعالی د دې وینا پر اساس یوازې د یو الله سوچه عبادت وکړي، لکه چې فرمایي:

﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ...﴾

ژباړه: (او تر هغه ورسره وجنګېږئ، چې هيڅ فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي). [البقرة سورت: ۱۹۳ ایت]. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

«أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُم وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّ الإِسْلَامِ، وَحِسَابُهُم عَلَى اللهِ».

ژباړه: «ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم تر څو شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی او پدې چې لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي، نو کله یې چې دا کار وکړ، د دوی وینه او مال له ما څخه خوندي شول مګر د اسلام لپاره، او نور حساب یې د الله جل جلاله سره دی». او د هغه ﷺ د وینا معنیٰ:

«حَتَّى يَشْهَدُوا أَن لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ».

یعنې: تر دې چې یوازې الله له هر څه پرته په عبادت سره ځانګړی کړي.

او یقینا چې مشرکان له پیریانو ویرېدل او پناه یې پرې غوښتله، چې الله تعالی ېې په اړه دا آیت نازل کړ:

﴿وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا6﴾

ژباړه: (او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې به یې په ځینو سړیو پورې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه). [الجن سورت: ۶ آیت]. مفسرینو د دې آیت کریمه د معنا په اړه فرمایلي:

﴿...فَزَادُوهُمْ رَهَقًا﴾

﴿...فَزَادُوهُمْ رَهَقًا﴾ یعنې: بزدلي او ویره؛ ځکه چې پېریان هغه وخت مغرور او کبرجن کیږي کله چې دوی خلک وګوري چې په دوی سره پناه غواړي، نو دا مهال یې لا پسې ډیر وویروي او بزدله یې کړي، تر څو یې ډیر عبادت وکړي او هغوی ته پناه وروړي.

نو الله تعالی مسلمانانو ته پر هغه او د هغه په بشپړو کلمو د پنا غوښتنې لپاره نور الفاظ په عوض کې ورکړل او په اړه یې دا آیت نازل کړ.

﴿وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ200﴾

ژباړه: (او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى). [الأعراف سورت: ۲۰۰ ایت]، او د الله جل جلاله دا قول:

﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ1﴾

ژباړه: (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې). او په مستند ډول روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ نَزَلَ مَنْزِلًا فَقَالَ: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ)؛ لَم يَضُرَّهُ شَيءٌ حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ».

ژباړه: «څوک چې په یو کور کې استوګن شي او ووایي: (أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق) یعنې: (زه د الله په بشپړو کلمو سره د هر هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي)، نو هیڅ شی به هغه ته ضرر ونه رسوي ترڅو چې له دغه کور څخه کډه نه شي».

له تیرو آیتونو او حدیثونو څخه په ډاګه معلومیږي چې یو نجات غوښتونکی انسان او هغه څوک چې غواړي دین یې وساتل شي او له شرک څخه وژغول شي چې د مړو، ملاېکو، پېریانو او داسې نورو مخلوقاتو پورې نښتل، هغوی رابلل او مرسته پرې غوښتل او داسې نور د جاهلیت د زمانې د خلکو کړنې او په الله پاک ناوړه شرک دی چې پرېښودل او نور ترې ویرول فرض دي او دا چې باید یو بل ته یې د پرېښودلو سپارښتنه وشي، او هغه څوک وغندل شي چې تر سره کوي یې.

او څوک چې په خلکو کې په دې ډول شرکي اعمالو وپېژندل شي نو له نکاح کولو یې باید ډډه وشي، حلاله یې ونه خوړل شي، جنازه پرې ونه شي او نه یې تر شا لمونځ وشي، تر دې چې الله تعالی ته لدې اعمالو خپله توبه اعلان کړي، خاص له هغه دعا وغواړي او یوازې د هغه عبادت وکړي، او دعا عبادت دی بلکې د عبادت مغز دی لکه څنګه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي:

«الدُّعَاءُ هُوَ العِبَادَةُ».

ژباړه: «دعا عبادت دی». او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په نورو الفاظو روایت دی چې هغه فرمایلي:

«الدُّعَاءُ مُخُّ العِبَادَةِ».

ژباړه: «دعا د عبادت مغز دی». او د مشرکانو سره د نکاح د راکړې ورکړې په اړه الله تعالی فرمایلي:

﴿وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُوا وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ221﴾

ژباړه: (او له مشركو ښځو سره نكاح مه كوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومنه وینځه بېخي غوره ده له ازادې مشركې نه اګر كه هغه تاسو حیران كړي (د خوښېدو په وجه) او مشركانو ته (مسلمانې ښځې) په نكاح مه وركوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومن مَرَيـى بېخي غوره دى له ازاد مشرك نه، اګر كه هغه تاسو (د خوښېدو په وجه) حیران كړي، دغه كسان اور ته بلنه كوي، او الله په خپل اذن سره جنت او مغفرت ته بلنه كوي، او خلقو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت قبول كړي). [البقرة سورت: ۲۲۱ ایت]، نو الله تعالی مسلمانان د مشرکو او هغو ښځو سره له نکاح کولو منع کړل چې د بوتانو، پېریانو، ملایکو او داسې نورو مخلوقاتو عبادت کوي، تر هغه پوري چې الله تعالی ته د عبادت په خالصولو ایمان راوړي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه کې ریښتینی وګڼي چې هغه پرې راتګ کړی او د هغه د لارې پیروي وکړي، همدا رنګه یې مشرکانو سړیو سره د مسلمانو ښځو نکاح منع کړه، تر هغه پورې چې یوازې الله تعالی ته عبادت په اخلاص کولو ایمان راوړي، رسول صلی الله علیه وسلم ریښتینی وګڼي او پيروي یې وکړي.

او الله پاک وفرمایل چې مؤمنه وینځه له آزادې مشرکي ښځې غوره ده، که څه هم ورته لیدونکی یې د خوږو خبرو او ښایست له امله خوښوي، او دا چې مؤمن غلام له آزاد مشرک څخه غوره دی، که څه هم فصیحه وینا، ښایست، زړورتیا او داسې نور یې لیدونکی حیرانوي، بیا یې د دې تفصیل اسباب پدې وینا سره تشریح کړل:

﴿...أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ...﴾

ژباړه: (...دغه كسان اور ته بلنه كوي...) [البقرة سورت: ۲۲۱ ایت]. پدې سره یې موخه: نارینه او ښځینه مشرکان دي، ځکه چې دوی په خپلو خبرو، کړنو، چلند او اخلاقو سره دوزخ ته بلنه ورکوي، په داسې حال کې چې نارینه او ښځینه مؤمنان په خپلو اخلاقو، کړنو او سیرت سره جنت ته بلونکي دي، نو دا او هغه سره څنګه برابرېدای شي!

او پر مشرکانو د (جنازې) د لمانځه په اړه، الله تعالی د منافقانو په اړه فرمایلي:

﴿وَلَا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ84﴾

ژباړه: (او په دوى كې چې كوم یو مړ شي، نو ته د هغه هیڅكله هم جنازه مه كوه او مه يې (د دعا او تدفین لپاره) پر قبر ودرېږه، بېشكه دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او مړه شوي دي، په داسې حال كې چې فاسقان وو) [التوبة سورت: ۸۴ ایت]، نو الله- جل جلاله - په دې مبارک آیت کې دا روښانه کړه چې په منافق او کافر د جنازې لمونځ نه کیږي. ځکه چې دوی په الله او د هغه په ​​رسول کافران دي، همدا رنګه یې تر شا لمونځ نه کیږي، او نه دوی د مسلمانانو لپاره امامان کېدلی شي، د دوی د کفر او خیانت له امله، او د دوی او مسلمانانو ترمنځ د لوی دښمنۍ له امله، او ځکه چې دوی د لمانځه او عبادت خلک نه دي؛ ځکه چې د کفر او شرک سره عمل نه پاتې کیږي، الله دې ترې موږ وساتي. او د مشرکانو د حلالو د خوړلو په اړه؛ الله تعالی په ډاګه د مردار شوي حیوان او د مشرکانو د حلالو په اړه فرمایلي:

﴿وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ121﴾

ژباړه: (او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې پر هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق او نافرماني ده او بېشكه يقينًا شیطانان خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ). [الأنعام سورت: ۱۲۱ ايت]، الله تعالی مسلمانان د مړو څارویو یا د مشرکانو په لاس د حلال کړی شوو څارویو له خوړلو څخه منع کړي دي، ځکه چې ناپاک دي، د هغوی د حلالې حکم د مردارې دی، که څه هم پرې د الله نوم یاد شوی وي، ځکه بسم الله ویل پرې اغېز نه لري او باطل دی، ځکه دا یو عبادت دی، او شرک عبادت له منځه وړي او باطلوي یې، تر هغه پورې چې مشرک الله پاک ته توبه وباسي. او یوازې الله تعالی د اهل کتابو خواړه په دې وینا سره روا ګرځولي:

﴿...وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ...﴾

ژباړه: (...او د هغو كسانو ذبیحه چې كتاب ورته وركړى شوى دى؛ تاسو لپاره حلاله ده او ستاسو طعام د هغوى لپاره حلال دى...) [المائدة سورت: ۵ آیت]، ځکه چې هغوی د آسماني دین د پیروۍ ادعا کوي، او ګومان کوي چې دوی د موسی او عیسی پیروان دي، که څه هم دوی په دې اړه دروغ وايي. او یقینا چې الله تعالی د دوی دین منسوخ کړی او ټولو خلکو ته یې د (پېغمبر) په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم په رالیږلو سره باطل ګرځولی، خو الله جل جلاله موږ ته د اهل کتابو خواړه او ښځې روا کړي دي؛ د لوی حکمت او رازونو له امله چې علماوو تشریح کړي دي، د هغو مشرکانو پر خلاف چې بُت پرست دي او د مړو پېغمبرانو، اولیاوو او داسې نورو عبادت کوي؛ او ځکه چې دین یې هیڅ اصل نه لري او نه پکې کومه شبهه شته، بلکې له بیخ نه باطل دی، نو حلاله یې د مردارې حکم لري او خوړل یې روا نه دي.

او د هغه چا وینا چې یو چا ته ووایي : "پېریان درباندې ناست دي"، یا دا چې "پیریانو نیولی یې"، یا "شیطان په هوا کړی یې،" او داسې نور، نو دا سپکې سپورې دي، چې د مسلمانانو تر منځ لکه د نورو کنځلو په څېر روا نه دي، خو شرک نه دی، مګر دا چې ویونکی یې عقیده ولري چې پيریان په خلکو کې د الله تعالی له اجازې او خوښۍ پرته تصرف کوي. نو څوک چې د پيریانو یا نورو مخلوقاتو په اړه دا عقیده ولري، پدې عقیده کافر کیږي؛ ځکه چې الله تعالی د هر څه مالک او په هر شي قادر دی، او هغه ګټه او زیان رسوونکی دی، او هیڅ شی د هغه له اجازې، خوښې او مخکني تقدیر پرته شتون نه شي درلودلای، لکه چې الله جل جلاله خپل نبي ته په امر کولو سره فرمایلي چې خلک پدې لوی اصل سره خبر کړي.

﴿قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ188﴾

ژباړه: (ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي). [الأعراف سورت: ۱۸۸ آیت]، نو کله چې د مخلوقاتو سردار او د هغوی غوره - صلی الله علیه وسلم - د ځان لپاره د هیڅ ګټې یا زیان مالک نه وي، پرته له هغه څه چې الله تعالی یې وغواړي، نو د نورو مخلوقاتو به څه حال وي؟! په دې معنی کې ډېر آیتونه شته.

او د کف شناسانو، کوډګرو، نجومیانو او داسې نورو څخه پوښتنه کول چې له غیبو خبر ورکوي، نو دا کار یې منکر دی او جواز نه لري، او رښتیا ګڼل یې سخته ګناه او بد کار دی، بلکې د کفر یوه څانګه ده، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی چې فرمايي:

«مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيءٍ؛ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ يَومًا».

ژباړه: (څوک چې غیب ویونکي ته ورشي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي نو څلویښت ورځې یې لمونځ نه قبلیږي). مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی، او د هغه په صحیح کې دا هم له معاویة بن الحکم السلمي رضي الله عنه څخه روایت دی چې:

«أَنَّ النَّبيَّ ﷺ نَهَى عَنْ إِتْيَانِ الكُهَّانِ وَسُؤَالِهِم».

«رسول الله صلی الله علیه وسلم کوډګرو ته له ورتګ او له هغوی څخه پوښتنه کول منع کړي دي».

او اهل سنن له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي:

«مَنْ أَتَى كَاهِنًا، فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ؛ فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ ﷺ».

ژباړه: «څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي». او په دې معنا سره ډېری حدیثونه راغلي دي. نو پر مسلمانانو واجب دي چې: خلک د کاهنانو، فالبینانو او ټولو غیب ویونکو څخه له پوښتنو کولو منع کړي، هغوی چې په غیبو له خبرولو بوخت دي او مسلمانانو ته دوکې ورکوي، دا که د طب په نوم وي او یا بل څه، لکه چې وړاندې ترې رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې او په اړه یې خلکو ته خبرداری ورکړی دی. دا ممانعت ځینو هغو غیبي چارو ته هم شامل دی چې ځینې خلک یې طب بولي لکه: د ناروغ پګړۍ یا د ناروغې ښځې حجاب او داسې نور څه چې یو څوک یې بوی کړي او ووایي چې: دې ناروغ سړي، یا ناروغې ښځې دا او دا کړي، هغه غیبي چاري یادوي چې د ناروغ په پګړۍ او داسې نورو کې یې د شتون هیڅ ثبوت نشته، بلکې موخه یې ورڅخه عوام خلک دوکه کول وي، تر څو خلک ووایي چې دا سړی په طبابت پوهیږي، همدارنګه د ناروغتیا ډولونه پیژني او په اسبابو یې پوهیږي، ځیني وختونه درمل هم ورکوي، چې په تصادفي توګه د ده روغتیا د الله تعالی د تقدیر سره برابره شي او جوړ شي، نو دوی ګومان وکړي چې دا د هغه درملو له امله ورغېد. ښايي دا ناروغي د ځینو جناتو او شیطانانو له امله وي چې د طبابت د دې مدعي خدمت کوي او هغه ته د ځینو ناڅرګندو شیانو په اړه خبر ورکوي چې په اړه یې پوهیږي، نو په ​​دې معلوماتو تکیه کوي او پيریان او شیطانان په یو ډول عبادت کولو سره راضي کوي، نو له ناروغ څخه پورته شي او هغه زیان پریږدي چې دوی وررسولی دی، او دا د پیریانو، شیطانانو او څوک یې چې خدمت کوي لخوا یوه پېژندل شوي چاره ده.

نو دا د مسلمانانو دنده ده چې له دې کارونو ځان وساتي، یو بل ته یې د پریښودلو سپارښتنه وکړي، په الله تعالی تکیه وکړي، او په ټولو چارو کې پر هغه توکل وکړي، او شرعي دم دعا او یا مباح درمل کارول کوم باک نه لري، همدارنګه پر هغو ډاکټرانو درملنه کول چې د ناروغتیا د معلومولو لپاره فزیکي او معقولې معاینې کوي، تر څو یې له ناروغتیا څخه ډاډمن شي، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح حدیث کې روایت دی چې هغه فرمایلي:

«مَا أَنْزَلَ اللهُ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً، عَلِمَهُ مَنْ عَلِمَهُ، وَجَهِلَهُ مَنْ جَهِلَهُ».

ژباړه: «الله جل جلاله هیڅ ناروغي نده نازل کړې مګر دا چې د هغې لپاره یې شفاء نازله کړې ده، چا چې پېژندلې، پېژندلې یې ده او چا چې نده پېژندلې نو نه یې ده پیژندلي». او هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءٌ، فإِذَا أُصِيبَ دَوَاءٌ الدَّاءَ بََرَأَ بِإِذْنِ اللهِ».

ژباړه: «هره ناروغي درمل لري، نو کله چې په ناروغۍ درمل ولږیږي د الله په اذن سره ورغیږي». او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«عِبَادَ اللهِ، تَدَاوَوا وَلَا تَدَاوَوا بِحَرَامٍ».

ژباړه: «ای د الله بندګانو، درملنه وکړئ او په حرامو درملنه مه کوئ». او په دې معنا سره ډېری حدیثونه راغلي دي.

نو له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې د ټولو مسلمانانو حالات سم کړي، او زړونه او جسمونه یې له هرې بدۍ ورغوي، او په هدایت یې سره راټول کړي، او موږ او هغوی ټولو ته له ګمراه کوونکو فتنو، د شیطان او د شیطان د اولیاوو له اطاعت څخه نجات راکړي، هغه ذات پر هر شي قادر دی، ولا حول ولا قوة الا بالله العلي العظیم.

وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه.

 

***

 


بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ

څلورم پېغام:

په بدعتي او شرکي الفاظو (وظېفو) د عبادت حکم

د عبد العزیز بن عبد الله بن باز لخوا عزتمند ورور (................) ته، الله تعالی دې د هر خېر توفیق درکړي، آمین.

سلام عليكم ورحمة الله وبركاته

أَمَّا بَعْدُ:

ستاسو قدرمند کتاب ماته رارسیدلی، الله دې تاسو په خپل هدایت سره وپالي، دا معلومات پکې و چې ستاسو په هېواد کې ځینې خلک دي چې یو لړ اذکار او دعاګاني په ټینګه وایي، په داسې حال کې چې الله تعالی پرې هیڅ کوم دلیل نه دی نازل کړی، ځینې یې بدعتي او ځینې نورې یې شرکي دي، او أمیر المؤمنین علی بن أبی طالب رضي الله عنه او نورو ته یې منسوبوي. او دا اذکار د ذکر په مجالسو او یا د ماښام د لمانځه نه وروسته په جوماتونو کې لولي، پدې ګومان چې الله تعالی ته د نږدې کېدو لامل ګرځي، لکه دا وینا یې: د الله په حق، د الله وليانو، د الله په مرسته زموږ مرسته وکړئ او د الله لپاره مو مرستندوی شئ. او یا یې دا وینا: اې قطبونو، اې بادارانو، قبول کړئ (جواب راکړئ)، اې هغو کسانو چې زموږ تر منځه مرسته کوونکي یاست، د الله لپاره شفاعت وکړئ، دا ستاسو بنده ولاړ دی، او ستاسو په دروازه کې تم او ولاړ دی، د خپلو نیمګړتیاوو څخه ویره لري، زموږ مرسته وکړه ای د الله رسوله، او زه له تاسو پرته بل څوک نه لرم چې ورشم، او ستاسو څخه غوښتنه ترلاسه کیږي، او تاسو د الله خلک یاست، د حمزه په روی چې د شهیدانو سردار دی، او ستاسو پرته څوک دي چې زموږ مرسته وکړي؟ موږ سره مرسته وکړه ای د الله رسوله. او لکه څنګه چې دوی وايي: ای الله پر هغه چا دې رحمت نازل کړه چې تا د خپلو جبروتي رازونو د راسپړلو او د خپلو رحماني رڼاګانو د خپرولو سبب ګرځولی او د الهي حضور او ستاسو د ذاتي اسرارو استازی شوی دی.

ستاسو لیوالتیا چې روښانه کړو چې کوم یې بدعت او کوم یې شرک دی، او آیا د هغه امام پسې لمونځ صحیح دی چې پدې الفاظو سره دعا غواړي (حال دا چې) دا هر څه ښکاره دي؟

او جواب داسې دی: الحمد لله وحده، والصلاة والسلام علي من لا نبي بعده، وعلى آله وصحبه، ومن اهتدى بهداه إلى يوم الدين.

أَمَّا بَعْدُ: پوه شه، الله پاک دې توفیق درکړي چې الله جل جلاله د دې لپاره مخلوقات پیدا کړي او رسولان -علیهم الصلاة و السلام- یې رالیږلي چې له هر څه پرته یوازې د هغه ذات عبادت وشي چې شریک نه لري، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي:

﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ56﴾

ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [الذاريات سورت: ۵۶ آیت].

او عبادت -لکه څنګه چې وویل شو- د هغه پاک ذات او د هغه د رسول محمد صلی الله علیه وسلم، پيروي ده، د هغه څه په ترسره کولو چې الله او رسول یې پرې امر کړی، او د هغه څه په پرېښودلو چې الله او رسول یې ترې منع فرمایلې ده، (دا ټول) په الله او رسول یې د ایمان برخه، او په عمل کې الله تعالی ته اخلاص، خورا زیات محبت او یوازې د هغه پر وړاندې بشپړه عاجزي ده، لکه چې الله تعالی فرمایلي:

﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ...﴾

ژباړه: (او ستا رب حكم كړى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه). [الإسراء سورت: ۲۳ آیت]. يعنې: امر یې کړی او سپارښتنه يې کړې ده چې يوازې د هغه عبادت وشي. او الله تعالی فرمايلي:

﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ2 الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ3 مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ4 إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ5﴾

(ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى،

ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دی،

څښتن د ورځې د بدلې دی،

خاص ستا بنده ګي کوو او خاص ستا څخه مرسته غواړو). [الفاتحة سورت: ۲-۵ ایتونه]، نو په دې آیتونو کې الله تعالی روښانه کړې چې یوازې هغه د عبادت او مرستې غوښتلو وړ دی. او الله جل جلاله فرمایلي:

﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُ...﴾

(موږ يقينا دا كتاب تا ته په حقه نازل كړى پس د یو الله عبادت کوه په داسې حال کې چې سوچه کوونکی یې الله لره په طاعت کې.

خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين دى...) [الزُّمَر سورت: ۲، ۳ ایتونه]، او الله تعالى فرماېلي:

﴿فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ14﴾

ژباړه: (نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یاست، اګر كه كافران يې بد ګڼي). [غافر سورت: ۱۴ آیت]. او الله تعالى فرماېلي:

﴿وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا18﴾

ژباړه: (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوك مه بلئ). [الجن سورت: ۱۸ آیت]، په دې معنی ډېری آیتونه راغلي او ټول پدې دلالت کوي چې یوازې د الله جل جلاله عبادت فرض دی.

او دا هم ښکاره ده چې د دعا ټول ډولونه عبادت دی، نو پر دې آیتونو د عمل پر بنا او هغه څه چې یې د معنا په اړه راغلي؛ هیچا ته روا نه ده چې له خپل رب پرته بل څوک راوبلي، یا ترې مرسته وغواړي، دا د هغو عادي مسایلو او حسي لاملونو پرته چې حاضر او ژوندی مخلوق یې کولی شي، ځکه هغه عبادت نه دی، بلکې د نص او اجماع په دلیل روا دي چې یو انسان له بل ژوندي او توانمند انسان څخه په عادي چارو کې مرسته وغواړي، البته په هغو کارونو کې چې توانایي یې ولري؛ د بېلګې په توګه د هغه د اولاد، خدمتګار او یا یې د سپي د شر په دفع کولو او یا داسې نورو چارو کې ترې مرسته وغواړي. یا لکه یو څوک چې د خپل کور په جوړولو کې له ژوندي حاضر انسان څخه مرسته وغواړي چې د دې کار وړتیا لري، یا له غایب څخه د فزیکي اسبابو پر مټ مرسته وغواړي لکه لیک ورلیږل او داسې نور چې د کور په ودانولو، موټر جوړولو او دې ته ورته کارونو کې ورسره مرسته وکړي، او همدارنګه: په جهاد، جګړه او داسې نورو ځایونو کې له خپلو ملګرو د ملاتړ غوښتنه. لکه د موسی -علیه السلام- په کیسه کې د الله تعالی دا قول:

﴿...فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ...﴾

ژباړه: (...نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس پر خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و...) [القصص سورت: ۱۵ ایت].

او له مړو، پېریانو، ملایکو، ونو او ډبرو څخه د مرستې غوښتل د لوی شرک یوه بڼه ده، او دا د خپلو معبودانو پر وړاندې د لومړنیو مشرکانو د عمل په څېر عمل دی لکه: عُزی، لات او داسې نور، همدا رنګه له هغو ژوندیو کسانو مرسته او ملاتړ غوښتل چې باور کیږي د ژوندیو په منځ کې ولیان دي، په هغو چارو کې چې یوازې الله جل جلاله یې د کولو توان لري لکه: د ناروغانو رغول، د زړونو هدایت، جنت ته تلل، د دوزخ له اوره ژغورل کېدل او داسې نور.

مخکني او نور هغه آیتونه او حدیثونه چې ورته معنی لري، ټول پدې دلالت کوي چې په ټولو چارو کې د الله تعالی لور ته د زړونو سیخ کول او یوازې هغه په عبادت سره ځانګړی کول واجب دي، ځکه چې بندګان د همدې لپاره پيدا شوي او په همدې ورته امر شوی، لکه څنګه چې په آیتونو کې تېر شول، او همدا رنګه د الله تعالی په دې قول کې چې فرمایي:

﴿وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا...﴾

ژباړه: (د الله عبادت وکړئ او هېڅ شی ورسره مه شريکوئ). [النساء سورت: ۳۶ آیت]، او د الله تعالی دا قول:

﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ...﴾

ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي). [البينة سورت: ۵ ایت]، او د معاذ رضي الله عنه په حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي:

«حَقُّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا».

ژباړه: «د الله حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي». د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی. او د ابن مسعود رضي الله عنه په حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول چې فرمایي:

«مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَدْعُو لِلهِ نِدًّا؛ دَخَلَ النَّارَ».

ژباړه: «څوک چې پداسې حال کې مړ شو چې له الله سره یې شریک باله نو اور ته به داخل شي». بخاري روایت کړی. او په صحیحینو کې د ابن عباس رضي الله عنهما حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کله معاذ یمن ته ولیږه نو ورته یې وویل:

«إِنَّكَ تَأْتِي قَومًا أَهْلَ كِتَابٍ، فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُم إِلَيهِ شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ».

ژباړه: «ته داسې یو قوم ته ور روان یې چې اهل کتاب دي، نو لومړی شی چې ته یې بلنه ورکوې هغه پدې خبره ګواهي ورکول دي چې له الله پرته بل برحق معبود نشته مګر یو الله دی». او په بل لفظ کې دي:

«اُدْعُهُمْ إِلَى شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللهِ».

ژباړه: «بلنه ورکړه تر څو ګواهي ورکړي چې نشته دی برحق معبود مګر یو الله دی او دا چې زه د الله رسول یم». او د بخاري په روایت کې دی:

«فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُم إِلَى أَنْ يُوَحِّدُوا اللهَ».

ژباړه: «نو لومړی شی چې ته یې بلنه ورکوې هغه پدې خبره ګواهي ورکول دي چې له الله پرته بل حق معبود نشته مګر یو الله دی». او په صحیح مسلم کې له طارق بن أشیم الأشجعي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ قَالَ: لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ، وَكَفَرَ بِمَا يُعْبَدُ مِن دُونِ اللهِ؛ حَرُمَ مَالُهُ وَدَمُهُ، وَحِسَابُهُ عَلَى اللهِ جَلَّ جَلَالُهُ».

ژباړه: «چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی». او پدې معنا سره حدیثونه ډیر دي.

او دا توحید د اسلام د دین اصل او د ملت بنسټ دی، او دا د چارې سر او تر ټولو مهم فرض دی، او د ثقلینو (انسانانو او پيریانو) له پېداېښت او د ټولو رسولانو -علیهم السلام-له رالیږلو څخه حکمت دی، لکه څنګه چې پدې اړه آیتونه تېر شول، چې له جملې څخه یې د الله تعالی دا قول هم دی چې فرمایي:

﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ56﴾

ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) [الذاريات سورت: ۵۶ ايت]، او پر دې له دلایلو څخه د الله جل جلاله دا قول دی چې فرمایي:

﴿وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ...﴾

ژباړه: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: ۳۶ آیت]، او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا چې فرمایي:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ25﴾

ژباړه: (او له تا مخکې مو کوم رسول نه دی لېږلی مګر هغه ته مو وحي کړې چې له ما پرته بل په حقه معبود نشته، نو يوازې زما عبادت وکړئ). [الأنبياء سورت: ۲۵ آیت]. او د هغه جل جلاله دا وینا چې د نوح، هود، صالح او شعیب علیهم الصلاة و السلام په اړه یې فرمایلي چې هغوی خپلو قومونو ته وویل:

﴿...اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ...﴾

ژباړه: (...تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته...). [الأعراف سورت: ۵۹ آیت]، او دا د ټولو رسولانو بلنه ده، لکه څنګه چې په تیرو دوو آیتونو کې اشاره شوې ده، او یقینا چې د رسولانو دښمنانو اقرار وکړ چې رسولانو یې دوی ته امر کړی و چې یوازې د الله عبادت وکړي او له نورو ټولو هغو معبودانو انکار وکړي چې له هغه پرته یې عبادت شوی دی، لکه څنګه چې هغه -جل جلاله- د عاد په کیسه کې فرمایلي چې هغوی هود علیه الصلاة و السلام ته وویل:

﴿...أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا...﴾

ژباړه: (...آیا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه...) [الأعراف سورت: ۷۰ آیت]، او الله - پاک - د قریشو په اړه وویل چې کله زموږ پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- هغوی ته بلنه ورکړه چې یوازې د الله عبادت وکړي او هغه څه پریږدي چې دوی یې له هغه پرته عبادت کوي: له ملاېکو، اولیاوو، بوتانو، ونو او نورو څخه:

﴿أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ5﴾

ژباړه: (ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى). [ص سورت: ۵ ايت]، او د دوی په اړه الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ35 وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓاْ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٖ مَّجۡنُونِۭ36﴾

ژباړه: (بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (نو) دوى به تكبر كاوه،

او دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟) [الصافات سورت: ۳۵، ۳۶ ايتونه]، او پدې معنا سره ډیری آیتونه راغلي دي.

کوم آیتونه او حدیثونه مو چې ذکر کړل؛ الله تعالی دې ما او تاته په دین کې پوهه او د رب العالمین په حق کې بصیرت راکړي، لدې ټولو معلومیږي چې: دا دعاګانې او مرسته غوښتل چې تا یې په سوال کې یادونه وکړه، ټول د لوی شرک له ډولونو څخه دي؛ ځکه چې د الله نه غېر د بل چا عبادت او له هغه چا نه د چارو غوښتنه ده چې له الله پرته یې بل څوک وړتیا نه لري، لکه مړي او غائب خلک، او دا د پخوانیو له شرک څخه ډیر بد دی، ځکه چې هغوی به یوازې د راحت پر مهال شرک کاوه، او په سختیو کې به یې خاص د الله عبادت کاوه؛ ځکه هغوی پوهېدل چې هغه پاک ذات له سختیو څخه د دوی په ژغورنه قادر دی او بل هیڅوک یې نه شي خلاصولی، لکه چې په خپل مبین کتاب کې د هغو مشرکانو په اړه فرمایي:

﴿فَإِذَا رَكِبُواْ فِي ٱلۡفُلۡكِ دَعَوُاْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ إِذَا هُمۡ يُشۡرِكُونَ65﴾

(او هر کله چې دوی سپاره شي په کښتیو کې نو رابولي الله تعالی لره، اخلاص کوي د هغه په بلنه کې نو هر کله چې دوی ته نجات ورکړي وچې ته، دغه وخت دوی شریک جوړوي (له الله تعالی سره). [العنكبوت سورت: ۶۵ آیت]، او الله پاک په یو بل آیت کې دوی مخاطبوي او فرمایي:

﴿وَإِذَا مَسَّكُمُ ٱلضُّرُّ فِي ٱلۡبَحۡرِ ضَلَّ مَن تَدۡعُونَ إِلَّآ إِيَّاهُۖ فَلَمَّا نَجَّىٰكُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ أَعۡرَضۡتُمۡۚ وَكَانَ ٱلۡإِنسَٰنُ كَفُورًا67﴾

(او كله چې په سمندر كې څه كړاو در ورسېږي، له هغه (الله) پرته ټول هغه (معبودان) چې تاسو يې رابلئ، درنه ورک شي، خو چې بيا مو كله وچې ته راوژغوري نو ترې څنګ كوئ او انسان خو دى ناشكره). [الإسراء سورت: ۶۷ ايت].

که چیرې د دې وروستیو مشرکانو څخه یو ووایي: زموږ مطلب دا نه دی چې دا خلک پخپله ګټه رسوونکي دي، او زموږ ناروغان پخپله رغوي، یا موږ ته پخپله همدوی ګټه رارسوي، یا موږ ته پخپله زیان رارسوي، بلکې زموږ مطلب دا دی چې پدې کې الله تعالی ته شفاعت وکړي.

نو جواب دا دی چې وویل شي: همدا خو د لومړنیو کافرانو موخه او مراد و، د هغوی دا مقصد نه و چې خدایان یې پيدا کول کوي او روزي ورکوي، په خپله ګټه رسوي یا تاوان، ځکه دا خبره په هغه څه سره باطلیږي چې الله تعالی د هغوی په اړه په قرآن کریم کې فرمایلي چې هغوی یې یوازې د شفاعت او روی ارزو درلوده چې د الله په وړاندې یې لري او دا چې الله تعالی ته یوه مرتبه نږدې دي، لکه چې الله پاک فرمایي:

﴿وَيَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡ وَيَقُولُونَ هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ...﴾

(او هغوى د الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان ور رسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي...) [يونس سورت: ۲۸ ايت]، نو الله تعالی پرې په خپلې دې وینا سره رد وکړ چې فرمایي:

﴿...قُلۡ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعۡلَمُ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ﴾

(... ووايه: آيا تاسو الله له هغه څه خبروئ چې هغه ته نه په آسمانو كې معلوم دي او نه په ځمكه كې (يعنې بالكل نشته) هغه پاک او لوړ دى له هغه څه چې دوى يې شريكوي). [يونس سورت: ۱۸ ايت]، نو الله پاک په ډاګه کړه چې هغه ذات داسې کوم شفاعت کوونکي په ځمکه او اسمان کې نه پیژني چې مشرکان یې قصد لري، او هغه څه چې الله تعالی یې په شتون نه پوهیږي معنا یې دا ده چې داسې څه نشته؛ ځکه چې له هغه ذات څخه هیڅ شی پټ نه دی. او الله تعالى فرماېلي:

﴿تَنزِيلُ ٱلۡكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَكِيمِ 1 إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ3﴾

ژباړه: (راتلل د دې کتاب د الله له طرفه دي چې زورور او حکمتونو والا دی.

موږ يقينا دا كتاب تا ته په حقه نازل كړى پس د یو الله عبادت کوه په داسې حال کې چې سوچه کوونکی یې الله لره په طاعت کې.

خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين (عقيده او عمل) دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور چارواكي نيولي (او وايي چې) مونږ خو د دې شيانو لمانځنه صرف د دې لپاره كوو چې الله ته مو په مرتبه كې ورنږدې كړي. بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې دروغجن او ناشكره وي). [الزُّمَر سورت: ۱-۳ ايتونه].

او دلته د دین معنا؛ عبادت دی، او عبادت د هغه او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت دی لکه وړاندې چې تېر شول، او پدې کې: دعا، مرسته غوښتل، ویره، هیله مندي، حلاله او نذر داخل دي، همدا رنګه پکې لمونځ، روژه او داسې نور چې الله او رسول یې پرې امر کړی شامل دي. نو هغه (جل جلاله) روښانه کړه چې عبادت یوازې د هغه لپاره دی، او دا چې پر بندګانو واجب دي هغه په عبادت سره ځانګړی کړي، ځکه چې پیغمبر ته یې د عبادت په خالصولو امر؛ ټولو ته امر دی.

بیا الله تعالی د کافرانو په اړه وضاحت وکړ او ویې فرمایل:

﴿...وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ...﴾

ژباړه: (...او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته...). [الزُّمَر سورت: ۳ ايت]. نو الله تعالی پرې پدې وینا سره رد وکړ:

﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ﴾

ژباړه: (...بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله لارښوونه نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي) [الزُّمَر سورت: ۳ ايت]، نو الله پاک پدې آیت کریمه کې روښانه کړه چې: کافرانو له الله تعالی پرته د خپلو اولیاوو عبادت د دې لپاره کاوه چې الله تعالی ته یې نږدې کړي؛ او همدا د پخوانیو او اوسنیو کافرانو مقصد دی چې الله تعالی یې دا مقصد په خپلې دې وینا سره باطل ګرځولی چې فرمایي:

﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ﴾

ژباړه: (...بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې ډیر دروغجن او غټ کافر دی). [الزُّمَر سورت: ۳ ايت]، نو الله پاک د دوی دروغ په دې ادعا کې ښکاره کړل چې د دوی معبودان دوی الله ته نږدې کوي، او د هغوی په عبادت کولو سره یې ورته د هغوی کفر هم په ډاګه کړ، نو په دې توګه، هر څوک چې لږه پوهه ولري پوهیږي چې د لومړنیو کافرانو کفر یوازې په دې کې و چې دوی پیغمبران، اولیاء، ونې، ډبرې او نور مخلوقات د خپل ځان او الله تر منځ د شفاعت کوونکو په توګه نیولي وو، او دا باور یې درلوده چې هغوی د الله له اجازې او رضایت پرته اړتیاوې پوره کوي، لکه څنګه چې وزیران د واکمنانو پر وړاندې شفاعت کوي، نو الله تعالی یې د واکمنانو او ملکانو سره مقایسه کړل، او وايي: لکه څنګه چې یو څوک پاچا یا مشر ته اړتیا لري چې د ځانګړو کسانو او وزیرانو له لارې یې ورته شفاعت وشي، همداسې موږ هم هغه ته د هغه د پیغمبرانو او اولیاوو په عبادت سره نږدې کیږو! او دا تر ټولو ستر باطل (باور) دی، ځکه چې هغه پاک ذات هیڅ سیال نلري، او هغه د مخلوق سره پرتله کیدی نه شي، او له اجازې پرته یې پر وړاندې څوک شفاعت نه شي کولی، او له موحدینو پرته بل چاته د شفاعت اجازه نه کوي، هغه پاک ذات پر هر څه قادر او په هر څه پوه دی، هغه تر ټولو زیات مهربان ذات دی، له هېچا ډار او ویره نه لري؛ ځکه چې هغه سپېڅلی ذات پر بندګانو غالب دی، او څنګه چې وغواړي په چارو کې یې تصرف کوي. د پاچاهانو او مشرانو برعکس؛ چې هیڅ نشي کولی، او د هغو کارونو لپاره چې خپله ترې عاجز دي یو چاته اړتیا لري؛ لکه خپل وزیران، خاص خلک او عسکر، همدا رنګه اړتیا لري چې د نورو خلکو له احوالو خبر شي، نو یو څوک باید معلومات ورکړي، ځکه خو اړتیا لري له خپلو خاصو خلکو او وزیرانو څخه یې یو څوک راضي کړي تر څو له اړمنو سره (مرسته وکړي)، او رب جل جلاله چې دی، نو هغه له خپلو ټولو مخلوقاتو څخه غني دی، پر هغوی یې له مورګانو زیات مهربان دی، عادل پادشاه دی، هر کار په خپل ځای کې کوي، څنګه چې د هغه د حکمت، علم او قدرت غوښتنه وي، نو روا نه دی چې له مخلوقاتو سره یې په هیڅ وجه پرتله شي، لدې امله هغه پاک ذات په خپل کتاب کې روښانه کړې: چې مشرکانو دا منلې ده چې هغه خالق، روزي ورکوونکی او چار سازی، هغه ذات دی چې په سختیو کې مرستې ته رسیدنه کوي، مصیبت لرې کوي، ژوندي کول، مړه کول او داسې نورې کړنې تر سره کوي. او یقینا چې د مشرکانو او پیغمبرانو ترمنځ شخړه یوازې الله جل جلاله ته په اخلاص سره عبادت کولو کې ده، لکه چې فرمایي:

﴿وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَهُمۡ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ...﴾

ژباړه: (او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله...) [الزخرف سورت: ۸۷ آیت]. او الله تعالی فرمایلي:

﴿قُلۡ مَن يَرۡزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ أَمَّن يَمۡلِكُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَمَن يُخۡرِجُ ٱلۡحَيَّ مِنَ ٱلۡمَيِّتِ وَيُخۡرِجُ ٱلۡمَيِّتَ مِنَ ٱلۡحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلۡأَمۡرَۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُۚ فَقُلۡ أَفَلَا تَتَّقُونَ31﴾

ژباړه: (ورته ووايه: له اسمان او ځمكې نه څوک تاسو ته روزي دركوي او د اورېدو او ليدو واک څوک لري، او څوک دى چې ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او د (نړۍ) چارې څوک سموي؟ نو زر به ووايي چې: الله، نو ورته ووايه: آيا نو تاسو نه وېرېږئ) [يونس سورت: ۳۱ ایت]، او پدې معنا سره ډیری آیتونه راغلي دي.

پدې اړه آیتونه تېر شول چې د پېغمبرانو او امتونو تر منځ شخړه یوازې الله تعالی ته په اخلاص سره عبادت کولو کې وه، لکه چې هغه ذات فرمایي:

﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ...﴾

ژباړه: (او موږ هر ولس ته يو رسول ليږلی وو چې د الله عبادت وکړئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ...) [النحل سورت: ۳۶ آیت]، او هغه آیتونه چې پدې معنا سره راغلي دي. او هغه پاک ذات د خپل سپېڅلي کتاب په ډېری ځایونو کې د شفاعت خبره تشریح کړې ده، الله تعالی فرمایلې:

﴿...مَن ذَا ٱلَّذِي يَشۡفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذۡنِهِ...﴾

ژباړه: (دا به څوك وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟) [البقرة سورت: ایت ۲۵۵]، او الله تعالی فرمایلي:

﴿وَكَم مِّن مَّلَكٖ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ لَا تُغۡنِي شَفَٰعَتُهُمۡ شَيۡـًٔا إِلَّا مِنۢ بَعۡدِ أَن يَأۡذَنَ ٱللَّهُ لِمَن يَشَآءُ وَيَرۡضَىٰٓ26﴾

ژباړه: (او په آسمانونو كې څومره ملايکې دي چې سپارښتنه يې هيڅ ګټه نه شي رسولاى، مګر له هغه وروسته چې الله اجازه وركړي چاته چې وغواړي او پرې رضا شي). [النجم سورت: ۲۶ آیت].

او د ملایکو په اړه یې فرمایلي:

﴿...وَلَا يَشۡفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ٱرۡتَضَىٰ وَهُم مِّنۡ خَشۡيَتِهِۦ مُشۡفِقُونَ﴾

ژباړه: (...او پرته له هغه چا چې (د الله ورته) رضا وي، بل د هېچا سپارښتنه نه كوي او د هغه له وېرې ډارېدونكي دي). [الأنبياء سورت: ۲۸ آیت].

او هغه - جل جلاله - فرمایلي چې د خپلو بندګانو لپاره کفر نه خوښوي، بلکې خوښ ګڼي چې هغوی شکر ګذاره اوسي، او د هغه شکر ادا کول د هغه توحید او د هغه پر طاعت عمل کول دي، الله تعالی فرمایلي:

﴿إِن تَكۡفُرُواْ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمۡۖ وَلَا يَرۡضَىٰ لِعِبَادِهِ ٱلۡكُفۡرَۖ وَإِن تَشۡكُرُواْ يَرۡضَهُ لَكُمۡ...﴾

ژباړه: (كه تاسو كفر وكړئ نو الله يقيناً له تاسي بې پروا دى او هغه خپلو بندګانو ته كفر نه خوښوي او كه شكر وكړئ نو دا درته خوښوي...) [الزمر سورت: ۷ آیت].

او بخاري په خپل صحيح کې له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت کړی چې هغه وويل: ای د الله رسوله! ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ هغه وفرمايل:

«مَنْ قَالَ: لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ».

ژباړه: «چا چې د زړه له اخلاصه (لا إله إلا الله ) ويلي وي». او یا یې فرمایلي:

«مِنْ نَفْسِهِ».

«یعنې د زړه د اخلاصه».

او په صحیح کې له أنس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ، فَتَعَجَّلَ كُلُّ نَبِيٍّ دَعْوَتَهُ، وَإِنِّي اخْتَبَأْتُ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَهِيَ نَائِلَةٌ إِنْ شَاءَ اللَّهُ مَنْ مَاتَ مِنْ أُمَّتِي لَا يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا».

ژباړه: «د هر نبي لپاره یوه دعا وي چې قبلېږي، نو هر نبي په خپله دعا کې بیړه وکړه، او ما خپله دعا د قیامت په ورځ د خپل امت لپاره د شفاعت په توګه ساتلې ده، له دې به -ان شاء الله- زما هغه امتي برخمن کیږي چې مړ شي او هیڅ شی یې د الله سره نه وي شریک کړی». او پدې معنا سره حدیثونه ډیر دي.

او ټول آیتونه او حدیثونه مو چې ذکر کړل پدې دلالت کوي چې عبادت یوازې د الله حق دی، او هیچا ته روا نه دي چې څه شی ترې بل چاته صرف کړي، نه پېغمبرانو او نه بل چاته او دا چې شفاعت د الله ملکیت دی لکه چې فرمایي:

﴿قُل لِّلَّهِ ٱلشَّفَٰعَةُ جَمِيعٗا...﴾

ژباړه: (ورته ووایه: سفارش ټول د الله په واک کې دی...) [الزمر سورت: ۴۴ آیت]. او هیڅوک د شفاعت مستحق نه ګرځي مګر هغه وخت چې شفاعت کوونکي ته اجازه وشي، او له هغه چا څخه الله راضي شي چې شفاعت یې کیږي، او هغه سپېڅلی ذات یوازې توحید خوښوي، لکه وړاندې چې تېر شول. نو پر دې اساس: مشرکانو ته په شفاعت کې برخه نشته، او الله تعالی دا خبره په خپلې دې وینا سره روښانه کړې ده چې فرمایي:

﴿فَمَا تَنفَعُهُمۡ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَ 48﴾

ژباړه: (نو بيا به د سپارښت كوونكو سپارښت څه ګټه ور ونه رسوي). [المدثر سورت: ۴۸ آیت]. او الله تعالی فرمایلي:

﴿...مَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ حَمِيمٖ وَلَا شَفِيعٖ يُطَاعُ﴾

ژباړه: (...د ظالمانو به نه كوم دوست وي او نه څوک سپارښتونكى چې خبره يې ومنل شي). [غافر سورت: ۱۸ ایت].

او ښکاره ده چې ظلم کله مطلق ذکر شي نو مراد ترې په الله تعالی شرک کول وي، الله تعالی فرمایلي:

﴿...وَٱلۡكَٰفِرُونَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ﴾

ژباړه: (...او ظالمان اصلاً هغه كسان دي چې د كفر لاره غوره كوي). [البقرة سورت: ۲۵۴ ایت]. او الله تعالی فرمایلي:

﴿...إِنَّ ٱلشِّرۡكَ لَظُلۡمٌ عَظِيمٞ﴾

ژباړه: (...يقيناً شرك يو ستر ظلم دى). [لقمان سورت: ۱۳ آیت].

او د کوم څه یادونه دې چې په سوال کې وکړه؛ چې ځینې صوفیان په جوماتونو او نورو ځایونو کې وایي: اللهم صل على من جعلته سببًا لانشقاق أسرارك الجبروتية، وانفلاقًا لأنوارك الرحمانية، فصار نائبًا عن الحضرة الربانية، وخليفة أسرارك الذاتية.. إلخ. یعنې ای الله پر هغه چا دې رحمت نازل کړه چې تا د خپلو جبروتي رازونو د راسپړلو او ستا د رحماني انوارو د چاودېدلو سبب ګرځولی، چې پدې سره د ربانيت د حضور استازی او د ذاتي رازونو خلیفه ګرځیدلی دی.. تر پای.

نو جواب یې دا دی چې وویل شي: دا او دې ته ورته څرګندونې د هغه تکلف او مبالغې یوه برخه ده چې زموږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبرداری ورکړی، لکه په صحیح مسلم کې چې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«هَلَكَ المُتَنَطِّعُونَ» قَالَهَا ثَلَاثًا.

ژباړه: «تشدد کوونکي هلاک شول» درې ځلې یې دا خبره وکړه.

امام خطابي رحمه الله فرمایلي: متنطع: هغه چاته ویل کیږي چې د اهل کلام (منطقیانو) د عقېدې مطابق په یو شي کې د پلټنې په موخه ژور ننوځي په ژوره توګه ورډوبیږي او په پلټنه کې ورپسې ځان په زحمت کوي، او په هغه څه کې لاسوهنه کوي چې اړه ورپورې نه لري او په هغه څه پسې ژوره پلټنه کوي چې عقلونه یې ورته نه رسیږي.

أبو السعادات ابن الأثیر وایي: هغه خلک چې په خبرو کې ژور ځي او افراطیت کوي، د مریو (حلقونو) له بیخ څخه غږیږي، دا کلمه له (نطع) څخه اخېستل شوې چې د خولې پورته غار ته وایي، بیا د هر هغه څه لپاره وکارول شوه چې انسان پکې ژور ځی؛ هغه که وینا یې یا کړنه.

او هغه څه چې دوو ژبپوهه امامانو یې یادونه کړې، نو تا او هر هغه چاته چې لږ څه بصیرت ولري روښانه کیږي چې زموږ پر پیغمبر او سردار، صلی الله علیه وسلم دا ډول درود ویل د هغه تکلف یو ډول دی چې منع ترې راغلې ده. او مسلمان باید پدې اړه په رسول الله صلی الله علیه وسلم په درود ویلو کې ثابت شوی کیفیت تعقیب کړي، او همدا ورته بسنه کوي.

له دې جملې هغه حدیث دی چې بخاري او مسلم په خپلو صحیحینو کې روایت کړی او الفاظ د بخاري دي؛ د کعب بن عجرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې صحابه کرامو رضي الله عنهم وویل: ای د الله رسوله! موږ ته الله امر کړی چې پر تا درود ووایو، نو څنګه درود درباندې ووایو؟ هغه وفرمایل:

«قُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».

ژباړه: «ووایئ: یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».

او په صحیحینو کې له أبی حمید الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی: هغوی وویل: ای د الله رسوله! پر تا څنګه درود ووایو؟ هغه وفرمایل:

«قُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى أَزْوَاجِهِ وَذُرِّيَّتِهِ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى أَزْوَاجِهِ وَذُرِّيَّتِهِ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».

ژباړه: «ووايئ: ای الله، پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه په ​​کورنۍ رحمت نازل کړه لکه څنګه چې تا د ابراهیم -علیه السلام- په کورنۍ رحمت لیږلی، او پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه په کورنۍ برکتونه نازل کړه لکه څنګه چې تا د ابراهیم -علیه السلام- پر کورنۍ برکت نازل کړی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».

او په صحیح مسلم کې له أبو مسعود الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې بشیر بن سعد وویل: ای د الله رسوله! الله تعالی موږ ته امر کړی چې پر تا درود ووایو، نو څنګه درود درباندې ووایو؟ هغه چپ شو، بیا یې وفرمایل:

«قُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ فِي العَالَمِينَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَالسَّلَامُ كَمَا عَلِمتُم».

ژباړه: «ووايئ: یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت نازل کړه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- دې چې نازل کړی. او پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه نازل کړه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - دې چې نازل کړی، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې». او سلام پرې داسې وایئ لکه چې وړاندې پوه شوئ.

دا او دې ته ورته نور الفاظ چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، هغه څه دي چې یو مسلمان یې باید په خپلو دعاګانو او په رسول الله صلی الله علیه وسلم په سلام ویلو کې وکاروي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو خلکو ښه پوهیږي چې د هغه په ​​اړه څه کارول مناسب دي، او پدې هم تر هر چا ښه پوهیږي چې د هغه د رب په ​​اړه کوم الفاظ وکارول شي.

او هغه تکلفي او نوي جوړ شوي الفاظ او هغه چې کیدی شي غلطه معنی ولري؛ لکه کومې کلمې چې په پوښتنه کې ذکر شوي دي، نو دا هغه څه دي چې باید ونه کارول شي، ځکه چې تکلف پکې دی، او کیدی شي په باطله معناوو سره تفسیر شي، سربیره پر دې د هغو الفاظو خلاف دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټاکلي او د امت لارښوونه یې ورته کړې ده، او هغه صلی الله علیه وسلم تر ټولو پوه او ټولو ته غوره نصیحت کوونکی او له تکلف څخه لرې انسان دی، پر هغه دې د خپل رب له طرفه غوره درود او سلام وي.

پدې سره زه هیله لرم، څه مو چې د توحید د حقیقت، د شرک د حقیقت، په دې برخه کې د لومړنیو او وروستنیو مشرکانو ترمنځ د توپېر، او په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو د مشروع کیفیت په اړه بیان کړل د یو زده کوونکي لپاره بسنه وکړي او د حق پسې پلټونکي ته د قناعت وړ وګرځي. او هغه څوک چې د حق پېژندلو ته لیوالتیا نه لري؛ نو هغه د خپلو خواهشاتو پيرو دی، الله تعالی فرمایلي:

﴿فَإِن لَّمۡ يَسۡتَجِيبُواْ لَكَ فَٱعۡلَمۡ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهۡوَآءَهُمۡۚ وَمَنۡ أَضَلُّ مِمَّنِ ٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ بِغَيۡرِ هُدٗى مِّنَ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ50﴾

ژباړه: (نو كه ستا خبره يې ونه منله نو پوه شه چې هغوى ايله خپلو هوسونو پسې روان دي، او تر هغه چا زيات بې لارې به څوك وي چې د الله لخوا له لارښوونو پرته خپلو هوسونو پسې درومي؟ بې شكه الله ظالمو خلكو ته هدايت نه كوي). [القصص سورت: ۵۰ ایت].

نو پدې آیت کریمه کې الله -جل جلاله- روښانه کړه چې خلک، د هغه څه په اړه چې الله تعالی پرې خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د لارښوونې او حق دین سره رالیږلی دوه ډوله دي:

یو یې هغه ډول خلک دي چې د الله او د هغه د رسول منونکي دي.

دويم: هغه څوک دی چې د خپلو خواهشاتو پیرو دی؛ او هغه (جل جلاله) فرمايي چې له هغه چا ډېر ګمراه بل څوک نشته چې د الله له لارښوونو پرته د خپلو خواهشاتو پیروي کوي.

موږ له الله -جل جلاله- څخه سوال کوو چې د نفساني خواهشاتو له پیروۍ څخه مو وژغوري، همدا رنګه ترې سوال کوو چې مونږ، تاسو او زمونږ ټول ورونه د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم منونکي، د هغه شریعت ته درناوی کوونکي، او له هر هغه څه نه ځان ساتونکي وګرځوي چې د شریعت خلاف وي لکه: بدعتونه او د خواهشاتو پيروي .. بېشکه چې هغه سخي او مهربان ذات دی.

وصلى الله على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وأصحابه وأتباعه بإحسان إلى يوم الدين.

 

 

***

 

ps397v4.0 - 17/08/2026