كيفية صلاة النبي ﷺ (بشتو)

كتاب كَيفِيَّةُ صَلَاةِ النَّبِيِّ ﷺ لخَّص فيه سماحة الشيخ عبد العزيز بن باز رحمه الله صفة صلاة النبي ﷺ، بأسلوب سهل ومنهج دقيق، مستندًا إلى النصوص الصحيحة، ليكون هاديًا للمسلم في صلاته، وقد بيَّن فيه أركان الصلاة وسننها وصفاتها من الوضوء إلى التسليم، جامعًا بين الدليل والبيان، داعيًا إلى الاقتداء الكامل بالنبي ﷺ في أعظم عبادة.

  • earth ژبه
    (بشتو)
  • earth لیکنه:
    الشيخ عبد العزيز بن عبد الله بن باز

نورې ژباړې 79

ce شيشاني- нохчийн мотт sq ألباني- Shqip pt برتغالي- português as آسامي- অসমীয়া ms ملايو- Melayu uz أوزبكي- Ўзбек ar عربي- العربية ps بشتو- بشتو ur أردو- اردو en إنجليزي- English bn بنغالي- বাংলা ru روسي- Русский zh صيني- 中文 fa فارسي- فارسي fr فرنسي- Français hi هندي- हिन्दी sw سواحيلي- Kiswahili id إندونيسي- Indonesia ha هوسا- Hausa tl فلبيني تجالوج- Tagalog tr تركي- Türkçe gu غوجاراتية- ગુજરાતી te تلغو- తెలుగు si سنهالي- සිංහල ta تاميلي- தமிழ் mk مقدوني- македонски pl بولندي- polski it إيطالي- italiano hu هنجاري مجري- magyar ka جورجي- ქართული es إسباني- español kn كنادي- ಕನ್ನಡ om أورومو- afaan oromoo sr صربي- Српски az أذري- azərbaycanca lo لاو- ພາສາລາວ ml مليالم- മലയാളം tg طاجيكي- тоҷикӣ hy أرميني- Հայերէն bs بوسني- bosanski vi فيتنامي- Tiếng Việt dv ديفهي- ދިވެހި ky قرغيزي- Кыргызча st سوتي- Sesotho th تايلندي- ไทย ne نيبالي- नेपाली cs تشيكي- čeština fi فنلندي- suomi bg بلغاري- български mos موري- Mõõré mg ملاغاشي- Malagasy kk كازاخي- қазақ тілі ig إيجبو- Igbo yo يوربا- Èdè Yorùbá uk أوكراني- українська ddn دندي- Dendi dje زارما- Zarmaciine mfe كريولي- créole ko كوري- 한국어 da دنماركي- dansk sn الشونا- Shona prs دري- فارسی دری af أفريقاني- Afrikaans dyo جوالا- Jóola so صومالي- Soomaali bem بيمبا- Bemba ja ياباني- 日本語 sl سلوفيني- slovenščina nl هولندي- Nederlands my بورمي- ဗမာ ki كيكويو- Gĩkũyũ lt ليتواني- lietuvių mnk مندنكا- Mandinka lv لاتفي- latviešu rn كيروندي- Ikirundi hr كرواتي- hrvatski ro روماني- română wo ولوف- Wollof zu زولو- isiZulu
PHPWord

 

 

كَيْفِيَّةُ صَلَاةِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ

 

 

د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت

 

 

لِفَضِيلَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ

عَبْدِ العَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بَازٍ

غَفَرَ اللَّهُ لَهُ وَلِوَالِدَيْهِ وَلِلْمُسْلِمِينَ

 

قدرمن شیخ صاحب

عبدالعزيز بن عبد الله بن باز

 

 


بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت

الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه، أما بعد:-

دا د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه د کیفیت بيانولو په اړه لنډې خبرې دي، چې ما غوښتل هر مسلمان؛ نارينه او ښځېنه ته یې وړاندې کړم، ترڅو یې هر لوستونکی هڅه وکړي چې د طریقې پيروي یې وکړي لکه چې فرمایي:

(صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي) ژباړه: (تاسو داسې لمونځ وکړئ لکه ما چې ګورئ لمونځ کوم).1 او دا دی لوستونکي ته بیانیږي:

۱ - اودس بشپړوي، د الله تعالی د حکم سره سم اودس کوي لکه چې فرمایي:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا قُمۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغۡسِلُواْ وُجُوهَكُمۡ وَأَيۡدِيَكُمۡ إِلَى ٱلۡمَرَافِقِ وَٱمۡسَحُواْ بِرُءُوسِكُمۡ وَأَرۡجُلَكُمۡ إِلَى ٱلۡكَعۡبَيۡنِ...﴾.

ژباړه: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او پر خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ). [المائدة سورت: ۶آیت]. آیت.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا:

(لا تُقْبَلُ صَلَاةٌ بِغَيْرِ طُهُورٍ) ژباړه: (له طهارت (اودس) پرته لمونځ نه قبلیږي).2

او هغه کس ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا چې ناسم لمونځ یې کړی و:

(‌إِذَا ‌قُمْتَ ‌إِلَى ‌الصَّلَاةِ، ‌فَأَسْبِغِ ‌الْوُضُوءَ) ژباړه: (کله چې لمانځه ته پاڅېدې نو بشپړ اودس وکړه).3

۲ - لمونځ کوونکی چې هر ځای کې وي قبلې یعنې کعبې شریفې ته په ټول بدن سره مخ کوي، په داسې حال کې چې په زړه کې به یې د هغه وخت د لمانځه کولو اراده کړي وي؛ هغه که فرض لمونځ وي اویا نفل، او په ژبه به نیت نه وایي؛ ځکه چې په ژبه یې ویل روا نه دي، بلکې دا یو بدعت دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه صحابه کرامو په ژبه نه دی ویلی، او مخې ته به ستره ږدي چې لمونځ ورته وکړي، برابره خبره ده که امام وي، یا منفرد، او قبلې ته مخ کول د لمانځه لپاره شرط دی، پرته له یو څو ښکاره مسائلو څخه چې د علماوو په کتابونو کې یې په اړه وضاحت شوی دی.

۳ - د : الله اکبر په ویلو سره تحریمه تکبیر کوي، او د سجدې ځای ته ګوري.

۴ - د تکبیر پر مهال خپل لاسونه د اوږو او یا غوږونو برابر پورته کوي.

۵ - لاسونه پر سینه ږدي، ښی لاس پر چپې پنجې او مړوند د پاسه، ځکه چې همداسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوي دي،

۶ - د استفتاح دعا ویل سنت ده، چې په لاندې ډول ده:

(اللَّهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وبيْنَ خَطَايَايَ، كما بَاعَدْتَ بيْنَ المَشْرِقِ والمَغْرِبِ، اللَّهُمَّ نَقِّنِي مِنَ الخَطَايَا كما يُنَقَّى الثَّوْبُ الأبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللَّهُمَّ اغْسِلْ خَطَايَايَ بالمَاءِ والثَّلْجِ والبَرَدِ) ژباړه: (اې الله زما او زما د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه).4

او که یې غوښتل نو د دې پر ځای دې ووایي:

(سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ، وَتَعَالَى جَدُّكَ، ولَا إلَهَ غَيْرُكَ) ژباړه: (اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته).5 که چېرته یې د دې پر ځای بله د استفتاح دعا وویله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابته وي نو باک نه لري، خو غوره دا ده چې کله دا دعا ووایي او کله بله، ځکه همدا د پیروۍ له اړخه بشپړه طریقه ده، بیا: أعوذ باللّه من الشيطان الرجيم. او: بسم الله الرحمن الرحيم وایي، او فاتحه لولي لکه چې فرمایي:

(لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بفَاتِحَةِ الكِتَابِ) ژباړه: «د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله) یې نه وي لوستلي»،6 او ورپسې په جهري لمونځ کې په لوړ اواز سره آمین وایي، او په خفیه لمونځونو کې یې په پټه وایي، غوره دا ده چې په ماسپښین، مازدیګر او ماخوستن لمونځونو کې له فاتحې وروسته له اوساط المفصل څخه یو سورت ولولي (يعنې له النبأ څخه تر اللیل پورې سورتونه) او د سهار په لمونځ کې د طوالو (یعنې له ق څخه تر البروج پورې سورتونو) څخه او په ماښام کې کله له طوالو څخه او کله هم له قصارو (له الضحی څخه تر الناس پورې سورتونو) څخه ولولي، تر څو پر هغو احادیثو عمل وشي چې په دې اړه راغلي دي.

۷ - د تکبیر په ویلو سره دواړه لاسونه د اوږو او یا غوږونو برابر پورته کوي، بیا رکوع ته ځي، په رکوع کې خپل سر د ملا سره برابروي او دواړه لاسونو پر زنګنونو داسې ږدي چې ګوتې یې سره جلا وي او په مطمئن ډول رکوع کوي او په رکوع کې: (سبحان ربی العظیم) وایي، غوره طریقه دا ده چې درې ځلې او یا له دریو زیات یې تکرار کړي، سربیره پر دې ورته مستحب دي چې له دې سره:

(‌سُبْحَانَكَ ‌اللهُمَّ ‌وَبِحَمْدِكَ، ‌اللهُمَّ ‌اغْفِرْ ‌لِي) ژباړه: (اې زموږ ربه تا لره پاکي ده، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه)،7

۸ - له رکوع څخه سر راپورته کوي او دواړه لاسونه د اوږو او یا غوږونو برابر پورته کوي او وایي: ژباړه: «الله د ثنا ویونکي غږ واورېده». که چیرته امام او یوازې لمونځ کوونکی و، او د ودریدو پر مهال وایي:

(رَبَّنَا ولَكَ الحَمْدُ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ مِلْءَ السَّمَواتِ ومِلْءَ الأرضِ، ومِلْءَ ما شِئتَ مِن شيءٍ بَعدُ) ژباړه: «ای ربه! ټولې ستاینې ستا لپاره دي، ډېرې پاکې او مبارکې ستاینې، د آسمانونو او ځمکې او د هغو تر منځ د مخلوقاتو د ډکوالي په اندازه، او په اندازه د ډکوالي د هغو شیانو چې تا وروسته غوښتي دي».8

خو که چیرته مقتدي و، نو د راپورته کېدو پر مهال: ربنا ولک الحمد، تر اخره پورې وایي لکه څنګه چې مخکې تېر شو، او کولی شي هر یو؛ امام، مقتدي او یا یوازې لمونځ کوونکی لاندې الفاظ ورزیات کړي:

(أهْلَ الثَّنَاءِ والْمجْدِ، أحَقُّ مَا قَالَ العَبْدُ، وكُلُّنَا لَكَ عَبْدٌ: اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أعْطَيْتَ، ولَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، ولَا يَنْفَعُ ذَا الجَدِّ مِنْكَ الجَدُّ) ژباړه: «د ثنا او صفت ویونکي باور لري په هغه څه چې بنده دې - وړاندې وویل- او مونږ ټول دې بندګان یو، منع کوونکی نشته هغه څه لره چې ته یې ورکوې، او ورکوونکی نشته هغه څه لره چې ته یې منعه کوې، او هیڅ شان او شوکت والا ستا په وړاندې بل شان او شوکت والا ته ګټه نشي رسولی».9 نو دا (دعا) ښه ده او ثابته ده.

او د هر یو لپاره مستحب دي چې له رکوع وروسته هم لاسونه پر سینه کیږدي لکه څنګه یې چې مخکې اېښودلي وو، ځکه داسې څه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د وائل بن حجر او سهل بن سعد رضي الله عنهما له حدیث څخه ثابت دي.

۹ - په تکبیر ویلو سره سجدې ته ځي، داسې چې که یې کولی شول نو زنګنونه به له لاسونو مخکې لګوي، خو که ورته سخته وه نو کولی شي لاسونه له زنګنونو مخکې ولګوي او د پښو ګوتې به یې قبلې لور ته تاوې کړي وي، د لاسونو ګوتې به یې هم قبلې لور ته غځولې وي او په اوو اندامونو به سجده کوي چې عبارت دي له: تندی سره له پوزې، داوړه لاسونه، دواړه زنګنونه او د دواړو پښو د ګوتو تلي، او په سجده کې به: (سبحان ربی الأعلی) وایي، سنت طریقه دا ده چې درې او یا له دریو څخه یې زیات ځلې تکرار کړي، سربیره پر دې ورته مستحب دي چې ووايي:

(سُبْحانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنا وبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي) ژباړه: «پاکې ده تالره ای ربه، ته منزه او پاک یې، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه». او زیاته دعا دې کوي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی چې فرمایي:

(‌أَمَّا ‌الرُّكُوعُ، ‌فَعَظِّمُوا ‌فِيهِ ‌الرَّبَّ، وَأَمَّا السُّجُودُ، فَاجْتَهِدُوا فِي الدُّعَاءِ، فَقَمِنٌ أَنْ يُسْتَجَابَ لَكُمْ) ژباړه: (أما الركوع فعظموا فيه الرب، وأما السجود فاجتهدوا في الدعاء فقمن أن يستجاب لكم) ژباړه: «هر چې رکوع ده په هغې کې د الله رب العزت لويي بيانوئ، او په سجده کې په دعاء کې ښه کوښښ کوئ او دا ډېره وړ ده چې هغه دعا مو قبوله شي».10

او د خپل رب څخه د دنیا او آخرت د خېر سوال کوي، برابره خبره ده که لمونځ فرض، یا نفل وي، او د سجدې پر مهال به لاسونه له تشو، خېټه له ورنونو، ورنونه له پنډیو لرې ساتي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا سره سم به څنګلې له ځمکې څخه پورته کوي لکه چې فرمایي:

(اعْتَدِلُوا في السُّجُودِ، ولَا يَبْسُطْ أحَدُكُمْ ذِرَاعَيْهِ انْبِسَاطَ الكَلْبِ) ژباړه: (په سجده کې برابر اوسئ، او ستاسو څخه دې یو تن د سپې په څېر خپلې څنګلې نه غړوي)11

۱۰ - د تکبیر په ویلو سره له سجدې سر راپورته کوي، چپه پښه غړوي او پرې کیني او ښۍ پښه دروي، دواړه لاسونه پر ورنونو او زنګنونو ږدي.

(رَبِّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي وَعَافِنِي وَاجْبُرْنِي)  ژباړه: : (رب اغفر لي وارحمني واهدني وارزقني وعافني واجبرني) وایې: یعنې: «ای زما ربه! ماته بښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ماته لارښوونه وکړه، روزي راکړه، له هرې بلا مې وژغوره او نېمګړتیا مې رفع کړه».12 او په ناسته کې مطمئن کیني (داسې چې هر غړی خپل ځای ته ورسیږي).

۱۱ - د تکبیر په ویلو سره دویمه سجده کوي او هر هغه څه یې چې په لومړۍ سجده کې کړي دي پدې کې یې هم کوي.

۱۲ - د تکبیر په ویلو سره سر راپورته کوي، لنډه ناسته کوي لکه د دوو سجدو په مینځ کې چې دې ته د استراحت جلسه وایي او دا ناسته مستحب ده، او که چېرته یې پرېښوده نو څه خبره نشته، او پدې ناسته کې هیڅ ذکر او یا دعا نشته، بیا دویم رکعت ته د زنګنونو په نیولو سره پورته کیږي؛ البته که یې کولی شول او که ورته سخته وه کولی شي پر ځمکه لاسونه ولګوي، بیا فاتحه او ورپسې له قرآن کریم څخه یو آسان سورت لولي، بیا هغه څه کوي چې په لومړي رکعت کې یې کړي دي.

۱۳ - که چیرته لمونځ دوه رکعتي و لکه: د سهار، جمعې او اخترونو لمونځونه، نو له دویمې سجدې وروسته به داسې کیني چې ښۍ پښه ودروي او چپه وغوړوي، ښی لاس پر ښي ورون کیږدي، د لاس ټولې ګوتې دې بندې کړي پرته له مسواکۍ څخه چې په هغې سره به د الله تعالی یووالي ته اشاره کوي، او که داسې یې وکړل چې د ښي لاس کچۍ او ورپسې ګوتې بندي کړي او غټه ګوته له منځۍ ګوتې سره حلقه کړي او په مسواکۍ سره اشاره وکړي نو ښه ده، ځکه دا دواړه طریقې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابتې دي، او غوره دا ده چې کله دا طریقه او کله بله عملي کړي، او چپ لاس به پر چپ ورون او چپ زنګون ږدي، او په دې ناسته کې به تشهد وایي چې په لاندې ډول دی:

(التَّحِيَّاتُ لله والصَّلَوَاتُ والطَّيِّبَاتُ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أيُّها النبيُّ ورَحْمَةُ الله وبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وعلَى عِبَادِ الله الصَّالِحِينَ، أشْهَدُ أنْ لا إلَهَ إلَّا الله وأَشْهَدُ أنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ ورَسولُهُ) ژباړه: «ټول ژبني، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا اې پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی». بیا وايي:

(اللَّهُمَّ صَلِّ علَى مُحَمَّدٍ وعلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كما صَلَّيْتَ علَى إبْرَاهِيمَ وعلَى آلِ إبْرَاهِيمَ؛ إنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ علَى مُحَمَّدٍ وعلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كما بَارَكْتَ علَى إبْرَاهِيمَ وعلَى آلِ إبْرَاهِيمَ؛ إنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ) ژباړه: (یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې، یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې).13

او په الله تعالی به له څلورو شیانو څخه پناه غواړي، نو وایې به:

( اللَّهُمَّ إنِّي أَعُوذُ بِكَ مِن عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَمِنْ عَذَابِ القَبْرِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَحْيَا وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ شَرِّ فِتْنَةِ المَسِيحِ الدَّجَّالِ) ژباړه: (ای الله زه پر تا پناه نیسم د جهنم له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسیح دجال له فتنې څخه)،14

بيا یې چې د دنيا او آخرت له ښېګڼو هر څه غوښتل هغه دعا دې وکړي او که د خپل مور او پلار يا نورو مسلمانانو لپاره یې دعا کوله نو باک نه لري، -برابره خبره ده که دا لمونځ فرض او یا نفل وي- د هغه څه پر بنسټ چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د ابن مسعود رضي الله عنه په حدیث کې فرمایلي، کله یې چې هغه ته تشهد ورښود (نو ورته یې وویل چې) بیا یې چې هره دعا خوښه وه هغه دې وغواړي.

(ثُمَّ ‌لِيَتَخَيَّرْ ‌مِنَ ‌الدُّعَاءِ بَعْدُ أَعْجَبَهُ إِلَيْهِ فَيَدْعُو) ژباړه: (بیا به له دعا څخه هغه غوره کوي چې ورته ښه ښکاري).15 او په بل عبارت:

(‌ثُمَّ ‌لِيَخْتَرْ ‌مِنْ ‌الْمَسْأَلَةِ ‌مَا ‌شَاءَ) ژباړه: (بیا چې هر څه غواړي هغه دې وغواړي).16

او دا د دنیا او آخرت ټولو ښېګڼو ته شاملیږي. ۱۷ - بیا ښي او چپ لور ته د السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَة اللهِ، السَّلام عَلَيْكُم ورَحمَةُ اللهِ. په ویلو سره سلام ګرځوي،

۱۴ - نو که چېرته لمونځ درې رکعتي و لکه د ماښام لمونځ، او یا څلور رکعتي و لکه د ماسپښین، مازدیګر او ماخوستن لمونځونه نو مخکی ذکر شوی تشهد؛ پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم له درود سره یو ځای وایي، بیا د زنګنونو په مرسته دریږي، دواړه لاسونه د اوږو او یا غوږونو برابر پورته کوي او الله اکبر وایي او دواړه لاسونه پر سینې د پاسه ږدي لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، او یوازې فاتحه لولي او که ځینې وختونه یې د ماسپښین په دریم او څلورم رکعت کې له فاتحې څخه زیات څه وویل، باک نه لري، ځکه په اړه یې له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د ابو سعید په حدیث کې راغلي چې بیا په ماښام کې له دریم او په ماسپښین، مازدیګر او ماخوستن کې له څلورم رکعت نه وروسته تشهد وایي لکه څنګه چې په دوه رکعتي لمونځ کې یادونه وشوه، بیا ښي او چپ لور ته سلام ګرځوي، درې ځلې استغفر الله وایي او بیا وایې:

(اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ يا ذَا الجَلَالِ وَالإِكْرَامِ) ژباړه: (اې الله، ته سلام یې، او ستا له طرفه سلامتیا ده، ته برکت ورکولو والا ذات یې، ای د عظمت او عزت خاونده).17 نو که چیرته امام و، خلکو ته له مخ ورګرځولو وړاندې به ووایي:

(لَا إلَهَ إلَّا الله وحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَه، لَهُ المُلْكُ، ولَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شيءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إلَّا بالله، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أعْطَيْتَ، ولَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الجَدِّ مِنْكَ الجَدُّ، لَا إلَهَ إلَّا الله، وَلَا نَعْبُدُ إلَّا إيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الفَضْلُ، وَلَهُ الثَّنَاءُ الحَسَنُ، لَا إلَهَ إلَّا الله مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَو كَرِهَ الكَافِرُونَ) ژباړه: (له الله پرته بل معبود نشته، یوازې، بې شریکه دی، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، له ګناه څخه ګرځېدل نشته او د نېکو کارونو توفيق نشته مګر د الله په مرسته، ای الله! هر څه چې ورکوې څوک یې مخه نشي نیولی، او هر څه چی له چا څخه منع کوې څوک یې نشي ورکولی، فایده نه شي ورکولای خاوند د شرافت او مرتبې ته ستا د عذاب په مقابل کې شرافت او مرتبه د هغه. له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، او مونږ له هغه پرته د بل هېچا عبادت نه کوو، هغه لره لورینې دي او هغه لره فضل دی، او د هغه لپاره ښه ستاینه ده، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، (مونږ) هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو، که څه هم کافران (زمونږ دا کړنه) بده مني).18

درې دیرش ځلې (سبحان الله)، درې دیرش ځلې (الحمد لله) او درې دیرش ځلې (الله اکبر) وایي او د سلو د پوره کولو لپاره: (لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير)، وایي، او د هر لمانځه پسې (آیة الکرسي)، (قل هو الله احد)، (قل أعوذ برب الفلق) او (قل أعوذ برب الناس) وایي، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیث مطابق د سهار او ماښام لمونځونو پسې د دې سورتونو درې ځلې تکرارول مستحب دي، او دا اذکار ټول سنت دي، فرض نه دي،

او د هر مسلمان؛ نارینه او ښځینه لپاره مشروع دي چې د ماسپښین د لمانځه نه مخکې څلور رکعته او وروسته ترې دوه رکعته، د ماښام د لمانځه پسې دوه رکعته، د ماخوستن د لمانځه پسې دوه رکعته او د سهار د لمانځه نه مخکې دوه رکعته لمونځ وکړي چې دا ټول دولس رکعته کیږي، او دې رکعتونو ته رواتب ویل کیږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله مقیم و نو تل به یې کول، خو په سفر کې به یې د سهار له سنتو او وترو پرته نور پرېښودل، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د سهار سنت او وتر دواړه د اقامت او سفر دواړو حالتونو کې کول، او غوره دا ده چې رواتب لمونځونه او وتر په کور کې وشي، خو که په جومات کې یې وکړل باک نه لري، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی چې فرمايي:

(أفْضَلُ صَلَاةِ المَرْءِ في بَيْتِهِ، إلَّا الصَّلَاةَ المَكْتُوبَةَ) ژباړه: (د سړي لپاره غوره لمونځ هغه دی چې هغه یې په کور کې کوي پرته د فرضي لمونځونو څخه).19

او دې رکعتونو ته پاملرنه جنت ته د داخلیدو له اسبابو څخه دي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

(مَنْ صَلَّى اثْنَتَيْ عَشْرَةَ رَكْعَةً فِي يَومٍ وَلَيْلَةٍ، بُنِيَ لَه بِهِنَّ بَيْتٌ فِي الجَنَّةِ) ژباړه: (چا چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته نفل لمونځ ادا کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي).20

او که چیرته یې څلور له مازدیګر نه مخکې، دوه له ماښام نه مخکې او دوه له ماخوستن څخه مخکې وکړل نو ښه ده؛ ځکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پدې اړه حدیث ثابت دی، او که یې له ماسپښین څخه وروسته څلور او مخکې ترې څلور وکړل نو ښه ده، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی:

(مَنْ ‌حَافَظَ ‌عَلَى ‌أَرْبَعِ ‌رَكَعَاتٍ ‌قَبْلَ ‌الظُّهْرِ، وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ) ژباړه: (څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي).21 معنا دا چې له ماسپښین نه وروسته په راتبه سنتو دوه رکعته ورزیاتوي؛ ځکه چې راتبه سنت ترې څلور مخکې او دوه وروسته دي. نو کله چې وروسته ترې دوه ورزیات کړي نو د ام حبیبې -رضي الله عنها -په حدیث کې یاد شمېر تر لاسه کیږي.

الله تعالی توفیق ورکوونکی دی، وصلى اللّه وسلم على نبينا محمد بن عبد الله وعلى آله وأصحابه وأتباعه بإحسان إلى يوم الدين،،،

***

 


مسلم، په (224) شمېره روایت کړی.

بخاري په: (5782) شمېره روایت کړی.

بخاري په: (۷۴۴) شمېره، او مسلم په: (۵۹۸) شمېره روایت کړی دی.

مسلم په: (399) شمیره روایت کړی.

بخاري په: (756) شمیره روایت کړی.

بخاري، په: (817)، او: مسلم په: (484) شمېره روایت کړی.

بخاري، په: (711) شمیره، او: مسلم په: (598) شمېره روایت کړی.

مسلم په:(477) شمیره روایت کړی.

مسلم په: (479) شمېره روایت کړی.

بخاري په: (788)، او مسلم په: (493) شمېره روایت کړی.

ترمذي په: (284)، أبو داود په: (850) او ابن ماجه په: (898) شمیره روایت کړی دی.

بخاري، په: (797) شمېره، او مسلم په: (402) شمیره روایت کړی دی.

بخاري په: (1311) شمیره او مسلم په: (588) شمېره روایت کړی.

نسائي په: (1298) شمیره روایت کړی.

مسلم په: (402) شمیره روایت کړی.

مسلم، په:(591) شمیره روایت کړی.

مسلم په: (402) شمیره روایت کړی.

بخاري په: (6860) شمیره روایت کړی.

مسلم په: (728) شمېره روایت کړی.

أحمد په: (25547)، او ترمذي په: (393) شمیره او أبو داود: په (1077) شمېره روایت کړی.

بخاري په: (605) روایت کړی.