PHPWord

 

 

رِسَالَةٌ فِي الدِّمَاءِ الطَّبِيعِيَّةِ لِلنِّسَاءِ

 

د ښځو د طبیعي وینو (حیض، نفاس او استحاضې) په اړه لیکنه

 

 

بِقَلَمِ فَضِيلَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ

مُحَمَّدِ بْنِ صَالِحٍ العُثَيْمِينِ

غَفَرَ اللَّهُ لَهُ وَلِوَالِدَيْهِ وَلِلمُسْلِمِينَ

 

د فضیلة الشیخ علامة

د محمد بن صالح العثیمین په قلم

الله دې هغه او د هغه مور او پلار ته بښنه وکړي

 


بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ

د ښځو د طبیعي وینو (حیض، نفاس او استحاضې) په اړه لیکنه

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيّئات أعمالنا. من يهده الله فلا مضلّ له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلّا الله وحده لا شريك له، وأشهد أنّ محمدًا عبده ورسوله، صلّى الله عليه وعلى آله وأصحابه ومن تبعهم بإحسانٍ إلى يوم الدّين، وسلّم تسليمًا.

اما بعد: هغه ویني چې په ښځه راځي هغه حیض، استحاضه او نفاس دي، دا له مهمو کارونو څخه دي چې وپېژندل شي او اړوند احکام یې بیان شي، همدارنګه په اړه یې د علماوو د ناسمو او سمو ویناوو تر منځ توپیر وکړل شي. او د ترجیح ورکولو او یا ضعیف ګڼلو پر مهال باید باور په هغه څه وشي چې د قرآن او سنت په رڼا کې راغلي وي.

ځکه دا دواړه بنسټیزې سرچیني دي؛ هغه چې احکام پرې بنا کیږي کوم چې بنده ګان پرې د الله تعالی عبادت کوي او د هغه لخوا پرې مکلف شوي دي.

او ځکه چې په قرآن او سنت باندې باور کولو کې د زړه سکون، د سینې پراخوالی، د نفس پاکوالی او د غاړې خلاصیدل دي.

۳- او ځکه چې لدې پرته نورو ته دلیل پلټل کیږي نه دا چې استدلال پرې کیږي.

ځکه چې د الله له کلام او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - له وینا پرته په بل څه کې حجت نشته، او همدارنګه د صحابه و وينا، د راجح قول په بنا، پدې شرط چې داسې څه پکې نه وي چې د قرآن او یا سنت سره په ټکر کې واقع شي، او همدارنګه د بل صحابي له وینا سره په ټکر کې نه وي، که چيرته په قرآن او سنت کې داسې څه و چې دا یې خلاف و ، نو هغه څه چې په قران او سنت کې دي اخستل یې واجب دي، او که چېرته د بل صحابي له وینا سره په ټکر کې و، د دواړو ویناوو تر منځ ترجیح لټول کیږي او راجح یې اخیستل کیږي؛ د الله تعالی د دې وينا له مخې:

﴿...فَإِن تَنَٰزَعۡتُمۡ فِي شَيۡءٖ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمۡ تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلًا﴾

(...نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله، الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او آخرت ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده). [النساء سورت: ۵۹ آیت].

او دا يوه لنډه رساله ده، چې په هغې کې د دغو وينو (لکه د حيض، نفاس او استحاضې) وضاحت او هغه احکام ذکر شوي دي چې خلک ورته اړتيا لري، او دا رساله په لاندې فصلونو مشتمله ده:

لومړی فصل: د حېض معنا او حکمت.

دویم فصل: د حېض وخت او موده.

دریم فصل: هغه بیړني حالتونه چې په حېض کې رامنځ ته کیږي.

څلورم فصل: د حېض احکام.

پنځم فصل: نا منظمه وینه (استحاضه) او احکام یې.

شپږم فصل: له زیږون وروسته وینه (نفاس) او احکام یې.

اووم فصل: د هغه څه د کارونې په اړه چې یا خو حیض بندوي او یا یې هم راولي، او هغه څه چې د حمل مخنیوی کوي او یا یې غورځوي.

لومړی فصل: د حیض معنا او حکمت

حېض په لغت کې: د یو شي بهېدل او روانیدل دي.

او په اصطلاح کې: هغه وینه ده چې په طبیعي توګه پرته له کوم سبب څخه په ټاکلو وختونو کې ښځو ته پيدا کیږي، نو دا طبیعي وینه ده چې پرته له کومې ناروغۍ، زخم، اولاد ضایع کېدو او یا زیږون له امله رامنځ ته کیږي، نو کله چې دا یوه طبیعي وینه ده د ښځو چاپیریال، د ښځو د حالت چاپیریال او هوا ته په لیدو توپیر لري، لدې امله ښځې پکې (یوه له بلې) سره جلا او ښکاره او توپیر لري.

حکمت پکې دا دی چې کله ماشوم د مور په ګیډه کې وي نو هغه ډول خواړه نشې اخستلی لکه څرنګه یې چې له ګېډې د باندې خلک اخلي، او تر ټولو پرې زړه سواندی انسان(مور یې) نشي کولی چې څه خواړه ورته ورسوي، نو دا مهال الله تعالی په مېرمنو کې د ویني داسې افرازات پيدا کوي چې ماشوم یې له مخې د مور په ګیډه کې خواړه اخلي پرته لدې چې خوراک او یا هضمولو ته یې اړتیا ولري؛ هغه داسې چې د نوم له لارې یې بدن ته داخلیږي بیا یې وینه رګونو ته داخلیږي او هغه پرې تغذیه کیږي، نو الله پورته، لوی او په ښایسته بڼه جوړوونکی ذات دی.

نو پدې حیض کې همدا حکمت دی، لدې امله کله چې مېرمن امیدواره شي نو حیض یې بند شي، بیا نو حیض پرې نه راځي مګر په ډیرو لږو حالاتو کې، همدا رنګه شېده ورکوونکې مېرمنې لږې لیدل کیږي چې حیض پرې راځي په ځانګړې توګه د شېدو ورکولو په لومړي وخت کې.

دویم څپرکی: د حېض وخت او موده

پدې څپرکي کې دوه موضوع ګانې څېړل کیږي:

لومړی موضوع: هغه عمر چې حیض پکې راځي.

دویمه موضوع: د حېض موده.

نو لومړی موضوع هغه عمر دی چې غالبا حیض پکې راځي؛ چې هغه له دولسو نه تر پنځوسو کلونو پورې دی او د ښځو حالت، چاپيریال او د ځای هوا ته په لیدو کیدی شي مېرمن لدې وړاندې او یا وروسته هم حایضه شي.

علماء - رحمهم الله - پدې اړه اختلاف لري چې: آیا هغه عمر چې حیض پکې راځي ټاکلی عمر دی چې نه وروسته کیږي او نه مخکې کیږي، او هغه وینه چې لدې وړاندې يا وروسته راځي هغه د ناروغۍ له امله وي نه د حېض؟

پدې اړه علما بېلابېل نظرونه لري، دارمي وروسته لدې چې د اختلافاتو یادونه یې کړې - ویلي: دا ټول زما په اند غلط دي، ځکه پدې کې مرجع موجوده حالت دی؛ نو هر څومره چې وموندل شوه، که په هر حال او سن کې وي واجب دي چې حېض وګڼل شي. الله ښه پوهیږي.1

او دا خبره چې دارمي کړې سمه ده، او دا د شیخ الاسلام ابن تیمیه ټاکنه هم ده، نو هر کله چې ښځې حیض ولید، هغه حایضه ده، که څه هم له نهو کلونو ټېټه او یا له پنځوسو پورته وي.2 دا ځکه چې الله او رسول یې د حیض حکمونه موجوده حالت پورې تړلي دي، او الله او رسول یې ورته کوم ځانګړی سن ندی ټاکلی، نو موجوده حالت ته رجوع کول پکار دي چې احکام ورپوری تړلي دي، او ځانګړی عمر ورته ټاکل له قرآن او سنت څخه دلیل ته اړتیا لري، او پدې کې هیڅ دلیل نشته.

دویمه موضوع د حیض مهال (موده) ده: د وخت اندازه یې.

نو پدې کې علماوو زيات اختلاف کړی دی؛ په نږدې شپږو او یا اووه قولونو سره، ابن المنذر رحمه الله فرمایی: يوې ډلې علماوو ويلي: د حیض لپاره د کمې او زیاتې مودې اندازه نشته.3

ما وویل: دا قول لکه د دارمي وینا چې وړاندې تېره شوه او هغه د شیخ الاسلام ابن تیمیة غوراوی هم دی چې صیحح دی؛ ځکه چې قرآن، سنت او اعتبار پرې دلالت کوي.

لومړی دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:

﴿وَيَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡمَحِيضِۖ قُلۡ هُوَ أَذٗى فَٱعۡتَزِلُواْ ٱلنِّسَآءَ فِي ٱلۡمَحِيضِ وَلَا تَقۡرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطۡهُرۡنَ...﴾

(او پوښتنه کوي دوی له تا نه -اې محمده!- د حیض (د احکامو) په اړه، ته ورته ووایه! دا یوه پلیتي ده نو په څنګ (جدا) شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په وخت د حیض کې او مه نږدې کېږئ! (په جماع سره) دوی ته تر څو پورې چې (ښې) پاکې شي...) [البقرة سورت: ۲۲۲ ایت ]، نو الله تعالی د ممانعت وروستی حد پاکوالی وټاکه، نه د یوې شپې یا ورځې او نه د دریو ورځو او یا پنځلس ورځو تېریدل، چې دا په خپله پدې دلالت کوي چې د حکم علت د حیض شتون او یا نه شتون دی. نو تر څو چې حېض وي، حکم یې ثابت دی، او کله چې ترې پاکه شوه حکم یې له منځه تللی دی.

دویم دلیل: هغه روایت چې په صحیح مسلم کې راغلی چې نبي - صلی الله علیه وسلم - عاېشې رضي الله عنها ته وویل کله چې هغې د عمرې لپاره احرام تړلی و او حیض پرې راغی:

«افْعَلِي مَا يَفْعَلُ الْحَاجُّ، غَيْرَ أَنْ لَا تَطُوفِي بِالْبَيْتِ حَتَّى تَطْهُرِي»، قَالَتْ: فَلَمَّا كَانَ يَوْمُ النَّحْرِ طَهُرَتْ، فَأَفَاضَتْ.

«د بیت الله له طواف پرته نور ټول هغه څه وکړه چې یو حاجي يې کوي، تر دې چې پاکه شې». هغې وویل: کله چې د نحر ورځ شوه پاکه شوه، نو د افاضې طواف يې وکړ. حدیث.4

او په صحیحینو کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته وفرمایل:

«انتَظِرِي فَإِذَا طَهُرْتِ فَاخْرُجِي إِلَى التَّنْعِيمِ».

«صبر وکړه، کله چې پاکه شوې نو تنعیم ته ووځه»،5 نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم د منعې لپاره وروستی حد پاکوالی وټاکه، نه دا چې ځانګړی وخت یې ورته ټاکلی وي، دا پر دې دلالت کوي چې حکم د حېض د شتون او نه شتون پورې تړلی دی.

دریم دلیل: دا یادې شوې اندازې او تفصیلونه چې له فقهاوو یې چا پدې مسأله کې یادونه کړې ده؛ نه د الله تعالی په کتاب او نه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو کې شته، سره لدې چې بیانولو ته یې سخته اړتیا لیدل کیږي. نو که چېرته (دا اندازې) له هغو (مسائلو) څخه وی چې پر بندګانو یې پوهه او الله ته پرې عبادت واجب وی نو خامخا به الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښکاره توګه ټولو ته بیان کړې وې، د هغو احکامو د اهمیت د وچې چې پرې مرتبیږي لکه: لمونځ، روژه، نکاح، طلاق، میراث او داسې نور حکمونه. لکه څرنګه چې الله او رسول یې د لمونځونو شمېر، وختونه، رکوع ګانې او سجدې یې بیان کړي دي، او زکات: مالونه، نصابونه، اندازه او د لګښت ځایونه یې. او همدارنګه روژه، مهال او وخت یې. حج او ورپسې نور ورته مسایل، آن د خوراک، څښاک، خوب، کوروالي، ناستې، کور ته د ننوتلو او ورڅخه د وتلو آداب، د حاجت د رفع کولو آداب، آن (د اودس ماتي لپاره د ځان پاکولو په موخه) د ډبرو کارولو شمېر او داسې نورې باریکي او اړیني چارې، هغه چې الله پرې دین کمال ته رسولی، او پر مؤمنانو یې پرې خپل نعمت پوره کړی دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:

﴿...وَنَزَّلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ تِبۡيَٰنٗا لِّكُلِّ شَيۡءٖ...﴾

(...او موږ دا كتاب پر تا نازل كړ چې په ډاګه د هر شي څرګندونكى دی...) [النحل سورت: ۸۹ آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي:

﴿...مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَـكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلَّ شَيْءٍ...﴾

(...دا څه له ځانه جوړې خبرې نه دي، بلكې د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكې (نازل شوى) و او د هر شي بېل بېل بيان... [يوسف سورت: ۱۱۱ایت ].

نو چې کله دا اندازې او تفصیلات؛ نه د الله په کتاب او نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت کې شته، نو ښکاره شوه چې اعتبار پرې نشته، بلکه اعتبار په حیض مسمی ته ورکول کیږي؛ هغه چې شرعي حکمونه یې د شتون او نه شتون پورې تړل کیږي، او ددې دلیل څخه مې مطلب دادی چې: په قرآن او سنت کې د دلیل نشتوالی پخپله د دې په بې اعتباروالي دلیل دی - چې دا تاته پدې او نورو علمي مسألو کې ګټور تمامیږي - ځکه چې شرعي حکمونه پرته د الله له کتاب، د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له سنت، ښکاره اجماع او صحیح قیاس پرته نه ثابتیږي. شیخ الِاسلام ابن تیمیة په خپله یوه قاعده کې ویلي: او لدې څخه د حیض نوم دی، چې الله پرې په کتاب او سنت کې زیات شمېر حکمونه تړلي دي، او د زیات او کم اندازه یې نده ښودلې، او نه د دوو حیضونو تر منځه پاکوالی د هغه عمومي ستونزی له امله چې امت پرې اخته دی او اړتیا ورته لري، او ژبه د یوې اندازې او بلې اندازې تر منځ توپیر نه کوي، نو چا چې پدې کې اندازه وټاکله نو پرته له شک نه چې د کتاب او سنت مخالفت یې وکړ. خبره یې پای ته ورسیده.6

څلورم دلیل: اعتبار، یعنې صحیح او مقبول قیاس، هغه داسې چې الله تعالی د حیض لامل ضرر ښودلی دی، نو کله چې حیض رامنځ ته شو نو ضرر شته، پدې کې نه د دویمې او لومړۍ ورځې او نه د څلورمې او دریمې ورځې تر منځه توپیر شته، او نه خو د شپاړسمې او پنځلسمې، او نه د اتلسمې او اوولسمې ورځ تر منځ توپیر شته، نو حیض، حیض دی او ضرر هماغه ضرر دی، او علت په برابره توګه په دواړو ورځو کې شته، نو څنګه د دوو ورځو تر منځ توپیر صحیح کیدلی شي، سره لدې چې په علت کې سره برابرې دي؟ آیا دا د صحیح قیاس خلاف کار ندی؟ آیا په صحیح قیاس کې دواړه ورځې سره برابرې ندي؟ په دې وجه چې په علت کې سره برابرې دي؟.

پنځم دلیل: د ټاکونکو د ویناوو تر منځ اختلاف او ګډوډي، دا پدې دلالت کوي چې پدې مسأله کې داسې دلیل نشته چې د (پریکړې) لپاره ورګرځیدل واجب وي، بلکه دا اجتهادي حکمونه دي چې کیدی شي صحیح او یا غلط وي، هیڅ یو یې په پیروۍ کې پر بل لومړيتوب نه لري، او د اختلاف پر مهال قرآن او سنت ته ورګرځیدل دي.

نو کله چې د دې قول پياوړتیا ښکاره شوه چې: د لږ او ډیر حیض لپاره ټاکلې اندازه نشته، او همدا راجح قول دی، نو پوهه شه چې هره هغه وینه چې ښځې ولیده او کوم ځانګړی علت یې لکه زخم او داسې نور نه درلوده، نو دا د حیض وینه ده، پرته لدې چې په وخت او یا عمر سره اندازه کړی شي، مګر دا چې په دوامداره توګه په ښځه راځي او هیڅ نه پرې کیږي او یا دا چې د لنډ مهال لپاره پرې شي لکه: په میاشت کې یوه او یا دوه ورځې، نو دا به استحاضه وي. او - ان شاء الله تعالی - ژر دی چې د استحاضې او د هغی حکمونو په اړه به معلومات وړاندې شي.

شیخ الاسلام ابن تیمیة ویلي: اصل دادی چې هر هغه څه چې له رحم نه راوځي هغه حیض دی، تر دې چې دلیل پیدا شي چې استحاضه ده.7

همدارنګه وایې: هره هغه وينه چې راغله که پدې نه پوهېده چې دا د رګ او یا زخم وينه ده نو دا حيض دی. وینا یې پای ته روسیده.8

او دا قول لکه څرنګه چې د دلایلو له نظره تر ټولو راجح دی، پوهې او درک ته هم نږدې دی او په عمل او تطبیق کې د هغه څه په پرتله آسانه دی چې ټاکونکو یې یادونه کړې ده، او هغه څه چې دا ډول وي نو د منلو وړ وي، ځکه چې د اسلامي دین له روحیې او هغې قاعدې سره چې آسانتیا او سهولت دی اړخ لږوي، الله تعالی فرمايلي دي:

﴿...وَمَا جَعَلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلدِّينِ مِنۡ حَرَجٖ...﴾

(...او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى...) [الحج سورت: ایت ۷۸]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

«إِنَّ الدِّينَ يُسْرٌ وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلَّا غَلَبَهُ فَسَدِّدُوا وَقَارِبُوا وَأَبْشِرُوا».

«بېشکه دین اسان دی، او هیڅوک به په دین کې سختي اختیار نه کړي مګر دا چې دین به پرې غالب شي، نو سمه لار خپله کړئ او نږدېوالی غوره کړئ او زېری ورکړئ». بخاري روایت کړی .9

او د نبي صلی الله عليه وسلم اخلاق داسې وو چې:

«أَنَّهُ مَا خُيِّرَ بَيْنَ أَمْرَيْنِ إِلَّا اخْتَارَ أَيْسَرَهُمَا مَا لَمْ يَكُنْ إِثْمًا».

«هیڅکله د دوو چارو تر منځ واک ندی ورکړل شوی مګر دا چې له دواړو یې آسان غوره کړی، پدې شرط چې ګناه به نه وه».10

د امیدوارې حیض:

ډیری وختونه چې ښځه حامله شي نو وينه يې بنديږي، امام احمد رحمه الله فرمايلي: «امیدوارې ښځې د وینې په ودریدلو سره پيژندل کیږي».11

کله چې امیدواره ښځه وینه وګوري، نو که چیرته له زیږون څخه لږه موده وړاندې وه لکه دوه یا درې ورځې او درد ورسره و نو نفاس ده، او که چیرته له زیږون څخه زیاته موده وړاندې وه، او یا له زیږون څخه کمه موده وړاندې وه خو درد ورسره نه و، نو نفاس نده، خو آیا دا به حیض وي تر څو یې أحکام پرې جاري شي او کنه د ناروغتیا له امله به وي تر څو د حیض حکم ورنکړل شي؟.

پدې کې د علماوو تر منځ اختلاف دی، خو صحیح خبره دا ده چې دا حیض دی که چیرته د عادت په څېر حیض وو، ځکه په اصل کې کومه وینه چې په ښځه راځي هغه حیض وي، مګر دا چې کوم بل لامل موجود وي چې د حیض مانع ګرځیدلی وي، او په قرآن او سنت کې داسې څه نشته چې په امیدوارې ښځې حیض نه راځي.

او همدا د مالک او شافعي مذهب او د شیخ الاسلام ابن تیمیة ټاکنه ده؛ په اختیاراتو کې وایي: ۳۰ مخ ، او بیهقي له احمد څخه د روایت په بڼه حکایتوي، بلکه ویل کیږي چې هغه بیرته ورګرځیدلی. وینا یې پای ته ورسیده.1213

نو بناء د امیدوارې ښځې حیض ته هغه حکم ثابتیږي کوم چې د غیر امیدوارې لپاره ثابتیږي، ملګر په دوو مسایلو کې:

لومړۍ مسأله: طلاق، د غیر امیدوارې ښځې طلاقول په حیض کې چې عدت تېرول پرې لازم وي حرام دي، خو د امیدوارې ښځې طلاقول (په حیض) کې حرام ندي؛ ځکه د حیض پر مهال د غیر امیدوارې ښځې طلاقول د الله تعالی د دې قول مخالفت کول دي:

﴿...فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ...﴾

(...نو طلاق ورکړئ دوی ته مخکې د زمانې د عدت نه...) [الطلاق سورت: ایت ۱]، خو د امیدوارې طلاقول د حیض په حالت کې بیا د دې قول مخالف ندي، ځکه چا چې حامله طلاقه کړه، نو د عدت له مخې یې طلاقه کړې ده، برابره ده چې حیض ولري او که پاکه وي؛ ځکه د هغې عدت په حمل سره دی؛ لدې امله طلاقول یې له جماع نه وروسته حرام ندي، د نورو پر خلاف.

دویمه مسأله: د امیدوارې په حیض سره عدت نه تیریږي، د نورو د حیض پر خلاف؛ ځکه د امیدوارې عدت نه تیریږي مګر د حمل په زیږولو سره، برابره ده که حیض کېدله او یا نه؛ د الله تعالی د دې قول پر بنیاد:

﴿...وَأُوْلَاتُ الأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ...﴾

(...او د حامله ښځو د عدت حد دا دى چې هغوی حمل وضع كړي...) [الطلاق سورت: ایت ۴].

دریم څپرکی: هغه بیړني حالتونه چې په حیض کې رامنځ ته کیږي

هغه بیړني حالتونه چې په حیض کې رامنځ ته کیږي، څو ډوله دي:

لومړی ډول: کموالی او زیاتوالی، لکه چې د یوې ښځې (میاشتنی) عادت شپږ ورځې وي، نو وینه اوومې ورځې ته اوږده شي، یا دا چې عادت یې اووه ورځې وي، خو په شپږمې پاکه شي.

دویم ډول: مخکي والی او وروسته والی، لکه چې عادت يې د میاشتې په اخر کې وي نو حیض د میاشتې په سر کې پرې راشي، او یا دا چې د میاشتې په سر کې وي خو په اخر کې پرې راشي.

علماوو د دې دوو ډولونو په حکم کې سره مخالفت کړی دی، خو صحیح دا ده چې هر کله یې وینه ولیدله هغه حایضه ده، او هر کله چې پاکه شوه نو هغه پاکه ده، برابره ده که له عادت څخه یې مریضي زیاته او یا کمه وه، او همدارنګه برابره ده که مخکې پرې راغلي وي او یا وروسته، او وړاندې په تېر څپرکی کې پدې اړه دلیل تېر شو، ځکه چې شریعت د حیض حکمونه د هغه په شتون او نشتون پورې وتړل.

او دا د شافعي مذهب او د شیخ الاسلام ابن تیمیة ټاکنه ده، او د المغني خاوند تقویه کړی او ملاتړ یې ترې کړی او ویلي یې دي: که چیرته عادت ته داسې اعتبار ورکول کېده لکه چې په مذهب کې وویل شو، نو نبی - صلی الله علیه وسلم - به خپل امت ته بیان کړی و او هیڅکله به یې له خپلې نیټې پدې اړه وینا وروسته کړې نه وه؛1415 ځکه چې له خپل وخت څخه د وینا وروسته والی جایز ندی، او مېرمنې یې او نورې ښځې په هر وخت کې بیانولو ته اړتیا لري، نو هیڅکله به یې له ویلو غفلت نه و کړی، او له هغه - صلی الله علیه وسلم - څخه د عادت په اړه یادونه او بیانول ندي راغلي مګر د مستحاضې په حق کې. وینا یې پای ته ورسیده.16

دریم ډول: زیړوالی او یا خړوالی، داسې چې زیړه وینه وګوري لکه زوي (د زخم اوبه) او یا خړه د زیړوالي او توروالي تر منځه، نو که دا د حېض په جریان کې وي او یا ورپسې سملاسي له پاکوالي څخه وړاندې وي نو حېض دی، د حېض حکمونه ورته ثابتوو، او که چېرته له پاکوالي څخه وروسته وه نو حیض نه دی؛ د ام عطیة رضي الله عنها د قول له امله: «موږ به له پاکوالي وروسته ژیړوالی او خړوالی هیڅ نه شمېره». ابو داود په صحیح سند سره روایت کړی دی،17 او بخاري هم روایت کړی دی پرته له دې وینا یې (بعد الطهر) یعنې وروسته له پاکوالي، خو پخپله وینا یې ورته داسې باب ایښودلی دی: (باب الصفرة والکدرة فی غیر أیام الحیض) یعنې دا باب د زیړوالي او خړوالي په باره کې وروسته د حیض له ورځو څخه دی.18

په فتح الباري شرحه کې یې ویلي: «پدې وینا سره د عائشې حدیث ته چې وړاندې تېر شو پدې وینا سره یې: (حتی تَرین القَصة البیضاء) یعنې تر دې چې سپین والی وګورې. او د ام عطیة د حدیث تر منځه چې د باب حدیث دی جمع کولو ته اشاره کوي، چې هغه: یعنې د عائشې حدیث پداسې حالت باندې حمل کیږي چې کله زیړوالی او خړوالی د حیض په ورځو کې وګوري، خو د حیض له ورځو پرته نو بیا هغه چې ام عطیة ویلي) وینا یې پای ته ورسیده.19

او د عائشې رضي الله عنها هغه حدیث چې اشاره یې ورته کړې ده هغه دی چې بخاري په تاکید سره مخکې لدې باب څخه معلق ذکر کړی دی، چې ښځو به هغې ته تکه لېږله (داسې یو څه چې مېرمنې پرې ځان ګوري تر څو پوهه شي چې آیا د حېض څه اثر پاتی دی کنه) په هغې تکه کې به مالوچ (پنبه) وه بیا به پرې زیړوالی و نو ویل به یې:20 «بيړه مه کوئ تر څو چې سپینه مایع ووینئ».21

او القصة البیضاء: سپینې اوبه دي چې رحم یې د حیض د ودریدو پر مهال غورځوي.

څلورم ډول: په حیض کې وقفې راتلل، داسې چې یوه ورځ وینه وګوري او بله ورځ پاکوالی او داسې نور نو دا دوه حالتونه دي:

لومړی حالت: چې دا (حالت) د ښځې سره تل په هر وخت کې مل وي، نو دا د استحاضې وینه ده، څوک یې چې وګوري د استحاضې حکم ورته ثابتیږي.

دویم حالت: چې تل د ښځې سره مل نه وي، بلکه ځینې وختونه پرې راځي، او د پاکوالي لپاره صحیح وخت لري، نو پدې پاکوالي کې هم علما - رحمهم الله - اختلاف لري، چې آیا دا پاکوالی ده او که د حیض احکام پرې جاري کیږي؟

د شافعي مذهب په خپلو دوو اقوالو کې تر ټولو صحیح دا دی چې د حیض احکام پرې جاري کیږي، نو حیض به وي، او دا د شیخ الاسلام ابن تیمیة او د الفائق د خاوند ټاکنه او د أبو حنیفة مذهب دی.222324 ځکه چې سپیني اوبه پکې نه لیدل کیږي، او ځکه چې که پاکوالی وګڼل شي نو له هغه مخکې او وروسته به حیض وي، چې پدې (قول) هیڅ ویونکی نشته، او کنه نو عدت به په قرء سره په پنځو ورځو کې تېر شوی و؛ او همدا رنګه كه پاكوالی وګڼل شي، نو په هرو دوو ورځو كې به په غسل او نورو شيانو سره د حرج او سختۍ سبب كېده، حال دا چې شريعت كې سختي نشته، الحمد لله.

او د حنابله و له مذهب څخه مشهوره دا ده چې وینه حیض دی، او وچوالی پاکي ده مګر دا چې دواړه یوځای د حیض له نیټې زیات شي. نو هغه زیاته وینه به استحاضه وي.25

او په مغني کې یي ویلي: «دې ته باید پاملرنه وشي چې د وینې ودریدل چې هر کله له یوې ورځې کم و نو هغه پاکوالی ندی، د هغه روایت پر اساس چې مونږ د نفاس په برخه کې راوړی، چې له یوې ورځې کمې مودې ته نه ګوري او دا صحیح خبره ده - ان شاء الله - ځکه وینه یو ځل جاري کیږي او بل ځل ودریږي، او څوک چې ساعت په ساعت غسل کولو ته اړتیا پېدا کوي، دا ورته سخته ده، چې دا سختوالی د الله تعالی د دې وینا پر بنیاد لرې شوی دی:

﴿...وَمَا جَعَلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلدِّينِ مِنۡ حَرَجٖ...﴾

(...او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى...) [الحج سورت: ایت ۷۸]، وایي: له یوې ورځې د کمې مودې لپاره د ویني ودریدل پاکوالی ندی، مګر دا چې داسې څه وګوري چې په (پاکوالي) یې دلالت وکړي لکه د وینې پرې کیدل یې چې د عادت په وروستیو کې وي او یا دا چې سپیني اوبه وګوري. وینا یې پای ته ورسیده.26

نو د المغني دا قول به د دواړو قولونو تر منځه منځمهالی وي، الله په سمو ښه پوه دی.

پنځم ډول: په وینه کې وچوالی، داسې چې ښځه یوازې رطوبت وګوري، نو که دا د حیض په جریان کې و او یا ورپسې جوښت له پاکوالي مخکي و نو دا حیض دی، او که چېرته له پاکوالي وروسته و نو حیض نه دی؛ ځکه چې د هغه وروستی حالت دا دی چې زیړوالی او خړوالي وګوري، او دا یې حکم دی.

څلورم ځپرکی: د حیض احکام

حیض ډیر حکمونه لري چې له شلو نه زیاتیږي خو مونږ دلته هغه حکمونه یادوو چې ډیره اړتیا ورته لیدل کیږي، له هغې څخه:

لومړی: لمونځ: نو پر حائضې ښځې فرض او نفل لمونځونه حرام دي، او ورڅخه نه صحیح کیږي، همدا رنګه لمونځ پرې نه واجبیږي تر دې چې د یو پوره رکعت په اندازه وخت یې نه وي ترلاسه کړی، نو بیا پرې واجبیري، برابره ده که د وخت په لومړي سر او یا یې پای کې دومره اندازه وخت موندلی وی.

د وخت په پیل کې بیلګه: پر ښځې د لمر لویدو څخه وروسته پداسې وخت کې حیض راشی چې د یو رکعت په اندازه وخت پاتې وی، نو کله چې پاکه شوه ورباندې واجب دي چې د ماښام لمونځ راوګرځوي، ځکه د یو رکعت په اندازه وخت یې مونلی و مخکې لدې چې حیض پرې راشي.

د وخت په پای کې بیلګه: ښځه د لمر له راختو څخه د یو رکعت په اندازه مخکې له حیض نه پاکه شوه، نو کله چې ځان پاک کړي، پرې واجب دي چې د سهار لمونځ راوګرځوي، ځکه دومره وخت یې له هغه نه موندلی و چې د یو رکعت کولو لپاره بسنه وکړي.

خو که چېرته حایضې له وخت څخه دومره ومونده چې پوره یو رکعت ته بسنه نه کوي، مثلا په لومړي مثال کې چې د لمر له ډوبیدو څخه یوه لحظه وروسته پرې حیض راشي او یا په دویم مثال کې د لمر له راختلو نه یوه لحظه مخکې له حیض نه پاکه شي، نو لمونځ پرې واجب ندی، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دې قول پر بنسټ:

«مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنَ الصَّلَاةِ فَقَدْ أَدْرَكَ الصَّلَاةَ».

"چا چې د لمونځ يو رکعت لاندې کړ، هغه لمونځ لاندې کړی دی". متفق عليه،27 مفهوم یې دا دی؛ که چا له یو رکعت څخه کم وموند، نو لمونځ یې نه دی موندلی.

او که چېرته یې د مازدیګر له لمانځه څخه د یو رکعت وخت وموند، نو آیا د ماسپښین لمونځ پرې له مازدیګر سره واجب دی، او یا دا چې د ماخوستن د لمانځه له وخت څخه یې یو رکعت وموند، نو آیا د ماښام لمونځ پرې د ماخوستن سره واجب دی؟

په دې کې د علماوو تر منځ اختلاف دی، خو صحیح خبره دا ده چې نه پرې واجبیږي مګر هغه چې وخت یې موندلی وي، او هغه یوازې د مازیګر او ماخستن لمونځ دی؛ د هغه صلی الله عليه وسلم د وینا له مخې:

«مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنَ الْعَصْرِ قَبْلَ أَنْ تَغْرُبَ الشَّمْسُ فَقَدْ أَدْرَكَ الْعَصْرَ».

«چا چې د مازیګر یو رکعت د لمر له لوېدو مخکې لاندې کړ، نو مازیګر یې لاندې کړی دی». متفق عليه،28 نو پیغمبر - صلی الله علیه وسلم نه دي ویلي چې: ماسپښین او مازیګر یې موندلی دی.

او نه یې پرې د ماسپښین واجبیدل یاد کړي، اصل کې د غاړې خلاصول دي، او دا د ابو حنیفة او مالک مذهب دی، په شرح المهذب کې ورڅخه حکایت شوی دی.29

او د الله تعالی یاد، الله اکبر، سبحان الله، الحمد لله، او په خوراک کې بسم الله وییل او داسې نور، د حدیث او فقهې مسایلو لوستل، دعاء او آمین پرې وییل او د قرآن کریم اوریدل نو لدې شیانو څخه هیڅ هم پرې حرام ندي، ځکه چې دا په صحیحینو او نورو کې ثابت شوي دي،

«أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَتَّكِئُ فِي حِجْرِ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا وَهِيَ حَائِضٌ فَيَقْرَأُ الْقُرْآنَ».

«چې نبي - صلی الله علیه وسلم به د عائشې رضي الله عنها په غیږ پداسې حال تکیه وهلې وه او قرآن به یې لوسته چې هغه به حائضه وه».30

او په صحیحینو کې له ام عطیة رضي الله عنها څخه هم روایت دی چې هغې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویل یې:

«يَخْرُجُ الْعَوَاتِقُ وَذَوَاتُ الْخُدُورِ وَالْحُيَّضُ -يَعْنِي: إِلَى صَلَاةِ الْعِيدَيْنِ- وَلْيَشْهَدْنَ الْخَيْرَ، وَدَعْوَةَ الْمُؤْمِنِينَ، وَيَعْتَزِلُ الْحُيَّضُ الْمُصَلَّى».

«هغه نوې تازه شوې پیغلې او په پرده کې پټې او حائضې به راوځي، یعنې د اخترونو لمونځونو ته او د خیر په ځای او د مؤمنانو په دعا کې دې حاضرې شي، او حائضې ښځې دې زمونږ د عیدګاه نه لرې اوسې».31

او په خپله حائضې لپاره د قرآن لوستل نو که چېرته یې په نظر سره او یا زړه کې لولي پرته لدې چې تلفظ پرې وکړي نو پروا نه کوي، داسې لکه چې مصحف او یا تخته کیږدي، آیتونو ته یې ګوري او په زړه کې یې لولي. نووي په شرح المهذب کې ویلي: (پرته له خلاف نه جایز دی).32

خو که چیرته یې لوستل په ژبې سره کول، نو جمهور علماء پدې اند دي چې منع دی او جواز نه لري. بخاري، ابن جریر الطبري او ابن المنذر ویلي: هغه جائز دی.333435

او له مالک څخه حکایت شوی او له شافعي څخه په زوړ قول کې یې، له دواړو یې په فتح الباري کې حکایت کړی دی.3637

او بخاري په تعلیق سره له ابراهیم النخعي څخه یادونه کړې چې: پروا نه کوي که آیت ولولي.38

او شیخ الاسلام ابن تیمیة په الفتاوی د ابن قاسم په ټولګه کې ویلي: «د قرآن له تلاوت څخه د هغې په منع کولو کې په اصل کې هیڅ سنت نشته، ځکه د هغه دا قول چې:

«لَا تَقْرَأُ الحَائِضُ وَلَا الجُنُبُ شَيْئًا مِنَ الْقُرْآنِ».

«حایضه او جنب دې د قرآن څخه هيڅ شی نه لولي».39 دا حديث د محدثينو په اتفاق ضعيف دی.40

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ښځې حائضه کېدلې نو که چېرته پرې د قرآن لوستل حرام و لکه لمونځ؛ نو پيغمبر الله صلی الله علیه وسلم به خپل امت ته بیان کړي و او د مؤمنانو مورګانو ته به یې هم ورښودلې و او خامخا به یې دا خبره خلکو ته رسولې وه، نو کله چې هیچا پدې اړه له پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه منع کول ندي رانقل کړي ، نو روا نده چې حرام وګرځول شي، سره لدې چې هغه ورڅخه منع نده کړې، او سره له دې چې د هغه په زمانه کې حائضې ډیرې وې او بیا یې هم ترې منع نده کړې، نو معلومه شوه چې حرام نه دی. وینا یې پای ته ورسیده.41

وروسته لدې چې د علماوو تر منځ پر اختلاف پوه شو نو په کار ده چې وویل شي: غوره دا ده چې حائضه دې په ژبه قرآن نه لولي مګر د اړتیا پر مهال؛ که ښوونکې وه نو زده کوونکو ته یې باید په ژبه وروښایي، او یا د آزموینې پر مهال نو زده کوونکې اړتیا لري چې د آزموینې لپاره یې ولولي او داسې نور.

دویم: روژه: پر حائضې د فرضي او نفلي روژو نیول حرام دي، او ورڅخه نه صحیح کیږي، مګر د فرضي روژو قضا راوړل پرې واجب دي، د عائشې رضي الله عنها د حدیث پر اساس:

"كَانَ يُصِيبُنَا ذَلِكَ -تَعْنِي: الْحَيْضَ- فَنُؤْمَرُ بِقَضَاءِ الصَّوْمِ وَلَا نُؤْمَرُ بِقَضَاءِ الصَّلَاةِ".

"مونږ ته به رارسیده، یعنې: حیض- بیا به راته د روژې په قضا راوړلو امر کېده او د لمانځه پر قضایي راوړلو به راته امر نه کېده". متفق عليه.42

او کله چې د روژې پر مهال پرې حیض راغی نو روژه یې باطله شوه، اګر که د لمر له ډوبیدو څخه یوه لحظه وړاندې وي، او د هغې ورځې قضا راوړل پرې واجب دي که چیرته فرضي روژه وه. خو که چېرته یې د حیض راتلل له غروب څخه وړاندې حس کړه مګر حیض پرې له غروب څخه وروسته راغی نو روژه یې پوره ده او په صحیح قول سره باطله نه ده؛ ځکه چې په داخل کې د وینې لپاره حکم نشته؛

او ځکه چې کله له پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه د هغې ښځې په اړه پوښتنه وشوه چې په خوب کې هغه څه وګوري چې یو نارینه یې ګوري آیا پر هغې غسل شته؟

قال: «نَعَمْ إِذَا هِيَ رَأَتِ الْمَاءَ».

ویې وییل: «هو؛ کله چې هغه اوبه وګوري»43 نو حکم یې د مني په لیدلو پورې وتاړه نه له خپل ځای څخه په خوځیدلو، نو حیض هم همدارنګه دی چې حکمونه یې نه ثابتیږي مګر په لیدلو یې نه پدې چې له خپل ځای څخه (وینه) حرکت وکړي.

او کله چې سبا راوخیژي او دا حائضه وي نو د هغې ورځې روژه یې نه صحیح کیږي اګر که له سهار څخه یوه لحظه وروسته هم پاکه شوې وي.

او کله چې له سبا څخه لږ مخکې پاکه شوه او روژه یې ونیوله نو روژه یې صحیح ده، اګر که له سهار څخه وروسته غسل وکړي، لکه د جنُب په څېر کله چې د روژې نیت وکړي او هغه جُنب وي او غسل ونکړي مګر د سبا له راختو څخه وروسته، نو روژه یې صحیح ده؛ د عائشې رضي الله عنها په حدیث کې راغلي دي وایي چې:

"كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصْبِحُ جُنُبًا مِنْ جِمَاعٍ غَيْرِ احْتِلَامٍ ثُمَّ يَصُومُ فِي رَمَضَانَ".

«پيغمبر صلی الله علیه وسلم به له جماع څخه جنب و؛ نه له احتلام څخه او سبا به پرې راوښاته بیا به یې د رمضان روژه نیوله». متفق علیه.44

دریم حکم: له کعبې څخه طواف: په حایضې باندې د بیت الله طواف حرام دی، که فرضي وي او یا نفلي، او ترې نه صحیح کیږي؛ او پاتې شول نور کارونه لکه: د صفا او مروه تر مینځ سعې، په عرفې ودرېدل، مزدلفه او منا کې د شپو تېرول، د جمراتو ویشتل او داسې نور د حج او عمرې له مناسکو څخه نو ورباندې حرام نه دي، دلیل یې عائشې ته د نبي - صلی الله علیه وسلم - وینا ده کله چې پرې حيض راغی:

«افْعَلِي مَا يَفْعَلُ الْحَاجُّ غَيْرَ أَلَّا تَطُوفِي بِالْبَيْتِ حَتَّى تَطْهُرِي».

«هغه څه وکړه چې حاجی یې کوي، مګر تر څو چې پاکه شوې نه یي د بیت الله طواف مه کوه»45

نو پر دې اساس؛ که چېرته ښځې د پاکوالي پر مهال طواف وکړ بیا د طواف وروسته سمدلاسه پرې حیض راغی، او یا د سعې پر مهال، نو په دې کې هیڅ باک نشته.

څلورم حکم: له حایضې څخه د طواف الوداع ساقطېدل ( د الله په امانۍ طواف ): نو کله چې ښځې د حج او عمرې مناسک پوره کړل بیا پرې حیض راغی مخکې له دې چې خپل هېواد ته ووځي، او تر وتلو پورې حائضه پاتې شوه، نو هغه به له طواف الوداع پرته راوځي (یعنې د الله په امانۍ طواف پرې نشته)؛ د ابن عباس رضي الله عنهما د حديث له وجې هغه فرمايلي:

"أُمِرَ النَّاسُ أَنْ يَكُونَ آخِرُ عَهْدِهِمْ بِالْبَيْتِ، إِلَّا أَنَّهُ خُفِّفَ عَنِ الْمَرْأَةِ الْحَائِضِ".

«خلکو ته امر شوی چې وروستی عمل یې د بیت الله (کعبې) طواف وي، خو دا طواف حائضه مېرمنې ته معاف شوی دی». [متفق عليه].46

او حائضې ښځې ته د الله په امانۍ پر مهال مستحب نه دي چې د مسجد الحرام دروازې ته راشي او دعا وکړي، ځکه دا د نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه نه دي راغلي، سره لدې چې عبادات توقیفي دي (له هغه څخه په نقل) مبني دي، بلکه هغه څه چې له نبي -صلی الله علیه وسلم- څخه راغلي د دې خلاف دي، ځکه د صفیه -رضي الله عنها- په قصه کې کله چې د افاضې له طواف څخه وروسته پرې حیض راغی؛ نبي - صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«فَلْتَنْفِرْ إِذَنْ».

«نو لاړه دې شي». متفق عليه.47

او امر یې ورته ونه کړ چې د مسجد دروازې ته لاړه شي، او که چېرته دا کار جایز وای نو ویلي به یې و. خو د حج او عمرې طواف ترې نه ساقطیږي، بلکه هر کله چې پاکه شوه نو کوي به یي.

پنځم حکم: په جومات کې پاتې کېدل: نو پر حائضې باندې په جومات کې پاتې کېدل حرام دي، آن په عیدګاه کې پرې پاتې کېدل حرام دي، د ام عطیة رضي الله عنها د حديث له وجې چې هغې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې فرمایل یې:

«يَخْرُجُ الْعَوَاتِقُ وَذَوَاتُ الْخُدُورِ وَالْحُيَّضُ».

«پېغلې، پرده پوښې او حایضې به وځي». او پکې راغلي چې:

«يَعْتَزِلُ الْحُيَّضُ الْمُصَلَّى».

«حایضې دې د لمانځه له ځای څخه لرې پاتې شي». متفق عليه.48

شپږم حکم: جماع ( کوروالی ) په خاوند یې حرام دي چې کوروالی ورسره وکړي، او پر ښځې هم حرام دي چې زمینه ورته برابره کړي؛ د الله تعالی د دې قول له مخې:

﴿وَيَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡمَحِيضِۖ قُلۡ هُوَ أَذٗى فَٱعۡتَزِلُواْ ٱلنِّسَآءَ فِي ٱلۡمَحِيضِ وَلَا تَقۡرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطۡهُرۡنَ...﴾

(او پوښتنه کوي دوی له تا نه -اې محمده!- د حیض (د احکامو) په اړه، ته ورته ووایه! دا یوه پلیتي ده نو په څنګ (جدا) شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په وخت د حیض کې. او مه نږدې کېږئ! (په جماع سره) دوی ته تر څو پورې چې (ښې) پاکې شي...) [البقرة سورت: ایت ۲۲۲]، او مراد په حیض سره د حیض وخت او ځای دی چې هغه فرج (شرمګاه) ده. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغې وینا له مخې:

«اصْنَعُوا كُلَّ شَيْءٍ إِلَّا النِّكَاحَ».

«هر څه وکړئ پرته له نکاح». يعني: جماع. مسلم روایت کړی؛49 او ځکه پر دې د مسلمانانو اجماع ده چې په شرمګاه کې د حائضې سره یو ځای کېدل حرام دي.

نو روا ندي هیڅ سړي ته چې په الله او د آخرت پر ورځې ایمان لري چې په دې ناروا کار دي اقدام وکړي، هغه چې په منع کېدو یې د الله تعالی کتاب او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم- سنت او د مسلمانانو اجماع دلالت کړی وي، (که دا کار وکړي) نو له هغه چا څخه به وي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت یې کړی دی، او د مسلمانانو له لارې پرته د بلې پیروي به یې کړي وي په المجموع کې يې ویلي چې د المهذب شرحه ده ۲ ج ۳۷۴ مخ : شافعي رحمه الله فرمایلي دي: «چا چې دا کار وکړ نو په یقیني توګه کبیره ګناه یې وکړه». زمونږ ملګرو (علماوو) او نورو ویلي(۱): «چا چې د حائضې سره کوروالی حلال وګاڼه د هغه په کافریدو حکم کیږي» وینا یې پای ته ورسیده.

حال دا چې ورته - الحمد لله - روا دي هغه څه چې خپل شهوت پرې پرته له کوروالي څخه مات کړي لکه مچې اخیستل، غیږ کې نیول او یا له شرمګاه پرته له (نورو ځایونو) خوند اخیستل، خو غوره دا ده چې د نوم او زنګنونو تر منځه پرته له حائل (جامې) څخه مباشرت ونکړي. د عائشې رضي الله عنها د قول له مخې:

"كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْمُرُنِي فَأَتَّزِرُ فَيُبَاشِرُنِي وَأَنَا حَائِضٌ".

«نبي - صلی الله علیه وسلم - به راته امر کاوه نو، ازار به مې کلک وتاړه، بیا به یې راسره مباشرت کاوه پداسې حال کې چې زه به حائضه وم». متفق عليه.50

اووم حکم: طلاق: پر خاوند حرام دي چې حائضې ته د حیض پر مهال طلاق ورکړي؛ د الله تعالی د قول له مخې:

﴿يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ...﴾

(اې نبي! كله چې تاسي مېرمنې طلاقوئ نو عدت (پيلېدو) كې يې طلاقوئ...) [الطلاق سورت: ایت ۱] يعنې په داسې حالت کې چې د طلاق په وخت کې يې د عدت معلوم وخت تر لاسه کړی وي او دا يوازې په هغه صورت کې کیږي چې هغې ته طلاق ورکړي په داسې حال کې چې امیدواره وي او یا پاکه وي پرته د کوروالي څخه؛ ځکه که د حيض په وخت کې طلاق ورکړل شي نو عدت يې نه دی ورکړل شوی، ځکه په کوم حیض کې چې طلاقه شوې ده له عدت څخه نه شمېرل کيږي او که چېرته له جماع څخه وروسته په پاکوالي کې طلاق ورکړل شي نو هغه عدت چې باید تېر یې کړي معلوم به نه وي، ځکه چې دا معلومه نه ده چې آیا لدې جماع څخه حامله شوې، تر څو د حاملې عدت تېر کړي او یا دا چې حمل نه لري، تر څو حیض وشمیرلای شی، نو کله چې د عدت له ډول څخه ډاډ ندی حاصل شوی؛ طلاق پرې حرام دی، تر دې چې خبره معلومه شوې نه وي.

نو د حیض پر مهال د حائضې ښځې طلاقول د تېر آیت په دلیل حرام دي؛ او د هغه څه له امله چې په صحیحینو او نورو کې د ابن عمر له حدیث څخه ثابت دي چې هغه خپله ښځه د حیض پر مهال طلاقه کړه، نو عمر پدې کار نبي صلی الله علیه وسلم خبر کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم غصه شو او ویې ویل:

«مُرْهُ فَلْيُرَاجِعْهَا ثُمَّ لِيُمْسِكْهَا حَتَّى تَطْهُرَ، ثُمَّ تَحِيضَ، ثُمَّ تَطْهُرَ، ثُمَّ إِنْ شَاءَ أَمْسَكَ بَعْدُ، وَإِنْ شَاءَ طَلَّقَ قَبْلَ أَنْ يَمَسَّ، فَتِلْكَ الْعِدَّةُ الَّتِي أَمَرَ اللَّهُ أَنْ تُطَلَّقَ لَهَا النِّسَاءُ».

«امر ورته وکړه چې رجوع ورته وکړي، بیا دې ځان سره وساتي تر څو چې پاکه شي، بیا پرې حیض راشي، بیا پاکه شي، نو بیا یې که غوښتل وروسته دې وساتي او که یې غوښتل نو مخکې لدې چې کوروالی ورسره وکړي طلاقه دې کړي، دا هغه عدت دی چې الله پرې امر کړی چې ښځې یې له مخې طلاقې کړی شي».51

نو که یو سړی د حیض پر مهال ښځه طلاقه کړي هغه ګناهکار دی، او ورته په کار دي چې الله تعالی ته توبه وباسي، او ښځه بېرته تر خپلې غاړي کړي ددې لپاره چې د الله او د الله د رسول له امر سره سم شرعي طلاق ورکړي، نو کله یې چې تر غاړې کړه هغه دې پریږدي تر څو له هغه حیض څخه پاکه شي چې طلاق یې پکې ورکړی و، بیا پرې بل ځل حیض راشي، بیا چې کله پاکه شوه نو که یې غوښتل له ځان سره دې پریږدي او یا یې غوښتل چې له کوروالي مخکې یې طلاقه کړي نو ودې کړي.

او د حیض پر مهال د طلاق له حراموالي څخه درې مسئلې مستثنی دي:

لومړۍ: کله چې طلاق مخکې له خلوت او کوروالي څخه وي، نو څه خبره نشته که د حیض پر مهال یې طلاقه کړي. ځکه چې ده لره پر هغې کوم عدت نشته، نو طلاق یې د الله تعالی د دې قول پر خلاف نه دی:

﴿...فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ...﴾

(...نو عدت (پيلېدو) كې يې طلاقوئ...) [الطلاق سورت: ایت ۱].

دویمه: کله چې حیض د امیدوارۍ (حمل) په حالت کې وي، او په دې اړه وړاندې څرګندونې وشوې.

دریمه: کله چې طلاق په عوض (بدل) سره وي، نو پروا نه کوي چې د حیض په حالت کې طلاقه کړي.

د بیلګې په توګه که د خاوند او ښځې تر منځ جګړه او ناوړه ژوند و، نو خاوند ترې یو څه عوض اخلي د دې لپاره چې طلاقه یې کړي، نو دا طلاق جایز دی اګر که حائضه هم وي. دلیل یې د ابن عباس - رضي الله عنهما - حدیث دی چې: د ثابت بن قیس بن شماس ښځه نبي - صلی الله علیه وسلم - ته راغله او ورته یې وویل: ای د الله رسوله! زه هغه په اخلاقو او یا دیندارۍ کې نه ملامتوم، مګر کفر په اسلام کې بد ګڼم، نو نبي صلی الله علیه وسلم وویل:

«أَتَرُدِّينَ عَلَيْهِ حَدِيقَتَهُ؟»

«آیا د هغه باغ ورته بېرته ورکوې؟» هغې وویل: هو. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل:

«اقْبَلِ الْحَدِيقَةَ وَطَلِّقْهَا تَطْلِيقَةً».

«باغچه قبوله کړه او یو طلاق ورکړه» [بخاري روایت کړی].52

او پېغمبر صلی الله علیه وسلم د دې پوښتنه ونکړه چې آیا حائضه ده او که پاکه؟ او ځکه چې دا طلاق د ښځې لخوا د ځان فدیه وه، نو د اړتیا پر مهال جایز دی، که په هر حالت کې وي.

په المغنې کې د حیض پر مهال د خلعې د روا والي د علت په اړه وایي: ۷ ج ۵۲ مخ: «ځکه کومه منعه چې له طلاق څخه د حیض پر مهال راغلې؛ علت یې هغه ضرر دی چې د عدت په اوږدیدو سره ورته رسیږي، او خلع د هغه ضرر د لمنځه وړلو لپاره ده چې د ناوړه رویې او سپک لیدلو له امله د هغه چا سره رامنځ ته کیږي چې بد یې ګڼي او غصه یې ورته راځي، او دا کار د عدت د اوږدوالي په پرتله ډیر ضرري دی، نو د غټ ضرر دفع کول په وړوکي سره روا شو، لدې امله پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هغې ښځې د حالت پوښتنه ونکړه چې ځان یې خلاصاوه».

او د حیض پر مهال په ښځې نکاح تړلو کې کومه خبره نشته، ځکه چې اصل جواز دی، او په منعه کولو یې هیڅ دلیل نشته، مګر د حیض پر مهال د خاوند پر وننوتلو کې باید ولیدل شي که چېرته ډاډ موجود وو چې ورسره نه یو ځای کیږي نو کومه خبره نشته چې ورننوځي، او که ډاډ نه و موجود نو ندې ورننوځي تر دې چې پاکه شي، لدې ویرې هسې نه چې په حرام کې واقع شي.

اتم حکم: په حېض سره د طلاق عدت ته اعتبار ورکول: نو کله چې سړي خپله ښځه طلاقه کړه وروسته لدې چې ورسره یو ځای شو او یا یې ورسره خلوت وکړ نو پرې واجب دي چې پوره درې حېضونه عدت پرې تېر کړي، که چېرته د حیض والا وه او حمل یې نه درلوده؛ د الله تعالی د دې قول له امله:

﴿وَٱلۡمُطَلَّقَٰتُ يَتَرَبَّصۡنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَٰثَةَ قُرُوٓءٖ...﴾

(او طلاقې کړی شوې ښځې دې انتظار کوي په ځانونو خپلو (له نکاح نه تر) درې حیضونو (کاملو) پورې...) [البقرة سورت: ایت ۲۲۸]، یعنې: درې حیضونه. نو که چېرته حامله وه، عدت یې د حمل تر پوره زیږولو پورې دی، برابره ده که دا موده لنډه او یا اوږده شي؛ دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:

﴿...وَأُوْلَاتُ الأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ...﴾

(...او د حامله ښځو د عدت حد دا دى چې هغوی حمل وضع كړي...) [الطلاق سورت: ایت ۴]، او که چېرته د حیض له خاوندانو نه وه، لکه کوچنۍ ماشومه چې حېض پرې نه وي پیل شوی، او یا هغه د زیات عمر له امله له حیض څخه نا امیده شوې وي، یا دا چې په عملیاتو سره یې رحم لرې کړی وي او داسې نور کارونه چې د حېض راتللو تمه ورسره نه کیږي، نو د دا ډول ښځو عدت درې میاشتې دی؛ الله تعالی فرمایلي:

﴿وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِن نِّسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ...﴾

(او ستاسي له مېرمنو څخه چې كومې له حيضه ناهيلې شوې وي د هغوی په اړه كه تاسي شكمن شوي ياست نو د هغوی عدت درې مياشتې دى، او همدغه حكم د هغو ښځو دى چې لا تر اوسه يې حيض نه وي راغلى...) [الطلاق سورت: ایت ۴]، او که چېرته د حیض له خاوندانو څخه وه خو حیض یې د یو معلوم سبب له وجهې لکه ناروغتیا او رضاعت (ماشوم ته شېده ورکولو) له امله نه راته، نو هغه به عدت کې پاتې کیږي اګر که موده یې اوږده شي تر دې چې حیض پرې راشي نو عدت به پرې تېر کړي، او که چېرته سبب لرې شو او حیض را نه غی، داسې چې له ناروغتیا څخه جوړه شوه او یا یې رضاعت پای ته ورسیده او حیض لا نه دی راغلی نو باید د علت له ختمیدو نه وروسته پوره یو کال عدت تېر کړي، او همدا صحیح قول دی، چې د شریعت له قواعدو سره اړخ لګوي، ځکه چې که علت لرې شي او د هغې حیض لا نه وي راغلی نو دا د هغه چا په څېر شوه چې حیض یې د نامعلوم دلیل لپاره ودرېدلی وي، نو دا به پوره یو کال عدت تیروي؛ نهه میاشتې د امیدوارۍ لپاره د احتیاط له مخې؛ ځکه چې ډیری وختونه حمل همدومره وي او درې میاشتې د عدت لپاره.

خو که چېرته طلاق د (نکاح) له عقد نه وروسته او د کوروالي او یا خلوت نه مخکې و، نو پدې کې بیخې عدت نشته، نه په حیض او نه په بل څه سره؛ د الله تعالی د دې قول له امله:

﴿يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا...﴾

(اې مومنانو كله چې تاسي مومنانې په نكاح كړئ بيا يې طلاقې كړئ مخكې له دې چې لاس ور وړئ (کوروالی وکړئ) نو بيا تاسي لپاره پر هغوى كوم عدت نشته چې شمېرئ به يې...) [الأحزاب سورت: آیت ۴۹].

نهم حکم: د رحم په پاکوالي حکم، یعنې: چې حمل په کې نشته، او هر کله چې د رحم پر پاکوالي حکم کولو ته اړتیا پیدا کیږي نو دېته بیا اړتیا لیدل کیږی، او په دې کې مسألې دي:

لدې څخه: کله چې یو سړی مړ شو او ښځه ترې پاتې شوه - نو د دې ښځې په ګېډه کې ماشوم لدې مړي څخه میراث وړي،- او دې ښځې (بل) خاوند وکړ، نو دا خاوند به ورسره کوروالی نه کوي تر څو چې حیض شوي نه وي، یا دا چې حمل یې ښکاره شي، نو که چېرته یې حمل ښکاره شو نو (حمل ) ته په مېراث وړلو پریکړه کوو، ځکه چې د موروث د مړیني پر مهال د ده په شتون پریکړه کوو، او که چېرته پرې حیض راغی نو پریکړه کوو چې د میراث مستحق ندی، ځکه چې مونږ پریکړه وکړه چې رحم یې په حیض سره پاک شوی دی.

لسم حکم: د غسل واجبېدل: نو پر حائضې؛ چې کله پاکه شوه د ټول بدن په وینځلو سره غسل کول واجب دي؛ فاطمې بنت أبي حُبیش ته د نبي صلی الله علیه وسلم د وینا له امله:

«فَإِذَا أَقْبَلَتِ الْحَيْضَةُ فَدَعِي الصَّلَاةَ، وَإِذَا أَدْبَرَتْ فَاغْتَسِلِي وَصَلِّي».

«کله چې حېض راغی نو لمونځ پرېږده، او کله چې لاړ نو غسل وکړه او لمونځ وکړه». [بخاري روایت کړی].53

تر ټولو لږ واجب په غسل کې دا دي چې ټول بدن ته اوبه ورسیږي، آن د ویښتانو لاندې ځایونو ته، او غوره دا ده چې هغه ډول غسل وشي لکه په حدیث کې چې راغلی دی. له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه، کله چې أسماء بنت شَکَل ورڅخه د حیض د غسل په اړه پوښتنه وکړه، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تَأْخُذُ إِحْدَاكُنَّ مَاءَهَا وَسِدْرَتَهَا فَتَطَهَّرُ فَتُحْسِنُ الطُّهُورَ، ثُمَّ تَصُبُّ عَلَى رَأْسِهَا فَتَدْلُكُهُ دَلْكًا شَدِيدًا، حَتَّى تَبْلُغَ شُؤُونَ رَأْسِهَا، ثُمَّ تَصُبُّ عَلَيْهَا الْمَاءَ، ثُمَّ تَأْخُذُ فِرْصَةً مُمَسَّكَةً -أَيْ: قِطْعَةَ قُمَاشٍ فِيهَا مِسْكٌ- فَتَطَهَّرُ بِهَا».

«ستاسو څخه یوه دې اوبه او بېره راواخلي او ځان دې پرې په ښه توګه پاک کړي، بیا دې په سر اوبه واړوي او کلک دې ومږي تر دې چې د ویښتانو بیخونو ته (اوبه) ورسیږي، بیا دې پرې اوبه واچوي، بیا دې د ټوټې یوه تکه یعنې چې مشک پکې وي - راواخلي - او ځان دې پرې پاک کړي، اسماء وویل: څنګه پرې ځان پاک کړي؟ نو ویې ویل:

«سُبْحَانَ اللَّهِ!»

"پاکي ده الله تعالی لره!" نو عائشې ورته وفرمایل: د وینې اثر به څاري. (مسلم په (۵۴) شمیره روایت کړی دی).54

او د ویښتانو سپړل واجب نه دي، مګر دا چې کلک تړل شوي وي، چې دا ویره وي هسې نه چې اوبه یې بېخونو ته ونه رسیږي. دلیل یې په صحیح مسلم کې د أم سلمة رضی الله عنها حدیث دی چې هغې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه نو ویې ویل: زه یوه ښځه یم چې ويښتان مې کلکوم (کمڅي کوم) نو آیا وېښتان مې د جنابت د غسل پر مهال پرانیزم؟ او په بل روایت کې دي: د حیض او جنابت له غسل څخه؟ نو ویې وییل:

«لَا، إِنَّمَا يَكْفِيكِ أَنْ تَحْثِيَ عَلَى رَأْسِكِ ثَلَاثَ حَثَيَاتٍ ثُمَّ تُفِيضِينَ عَلَيْكِ الْمَاءَ فَتَطْهُرِينَ».

«نه، بسنه کوي چې په سر دې درې لپې اوبه واړوې بیا دې په ټول بدن اوبه تېرې کړه نو پاکه به شې».55

او کله چې حائضه د لمانځه د وخت پر مهال پاکه شوه نو پرې واجب دي چې د غسل په کولو کې بیړه وکړي تر څو لمونځ په خپل وخت کې ومومې، نو که چېرته په سفر کې وه او اوبه ورسره نه وې او یا ورسره اوبه وې خو په کارولو یې له ضرر څخه ویرېدله، او یا ناروغه وه چې اوبو ورته ضرر رساوه، نو هغه دې د غسل پر ځای تیمم وکړي تر څو ممانعت لرې شي بیا دې غسل وکړي.

او ځنې ښځې د لمانځه د وخت پر مهال پاکې شي خو غسل کول بل وخت ته وروسته کوي او وایي: پدې وخت کې نشي کولی پوره ځان پاک کړي، خو دا نه دلیل دی او نه عذر؛ ځکه هغه کولای شي چې په غسل کې لږ واجب باندې بسنه وکړي، او لمونځ په خپل وخت کې ادا کړي، بیا چې وخت په لاس ورغی ځان دې په پوره توګه پاک کړي.

پنځم ځپرکی: د استحاضې او د هغې د حکمونو په اړه

استحاضه: په پرلپسې توګه په ښځینه باندې د وینې راتلل دي چې هیڅکله ورڅخه نه پرې کیږي، یا ورڅخه د لنډ مهال لپاره پرې شي لکه په میاشت کې یوه او یا دوه ورځې.

نو د لومړي حالت دلیل چې هیڅ ورڅخه نه پرې کیږي هغه (حدیث) دی چې په صحیح البخاری کې له عائشې رضي الله عنها څخه ثابت دی چې فرمایي: فاطمې بنت أبي حبیش رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:

"يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي لَا أَطْهُرُ".

"ای د الله رسوله! زه هیڅ نه پاکیږم". او په يو روايت کې دي:

"أَسْتَحَاضُ فَلَا أَطْهُرُ".

"زه استحاضه کيږم او نه پاکېږم".56

او د دویم حالت دلیل چې وینه پکې نه پرې کیږي مګر ډیره لږه؛ د حمنة بنت جحش حدیث دی چې نبي - صلی الله علیه وسلم - ته راغله او ویې وییل:

"يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي أَسْتَحَاضُ حَيْضَةً كَثِيرَةً شَدِيدَةً".

«ای د الله رسوله! زه ډیره سخته حېض کیږم» [احمد، ابوداود او ترمذي روایت کړی دی، او صحيح یې بللی دی، او د امام احمد تصحيح او د بخاري تحسين يې رانقل کړی دی].5758

د استحاضې حالتونه:

پر استحاضې اخته ښځه دري حالتونه لري:

لومړۍ صورت: دا چې له استحاضې مخکې يې حيض معلوم وي، نو دا د هغې د حيض پخوانۍ معلومې دورې ته ورګرځي، نو په هغې کې کښېني (له عبادتونو لاس نیسي) او د حيض احکام ورته ثابتیږي او له دې مودې پرته نور استحاضه ده، د استحاضې حکمونه ورته ثابتیږي.

د دې بیلګه: یوه ښځه چې د هرې میاشتې په سر کې به یې شپږ ورځې حیض راته، بيا پرې ناڅاپه استحاضه راغله، نو وینه پرې پرلپسې راتله، نو د دې حیض له هرې میاشتې لومړۍ شپږ ورځې دی، او لدې پرته د استحاضې (وینه) ده؛ دلیل یې د عائشې رضي الله عنها حدیث دی چې فاطمې بنت أبی حُبیش وویل: ای د الله رسوله! زه داسې حائضه کیږم چې نه پاکیږم، نو آیا لمونځ پریږدم؟ ویې ویل:

«لَا، إِنَّ ذَلِكَ عِرْقٌ، وَلَكِنْ دَعِي الصَّلَاةَ قَدْرَ الْأَيَّامِ الَّتِي كُنْتِ تَحِيضِينَ فِيهَا ثُمَّ اغْتَسِلِي وَصَلِّي».

«نه، هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ کوه». بخاري روایت کړی.59

او د مسلم په صحیح کې دي چې نبي صلی الله علیه وسلم أم حبیبې بنت جحش ته وویل:

«امْكُثِي قَدْرَ مَا كَانَتْ تَحْبِسُكِ حَيْضَتُكِ ثُمَّ اغْتَسِلِي وَصَلِّي».

«تر هغه وخته پورې پاتې شه څومره به چې حیض ایسارولې بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه».60

په دې اساس هغه ښځه چې حیض یې معلوم وي باید د حیض په موده کې کښېني، بیا دې غسل وکړي او لمونځ دې وکړي او په دې وخت کې دې د وینې پروا نه کوي.

دویم صورت: چې له استحاضې مخکې يې حيض معلوم نه وي، داسې چې له اول نه پرې(د استحاضې) وینه په دوامداره توګه راځي، نو دا به د ویني حالت ته ګوري، هغه چې توره، ټینګه او بدبویه وه؛ د حیض حکمونه ورته ثابتیږي، او لدې پرته استحاضه ده، د استحاضې حکمونه ورته ثابتیږي.

د دې بیلګه یوه ښځه ده چې د لومړي ځل لپاره یې چې وینه ولیده، او پرلپسې پرې راتله، مګر لس ورځې یې توره ګوري، او پاتې میاشت یې سره ګوري، یا یې لس ورځي ټینګه ګوري او پاتې میاشت نرۍ، او یا یې لس ورځي بد بویه ګوري لکه د حیض وینه او پاتې میاشت بوي نه لري، نو دا په لومړي مثال کې تور حیض په دویم مثال کې ټینګ او په دریم مثال کې بدبویه حیض دی، او لدې پرته استحاضه ده. دلیل یې فاطمې بنت أبي حُبیش ته د نبي - صلی الله علیه وسلم - وینا ده:

«إِذَا كَانَ دَمُ الْحَيْضَةِ فَإِنَّهُ أَسْوَدُ يُعْرَفُ، فَإِذَا كَانَ ذَلِكَ فَأَمْسِكِي عَنِ الصَّلَاةِ فَإِذَا كَانَ الْآخَرُ فَتَوَضَّئِي وَصَلِّي؛ فَإِنَّمَا هُوَ عِرْقٌ».

«که چېرته د حېض وینه وي هغه توره ده پېژندل کیږي، نو که داسې وه لمونځ پریږده، که چېرته بله وه نو اودس وکړه او لمونځ وکړه؛ ځکه چې هغه یو رګ دی». ابو داود او نسائي روایت کړی دی، او ابن حبان او الحاکم صحیح بللی دی.61

دا حدیث سره لدې چې په سند او متن کې يې خبره شته خو بیا هم علماوو - رحمهم الله - پرې عمل کړی، او لدې به ښه وي چې د ښځو غالب عادت ته وروګرځول شي.

دریم صورت: چې معلوم حیض و نه لري او نه سم توپیر کولی شي، داسې چې وینه له لومړي سر څخه په پرلپسې توګه په یوه بڼه راځي او یا ګډودې بڼې لري نو دا امکان نه لري چې حیض به وي، نو پداسې حال کې د ښځو غالب حالت باندې عمل کیږي، داسې چې له هرې میاشتې څخه به یې حیض شپږ یا اووه ورځې وي، له هغه مهاله به پیلیږي چې وینه پکې وګوري، او لدې پرته استحاضه ده.

د دې مثال دا دی چې د مياشتې په پنځمه لومړۍ وينه وګوري پرته لدې چې د وینې سم توپیر پکې وکړای شي؛ نه د رنګ او نه د بل څه له مخې، نو حیض به یې له هرې مياشتې شپږ يا اوه ورځې وي چې هر ځل به د میاشتې له پنځمې نېټې څخه پيل کېږي. له حمنة بنت جحش رضی الله عنها څخه روایت دی هغې وویل: ای د الله رسوله! زه ډیره لویه او سخته حیض کیږم، نو په دې اړه څه فکر کوې؟ د لمانځه او روژې څخه یې منع کړې یم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَنْعَتُ لَكِ (أَصِفُ لَكِ اسْتِعْـمَال) الْكُرْسُفَ (وهُـوَ القُطْنُ) تَضَعِينَهُ عَلَى الْفَرْجِ، فَإِنَّهُ يُذْهِبُ الدَّمَ».

«زه تاسو ته د کُرسف کارول بیانوم (چې پنبه ده) او تاسو یې په شرمګاه ږدئ، هغه وینه لرې کوي», هغې وفرمایل: هغه لدې نه زیاته ده. او په اړه یې وفرمایل:

«إِنَّمَا هَذَا رَكْضَةٌ مِنْ رَكَضَاتِ الشَّيْطَانِ، فَتَحَيَّضِي سِتَّةَ أَيَّامٍ أَوْ سَبْعَةً فِي عِلْمِ اللَّهِ تَعَالَى، ثُمَّ اغْتَسِلِي حَتَّى إِذَا رَأَيْتِ أَنَّكِ قَدْ طَهُرْتِ وَاسْتَنْقَيْتِ فَصَلِّي أَرْبَعًا وَعِشْرِينَ أَوْ ثَلَاثًا وَعِشْرِينَ لَيْلَةً وَأَيَّامَهَا وَصُومِي».

«دا خو د شيطان يو ټېله ده، نو د الله تعالى په علم کې شپږ يا اوه ورځې ځان حايضه وګڼه، بیا غسل وکړه، او کله چې دې وليدل چې پاکه او صافه شوې يې، نو څلیشت يا درویشت شپې او ورځې لمونځ کوه او روژه نيسه». حديث. [احمد، ابو داود او ترمذي روایت کړی او ترمذي صحیح ګڼلی دی، او له احمد څخه نقل شوي چې هغه یې صحیح، او له بخاري څخه چې هغه یې حسن ګڼلی دی].6263

او د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم دا قول: (شپږ ورځې او اووه) د اختیار لپاره نه بلکي اجتهاد دی، نو هغه څه چې د هغې حالت ته نږدې وي له هغه چا څخه چې د دې سره په پېدایښت، عمر او خپلولۍ کې ورته والی ولري، او په هغه څه کې چې دې ته د حیض په وینه کې نږدې والی ولري او داسې نور هغه چې اعتبار ورته ورکول کیږي. نو که چېرته دې ته نږدې وه چې شپږ وي نو شپږ ورځي دې ونیسي، او که چېرته اوو ته نږدې وه نو (حیض) دې اووه ورځې وګرځوي.

د هغه چا حالت چې مستحاضې ته ورته والی ولري:

کله ښځینه ته داسې یو سبب پیدا شي چې له امله یې له شرمګاه څخه وینه راځي لکه په رحم کې عملیات او یا بل څه، او دا دوه ډوله دي:

لومړی ډول چې: پدې پوهه شي چې شونې نده د عملیات نه وروسته حیض شي، د بیلګې په توګه له بیخه د رحم ویستل او یا بندول یې پداسې ډول چې وینه ترې رانشي، نو دې ښځې ته د مستحاضې احکام نه ثابتیږي، بلکې حکم یې د هغه چا دی چې زیړوالی، خړوالی او یا لوندوالی له پاکوالي څخه وروسته وګوري، نو لمونځ او روژه به نه پریږدي او له جماع کولو هم منع کولی نه شي، او له دې وینې څخه غسل نه واجبیږي، بلکې د لمانځه پر مهال ورباندې د وینې وینځل حتمي دي، او په شرمګاه دې یو تکه او یا بل څه وروتړي، تر څو د وینې د راوتلو مخنیوی وشي، بیا دې لمانځه ته اودس وکړي، او اودس به ورته نه کوي تر هغه چې وخت یې نه وي داخل شوی، که چېرته ورته وخت و، لکه پنځه وخته لمونځونه، له دې پرته یې چې هر لمونځ کول غوښتل لکه مطلق نفلي لمونځونه (نو تازه اودس دې ورته کوي).

دویم ډول: پدې نه پوهیږي چې له عملیات څخه وروسته به یې وینه ودریږي، بلکې کیدی شي حیض شي، نو د دې حکم د مستحاضې حکم دی، او څه چې وویل شول دلیل یې فاطمة بنت أبی حبیش ته د پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - وینا ده:

«إِنَّمَا ذَلِكَ عِرْقٌ وَلَيْسَ بِالْحَيْضَةِ، فَإِذَا أَقْبَلَتِ الْحَيْضَةُ فَاتْرُكِي الصَّلَاةَ».

«هغه یو رګ دی او حیض ندی، نو کله چې حیض راغی نو لمونځ پریږده».64

او د هغه دا قول:

«فَإِذَا أَقْبَلَتِ الْحَيْضَةُ».

«نو کله چې حیض راغی» پدې معنا ده چې د مستحاضې حکم د هغه چا لپاره چې حیض پرې راځي شوني ده چې پرې راشي او لاړ شي، خو هغه څوک چې حیض پرې نه راځي نو په هر حالت کې یې وینه رګ دی.

 

 

د استحاضې أحکام:

له پورتني مطلب څخه معلومه شوه چې وينه کله حيض وي؟ او کله استحاضه وي؟ نو کله چې حيض وه، نو د حيض احکام ورته ثابتیږي او کله چې استحاضه وه نو د هغې لپاره د استحاضې احکام ثابتیږي .

او وړاندې د حیض مهم حکمونه تېر شول.

او د استحاضې حکمونه لکه د پاکوالي حکمونه دي، نو هیڅ توپیر د مستحاضو او پاکو تر منځ نشته مګر په هغه څه کې چې لاندې راځي:

لومړی: د هر لمانځه لپاره پرې د اودس واجبېدل، فاطمې بنت أبي حُبیش ته د نبي صلی الله علیه وسلم د وینا له امله:

«ثُمَّ تَوَضَّئِي لِكُلِّ صَلَاةٍ».

«بیا د هر لمانځه لپاره اودس وکړه». دا حدیث امام بخاري د وینې مینځلو په باب کې روایت کړی دی، د دې معنې دا ده چې اودس به نه کوي د هغه لمانځه د پاره چې د هغې د پاره مقرر وخت وي مګر وروسته د وخت له داخلېدو څخه. که چیرته داسې لمونځ و چې هغې لره وخت مقرر نه و، نو هر کله یې چې د لمونخ کولو اراده وکړه اودس دې ورته وکړي.

دویم: کله یې چې اودس کاوه نو د وینې اثر به وینځي او شرمګاه به کلکه په مالوچو او تکې سره بندوي تر څو وینه ونیسي؛ د نبي - صلی الله علیه وسلم - د هغه قول له امله چې حمنة ته يې فرمايلي دي:

«أَنْعَتُ لَكِ الْكُرْسُفَ فَإِنَّهُ يُذْهِبُ الدَّمَ». قَالَتْ: فَإِنَّهُ أَكْثَرُ مِنْ ذَلِكَ. قَالَ: «فَاتَّخِذِي ثَوْبًا». قَالَتْ: هُوَ أَكْثَرُ مِنْ ذَلِكَ. قَالَ: «فَتَلَجَّمِي».

« کرسف(مالوچ) درته یادوم، ویې کاروئ) ځکه هغه وینه لرې کوي». هغې وویل: هغه وینه له هغه نه هم ډیره وي. ویې ویل: «نو ټوټه ونیسه». ویې ویل: له هغه نه هم ډیره وي. ویې ویل: «نو ځان کلک وتړه». حدیث، او که لدې وروسته بیا هم څه راوځي نو پروا نه کوي، دلیل یې فاطمه بنت أبی حبیش ته د نبي - صلی الله علیه وسلم وینا ده:

«اجْتَنِبِي الصَّلَاةَ أَيَّامَ حَيْضِكِ، ثُمَّ اغْتَسِلِي وَتَوَضَّئِي لِكُلِّ صَلَاةٍ، ثُمَّ صَلِّي، وَإِنْ قَطَرَ الدَّمُ عَلَى الْحَصِيرِ».

«د حیض په ورځو کې د لمانځه څخه ډډه وکړه، بیا غسل وکړه او هر لمانځه ته اودس وکړه، بیا لمونځ کوه، اګر که وینه درڅخه په پوزکي هم څڅېدله». احمد او ابن ماجه روایت کړی دی.65

دریم: کوروالی، علما یې د جواز په اړه سره اختلاف لري کله چې په زنا کې د واقع کېدو ویره موجوده نه وي، خو صحیح دا ده چې مطلقا روا ده، ځکه ډیری ښځې چې لسو ته رسیږي او یا زیاتې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې استحاضه شوې وې ، نو نه الله او نه یې رسول د هغوی سره له جماع کولو منعه فرمایلې ده، بلکې د الله تعالی پدې قول کې:

﴿...فَاعْتَزِلُواْ النِّسَاء فِي الْمَحِيضِ...﴾

(...نو په څنګ (جدا) شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په وخت د حیض کې...) [البقرة:۲۲۲] پدې دلالت کوي چې پرته له هغه (حيض) نه ترې ډډه کول واجب نه دي، او ځکه چې لمونځ ورته روا دی، نو کورالی خو آسان دی، او ورسره کوروالی د حائضې سره په کوروالي کولو قیاس کول سم نه دي، ځکه هغه څوک یې چې تحریموي د هغوی په اند سره برابر نه دي، او قیاس د توپیر سره نه صحیح کیږي.

شپږم څپرکی: د ولادت دوره (نفاس) او احکام یې

نفاس: هغه وينه ده چې رحم یې د ماشوم د پيدايښت له امله پریږدي، يا له هغې سره یوځای، یا ورڅخه وروسته، یا دوه او یا درې ورځې مخکې له درد سره.

او شیخ الاسلام ابن تیمیة ویلي: «هغه چې د درد دپېلېدو سره یې ګوري نو هغه نفاس دی». او په دوو او دريو ورځو یې محدود نه کړه، او هدف یې: درد چې ورپسې زیږون وي، کنه نو نفاس نه ده، او علما اختلاف لري چې آیا ډیره او یا لږه اندازه یې شته کنه؟. شیخ تقي الدین په خپل کتاب کې چې د هغو نومونو په اړه چې شریعت ورپورې حکمونه تړلي دي ویلي: (مخ:۳۷): «د نفاس نه لږه اندازه او نه یې ډیر اندازه حد لري، که چېرته فرض کړای شي چې یوې ښځې څلوېښت، یا شپېته او یا اویا ورځې وینه ولیده او بیا پرې شوه، نو هغه نفاس ده، خو که چېرته لدې هم اوږه شوه نو هغه د ناروغۍ وینه ده، نو بیا هغه مهال یې حد څلوېشت ورځې دی، ځکه ډیری ښځې یې چې ګوري وروستۍ نېټه یې همدومره وي او روایات پرې هم راغلي دي». وینا یې پای ته ورسیده.

ما وویل: په دې اساس، که چېرته یې وینه له څلویښتو زیاته شوه، او عادت یې داسې و چې په دې به پرې کېدله، او یا دا چې د پرې کېدولو د رانږدې کېدو نښې پکې ښکاره شوې، نو انتظار دې شي تر څو پرې شي، کنه د څلوېښتو په پوره کېدو سره دې غسل وکړي؛ ځکه اکثریت همداسې وي مګر دا چې د نفاس سره یې د حیض وخت راورسيږي نو بیا به هم انتظار وباسي تر څو یې د حیض وخت هم پای ته ورسیږي، که چېرته له هغې وروسته پرې شوه، نو ورته په کار دي چې د عادت په څېر یې وګڼي، او په همدې حساب به راتلونکي کې هم عمل کوي، او که چېرته یې دوام وموند نو هغه مستحاضه ده، نو د استحاضې تېرو حکمونو ته دې وروګرځي، او که چېرته د وینې په پرې کېدلو سره پاکه شوه نو هغه پاکه ده اګر که له څلوېښتو مخکې وي، نو غسل به کوي، لمونځ به کوي، روژه به نیسي او خاوند به یې ورسره کوروالی کوي، مګر دا چې د وینې پرې کېدل له یوې ورځې نه د کمې مودې لپاره وي بیا ورته حکم نشته، په المغني کې یې ويلي دی.66

او نفاس نه ثابتیږي مګر هغه مهال چې داسی یو شی وزیږوي چې د انسان صورت په کې ښکاري، که چېرته یې دومره کوچنی وغورځاوه چې د انسان شکل په کې نه ښکارېده نو بیا یې وینه د نفاس وینه نه ده، بلکه هغه به درګ وینه وي، او حکم به یې د مستحاضې حکم وي، او تر ټولو لږه موده چې د انسان شکل په کې لیدل کیدلی شي د امیدوارۍ له پیل څخه اتیا ورځې دي او ډیری وختونه نوي ورځې وي.

المجد ابن تیمیة ویلي: هر کله یې چې وینه ولیده او مخکې ترې یوه ورځ درد و نو پروا دې نه کوي او که وروسته ترې درد و نو لمونځ دې نه کوي او روژه دې نه نیسي، بیا چې له زیږون څخه وروسته خبره معلومه شوه او د ظاهري حالت خلاف وه بیرته دې وګرځي او لمونځونه دې لاندې کړي، او که چېرته یې خبره معلومه نشوه هغه څه چې ظاهري حکم وي پر همغه دې مخکې لاړه شي بیا پرې راګرځول نشته. له هغه یې په شرح الاقناع کې رانقل کړي دي.67

د نفاس أحکام:

د نفاس حکمونه کټ مټ لکه د حیض د حکمونو په څېر دي مګر په لاندې حالتونو کې:

لومړی عدت دی: چې په طلاق سره اعتبار ورکول کیږي نه په نفاس سره، ځکه که چېرته طلاق د حمل له زیږون څخه مخکې و نو عدت به یې په ږیږون سره پوره کیږي نه په نفاس سره، او که چېرته طلاق وروسته له زیږون څخه و نو انتظار به کوي تر څو پرې حیض راشي لکه وړاندې چې تېر شو.

دوهم: د ایلاء موده ده چې له هغې څخه د حیض موده محاسبه کیږي او د زیږون څخه وروسته دوره ترې نه محاسبه کیږي.

او ایلاء دېته وایې چې: یو سړی د خپلې ښځې سره د تل لپاره او یا دومره مودې لپاره چې له څلورو میاشتو زیاتیږي د کوروالي د پرېښودلو قسم یاد کړي، نو کله یې چې قسم وکړ او هغې ورڅخه د کوروالي غوښتنه وکړه، نو څلور میاشتې وخت ورته ټاکل کیږي، نو کله چې پوره شوې په کوروالي کولو او یا د ښځې په غوښته په جداوالي سره مجبوریږي، نو په دې موده کې که په ښځه نفاس تېر شو په خاوند نه حسابيږي، او همدومره موده به په څلورو میاشتو ور اضافه کیږي، د حیض پر خلاف چې د هغې موده په خاوند حسابیږي.

دریم: بلوغ ته رسیدل په حیض سره کیږي نه په نفاس سره؛ ځکه شونې نده چې ښځه دې حامله شي تر څو حایضه شوې نه وي، نو بلوغ ته رسیدل له امیدوارۍ څخه وړاندې په انزال سره کیږي.

څلورم: د حیض وینه چې کله پرې شوه او بیا د عادت له مخې راغله نو هغه په یقیني توګه حیض دی، دبیلګې په توګه چې د عادت له مخې یې مریضي اته ورځي وي، خو حیض څلور ورځې وګوري، بیا دوه ورځې پرې شي، بیا په اوومه او اتمه بیرته راوګرځي، نو دا راګرځیدونکی په یقیني توګه حیض دی، د حیض حکمونه ورته ثابتیږي، او د نفاس وینه چې کله له څلویښتو څخه مخکې ودریده او بیا په څلوېښتو راغله نو په هغې کې شک دی نو پرې واجب دي چې لمونځ وکړي او فرضي ټاکلې روژه په خپل وخت سره ونیسي، او هر څه چې په حایضې حرام وي پدې هم حرامیږي پرته له واجباتو څخه او له پاکوالي وروسته به د هغه څه قضایي راوړي چې پدې وینه کې یې کړي دي له هغه څه نه چې په حایضې یې قضا راوړل واجب وي. دا د حنبلې فقهاوو په نزد مشهور (قول) دي.68

او صحیح خبره خو دا ده چې وینه هر کله پرې په داسې وخت کې راغله چې د نفاس امکان پکې وي نو هغه نفاس (وینه) ده، کنه حیض ده، مګر دا چې په دوامداره توګه پرې راشي نو بیا به استحاضه وي.

او دا هغه څه ته نږدې خبره ده چې په المغنې کې یې له امام مالک رحمه الله څخه نقل کړې ده چې ویلي دي : او مالک ویلي:69 «او که چېرته یې وینه له دوو او یا دریو ورځو وروسته ولیده، یعنې له پرې کېدو نه وروسته - نو هغه نفاس دی کنه حیض دی». وینا یې پای ته ورسیده. او دا د شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله د ټاکنې غوښتنه هم ده.

په وینه کې د حقیقت له مخې شک نشته، بلکې شک یوه نسبي مسأله ده چې په هغه کې خلک د خپل علم او عقل له مخې سره اختلاف لري، او په قرآن او سنت کې د هر څه وضاحت شته، او هیڅکله الله تعالی یو څوک دوه ځلې په روژې نیولو نه دی مکلف کړی، یا دا چې دوه ځلې طواف وکړي، مګر که چېرته په لومړي ځل کې څه نقصان وي او جبرانول یې پرته له بیا کولو امکان و نه لري، مګر دا چې بنده له مکلفیت څخه هغه څه تر سره کړل چې توان یې درلوده، نو پدې سره یې غاړه خلاصه شوه، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:

﴿لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَا...﴾

(الله هېڅ ساكښ ته د هغه له وسې پورته مسؤوليت نه متوجه كوي...) [البقرة:۲۸۶]، او فرمایي:

﴿فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ مَا ٱسۡتَطَعۡتُمۡ...﴾

(نو څومره چې كولاى شئ له الله تعالی ووېرېږئ...) [التغابن:۱۶].

د حیض او نفاس تر مینځه پنځم توپیر:

په حيض کې که له عادت څخه مخکې پاکه شي نو خاوند ته يې له هغې سره له کراهت نه پرته جماع کول روا دي، خو په نفاس کې که چېرته له څلوېښتو نه مخکې پاکه شوه نو خاوند ته یې مکروه دي چې جماع ورسره وکړي، په مشهور قول سره په مذهب کې ، خو صحیح خبره دا ده چې جماع کول ورسره مکروه نه دي. او دا د جمهورو علماوو قول دی؛ ځکه کراهیت شرعي حکم دی، شرعي دلیل ته اړتیا لري، او په دې مسأله کې نور څه نشته پرته له هغه چې امام احمد له عثمان بن أبي العاص څخه ذکر کړي دي چې (مېرمن) یې ورته له څلوېشتو نه مخکې راغله، نو ورته یې وویل : مه رانږدې کیږه.70

او د دې نه کراهت نه لازمیږي، ځکه کيدی شي هغه دا کار د احتیاط لپاره کړی وي، له دې ویري چې کیدی شي (میرمن) يې له پاکوالي ډاډمنه نه وي، او یا کیدی شي د کوروالي له امله وینه په حرکت راشي، او یا د داسې کوم بل سبب له امله. والله اعلم.

اووم څپرکی: د هغه څه د کارونې په اړه چې حیض بندوي او یا یې راولي، او هغه څه چې د حمل مخنیوی کوي او یا یې غورځوي

د ښځې لپاره د هغه څه کارول چې د حيض مخنیوی کوي په دوه شرطونو جایز دي:

لومړی: چې په ځان له ضرر څخه ویره ونه لري، که چیرته یې پر ځان له ضرر څخه ویره درلوده نو بیا جایز نه دی؛ د الله تعالی د دې قول پر اساس:

﴿...وَلَا تُلۡقُواْ بِأَيۡدِيكُمۡ إِلَى ٱلتَّهۡلُكَةِ...﴾

(...او په خپلو لاسونو خپل ځانونه په هلاكت كې مه غورځوئ...) [البقرة سورت: ایت ۱۹۵].

﴿...وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمۡ رَحِيمٗا﴾

(...او خپل ځانونه مه وژنئ (كفر يا ګناه مه كوئ) بې شكه الله خو پر تاسو ډېر مهربان دى). [النساء سورت: ایت ۲۹].

دویم: دا چې د خاوند په اجازې سره وي که چېرته د هغه سره تړاو ولري، لکه د هغه څخه چې د عدت په حال کې وي په داسې ډول چې په هغې باندې یې نفقه واجب وي، نو هغه څه چې د حیض مخنیوی کوي استعمال کړي، تر څو د حیض موده اوږده شي او نفقه یې پرې زیاته شي، نو پدې حالت کې ورته روا ندي چې هغه څه استعمال کړي چې د حیض مخنیوي کوي مګر د هغه په اجازه، همدا رنګه که چېرته ثابت شوه چې د حیض مخنیوی د حمل مخنیوی کوي نو بیا د خاوند اجازه ضرور ده، نو چې رواوالی یې ثابت شو، نو غوره دا ده چې استعمال نه کړی شي مګر د اړتیا لپاره؛ ځکه طبیعي وضعیت په خپل حال پرېښودل اعتدال ، روغتیا او سلامتیا ته ډیر نږدي دي.

او د هغه څه کارول چې حیض راولي هم په دوو شرطونو جایز دي:

لومړی: چې د واجب د ساقطېدلو لپاره یې بهانه و نه ګرځوي، لکه رمضان ته نږدې یې وکاروي، د دې لپاره چې بوزه شي او یا پرې لمونځونه ورڅخه ساقط شي، او داسې نور.

دویم: چې د خاوند په اجازه وي، ځکه د حیض راتلل یې د پوره خوند اخستلو څخه منع کوي، نو د هغه څه کارول چې هغه پرې له خپل حق څخه منع کیږي روا ندي مګر د هغه په خوښۍ، او که چېرته مطلقه وه، نو پدې کې د خاوند د حق په ساقطولو کې عجله ده چې هغه واپسې ده که چیرته د هغه د پاره واپسي وي.

او هغه څه چې د امیدوارۍ مخنیوی کوي نو په دوه ډوله دي:

لومړی : چې په دوامدراه توګه یې بند کړي نو دا جایز نه دي؛ ځکه حمل پرې کیږي او پدې سره نسل کمیږي، چې دا د شریعت د غوښتنو خلاف کار دی؛ چې هغه د اسلامي امت ډیرول دي، او ځکه ډاډ نشته چې شته اولادونه یې مړه شي نو بې اولاده کونډه به پاتې شي.

دویم: چې په موقته توګه یې مخنیوی وکړي، لکه یوه ښځه چې ډیره حامله کیږي، او حمل یې ناتوانه کوي، نو خوښ ګڼي چې حمل یې منظم کړي، په دوه کلونو کې یو ځل او داسې نور نو دا جایز دی، په دې شرط چې خاوند یې ورته پرې اجازه وکړي، بل دا چې ضرر به پرې ورته نه رسیږي، دلیل یې دا دی چې صحابه و به د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې له خپلو ښځو څخه عزل کاوه لدې امله چې ښځې یې امیدواره نه شي، نو لدې کار څخ منع نه کړی شول، او عزل دې ته وایې چې د ښځې سره کوروالی وکړي او د انزال په وخت کې (تناسلي آله) راوباسي او د شرمګاه د باندی یې انزال وشي.71

او د هغه څه کارول چې حمل ضایع غورځوي نو په دوه ډوله دي:

لومړی: چې له غورځولو یې هدف ضایع کول وي، نو که دا چېرته د روح د پوکولو نه وروسته وي نو پرته له شک نه چې حرام دي؛ ځکه دا پرته له حق نه د یو حرام شوي نفس وژل دي، او د حرام شوي نفس وژل په قرآن، سنت او د مسلمانانو په اجماع سره حرام دي، او که چېرته د روح د پوکلو نه مخکي وي نو علما یې د رواوالي په اړه سره اختلاف لري، ځینو یې جواز ورکړی، او ځینو منع کړی دی، او ځینو ویلي، جایز دي مخکې لدې چې پرنډه وینه شي، یعنې چې څلوېښت ورځې پرې نه وي تېرې شوي، او ځینی یې وایي، روا دي تر هغه چې د انسان شکل پکې ښکاره نه شي.

احتیاط په دې کې دی چې د غورځولو مخنیوی یې وشي مګر د اړتیا لپاره، لکه چې مور ناروغه وي د حمل توان نه لري او داسې نور، نو پداسې حال کې یې غورځول جایز دي مګر تر هغه وخته پورې چې دومره وخت پرې نه وي تېر شوی چې کیدی شي د انسان پېداېښت پکې ښکاره شي نو بیا یې باید مخنیوی وشي، و الله اعلم.

دویم: چې له غورځولو یې موخه ضایع کول نه وي ، داسې چې د غورځولو هڅه یې د حمل د مودې پای ته رسیدو او د زیږون د نږدې کېدو پر مهال وي نو دا جایز دي، په دې شرط چې مور او یا اولاد ته په کې ضرر نه وي، او دا چې عملیات ته اړتیا و نه لیدل شي، که چېرته یې عملیات ته اړتیا درلوده نو دا بیا څلور حالتونه لري:

لومړی: چې مور هم ژوندۍ وي او ماشوم هم، نو بیا عملیات جایز نه دي مګر د اړتیا لپاره، داسې چې زیږون ستونزمن وي او عملیات ته اړتیا ولري، دا ځکه چې جسم د بنده سره امانت دی، نو داسې لاسوهنه به پکې نه کوي چې د ویرې احساس پکې وي مګر د ستر مصلحت لپاره، او ځکه چې کیدی شي هغه ګمان وکړي چې په عملیات کې ضرر نشته او بیا ضرر پيدا شي.

دویم: چې مور مړه وي او ماشوم هم مړ وي، نو بیا یې د راویستلو لپاره عملیات روا ندی ځکه چې ګټه نه لري.

دریم: چې مور ژوندۍ وي او ماشوم مړ وي، نو د راویستلو لپاره یې عملیات روا دي، خو پدې شرط چې مور ته ضرر متوجه نه وي، ځکه ظاهرا والله اعلم داسې ده چې ماشوم کله مړ شي نو هغه پرته له عملیات څخه نه راوځي، او په ګېډه کې یې پاتې کېدل په راتلونکي کې د بل حمل مخنیوی کوي او سخته ورته تمامیږي او کیدی شي بې نکاح پاتې شي که چېرته د پخواني خاوند څخه په عدت کې وي.

څلورم: چې مور مړه وی او ماشوم ژوندی، نو که چېرته یې د ژوندي پاتې کېدو هیله نه وه، نو د عملیات کول جایز نه دي.

او که چېرته یې د ژوندي پاتې کېدلو هیله وه، نو که چېرته یې ځنې برخې راوتلې وې نو د پاتې راویستلو لپاره یې د مور ګېډه څېرې کیږي، او که چېرته هیڅ شی ترې نه و راوتلی نو زمونږ ملګرو رحمهم الله ویلي: د مور ګېده د ماشوم د راویستلو لپاره نه څېرې کیږي، ځکه چې دا مثله ده (د مړي د غړو پرې کول) خو صحیح خبره دا ده چې ګېډه څېرې کیږي که چېرته پرته لدې نه یې راوتل ممکن نه و، او دا د ابن هبیره ټاکنه ده، په الانصاف کې یې ویلي: او دا غوره ده.72

ما وویل: په ځانګړې توګه زمونږ په دې وخت کې، د عملیات تر سره کول مثله نه ده، ځکه ګېډه څېرې کیږي او بېرته ګنډل کیږي، او ځکه چې د ژوندي حرمت د مړي له حرمت نه ستر دی، او ځکه چې د هلاکت نه د یو معصوم ژغورل واجب دي، او حمل یو معصوم انسان دی، نو ژغورل یې واجب دي. و الله اعلم.

پاملرنه: په تېرو حالتونو کې چې د حمل غورځول پکې جایز دي باید د هغه چا اجازه موجوده وي چې حمل د هغه وي لکه خاوند.

او تر دې ځایه هغه څه پای ته ورسیدل چې مونږ یې پدې مهمه موضوع کې لیکل غوښتل، او په لنډه توګه مو په بنسټیزو مسائلو او ضوابطو بسنه وکړه، کنه فروع او جزئیات یې او هغه څه چې ښځې ورسره لدې څخه مخ کیږي هغه بحر دی چې ساحل نه لري، خو ځیرک کولی شي چې فرعي مسائل اصولو او جزئی مسائل کلیاتو او ضوابطو ته وروګرځوي، او شیان د خپلو همجنسو سره (قیاس) پرتله کړي.

او مفتي دې په دې پوه شي چې دی خلکو ته د هغه څه په رسولو او بیانولو کې چې د الله پبغمبرانو راوړي دي د الله او د مخلوق تر منځ واسطه ده، او له ده څخه به د هغه څه په اړه پوښتنه کیږي چې په قرآن او سنت کې دي، ځکه دا هغه دوه سرچیني دي چې بنده پرې پر پوهېدلو او عمل کولو مکلف دی، او هر هغه څه چې د قرآن او سنت خلاف وي نو هغه غلط دي، پر ویونکي یې بیرته ورګرځول واجب دي، او عمل کول پرې روا نه دي، کیدی شي ویونکی یې عذر لرونکی مجتهد وي نو هغه ته به د خپل اجتهاد اجر ورکول کیږي، مګر نور چې په غلطۍ یې پوه وي ورته روا ندي چې ویې مني.

او پر مفتي واجب دي چې خپل نیت الله تعالی ته خالص کړي، او په هره پېښه کې چې پرې راځي له الله نه مرسته وغواړي، او له هغه ذات څخه ثبات، او حق ته درسیدو توفیق وغواړي.

او پرې واجب دي هغه څه ته اعتبار ورکړي چې په قرآن او سنت کې راغلي وي، نو ګورې به او په اړه به یې پلټنه کوي او د پوهېدو لپاره به یې د علماوو د ویناوو په مرسته پلټنه کوي.

او ډیری وختونه داسې یوه مساله پيدا شي چې انسان يې په اړه د خپل توان په اندازه د علماوو د ویناوو په رڼا کې پلټنه کوي، بیا یې د حکم په اړه داسې څه نه مومي چې پرې ډاډه شي، او دا هم کیدی شي چې بالکل یې په اړه هیڅ یادونه هم و نه مومي، نو کله چې قرآن او سنت ته مراجعه وکړي نو نږدي او ښکاره یې ورته حکم څرګند شي، او دا يې اخلاص، علم او پوهې ته په کتلو سره فرق کوي.

او پر مفتي واجب دي چې کله د ستونزې سره مخ شي چې د حکم کولو پر مهال له صبر نه کار واخلي او بیړه ونه کړي، ځکه ډیر داسې شوي چې په یو حکم کې یې بیړه کړې بیا ورته له نږدې پلټنې وروسته ښکاره شوې چې په هغه پریکړه کې غلط شوی و، نو پرې پښېمانه شي، او کیدی شي هغه څه جبران نه کړی شي چې فتوا یې په کې ورکړې ده!.

او په مفتي کې چې خلکو حوصله او له حکم څخه د ډاډمنتیا صفتونه ولیدل، نو په وینا یې باوري کیږي او ارزښت ورکوي، او که ویې لیدل چې بیړه کوي او بیړه کوونکی زیات غلطي کوونکي وي، نو بیا په هغه څه باور نه لري چې ده یې په اړه فتوا ورکړي وي، نو په بیړه او غلطۍ سره یې خپل ځان او نور د هغه علم او حق نه محروم کړل چې ورسره دی.

له الله تعالی څخه سوال کوو چې مونږ او زمونږ مسلمانانو ورونو ته نیغه لار وښایې، او خپلې پاملرنې ته مو شامل کړي، او له خوییدو څخه مو په خپله پاملرنه وساتي، هغه ذات سخي او د عزت خاوند دی، وصلّى الله وسلّم على نبيّنا محمدٍ، وعلى آلـه وصحبـه أجمعين. والحمد لله الذي بنعمتـه تتـمّ الصالحات.

( دا لیکنه ) الله تعالی ته د فقیر (بنده) په قلم سره بشپړه شوه

محمّد الصالح العثيمين

د جمعې د ورځې په څاښت کې

۱۳۹۲ هـ ق کال د شعبان ۱۴.

 

 

***

فهرست

 

لومړی فصل: د حیض معنا او حکمت 4

دویم څپرکی: د حېض وخت او موده 5

دریم څپرکی: هغه بیړني حالتونه چې په حیض کې رامنځ ته کیږي 15

څلورم ځپرکی: د حیض احکام 21

پنځم ځپرکی: د استحاضې او د هغې د حکمونو په اړه 44

د استحاضې حالتونه: 45

د هغه چا حالت چې مستحاضې ته ورته والی ولري: 50

د استحاضې أحکام: 52

شپږم څپرکی: د ولادت دوره (نفاس) او احکام یې 54

د نفاس أحکام: 56

اووم څپرکی: د هغه څه د کارونې په اړه چې حیض بندوي او یا یې راولي، او هغه څه چې د حمل مخنیوی کوي او یا یې غورځوي 60

 

***

 

ps130v3.1 - 06/04/2026


بخاري په كتاب الحيض، باب تقضي الحائض المناسك كلها إلا الطواف بالبيت کې په (۳۰۵) شمیره، او مسلم: په كتاب الحج، باب بيان وجوه الإحرام کې په (۱۲۱۱) شمېره روایت کړی دی.

بخاري په كتاب العمرة، باب أجر العمرة على قدر النصب کې په: (۱۶۶۲) شمیره او مسلم په كتاب الحج، باب بيان وجوه الإحرام کې په: (۱۲۱۱) شمیره روایت کړی دی.

د هغو نومونو رساله چې شارع حکمونه پرې معلق کړي دي (۳۵: مخ)

مخکینی مصدر ( ۳۶: مخ).

مخکینی مصدر (۳۸ مخ).

بخاري په كتاب الإيمان، باب الدين يسر کې په (۳۹) شمېره، د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.

بخاري په كتاب المناقب، باب صفة النبي صلَّى الله عليه وسلَّم کې په (۳۵۶۰) شمېره، او مسلم په كتاب الفضائل، باب مباعدته صلَّى الله عليه وسلَّم للآثام کې په (۷۷/۲۳۲۷) شمېره روایت کړی دی.

مجموع الفتاوى (۲۳۸/۱۹-۲۳۹).

الأوسط (۳۵۶/۲).

المغني (۴۰۵/۱) وګوره.

اختلاف الفقهاء (۱۹۳ مخ)، الأوسط (۲/ ۲۳۹).

المدونة (۱/ ۱۵۵)، النوادر والزيادات (۱/ ۱۳۶).

مجموع الفتاوى (۲۳۸/۱۹-۲۳۹).

الأم (۱/۸۲).

المغني (۱/۳۹۶)

ابو داود په كتاب الطهارة، باب في المرأة ترى الكدرة والصفرة بعد الطهر کې په: (۳۰۷) شمېره روایت کړی دی.

بخاري په كتاب الحيض، باب الصفرة والكدرة في غير أيام الحيض کې په (۳۲۶) شمېره نقل کړی دی.

فتح الباري (۱/ ۴۲۶).

صحيح البخاري (۷۱/ ۱).

بخاري معلق راوړی دی: كتاب الحيض، باب إقبال المحيض وإدباره، د (۳۲۰) شمېره حدیث څخه مخکې.

الأصل (۲/ ۱۹-۲۰)

په الإنصاف کې یې له هغوی څخه نقل کړی دی.

الأم (۱/ ۸۳-۸۴).

المغني (۲۲۶/۱).

المغني (۲۵۷/۱).

بخاري په كتاب مواقيت الصلاة، باب من أدرك من الصلاة ركعة، شمېره (۵۸۰)، او مسلم په كتاب المساجد ومواضع الصلاة، باب من أدرك ركعة من الصلاة فقد أدرك تلك الصلاة، شمېره (۶۰۷) د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی دی.

بخاري په كتاب مواقيت الصلاة، باب من أدرك من الفجر ركعة کې په (۵۷۹) شمیره او مسلم په كتاب المساجد ومواضع الصلاة، باب من أدرك ركعة فقد أدرك تلك الصلاة کې په: (۶۰۸) شمېره د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.

المجموع شرح المهذب (۳/۷۰).

بخاري په كتاب الحيض، باب قراءة الرجل في حجر امرأته وهي حائض، شمېره (٢٩٧)، او مسلم په كتاب الحيض، باب اتكاء الرجل في حجر زوجته وهي حائض وقراءة القرآن، شمېره (٣٠١)، د عائشة رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړي دي.

بخاري په كتاب الحيض، باب شهود الحائض العيدين ودعوة المسلمين، ويعتزلن المصلى، شمېره (۳۲۴)، او مسلم په كتاب صلاة العيدين، باب ذكر إباحة خروج النساء في العيدين إلى المصلى وشهود الخطبة، مفارقات للرجال، شمېره (۸۹۰) نقل کړی دی.

المجموع (۲/ ۳۵۷).

الأوسط (۲/ ۲۲۳).

فتح الباري (۱/ ۴۰۸).

وګورئ صحيح البخاري: كتاب الحيض، باب تقضي الحائض المناسك كلها إلا الطواف بالبيت، او فتح الباري (۱/ ۴۰۷-۴۰۸).

فتح الباري (۱/ ۴۰۸).

المجموع (۲/ ۳۵۶).

بخاري په كتاب الحيض، باب تقضي الحائض المناسك كلها إلا الطواف بالبيت، د (۳۰۵) شمېرې حدیث څخه مخکې راوړی دی.

ترمذي: أبواب الطهارة، باب ما جاء في الجنب والحائض أنهما لا يقرآن القرآن، شمېره (۱۳۱) کې روایت کړی.

وګورئ: د الترمذي العلل (مخ: ۶۹/ ترتيبه)، او د البيهقي السنن الکبرى (۱/ ۳۰۹)، او د ابن عبد الحق الأحکام الشرعية (۱/ ۵۰۴)، او د الزيلعي نصب الراية (۱/ ۱۹۵).

مجموع الفتاوى (۲۶/ ۱۹۱).

بخاري په كتاب الحيض، باب لا تقضي الحائض الصلاة، شمېره (۳۲۱)، او مسلم په كتاب الحيض، باب وجوب قضاء الصوم على الحائض دون الصلاة، شمېره (۳۳۵) کې روایت کړی دی، او لفظ يې د مسلم دی.

بخاري په كتاب العلم، باب الحياء في العلم، شمېره (۱۳۰)، او مسلم په كتاب الحيض، باب وجوب الغسل على المرأة...، شمېره (۳۱۳) کې نقل کړی دی.

بخاري په كتاب الصوم، باب اغتسال الصائم، شمېره (۱۹۳۱)، او مسلم په كتاب الصيام، باب صحة صوم من طلع عليه الفجر وهو جنب، شمېره (۱۱۰۹) کې نقل کړي.

بخاري په: كتاب الحيض، باب تقضي الحائض المناسك كلها إلا الطواف بالبيت کې په: (۳۰۵) شمېره، او مسلم په: كتاب الحج، باب بيان وجوه الإحرام کې په: (۱۲۱۱) شمېره روایت کړی دی.

بخاري په كتاب الحج، باب طواف الوداع، شمېره (۱۷۵۵)، او مسلم په كتاب الحج، باب وجوب طواف الوداع وسقوطه عن الحائض، شمېره (۱۳۲۸) کې رانقل کړی دی.

بخاري په كتاب الحج، باب إذا حاضت المرأة بعد ما أفاضت، شمېره (۱۷۵۷)، او مسلم په كتاب الحج، باب وجوب طواف الوداع، شمېره (۱۲۱۱) کې نقل کړی دی.

بخاري په كتاب الحيض، باب شهود الحائض العيدين ودعوة المسلمين، ويعتزلن المصلى، شمېره (۳۲۴)، او مسلم په كتاب صلاة العيدين، باب ذكر إباحة خروج النساء في العيدين إلى المصلى وشهود الخطبة، مفارقات للرجال، شمېره (۸۹۰)، نقل کړي دي.

مسلم په كتاب الحيض، باب جواز غسل الحائض رأس زوجها، شمېره (۳۰۲) کې نقل کړی.

بخاري په كتاب الحيض، باب مباشرة الحائض، شمېره (۳۰۱)، او مسلم په كتاب الحيض، باب مباشرة الحائض فوق الإزار، شمېره (۲۹) کې نقل کړی دی.

بخاري په كتاب الطلاق، شمېره (۵۲۵۱)، او مسلم په كتاب الطلاق، باب تحريم طلاق الحائض بغير رضاها، وأنه لو خالف وقع الطلاق، ويؤمر برجعتها، شمېره (۱۴۷۱)، د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړی دی.

بخاري په كتاب الطلاق، باب الخلع وكيف الطلاق فيه، شمېره (۵۲۷۳) کې، د ابن عباس رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړی دی.

بخاري په كتاب الحيض، باب إقبال المحيض وإدباره، شمېره (٣٢٠)، او مسلم په كتاب الحيض، باب المستحاضة وغسلها وصلاتها، شمېره (٣٣٣)، د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه روایت کړي دي.

بخاري په كتاب الحيض، باب غسل المحيض، شمېره (۳۱۵)، او مسلم په كتاب الحيض، باب استحباب استعمال المغتسلة من الحيض فرصة من مسك في موضع الدم، شمېره (۳۳۲)، د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړی دی.

مسلم په كتاب الحيض، باب حكم ضفائر المغتسلة، شمېره (۳۳۰) کې د أم سلمة رضي الله عنها د حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب الوضوء، باب غسل الدم، شمېره (۲۲۸)، او مسلم په كتاب الحيض، باب المستحاضة وغسلها وصلاتها، شمېره (۳۳۳)، د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړی دی.

سنن الترمذي: أبواب الطهارة، باب في المستحاضة أنها تجمع بين الصلاتين بغسل واحد، د حديث شمېره (۱۲۸) ورپسې.

احمد (۶/۳۴۹)، او ابو داود: كتاب الطهارة، باب من قال إذا أقبلت الحيضة تدع الصلاة، شمېره (۲۸۷)، او ترمذي: أبواب الطهارة، باب في المستحاضة أنها تجمع بين الصلاتين بغسل واحد، شمېره (۱۲۸) د حمنة بنت جحش رضي الله عنها له حديثه روایت کړی دی.

بخاري په كتاب الحيض، باب الحيض، وما يصَدَّقُ النساءُ في الحيض والحمل، فيما يمكن من الحيض، شمېره (۳۲۵)، د عائشة رضي الله عنها له حدیث څخه روایت کړی دی.

مسلم په كتاب الحيض، باب المستحاضة وغسلها وصلاتها، شمېره (۳۳۴)، د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړی.

أبو داود په كتاب الطهارة، باب من قال إذا أقبلت الحيضة تدع الصلاة، شمېره (۲۸۶)، او نسائي په كتاب الطهارة، باب ما جاء في المستحاضة التي قد علمت أيام أقرائها، قبل أن يستمر بها الدم، شمېره (۲۱۱)، او ابن ماجه په كتاب الطهارة وسننها، باب ما جاء في المستحاضة التي قد علمت أيام أقرائها، قبل أن يستمر بها الدم، شمېره (۶۲۰)، او ابن حبان په خپل صحیح (۱۳۴۸) کې، او حاکم په المستدرک (۶۱۸) کې له عائشې رضي الله عنها څخه روایت کړي دي.

سنن الترمذي: أبواب الطهارة، باب في المستحاضة أنها تجمع بين الصلاتين بغسل واحد، د حديث شمېره (۱۲۸) په تعقيب کې.

احمد (۶/ ۴۳۹)، او ابو داود په كتاب الطهارة، باب من قال إذا أقبلت الحيضة تدع الصلاة، شمېره (۲۸۷)، او ترمذي په أبواب الطهارة، باب في المستحاضة أنها تجمع بين الصلاتين بغسل واحد، شمېره (۱۲۸) کې نقل کړی، د حمنة بنت جحش رضي الله عنها له حدیث څخه.

بخاري په كتاب الوضوء، باب غسل الدم، شمېره (۲۲۸)، او مسلم په كتاب الحيض، باب المستحاضة وغسلها وصلاتها، شمېره (۳۳۳)، د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړي دي.

احمد (۶/ ۲۰۴)، او ابن ماجه په كتاب الطهارة وسننها، باب ما جاء في المستحاضة التي قد عدت أيام أقرائها، قبل أن يستمر بها الدم، شمېره (۶۲۴) کې د عائشة رضي الله عنها له حدیث څخه روایت کړی دي.

المغني (۲۵۲/۱-۲۵۳).

كشاف القناع (۲۱۹/۱)

المغني (۲۵۳/۱).

المغني (۲۵۳/۱).

المغني (۲ / ۲۵۲)، او د عثمان بن ابي العاص اثر عبدالرزاق په المصنف (۱۲۰۲)، ابن ابي شيبة په المصنف (۱۷۴۵۰)، دارمي په السنن (۹۹۰) او ابن الجارود په المنتقى (۱۱۸) کې روایت کړی دی.

بخاري په كتاب النكاح، باب العزل، شمېره (۵۲۰۹)، او مسلم په كتاب النكاح، باب حكم العزل، شمېره (۱۴۴۰)، د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي دي.

الإنصاف (۵۵۶/۲).

د الدارمي کتاب: أحکام المتحیرة فی الحیض (۱۷ مخ).