حِرَاسَةُ التَّوحِيدِ
د توحید ساتنه
لِسَمَاحَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ
عَبْدِ العَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ بَازٍ
رَحِمَهُ اللهُ
لیکنه قدرمند شیخ صاحب
عبد العزيز بن عبد الله بن باز
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
د توحید ساتنه
لومړی پېغام:
صحیح عقیده او هغه چې خلاف یې ده
الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، وعلى آله وصحبه.
أما بعد: کله چې سمه عقیده د اسلامي دین اصل او د امت بنسټ دی، نو د اړتیا له مخې ما خوښه وګڼله چې د دې موضوع په اړه وینا ولرم، او لیکنې او تالیف سره یې بیان او تشریح کړم.
او د قرآن او سنت له شرعي دلایلو څخه معلومه ده چې کړنې او ویناوې هغه مهال اعتبار پېدا کوي چې له سمې عقیدې سرچینه واخلي، خو که عقیده سمه نه وي، نو هغه کړنې او ویناوې باطلیږي چې پرې بنا وي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلۡإِيمَٰنِ فَقَدۡ حَبِطَ عَمَلُهُۥ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ﴾
ژباړه: (او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي). [المائدة سورت: ۵ آیت]
او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَلَقَدۡ أُوحِيَ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ 65﴾
ژباړه: (او بېشکه تاته وحى شوې او له تا مخكينيو ته هم چې كه شرك دې وكړ، هرومرو به دې عمل هم چټي لاړ شي او هرومرو به له زيانمنو هم شې). [الزمر سورت: 65 آیت].
او په دې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي. او یقینا چې د الله تعالی مبین کتاب او د هغه د امانتدار رسول -صلی الله علیه وسلم- سنت په ګوته کوي چې: سمه عقیده په شپږو شیانو کې خلاصه کیږي چې عبارت دي له: په الله جل جلاله ایمان، د هغه په ملایکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو، د آخرت په ورځ او د خېر او شر په اندازې ایمان راوړل دي. دا شپږ کارونه د هغې صحیح عقیدې بنسټونه دي چې د الله تعالی کتاب پرې نازل شوی او الله تعالی پرې خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم رالیږلی دی،
په قرآن او صحيح سنت کې د دې شپږو اصولو لپاره ډېری دلایل شته، چې د بېلګې په توګه یې یو څو لاندې دي:
لومړی: له قرآن څخه؛ لکه د الله تعالی دا قول:
﴿لَّيۡسَ ٱلۡبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمۡ قِبَلَ ٱلۡمَشۡرِقِ وَٱلۡمَغۡرِبِ وَلَٰكِنَّ ٱلۡبِرَّ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلۡكِتَٰبِ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ...﴾
ژباړه: ((یوازې) نيكي دانه ده چې تاسې خپل مخونه ختيځ یا لوېدیځ لوري ته (په لمانځه کې) واړوئ؛ بلكې (غوره) ښېګڼه (نېکي) هغه ده چې چا پر الله، د قیامت پر ورځ او ملاېکو او کتابونو او پر پیغمبرانو ایمان راوړی وي) [البقرة سورت: 177 آیت].
او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا چې فرمایي:
﴿ءَامَنَ ٱلرَّسُولُ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡهِ مِن رَّبِّهِۦ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَۚ كُلٌّ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ لَا نُفَرِّقُ بَيۡنَ أَحَدٖ مِّن رُّسُلِهِ...﴾
ژباړه: (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو) [ البقرة سورت: 285 آیت]،
او دا قول د الله تعالی:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ ءَامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلَّذِي نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ مِن قَبۡلُۚ وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا136﴾
ژباړه: (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو پر الله ایمان راوړئ او د هغه پر رسول او پر هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او پر هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي، او څوك چې په الله سره كافر شي او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره) ( النساء سورت: ۱۳۶ ایت).
او دا قول د الله تعالی:
﴿أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۚ إِنَّ ذَٰلِكَ فِي كِتَٰبٍۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ 70﴾
ژباړه: (آیا ته نه پوهېږې چې یقېنا الله تعالی پوه دی په هغه څه چې په اسمان کې دي او په زمکه کې دي، بېشکه دا ټول په کتاب (لوح محفوظ) کې دي، بېشکه دا په الله تعالی باندې آسان دي). [الحج سورت: 70 آیت].
دویم: له سنت (حدیثو) څخه؛ هغه مشهور حدیث چې مسلم په خپل صحیح کې د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی چې جبریل علیه السلام له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د ایمان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه ورته وفرمایل:
«الإِيمَانُ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَاليَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ».
ژباړه: «ايمان دې ته وايي چې پر الله، ملاېکو، کتابونو، رسولانو يې، او د آخرت په ورځ ايمان راوړې، او د هغه لخوا پر خير او شر باور ولرې»1 حدیث، او شیخینو (بخاري او مسلم) - په لږ څه توپير سره - د ابو هریرة رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
له دې شپږو بنسټونو څخه لاندې چارې سرچینه اخلي: هر هغه څه چې یو مسلمان یې باید د الله تعالی، آخرت او نورو غیبي چارو په اړه پرې باور ولري هغه څه دي چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې په اړه موږ ته خبر راکړی دی.
او دا شپږ اصول په لاندې توګه بیانیږي:
لومړی اصل: په الله تعالی ایمان
دا ګڼو چارو ته شاملیږي چې له جملې څخه یې ځینې دا دي: په دې باور چې هغه ذات له هر څه پرته د عبادت وړ دی، ځکه چې هغه د خپلو بندګانو خالق، له هغوی سره نیکي کوونکی، هغوی ته روزي ورکوونکی، د هغوی په پټو او ښکاره رازونو پوه، له هغوی څخه پيروي کوونکو ته اجر ورکوونکی او ګناهکارانو ته یې سزا ورکوونکی ذات دی.
او الله تعالی ثقلین (انسانان او پيریان) د خپل عبادت لپاره پیدا کړي او امر یې ورته کړی لکه چې فرمایي:
﴿وَمَا خَلَقۡتُ ٱلۡجِنَّ وَٱلۡإِنسَ إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ 56 مَآ أُرِيدُ مِنۡهُم مِّن رِّزۡقٖ وَمَآ أُرِيدُ أَن يُطۡعِمُونِ 57 إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلۡقُوَّةِ ٱلۡمَتِينُ58﴾
ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.
زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي،
بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى) [الذاريات سورت: 56-58 ایتونه].
او الله تعالی فرماېلي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعۡبُدُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ 21 ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فِرَٰشٗا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءٗ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزۡقٗا لَّكُمۡۖ فَلَا تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 22﴾
ژباړه: (اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ،
هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) ګرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لورې یې اوبه نازل کړي دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري)) [البقرة سورت: 21-22 ایتونه].
او بېشکه الله جل جلاله د دې حق د روښانه کولو او لورې ته یې د بلنې ورکولو لپاره رسولان او کتابونه رالېږلي دي او د دې له مخالفت څخه یې خبرداری ورکړی، لکه چې الله پاک فرمایي:
﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ...﴾
ژباړه: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ) [النحل سورت: 36 آیت].
او الله تعالی فرماېلي:
﴿وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن قَبۡلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِيٓ إِلَيۡهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعۡبُدُونِ 25﴾
ژباړه: (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحې كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ) [الأنبياء سورت: 25 آیت].
او الله تعالی فرمایي:
﴿الر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ1 أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ2﴾
ژباړه: (الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي،
دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم). [هود سورت: 1-2 آیتونه].
او د دې عبادت حقیقت: په ټولو هغو چارو کې د الله تعالی یو ګڼل دي چې د هغه عبادت پرې کیږي لکه: دعاء، ویره، هیله مندي، لمونځ، روژه، ذبح، نذر او په عاجزۍ سره د هغه د ثواب په تمه، او د هغه د عذاب له ویرې نور عبادتونه کول، چې هغه ته په پوره محبت او د هغه لویۍ ته په بشپړې عاجزۍ سره ترسره شي.
او څوک چې په قرآن کریم کې فکر وکړي، وبه مومي چې ټول د همدې لوی اصل په باره کې نازل شوی، لکه چې الله پاک فرمایلي:
﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ3﴾
ژباړه: (بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې)،
(خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه پرته یې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي). [الزمر سورت: 2-3 آیتونه].
او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا چې فرمایي:
﴿وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُ...﴾
ژباړه: (او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه). [الإسراء سورت: 23 آیت].
او د الله تعالی دا قول:
﴿فَٱدۡعُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ14﴾
ژباړه: (نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یئ اګر كه كافران يې بد ګڼي) [غافر سورت: 14 آیت].
همدا رنګه، څوک چې په نبوي سنت کې ژور فکر وکړي وبه مومي چې دې اصل ته زیاته پاملرنه شوې ده، لکه په صحیحینو کې چې له معاذ -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«حَقُّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَن يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا».
ژباړه: «د الله حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي».2
او په الله تعالی په ایمان کې: په ټولو هغو چارو ایمان داخلیږي چې هغه پر خپلو بندګانو فرض کړي دي لکه: د اسلام ښکاره پنځګوني رکنونه.
او هغه دا دي: چې پدې خبره ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته، او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د رمضان روژه او د بیت الله حج د هغه چا لپاره چې د لارې وس ولري، او ځیني نور فرض عملونه چې پاکیزه شریعت راوړي دي.
او د دې ارکانو تر ټولو اړین او لوی یې: پدې خبره ګواهي ورکول دي چې له الله پرته بل معبود نشته، او پر دې چې محمد د الله رسول دی، او دا ګواهي الله تعالی ته د عبادت خالصول او له هغه پرته یې له نورو نفي کول په بر کې نیسي، او همدا د (لا اله الا الله) معنا ده، ځکه معنا یې داسې ده لکه څنګه چې علماوو فرمایلي: له الله پرته بل بر حق معبود نشته، نو پر دې اساس: هر هغه څه چې له الله پرته یې عبادت کیږي - که بشر وي، یا ملاېکه، یا پيری او یا بل څه - نو هغه باطل معبود دی، او په حقه معبود یوازې یو الله دی چې شریک نه لري، الله تعالی فرمایلي:
﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلۡبَٰطِلُ...﴾
ژباړه: (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى) [الحج سورت: 62 آیت].
او وړاندې تېر شول چې الله پاک پيریان او انسانان د همدې بنسټیز اصل لپاره پېدا کړي او امر یې ورته پرې کړی، رسولان یې پرې رالیږلي او کتابونه یې پرې نازل کړي دي؛ نو بنده ته په کار دي چې پدې اړه ژور او زیات فکر وکړي؛ تر څو ورته لدې اصل څخه د ډیری مسلمانانو ناپوهي څرګنده شي چې پکې ښکېل دي؛ چې د الله تعالی سره یې د نورو عبادت وکړ او د هغه خالص حق یې نورو ته ورکړ، الله دې مرسته وکړي.
او په الله پاک له ایمان څخه پدې باور لرل دي چې همغه د کائناتو پيدا کوونکی، چارې سموونکی، او په خپل علم او ځواک سره هر رنګ چې وغواړي د هغوی په چارو کې تصرف کوونکی دی، او همغه د دنیا او آخرت مالک او د ټولو کائناتو رب دی، له هغه پرته بل خالق نشته او له هغه پرته بل رب نشته. او دا چې هغه استازي (رسولان) رالیږلي او کتابونه یې د بندګانو د اصلاح او هغه څه ته د بلنې په موخه نازل کړي دي چې په دنیا او اخرت کې د هغوی خلاصون او ښېګڼه پکې ده. او دا چې هغه پاک ذات پدې ټولو کې شریک نه لري، الله تعالی فرمایلي:
﴿ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَيۡءٖۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ وَكِيلٞ 62﴾
ژباړه: (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: 62 ایت].
او الله تعالی فرماېلي:
﴿إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِۖ يُغۡشِي ٱلَّيۡلَ ٱلنَّهَارَ يَطۡلُبُهُۥ حَثِيثٗا وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ وَٱلنُّجُومَ مُسَخَّرَٰتِۭ بِأَمۡرِهِۦٓۗ أَلَا لَهُ ٱلۡخَلۡقُ وَٱلۡأَمۡرُۗ تَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ54﴾
ژباړه: (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړی يې دی) لمر، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، آګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول دي، ډېر بركت والا دى الله چې رب العالمین دى). [الأعراف سورت: 54 آیت].
او په الله تعالی له ایمان څخه د هغه په نېکو نومونو او عالیه صفتونو ایمان راوړل دي چې د هغه په کتاب او د هغه د امانتدار رسول په سنت کې راغلي دي، پرته له تحریف، له معنا څخه یې انکار، پرته له څرنګوالي او بېلګې بیانولو څخه،
﴿...لَيۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَيۡءٞۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴾
ژباړه: (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: 11 آیت].
نو په اړه یې واجب دریځ دا دی چې لکه څنګه چې راغلي، د څرنګوالي له څیړلو پرته همداسې په خپل حال له هغو لویو معانیو سره پرېښودل شي چې دلالت پرې کوي، چې هغه د الله تعالی صفتونه دي، او واجب دي چې الله تعالی په هغو صفتونو سره د هغه د شان سره سم یاد شي، پرته له دې چې په صفاتو کې یې له مخلوقاتو سره په یو څه کې تشبیه ورکړل شي، لکه چې الله تعالی فرمایلي: او الله تعالی فرمایي:
﴿فَلَا تَضۡرِبُواْ لِلَّهِ ٱلۡأَمۡثَالَۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ وَأَنتُمۡ لَا تَعۡلَمُونَ74﴾
ژباړه: (نو تاسو د الله لپاره مثالونه مه بیانوئ، بېشكه الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ). [النحل سورت: 74 آیت].
نو د الله تعالی په اسماوو او صفاتو کې همدا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابو کرامو او په نیکۍ کې تر قیامته د هغوی له پيروانو څخه د اهل سنت و الجماعت عقیده ده، او همدا هغه عقیده ده چې امام: أبو الحسن الأشعري رحمه الله په (المقالات) کتاب کې د محدثینو او اهل سنتو څخه رانقل کړې او نورو د علم او ایمان خاوندانو هم رانقل کړې ده.
اوزاعي رحمه الله ویلي: له زهري او مکحول څخه د صفاتو د آیتونو په اړه پوښتنه وشوه، هغوی دواړو وویل: څنګه چې راغلي دي همغسې یې تېر کړئ3.
او اوزاعي - رحمه الله - هم فرمایلي دي: موږ او ډیری تابعینو به ویل چې الله پاک په خپل عرش دی او په هغو صفاتو ایمان لرو چې په سنت کې راغلي دي4.
ولید بن مسلم رحمه الله ویلي دي: ( له مالک، اوزاعي، لیث بن سعد او سفیان الثوري رحمهم الله څخه په صفاتو کې د راغلو روایاتو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغوی ټولو وویل چې: د کیفیت په اړه یې له پوښتنې کولو پرته همداسې تېر کړئ (عقیده پرې ولرئ) لکه څنګه چې راغلي دي5.
او کله چې د مالک د شیخ؛ ربیعة بن أبی عبد الرحمن رحمهما الله څخه د استوا په اړه پوښتنه وشوه هغه وویل: استوا نامعلومه نده، د کیفیت په اړه یې پوښتنه کول غیر معقول کار دی، د الله له طرفه پېغام، په رسول یې ښکاره رسول او پر موږ یې منل دي).6 او کله چې له مالک رحمه الله څخه پدې اړه پوښتنه وشوه هغه وویل: (استوا معلومه، کیفیت یې ناڅرګند، ایمان پرې واجب او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دی) بیا یې پوښتونکي ته وویل: ماته یو ډیر بد انسان ښکارې! او امر یې وکړ نو وویستل شو7. او همدا معنا له أم المؤمنین أم سلمة رضي الله عنها څخه هم روایت شوې ده8.
او امام أبو عبد الرحمن بن المبارک رحمة الله علیه ویلي: (موږ خپل سپېڅلی رب پدې پېژنو چې هغه د خپلو اسمانونو د پاسه په خپل عرش دی او له مخلوقاتو څخه یې جلا دی)9.
او پدې اړه د امامانو خبرې ډیرې زیاتې دي چې پدې یو تقریر کې یې راوړل ناشوني دي، او که څوک غواړي چې ډیرو معلوماتو ته پدې اړه لاسرسی ولري نو د اهل سنت علماوو لیکنو ته دې مراجعه وکړي لکه ( السنة ) کتاب؛ د عبد الله بن الامام احمد او ( التوحید ) د جلیل القدر امام محمد بن خزیمة کتاب، او ( السنة ) د ابو القاسم اللالکائي الطبري کتاب، او ( السنة ) د أبی بکر بن أبی عاصم کتاب، د حماة کلي اوسیدونکو ته د شیخ الِاسلام ابن تیمیة ځواب، او هغه لوی او ډیر ګټه لرونکی ځواب دی، په نوموړي ځواب کې هغه رحمه الله د اهل سنت عقیده بیان کړې ده او د هغوی زیاتې ویناوې یې نقل کړي دي، همدا رنګه شرعي او عقلي دلیلونه چې د اهل سنت د ویناوو په صحت دلالت کوي او د هغوی د مقابل لورې د ویناوو په بطلان دلالت کوي راوړي دي.
همدا رنګه یې هغه رساله چې د : التدمریة په نوم یادیږي؛ په عقلي او نقلي دلایلو سره یې د اهل سنت و الجماعت عقیده تشریح کړې، او په نیک نیت او حق پېژندنې ته په لیوالتیا سره پکې هر عالم لوستونکي ته ښکاري چې باطل پکې افشا شوی دی. نو په اسماء او صفاتو کې د اهل سنت والجماعت عقیده دا ده چې هغوی الله تعالی ته هغه څه ثابتوي چې هغه په خپل کتاب کې ځانته ثابت کړي او یا یې ورته رسول صلی الله علیه وسلم په خپل سنت کې ثابت کړي دي، پرته له بېلګې بیانولو، او د مخلوق له مشابهت څخه یې داسې سپېڅلی کړی چې له معنا څخه پکې انکار نه وي؛ نو په بریالیتوب سره له تناقض څخه وژغورل شول. او پر ټولو دلایلو یې د الله تعالی په توفیق عمل وکړ؛ ځکه څوک چې پر هغه حق ثابت پاتې شي چې الله تعالی پرې رسولان رالیږلي، او پدې اړه یې خپل زیار وویست، او په لاسته راوړلو کې یې الله تعالی ته اخلاص څرګند کړ، نو الهي تګلاره دا ده چې هغه ته حق ته د رسیدو توفیق ورکوي او دلایل یې څرګندوي، لکه چې هغه تعالی فرمايي:
﴿بَلۡ نَقۡذِفُ بِٱلۡحَقِّ عَلَى ٱلۡبَٰطِلِ فَيَدۡمَغُهُۥ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٞ...﴾
ژباړه: (بلكې مونږ په حق سره باطل ولو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي). [الأنبياء سورت: 18 آیت].
او الله تعالی فرماېلي:
﴿وَلَا يَأۡتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئۡنَٰكَ بِٱلۡحَقِّ وَأَحۡسَنَ تَفۡسِيرًا33﴾
ژباړه: (او (د دې لپاره هم چې) هغوى كه تاته هر ډول مثال (يا پوښتنه) راوړي، موږ يې سم ځواب او غوره بيان درته راوړو). [الفرقان سورت: 33 آیت].
خو هغه کسان چې د اسماء او صفاتو په باب کې د اهل سنت والجماعت د عقیدې مخالف دي؛ نو خامخا به د عقلي او نقلي دلایلو سره په هغه څه کې په ټکر کې واقع کیږي چې دی یې ثابتوي او یا ترې انکار کوي. او حافظ ابن کثیر رحمه الله په خپل مشهور تفسیر کې د دې موضوع په اړه د دې آیت د تفسیر پر مهال ښایسته وینا کړې ده؛ چې الله تعالی فرمایي:
﴿إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِ...﴾
ژباړه: (بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش برقرار شو). [الأعراف سورت: 54 آیت].
چې لوی ګټې ته په لیدو یې دلته راوړل غوره دي؛ هغه رحمه الله فرمایلي:
خلک د دې موضوع په اړه ډېر نظرونه لري چې دا یې د راوړلو ځای نه دی، بلکې، موږ به پدې ځای کې د سلفو صالحینو؛ مالک، أوزاعي، ثوري، لیث بن سعد، شافعي، أحمد بن حنبل، اسحاق بن راهویه او د مسلمانانو د نورو پخوانیو او اوسنیو امامانو - رحمهم الله - مذهب تعقیبوو چې هغه : اسماء او صفات په خپل حال پرېښودل دي لکه څنګه چې راغلي دي، پرته له څرنګوالي، مشابهت او له معنا څخه یې انکار، او هغه څه چې د تشبیه کوونکو په ذهن کې ښکاره دي، هغه له الله تعالی څخه منفي دي، ځکه الله جل جلاله په هیڅ شي کې د خپلو مخلوقاتو په څېر نه دی،
﴿...لَيۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَيۡءٞۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴾
ژباړه: (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: 11 آیت]. بلکې خبره هغه ده چې امامانو کړې ده لکه: نعیم بن حماد د بخاري شیخ چې ویلي یې دي: چا چې الله تعالی د مخلوقاتو سره تشبیه کړ، کفر یې وکړ، او چا چې له هغه څه نه انکار وکړ چې الله تعالی پرې ځان نومولی یقینا چې کفر یې وکړ10. او په هغه څه کې مشابهت نشته چې الله تعالی پرې خپل ځان موصوف کړی او یا یې پرې رسول توصیف کړی، نو چا چې الله تعالی ته هغه څه ثابت کړل چې په ښکاره آیتونو او صحیحه اخبارو کې راغلي؛ څنګه چې د الله تعالی د جلال سره ښایي، او له الله تعالی څخه یې نېمګړتیاوې نفې کړې؛ نو د هدایت لار یې تعقیب کړې ده. د ابن کثیر رحمه الله وینا پای ته ورسیده.11
په الله تعالی ایمان کې دا عقیده هم شامله ده چې ایمان قول او عمل دی، دا چې په اطاعت سره زیاتیږي او په نافرمانۍ سره کمیږي، او دا جواز نلري چې کوم مسلمان د شرک او کفر څخه د کوچنیو ګناهونو له امله کافر وګڼل شي لکه: زنا، غلا، سود، شراب څښل، د مور او پلار نافرماني، او نور لوی ګناهونه، خو چې حلال یې ونه ګڼي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ...﴾
ژباړه: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي). [النساء سورت: 48 آیت]. او هغه څه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په متواترو احادیثو کې ثابت شوي دي لکه د هغه دا وینا:
«إِنَّ اللهَ يُخْرِجُ مِنَ النَّارِ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ مِنْ إِيْمَانٍ».
ژباړه: «الله تعالی به هر هغه څوک له دوزخ څخه راوباسي چې په زړه کې یې د اوري د دانې په اندازه ایمان وي»12.
دویم اصل: په ملایکو ایمان،
دا دوو چارو ته شاملیږي: لومړۍ چاره: پر ملایکو اجمالي ایمان؛ چې الله تعالی ملایکې د خپل طاعت لپاره پېدا کړي او هغوی یې په ځینو صفتونو سره یادې کړي دي لکه:
﴿وَقَالُواْ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَلَدٗاۗ سُبۡحَٰنَهُۥۚ بَلۡ عِبَادٞ مُّكۡرَمُونَ 26 لَا يَسۡبِقُونَهُۥ بِٱلۡقَوۡلِ وَهُم بِأَمۡرِهِۦ يَعۡمَلُونَ27 يَعۡلَمُ مَا بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡ وَلَا يَشۡفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ٱرۡتَضَىٰ وَهُم مِّنۡ خَشۡيَتِهِۦ مُشۡفِقُونَ28﴾
ژباړه: (او دوى (كافران) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه (له دې نه) پاك دى، بلكې (ملايك خو) ډېر معزز بنده ګان دي)،
(نه مخکې کېږي د الله تعالی نه په هیڅ خبره کې او بلکې دوی د هغه په حکم باندې عمل کوي)،
هغه ته معلوم دي څه چې د دوى په وړاندې دي او څه چې له دوى نه وروسته دي، او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي). [الأنبياء سورت: 26-28 ایتونه].
دوی ډیری ډولونه دي چې ځینو ته یې د عرش د پورته کولو دنده سپارل شوې، ځینې یې د جنت او دوزخ ساتونکي دي، او ځینو ته یې د بندګانو د اعمالو د ساتنې دنده سپارل شوې ده. دویمه چاره: په ملاېکو تفصیلي ایمان؛ داسې چې په هغو ملاېکو ایمان ولرو چې الله تعالی او رسول یې هغوی نومولي دي لکه: جبریل چې پر وحی مکلف دی، او میکائیل چې د باران مسوولیت لري، او مالک چې د دوزخ خزانه دار دی. او اسرافیل چې په شپېلۍ کې د پوکولو دنده پر غاړه لري. لکه څرنګه یې چې په صحیحو حدیثونو کې یادونه شوې ده لکه هغه چې په صحیح کې له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«خُلِقَتِ الـمَلَائِكَةُ مِن نُورٍ، وَخُلِقَ الجَانُّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ، وَخُلِقَ آدَمُ مِمَّا وُصِفَ لَكُم».
ژباړه: «ملاېکې له رڼا (نور) څخه پیدا شوي، او جان ( پیری) د اور له خالصې شغلې څخه پیدا شوی، او ادم علیه السلام له هغه څه څخه پیدا شوی چې تاسو ته بیان شوي دي»13. مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی.
دریم اصل: په کتابونو اېمان، چې دوو چارو ته شاملیږي:
لومړۍ چاره: په کتابونو اجمالي اېمان؛ داسې چې الله تعالی په خپلو رسولانو او انبیاوو کتابونه رالیږلي؛ تر څو یې حق بیان کړي او لور ته یې بلنه ورکړي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿لَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا رُسُلَنَا بِٱلۡبَيِّنَٰتِ وَأَنزَلۡنَا مَعَهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡمِيزَانَ لِيَقُومَ ٱلنَّاسُ بِٱلۡقِسۡطِ...﴾
ژباړه: (پرته له شکه موږ خپل رسولان له ښكاره دليلونو سره لېږلي او له هغوى سره مو كتاب او تله هم را نازل كړي تر څو خلك په انصاف ولاړ اوسي). [الحديد سورت: 25آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿كَانَ ٱلنَّاسُ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ فَبَعَثَ ٱللَّهُ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَ ٱلنَّاسِ فِيمَا ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِ...﴾
ژباړه: (ټول خلک (په لومړیو کې) یو امت (ډله) وو، (بیا ځينې کافران شول) نو الله پېغمبران ولېږل چې (مؤمنانو ته) زيري وركوونكي او (کافرانو ته) وېروونكي وو ، او له دوی سره یې په حقه کتاب راولېږه د دې لپاره چې د خلکو ترمنځ فیصله (حکم) وکړي په هغه څه کې چې دوی په هغه کې اختلاف کړی دی). [البقرة سورت: 213 آیت].
دویمه چاره: په کتابونو تفصیلي ایمان دی؛ چې په هغو کتابونو ایمان ولرو چې الله تعالی یې نومونه یاد کړي لکه: تورات، انجیل، زبور او قرآن کریم، او باور ولرو چې قرآن کریم یې تر ټولو غوره او وروستی کتاب دی، او پر هغوی برلاسی دی، او هغوی لره تاییدونکی دی، او دا چې نوموړی هغه کتاب دی چې ټول امت یې باید پيروي وکړي او د پریکړو لپاره یې اساس وګرځوي، سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحیحه سنتو- ځکه چې الله تعالی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ټولو انسانانو او پېریانو ته د پیغمبر په توګه رالیږلی او دا قرآن یې پرې نازل کړی، تر څو یې پر مټ د دوی ترمنځ پریکړې وکړي، او د هغه څه لپاره یې شفا ګرځولې چې په زړونو کې دي، او د هرڅه لپاره یې وضاحت، هدایت او د مؤمنانو لپاره یې رحمت ګرځولی دی، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَهَٰذَا كِتَٰبٌ أَنزَلۡنَٰهُ مُبَارَكٞ فَٱتَّبِعُوهُ وَٱتَّقُواْ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ155﴾
ژباړه: (او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي) [الأنعام سورت: 155آیت]. او الله پاک فرمايلي:
﴿...وَنَزَّلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ تِبۡيَٰنٗا لِّكُلِّ شَيۡءٖ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٗ وَبُشۡرَىٰ لِلۡمُسۡلِمِينَ﴾
ژباړه: (او پر تا مو کتاب نازل کړی چې د هرڅه بيانوونکی، لارښوونه، لورېينه او د مسلمانانو لپاره زېری دی) [النحل سورت: 89 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنِّي رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيۡكُمۡ جَمِيعًا ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ فَـَٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ٱلنَّبِيِّ ٱلۡأُمِّيِّ ٱلَّذِي يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَكَلِمَٰتِهِۦ وَٱتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ158﴾
ژباړه: (ته ووایه: اى خلکو! بې شكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: 158 آیت] او په دې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي.
څلورم فصل: په رسولانو ایمان
دا هم دوه چارو ته شاملیږي: لومړۍ چاره: په رسولانو اجمالي ایمان دی؛ چې ایمان ولرو چې الله تعالی خپلو بندګانو ته پېغمبران رالیږلي، ځینې له دوی څخه زیری ورکوونکي او ځینې یې ویرونکي او همدا رنګه حق ته بلونکي دي؛ نو چا چې د دوی بلنه ومنله نېمکرغه شو، او چا یې چې مخالفت وکړ پښېمانه او ناامیده به شي، د دوی وروستی او غوره یې زمونږ نبي محمد بن عبد الله -صلی الله علیه وسلم- دی، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ...﴾
ژباړه: (او یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿رُّسُلٗا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةُۢ بَعۡدَ ٱلرُّسُلِ...﴾
ژباړه: او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلکو ته په الله باندې څه حجت پاتې نشي). [النساء سورت: 165 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٖ مِّن رِّجَالِكُمۡ وَلَٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ...﴾
ژباړه: (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى، مګر د الله رسول او د نبیانو (د لړۍ) پای ته رسوونکی دى). [الأحزاب سورت: 40 آیت].
دویمه چاره: په رسولانو په تفصیل سره ایمان راوړل؛ دا په تفصیل او توضیح سره په هغو کسانو ایمان راوړل دي چې الله تعالی نومولي یا د هغوی نومونه د الله د رسول -صلی الله علیه وسلم- لخوا ثابت شوي دي، لکه: نوح، هود، صالح، ابراهیم او نور صلى الله وسلم عليهم وعلى آلهم وأتباعهم.
پنځم اصل: د آخرت په ورځ ایمان
چې شامل دی:
پر هر هغه څه ایمان راوړل چې الله او د هغه رسول - صلی الله علیه وسلم - یې په اړه خبر ورکړی دی چې له مرګ نه وروسته به پېښیږي لکه: د قبر آزموینه، د هغه عذاب او نعمت، او د قیامت د ورځې ویره، سختۍ، صراط، میزان، حساب، جزاء، د خلکو تر منځه د عملنامو غوړیدل، چې چاته به په ښي او چاته په چپ لاس او یا د شا له لورې ورکول کیږي.
په دې کې پر هغه حوض ایمان درلودل هم شامل دي چې زموږ له پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم سره یې ژمنه شوې او په جنت او دوزخ ایمان، د مومنانو لخوا د خپل سپېڅلي رب لیدل او د هغه لخوا د خپلو بندګانو سره خبرې کول او داسې نور شیان دي چې په قرآن کریم او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم په صحیح سنت کې راغلي دي، نو پر بنده پدې ټولو ایمان راوړل په هغه طریقه واجب دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړې ده.
شپږم اصل: په تقدیر ایمان
او څلورو چارو ته شاملیږي:
لومړۍ چاره: پدې ایمان راوړل چې الله پاک پر هر هغه څه پوه دی چې شوي او هغه چې کیږي به، او د خپلو بندګانو په حالاتو، د هغوی په ارزاقو، اجلونو، عملونو او داسې نورو چارو پوه دی، نو له هغه سبحانه وتعالی څخه هیڅ شی لدې شیانو نه پټیږي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿...وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ﴾
ژباړه: (او پوهه شئ چې بې شکه الله په هر شي باندې ښه پوه دى). [البقرة سورت: ۲۳۱ آیت]. او الله تعالی فرمایلي:
﴿...لِتَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ وَأَنَّ ٱللَّهَ قَدۡ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عِلۡمَۢا﴾
ژباړه: (د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې یقینًا الله په هر شي ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى). [الطلاق سورت: ۱۲ آیت].
دویمه چاره: پدې ایمان چې الله تعالی ټول هغه څه لیکلي چې هغه اندازه کړي او د هغو پرېکړه یې کړې ده، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿قَدۡ عَلِمۡنَا مَا تَنقُصُ ٱلۡأَرۡضُ مِنۡهُمۡۖ وَعِندَنَا كِتَٰبٌ حَفِيظُۢ 4﴾
ژباړه: (یقینًا موږ په هغه څه خبر یو چې ځمكه يې د دوى (له وجود) نه كموي او له زموږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى) [ق سورت: ۴ آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...وَكُلَّ شَيۡءٍ أَحۡصَيۡنَٰهُ فِيٓ إِمَامٖ مُّبِينٖ﴾
ژباړه: (او هر شى، موږ په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى). [يس سورت: ۱۲ آيت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۚ إِنَّ ذَٰلِكَ فِي كِتَٰبٍۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ70﴾
ژباړه: (آیا ته نه پوهېږې چې یقېنا الله تعالی پوه دی په هغه څه چې په اسمان کې دي او په زمکه کې دي، بېشکه دا ټول په کتاب (لوح محفوظ) کې دي، بېشکه دا په الله تعالی باندې آسان دي) [الحج سورت: ۷۰ آیت].
دریمه چاره: د الله تعالی په مؤثره اراده (مشیئت) ایمان؛ هر هغه څه چې هغه یې غواړي هغه به کیږي، او هر هغه څه چې هغه یې نه غواړي هغه به نه کیږي، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يَفۡعَلُ مَا يَشَآءُ﴾
ژباړه: (یقینا الله کوي هغه څه چې خوښه یې وي) [الحج سورت: ۱۸ آیت]. او الله تعالی فرمایلي:
﴿إِنَّمَآ أَمۡرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيۡـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ82﴾
ژباړه: (د هغه امر خو كله چې څه وغواړي ايله دا دى چې و وايي: شه! نو هغه وشي). [يس سورت: ۸۲ آیت]. او الله پاک فرمایلي:
﴿وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ29﴾
ژباړه: (او تاسو د (سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي). [التكوير سورت: ۲۹ ایت].
څلورمه چاره: پدې ایمان چې ټول موجودات الله تعالی پیدا کړي دي؛ نو له هغه پرته یې بل خالق او له هغه پرته یې بل رب نشته، لکه چې هغه سبحانه وتعالی فرمایلي:
﴿ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَيۡءٖۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ وَكِيلٞ62﴾
ژباړه: (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت:۶۲ آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡۚ هَلۡ مِنۡ خَٰلِقٍ غَيۡرُ ٱللَّهِ يَرۡزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۚ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ فَأَنَّىٰ تُؤۡفَكُونَ3﴾
ژباړه: (اې خلكو! الله چې پر تاسو څه پېرزوينه كړې هغه درياد كړئ، آيا له الله پرته كوم بل خالق شته چې له آسمان او زمكې روزي دركړي؟ له هغه پرته كوم بل الله نشته، نو تاسو څنګه اړول كيږئ (له حقه)) [فاطر سورت: ۳ آیت].
نو په تقدیر ایمان: پدې ټولو څلور واړو چارو ایمان راوړلو ته شاملیږي، لکه څنګه چې د اهل سنت والجماعت عقیده ده؛ د هغو بدعتیانو خلاف چې له ځینو یې انکار کوي.
او د هغې صحیح عقیدې چې اهل سنت والجماعت یې لري، مهمې چارې دا دي: د الله لپاره محبت او د الله لپاره کرکه کول، د الله لپاره دوستي او د الله لپاره دښمني چې همدې ته د ولاء او براء عقیده وایي، چې په الله تعالی د ایمان یوه برخه ده.
نو مؤمن د مؤمنانو سره مینه لري او دوستي ورسره کوي، او له کافرانو کرکه لري او دښمني ورسره کوي، او د دې امت په سر کې مؤمنان د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام دي، لکه څنګه چې د اهل سنت والجماعت په نزد منل شوې ده؛ نو هغوی ورسره مینه لري او دوستي ورسره کوي، او باور لري چې هغوی له پېغمبرانو وروسته غوره خلک دي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی چې فرمایي-:
«خَيْرُ القُرُونِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُم».
ژباړه: «تر ټولو غوره پیړۍ زما ده، بیا هغه خلک چې ورپسې دي او بیا هغه خلک چې ورپسې دي».14 د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی،
او باور لري چې غوره یې : ابوبکر الصدیق، بیا عمر الفاروق، بیا عثمان ذوالنورین، بیا علي المرتضی - رضي الله عنهم أجمعین - دي، بیا ورپسې لس هغه صحابه کرام دي چې د جنت زیری ورکړ شوی، بیا پاتې صحابه کرام - رضي الله عنهم أجمعین- او دوی د هغه څه په اړه له بحث کولو ډډه کوي چې د دوی ترمنځ پیښ شوي - یعنې د صحابه کرامو - او باور لري چې دوی په دې اړه مجتهدان وو، نو که څوک په سمه و، هغه ته دوه اجرونه ورکول کیږي او که څوک خطا شوی وي هغه ته یو اجر ورکول کیږي.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اهل بیت سره مینه لري - هغوی چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان راوړی او د هغوی ټولو سره دوستي کوي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بېبیانو سره دوستي کوي چې د مؤمنانو مورګاني دي او د ټولو لپاره د الله تعالی رضایت غواړي. او د روافضو له تګلارې بیزاره دي، هغه کسان چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو کرکه لري او کنځلې ورته کوي، او د اهل بیت په اړه افراط کوي او له هغې مرتبې یې لوړوي چې الله تعالی ورکړې ده، لکه څرنګه چې له نواصبو بیزاره دي چې په وینا او عمل سره هغوی ازاروي.
نو دا چې موږ یې یادونه وکړه: ټول هغې عقیدې ته شاملیږي چې الله تعالی پرې خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم رالیږلی او دا هغه عقیده ده چې درلودل، پرې منګولې لګول، ثابت پاتې کېدل او له مخالفت څخه یې ډډه کول واجب دي، او همدا د اهل سنت والجماعت، ژغورل شوې ډلې عقیده ده، چې په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا تَـزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الحَقِّ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ وَهُمْ كَذَلِكَ».
«همېشه به زما د امت یوه ډله پر حق بریالۍ پاتې وي، څوک یې چې ذلت غواړي هیڅ ضرر به ورته ونه رسوي، تر دې چې د الله پاک امر راشي او دوی به پر همدې حال وي»،15 او په بل روایت کې راځي:
«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الحَقِّ مَنْصُورَةٌ».
ژباړه: «تل به زما له امت څخه یوه ډله پر حق بریالۍ پاتې وي»،16 او هغه - علیه الصلاة و السلام - فرمایلي:
«افْتَرَقَتِ اليَهُودُ عَلَى إِحْدَى وَسَبْعِينَ فِرْقَةً، وَافْتَرَقَتِ النَّصَارَى عَلَى اثْنَتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً، وَسَتَفْتَرِقُ هَذِهِ الأُمَّةُ عَلَى ثَلَاثِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً كُلُّهَا فِي النَّارِ إِلَّا وَاحِدَةً فَقَالَ الصَّحَابَةُ: مَنْ هِيَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: مَنْ كَانَ عَلَى مِثْلِ مَا أَنَا عَلَيْهِ وَأَصْحَابِي».
ژباړه: «یهود په یو اویا ډلو وویشل شول، او نصارا په دوه اویا ډلو، او ژر دی چې دا اُمت به درې اویا ډلو ته وویشل شي؛ چې له یوې پرته نورې ټولې به یې په اور کې وي، صحابه وو وویل: هغه کومه ده ای د الله رسوله! ویې فرمایل: څوک چې په هغه لاره وي چې زه او زما ملګري پرې دي»17
د صحیح عقیدې ضد عقاید
هغه کسان چې له دې عقیدې څخه انحراف کوي او د هغې پر ضد ځي؛ ډېری ډولونه لري؛ له دوی څخه: د بوتانو، مجسمو، ملاېکو، اولیاوو، پېریانو، ونو، تیږو او داسې نورو عبادت کوونکي دي. نو دا هغه خلک دي چې د پېغمبرانو بلنه یې نده منلې، بلکې مخالفت او ضد یې ورسره کړی، لکه څنګه چې قریشو او رنګارنګ عربو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وکړل؛ نو هغوی به له خپلو معبودانو څخه د حاجتونو پوره کول، د ناروغانو لپاره روغتیا او پر دښمنانو بریا غوښتله، هغوی ته به یې حلالې کولې او نذرونه به یې ورته وړاندې کول، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړل، او یوازې د الله لپاره یې ورته د عبادت د خالصولو امر وکړ، دا خبره یې ناشنا وګڼله، انکار یې ترې وکړ او ویې ویل:
﴿أَجَعَلَ ٱلۡأٓلِهَةَ إِلَٰهٗا وَٰحِدًاۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَيۡءٌ عُجَابٞ5﴾
ژباړه: (ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى) [ص سورت: ۵ آیت].
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه پورې د الله تعالی لور ته بلنه ورکوله او له شرک څخه یې ویرول، او د هغه څه حقیقت یې ورته بیانوه چې بلنه یې ورکوله، تر دې چې چاته الله تعالی غوښتل هدایت یې ورته وکړ، چې بیا ډلې ډلې د الله تعالی په دین کې داخل شول، نو د پرله پسې بلنې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د اوږد جهاد پسې د اسلام دین پر ټولو ادیانو برلاسی شو، الله تعالی دې له هغوی او هغو کسانو څخه راضي شي چې په نیکۍ کې د هغوی پیروي کوي. بیا حالات بدل شول، په ډیری خلکو ناپوهي غالبه شوه؛ چې ډیری خلک د جاهلیت دین ته وروګرځیدل، داسې چې د پېغمبرانو او اولیاوو په اړه یې افراط وکړ، غوښتنې یې ترې کولې او مرسته یې پرې غوښتله او داسې نور د شرک ډولونه، او د : لا اله الا الله معنا یې ونه پېژنده، لکه څنګه چې د عربو کفارو پېژندلې وه، الله تعالی دې مرسته وکړي.
او دا شرک تر دې مهاله په خلکو کې د هغوی د ناپوهۍ او د نبوت له زمانې سره د زیات واټن د رامنځته کېدو له امله خپریږي.
د دی وروستنیو شبهه، هماغه د لومړنیو شبهه وه، چې هغه دا وینا ده:
﴿...هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ...﴾
(...دوی (معبودان) د الله تعالی پر وړاندې زموږ شفاعت کوونکي دي...). [يونس سورت: ۱۸ ايت]، او دا وینا یې:
﴿...مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ...﴾
ژباړه: (...موږ يې يوازې له دې امله لمانځو چې الله ته مو څه نېږدې کړي...). [الزمر سورت: ۳ آیت]. چې الله تعالی د دوی دا شبهه باطله کړه، او دا یې په ډاګه کړه چې څوک له هغه پرته د هر څیز عبادت وکړي نو پر هغه یې شرک کړی او کافر شوی دی، الله تعالی فرمایلي:
﴿وَيَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡ وَيَقُولُونَ هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ...﴾
ژباړه: (او هغوى له الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان وررسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي). [يونس سورت: ۱۸ ایت]. الله پاک پر دوی په خپلې دې وینا سره رد وکړ:
﴿قُلۡ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعۡلَمُ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ18﴾
ژباړه: (ته ووایه: ایا تاسو الله پر هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي). [يونس سورت: ۱۸ ایت].
نو هغه پاک ذات پدې آیت کې دا بیان کړه چې له هغه پرته د نبیانو، ولیانو او داسې نورو عبادت لوی شرک دی، اګر که تر سره کوونکی یې دا په نورو نومونو یادوي، او الله تعالی فرمایي:
﴿...وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ...﴾
(...او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته...) [الزمر سورت: ۳ آیت]. بیا پرې الله تعالی پدې وینا سره رد وکړ:
﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ﴾
ژباړه: (بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله لارښوونه نه كوي هغه چا ته چې دروغجن، ډېر ناشكره وي) [الزمر سورت: ۳ آیت].
نو پدې سره ورته الله پاک ښکاره کړه چې له هغه پرته بل چاته د دوی عبادت کول په دعا، ویرې، امید ساتلو او داسې نورو سره په هغه پاک ذات کفر کول دي، او دوۍ یې دروغجن وګرځول په خپله هغه وینا کې چې دوی ويل: مونږ یې عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې هغه - الله تعالی - ته مو ښه نږدې کړي.
او له کفري عقیدو څخه چې د سمې عقیدې ضد او هغه څه سره مخالفې دي چې پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام پرې راتګ کړی؛ هغه عقیده ده چې بې دینان یي په نن عصر کې لري لکه: د مارکس، لینن پېروان او داسې نور بې دینۍ او کفر ته بلونکي، برابره ده که دوی یې په سوشیالیزم، کمونیزم، بعث او داسې نورو نومونو یادوي، ځکه د دې بې دینانو له اصولو څخه دا دي چې هیڅ اله نشته او ژوند یوازې ماده ده.
او د دوی له اصولو څخه: ژوندون، جنت او دوزخ څخه منکریدل او په ټولو دینونو کفر کول دي، او څوک چې د دوی په کتابونو کې وګوري او هغه څه چې دوی پرې دي په یقیني توګه به باوري شي، او شک نشته چې دا عقیده د ټولو اسماني دینونو سره په ټکر کې ده، او پیروان یې په دنیا او اخرت کې له تر ټولو ناوړه انجام سره مخ کوي.
او د هغو عقایدو له ډلې چې د حق خلاف دي: د ځینو صوفیانو عقیده ده چې ځینې خلک چې هغوی یې اولیاء او د الله تعالی سره د چارو په تدبیر کې شریک بولي، او د نړۍ په اداره کولو کې تصرف کوي، او هغوی ته قطبونه (د قطب جمع ده او د صوفیانو په اند هغه چاته ویل کیږي چې د کائناتو د تشریح کولو تلسم له ځان سره ولري). اوتاد: (د وتد جمع ده او د صوفیانو په اند هغه چاته ویل کیږي چې له هر شر څخه د ځمکې د ساتنې چاره پر غاړه لري)، أغواث (د غوث جمع ده چې په سختي کې خلکو ته رسیدنه کوي).او داسې نور نومونه کاروي چې له ځان څخه یې خپلو معبودانو ته ټاکلي دي، او دا په ربوبیت کې شرک دی، چې د الله تعالی سره د شرک کولو تر ټولو بد ډول دی.
او څوک چې د جاهليت د لومړنيو خلکو شرک ته پام وکړي او هغه د وروستنیو د شرک سره پرتله کړي؛ نو وبه مومي چې د وروستنیو نسلونو شرک لوی او جدي دی، چې وضاحت یې په لاندې ډول دی: د جاهلیت پر مهال د عربو کافرانو دوه ځانګړتیاوې درلودې: لومړۍ: هغوی په ربوبیت کې شرک نه کاوه، بلکې شرک یې یوازې په عبادت کې و، ځکه د الله تعالی په ربوبیت یې اعتراف کاوه لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَهُمۡ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ...﴾
ژباړه: (او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله). [الزخرف سورت: ۸۷ آیت]. او الله - تعالی - فرمایلي:
﴿قُلۡ مَن يَرۡزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ أَمَّن يَمۡلِكُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَمَن يُخۡرِجُ ٱلۡحَيَّ مِنَ ٱلۡمَيِّتِ وَيُخۡرِجُ ٱلۡمَيِّتَ مِنَ ٱلۡحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلۡأَمۡرَۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُۚ فَقُلۡ أَفَلَا تَتَّقُونَ31﴾
ژباړه: (ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې څخه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) ایا نو تاسو نه وېرېږئ). [يونس سورت: ۳۱ آیت] او پدې معنا سره ډیری آیتونه راغلي دي.
دویم دا چې: د هغوی شرک به په عبادت کې تل نه و، بلکې یوازې د اسانتیا په حالت کې به یې شرک کاوه، خو په سختۍ کې به یې یوازې الله تعالی ته عبادت خالص کوو، لکه چې الله تعالی فرمایي:
﴿فَإِذَا رَكِبُواْ فِي ٱلۡفُلۡكِ دَعَوُاْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ إِذَا هُمۡ يُشۡرِكُونَ65﴾
ژباړه: (او هر کله چې دوی سپاره شي په کښتیو کې نو رابولي الله تعالی لره، اخلاص کوي د هغه په بلنه کې نو هر کله چې دوی ته نجات ورکړي وچې ته، (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي) [العنكبوت سورت: ۶۵ آیت].
او ورستي مشرکان چې دي نو دوی پر هغوی له دوو اړخونو ور اوښتې دي: لومړی اړخ: په ربوبیت کې د ځینو شرک. دویم اړخ: په اسانتیا او سختۍ کې شرک، لکه څرنګه چې د دوی په حال هغه څوک ښه پوهیږي چې ورسره یې ناسته پاسته شوې او د دوی حالات یې له نږدې څارلي او هغه څه یې لیدلي چې دوی یې د الحسین او البدوي او نورو له قبرونو سره په مصر او د عدن په عیدروس کې کوي، د الهادي له قبر سره په یمن، او د ابن عربي له قبر سره په شام، او د شیخ عبد القادر الجیلاني له قبر سره په عراق او نورو مشهورو قبرونو سره کوي؛ چې عوام خلک پکې غلو (له حد نه اوړیدل) کوي او د الله تعالی ډیری حقونه یې ورکړي، او داسې ډیر کم خلک شته چې رد ورباندي وکړي او د توحید حقیقت ورته بیان کړي؛ هغه چې الله پرې خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - او له هغه وړاندې رسولان علیهم الصلاة والسلام رالیږلي، بس مونږ یواځې د الله تعالی یو او خاص هغه ته ورګرځېدونکي یو.
او د اسماء او صفاتو په باب کې د صحیح عقیدې ضد عقیده د بدعتیانو؛ جهمیه او معتزله و او د دوی د پيروانو عقیده ده، چې له الله - تعالی- څخه صفات نفي کوي او یا یې له معنا څخه انکار کوي، بلکې الله تعالی پداسې صفتونو سره یادوي چې هغه معدوم (نشت)، جامد او یا ناشوني وي، الله تعالی د دوی له ویناوو څخه ډیر پورته دی.
او پدوی کې هغه خلک هم شامل دي چې له ځيني صفتونو منکر دي او ځينې نور ثابتوي لکه: أشعریان، دا چې هغوی ځيني صفتونه ثابتوي نو پرې لازم دي چې ورته نور صفتونه چې دوی یې ثابتوي د هغو صفاتو په څېر چې تېښته ترې کوي او دلایل یې نفي کوي (هم باید ثابت کړي، خو دا چې نه یې کوي) ، نو پدې سره دوی د سمعي او عقلي دلایلو سره په مخالفت کې واقع شول، او پدې سره په ښکاره ټکر کې ولوېدل،
خو أهل سنت والجماعت الله پاک ته د پوره کمال سره له نومونو او صفتونو څخه هغه څه ثابتوي چې هغه (ذات) خپل ځان ته ثابت کړي او یا یې رسول؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ورته ثابت کړي وي، او پاک یې ګڼي له دې چې د مخلوق سره یې تشبیه کړي پداسې پاکوالي سره چې د تعطیل (له معنا څخه) پکې څکه نه وي، نو پدې سره دوی په ټولو دلیلونو عمل کړی، نه یې تحریف کړی او نه هم تعطیل، او له هغه ټکر څخه هم بچ پاتې شوي چې له دوی پرته نور ورسره مخ شوي دي، لکه څرنګه چې پدې اړه وړاندې وویل شول،
او همدا په دنیا او اخرت کې د خلاصون او نیکمرغۍ لار ده؛ هغه نیغه لار چې د دې امت سلفو او امامانو نیولې وه. او هیڅکله به د دې امت وروستي خلک اصلاح نه شي مګر په هغه څه چې لومړي پرې اصلاح شوي وو، چې هغه د قرآن اوسنت پیروي ده، او د هر هغه څه پرېښودل چې د دې خلاف وي. له الله تعالی څخه سوال کوو چې امت خپلې هوښیارۍ ته راوګرځوي، د هدایت بلونکي پکې ډیر کړي، مشرانو او عالمانو ته یې د شرک پر وړاندې د جنګیدلو او له منځه وړلو توفیق ورکړي او له اسبابو یې خلک وویروي ... بېشکه هغه ذات اوریدونکی او نږدې دی. الله تعالی توفیق ورکوونکی دی، هغه زموږ لپاره کافي دی، او هغه د چارو غوره کار جوړونکی دی، له هغه پرته بل حالت بدلوونکی او هیڅ ځواک نشته. وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
دویم پېغام:
پر پیغمبر ﷺ د مرستې غوښتلو حکم
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وأصحابه ومن اهتدى بهداه.
اما بعد: د کویټ المجتمع ورځپاڼې په خپله پنځلسمه ګڼه کې، چې د ۱۳۹۰ هجري قمري کال د ۴ میاشتې په ۱۹ نیټه خپره شوې وه، (د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د زوکړې کلیزه) تر سرلیک لاندې بیتونه خپاره کړي وو، چې پکې د امت د ژغورلو، بریا، له بې اتفاقۍ او اختلاف څخه د خلاصون په موخه پر هغه صلی الله علیه وسلم مرسته غوښتل شامل و، دا بېتونه د یو چا په نوم چې ځان (آمنه) بولي لاسلیک شوي او دا یې د یادو بیتونو متن دی:
ای د الله رسوله، نړۍ وژغوره ...جګړه اور اخلي او لمبې یې خیژي.
ای د الله رسوله امت وژغوره... ډیر وخت وشو چې د شک په تیارو کې بندیوان دی.
ای د الله رسوله امت وژغوره چې ... د غمونو په کږلېچونو کې یې خوبونه ورک شوي دي
. . . تر دې چې وایي:
بیړنۍ بریا راکړه .... لکه د بدر د ورځې په څېر؛ کله دې چې الله راوباله.
نو ذلت پر یوه لویه بریا بدل شو ... الله داسې سرتیري لري چې تاسو یې نه وینئ
(پدې ډول دا لیکواله په رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ کوي، مرسته ترې غواړي او د امت لپاره ترې بیړنۍ بریا غواړي، یا یې هېر دي - او یا نه پوهېږي - چې بریا یوازې د الله په لاس کې ده، نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې او نه د نورو مخلوقاتو، لکه څرنګه چې الله تعالی په خپل مبین کتاب کې فرمایلي:
﴿...وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾
ژباړه: (او نه دى مدد مګر د الله له جانبه). [آل عمران سورت: ۱۲۶ ايت]، او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ...﴾
ژباړه: (كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي). [آل عمران سورت: ۱۶۰ ايت].
او د دعا او مرستې غوښتلو دا عمل: له الله تعالی پرته بل چا ته یو ډول عبادت کول دي؛ دا د نص (قرآن، حدیث) او اجماع له مخې معلومه ده چې الله پاک مخلوقات د دې لپاره پېدا کړي چې عبادت یې وکړي او د عبادت د څرنګوالي او د عبادت لور ته د بلنې لپاره یې رسولان رالیږلي او کتابونه یې نازل کړي، لکه چې الله پاک فرمایلي:
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ56﴾
ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [الذاريات سورت: ۵۶ ايت]، او الله - تعالی - فرمایلي دي:
﴿وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ...﴾
ژباړه: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ...). [النحل سورت: ۳۶ آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي:
﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ 25﴾
ژباړه: (او له تا مخکې مو کوم رسول نه دی لېږلی مګر هغه ته مو وحي کړې چې له ما پرته بل الله نشته، نو يوازې زما عبادت وکړئ). [الأنبياء سورت: ۲۵ آیت]، او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿الر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ1 أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ2﴾
ژباړه: (الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې آیتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي)
(دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم). [هود ايت: ايتونه ۱، ۲].
نو هغه، پاک ذات، په دې پرېکنده آیتونو کې روښانه کړیده چې ثقلین (انسانان او پيریان) یې نه دي پیدا کړي مګر د خپل عبادت لپاره، هغه ذات چې شریک نه لري، او دا یې هم روښانه کړې چې هغه پېغمبران - علیهم السلام- ندي رالیږلي مګر د خپل عبادت لپاره؛ چې په عبادت امر وکړي او له ضد څخه یې خلک منع کړي، هغه جل جلاله دا هم څرګنده کړه چې هغه خپل آیتونه محکم او پرېکنده کړي او تشریح کړي یې دي، تر څو له هغه سپېڅلي ذات پرته د بل چا عبادت ونه شي.
او څرګنده ده چې عبادت د الله تعالی یووالی او د هغه اطاعت دی، د هغه د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه یې پر منع کېدلو، الله تعالی په ډیری آیتونو کې پدې امر کړی او خبر یې ورکړی، په شمول د دې آیت چې فرمایي:
﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ...﴾
ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي...). [البينة سورت: 5 ايت]، او د الله تعالی دا وینا:
﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ...﴾
ژباړه: (او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ...). [الإسراء سورت: 23 آیت]. او دا قول د الله تعالی:
﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ3﴾
ژباړه: (بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې).
ژباړه: (خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نږدې كړي، ښه نږدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي). [الزُّمَر سورت: 2-3 ایتونه].
او پدې معنا سره ډیری آیتونه راغلي چې ټول یې الله تعالی ته په عبادت کې د اخلاص پر وجوب او له هغه پرته د پېغمبرانو او نورو د عبادت په پرېښودلو دلالت کوي.
او په دې کې شک نشته چې دعا د عبادتونو یو له خورا مهمو او جامعو ډولونو څخه دی، نو دا باید یوازې الله لپاره خالص وي، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ14﴾
ژباړه: (نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یاست، اګر كه كافران يې بد ګڼي). [غافر سورت: 14 ایت]. او الله تعالی فرمایلي:
﴿وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا18﴾
ژباړه: (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوك مه بلئ). [الجن سورت: 18 آیت]، او دا لارښوونه چې په عبادت سره د الله تعالی یوازې کول دي ټول مخلوقات، په شمول د پیغمبرانو او نورو ته شاملیږي، او د هغه دا قول:
﴿وَلَا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلۡتَ فَإِنَّكَ إِذٗا مِّنَ ٱلظَّٰلِمِينَ106﴾
(او له الله نه پرته كوم داسې څوک مه رابله چې نه درته ګټه رسولى شي نه زيان، كه ته داسې وكړې نو له ظالمانو نه به يې). [يونس سورت: 106 ایت]، دا پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته خطاب دی خو ښکاره ده چې هغه الله تعالی له شرک څخه ساتلی دی، نو موخه ترې له شرک څخه د نورو ویرول دي، بیا الله تعالی فرمایلي:
﴿وَلَا تَدۡعُ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ106﴾
ژباړه: (او له الله پرته بل هغه څوک مه رابوله چې نه ګټه او نه ضرر درته رسولای شي، که دې دا وکړل؛ نو پرته له شکه ته به له تېري کوونکو څخه يې). [يونس سورت: 106 ایت]، او دا پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته خطاب دی خو موخه يې نورو ته خبرداری ورکول دي. ځکه معلومه ده چې الله تعالی خپل رسول له شرک څخه ساتلی، بیا الله تعالی په سختو الفاظو او ویرونې له شرک څخه منع کړې ده او فرمایلې یې دي:
﴿...فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ﴾
ژباړه: (...نو كه چېرې ته دغه (كار) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې). او ظلم چې کله مطلق بیان شي، مراد ترې لوی شرک وي، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿...وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾
ژباړه: (...او همدا كافران ظالمان دي) [البقرة سورت: ۲۵۴ ایت]. او الله تعالى فرماېلي:
﴿...إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ﴾
ژباړه: (بېشكه شرک یقینًا ډېر لوى ظلم دى). [لقمان سورت: ۱۳ آیت]. نو که د آدم علیه السلام د اولادې سردار - صلی الله علیه وسلم - له الله پرته بل څوک راوبلي، هغه به له ظالمانو څخه شي، نو د نورو خلکو به څه حال وي؟
نو له دې او نورو آیتونو معلومه شوه چې له الله تعالی پرته بل څوک رابلل لکه: مړي، ونې، بوتان او داسې نور - د الله تعالی سره شرک او په عبادت کې د الله تعالی د یووالي سره په ټکر کې عمل دی؛ او عبادت د انسانانو او پيریانو د پېداېښت، د پېغمبرانو د رالیږلو، او د کتابونو د نازلیدلو موخه ده، همدا رنګه (شرک) د : (لا اله الا الله) د معنا سره په ټکر کې دی، چې په حقیقت کې دا کلمه له الله پرته د بل هر څه عبادت نفي کوي او یوازې الله تعالی ته یې ثابتوي، لکه چې الله پاک فرمایلي:
﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلۡبَٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡكَبِيرُ62﴾
ژباړه: (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [الحج سورت: ۶۲ آیت].
او همدا د دین اصل او د ایمان اساس دی، او عبادتونه تر هغه وخته پورې اعتبار نلري تر څو چې دا اصل سم نه وي، لکه چې الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ65﴾
ژباړه: (او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې). [الزمر سورت: ۶۵ ایت]. او الله پاک فرمایلي:
﴿...وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾
ژباړه: (او كه چېرې هغوى شرك كړى وَى (، نو) له هغوى نه خامخا به ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول). [الأنعام سورت: ۸۸ آیت].
له تېرو دلایلو څرګندیږي چې د اسلام دین او د شهادت کلمه چې: (لا إله إلا الله) ده دوه لوی اصول لري:
یو دا چې یوازې د یو الله عبادت وشي چې شریک نه لري؛ نو څوک چې پېغمبران او نور مړي راوبلي، یا بوتان، ونې، تیږې یا نور مخلوقات راوبلي یا له هغوی مرسته وغواړي، یا په قربانیو او نذرونو سره هغوی ته نږدې شي، یا هغوی ته لمونځ او سجده وکړي، نو یقینا چې هغوی یې له الله پرته د ځان لپاره معبودان او د هغه سپېڅلي ذات سره شریکان نیولي، او په دې سره یې د (لا اله الا الله) معنا نقض کړې ده.
دویم: دا چې د الله تعالی عبادت یوازې د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په شریعت سره وشي، څوک چې په دین کې د داسې یو څه نوښت وکړي چې الله تعالی یې اجازه نه وي ورکړې؛ نو د محمد صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ د ګواهۍ ورکولو معنا یې نه ده پر ځای کړې، او عمل یې ورته ګټه نه رسوي او نه ترې قبلیږي، الله تعالی فرمایلي:
﴿وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا23﴾
ژباړه: (او دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو). [الفرقان سورت: ۲۳ ايت]، او په آیت کې له یادو اعمالو څخه موخه: د هغه چا عملونه دي چې الله تعالی سره د شرک کولو په حال کې مړ شوی وي.
په دې کې هغه بدعتي اعمال هم شامل دي چې الله تعالی یې اجازه نه ده کړې، او د قیامت په ورځ به لکه د خپور کړی شوي ګرد په څېر وګرځي (دوړه به شي) ځکه چې د پاکیزه شریعت مطابق نه وو، لکه څرنګه چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغه څخه نه وي، هغه مردود دي». د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی.
د وینا لنډیز داسې دی چې: دې لېکوالې په خپل فریاد او دعا سره رسول الله صلی الله علیه وسلم مخاطب ګرځولی او له الله رب العالمین څخه یې مخ اړولی، هغه ذات چې په لاس کې یې بریا، تاوان او ګټه دي او له هغه پرته د بل چا په لاس کې نشته.
او له شک پرته چې دا لوی ظلم دی، په داسې حال کې چې الله تعالی د هغه په رابللو امر کړی، او څوک یې چې رابلي هغه سره یې د قبلولو ژمنه کړې او څوک چې د هغه له رابلنې سرغړونه کوي هغه یې په جهنم سره ګواښلی لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ 60﴾
ژباړه: (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي). [غافر سورت: ایت ۶۰]، یعنې: سپک او ذلیل. نو دا مبارک آیت ښيي چې دعا یو عبادت دی او څوک چې ترې کبر او غرور کوي ځای یې جهنم دی، نو کله چې دا د هغه چا حالت وي چې د الله تعالی له رابللو سرغړونه کوي، نو د هغه چا حالت به څنګه وي چې له هغه پرته بل څوک رابلي او له ده څخه مخ اړوي، پداسې حال کې چې هغه پاک ذات نږدې دی، د هرڅه مالک او پر هر څه قادر دی لکه چې فرمایي:
﴿وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ 186﴾
ژباړه: (او چې بندګان مې زما په اړه تا كله وپوښتي؛ نو (ورته وايه چې) زه بالكل نږدې يم، د غوښتونكي سوال قبلوم كله چې ما وروبولي، نو زما (بلنه) دې هم ومني او پر ما دې ايمان راوړي تر څو په سمه لار محكم پاتې شي). [البقرة سورت: ۱۸۶ ایت]، او یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کې خبر ورکړی چې دعا عبادت دی، او خپل د تره زوی عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ته یې وفرمایل:
«احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللهَ، وَإِذَا اسْتَعْنَتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ».
ژباړه: «الله په ياد لره، ساتنه به دې کوي، الله په ياد لره، مخې ته به یې ومومې. کله چې څه غواړې، له الله نه يې غواړه او کله چې مرسته او ملاتړ غواړې، نو له الله یې غواړه». ترمذي او نورو روایت کړی دی.
او هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَدْعُو لِلهِ نِدًّا؛ دَخَلَ النَّارَ».
ژباړه: «څوک چې پداسې حال کې مړ شو چې له الله سره یې شریک باله نو اور ته به داخل شي». دا حدیث بخاري روايت کړی دی، او په صحیحینو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې کومه ګناه تر ټولو لویه ده؟ هغه وفرمایل:
«أَنْ تَجْعَلَ لِلهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ».
ژباړه: «دا چې له الله سره شریک وګرځوې، پداسې حال کې چې هغه پېدا کړی یې». او (نِد): برابر او مشابه ته وایي، نو څوک چې له الله تعالی پرته بل څوک رابلي، یا له هغه مرسته وغواړي، یا ورته نذر پېش کړي، یا د هغه لپاره حلاله وکړي، یا یې یو بل ډول عبادت وکړي؛ هغه یې شریک ګڼلی، برابره خبره ده که هغه پېغمبر وي یا ولي، ملاېکه یا پېری، بُت وي او یا نور مخلوق.
نو دلته کېدی شي یو څوک ووایي چې: له ژوندي حاضر انسان څخه سوال کول څه حکم لري، البته په هغو کارونو کې چې هغه یې وړتیا لري، یا په فزیکي کارونو کې ترې مرسته وغوښتل شي چې هغه یې کولی شي؛ جواب دا دی چې: دا هغه شرک نه دی، بلکې د مسلمانانو تر منځه عادي او روا چاره ده، لکه چې الله تعالی د موسی علیه السلام په کیسه کې فرمایلي:
﴿...فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ...﴾
ژباړه: (...نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس په خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و...) [القصص سورت: ۱۵ ایت]، او لکه څنګه چې الله تعالی د موسی علیه السلام په کیسه کې فرمایلي:
﴿فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ...﴾
ژباړه: (نو موسٰى له دغه (ښار) نه ووت، په دې حال كې چې وېرېدونكى و (او) انتظار يې كاوه...). [القصص سورت: ۲۱ ایت] او لکه څنګه چې یو سړی په جګړه کې له خپلو ملګرو مرسته غواړي او یا داسې نورې پېښې چې انسانان پکې د یو بل مرستو ته اړتیا پیدا کوي.
او الله تعالی خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته امر کړی چې امت یې له دې خبر کړي چې هیڅوک د ګټې رسولو یا د ضرر د مخنیوي واک نه لري، الله پاک فرمایلي:
﴿قُلْ إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا21 قُلْ إِنِّي لَا أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا رَشَدًا22﴾
(ورته ووايه: زه خو یوازې خپل پالونکی رابولم او بل هيڅوك نه ورسره شريكوم.
ورته ووايه: زه تاسي ته نه د تاوان رسولو واك لرم او نه د خير ښېګڼې). [الجن سورت: ۲۱، ۲۲ ایتونه]، او الله تعالى فرماېلي:
﴿قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ188﴾
ژباړه: (ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي). [الأعراف سورت: ۱۸۸ آیت].
او په دې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي.
او ښکاره ده چې هغه صلی الله علیه وسلم یوازې خپل رب رابلي، د بدر په ورځ یې په الله مرسته او پر دښمن بریا غوښتله او زارۍ یې کولې او ویل یې: «ای ربه! ژمنه دې راسره پوره کړه». تر دې چې لوی ریښتین ابوبکر رضي الله عنه وویل: بس دی ای د الله رسوله! یقینا چې الله به درسره کړې ژمنه پوره کړي، او په اړه یې الله جل جلاله دا آیت نازل کړ.
﴿إِذۡ تَسۡتَغِيثُونَ رَبَّكُمۡ فَٱسۡتَجَابَ لَكُمۡ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلۡفٖ مِّنَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ مُرۡدِفِينَ9﴾
ژباړه: (او (یادکړئ) کله چې تاسو فریاد کوو خپل رب ته د مدد کولو نو قبول والی وکړو تاسو لره الله تعالی د دې فریاد چې یقینا زه مدد کوم تاسو لره په ملایکو زرو سره چې یو بل پسې به راځي). [الأنفال سورت: ۹ آیت]. په دې آیتونو کې د سپېڅلي ذات لخوا د دوی د مرستې لپاره د فریاد یادونه او له دې خبر ورکول شوی چې په ملاېکو سره یې د هغوی مرسته وکړه د دې لپاره و چې په بریا او ډاډ سره زیری ورکړي، او دا یې بیان کړه چې بریا د ملاېکو لخوا نه بلکې د هغه سپېڅلي ذات له لورې ده، نو ویې فرمایل:
﴿وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ...﴾
ژباړه: (او نه دى مدد مګر د الله له جانبه...). [آل عمران سورت: ۱۲۶ ایت]، او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ123﴾
ژباړه: (او الله په بدركې (هم) مرسته درسره كړې وه، هغه مهال چې كمزوري وئ نو الله نه وويږئ، ترڅو يې شكر پرځاى كړئ). [آل عمران سورت: ایت 123]. نو په دې آیت کې هغه تعالی څرګنده کړه چې هغه پاک ذات د بدر په ورځ د دوی ملاتړ کوونکی و، نو معلومه شوه چې کومه وسله او ځواک یې چې ورکړی و او هغه څه چې د دوی مرسته یې پرې وکړه، دا ټول د بریا لاملونه، زیری او ډاډګیرنه وه، او بریا د دې څېزونو له امله نه وه، بلکې یوازې د الله لخوا وه. نو دا لیکواله - یا بل څوک - څنګه جرأت کولی شي د مرستې او بریا لپاره خپل فریاد پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وکړي، او له رب العالمین څخه مخ واړوي، هغه ذات چې د هر څه مالک او پر هر څه قادر ذات دی؟
له شک پرته چې دا تر ټولو بده ناپوهي، بلکې له لوی شرک څخه دی، نو پر لیکوالې واجب دي چې الله تعالی ته ریښتینې توبه وکړي، داسې توبه چې لاندې چارو ته شامله وي: لومړی: پر خپلو کړنو پښېماني. دویم: له دې کار څخه لاس په سر کېدل، دریم: د الله تعالی عظمت ته په لیدو، هغه ته د اخلاص له مخې، او د هغه د امر د پر ځای کولو لپاره هوډ کول چې بیا به داسې نه کوي، او همدې ته سوچه توبه وایي. او څلورمه ځانګړې چاره هم شته چې که چیرته یې د مخلوق په حق کې بدي کړي وي، نو حق دې خپل حقدار ته وسپاري، یا دې ترې ځان خلاص کړي.
او الله تعالی خپلو بندګانو ته په توبې امر کړی او د قبلیدو ژمنه یې ورسره کړې ده لکه چې الله تعالی فرمایي:
﴿...وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾
ژباړه: (او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اې مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ). [النور سورت: ۳۱ ایت]، او د نصاراوو په حق کې یې فرمایلي دي:
﴿أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ74﴾
ژباړه: (آیا ولې دوى الله ته توبه نه وباسي او له هغه نه بخښنه نه غواړي؟! حال دا چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى). [المائدة سورت: ۷۴ ایت]، او الله تعالی فرمايلي:
﴿وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69 إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا70﴾
ژباړه: (او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه رابلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې دغه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له سزا سره ملاقات وكړي).
(د قیامت په ورځ به ده ته عذاب دوه چنده كولى شي او په هغه (عذاب) كې به تل وي، په داسې حال چې خوار او ذلیله به وي.
مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [الفرقان سورت: ۶۸-۷۰ ایتونه]، او الله تعالی فرمايي:
﴿وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ25﴾
ژباړه: (او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ). [الشورى سورت: ایت ۲۵].
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح سند سره روایت دی چې هغه فرمایلي:
«الإِسْلَامُ يَهْدِمُ مَا كَانَ قَبْلَهُ، وَالتَّوْبَةُ تَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهَا».
ژباړه: «او اسلام هغه (ګناهونه) له منځه وړي چې ترې وړاندې وو، او توبه هم مخکېني ګناهونه له منځه وړي».
نو دا چې شرک لوی خطر او عظیمه ګناه ده او دا ویره شته چې کیدی شي دا لیکواله په خپلو کړنو دوکه شوي وي، نو د الله تعالی په خاطر او د هغه بندګانو ته د نصیحت لپاره مې دا لنډه وینا ولیکله. او له الله تعالی څخه سوال کوم چې ګټه پرې ورسوي، او زموږ او د ټولو مسلمانانو حالات سم کړي، او پر موږ ټولو په دین کې د پوهې، پرې ثابت پاتې کېدلو لورینه وکړي، او موږ او ټول مسلمانان د خپلو نفسونو او عملونو له شر څخه وساتي، هغه ذات د دې چارې واکمن او پرې ځواکمن دی.
وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
دریم پېغام:
له پيريانو او شيطانانو د مرستې غوښتلو او هغوی ته د نذر وړاندې کولو حکم
د عبدالعزیز بن عبدالله بن باز له خوا هر هغه مسلمان ته چې دا (لیکنه) ویني، الله تعالی دې ما او هغوی ته پر دین د منګولو لګولو او ثابت پاتې کېدلو توفیق راکړي. آمین.
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
اما بعد: ځینو وروڼو له ما څخه د ځینو ناپوهه خلکو د کړنو په اړه پوښتنه وکړه؛ چې له الله پرته نور رابلي، د ناخوالو پر مهال ترې مرسته غواړي لکه: د پیریانو رابلل او مرسته ترې غوښتل، نذر ورته وړاندې کول او قرباني ورته کول. چې د ځینو د وینا بېلګې یې داسې دي: (ای اووه کسانو وایې خلئ) لدې څخه یې موخه: د پيریانو اووه مشران دي، هډوکي یې مات کړئ، وینه یې وڅښئ، مثله یې کړئ (پوزې او غوږونه یې غوڅ کړئ). ای اوو کسانو داسې او داسې یې کړئ، د ځینو وینا یې داسې ده: (ای د غرمې پیریانو ویې نیسئ، ای د مازدیګر پېریانو)، دا په ځینېو جنوبي سیمو کې ډېر دي، او هغه څه چې د دې موضوع سره تړاو لري: مړي رابلل لکه پېغمبران، نېکان او داسې نور، ملایکې رابلل او مرسته ترې غوښتل، دا ټول او دې ته ورته شیان د ډیری هغو کسانو لخوا پېښیږي چې اسلام ته منسوب دي، د ناپوهۍ او هغو کسانو د تقلید له امله چې له دوی مخکې وو. شاید ځینې یې دا خبره ډیره ساده بولي او وایي چې هسې په ژبه راځي، موږ یې قصد نه لرو او نه پرې عقیده لرو.
هغه له ما څخه د هغه چا سره د واده کولو د حکم په اړه هم وپوښتل چې پدې کړنو پیژندل شوی وي، د هغوی د حلالو، پر هغوی د جنازې کولو یا یې تر شا د لمونځ کولو د حکم په اړه، همدارنګه د کوډګرو او فالبینانو په اړه لکه هغوی چې د ناروغ د ځینو شیانو په لیدلو د ناروغتیا د پېژندنې او د هغوی د لاملونو د پېژندلو دعوا کوي، لکه د ناروغ لونګۍ، کالي، برقه او داسې نورو شیانو لیدل.
جواب: الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، وعلى آله وصحبه ومن اهتدى بهم إلى يوم الدين.
اما بعد: بېشکه الله جل جلاله ثقلین (پیریان او انسانان) د دې لپاره پیدا کړي چې له هر څه پرته یې عبادت وکړي، مرسته او دعا یوازې له هغه څخه وغواړي، ذبح، نذر او ټول عبادتونه د هغه لپاره وکړي، د دې لپاره یې پېغمبران رالیږلي او امر یې ورته پرې کړی، اسماني کتابونه یې نازل کړي چې تر ټولو لوی یې قرآن کریم دی، چې دا هر څه ورته بیان کړي او د هغه لورې ته بلنه ورکړي، خلک د الله تعالی سره له شرک او د غیرالله له عبادت څخه وویروي. دا د بنسټونو بنیاد او د دین او ملت لپاره اساس دی، او همدا په : (لا اِله اِلا الله) د ګواهۍ ورکولو معنا ده، ځکه چې معنا یې ده: له الله پرته بل حق معبود نشته، پدې سره الوهیت نفي کیږي - یعنې له غیر الله څخه عبادت نفي کیږي او له ټولو مخلوقاتو پرته یوازې الله تعالی ته ثابتیږي، او پدې د الله تعالی د کتاب او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - له سنت څخه ډیری دلیلونه شته لکه: الله تعالی فرمایلي:
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ56﴾
ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) [الذاريات سورت: ۵۶ ایت]، او د الله تعالی دا قول:
﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ...﴾
ژباړه: (او ستا رب حكم كړى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ). [الإسراء سورت: ۲۳ ایت]، او د الله تعالی دا وینا:
﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ...﴾
ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي). [البينة سورت: ۵ آیت]، او د الله تعالی دا قول:
﴿وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ60﴾
ژباړه: (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي). [غافر سورت: ۶۰ ایت]، او الله تعالی فرمايي:
﴿وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ...﴾
ژباړه: (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان پوښتنه وكړي، نو یقینًا زه نږدې یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا وغواړي). [البقرة سورت: ایت ۱۸۶].
نو پدې آیتونو کې الله تعالی واضحه کړې چې هغه انسانان او پيریان د خپل عبادت لپاره پيدا کړي، او د (قضی) معنا ده: امر یې کړی او په محکم قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژبه یې سپارښتنه کړې چې یوازې د خپل رب عبادت به کوي،
او دا یې روښانه کړه چې دعا لوی عبادت دی، چا چې ترې سرغړونه وکړه دوزخ ته به ځي، او خپلو بندګانو ته یې امر کړی چې یوازې هغه راوبلي، او دا یې ورته ویلي چې هغه نږدې او د دعاګانو قبلوونکی دی، نو پر ټولو بندګانو یې فرض دي چې یوازې له هغه څخه دعا وغواړي؛ ځکه چې دا یو ډول هغه عبادت دی چې له امله یې دوی پیدا شوي او امر ورته پرې شوی دی، الله تعالی فرمایلي:
﴿قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ162 لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ163﴾
ژباړه: (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي)،
(د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم). [الأنعام سورت: ۱۶۲، ۱۶۳ ایتونه].
نو الله تعالی خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته امر کړی چې خلکو ته خبر ورکړي چې د هغه لمونځ او نُسک چې حلاله ده، او د هغه ژوند او د هغه مرګ، دا ټول یوازې د هغه ذات لپاره دي چې د ټولو عالمیانو رب دی او شریک نه لري، نو چا چې له الله پرته بل چاته قرباني وکړه له الله سره یې شرک وکړ، لکه څوک چې له الله پرته بل چاته لمونځ وکړي، ځکه چې الله پاک لمونځ او قرباني دواړه یوځای ذکر کړي او فرمایلي یې دي چې دواړه یوازې د الله لپاره دي چې شریک نه لري، نو چا چې له الله پرته بل چا ته قرباني وکړه لکه پیریانو، ملایکو، مړو او داسې نورو ته او غواړي چې پدې سره ورته ځان نږدې کړي، نو هغه داسې دی لکه څوک چې له الله پرته بل چاته لمونځ وکړي، په صحیح حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَعَنَ اللهُ مَنْ ذَبَحَ لِغَيْرِ اللهِ».
ژباړه: «پر هغه چا دې د الله لعنت وي چې د الله نه غير د بل چا لپاره حلاله کوي». امام احمد په حسن سند سره له طارق بن شهاب رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مرَّ رَجُلَانِ عَلَى قَومٍ لَهُم صَنَمٌ لَا يَجُوزُهُ أَحَدٌ حَتَّى يُقرِّبَ لَهُ شَيئًا، فَقَالُوا لِأَحَدِهِمَا: قَرِّبْ. قَالَ: لَيسَ عِندِي شَيءٌ أَقَرِّبُهُ، قَالُوا: قَرِّبْ وَلَوْ ذَبَابًا، فَقَرَّبَ ذُبَابًا، فَخَلُّوا سَبِيلَهُ، فَدَخَلَ النَّارَ، وَقَالُوا لِلآخَرِ: قَرِّبْ. قَالَ: مَا كُنْتُ لِأُقَرِّبَ لِأَحَدٍ شَيْئًا دُونَ اللهِ جَلَّ جَلَالُهُ، فَضَرَبُوا عُنُقَه، فَدَخَلَ الجَنَّةَ».
ژباړه: «دوه سړي پر یو قوم تېرېدل، هغوی یو بُت درلوده، نو هر څوک به چې ترې تېریدل خامخا به یې ورته یو څه قرباني کول، نو له دې دواړو څخه یې یو ته وویل چې: یو څه نذر کړه، هغه وویل: ماسره هیڅ نشته چې (د نذر په توګه یې) وړاندې کړم، هغوی ورته وویل: یو څه نذر کړه، که یو مچ هم وي، نو هغه مچ د نذر په توګه وړاندې کړ، هغه یې پرېښود، نو دوزخ ته لاړ، او هغه بل ته یې وویل: یو څه نذر کړه. هغه وویل: له الله جل جلاله پرته به هیچاته څه شی نذر نه کړم، نو د هغه څټ یې وواهه، او هغه جنت ته لاړ».
نو کله چې یو څوک بُت ته د نږدې کېدو په موخه په یو مچ قربانولو مشرک او د دوزخ مستحق ګرځي، نو د هغه چا به څه حال وي چې پيریان، ملاېکې او ولیان رابلي او مرسته ترې غواړي، نذر ورته وړاندې کوي، په قربانۍ کولو سره ورته ځان نږدې کوي او پدې سره غواړي چې له مال څخه یې ساتنه وشي، یا یې ناروغ روغ شي، یا یې څاروي او کښت وساتل شي، او د هغه چا به څه حال وي چې دا کار د پیریانو او داسې نورو له ویرې کوي، نو دا او دې ته ورته خلک د هغه سړي په پرتله چې مچ یې قرباني کړی دی په طریقه اولی سره مشرکان او دوزخ ته د تللو مستحق دي.
او له هغه څه نه چې پدې اړه راغلي د الله تعالی دا قول هم دی چې فرمایی:
﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ3﴾
ژباړه: (بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې،
خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين (عقيده او عمل) دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور چارواكي نيولي (او وايي چې) مونږ خو د دې شيانو لمانځنه صرف د دې لپاره كوو چې الله ته مو په مرتبه كې ورنږدې كړي. بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې دروغجن او ناشكره وي). [الزُّمَر سورت: ۱-۳ ایتونه]، او الله تعالی فرمایلي:
﴿وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَؤُلَاءِ شُفَعَاؤُنَا عِنْدَ اللَّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ18﴾
ژباړه: (او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله پر هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي) [يونس سورت: ۱۸ ایت].
نو الله پاک په دې دوو آیتونو کې خبر ورکوي چې: مشرکانو له الله پرته له مخلوقاتو څخه اولیا نیولي دي؛ چې له الله تعالی سره یې په دعا، ویره، هیله مندۍ، قربانۍ، نذر او داسې نورو سره عبادت کوي، پدې ګومان چې دغه اولیاء؛ الله تعالی ته هغه څوک نيږدې کوي چې د دوی عبادت کوي، او د الله په وړاندې د دوی لپاره شفاعت کوي، نو الله تعالی دا خلک دروغجن وګڼل، د دوی باطل یې ښکاره کړل او دروغجن، کافران او مشرکان یې ورته وویل، او د خپل ځان پاکي یې له شرک څخه بیان کړه لکه چې فرمایي:
﴿...سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ﴾
ژباړه: (...هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې ورسره شریكوي). [النحل سورت: ۱ ایت]. له دې څخه معلومه شوه چې څوک ملایک، پېغمبر، پیری، ونه یا ډبره راواخلي او د الله تعالی سره یې یوځای راوبولي، له هغه څخه مرسته وغواړي، او د نذرونو او قربانیو له لارې هغه ته نږدې شي، د الله په وړاندې د شفاعت او هغه ته د نږدې کېدو په هیله، یا دا چې ناروغ یې ورغیږي، مال یې وساتل شي، یا یې ورک شوی کس سالم پاتې شي او داسې نور، نو دا انسان په لوی شرک او وحشتناک مصیبت سره اخته شو، هغه چې الله تعالی یې په اړه فرمایي:
﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا48﴾
ژباړه: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله). [النساء سورت: ۴۸ ایت] او الله تعالی فرمايي:
﴿...إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ﴾
ژباړه: (بېشكه خبره دا ده چې څوک له الله سره شریک نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوک مرستندوی نشته). [المائدة سورت: ۷۲ ایت].
او د قیامت په ورځ به شفاعت یوازې د توحید او اخلاص والاو ته حاصلیږي، نه مشرکانو ته، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې پوښتنې په ځواب کې وفرمایل، کله چې ورته وویل شو: ای د الله رسوله! ستاسو د شفاعت (په نصیب کېدلو) تر ټولو نېکمرغه انسان څوک دی؟ هغه وفرمایل:
«مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ».
ژباړه: «چا چې د زړه له اخلاصه (لا إله إلا الله) ويلي وي». او (رسول الله) صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
«لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ، فَتَعَجَّلَ كُلُّ نَبِيٍ دَعْوَتَهُ، وَإِنِّي اخْتَـبَأْتُ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي يَومَ القِيَامَةِ، فَهِيَ نَائِلَةٌ إِنْ شَاءَ اللهِ مَن مَاتَ مِنْ أُمَّتِي لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا».
ژباړه: «د هر نبي لپاره یوه دعا وي چې قبلېږي، نو هر نبي په خپله دعا کې بیړه کړې ده، او ما خپله دعا د قیامت په ورځ د خپل امت لپاره د شفاعت په توګه ساتلې ده، له دې به - ان شاء الله - زما هغه امتي برخمن کیږي چې مړ شي او هیڅ شی یې د الله سره نه وي شریک کړی».
او لومړني مشرکان په دې باور وو چې الله تعالی د دوی رب، خالق او روزي ورکوونکی دی، دوی په پیغمبرانو، اولیاوو، ملاېکو، ونو، تیږو او داسې نورو شیانو پدې هېله تکیه درلوده چې د الله تعالی په وړاندې به د دوی شفاعت وکړي او هغه ته به یې نږدې کړي، لکه څنګه چې په آیتونو کې تېره شوه. نو الله تعالی دوی معذور ونه ګڼل، بلکې الله پاک په خپل عظیم کتاب کې دوی وغندل، او کافران او مشرکان یې وبلل، او په خپل کتاب کې یې پدې ادعا کې دوی دروغجن وګڼل چې فکر یې کاوه دا بوتان به یې د الله تعالی په وړاندې شفاعت وکړي او هغه ته به یې په مرتبه کې نږدې کړي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم معذور ونه ګڼل، بلکې د دې شرک له امله یې پر وړاندې وجنګیده، تر څو د الله تعالی د دې وینا پر اساس یوازې د یو الله سوچه عبادت وکړي، لکه چې فرمایي:
﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ...﴾
ژباړه: (او تر هغه ورسره وجنګېږئ، چې هيڅ فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي). [البقرة سورت: ۱۹۳ ایت]. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُم وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّ الإِسْلَامِ، وَحِسَابُهُم عَلَى اللهِ».
ژباړه: «ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم تر څو شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی او پدې چې لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي، نو کله یې چې دا کار وکړ، د دوی وینه او مال له ما څخه خوندي شول مګر د اسلام لپاره، او نور حساب یې د الله جل جلاله سره دی». او د هغه ﷺ د وینا معنیٰ:
«حَتَّى يَشْهَدُوا أَن لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ».
یعنې: تر دې چې یوازې الله له هر څه پرته په عبادت سره ځانګړی کړي.
او یقینا چې مشرکان له پیریانو ویرېدل او پناه یې پرې غوښتله، چې الله تعالی ېې په اړه دا آیت نازل کړ:
﴿وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا6﴾
ژباړه: (او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې به یې په ځینو سړیو پورې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه). [الجن سورت: ۶ آیت]. مفسرینو د دې آیت کریمه د معنا په اړه فرمایلي:
﴿...فَزَادُوهُمْ رَهَقًا﴾
﴿...فَزَادُوهُمْ رَهَقًا﴾ یعنې: بزدلي او ویره؛ ځکه چې پېریان هغه وخت مغرور او کبرجن کیږي کله چې دوی خلک وګوري چې په دوی سره پناه غواړي، نو دا مهال یې لا پسې ډیر وویروي او بزدله یې کړي، تر څو یې ډیر عبادت وکړي او هغوی ته پناه وروړي.
نو الله تعالی مسلمانانو ته پر هغه او د هغه په بشپړو کلمو د پنا غوښتنې لپاره نور الفاظ په عوض کې ورکړل او په اړه یې دا آیت نازل کړ.
﴿وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ200﴾
ژباړه: (او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى). [الأعراف سورت: ۲۰۰ ایت]، او د الله جل جلاله دا قول:
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ1﴾
ژباړه: (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې). او په مستند ډول روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ نَزَلَ مَنْزِلًا فَقَالَ: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ)؛ لَم يَضُرَّهُ شَيءٌ حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ».
ژباړه: «څوک چې په یو کور کې استوګن شي او ووایي: (أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق) یعنې: (زه د الله په بشپړو کلمو سره د هر هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي)، نو هیڅ شی به هغه ته ضرر ونه رسوي ترڅو چې له دغه کور څخه کډه نه شي».
له تیرو آیتونو او حدیثونو څخه په ډاګه معلومیږي چې یو نجات غوښتونکی انسان او هغه څوک چې غواړي دین یې وساتل شي او له شرک څخه وژغول شي چې د مړو، ملاېکو، پېریانو او داسې نورو مخلوقاتو پورې نښتل، هغوی رابلل او مرسته پرې غوښتل او داسې نور د جاهلیت د زمانې د خلکو کړنې او په الله پاک ناوړه شرک دی چې پرېښودل او نور ترې ویرول فرض دي او دا چې باید یو بل ته یې د پرېښودلو سپارښتنه وشي، او هغه څوک وغندل شي چې تر سره کوي یې.
او څوک چې په خلکو کې په دې ډول شرکي اعمالو وپېژندل شي نو له نکاح کولو یې باید ډډه وشي، حلاله یې ونه خوړل شي، جنازه پرې ونه شي او نه یې تر شا لمونځ وشي، تر دې چې الله تعالی ته لدې اعمالو خپله توبه اعلان کړي، خاص له هغه دعا وغواړي او یوازې د هغه عبادت وکړي، او دعا عبادت دی بلکې د عبادت مغز دی لکه څنګه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي:
«الدُّعَاءُ هُوَ العِبَادَةُ».
ژباړه: «دعا عبادت دی». او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په نورو الفاظو روایت دی چې هغه فرمایلي:
«الدُّعَاءُ مُخُّ العِبَادَةِ».
ژباړه: «دعا د عبادت مغز دی». او د مشرکانو سره د نکاح د راکړې ورکړې په اړه الله تعالی فرمایلي:
﴿وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُوا وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ221﴾
ژباړه: (او له مشركو ښځو سره نكاح مه كوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومنه وینځه بېخي غوره ده له ازادې مشركې نه اګر كه هغه تاسو حیران كړي (د خوښېدو په وجه) او مشركانو ته (مسلمانې ښځې) په نكاح مه وركوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومن مَرَيـى بېخي غوره دى له ازاد مشرك نه، اګر كه هغه تاسو (د خوښېدو په وجه) حیران كړي، دغه كسان اور ته بلنه كوي، او الله په خپل اذن سره جنت او مغفرت ته بلنه كوي، او خلقو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت قبول كړي). [البقرة سورت: ۲۲۱ ایت]، نو الله تعالی مسلمانان د مشرکو او هغو ښځو سره له نکاح کولو منع کړل چې د بوتانو، پېریانو، ملایکو او داسې نورو مخلوقاتو عبادت کوي، تر هغه پوري چې الله تعالی ته د عبادت په خالصولو ایمان راوړي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه کې ریښتینی وګڼي چې هغه پرې راتګ کړی او د هغه د لارې پیروي وکړي، همدا رنګه یې مشرکانو سړیو سره د مسلمانو ښځو نکاح منع کړه، تر هغه پورې چې یوازې الله تعالی ته عبادت په اخلاص کولو ایمان راوړي، رسول صلی الله علیه وسلم ریښتینی وګڼي او پيروي یې وکړي.
او الله پاک وفرمایل چې مؤمنه وینځه له آزادې مشرکي ښځې غوره ده، که څه هم ورته لیدونکی یې د خوږو خبرو او ښایست له امله خوښوي، او دا چې مؤمن غلام له آزاد مشرک څخه غوره دی، که څه هم فصیحه وینا، ښایست، زړورتیا او داسې نور یې لیدونکی حیرانوي، بیا یې د دې تفصیل اسباب پدې وینا سره تشریح کړل:
﴿...أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ...﴾
ژباړه: (...دغه كسان اور ته بلنه كوي...) [البقرة سورت: ۲۲۱ ایت]. پدې سره یې موخه: نارینه او ښځینه مشرکان دي، ځکه چې دوی په خپلو خبرو، کړنو، چلند او اخلاقو سره دوزخ ته بلنه ورکوي، په داسې حال کې چې نارینه او ښځینه مؤمنان په خپلو اخلاقو، کړنو او سیرت سره جنت ته بلونکي دي، نو دا او هغه سره څنګه برابرېدای شي!
او پر مشرکانو د (جنازې) د لمانځه په اړه، الله تعالی د منافقانو په اړه فرمایلي:
﴿وَلَا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ84﴾
ژباړه: (او په دوى كې چې كوم یو مړ شي، نو ته د هغه هیڅكله هم جنازه مه كوه او مه يې (د دعا او تدفین لپاره) پر قبر ودرېږه، بېشكه دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او مړه شوي دي، په داسې حال كې چې فاسقان وو) [التوبة سورت: ۸۴ ایت]، نو الله- جل جلاله - په دې مبارک آیت کې دا روښانه کړه چې په منافق او کافر د جنازې لمونځ نه کیږي. ځکه چې دوی په الله او د هغه په رسول کافران دي، همدا رنګه یې تر شا لمونځ نه کیږي، او نه دوی د مسلمانانو لپاره امامان کېدلی شي، د دوی د کفر او خیانت له امله، او د دوی او مسلمانانو ترمنځ د لوی دښمنۍ له امله، او ځکه چې دوی د لمانځه او عبادت خلک نه دي؛ ځکه چې د کفر او شرک سره عمل نه پاتې کیږي، الله دې ترې موږ وساتي. او د مشرکانو د حلالو د خوړلو په اړه؛ الله تعالی په ډاګه د مردار شوي حیوان او د مشرکانو د حلالو په اړه فرمایلي:
﴿وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ121﴾
ژباړه: (او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې پر هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق او نافرماني ده او بېشكه يقينًا شیطانان خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ). [الأنعام سورت: ۱۲۱ ايت]، الله تعالی مسلمانان د مړو څارویو یا د مشرکانو په لاس د حلال کړی شوو څارویو له خوړلو څخه منع کړي دي، ځکه چې ناپاک دي، د هغوی د حلالې حکم د مردارې دی، که څه هم پرې د الله نوم یاد شوی وي، ځکه بسم الله ویل پرې اغېز نه لري او باطل دی، ځکه دا یو عبادت دی، او شرک عبادت له منځه وړي او باطلوي یې، تر هغه پورې چې مشرک الله پاک ته توبه وباسي. او یوازې الله تعالی د اهل کتابو خواړه په دې وینا سره روا ګرځولي:
﴿...وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ...﴾
ژباړه: (...او د هغو كسانو ذبیحه چې كتاب ورته وركړى شوى دى؛ تاسو لپاره حلاله ده او ستاسو طعام د هغوى لپاره حلال دى...) [المائدة سورت: ۵ آیت]، ځکه چې هغوی د آسماني دین د پیروۍ ادعا کوي، او ګومان کوي چې دوی د موسی او عیسی پیروان دي، که څه هم دوی په دې اړه دروغ وايي. او یقینا چې الله تعالی د دوی دین منسوخ کړی او ټولو خلکو ته یې د (پېغمبر) په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم په رالیږلو سره باطل ګرځولی، خو الله جل جلاله موږ ته د اهل کتابو خواړه او ښځې روا کړي دي؛ د لوی حکمت او رازونو له امله چې علماوو تشریح کړي دي، د هغو مشرکانو پر خلاف چې بُت پرست دي او د مړو پېغمبرانو، اولیاوو او داسې نورو عبادت کوي؛ او ځکه چې دین یې هیڅ اصل نه لري او نه پکې کومه شبهه شته، بلکې له بیخ نه باطل دی، نو حلاله یې د مردارې حکم لري او خوړل یې روا نه دي.
او د هغه چا وینا چې یو چا ته ووایي : "پېریان درباندې ناست دي"، یا دا چې "پیریانو نیولی یې"، یا "شیطان په هوا کړی یې،" او داسې نور، نو دا سپکې سپورې دي، چې د مسلمانانو تر منځ لکه د نورو کنځلو په څېر روا نه دي، خو شرک نه دی، مګر دا چې ویونکی یې عقیده ولري چې پيریان په خلکو کې د الله تعالی له اجازې او خوښۍ پرته تصرف کوي. نو څوک چې د پيریانو یا نورو مخلوقاتو په اړه دا عقیده ولري، پدې عقیده کافر کیږي؛ ځکه چې الله تعالی د هر څه مالک او په هر شي قادر دی، او هغه ګټه او زیان رسوونکی دی، او هیڅ شی د هغه له اجازې، خوښې او مخکني تقدیر پرته شتون نه شي درلودلای، لکه چې الله جل جلاله خپل نبي ته په امر کولو سره فرمایلي چې خلک پدې لوی اصل سره خبر کړي.
﴿قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ188﴾
ژباړه: (ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي). [الأعراف سورت: ۱۸۸ آیت]، نو کله چې د مخلوقاتو سردار او د هغوی غوره - صلی الله علیه وسلم - د ځان لپاره د هیڅ ګټې یا زیان مالک نه وي، پرته له هغه څه چې الله تعالی یې وغواړي، نو د نورو مخلوقاتو به څه حال وي؟! په دې معنی کې ډېر آیتونه شته.
او د کف شناسانو، کوډګرو، نجومیانو او داسې نورو څخه پوښتنه کول چې له غیبو خبر ورکوي، نو دا کار یې منکر دی او جواز نه لري، او رښتیا ګڼل یې سخته ګناه او بد کار دی، بلکې د کفر یوه څانګه ده، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی چې فرمايي:
«مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيءٍ؛ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ يَومًا».
ژباړه: (څوک چې غیب ویونکي ته ورشي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي نو څلویښت ورځې یې لمونځ نه قبلیږي). مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی، او د هغه په صحیح کې دا هم له معاویة بن الحکم السلمي رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
«أَنَّ النَّبيَّ ﷺ نَهَى عَنْ إِتْيَانِ الكُهَّانِ وَسُؤَالِهِم».
«رسول الله صلی الله علیه وسلم کوډګرو ته له ورتګ او له هغوی څخه پوښتنه کول منع کړي دي».
او اهل سنن له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي:
«مَنْ أَتَى كَاهِنًا، فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ؛ فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ ﷺ».
ژباړه: «څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي». او په دې معنا سره ډېری حدیثونه راغلي دي. نو پر مسلمانانو واجب دي چې: خلک د کاهنانو، فالبینانو او ټولو غیب ویونکو څخه له پوښتنو کولو منع کړي، هغوی چې په غیبو له خبرولو بوخت دي او مسلمانانو ته دوکې ورکوي، دا که د طب په نوم وي او یا بل څه، لکه چې وړاندې ترې رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې او په اړه یې خلکو ته خبرداری ورکړی دی. دا ممانعت ځینو هغو غیبي چارو ته هم شامل دی چې ځینې خلک یې طب بولي لکه: د ناروغ پګړۍ یا د ناروغې ښځې حجاب او داسې نور څه چې یو څوک یې بوی کړي او ووایي چې: دې ناروغ سړي، یا ناروغې ښځې دا او دا کړي، هغه غیبي چاري یادوي چې د ناروغ په پګړۍ او داسې نورو کې یې د شتون هیڅ ثبوت نشته، بلکې موخه یې ورڅخه عوام خلک دوکه کول وي، تر څو خلک ووایي چې دا سړی په طبابت پوهیږي، همدارنګه د ناروغتیا ډولونه پیژني او په اسبابو یې پوهیږي، ځیني وختونه درمل هم ورکوي، چې په تصادفي توګه د ده روغتیا د الله تعالی د تقدیر سره برابره شي او جوړ شي، نو دوی ګومان وکړي چې دا د هغه درملو له امله ورغېد. ښايي دا ناروغي د ځینو جناتو او شیطانانو له امله وي چې د طبابت د دې مدعي خدمت کوي او هغه ته د ځینو ناڅرګندو شیانو په اړه خبر ورکوي چې په اړه یې پوهیږي، نو په دې معلوماتو تکیه کوي او پيریان او شیطانان په یو ډول عبادت کولو سره راضي کوي، نو له ناروغ څخه پورته شي او هغه زیان پریږدي چې دوی وررسولی دی، او دا د پیریانو، شیطانانو او څوک یې چې خدمت کوي لخوا یوه پېژندل شوي چاره ده.
نو دا د مسلمانانو دنده ده چې له دې کارونو ځان وساتي، یو بل ته یې د پریښودلو سپارښتنه وکړي، په الله تعالی تکیه وکړي، او په ټولو چارو کې پر هغه توکل وکړي، او شرعي دم دعا او یا مباح درمل کارول کوم باک نه لري، همدارنګه پر هغو ډاکټرانو درملنه کول چې د ناروغتیا د معلومولو لپاره فزیکي او معقولې معاینې کوي، تر څو یې له ناروغتیا څخه ډاډمن شي، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح حدیث کې روایت دی چې هغه فرمایلي:
«مَا أَنْزَلَ اللهُ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً، عَلِمَهُ مَنْ عَلِمَهُ، وَجَهِلَهُ مَنْ جَهِلَهُ».
ژباړه: «الله جل جلاله هیڅ ناروغي نده نازل کړې مګر دا چې د هغې لپاره یې شفاء نازله کړې ده، چا چې پېژندلې، پېژندلې یې ده او چا چې نده پېژندلې نو نه یې ده پیژندلي». او هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءٌ، فإِذَا أُصِيبَ دَوَاءٌ الدَّاءَ بََرَأَ بِإِذْنِ اللهِ».
ژباړه: «هره ناروغي درمل لري، نو کله چې په ناروغۍ درمل ولږیږي د الله په اذن سره ورغیږي». او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«عِبَادَ اللهِ، تَدَاوَوا وَلَا تَدَاوَوا بِحَرَامٍ».
ژباړه: «ای د الله بندګانو، درملنه وکړئ او په حرامو درملنه مه کوئ». او په دې معنا سره ډېری حدیثونه راغلي دي.
نو له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې د ټولو مسلمانانو حالات سم کړي، او زړونه او جسمونه یې له هرې بدۍ ورغوي، او په هدایت یې سره راټول کړي، او موږ او هغوی ټولو ته له ګمراه کوونکو فتنو، د شیطان او د شیطان د اولیاوو له اطاعت څخه نجات راکړي، هغه ذات پر هر شي قادر دی، ولا حول ولا قوة الا بالله العلي العظیم.
وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
څلورم پېغام:
په بدعتي او شرکي الفاظو (وظېفو) د عبادت حکم
د عبد العزیز بن عبد الله بن باز لخوا عزتمند ورور (................) ته، الله تعالی دې د هر خېر توفیق درکړي، آمین.
سلام عليكم ورحمة الله وبركاته
أَمَّا بَعْدُ:
ستاسو قدرمند کتاب ماته رارسیدلی، الله دې تاسو په خپل هدایت سره وپالي، دا معلومات پکې و چې ستاسو په هېواد کې ځینې خلک دي چې یو لړ اذکار او دعاګاني په ټینګه وایي، په داسې حال کې چې الله تعالی پرې هیڅ کوم دلیل نه دی نازل کړی، ځینې یې بدعتي او ځینې نورې یې شرکي دي، او أمیر المؤمنین علی بن أبی طالب رضي الله عنه او نورو ته یې منسوبوي. او دا اذکار د ذکر په مجالسو او یا د ماښام د لمانځه نه وروسته په جوماتونو کې لولي، پدې ګومان چې الله تعالی ته د نږدې کېدو لامل ګرځي، لکه دا وینا یې: د الله په حق، د الله وليانو، د الله په مرسته زموږ مرسته وکړئ او د الله لپاره مو مرستندوی شئ. او یا یې دا وینا: اې قطبونو، اې بادارانو، قبول کړئ (جواب راکړئ)، اې هغو کسانو چې زموږ تر منځه مرسته کوونکي یاست، د الله لپاره شفاعت وکړئ، دا ستاسو بنده ولاړ دی، او ستاسو په دروازه کې تم او ولاړ دی، د خپلو نیمګړتیاوو څخه ویره لري، زموږ مرسته وکړه ای د الله رسوله، او زه له تاسو پرته بل څوک نه لرم چې ورشم، او ستاسو څخه غوښتنه ترلاسه کیږي، او تاسو د الله خلک یاست، د حمزه په روی چې د شهیدانو سردار دی، او ستاسو پرته څوک دي چې زموږ مرسته وکړي؟ موږ سره مرسته وکړه ای د الله رسوله. او لکه څنګه چې دوی وايي: ای الله پر هغه چا دې رحمت نازل کړه چې تا د خپلو جبروتي رازونو د راسپړلو او د خپلو رحماني رڼاګانو د خپرولو سبب ګرځولی او د الهي حضور او ستاسو د ذاتي اسرارو استازی شوی دی.
ستاسو لیوالتیا چې روښانه کړو چې کوم یې بدعت او کوم یې شرک دی، او آیا د هغه امام پسې لمونځ صحیح دی چې پدې الفاظو سره دعا غواړي (حال دا چې) دا هر څه ښکاره دي؟
او جواب داسې دی: الحمد لله وحده، والصلاة والسلام علي من لا نبي بعده، وعلى آله وصحبه، ومن اهتدى بهداه إلى يوم الدين.
أَمَّا بَعْدُ: پوه شه، الله پاک دې توفیق درکړي چې الله جل جلاله د دې لپاره مخلوقات پیدا کړي او رسولان -علیهم الصلاة و السلام- یې رالیږلي چې له هر څه پرته یوازې د هغه ذات عبادت وشي چې شریک نه لري، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ56﴾
ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [الذاريات سورت: ۵۶ آیت].
او عبادت -لکه څنګه چې وویل شو- د هغه پاک ذات او د هغه د رسول محمد صلی الله علیه وسلم، پيروي ده، د هغه څه په ترسره کولو چې الله او رسول یې پرې امر کړی، او د هغه څه په پرېښودلو چې الله او رسول یې ترې منع فرمایلې ده، (دا ټول) په الله او رسول یې د ایمان برخه، او په عمل کې الله تعالی ته اخلاص، خورا زیات محبت او یوازې د هغه پر وړاندې بشپړه عاجزي ده، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ...﴾
ژباړه: (او ستا رب حكم كړى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه). [الإسراء سورت: ۲۳ آیت]. يعنې: امر یې کړی او سپارښتنه يې کړې ده چې يوازې د هغه عبادت وشي. او الله تعالی فرمايلي:
﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ2 الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ3 مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ4 إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ5﴾
(ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى،
ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دی،
څښتن د ورځې د بدلې دی،
خاص ستا بنده ګي کوو او خاص ستا څخه مرسته غواړو). [الفاتحة سورت: ۲-۵ ایتونه]، نو په دې آیتونو کې الله تعالی روښانه کړې چې یوازې هغه د عبادت او مرستې غوښتلو وړ دی. او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُ...﴾
(موږ يقينا دا كتاب تا ته په حقه نازل كړى پس د یو الله عبادت کوه په داسې حال کې چې سوچه کوونکی یې الله لره په طاعت کې.
خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين دى...) [الزُّمَر سورت: ۲، ۳ ایتونه]، او الله تعالى فرماېلي:
﴿فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ14﴾
ژباړه: (نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یاست، اګر كه كافران يې بد ګڼي). [غافر سورت: ۱۴ آیت]. او الله تعالى فرماېلي:
﴿وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا18﴾
ژباړه: (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوك مه بلئ). [الجن سورت: ۱۸ آیت]، په دې معنی ډېری آیتونه راغلي او ټول پدې دلالت کوي چې یوازې د الله جل جلاله عبادت فرض دی.
او دا هم ښکاره ده چې د دعا ټول ډولونه عبادت دی، نو پر دې آیتونو د عمل پر بنا او هغه څه چې یې د معنا په اړه راغلي؛ هیچا ته روا نه ده چې له خپل رب پرته بل څوک راوبلي، یا ترې مرسته وغواړي، دا د هغو عادي مسایلو او حسي لاملونو پرته چې حاضر او ژوندی مخلوق یې کولی شي، ځکه هغه عبادت نه دی، بلکې د نص او اجماع په دلیل روا دي چې یو انسان له بل ژوندي او توانمند انسان څخه په عادي چارو کې مرسته وغواړي، البته په هغو کارونو کې چې توانایي یې ولري؛ د بېلګې په توګه د هغه د اولاد، خدمتګار او یا یې د سپي د شر په دفع کولو او یا داسې نورو چارو کې ترې مرسته وغواړي. یا لکه یو څوک چې د خپل کور په جوړولو کې له ژوندي حاضر انسان څخه مرسته وغواړي چې د دې کار وړتیا لري، یا له غایب څخه د فزیکي اسبابو پر مټ مرسته وغواړي لکه لیک ورلیږل او داسې نور چې د کور په ودانولو، موټر جوړولو او دې ته ورته کارونو کې ورسره مرسته وکړي، او همدارنګه: په جهاد، جګړه او داسې نورو ځایونو کې له خپلو ملګرو د ملاتړ غوښتنه. لکه د موسی -علیه السلام- په کیسه کې د الله تعالی دا قول:
﴿...فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ...﴾
ژباړه: (...نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس پر خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و...) [القصص سورت: ۱۵ ایت].
او له مړو، پېریانو، ملایکو، ونو او ډبرو څخه د مرستې غوښتل د لوی شرک یوه بڼه ده، او دا د خپلو معبودانو پر وړاندې د لومړنیو مشرکانو د عمل په څېر عمل دی لکه: عُزی، لات او داسې نور، همدا رنګه له هغو ژوندیو کسانو مرسته او ملاتړ غوښتل چې باور کیږي د ژوندیو په منځ کې ولیان دي، په هغو چارو کې چې یوازې الله جل جلاله یې د کولو توان لري لکه: د ناروغانو رغول، د زړونو هدایت، جنت ته تلل، د دوزخ له اوره ژغورل کېدل او داسې نور.
مخکني او نور هغه آیتونه او حدیثونه چې ورته معنی لري، ټول پدې دلالت کوي چې په ټولو چارو کې د الله تعالی لور ته د زړونو سیخ کول او یوازې هغه په عبادت سره ځانګړی کول واجب دي، ځکه چې بندګان د همدې لپاره پيدا شوي او په همدې ورته امر شوی، لکه څنګه چې په آیتونو کې تېر شول، او همدا رنګه د الله تعالی په دې قول کې چې فرمایي:
﴿وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا...﴾
ژباړه: (د الله عبادت وکړئ او هېڅ شی ورسره مه شريکوئ). [النساء سورت: ۳۶ آیت]، او د الله تعالی دا قول:
﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ...﴾
ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي). [البينة سورت: ۵ ایت]، او د معاذ رضي الله عنه په حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي:
«حَقُّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا».
ژباړه: «د الله حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي». د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی. او د ابن مسعود رضي الله عنه په حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول چې فرمایي:
«مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَدْعُو لِلهِ نِدًّا؛ دَخَلَ النَّارَ».
ژباړه: «څوک چې پداسې حال کې مړ شو چې له الله سره یې شریک باله نو اور ته به داخل شي». بخاري روایت کړی. او په صحیحینو کې د ابن عباس رضي الله عنهما حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کله معاذ یمن ته ولیږه نو ورته یې وویل:
«إِنَّكَ تَأْتِي قَومًا أَهْلَ كِتَابٍ، فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُم إِلَيهِ شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ».
ژباړه: «ته داسې یو قوم ته ور روان یې چې اهل کتاب دي، نو لومړی شی چې ته یې بلنه ورکوې هغه پدې خبره ګواهي ورکول دي چې له الله پرته بل برحق معبود نشته مګر یو الله دی». او په بل لفظ کې دي:
«اُدْعُهُمْ إِلَى شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللهِ».
ژباړه: «بلنه ورکړه تر څو ګواهي ورکړي چې نشته دی برحق معبود مګر یو الله دی او دا چې زه د الله رسول یم». او د بخاري په روایت کې دی:
«فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُم إِلَى أَنْ يُوَحِّدُوا اللهَ».
ژباړه: «نو لومړی شی چې ته یې بلنه ورکوې هغه پدې خبره ګواهي ورکول دي چې له الله پرته بل حق معبود نشته مګر یو الله دی». او په صحیح مسلم کې له طارق بن أشیم الأشجعي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ قَالَ: لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ، وَكَفَرَ بِمَا يُعْبَدُ مِن دُونِ اللهِ؛ حَرُمَ مَالُهُ وَدَمُهُ، وَحِسَابُهُ عَلَى اللهِ جَلَّ جَلَالُهُ».
ژباړه: «چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی». او پدې معنا سره حدیثونه ډیر دي.
او دا توحید د اسلام د دین اصل او د ملت بنسټ دی، او دا د چارې سر او تر ټولو مهم فرض دی، او د ثقلینو (انسانانو او پيریانو) له پېداېښت او د ټولو رسولانو -علیهم السلام-له رالیږلو څخه حکمت دی، لکه څنګه چې پدې اړه آیتونه تېر شول، چې له جملې څخه یې د الله تعالی دا قول هم دی چې فرمایي:
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ56﴾
ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) [الذاريات سورت: ۵۶ ايت]، او پر دې له دلایلو څخه د الله جل جلاله دا قول دی چې فرمایي:
﴿وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ...﴾
ژباړه: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: ۳۶ آیت]، او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا چې فرمایي:
﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ25﴾
ژباړه: (او له تا مخکې مو کوم رسول نه دی لېږلی مګر هغه ته مو وحي کړې چې له ما پرته بل په حقه معبود نشته، نو يوازې زما عبادت وکړئ). [الأنبياء سورت: ۲۵ آیت]. او د هغه جل جلاله دا وینا چې د نوح، هود، صالح او شعیب علیهم الصلاة و السلام په اړه یې فرمایلي چې هغوی خپلو قومونو ته وویل:
﴿...اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ...﴾
ژباړه: (...تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته...). [الأعراف سورت: ۵۹ آیت]، او دا د ټولو رسولانو بلنه ده، لکه څنګه چې په تیرو دوو آیتونو کې اشاره شوې ده، او یقینا چې د رسولانو دښمنانو اقرار وکړ چې رسولانو یې دوی ته امر کړی و چې یوازې د الله عبادت وکړي او له نورو ټولو هغو معبودانو انکار وکړي چې له هغه پرته یې عبادت شوی دی، لکه څنګه چې هغه -جل جلاله- د عاد په کیسه کې فرمایلي چې هغوی هود علیه الصلاة و السلام ته وویل:
﴿...أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا...﴾
ژباړه: (...آیا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه...) [الأعراف سورت: ۷۰ آیت]، او الله - پاک - د قریشو په اړه وویل چې کله زموږ پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- هغوی ته بلنه ورکړه چې یوازې د الله عبادت وکړي او هغه څه پریږدي چې دوی یې له هغه پرته عبادت کوي: له ملاېکو، اولیاوو، بوتانو، ونو او نورو څخه:
﴿أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ5﴾
ژباړه: (ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى). [ص سورت: ۵ ايت]، او د دوی په اړه الله سبحانه وتعالی فرمایلي:
﴿إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ35 وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓاْ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٖ مَّجۡنُونِۭ36﴾
ژباړه: (بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (نو) دوى به تكبر كاوه،
او دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟) [الصافات سورت: ۳۵، ۳۶ ايتونه]، او پدې معنا سره ډیری آیتونه راغلي دي.
کوم آیتونه او حدیثونه مو چې ذکر کړل؛ الله تعالی دې ما او تاته په دین کې پوهه او د رب العالمین په حق کې بصیرت راکړي، لدې ټولو معلومیږي چې: دا دعاګانې او مرسته غوښتل چې تا یې په سوال کې یادونه وکړه، ټول د لوی شرک له ډولونو څخه دي؛ ځکه چې د الله نه غېر د بل چا عبادت او له هغه چا نه د چارو غوښتنه ده چې له الله پرته یې بل څوک وړتیا نه لري، لکه مړي او غائب خلک، او دا د پخوانیو له شرک څخه ډیر بد دی، ځکه چې هغوی به یوازې د راحت پر مهال شرک کاوه، او په سختیو کې به یې خاص د الله عبادت کاوه؛ ځکه هغوی پوهېدل چې هغه پاک ذات له سختیو څخه د دوی په ژغورنه قادر دی او بل هیڅوک یې نه شي خلاصولی، لکه چې په خپل مبین کتاب کې د هغو مشرکانو په اړه فرمایي:
﴿فَإِذَا رَكِبُواْ فِي ٱلۡفُلۡكِ دَعَوُاْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ إِذَا هُمۡ يُشۡرِكُونَ65﴾
(او هر کله چې دوی سپاره شي په کښتیو کې نو رابولي الله تعالی لره، اخلاص کوي د هغه په بلنه کې نو هر کله چې دوی ته نجات ورکړي وچې ته، دغه وخت دوی شریک جوړوي (له الله تعالی سره). [العنكبوت سورت: ۶۵ آیت]، او الله پاک په یو بل آیت کې دوی مخاطبوي او فرمایي:
﴿وَإِذَا مَسَّكُمُ ٱلضُّرُّ فِي ٱلۡبَحۡرِ ضَلَّ مَن تَدۡعُونَ إِلَّآ إِيَّاهُۖ فَلَمَّا نَجَّىٰكُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ أَعۡرَضۡتُمۡۚ وَكَانَ ٱلۡإِنسَٰنُ كَفُورًا67﴾
(او كله چې په سمندر كې څه كړاو در ورسېږي، له هغه (الله) پرته ټول هغه (معبودان) چې تاسو يې رابلئ، درنه ورک شي، خو چې بيا مو كله وچې ته راوژغوري نو ترې څنګ كوئ او انسان خو دى ناشكره). [الإسراء سورت: ۶۷ ايت].
که چیرې د دې وروستیو مشرکانو څخه یو ووایي: زموږ مطلب دا نه دی چې دا خلک پخپله ګټه رسوونکي دي، او زموږ ناروغان پخپله رغوي، یا موږ ته پخپله همدوی ګټه رارسوي، یا موږ ته پخپله زیان رارسوي، بلکې زموږ مطلب دا دی چې پدې کې الله تعالی ته شفاعت وکړي.
نو جواب دا دی چې وویل شي: همدا خو د لومړنیو کافرانو موخه او مراد و، د هغوی دا مقصد نه و چې خدایان یې پيدا کول کوي او روزي ورکوي، په خپله ګټه رسوي یا تاوان، ځکه دا خبره په هغه څه سره باطلیږي چې الله تعالی د هغوی په اړه په قرآن کریم کې فرمایلي چې هغوی یې یوازې د شفاعت او روی ارزو درلوده چې د الله په وړاندې یې لري او دا چې الله تعالی ته یوه مرتبه نږدې دي، لکه چې الله پاک فرمایي:
﴿وَيَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡ وَيَقُولُونَ هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ...﴾
(او هغوى د الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان ور رسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي...) [يونس سورت: ۲۸ ايت]، نو الله تعالی پرې په خپلې دې وینا سره رد وکړ چې فرمایي:
﴿...قُلۡ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعۡلَمُ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ﴾
(... ووايه: آيا تاسو الله له هغه څه خبروئ چې هغه ته نه په آسمانو كې معلوم دي او نه په ځمكه كې (يعنې بالكل نشته) هغه پاک او لوړ دى له هغه څه چې دوى يې شريكوي). [يونس سورت: ۱۸ ايت]، نو الله پاک په ډاګه کړه چې هغه ذات داسې کوم شفاعت کوونکي په ځمکه او اسمان کې نه پیژني چې مشرکان یې قصد لري، او هغه څه چې الله تعالی یې په شتون نه پوهیږي معنا یې دا ده چې داسې څه نشته؛ ځکه چې له هغه ذات څخه هیڅ شی پټ نه دی. او الله تعالى فرماېلي:
﴿تَنزِيلُ ٱلۡكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَكِيمِ 1 إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ3﴾
ژباړه: (راتلل د دې کتاب د الله له طرفه دي چې زورور او حکمتونو والا دی.
موږ يقينا دا كتاب تا ته په حقه نازل كړى پس د یو الله عبادت کوه په داسې حال کې چې سوچه کوونکی یې الله لره په طاعت کې.
خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين (عقيده او عمل) دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور چارواكي نيولي (او وايي چې) مونږ خو د دې شيانو لمانځنه صرف د دې لپاره كوو چې الله ته مو په مرتبه كې ورنږدې كړي. بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې دروغجن او ناشكره وي). [الزُّمَر سورت: ۱-۳ ايتونه].
او دلته د دین معنا؛ عبادت دی، او عبادت د هغه او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت دی لکه وړاندې چې تېر شول، او پدې کې: دعا، مرسته غوښتل، ویره، هیله مندي، حلاله او نذر داخل دي، همدا رنګه پکې لمونځ، روژه او داسې نور چې الله او رسول یې پرې امر کړی شامل دي. نو هغه (جل جلاله) روښانه کړه چې عبادت یوازې د هغه لپاره دی، او دا چې پر بندګانو واجب دي هغه په عبادت سره ځانګړی کړي، ځکه چې پیغمبر ته یې د عبادت په خالصولو امر؛ ټولو ته امر دی.
بیا الله تعالی د کافرانو په اړه وضاحت وکړ او ویې فرمایل:
﴿...وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ...﴾
ژباړه: (...او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته...). [الزُّمَر سورت: ۳ ايت]. نو الله تعالی پرې پدې وینا سره رد وکړ:
﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ﴾
ژباړه: (...بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله لارښوونه نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي) [الزُّمَر سورت: ۳ ايت]، نو الله پاک پدې آیت کریمه کې روښانه کړه چې: کافرانو له الله تعالی پرته د خپلو اولیاوو عبادت د دې لپاره کاوه چې الله تعالی ته یې نږدې کړي؛ او همدا د پخوانیو او اوسنیو کافرانو مقصد دی چې الله تعالی یې دا مقصد په خپلې دې وینا سره باطل ګرځولی چې فرمایي:
﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ﴾
ژباړه: (...بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې ډیر دروغجن او غټ کافر دی). [الزُّمَر سورت: ۳ ايت]، نو الله پاک د دوی دروغ په دې ادعا کې ښکاره کړل چې د دوی معبودان دوی الله ته نږدې کوي، او د هغوی په عبادت کولو سره یې ورته د هغوی کفر هم په ډاګه کړ، نو په دې توګه، هر څوک چې لږه پوهه ولري پوهیږي چې د لومړنیو کافرانو کفر یوازې په دې کې و چې دوی پیغمبران، اولیاء، ونې، ډبرې او نور مخلوقات د خپل ځان او الله تر منځ د شفاعت کوونکو په توګه نیولي وو، او دا باور یې درلوده چې هغوی د الله له اجازې او رضایت پرته اړتیاوې پوره کوي، لکه څنګه چې وزیران د واکمنانو پر وړاندې شفاعت کوي، نو الله تعالی یې د واکمنانو او ملکانو سره مقایسه کړل، او وايي: لکه څنګه چې یو څوک پاچا یا مشر ته اړتیا لري چې د ځانګړو کسانو او وزیرانو له لارې یې ورته شفاعت وشي، همداسې موږ هم هغه ته د هغه د پیغمبرانو او اولیاوو په عبادت سره نږدې کیږو! او دا تر ټولو ستر باطل (باور) دی، ځکه چې هغه پاک ذات هیڅ سیال نلري، او هغه د مخلوق سره پرتله کیدی نه شي، او له اجازې پرته یې پر وړاندې څوک شفاعت نه شي کولی، او له موحدینو پرته بل چاته د شفاعت اجازه نه کوي، هغه پاک ذات پر هر څه قادر او په هر څه پوه دی، هغه تر ټولو زیات مهربان ذات دی، له هېچا ډار او ویره نه لري؛ ځکه چې هغه سپېڅلی ذات پر بندګانو غالب دی، او څنګه چې وغواړي په چارو کې یې تصرف کوي. د پاچاهانو او مشرانو برعکس؛ چې هیڅ نشي کولی، او د هغو کارونو لپاره چې خپله ترې عاجز دي یو چاته اړتیا لري؛ لکه خپل وزیران، خاص خلک او عسکر، همدا رنګه اړتیا لري چې د نورو خلکو له احوالو خبر شي، نو یو څوک باید معلومات ورکړي، ځکه خو اړتیا لري له خپلو خاصو خلکو او وزیرانو څخه یې یو څوک راضي کړي تر څو له اړمنو سره (مرسته وکړي)، او رب جل جلاله چې دی، نو هغه له خپلو ټولو مخلوقاتو څخه غني دی، پر هغوی یې له مورګانو زیات مهربان دی، عادل پادشاه دی، هر کار په خپل ځای کې کوي، څنګه چې د هغه د حکمت، علم او قدرت غوښتنه وي، نو روا نه دی چې له مخلوقاتو سره یې په هیڅ وجه پرتله شي، لدې امله هغه پاک ذات په خپل کتاب کې روښانه کړې: چې مشرکانو دا منلې ده چې هغه خالق، روزي ورکوونکی او چار سازی، هغه ذات دی چې په سختیو کې مرستې ته رسیدنه کوي، مصیبت لرې کوي، ژوندي کول، مړه کول او داسې نورې کړنې تر سره کوي. او یقینا چې د مشرکانو او پیغمبرانو ترمنځ شخړه یوازې الله جل جلاله ته په اخلاص سره عبادت کولو کې ده، لکه چې فرمایي:
﴿وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَهُمۡ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ...﴾
ژباړه: (او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله...) [الزخرف سورت: ۸۷ آیت]. او الله تعالی فرمایلي:
﴿قُلۡ مَن يَرۡزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ أَمَّن يَمۡلِكُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَمَن يُخۡرِجُ ٱلۡحَيَّ مِنَ ٱلۡمَيِّتِ وَيُخۡرِجُ ٱلۡمَيِّتَ مِنَ ٱلۡحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلۡأَمۡرَۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُۚ فَقُلۡ أَفَلَا تَتَّقُونَ31﴾
ژباړه: (ورته ووايه: له اسمان او ځمكې نه څوک تاسو ته روزي دركوي او د اورېدو او ليدو واک څوک لري، او څوک دى چې ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او د (نړۍ) چارې څوک سموي؟ نو زر به ووايي چې: الله، نو ورته ووايه: آيا نو تاسو نه وېرېږئ) [يونس سورت: ۳۱ ایت]، او پدې معنا سره ډیری آیتونه راغلي دي.
پدې اړه آیتونه تېر شول چې د پېغمبرانو او امتونو تر منځ شخړه یوازې الله تعالی ته په اخلاص سره عبادت کولو کې وه، لکه چې هغه ذات فرمایي:
﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ...﴾
ژباړه: (او موږ هر ولس ته يو رسول ليږلی وو چې د الله عبادت وکړئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ...) [النحل سورت: ۳۶ آیت]، او هغه آیتونه چې پدې معنا سره راغلي دي. او هغه پاک ذات د خپل سپېڅلي کتاب په ډېری ځایونو کې د شفاعت خبره تشریح کړې ده، الله تعالی فرمایلې:
﴿...مَن ذَا ٱلَّذِي يَشۡفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذۡنِهِ...﴾
ژباړه: (دا به څوك وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟) [البقرة سورت: ایت ۲۵۵]، او الله تعالی فرمایلي:
﴿وَكَم مِّن مَّلَكٖ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ لَا تُغۡنِي شَفَٰعَتُهُمۡ شَيۡـًٔا إِلَّا مِنۢ بَعۡدِ أَن يَأۡذَنَ ٱللَّهُ لِمَن يَشَآءُ وَيَرۡضَىٰٓ26﴾
ژباړه: (او په آسمانونو كې څومره ملايکې دي چې سپارښتنه يې هيڅ ګټه نه شي رسولاى، مګر له هغه وروسته چې الله اجازه وركړي چاته چې وغواړي او پرې رضا شي). [النجم سورت: ۲۶ آیت].
او د ملایکو په اړه یې فرمایلي:
﴿...وَلَا يَشۡفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ٱرۡتَضَىٰ وَهُم مِّنۡ خَشۡيَتِهِۦ مُشۡفِقُونَ﴾
ژباړه: (...او پرته له هغه چا چې (د الله ورته) رضا وي، بل د هېچا سپارښتنه نه كوي او د هغه له وېرې ډارېدونكي دي). [الأنبياء سورت: ۲۸ آیت].
او هغه - جل جلاله - فرمایلي چې د خپلو بندګانو لپاره کفر نه خوښوي، بلکې خوښ ګڼي چې هغوی شکر ګذاره اوسي، او د هغه شکر ادا کول د هغه توحید او د هغه پر طاعت عمل کول دي، الله تعالی فرمایلي:
﴿إِن تَكۡفُرُواْ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمۡۖ وَلَا يَرۡضَىٰ لِعِبَادِهِ ٱلۡكُفۡرَۖ وَإِن تَشۡكُرُواْ يَرۡضَهُ لَكُمۡ...﴾
ژباړه: (كه تاسو كفر وكړئ نو الله يقيناً له تاسي بې پروا دى او هغه خپلو بندګانو ته كفر نه خوښوي او كه شكر وكړئ نو دا درته خوښوي...) [الزمر سورت: ۷ آیت].
او بخاري په خپل صحيح کې له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت کړی چې هغه وويل: ای د الله رسوله! ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ هغه وفرمايل:
«مَنْ قَالَ: لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ».
ژباړه: «چا چې د زړه له اخلاصه (لا إله إلا الله ) ويلي وي». او یا یې فرمایلي:
«مِنْ نَفْسِهِ».
«یعنې د زړه د اخلاصه».
او په صحیح کې له أنس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ، فَتَعَجَّلَ كُلُّ نَبِيٍّ دَعْوَتَهُ، وَإِنِّي اخْتَبَأْتُ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَهِيَ نَائِلَةٌ إِنْ شَاءَ اللَّهُ مَنْ مَاتَ مِنْ أُمَّتِي لَا يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا».
ژباړه: «د هر نبي لپاره یوه دعا وي چې قبلېږي، نو هر نبي په خپله دعا کې بیړه وکړه، او ما خپله دعا د قیامت په ورځ د خپل امت لپاره د شفاعت په توګه ساتلې ده، له دې به -ان شاء الله- زما هغه امتي برخمن کیږي چې مړ شي او هیڅ شی یې د الله سره نه وي شریک کړی». او پدې معنا سره حدیثونه ډیر دي.
او ټول آیتونه او حدیثونه مو چې ذکر کړل پدې دلالت کوي چې عبادت یوازې د الله حق دی، او هیچا ته روا نه دي چې څه شی ترې بل چاته صرف کړي، نه پېغمبرانو او نه بل چاته او دا چې شفاعت د الله ملکیت دی لکه چې فرمایي:
﴿قُل لِّلَّهِ ٱلشَّفَٰعَةُ جَمِيعٗا...﴾
ژباړه: (ورته ووایه: سفارش ټول د الله په واک کې دی...) [الزمر سورت: ۴۴ آیت]. او هیڅوک د شفاعت مستحق نه ګرځي مګر هغه وخت چې شفاعت کوونکي ته اجازه وشي، او له هغه چا څخه الله راضي شي چې شفاعت یې کیږي، او هغه سپېڅلی ذات یوازې توحید خوښوي، لکه وړاندې چې تېر شول. نو پر دې اساس: مشرکانو ته په شفاعت کې برخه نشته، او الله تعالی دا خبره په خپلې دې وینا سره روښانه کړې ده چې فرمایي:
﴿فَمَا تَنفَعُهُمۡ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَ 48﴾
ژباړه: (نو بيا به د سپارښت كوونكو سپارښت څه ګټه ور ونه رسوي). [المدثر سورت: ۴۸ آیت]. او الله تعالی فرمایلي:
﴿...مَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ حَمِيمٖ وَلَا شَفِيعٖ يُطَاعُ﴾
ژباړه: (...د ظالمانو به نه كوم دوست وي او نه څوک سپارښتونكى چې خبره يې ومنل شي). [غافر سورت: ۱۸ ایت].
او ښکاره ده چې ظلم کله مطلق ذکر شي نو مراد ترې په الله تعالی شرک کول وي، الله تعالی فرمایلي:
﴿...وَٱلۡكَٰفِرُونَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ﴾
ژباړه: (...او ظالمان اصلاً هغه كسان دي چې د كفر لاره غوره كوي). [البقرة سورت: ۲۵۴ ایت]. او الله تعالی فرمایلي:
﴿...إِنَّ ٱلشِّرۡكَ لَظُلۡمٌ عَظِيمٞ﴾
ژباړه: (...يقيناً شرك يو ستر ظلم دى). [لقمان سورت: ۱۳ آیت].
او د کوم څه یادونه دې چې په سوال کې وکړه؛ چې ځینې صوفیان په جوماتونو او نورو ځایونو کې وایي: اللهم صل على من جعلته سببًا لانشقاق أسرارك الجبروتية، وانفلاقًا لأنوارك الرحمانية، فصار نائبًا عن الحضرة الربانية، وخليفة أسرارك الذاتية.. إلخ. یعنې ای الله پر هغه چا دې رحمت نازل کړه چې تا د خپلو جبروتي رازونو د راسپړلو او ستا د رحماني انوارو د چاودېدلو سبب ګرځولی، چې پدې سره د ربانيت د حضور استازی او د ذاتي رازونو خلیفه ګرځیدلی دی.. تر پای.
نو جواب یې دا دی چې وویل شي: دا او دې ته ورته څرګندونې د هغه تکلف او مبالغې یوه برخه ده چې زموږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبرداری ورکړی، لکه په صحیح مسلم کې چې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«هَلَكَ المُتَنَطِّعُونَ» قَالَهَا ثَلَاثًا.
ژباړه: «تشدد کوونکي هلاک شول» درې ځلې یې دا خبره وکړه.
امام خطابي رحمه الله فرمایلي: متنطع: هغه چاته ویل کیږي چې د اهل کلام (منطقیانو) د عقېدې مطابق په یو شي کې د پلټنې په موخه ژور ننوځي په ژوره توګه ورډوبیږي او په پلټنه کې ورپسې ځان په زحمت کوي، او په هغه څه کې لاسوهنه کوي چې اړه ورپورې نه لري او په هغه څه پسې ژوره پلټنه کوي چې عقلونه یې ورته نه رسیږي.
أبو السعادات ابن الأثیر وایي: هغه خلک چې په خبرو کې ژور ځي او افراطیت کوي، د مریو (حلقونو) له بیخ څخه غږیږي، دا کلمه له (نطع) څخه اخېستل شوې چې د خولې پورته غار ته وایي، بیا د هر هغه څه لپاره وکارول شوه چې انسان پکې ژور ځی؛ هغه که وینا یې یا کړنه.
او هغه څه چې دوو ژبپوهه امامانو یې یادونه کړې، نو تا او هر هغه چاته چې لږ څه بصیرت ولري روښانه کیږي چې زموږ پر پیغمبر او سردار، صلی الله علیه وسلم دا ډول درود ویل د هغه تکلف یو ډول دی چې منع ترې راغلې ده. او مسلمان باید پدې اړه په رسول الله صلی الله علیه وسلم په درود ویلو کې ثابت شوی کیفیت تعقیب کړي، او همدا ورته بسنه کوي.
له دې جملې هغه حدیث دی چې بخاري او مسلم په خپلو صحیحینو کې روایت کړی او الفاظ د بخاري دي؛ د کعب بن عجرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې صحابه کرامو رضي الله عنهم وویل: ای د الله رسوله! موږ ته الله امر کړی چې پر تا درود ووایو، نو څنګه درود درباندې ووایو؟ هغه وفرمایل:
«قُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».
ژباړه: «ووایئ: یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
او په صحیحینو کې له أبی حمید الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی: هغوی وویل: ای د الله رسوله! پر تا څنګه درود ووایو؟ هغه وفرمایل:
«قُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى أَزْوَاجِهِ وَذُرِّيَّتِهِ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى أَزْوَاجِهِ وَذُرِّيَّتِهِ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».
ژباړه: «ووايئ: ای الله، پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه په کورنۍ رحمت نازل کړه لکه څنګه چې تا د ابراهیم -علیه السلام- په کورنۍ رحمت لیږلی، او پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه په کورنۍ برکتونه نازل کړه لکه څنګه چې تا د ابراهیم -علیه السلام- پر کورنۍ برکت نازل کړی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
او په صحیح مسلم کې له أبو مسعود الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې بشیر بن سعد وویل: ای د الله رسوله! الله تعالی موږ ته امر کړی چې پر تا درود ووایو، نو څنګه درود درباندې ووایو؟ هغه چپ شو، بیا یې وفرمایل:
«قُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبرَاهِيمَ فِي العَالَمِينَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَالسَّلَامُ كَمَا عَلِمتُم».
ژباړه: «ووايئ: یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت نازل کړه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- دې چې نازل کړی. او پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه نازل کړه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - دې چې نازل کړی، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې». او سلام پرې داسې وایئ لکه چې وړاندې پوه شوئ.
دا او دې ته ورته نور الفاظ چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، هغه څه دي چې یو مسلمان یې باید په خپلو دعاګانو او په رسول الله صلی الله علیه وسلم په سلام ویلو کې وکاروي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو خلکو ښه پوهیږي چې د هغه په اړه څه کارول مناسب دي، او پدې هم تر هر چا ښه پوهیږي چې د هغه د رب په اړه کوم الفاظ وکارول شي.
او هغه تکلفي او نوي جوړ شوي الفاظ او هغه چې کیدی شي غلطه معنی ولري؛ لکه کومې کلمې چې په پوښتنه کې ذکر شوي دي، نو دا هغه څه دي چې باید ونه کارول شي، ځکه چې تکلف پکې دی، او کیدی شي په باطله معناوو سره تفسیر شي، سربیره پر دې د هغو الفاظو خلاف دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټاکلي او د امت لارښوونه یې ورته کړې ده، او هغه صلی الله علیه وسلم تر ټولو پوه او ټولو ته غوره نصیحت کوونکی او له تکلف څخه لرې انسان دی، پر هغه دې د خپل رب له طرفه غوره درود او سلام وي.
پدې سره زه هیله لرم، څه مو چې د توحید د حقیقت، د شرک د حقیقت، په دې برخه کې د لومړنیو او وروستنیو مشرکانو ترمنځ د توپېر، او په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو د مشروع کیفیت په اړه بیان کړل د یو زده کوونکي لپاره بسنه وکړي او د حق پسې پلټونکي ته د قناعت وړ وګرځي. او هغه څوک چې د حق پېژندلو ته لیوالتیا نه لري؛ نو هغه د خپلو خواهشاتو پيرو دی، الله تعالی فرمایلي:
﴿فَإِن لَّمۡ يَسۡتَجِيبُواْ لَكَ فَٱعۡلَمۡ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهۡوَآءَهُمۡۚ وَمَنۡ أَضَلُّ مِمَّنِ ٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ بِغَيۡرِ هُدٗى مِّنَ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ50﴾
ژباړه: (نو كه ستا خبره يې ونه منله نو پوه شه چې هغوى ايله خپلو هوسونو پسې روان دي، او تر هغه چا زيات بې لارې به څوك وي چې د الله لخوا له لارښوونو پرته خپلو هوسونو پسې درومي؟ بې شكه الله ظالمو خلكو ته هدايت نه كوي). [القصص سورت: ۵۰ ایت].
نو پدې آیت کریمه کې الله -جل جلاله- روښانه کړه چې خلک، د هغه څه په اړه چې الله تعالی پرې خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د لارښوونې او حق دین سره رالیږلی دوه ډوله دي:
یو یې هغه ډول خلک دي چې د الله او د هغه د رسول منونکي دي.
دويم: هغه څوک دی چې د خپلو خواهشاتو پیرو دی؛ او هغه (جل جلاله) فرمايي چې له هغه چا ډېر ګمراه بل څوک نشته چې د الله له لارښوونو پرته د خپلو خواهشاتو پیروي کوي.
موږ له الله -جل جلاله- څخه سوال کوو چې د نفساني خواهشاتو له پیروۍ څخه مو وژغوري، همدا رنګه ترې سوال کوو چې مونږ، تاسو او زمونږ ټول ورونه د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم منونکي، د هغه شریعت ته درناوی کوونکي، او له هر هغه څه نه ځان ساتونکي وګرځوي چې د شریعت خلاف وي لکه: بدعتونه او د خواهشاتو پيروي .. بېشکه چې هغه سخي او مهربان ذات دی.
وصلى الله على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وأصحابه وأتباعه بإحسان إلى يوم الدين.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
پنځم پېغام:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو میلادونو د لمانځلو حکم
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن اهتدى بهداه.
أما بعد:
ډېری خلکو په وار وار د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلاد د لمانځلو، په دې جریان کې هغه ته ودریدلو، سلام پرې ویلو او داسې نورو هغو کړنو په اړه پوښتنې کړي دي چې د زوکړې د ورځې د تجلیل پر مهال تر سره کیږي.
جواب یې دا دی چې وویل شي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم یا د بل چا د مېلاد تجلیلول جایز نه دي؛ ځکه دا په دین کې نوی رامنځته شوی بدعت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، خلفای راشدینو او نورو صحابه کرامو رضوان الله علیهم دا کار نه دی کړی، او نه د غوره پېړیو هغو تابعینو کړی چې په نیکۍ کې یې دوی پسې اقتدا کړې ده، حال دا چې هغوی پر سنت تر هر چا ښه پوه وو، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې بشپړ محبت درلود او له هغه وروسته یې له هر چا زیاته د هغه د شریعت پيروي کړې ده، او الله تعالی په خپل مبین کتاب کې فرمایلي:
﴿...وَمَآ ءَاتَىٰكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَىٰكُمۡ عَنۡهُ فَٱنتَهُواْ...﴾
ژباړه: (او څه چې رسول (الله) دركړي، هغه واخلئ او له څه مو چې ايساروي، ترې ايسار شئ)
[الحشر سورت: ۷ آیت] او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿...فَلۡيَحۡذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنۡ أَمۡرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمۡ فِتۡنَةٌ أَوۡ يُصِيبَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾
ژباړه: (...نو هغه كسان چې د هغه له امره مخالفت كوي، له دې څخه دې ووېريږي چې څه فتنه ور ونه رسي، يا څه دردناك عذاب ورته ونه رسيږي). [النور سورت: ۶۳ آیت]، او الله پاک فرمایي:
﴿لَّقَدۡ كَانَ لَكُمۡ فِي رَسُولِ ٱللَّهِ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ لِّمَن كَانَ يَرۡجُواْ ٱللَّهَ وَٱلۡيَوۡمَ ٱلۡأٓخِرَ وَذَكَرَ ٱللَّهَ كَثِيرٗا21﴾
ژباړه: (بېشكه ستاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي). [الأحزاب سورت: ۲۱ آیت]. او الله تعالی فرماېلي:
﴿وَٱلسَّٰبِقُونَ ٱلۡأَوَّلُونَ مِنَ ٱلۡمُهَٰجِرِينَ وَٱلۡأَنصَارِ وَٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُم بِإِحۡسَٰنٖ رَّضِيَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ وَرَضُواْ عَنۡهُ وَأَعَدَّ لَهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي تَحۡتَهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ100﴾
ژباړه: (د مهاجرينو او انصارو لومړني كسان او هغوى چې په رښتينولۍ سره په دوى پسې تللي، الله ترې راضي شوى او دوى هم الله نه راضي شوي او (الله) داسې جنتونه ورته تيار كړي چې د هغو لاندې ويالې بهيږي تل تر تله به وي په هغو كې، همدا ستر برياليتوب دى). [التوبة سورت: ۱۰۰ ایت]، او الله تعالی فرمایلي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...). [المائدة سورت: ۳ ایت]. او پدې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي. او له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه فرمایلي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنهُ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له (دین) څخه نه وي، هغه مردود دي». يعنې: بېرته پرې ورګرځي او ترې نه منل کیږي. او په یو بل حدیث کې یې فرمایلي:
«عَلَيكُم بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ المَهْدِيَّينَ مِنْ بَعدِي، تَمَسَّكُوا بِهَا، وَعَضُّوا عَلَيهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالةٌ».
ژباړه: «تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو ځان وساتئ، ځکه چې (په دین کې) هر نوښت بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده». نو په دې دوو حدیثونو کې د بدعتونو د رامنځته کولو او پر هغو د عمل کولو په وړاندې سخت خبرداری ورکړل شوی دی.
او د میلاد د داسې جشنونو جوړول پدې معنی دي چې الله جل جلاله د دې امت لپاره دین بشپړ کړی نه دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته هغه څه نه دي رسولي چې دوی پرې باید عمل وکړي، تر دې چې دا وروستي خلک راغلل، نو د الله په دین کې یې هغه څه راوویستل چې هغه یې اجازه نه ده کړې، پدې ګومان چې دا کار یې الله تعالی ته نږدې کوي. له شک پرته چې پدې کې لوی خطر او پر الله جل جلاله او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم اعتراض دی، حال دا چې الله جل جلاله خپلو بندګانو ته دین بشپړ کړی او خپله لورینه یې پرې پوره کړې ده، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښکاره رسولو سره دین خلکو ته رسولی، او هیڅ داسې لار یې نده پرېښې چې انسان جنت ته رسوي او له دوزخ څخه یې لرې کوي مګر دا چې ورته یې روښانه کړې ده، لکه څنګه چې له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه په صحیح حدیث کې روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَا بَعَثَ اللهُ مِن نَبِيٍ إِلَّا كَانَ حَقًّا عَلَيهِ أَن يَدُلَّ أُمَّتَهُ عَلَى خَيرِ مَا يَعْلَمُهُ لَهُم، وَيُنْذِرَهُمْ شَرَّ مَا يَعْلَمُهُ لَهُمْ».
ژباړه: «بېشکه الله تعالی هېڅ پېِغمبر ندی لېږلی مګر دا چې پر هغه واجب وو چې خپل امت ته هغه خیر وښايي چې ورته معلوم وي، او له هغه شر څخه یې وویروي چې ورته معلوم وي». مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی.
او ښکاره ده چې زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم غوره او وروستی پېغمبر او په پېغام رسولو او نصیحت کولو کې تر ټولو بشپړ دی، نو که چیرته د زیږونونو لمانځل د دین هغه برخه وای چې الله پرې راضي کېده، نو خامخا به رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته بیان کړی وی، یا به یې خپل ژوند کې دا کار کړی و، یا به یې صحابه کرامو کړی و. نو کله چې دا کار نه دی شوی معلومه شوه چې له اسلام څخه نه دی، بلکې دا کار له هغو نوښتونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې امت ویرولی، لکه په حدیثونو کې وړاندې تېر شول. او پدې معنا سره ډیری آیتونه او حدیثونه شتون لري.
د علماوو یوې ډلې په پورته ذکر شویو او نورو شواهدو د عمل کولو پر بنا د میلاد لمانځل غندلي او پر وړاندې یې خپل خبرداری په څرګنده توګه بیان کړی، خو ځینو وروستیو علماوو له دې سره مخالفت څرګند کړی او د منکراتو د نه شتون په صورت کې یې جایز ګڼلی؛ لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه مبالغه، د ښځو او نارینه وو تر منځ اختلاط، د موسیقۍ د وسایلو کارول او داسې نور چې پاکیزه شریعت یې ردوي، او ګومان یې کړی چې دا حسنه بدعتونه دي.
او شرعي قاعده (وایي): هغه څه چې خلک یې په اړه اختلاف لري باید د الله جل جلاله کتاب او د هغه د رسول محمد صلی الله علیه وسلم سنت ته راجع شي، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَأُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنكُمۡۖ فَإِن تَنَٰزَعۡتُمۡ فِي شَيۡءٖ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمۡ تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلًا59﴾
ژباړه: (ای مومنانو! د الله حكم ومنئ! او د رسول ومنئ! او د خپلو چارواكو، نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده). [النساء سورت: ۵۹ ایت]، او الله تعالی فرمایلي:
﴿وَمَا ٱخۡتَلَفۡتُمۡ فِيهِ مِن شَيۡءٖ فَحُكۡمُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ ...﴾
ژباړه: (او تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده ...) [الشورى سورت: ۱۰ ایت].
موږ دا موضوع - چې: د زوکړې لمانځل دي - د الله تعالی کتاب ته راجع کړه، نو ومو موندل چې د الله کتاب موږ ته امر کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي په هغه څه کې وکړو چې راتګ یې پرې کړی، او د هغه څه په اړه خبرداری راکوي چې هغه ترې منع فرمایلې. او هغه سپېڅلی ذات موږ ته خبر راکوي چې دین یې دې امت ته بشپړ کړی، او د زوکړې دا جشن هغه څه نه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی وي او د هغه دین برخه نه وي چې الله تعالی موږ ته بشپړ کړی او موږ ته یې په اړه د رسول د پیروۍ امر کړی دی.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت ته مو هم راجع کړ؛ نو ومو نه موندل چې هغه دا کار کړی وي او یا یې پرې امر کړی وي، یا یې صحابه کرامو رضي الله عنهم کړی وي، نو پدې سره پوه شو چې له دین څخه نه دی، بلکې په دین کې نوښت او د اهل کتابو -یهودو او نصاراوو- د اخترونو سره پکې هغوی ته ورته والی دی.
په دې توګه، دا هر هغه چا ته روښانه ده چې لږ بصیرت او د حق بیانولو او پلټنې ته لیوالتیا ولري چې په زوکړو جشن نیول د اسلام له دین څخه نه دي، بلکې دا کار له هغو بدعتونو څخه دی چې په دین کې له ځانه راویستل شوي او الله جل جلاله او رسول یې صلی الله علیه وسلم د پرېښودلو امر کړی او په اړه یې خبرداری ورکړی. او هیڅ عقلمند ته نه ښایي چې د هغو کسانو په ډیروالي دوکه شي چې په ډیری هېوادونو کې پرې جشنونه نیسي، ځکه چې حق د کوونکو په زیاتوالي نه پېژندل کیږي، بلکې په شرعي دلیلونو پېژندل کیږي لکه څنګه چې الله تعالی د یهودو او نصاراوو په اړه فرمایلي:
﴿وَقَالُواْ لَن يَدۡخُلَ ٱلۡجَنَّةَ إِلَّا مَن كَانَ هُودًا أَوۡ نَصَٰرَىٰۗ تِلۡكَ أَمَانِيُّهُمۡۗ قُلۡ هَاتُواْ بُرۡهَٰنَكُمۡ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ111﴾
ژباړه: (او (اهل کتاب) وایي: هېڅکله به جنت ته نه ننوځي پرته له هغو چې یهودي یا نصراني وي، دا د دوی هیلې (غوښتنې) دي، (دوی ته) ووایه: (ای محمده!) خپل دلیل راوړئ، که تاسې رښتیني یاست). [البقرة سورت: ۱۱۱ ايت]، او الله تعالی فرماېلي:
﴿وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ...﴾
ژباړه: (او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي...). [الأنعام سورت: ۱۱ ايت].
سربېره پردې، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د زوکړې ډېری دا جشنونه - سره له دې چې بدعت دي - د نورو غندلو وړ شیانو څخه خالي نه دي. لکه د ښځو او نارینه وو اختلاط، د سندرو او موسیقۍ د وسایلو کارول، د الکولو او مخدره توکو څښل، او داسې نورې بدې کړنې. کېدای شي له دې څخه په لویو کارونو کې ښکېل شي، چې هغه لوی شرک دی، کله چې دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې افراط وکړي، یا د نورو اولیاوو په حق کې چې سوال ترې وکړي، یا پرې د مرستې غوښتنه وکړي او مرسته ترې وغواړي، او دا باور درلودل چې هغه په غیبو پوهیږي او داسې نورې کفري چاري چې خلک یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو هغو خلکو د زوکړې په جشنونو کې کوي چې اولیا یې بلي، حال دا چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح روایت ثابت دي چې هغه فرمایلي:
«إِيَّاكُم وَالغُلُوُّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَن كَانَ قَبْلَكُم الغُلُوَّ فِي الدِّينِ».
ژباړه: «خبردار اوسئ او ځانونه په دين کې له زيادت څخه وساتئ، ځکه له تاسو مخکې خلک په دين کې د زيادت له امله تباه شول». او هغه - علیه الصلاة و السلام - فرمایلي:
«لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، إِنَّمَا أَنَا عَبدٌ، فَقُولُوا: عَبدُ اللهِ وَرَسُولُه».
ژباړه: «زما په ستاينه کې له بريده مه اوړئ لکه نصاراوو چې د مريمې زوی له بريده زيات وستايلو، بېشکه زه يو بنده يم؛ نو ووايئ: د الله بنده او د هغه رسول دی». بخاري په خپل صحیح کې د عمر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
د حیرانتیا او نااشنا خبرو څخه یوه دا هم ده چې ډیری خلک دې جشنونو کې د حاضریدو لپاره هڅاند وي او زیار باسي، دفاع ترې کوي او پر ځای یې له هغه څه نه شاته پاتې کیږي چې الله پرې واجب کړي دي لکه د جمعې او جماعت لمونځونو ته حاضریدل، او پدې سره هیڅ سر نه پورته کوي، او دا فکر هم نه کوي چې کوم لوی ناروا کار یې کړی دی. نو پدې کې شک نشته چې دا یې د ایمان له کمزورۍ، لږ بصیرت او د هغو ګناهونو د زیاتوالي له امله دی چې د ډول ډول ګناهونو له امله یې په زړونو زنګ راوښتی دی، له الله تعالی څخه د ځان او ټولو مسلمانانو لپاره د سلامتیا سوال کوم.
لدې جملې څخه دا ده چې: ځینې یې فکر کوي د الله رسول صلی الله علیه وسلم د زوکړې د ورځې په جشن کې ګډون کوي، لدې امله ورته د هرکلي او هغه سره د مینې لپاره ودریږي، چې دا یو تر ټولو لویه باطل او بدترینه ناپوهي ده، ځکه یقینا رسول الله صلی الله علیه وسلم له قیامت نه وړاندې له خپل قبر څخه نه راوځي او نه له چا سره اړیکې ټینګوي او نه یې غونډو ته حاضریږي، بلکې هغه په خپل قبر کې د قیامت تر ورځې پورې استوګن دی، او روح یې په پورته علیین کې د خپل رب سره د عزت په مقام کې دی، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ15 ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ16﴾
ژباړه: (بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ.
بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ). [المؤمنون سورت: ١٥، ١٦ ایتونه].
او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
«أَنَا أَوَّلُ مَنْ يَنْشَقُّ عَنْهُ القَبْرُ يَومَ القِيَامَةِ، وَأَنَا أَوَّلُ شَافِعٍ، وَأَوَّلُ مُشَفَّعٍ».
ژباړه: «زه لومړی هغه څوک یم چې قبر یې څېرول کیږي او لومړی کس یم چې په قیامت کې به شفاعت کوونکی وي او لومړی هغه کس يم چې شفاعت یې منل کیږي». د هغه د رب له طرفه دې پرې غوره درود او سلام وي.
نو دا دوه کریمه آیتونه، حدیث شریف او هغه څه چې د دوی په معنا له آیتونو او حدیثونو څخه راغلي دي، ټول پر دې دلالت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او نور مړي به له قبرونو څخه د قیامت په ورځ راوځي، پدې خبرې د مسلمانانو د علماوو اجماع ده، چې هیڅ خلاف پکې نشته، نو هر مسلمان ته ښایي چې دې چارو ته پاملرنه وکړي او له هغه څه نه ځان وساتي چې جاهلانو او ورته خلکو له بدعتونو او خرافاتو څخه راویستلي، هغه چې الله پرې هیڅ دلیل نه دی نازل کړی، الله مرسته کوونکی دی، پر هغه مو توکل دی او د هغه له امر پرته له هیڅ چارې بلې ته اوړیدل او ځواک نشته.
او په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام چې دی، نو له غوره عملونو څخه دی چې الله تعالی ته پرې نږدې کېدل کیږي او له نېکو عملونو څخه دی لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِيِّۚ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ صَلُّواْ عَلَيۡهِ وَسَلِّمُواْ تَسۡلِيمًا56﴾
ژباړه: (بیشکه الله (ثنا او صفت وايي) او ملايکې یې درود (دعا کوي) نبي ته، ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی! درود ووایاست پر هغه (نبي) او سلام (پرې) ووایاست په سلام ویلو سره). [الأحزاب سورت: ۵۶ ایت]، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
«مَنْ صَلَّى عَلَيَّ وَاحِدَةً؛ صَلَّى اللهُ عَلَيهِ بِهَا عَشْرًا».
ژباړه: «چا چې پر ما یو ځل درود وویل، الله تعالی به يې په ملأ أعلی کې لس ځله وستايي». دا په هر وخت کې روا دی، او د هر لمانځه په پای کې پرې تاکید شوی، بلکې د هر لمانځه په وروستي شهادت کې د علماوو د یوې ډلې په اند واجب دی. او پر مسنونیت یې په ډیری ځایونو کې ټینګار شوی؛ لکه له اذان څخه وروسته، د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له یاد وروسته او د جمعې په ورځ او شپه کې، لکه څنګه چې پرې ډیری حدیثونه دلالت کوي.
له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې موږ او ټولو مسلمانانو ته په دین کې د پوهې توفیق راکړي، پرې مو ثابت وساتي او دا چې پر ټولو د سنتو د عملي کولو لورینه وکړي او له بدعتونو یې وساتي، بېشکه چې هغه سخي او عزتمند ذات دی.
وصلّى الله وسلّم على نبيّنا محمّدٍ وعلى آله وصحبه.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
شپږم پېغام:
د اسراء او معراج د شپې د لمانځلو حکم
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه.
أَمَّا بَعْدُ: له شک پرته چې اسراء او معراج د الله جل جلاله د قدرت له لویو نښانو څخه دي چې د هغه د رسول محمد صلی الله علیه وسلم رښتینولي او د الله تعالی په وړاندې د هغه د مقام عظمت ښیي، همدا رنګه دا د الله جل جلاله د حیرانوونکي قدرت ثبوت او پر ټولو مخلوقاتو یې په پورته والي دلیل دی الله تعالی فرمايلي:
﴿سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِيٓ أَسۡرَىٰ بِعَبۡدِهِۦ لَيۡلٗا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِي بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ لِنُرِيَهُۥ مِنۡ ءَايَٰتِنَآۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ1﴾
ژباړه: (پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوتللو چې د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، تر څو پر هغه خپلې ځينې نښانې وګورو، په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى). [الإسراء سورت: ۱ ایت].
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه متواتر روایتونه راغلي چې هغه اسمانونو ته خېژول شوی، دروازې یې ورته پرانېستل شوي تر دې چې له اووم اسمان څخه تېر شوی او رب یې چې څه غوښتل په اړه یې ورسره خبرې کړي او پنځه وخته لمونځونه یې پرې فرض کړي، په داسې حال کې چې په لومړي سر کې یې پنځوس فرض کړل، نو زموږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم به بار بار ورګرځیده او د کمېدو سوال به یې ترې کاوه، تر دې چې پنځو لمونځونه ته یې راکم کړل ، خو دا په شمېر کې پنځه او په ثواب کې پنځوس دی؛ ځکه چې نیکي یو په لسه ده، نو الله تعالی لره د هغه په ټولو نعمتونو ستاینه او شکر دی.
دا شپه چې په کې اسراء او معراج شوي، په صحیحو احادیثو کې مشخص شوې نه ده، نه په رجب او نه کومه بله میاشت کې، او هر څه چې یې د مشخص کېدلو په اړه راغلي د محدثینو له انده له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ثابت نه دي، او د الله تعالی پدې کې لوی حکمت دی چې له خلکو یې هېره کړې ده، او که چېرته یې مشخص کېدل ثابت شي، نو هیڅ مسلمان ته جایز نه دي چې په عبادت سره یې ځانګړې کړي، یا دا چې ویې لمانځي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو یې نده لمانځلې او نه یې په کوم عمل سره ځانګړې کړې ده. او که چیرته یې لمانځل روا عمل و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به امت پرې په وینا او یا عمل کولو سره خبر کړی و، او که چېرته داسې کوم څه شوي و نو خامخا به پېژندل شوی او مشهور شوی و او خامخا به صحابه کرامو -رضي الله عنهم- موږ ته رانقل کړی و، ځکه یقینا هغوی د خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه هر هغه شی رانقل کړی چې امت ورته اړتیا درلوده او د دین په هیڅ شي کې یې ناغیړي نده کړې، بلکې هغوی هرې ښېګڼې ته مخکښ وو، نو که چېرته د دې شپې لمانځل روا عمل و، نو هغوی به په دې کار کې تر ټولو مخکښ وو. او رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د خلکو غوره نصحیت کوونکی و او په پوره توګه یې پېغام رسولی او امانت یې ادا کړی، نو که چېرته د دې شپې تعظیم او لمانځل د الله له دین څخه و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ترې هیڅ کله غافله شوی نه و او نه به یې پټه کړې وه، نو کله چې داسې څه نه شته، معلومه شوه چې د دې شپې لمانځل او تعظیم د اسلام څخه نه دي، حال دا چې الله تعالی دې امت ته خپل دین بشپړ کړی او نعمت یې پرې پوره کړی، او هر هغه څوک یې غندلی چې په دین کې یې داسې څه راویستلي چې الله تعالی یې اجازه نه ده کړې، الله پاک په خپل مبین کتاب کې فرمایلي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...). [المائدة سورت: ۳آیت]، او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿أَمۡ لَهُمۡ شُرَكَٰٓؤُاْ شَرَعُواْ لَهُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا لَمۡ يَأۡذَنۢ بِهِ ٱللَّهُۚ وَلَوۡلَا كَلِمَةُ ٱلۡفَصۡلِ لَقُضِيَ بَيۡنَهُمۡۗ وَإِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ21﴾
ژباړه: (آيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى، او كه چېرې د پرېکړې خبره (ځنډول) شوې نه واى، خامخا به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه او بېشكه د همدې ظالمانو لپاره دردوونکی عذاب دى). [الشورى سورت: ۲۱ آیت].
او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیحو أحادیثو کې د بدعتونو پر وړاندې خبرداری ثابت دی او په صراحت سره ویل شوي چې بدعتونه ګمراهي ده، تر څو یې امت د لوی خطر په وړاندې بیدار شي، او له کولو یې تېښته وکړي، لدې څخه یو هغه حدیث دی چې په صحیحینو کې له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ؛ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي». او د مسلم په روايت کې دي:
«مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيهِ أَمْرَنَا؛ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «که څوک کوم کار وکړي او زمونږ د دين امر ورباندې نه وي، هغه مردود دی». او په صحیح مسلم کې له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د جمعې د ورځې په خطبه کې ویل:
«أَمَا بَعْدَ، فَإِنَّ خَيرَ الحَدِيثِ كِتَابُ اللهِ، وَخَيرَ الهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ ﷺ، وَشَرَّ الأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ».
ژباړه: «اما بعد، بېشکه تر ټولو غوره وینا د الله تعالی کتاب دی، او غوره لارښوونه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده، او (په دین کې) تر ټولو بد کارونه هغه دي چې نوي وي، او هر بدعت ګمراهي ده». نسائي پکې په جید سند سره اضافه کړي:
«وَكُلَّ ضَلَالَةٍ فِي النَّارِ».
«او هره ګمراهي په اور کې ده». او په سننو کې له العرباض بن ساریة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ موږ ته داسې ژوره وینا وکړه چې زړونه ترې ورېږدېدل او له سترګو اوښکې وبهېدې، نو موږ وویل: ای د الله رسوله! دا خو داسې وعظ دی لکه د خدای په امانۍ کوونکي، نو موږ ته وصیت وکړه، هغه وفرمایل:
«أُوصِيكُم بِتَقْوَى اللهِ وَالسَّمعِ وَالطَّاعَةِ وَإِنْ تَأَمَّرَ عَلَيكُم عَبدٌ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُم فَسَيَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، فَعَلَيكُم بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الخلُفَاءِ الرَّاشِدِينَ المَهْدِيِّينَ مِنْ بَعْدِي، تَمَسَّكُوا بِهَا وَعَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُم وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٍ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ».
ژباړه: «له الله تعالی څخه په ویره، اوریدلو او اطاعت درته وصیت کوم اګر که یو غلام درباندې امیر وټاکل شو، یقینا خبره داسې ده چې که په تاسو کې څوک ژوند وکړي نو ډیر اختلافات به وویني، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو ځان وساتئ، ځکه (په دین کې) هر نوښت بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده». او په دې معنا سره ډیری حدیثونه راغلي دي.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له أصحابو او ورپسې وروسته له سلفو څخه د بدعتونو پر وړاندې خبرداری او ترې ویرول ثابت دي؛ دا یوازې له دې امله چې په دین کې زیاتوالی او داسې یو شریعت رامنځته کول دي چې الله یې اجازه نه ده کړې او د الله تعالی له دښمنانو؛ یهودو او نصاراوو سره پکې ورته والی دی چې هغوی هم په خپل دین کې زیادت کړی و، او داسې نوښت یې پکې راوستی و چې الله یې اجازه نه وه کړې، او ځکه چې لدې څخه په اسلامي دین کې نېمګړتیا لازمیږي، او له بشپړتیا وروسته په نابشپړتیا سره متهم کیږي او دا ښکاره ده چې پدې کې څومره لوی فساد دی، او دا یو ناوړه منکر او د الله تعالی د دې وینا سره په ټکر کې عمل دی چې فرمایي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى...) [المائدة سورت: ۳ آیت]، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثونو سره پکې ښکاره مخالفت دی، هغو حدیثونو سره چې له بدعتونو ویرول او ترې په تېښته (امر) کوي.
پدې سره امید لرم چې کوم څه مو له دلایلو سره ذکر کړل کافي او د حق پلټونکي لپاره د قناعت وړ وي، چې دا بدعتونه پرې وغندي؛ یعنې د اسراء او معراج د شپې لمانځل او دا چې دا عمل له اسلام څخه هیڅ نه دی.
نو دا چې الله تعالی مسلمانانو ته نصیحت او هغه څه بیانول واجب کړي چې ورته یې روا کړي او تر څنګه یې د علم کتمان حرام کړی؛ نو ما وپتېله چې خپلو مسلمانانو ورونو ته د دې بدعت په اړه خبرداری ورکړم، کوم چې په ډیری هېوادونو کې دومره خپور شوی چې ځینې فکر کوي له دین څخه دی.
له الله تعالی سوال کوو چې د ټولو مسلمانانو حالات سم کړي، په دین کې پوهه ورکړي، موږ او هغوی ته پر حق د منګولو لګولو، پرې ټېنګ پاتې کېدلو او د هغه خلاف د هر څه پرېښودلو توفیق راکړي، هغه د دې واکمن او پرې ځواکمن ذات دی.
وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
اووم پېغام:
د شعبان میاشتې د نيمايي شپې د لمانځلو حکم
الحمد لله الذي أكمل لنا الدين، وأتم علينا النعمة، والصلاة والسلام على نبيه ورسوله محمد نبي التوبة والرحمة.
أَمَّا بَعْدُ: الله تعالی فرمایلي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...) [المائدة سورت: ۳ آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿أَمۡ لَهُمۡ شُرَكَٰٓؤُاْ شَرَعُواْ لَهُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا لَمۡ يَأۡذَنۢ بِهِ ٱللَّهُ...﴾
ژباړه: (آيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى...) [الشورى سورت: ۲۱ آیت]. او په صحیحینو کې له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ؛ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي». او په صحیح مسلم کې له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي علیه الصلاة و السلام به د جمعې په خطبه کې ویل:
«أَمَّا بَعْدُ: فَإِنَّ خَيرَ الحَدِيثِ كِتَابُ اللهِ، وَخَيرَ الهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ، وَشَرَّ الأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ».
ژباړه: «أما بعد: د الله تعالی له حمد او ثنا وروسته، بېشکه غوره وینا د الله تعالی کتاب دی، او غوره لارښوونه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده، او (د دین په چارو کې) بده یې نوې (بدعت) ده او بدعت ګمراهي ده». او پدې معنا سره آیتونه او حدیثونه ډیر راغلي، چې په روښانه توګه دلالت کوي چې الله تعالی دې امت ته دین پوره کړی او خپل نعمت یې پرې بشپړ کړی دی، او هغه مهال یې خپل نبي وفات کړی، کله یې چې په ښکاره او بشپړه توګه خلکو ته دین رسولی او امت ته یې له وینا او کړنو هر هغه څه بیان کړي چې الله ورته روا کړي دي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم روښانه کړې چې هر هغه څه چې خلک یې له هغه وروسته په (دین کې له ځانه) راباسي او بیا یې اسلام ته نسبت ورکوي؛ هغه که وینا وي او یا عمل، نو دا ټول بدعت دي او چا چې جوړ کړي پر همغه بېرته مردود دي اګر که دا کار یې په ښه نیت کړی وي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام او ورپسې د اسلام علما په دې موضوع پوهېدل، نو بدعتونه یې وغندل او خلک یې ترې وویرول، دا خبره هر هغه چا ذکر کړې ده چې د سنتو د عظمت او د بدعت د غندلو په اړه یې لیکل کړي دي لکه: ابن وضاح، طرطوشي، أبو شامة او داسې نورو.
له هغو بدعتونو چې ځینو خلکو رامنځته کړي: د شعبان د نیمایي میاشتې د شپې د لمانځلو او د ورځې روژه نیولو بدعت دی، چې په دې اړه هیڅ داسې دلیل نشته چې اعتماد پرې وشي، که څه هم د فضیلت په اړه یې ضعیف حدیثونه شته خو اعتماد پرې روا نه دی.
او هغه څه چې پدې شپه کې د لمانځه د فضیلت په اړه راغلي؛ نو ټول موضوعي دي، لکه څنګه چې ډیری علماوو دې خبرې ته اشاره کړې ده ، چې وروسته به یې د ځینو ویناوې راشي إن شاء الله.
پدې اړه د شام او نورو ځایونو د ځینو سلفو آثار هم شته.
او هغه څه چې جمهورو علماوو پرې اجماع کړې دا دی چې د دې شپې لمانځل بدعت دی او دا چې د فضیلت په اړه یې کوم حدیثونه راغلي ټول ضعیف او ځینې یې موضوعي دي، پدې علماوو کې حافظ ابن رجب په خپل کتاب: (لطائف المعارف) کې دې ته اشاره کړې، او نورو علماوو هم دا کار کړی دی، بل دا چې په ضعیف حدیث یوازې په هغو عباداتو کې عمل کیږي چې اصل یې په نورو صحیحو دلایلو سره ثابت شوی وي. او د شعبان د نیمایي میاشتې د شپې لمانځل کوم صحیح اصل نه لري چې سړی پرې د ضعیفه حدیثونو له لارې قناعت وکړي، دا عظیمه قاعده شیخ الاسلام أبو العباس ابن تیمیة رحمه الله ذکر کړې ده.
او ګرانه لوستونکیه! زه درته پدې مسأله کې د ځینو علماوو ویناوې راوړم، تر څو درسره پدې اړه دلیل ولرې.
د علماوو -رحمهم الله- پدې اجماع ده چې هغه مسایل چې خلک یې په اړه اختلاف لري، د الله -جل جلاله- کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت ته ورګرځول يې واجب دي، نو په هر څه چې دواړو یا یو یې فیصله وکړه همغه شریعت دی چې پیروي یې واجب ده، او څه شی چې د دې دواړو خلاف و نو پرېښودل یې واجب دي، او پدې دواړو کې چې کوم عبادات نه دي راغلي نو هغه بدعت دي او کول یې روا نه دي، دا خو لا پریږده چې بلنه ورکړل شي او خوښ وګڼل شي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَأُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنكُمۡۖ فَإِن تَنَٰزَعۡتُمۡ فِي شَيۡءٖ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمۡ تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلًا59﴾
ژباړه: (ای مومنانو! د الله حكم ومنئ! او د رسول ومنئ! او د خپلو چارواكو، نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده). [النساء سورت: ۵۹ ایت]، او الله تعالی فرمایلي:
﴿وَمَا ٱخۡتَلَفۡتُمۡ فِيهِ مِن شَيۡءٖ فَحُكۡمُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ...﴾
﴿ ژباړه: (او تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده...) [الشورى سورت: ۱۰ آيت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿قُلۡ إِن كُنتُمۡ تُحِبُّونَ ٱللَّهَ فَٱتَّبِعُونِي يُحۡبِبۡكُمُ ٱللَّهُ وَيَغۡفِرۡ لَكُمۡ ذُنُوبَكُمۡ...﴾
ژباړه: (اى پېغمبره! خلكو ته) ووايه: كه تاسې په رښتيا له الله سره مينه لرئ نو زما د پيروۍ لاره غوره كړئ، الله به له تاسې سره مينه وكړي او ستاسې خطاوې به دروبخښي...) [آل عمران سورت: ۳۱ ایت]. او الله جل جلاله فرمایلي:
﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤۡمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيۡنَهُمۡ ثُمَّ لَا يَجِدُواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَرَجٗا مِّمَّا قَضَيۡتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسۡلِيمٗا65﴾
ژباړه: (نو، نه، قسم دی په رب چې تر هغه نه شي مومنان كېدلى چې خپل منځي شخړو كې دې فيصله كوونكى ونه ټاكي، بيا ستا له پرېكړې په زړونو كې څه خپګان هم ونه مومي او ښه پخه يې ومني). [النساء سورت: ۶۵ آیت]. ډېر آیتونه شته چې همدا معنی لري، او دا د اختلافي مسألو په اړه اړتیا ده چې قرآن او سنت ته وروګرځول شي او په پریکړه یې خوښي وښودل شي، او همدا د ایمان غوښتنه او په دنیا او اخرت کې د بندګانو لپاره او د انجام له اړخه غوره دی.
حافظ ابن رجب - رحمه الله - په خپل کتاب (لطائف المعارف) کې د دې مسألې په اړه - له مخکیني بحث وروسته - فرمایلي:
«د شام تابعینو؛ لکه: خالد بن معدان، مکحول، لقمان بن عامر او نورو به د شعبان د نیمایي شپې درناوی کاوه او پدې شپه به یې په عبادت کې زیار ویسته، او له همغوی څخه یې خلکو فضیلت او تعظیم زده کړی دی، او داسې ویل شوي چې هغوی ته پدې اړه اسراییلي روایتونه رسیدلي و، او کله چې دا خبره په هیوادونو کې د دوی په اړه مشهوره شوه، نو په اړه یې په خلکو کې مخالفت پيدا شو، ځینو یې دا خبره له دوی څخه ومنله او د دوی سره یې د هغې په تعظیم موافقه راغله، چې په دې کې د بصرې يوه ډله عابدان او ځینې نور خلک وو، دا خبره د حجاز ډېری علماوو رد کړې ده په شمول د: عطاء، ابن ابي مُلیکه، او عبدالرحمن بن زید بن اسلم د مدینې له فقهاوو رانقل کړې ده، او دا د امام مالک د پيروانو او ځینو نورو وینا ده او ویلي یې دي چې دا ټول بدعت دی.
د شام علماء یې د لمانځلو د طریقې په اړه دوه قوله لري:
یو یې داسې دی چې: په جومات کې یې په ډلییزه توګه لمانځل مستحب دي، او خالد بن معدان، لقمان بن عامر او نورو به پکې ښایسته جامې اغوستې، خوشبویي به یې لګوله او رانجه به یې کول او ټوله شپه به یې په جومات کې په قیام تېروله، او اسحق بن راهویه ورسره هم پدې اړه موافق دی. او په جوماتونو کې یې د جماعت سره د دې د ترسره کولو په اړه ویلي چې: دا بدعت نه دی، دا خبره حرب الکرماني په خپلو مسائلو کې رانقل کړې ده.
او دویم: په جوماتونو کې د لمانځه، کیسو او دعاګانو لپاره راټولیدل مکروه دي، مګر دا مکروه ندي چې یو سړی په جومات کې ځانته لمونځ وکړي، دا د الاوزاعي وینا ده، چې د شام د خلکو امام، فقیه او د دوی عالم دی، او همدا (حق ته) تر ټولو نږدې نظر دی، إن شاء الله تعالی». تر دې چې ویې ویل: «د امام احمد څخه د شعبان د نیمایي شپې په اړه کومه وینا نده پېژندل شوې، او د قیام د مستحب والي په اړه یې له هغه څخه دوه روایتونه کیږي: له هغو دوو روایتونو څخه د دوو اخترونو په شپو کې قیام دی چې په (یو روایت کې) هغه په جماعت سره قیام مستحب نه دی ګڼلی؛ ځکه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه له اصحابو څخه ندی نقل شوی، او په (یو بل روایت کې ) یې مستحب ګڼلی، ځکه چې عبد الرحمن بن یزید بن الأسود کړی دی، او هغه تابعي دی، نو همدا رنګه د شعبان د نیمایي شپې قیام هم دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو څخه پکې کوم څه ثابت نه دي، خو د شام د فقهاوو د تابعینو له یوې ډلې څخه پکې ثبوت شته».
د حافظ ابن رجب رحمه الله د خبرو مطلوبه معنی پای ته ورسېده، چې په څرګنده توګه وايي چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه د شعبان میاشتې د نیمایي شپې (د برات شپې) په اړه هیڅ شی ثابت نه دی.
هغه څه چې اوزاعي -رحمه الله- د افرادو لپاره د قیام په اړه انتخاب کړي او ابن رجب چې دا وینا غوره کړې، نو دا قول نا اشنا او کمزوری دی؛ ځکه هر شی چې په شرعي دلایلو یې مشروعیت ثابت نه وي، مسلمان ته روا نه دي چې د الله په دین کې یې نوی له ځان څخه وزیږوي، برابره خبره ده که یوازې یې کړی وي او یا په ډله کې، یا دا چې پټ یې ادا کړی وي یا په ښکاره، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا عمومیت دی چې فرمایي:
«مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيهِ أَمْرُنَا؛ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «که څوک کوم کار وکړي او زمونږ د دين امر پرې نه وي، هغه مردود دی». او داسې نور دلائل چې د بدعتونو د انکار او د هغوی په وړاندې د خبرداري ښودنه کوي.
او امام ابوبکر طرطوشي - رحمه الله - په خپل کتاب «الحوادث والبدع» کې داسې ویلي:
«او ابن وضاح له زید بن اسلم څخه روایت کړی وایي چې: موږ له خپلو شیخانو یا فقهاوو څخه هیڅوک ونه موندل چې د شعبان د میاشتې منځنۍ برخې ته یې پاملرنه کړې وي، یا یې د مکحول حدیث ته پاملرنه کړي وي، او نه دې شپې ته پر نورو په کوم فضیلت قایل وو».
او ابن ابی ملیکة ته وویل شو چې: زیاد النمیري وایي: «د شعبان د نېمایي میاشتې د شپې اجر لکه د قدر د شپې په څېر دی». هغه وویل: «که مې ترې اوریدلي وای او زما په لاس کې امسا وی نو مخامخا به مې وهلی و» او زیاد یو قصه ویوونکی و، مقصوده وینا پای ته ورسیده.
او علامه شوکاني - رحمه الله - په «الفوائد المجموعة» کې داسې فرمایلي:
ژباړه: دا حدیث: «ای علي چا چې د شعبان د میاشتې په نیمایي کې د شپې سل رکعته لمونځ وکړ؛ چې په هر رکعت کې فاتحه او: (قل الله احد) لس ځلې ووایي؛ نو الله به یې هره اړتیا پوره کړي»، تر اخره. موضوعي حدیث دی، او دا چې د ثواب په اړه پکې کوم صراحت شوی، نو هر انسان چې تمیز ولري په جعلي توب کې یې شک نه کوي، او رجال یې نامعلوم دي، او په دویم او دریم سند هم روایت شوی چې ټول موضوعي دي او راویان یې مجهول دي. او په : «المختصر»: کې راغلي چې: د شعبان د میاشتې د نیمایي په اړه حدیث باطل دی، او ابن حبان د علي له حدیث څخه چې فرمایي: کله چې د شعبان د نیمایي میاشتې شپه شي نو شپه یې په قیام او ورځ یې په روژه تېره کړئ) ضعیف دی. او په: «اللآلئ» کې : «د شعبان د میاشتې په نیمایي کې لس ځلې په سورت اخلاص سره سل رکعته لمونځ کول» د اوږدوالي د فضیلت سره چې دیلمي او نورو روایت کړی، موضوعي دی او په درې واړو طریقو کې یې جمهور راویان ناپېژندل شوي او ضعیف دي. وایي: «او دیرش ځلې په سورت اخلاص سره دولس رکعته» موضوعي دی، او «څوارلس رکعته» موضوعي دی.
د فقهاوو یوه ډله د دې حدیث له امله دوکه شوې ده لکه: د (الِاحیاء) لیکوال او نور، همدارنګه ځینې مفسرین، او د دې شپې لمونځ - یعنې: د شعبان د نیمایي شپې - په بېلابېلو طریقو روایت شوی، چې ټول یې باطل او جعلي دي، دا د ترمذي د روایت خلاف نه دی چې د عایشې -رضی الله عنها- له حدیث څخه اخیستل شوی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- بقیع ته تللی، او په نیمه شپه کې د دنیا آسمان ته د رب تبارک وتعالی نزول، او دا چې هغه د بنو کلب (قبیلې) د پسونو د ویښتانو له شمېر څخه زیاتو خلکو ته بخښنه کوي، ځکه وینا یوازې پدې شپه کې د دې موضوعي لمانځه په اړه ده. چې د عایشې - رضي الله عنها- دا حدیث ضعیف او منقطع دی، لکه څنګه چې د علي حدیث دی چې مخکې یې د هغې شپې د لمانځه په اړه یادونه وشوه چې دا لمونځ موضوعي دی، د هغه ضعف له امله چې یادونه یې وشوه» مقصد دلته پای ته ورسید.
او حافظ العراقي ویلي: «د شعبان د نیمایي میاشتې د شپې د لمانځه په اړه حدیث په رسول الله صلی الله علیه وسلم جوړ شوی او پر هغه دروغ ویل دي». او امام النووي په کتاب: (المجموع) کې ویلي: (هغه لمونځ چې د رغائب د لمانځه په نوم یادیږي، چې د رجب د لومړۍ جمعې په شپه د ماښام او ماسخوتن ترمنځه دولس رکعته دی، او د شعبان د نیمایي شپې لمونځ چې سل رکعته دی، دا دوه لمونځونه د غندنې وړ بدعتونه دي، او څوک باید د (قوت القلوب) او (احیاء علوم الدین) په کتابونو کې د دوی د ذکر له امله دوکه نشي ... او نه هم په دوی کې په ذکر شوي حدیث، ځکه هغه ټول باطل دي، او په ځینو هغو امامانو باید څوک دوکه نه شي چې د حکم په اړه یې مغشوش دي او د مستحب والي په اړه یې څو ورقې لیکلي دي، ځکه هغه پدې کې غلط شوی دی).
او شیخ امام ابو محمد عبدالرحمن بن اسماعیل المقدسي د هغوی د بطلان په اړه یو ارزښتناک کتاب لیکلی، چې ښه او غوره لیکنه یې کړې ده، او پدې مساله کې د علماوو ویناوې زیاتې دي او که وغواړو پدې مساله کې ټولې ویناوې دلته رانقل کړو نو خبره به اوږده شي نو، شاید هغه څه چې موږ یې یادونه کړې ده، د حقیقت غوښتونکي لپاره کافي او قانع کوونکې وي.
له پورته آیتونو، احادیثو او د علماوو له ویناوو څخه، د حق غوښتونکي ته روښانه کیږي چې د شعبان د میاشتې د نیمې شپې لمانځل په لمانځه یا نورو شیانو سره، او د هغې ورځې روژه نیول د ډیری عالمانو په وینا یو د غندلو وړ بدعت دی، او په پاکیزه شریعت کې هیڅ اساس نلري، بلکې دا هغه څه دي چې د صحابه کرامو -رضي الله عنهم- له دورې وروسته په اسلام کې راپیښ شوي دي، او د حق غوښتونکي لپاره په دې او نورو مواردو کې د الله جل جلاله دا قول بسنه کوي چې فرمایي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ...﴾
ژباړه: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى...) [المائدة سورت: ۳ ایت]. او پدې معنا سره چې کوم آیتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه راغلي په لاندې ډول دي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ».
ژباړه: «چا چې زموږ په دېن کې نوښت وکړ، چې له دین څخه نه وي، هغه مردود دی». او کوم حدیثونه چې په دې معنا سره راغلي.
په صحیح مسلم کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا تَخُصُّوا لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ بِقِيَامٍ مِنْ بَيْنِ اللَّيَالِي، وَلَا تَخُصُّوا يَوْمَهَا بِالصِّيَامِ مِنْ بَيْنِ الْأَيَّامِ، إِلَّا أَنْ يَكُونَ فِي صَوْمٍ يَصُومُهُ أَحَدُكُمْ».
ژباړه: «تاسو د جمعې شپه د لمانځه او ورځ یې د روژې لپاره مه ځانګړې کوئ، مګر دا چې په داسې ورځ راشي چې تاسو پکې روژه کیږئ». نو که چیرته دا روا وای چې یوه ځانګړې شپه د کوم ډول عبادت لپاره خاص شي، نو د جمعې شپه به د بلې هرې شپې په پرتله ډیره غوره وای؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث پر بنا یې ورځ تر ټولو غوره ورځ ده چې لمر پرې راختلی. نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې شپو څخه د یوې شپې د لمانځه لپاره د ځانګړي کولو په اړه خبرداری ورکړی، دا په ګوته کوي چې نورې شپې په طریقه اولی سره روا نه دي، او په هیڅ عبادت سره یې ځانګړي کول روا نه دي، مګر دا چې د تخصیص په اړه یې صحیح دلیل شتون ولري.
او کله چې د قدر شپه او د رمضان شپې؛ هغه شپې دي چې قیام او زیار ویستل پکې روا دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د خلکو پام اړولی او په عبادت سره تېرولو ته یې هڅولي او دا کار یې خپله هم کړی دی، لکه په صحیحینو کې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه فرمایلي:
«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».
ژباړه: «څوک چې د روژې میاشت د ایمان او ثواب په نیت په عبادت سره تېره کړي پخواني ګناهونه به یې وبښل شي، او څوک چې د قدر شپه د ایمان او ثواب په نیت په عبادت تېره کړي، د هغه پخواني ګناهونه به وبښل شي». نو که چېرته د شعبان د نیمایي شپه، یا د رجب د لومړۍ جمعې شپه، یا د اسراء او معراج شپه د لمانځلو یا د کوم ډول عبادت لپاره ځانګړې کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې په اړه خامخا امت ته لارښوونه کړې وه، یا به یې خپله ځانګړې کړې وه، او که له دې کارونو کوم څه شوي وو نو خامخا به صحابه کرامو -رضوان الله علیهم- امت ته رانقل کړي و او هیڅکله به یې دا خبره پټه نه وه ساتلې، حال دا چې هغوی له پېغمبرانو علیهم السلام وروسته غوره خلک او زیات نصیحت کوونکي دي، او الله تعالی دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرو څخه راضي شي او هغه له دوی څخه راضي دی.
او تاسو د علماوو له خبرو پوه شوئ چې د رجب (بزرګې میاشتې) لومړۍ جمعه د شپې او د شعبان (برات) پنځلسمې د فضیلت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو -رضوان الله علیهم- څخه هیڅ شی ثابت نه دی، نو ښکاره شوه چې لمانځل یې په اسلام کې یو نوی رامنځته شوی بدعت دی، او همدا رنګه یې په یو عبادت سره ځانګړې کول د غندلو وړ بدعت دی، همدا رنګه د رجب (بزرګې) د میاشتې اووه ویشتمه شپه، چې ځینې خلک یې د اسراء او معراج شپه ګڼي، په هیڅ عبادت سره یې ځانګړې کول روا نه دي، او د تېرو دلایلو پر بنسټ یې لمانځل هم روا نه دي، دا که چیرته معلومه وي، او دا خو لا پرېږده چې د علماوو د صحیحو ویناوو پر بنسټ نا معلومه ده. او د هغه چا وینا چې وایي: چې هغه د رجب (بزرګې) د میاشتې اوه ویشتمه شپه ده، باطل قول دی چې په صحیحو احادیثو کې هیڅ بنسټ نه لري، او چا څه ښه ویلي:
تر ټولو غوره شیان هغه دي چې په لارښوونو ولاړ وي ... او تر ټولو بد شیان هغه دي چې نوي او بدعت وي.
له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې موږ او ټولو مسلمانانو ته په سنتو د منګولو لګولو او پرې ثابت پاتې کېدلو توفیق راکړي، او له هغه څه مو وساتي چې د دې خلاف وي، هغه سخي او مهربان ذات دی.
وصلى الله وسلم على عبده ورسوله نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
اتم پېغام:
د منسوب شوي وصیت د دروغوالي په اړه مهم خبرداری
د مسجد نبوي د خادم؛ شیخ احمد
د عبدالعزیز بن عبدالله بن باز له خوا له مسلمانانو څخه هر هغه چا ته چې دا لولي، الله تعالی دې دوی په اسلام سره وساتي، او موږ او دوی دې د جاهلانو د تورونو له شر څخه وساتي، آمین.
سلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
أَمَّا بَعْدُ:ما د مسجد نبوي خادم شیخ احمد ته منسوبه یوه وینا ولوستله چې سرلیک یې و: (دا له مدینې منورې څخه د نبوي مسجد د خادم شیخ احمد پېغام دې) چې پکې یې ویلي:
«زه د جمعې په شپه تر ناوخته ویښ وم او د قرآن کریم تلاوت مې کاوه، او د الله تعالی د ښکلو نومونو له لوستلو چې وزګار شوم د ویده کېدو لپاره چمتو شوم، نو ما داسې یو څوک ولید چې ځلیدونکی راښکاره شو، د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم؛ چا چې مخلوقاتو ته د رحمت په توګه قرآني آیتونه او شریف احکام راوړي دي، زموږ سردار محمد صلی الله علیه وسلم، نو هغه وويل: ای شیخ احمده، ما وویل: لبیک یارسول الله ای د الله تر ټولو عزتمند مخلوقه! نو ماته یې وویل: زه د خلکو د بدو کړنو له امله خجالت یم، او نشم کولی چې له خپل رب او ملاېکو سره مخ شم؛ ځکه چې له یوې جمعې څخه تر بلې پورې یو لک او شپیته زره کسان په داسې حال کې مړه شول چې اسلام یې نه و راوړی، بیا یې د ځینو هغو ګناهونو یادونه وکړه چې خلک پکې ښکیل شوي دي، بیا یې وویل: دا وصیت پر دوی د غالب او زورور ذات له لورې د رحمت په توګه دی. بیا یې د قیامت ځینې علامې یادې کړې، تر دې چې ویې ویل: شیخ احمده! پر دې وصیت یې خبر کړه، ځکه چې دا د تقدیر په قلم سره له لوح محفوظ څخه رانقل شوی او چا چې ولیکه یا له یو هېواد څخه بل هېواد ته یا یو کور څخه بل کور ته ولیږه، په جنت کې به ورته ماڼۍ ودانه شي، او چا چې ونه لیکه او یا یې و نه لیږه، نو د قیامت په ورځ به زما له شفاعت څخه محروم شي، او چا چې ولیکله او فقیر و، نو الله به یې غني کړي، که قرضداره و، الله به یې قرضونه خلاص کړي او یا یې ګناه کړې وه، الله تعالی به ده ته او د دې مور او پلار ته د دې وصیت په برکت بښنه وکړي، او د الله تعالی کومو بندګانو چې ونه لېکله نو په دنیا او اخرت کې به مخ تورن وي. او درې ځلې یې وویل: و الله العظیم چې دا حقیقت دی، او که چیرته دې دروغجن وي نو الله تعالی دې له دنیا څخه کافر بوځي، او چا چې رښتیا وګڼله د اور له عذاب څخه به خلاص شي، او چا چې دروغ وګڼله کفر یې وکړ).
دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم د دروغو جوړ شوي وصیت لنډیز و،
چې دا په دروغو جوړ شوی وصیت مو څو ځلې له څو کلونو راپدیخوا اوریدلی و چې د خلکو په منځ وخت په وخت خپریده، او د عامو خلکو تر منځه ډیر خپور شوی و، او په الفاظو کې یې توپیر شتون لري، او په دروغو جوړوونکی یې وایي چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې لیدلی او دا وصیت یې ورته کړی، او پدې وروستۍ خپره شوې نسخه کې چې تا قدرمن لوستونکي ته مو وړاندې کړه، دروغجن انسان پکې ادعا کړې چې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مهال ولیده کله یې چې خوب ته چمتووالی نیوه، نو معنا یې دا ده چې هغه په ویښه لیدلی!
دې دروغجن په دې وصیت کې د ډیرو شیانو دعوا کړې ده، چې څرګند دروغ او روښانه باطل دي، چې ژر به د دې وینا له لارې ترې خبر درکړم ان شاء الله، او ما په تېرو کلونو کې هم پدې اړه د خلکو پاملرنه راړولې وه، او خلکو ته مې په ډاګه کړې وه چې دا روښانه دروغ او باطل دي، او کله مې چې دا وروستۍ خپره شوې نسخه ولیده نو په لیکلو کې متردد وم، ځکه چې بطلان یې ښکاره و او جوړوونکو یې د دروغو لوی جرات کړی و، او ما فکر نه کاوه چې باطلوالی به یې د هغه چا لخوا ومنل شي چې لږ بصیرت یا سالم فطرت ولري. خو ډېری وروڼو خبر کړم چې دا د ډېرو خلکو په منځ کې مشهوره شوې او په خپلو کې یې سره شریکه کړې ده او ځینو یې پرې باور درلود، لدې امله، راته مناسب ښکاره شوه چې زما په څېر خلکو ته اړینه ده چې په اړه یې د بطلان په موخه لیکل وکړي او دا چې دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم تړل شوي دروغ دي، تر څو پرې څوک دوکه نه شي. او هر هغه څوک چې د علم او ايمان خاوند وي، که په دې (خبره/موضوع) غور او فکر وکړي، یا سالم فطرت ولري او د روغ عقل خاوندان وي؛ نو پوه به شي چې دا په ډیرو وجوهاتو دروغ او تور تړل دي.
او ما د شیخ احمد له یو خپلوان څخه د دې دروغجن وصیت په اړه پوښتنه وکړه چې شیخ احمد ته یې نسبت کیږي، نو هغه راته په ځواب کې وویل چې دا په شیخ احمد دروغ ویل شوي او هغه هیڅکله ندي ویلې، او یاد شیخ احمد ډیره موده مخکې مړ شوی، او که فرض کړو چې یاد شیخ احمد او یا بل څوک له هغه څخه لوی کس دعوا وکړي چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې یا په ویښه لیدلی او پدې وصیت سره یې ورته وصیت کړی، نو موږ به په یقیني توګه په ډیرو وجوهاتو سره پوه شو چې دروغ دي، یا دا چې شیطان ورته ویلي، نه رسول الله صلی الله علیه وسلم:
۱- لومړۍ وجه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه له وفات نه وروسته په ویښه نه لیدل کیږي، او څوک چې له جاهلو صوفیانو څخه ادعا کوي چې هغه په ویښه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویني، یا دا چې هغه د زوکړې د لمانځلو محفل ته راځي او دې ته ورته باورونه؛ نو هغه تر ټولو بده تېروتنه کوي او له حده زیات دوکه شوی، او په لویه تېروتنه کې ښکېل شوی، او د کتاب، سنت او د علماوو د اجماع مخالفت یې کړی؛ ځکه چې مړي یوازې د قیامت په ورځ له خپلو قبرونو څخه راوځي، نه په دې دنیا کې. او څوک چې د دې خلاف وایي هغه دروغجن دی، او دروغ یې ښکاره دي، یا دوکه باز دی چې دوکه شوی او ګمراه شوی، هغه حق یې ندی پېژندلی چې سلفو صالحو پېژندلی و، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو -رضوان الله علیهم- او په نیکۍ کې د هغوی پيروان پرې و، الله تعالی فرمایلي:
﴿ثُمَّ إِنَّكُم بَعۡدَ ذَٰلِكَ لَمَيِّتُونَ15 ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ16﴾
ژباړه: (بيا له هغه وروسته تاسو هرومرو مړه كېدونكي ياست.
بيا به تاسو هرومرو د قيامت په ورځ راپاڅول كيږئ). [المؤمنون سورت: ۱۵، ۱۶ آیتونه]، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
«أَنَا أَوَّلُ مَنْ تَنْشَقُّ عَنْهُ الْأَرْضُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَأَنَا أَوَّلُ شَافِعٍ وَأَوَّلُ مُشَفَّعٍ».
ژباړه: «زه لومړی هغه څوک یم چې قبر یې څېرول کیږي او لومړی کس یم چې په قیامت کې به شفاعت کوونکی وي او هغه کس چې شفاعت یې منل کیږي». او په دې معنا سره ډېری آیتونه او احادیث راغلي دي.
دویمه وجه: رسول الله صلی الله علیه وسلم، د حق پر خلاف هیڅ خبره نه کوي، نه د خپل ژوند او نه هم د خپلې مړېنې په اړه. او دا وصیت په ډیری وجوهاتو د هغه د شریعت سره په ډاګه مخالفت لري - کوم چې راتلونکي دي- او هغه صلی الله علیه وسلم ځینې وختونه په خوب کې لیدل کیږي، چا چې هغه مبارک په خوب کې ولیده نو هغه یې لیدلی دی. ځکه چې شیطان د هغه په څېره نه شي ښکاره کېدلی، لکه څنګه چې په صحیح حدیث کې راغلي دي، خو ټوله خبره د هغه چا په ایمان، ریښتیولۍ، عدالت، یادداښت، دیندارۍ او امانت کې ده چې هغه -صلی الله علیه وسلم- یې په خپل شکل کې لیدلی او یا په بل کې.
که چېرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کوم حدیث راغلی و چې هغه په خپل ژوند کې ویلي و، خو راویان یې ثقه، عادل، د ضبط خاوندان نه وي، نو باور پرې نه کیږي او نه د ثبوت په توګه کارول کیږي، یا دا چې د ثقه راویانو او د ضبط د خاوندانو له لارې روایت شوی وي خو د هغه چا د روایت خلاف وي چې له هغه څخه په حفظ کې پياوړی او ثقه وي او مخالفت یې په دومره کچه وي چې د دواړو روایتونو جمع کول ناشوني وي، نو یو به یې منسوخ و چې عمل پرې نه کېده، او دویم به یې ناسخ و چې عمل پرې کېده، چې دا کار د هغه د شروطو له امله ممکن و، او که چیرته یې تر منځه جمع او یا نسخ ممکن نه وه نو د هغه چا د روایت لرې کول واجب دي چې حفظ یې لږ وي، عدالت یې کم، او دا حکم پرې کول چې دا شاذ دی عمل پرې نه کیږي.
نو د داسې وصیت به څه حال وي چې هغه خاوند یې نامعلوم دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانقل کړی او د راوي عدالت او امانتداري هم معلومه نه ده، نو په داسې حال کې خو حقیقت دا دی چې باید له پامه وغورځول شي او هیڅ پاملرنه ورته ونه شي، حتی که هیڅ شی یې د شریعت سره په ټکر کې نه وي، دا خو لا پریږده چې ډیری داسې څه پکې دي چې بطلان یې په ګوته کوي او د الله په رسول صلی الله علیه وسلم د دروغو تړل شوی وصیت دی او داسې یو قانون پکې دی چې الله جل جلاله یې اجازه نه ده ورکړې؟
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ قَالَ عَلَيَّ مَا لَمْ أَقُلْ؛ فَلْيَتَـبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ».
ژباړه: «چا چې پر ما داسې یو څه وویل چې ما نه وي ویلي؛ نو په دوزخ کې دې خپل ځای وټاکي». او په دروغو د دې وصیت جوړونکي په رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څه ویلي چې هغه نه دي ویلي، او په ښکاره توګه جدي دروغ یې پرې ویلي، نو که په بیړه توبه ونه باسي او خلک بېرته د دې وصیت له دروغولۍ خبر نه کړي چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ویلي دي، نو شک نشته چې په لویه پيمانه د دې خطرناک ګواښ مستحق او حقدار شي! ځکه څوک چې په خلکو کې دروغ خپروي او دین ته یې نسبت ورکوي؛ د هغه توبه تر هغه وخته پورې نه قبلیږي چې هغه دروغ ښکاره نه کړي او خلکو ته یې په ډاګه نه کړي، ترڅو خلک پوه شي چې دروغ دي او بېرته ترې وګرځي، او دا دروغجن خپله دروغولي اعلان کړي، الله تعالی فرمایلي دي:
﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكۡتُمُونَ مَآ أَنزَلۡنَا مِنَ ٱلۡبَيِّنَٰتِ وَٱلۡهُدَىٰ مِنۢ بَعۡدِ مَا بَيَّنَّٰهُ لِلنَّاسِ فِي ٱلۡكِتَٰبِ أُوْلَٰٓئِكَ يَلۡعَنُهُمُ ٱللَّهُ وَيَلۡعَنُهُمُ ٱللَّٰعِنُونَ159 إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُواْ وَأَصۡلَحُواْ وَبَيَّنُواْ فَأُوْلَٰٓئِكَ أَتُوبُ عَلَيۡهِمۡ وَأَنَا ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ160﴾
ژباړه: (بېشکه كوم کسان چې زموږ نازلې کړل شوې روښانه لارښوونې او هدايات پټوي پس له هغه چې موږ هغه خلکو (بني اسرائیلو) ته په کتاب (تورات) کې روښانه کړل، دا هغه کسان دي چې الله پرې لعنت وايي او لعنت ویونکي (ملايکې، انسانان، پېریان او نور مخلوقات) هم پرې لعنت وايي.
مګرهغه کسان چې توبه یې وویستله (له شرکه او پټولو د نعمت څخه) او ځانونه یې جوړ (اصلاح) کړل او (هغه څه یې چې پټول) هغه یې بیان کړل، نو دا هغه کسان دي چې زه به ورته بخښنه وکړم او زه ښه توبه قبلوونکی، همیشه رحم کوونکی یم). [البقرة سورت: ۱۵۹، ۱۶۰ ایتونه]، نو، الله تعالی په دې مبارک آیت کې په ډاګه کړې: څوک چې له حق څخه یو څه پټ کړي، توبه یې نه صحیح کیږي مګر له سمونتیا او ښکاره کولو وروسته، او الله تعالی خپلو بندګانو ته دین بشپړ کړی او خپل نعمت یې پرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لیږلو او د هغه شریعت په بشپړولو سره پوره کړی دی چې الله تعالی یې ورته وحې کړې ده او هغه وخت یې وفات کړی چې دین یې ورته بشپړ او ښکاره کړی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا...﴾
ژباړه: (...نن ورځ مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...) [المائدة سورت: ۳ ایت].
او د دې دروغجن وصیت جوړونکی په څوارلسمه پیړۍ کې راغلی، او غواړي چې خلک په یوې نوې عقیدې سره دوکه کړي، چې په پایله کې به یې هغه څوک جنت ته ځي چې د هغه پر دین عمل وکړي، او هغه څوک به په جنت حراموي او اور ته به یې ننباسي چې شریعت یې ونه مني. او غواړي چې دې وصیت ته له قرآن څخه لوی حیثیت ورکړي، ځکه په اړه یې ویلي چې: چا ولیکله او له یو هېواد څخه یې بل ته ولیږله، یا یې له یو کور څخه بل کور ته ولیږله؛ نو په جنت کې به ورته ماڼۍ جوړه شي، او چا چې ونه لیکله، یا یې ونه لیږله نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شفاعت څخه به محروم شي، دا یو له بدو دروغو څخه دی، او د دې وصیت په دروغولۍ، د دې د جوړونکي په بې شرمۍ، په دروغ ویلو یې د لوی جرئت یو له روښانه دلایلو څخه دی؛ ځکه څوک چې قرآن کریم ولیکي او له یو هیواد څخه یې بل ته، یا له یو کور څخه یې بل ته لیږدوي او په قرآن عمل ونه کړي دومره فضیلت نه شي تر لاسه کولی، نو څنګه به یې د دې تهمت لیکونکي او له یو هیواد څخه بل هیواد ته لیږدوونکي ته ترلاسه کوي؟ او چا چې قرآن نه وي لیکلی او له یو ښار څخه یې بل ته نه وي لیږدولی، بیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شفاعت څخه نه محرومیږي، پدې شرط چې پر هغه ایمان ولري او د شریعت پیروي یې وکړي. په دې وصیت کې یوازې دا یو تهمت د دې د باطلوالي او د هغې د خپرونکي د دروغو، د هغه د بې ادبۍ، حماقت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راوړل شوې لارښوونې له پوهیدو څخه د هغه د لرې والي څرګندونه کوي.
په دې وصیت کې - د هغه څه سربیره چې یادونه یې شوې - نور مسایل هم شته، چې ټول یې باطل والی او دروغ په ګوته کوي، تر دی که جوړوونکی یې په ریښتیاوالي زر قسمونه - یا ډیر - هم وکړي، او یا ځان ته په لوی عذاب او سختې ربړونې سره خېرا هم وکړي چې دی ریښتینی دی، بیا به هم ریښتینی نه وي، او وصیت به یې سم نه وي، بلکې قسم په الله او بیا هم قسم په الله چې تر ټولو لوی او بدتر دروغجن دی او موږ پدې سره الله او حاضرې ملایکې ګواهان ګرځوو. او هر هغه مسلمان ګواه ګرځوو چې دا لیکنه لولي - او داسې ګواهي ورکوو چې د الله جل جلاله سره به پرې د قیامت په ورځ مخ کیږو چې: دا وصیت دروغ او په رسول الله صلی الله علیه وسلم تهمت دی، الله دې هغه څوک ذلیل کړي چې دا یې په دروغ جوړ کړی، او په هغه څه دې ورسره معامله وکړي چې مستحق یې وي.
او پرته له مخکنیو دلایلو نور ډیری دلایل شته چې باطلوالی یې په ګوته کوي لکه:
لومړی یې دا وینا چې: (له یوې جمعې څخه تر بلې پورې یو لک او شپېته زره خلک نامسلمانه مړه شوي)؛ ځکه دا وینا له غیبو څخه ده، حال دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته له هغه نه وحې قطع شوې ده او هغه په ژوند کې هم په غیبو نه پوهېده نو له مړیني وروسته به پرې څنګه پوه شي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
﴿قُل لَّآ أَقُولُ لَكُمۡ عِندِي خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ...﴾
ژباړه: (ووايه زه تاسي ته دا نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي او نه زه د غيبو علم لرم...) [الأنعام سورت: ۵۰ آیت]، او د الله تعالی دغه قول:
﴿قُل لَّا يَعۡلَمُ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلۡغَيۡبَ إِلَّا ٱللَّهُ...﴾
ژباړه: (ورته ووايه: په آسمانو او ځمكه كې هيڅوك په غيبو نه پوهيږي مګر الله...) [النمل سورت: ۶۵ ایت]، او په صحيح حدیث کې له رسول الله ﷺ څخه روایت دی چې فرمایي:
«يُذَادُ رِجَالٌ عَنْ حَوْضِي يَوْمَ القِيَامَةِ، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ! أَصْحَابِي أَصْحَابِي، فَيُقَالُ لِي: إِنَّكَ لَا تَدْرِي مَا أَحْدَثُوا بَعْدَكَ، فَأَقُولُ كَمَا قَالَ العَبْدُ الصَّالِحُ: ﴿وَكُنتُ عَلَيۡهِمۡ شَهِيدٗا مَّا دُمۡتُ فِيهِمۡۖ فَلَمَّا تَوَفَّيۡتَنِي كُنتَ أَنتَ ٱلرَّقِيبَ عَلَيۡهِمۡۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ﴾ [المائدة: 117]».
ژباړه: «د قیامت په ورځ به ځیني خلک زما له حوض څخه منع کړی شي، نو زه به ووایم: ای ربه! زما ملګري، زما ملګري. نو ماته به وویل شي: ته نه پوهېږې چې دوی له تا وروسته څه بدعتونه رامینځته کړي دي. نو زه به هغه ووایم لکه صالح بنده چې ویلي وو: (او زه په دوى باندې ګواه وم تر څو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته پر دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې).
دویم: له هغو دلایلو چې د دې وصیت پر بطلان دلالت کوي، او دا چې دروغ دی، د هغه دا خبره ده چې وایي: (چا چې دا ولیکله او غریب و، نو الله تعالی به یې شتمن کړي، یا پوروړی و، الله تعالی به یې پور ادا کړي، یا یې ګناه کړي وي، الله تعالی به هغه او د هغه مور او پلار ته د دې وصیت له برکته مغفرت وکړي) تر پایه. دا یو له سترو دروغو او د دې د جوړونکي په دروغوالي ښکاره دلیل او د الله تعالی د بندګانو په مخ کې د هغه د بې شرمۍ څرګند ثبوت دی، ځکه چې دا درې شیان یوازې د قرآن کریم په لیکلو سره هم نه تر لاسه کیږي، نو هغه څوک به یې څنګه تر لاسه کړي چې دا دروغجن وصیت یې لیکلی وي! دا خبیث یوازې غواړي خلک مغشوش کړي او پدې وصیت سره یې وتړي؛ تر څو یې ولیکي او په دې ادعا شوي فضیلت ټینګ پاتې شي، او هغه اسباب پریږدي چې الله پاک خپلو بندګانو ته ټاکلي او د شتمنۍ، پورونو ادا کولو او ګناهونو بخښلو لپاره یې وسیله ګرځولې ده. نو موږ د ذلت او د خواهشاتو د اطاعت کولو له اسبابو او شیطان څخه په الله پناه غواړو.
دریم څیز چې د دې وصیت د باطوالي ښودنه کوي د هغه دا وینا ده چې: (او چا چې د الله له بندګانو څخه و نه لیکه؛ نو په دنیا او اخرت کې به یې مخ تور وي). دا هم یو له تر ټولو بد دروغ دي او د دې وصیت د بطلان او د هغه د جوړونکي د دروغو یو له څرګندو ثبوتونو څخه دی. څنګه د یو هوښیار انسان په ذهن کې دا جواز لرلی شي چې دا وصیت ولیکي، کوم چې په څوارلسمه پیړۍ کې د یو نامعلوم سړي لخوا راوړل شوی او د الله په رسول -صلی الله علیه وسلم- یې جعلي جوړ کړی، او وایي چې چا ونه لیکه نو په دنیا او آخرت کې به یې مخ تور وي، او چا چې ولیکه له غریبۍ نه وروسته به شتمن شي، او له هغو پورونو نه به خلاص شي پرې اوښتي وو، او کوم ګناهونه یې چې کړي ورته به وبښل شي!
پاکې ده تا لره ای الله، یقینا چې دا لوی بهتان دی!! او شواهد او واقعیت د دې تور پورې کوونکي په دروغو او د الله تعالی پر وړاندې یې په جرأت کولو او له الله څخه په حیا نه کولو شاهدي ورکوي، ځکه ډیری خلک دي چې دا وصیت یې نه دی لیکلی خو مخونه یې تور نه شول، او دا دی ډیر خلک شته چې یوازې الله تعالی ته یې شمېر معلوم دی چې په ډیرو ځلو یې دا وصیت لیکلی، نو قرض یې ادا نه شو، او لا غریب پاتې دي، نو د زړونو له اوښتو او زنګ وهلو څخه په الله پنا غواړو. نو دا صفتونه او سزاګانې په شریعت کې د هغه چا لپاره نه دي بیان شوي چې غوره او لوی کتاب؛ قرآن کریم یې لیکلی، نو هغه څوک به یې څنګه ترلاسه کړي چې یو داسې دروغجن وصیت یې لیکلی چې ډول ډول باطل او کفري جملې پکې کارول شوي وي، پاکې ده الله لره!! الله جل جلاله څومره حلیم ذات دی چې د داسې یو زړور دروغجن پر وړاندې صبر کوي.
څلورمه چاره: چې د دې دروغجن وصیت ښکارندوي کوي او د باطلو باطل او ښکاره دروغ یې ثابتوي د هغه دا وینا ده ( او څوک چې پرې باور وکړي له عذاب څخه نجات مومي او چا چې دروغ وګڼله کافر شو). دا هم په دروغ ویلو کې لوی جرأت او تر ټولو ناوړه باطل دی، چې دا دروغجن ټولو خلکو ته بلنه ورکوي تر څو یې په دروغو باور وکړي، او دعوا کوي چې په دې سره خلک له اور څخه نجات مومي او دا چې چا دروغ وګاڼه کافر شو. قسم په الله چې دې دروغجن انسان په الله ډیر لوی دروغ وویل، او قسم په الله چې ناحقه خبره یې کړې ده، ځکه چا چې تصدیق کړ هغه د دې وړ دی چې کافر شي؛ نه هغه څوک چې دروغ یې ګڼلی، ځکه چې تور، باطل او داسې دروغ دي چې هیڅ اساس نه لري، او موږ الله شاهد ګرځوو چې دروغ دي، او دا چې ویونکی یې دروغجن دی، غواړي چې خلکو ته داسې یو دین وښایی چې الله تعالی یې اجازه نه ده کړې، او په دین کې یې داسې یو څه ورګډ کړي چې له هغه څخه نه وي، حال دا چې الله تعالی دې امت ته لدې نه څوارلس پیړۍ وړاندې خپل دین پوره او بشپړ کړی، نو، لوستونکو وروڼو، خبردار اوسئ، او په داسې درواغجنو خبرو باور مه کوئ او په خپلو منځونو کې یې مه خپروئ، ځکه حق داسې یوه رڼا لري چې لټونکی یې په پېدا کولو کې نه غلطیږي، نو حق په خپلو شواهدو سره ولټوئ او له علماوو څخه د هغه څه په اړه پوښتنه وکړئ چې تاسو ته ناڅرګند وي او د درواغجنو په قسمونو ونه غولیږئ، ځکه چې لعنتي ابلیس ستاسو مور او پلار؛ آدم او حوا ته قسم خوړلی و چې هغه د دوی یو له مخلصو نصیحت کوونکو څخه دی، حال دا چې هغه تر ټولو لوی غدار او تر ټولو لوی دروغجن دی، لکه چې الله تعالی د هغه په اړه فرمایلي:
﴿وَقَاسَمَهُمَآ إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ ٱلنَّٰصِحِينَ21﴾
ژباړه: (او قسم يې وخوړ چې زه مو خير غوښتونكى يم). [الأعراف سورت: ۲۱ ايت]. نو له هغه سره محتاط اوسئ او له درواغجنو پلویانو یې ډډه وکړئ؛ ځکه چې هغه او دوی په دروغو زیات قسمونه خوري، ژمنې ماتوي، خلکو ته پستې خبرې کوي تر څو یې ګمراه کړي! او هغه څه چې دې دروغجن انسان یې د منکراتو د راڅرګندیدو په اړه یادونه کړې یو حقیقت دی چې قرآن کریم او پاکیزه سنت یې په اړه ټینګ خبرداری ورکړی، او په دوی دواړو کې لارښوونه او کفایت دی.
او د قیامت د نښانو په اړه یې چې کومه وینا کړې ده نو په نبوي احادیثو کې یې په اړه یادونه شوې او قرآن کریم هم ځینو هغو ته اشاره کړې ده، نو که څوک غواړي په اړه یې پوه شي، نو د سنت په کتابونو، د علم او ایمان د خاوندانو په تالیفاتو کې دې په اړه پلټنه وکړي، او خلک د داسې درواغو او غولوونکو ویناوو بیانولو ته اړتیا نه لري چې د خلکو د دوکه کولو لپاره پکې حق له باطل سره ګډ شوی وي. الله تعالی دې ما، تاسو او ټول مسلمانان د شیطانانو له شر، د ګمراهانو له وسوسو، د ګمراهانو له انحراف او د الله تعالی د دروغجنو دښمنانو له دوکې څخه وساتي؛ هغه کسان چې غواړي د الله رڼا په خپلو خولو سره مړه کړي او خلک د خپل دین په اړه مغشوش کړي، حال دا چې الله تعالی خپلې رڼا لره بشپړوونکی او د خپل دین ملاتړ کوونکی دی، حتی که د الله دښمنان چې شیطانان، او له کافرانو او ملحدانو څخه یې پیروان له دې څخه کرکه ولري. او موږ له الله تعالی څخه سوال کوو چې د مسلمانانو حالات سم کړي، او پر دوی له حق څخه د پیروۍ او پرې ثابت پاتې کېدلو لورینه وکړي او له ټولو ګناهونو څخه الله -جل جلاله- ته د توبې وېستلو توان ورکړي، بېشکه چې هغه ذات توبه قبلوونکی، مهربان او پر هرڅه ځواکمن دی. او زموږ لپاره الله تعالی کافي دی، او نشته له ګناه څخه ګرځېدل او نه ځواک مګر د الله په توفيق.
والحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم على عبده ورسوله الصادق الأمين، وعلى آله وأصحابه وأتباعه بإحسان إلى يوم الدين.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
نهم پېغام:
د جادو، کوډګرۍ او هغه څه حکم چې تړاو ورسره لري18
الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، أما بعد:
په دې وروستیو کې د کوډګرو زیاتوالي ته په لیدو چې د طب پوهنې دعوا لري او د جادو او یا کوډو له لارې درملنه کوي، په ځینو هیوادونو کې د دوی خپرېدل او د خلکو د ناپوهۍ څخه ګټې اخېستو ته په لیدو، ما وپتېله چې د الله تعالی د رضا لپاره، د هغه بندګانو ته دا موضوع روښانه کړم، او هغه څه چې د اسلام او مسلمانانو لپاره ستر ګواښ دی څرګند کړم؛ ځکه چې په دې کې له الله تعالی پرته له بل څه سره تعلق پیدا کول، او د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د امر خلاف عمل کول دي.
نو د الله تعالی په مرسته پیل کوم او وایم چې: درملنه جواز لري، او مسلمان کولی شي د داخله، جراحۍ، او عصبي یا ورته ناروغیو لپاره ډاکټر ته ورشي؛ ترڅو یې ناروغي تشخیص شي او د شریعت مطابق یې په مجاز درملو سره درملنه وشي، البته پر هغه څه سره چې د طب په علم کې پیژندل شوي دي؛ ځکه چې دا د عادي اسبابو کارول دي او په الله تعالی د توکل سره مخالفت نه لري، الله تعالی چې ناروغي رالېږلې، نو درمل یې ورسره رالیږلي دي، څوک چې پرې پوهېږي هغه پوهېږي او څوک چې پرې نه پوهېږي هغه نه پوهېږي، خو الله تعالی خپلو بندګانو ته په حرامو کې شفا نه ده اېښودلې.
نو ناروغ ته روا نه دي هغو کوډګرو ته ورشي چې په غیبو د پوهیدو دعوا لري ترڅو ترې د خپلې ناروغۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي، همدارنګه جواز نلري په هغه څه باور وکړي چې دوی یې ورته وایي، ځکه هغوی له غیبو خبرې کوي، او یا پېریان رابلي او له هغوی څخه د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره مرسته غواړي، نو پر غیبو د پوهېدلو په ادعا سره دوی کافر او ګمراهان دي.
مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی چې نبي کریم -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي:
«مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ، لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ يَوْمًا».
ژباړه: «څوک چې کاهن -غیب ویونکي- ته لاړ شي او له هغه څخه د څه شي پوښتنه وکړي نو څلویښت ورځې یې لمونځ نه قبلیږي».
او له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مَنْ أَتَى كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ، فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ ﷺ».
ژباړه: «څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي» دا حدیث ابو داود نقل کړی او د څلورو سننو خاوندانو هم روایت کړی دی، او حاکم په صحیح روایت سره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه په دې الفاظو رانقل کړی دی:
«مَنْ أَتَى عَرَّافًا أَوْ كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ، فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ ﷺ».
ژباړه: «څوک چې فال بین یا کاهن ته ورشي او په هغه څه کې يې ریښتینی وګڼي چې هغه يې وايي، نو پر هغه څه يې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي».
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَطَيَّرَ أَوْ تُطُيِّرَ لَهُ، أَوْ تَكَهَّنَ أَوْ تُكُهِّنَ لَهُ، أَوْ سَحَرَ أَوْ سُحِرَ لَهُ، وَمَنْ أَتَى كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ، فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ ﷺ».
ژباړه: «هغه څوک زمونږ څخه ندی چې بد پالي نیسي او یا ورته بد پالي کیږي، یا کهانت کوي او یا ورته کهانت کیږي، یا کوډې کوي او یا ورته کوډې کیږي، او څوک چې غیب ویونکي ته راشي او په هغه څه کې يې تصدیق وکړي چې هغه يې وايي، نو پر هغه څه يې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوي دي». بزار په جید سند سره روایت کړی دی.
نو په دې مبارکو حدیثونو کې: غیب ویونکو، کوډګرانو، جادوګرو او ورته نورو کسانو ته له ورتللو، له هغوی څخه سوال کولو او د هغوی له تصدیقولو څخه منع راغلې او په اړه یې ورته په عذاب سره ګواښ شوی دی.
دا جواز نلري چې په ځینو چارو کې د دوی په ریښتیا ویلو او یا د ګڼ شمېر خلکو په ورتګ سره څوک دوکه شي؛ ځکه دوی ناپوهان دي او پر هغوی غولېدل روا نه دي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته له ورتګ، له هغوی څخه د پوښتنې کولو او د هغوی د خبرو له تصدیق کولو څخه منع کړې ده؛ ځکه چې په دې کې لوی منکر، ستر خطر او ناوړه پایلې پرتې دي، او ځکه چې دوی درواغجن او فاجران دي.
همدارنګه په دې حدیثونو کې د کاهن او جادوګر د کفر دلیل شتون لري، ځکه چې دوی دواړه پر غیبو د پوهېدو ادعا لري او دا کفر دی، او ځکه چې دوی یوازې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د پېریانو خدمت او عبادت کوي پرته له الله تعالی څخه، او دا په الله تعالی کفر او ورسره شرک کولو ته لاره هواروي، نو څوک چې د دوی پر غیبو د پوهېدو په ادعا کې هغوی ريښتني وګڼي، هغوی به هم د دوی په څېر وي، او څوک چې دا ډول کارونه له هغو کسانو څخه زده کړي چې دا کارونه کوي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هغوی څخه بېزاري اعلان کړې ده.
او د مسلمان لپاره روا ندي پر هغه څه درملنې ته غاړه کېږدي چې دوی یې درملنه ګڼي، لکه په پخوانیو لیکنو کې طلسمي خطونه، یا ویلی شوي مرده کي (لیډ) او داسې نور مزخرفات چې دوی پرې پوهیږي، ځکه دا کوډې او د خلکو دوکه کول دي، او څوک چې پرې راضي شول نو یقینا چې په باطل او کفر کې یې ورسره مرسته وکړه.
همدارنګه هېڅ مسلمان ته روا ندي له دوی وپوښتې چې په راتلونکې کې به خپل زوی ته څوک کوي یا دا چې د بل خپلوان په اړه ترې پوښتنه وکړي، یا د هغه څه په اړه ترې وپوښتې چې د ښځې او خاوند او یا یې د کورنیو تر منځه د محبت او وفادارۍ یا دښمنۍ او جلا کېدو او داسې نورې خبرې دي. ځکه چې دا غیبي چارې دي چې یوازې الله تعالی پرې پوهیږي.
نو حاکمانو، محتسبینو او نورو ټولو هغه کسانو باندې چې ځواک او واکمني لري فرض ده چې د کاهنانو او فال ويونکو او دې ته ورته نورو کسانو له تګ څخه خلک منع کړي او د هغو کسانو مخه ونيسي چې په بازارونو او نورو ځایونو کې په دې کار کې لاس لري، او د هغوی دا کار په کلکه وغندي او همدارنګه هغه کسان دې منع کړي چې دې ډول خلکو ته ورځي.
او جادو هم همداسې دی: یقینا چې له کفري محرماتو څخه دی؛ لکه څرنګه چې الله جل جلاله د دوو ملاېکو په اړه فرمایلي:
﴿...وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنۡهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَزَوۡجِهِۦۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنۡ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡۚ وَلَقَدۡ عَلِمُواْ لَمَنِ ٱشۡتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنۡ خَلَٰقٖۚ وَلَبِئۡسَ مَا شَرَوۡاْ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمۡۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ﴾
ژباړه: (..او ښودنه به نه کوله دوی هیچا ته تر هغه پورې چې وبه ویل دواړو بیشکه هم دا خبره ده چې موږ آزموینه (ازمیښت) یو نو مه کافر کیږه (په زده کولو د سحر) نو زده کاوه به هغوی له دوی دواړو نه هغه شی چې بیلتون به يې کاوه په هغه سره په منځ د میړه (خاوند) او ښځی د هغه کې، او نه وو دوی ضرر رسوونکي په دغه سحر سره هیچا ته مګر په اذن (حکم) د الله سره، او زده کوي دوی هغه څه چې ضرر رسوي دوی ته او نفع نه رسوي دوی ته، او هرومرو (خامخا) په تحقیق پوهیدل دوی چې خامخا هغه څوک چې پيری (اخلي) (زده کوي به اعتقاد د جواز) سحر نشته ده لره په آخرت کې هیڅ برخه (د نیکی)، او هرومرو (خامخا) ډیر بد دې هغه شی چې پلورلې (اخستی) دی دوی په هغه شي سره (حصه د) ځانو خپلو که چېرې وي دوی چي پوهیدلی (په بد انجام د سحر نو نه به يې زده کاوه). [البقرة سورت: ۱۰۲ آیت].
نو دا مبارک آیت پدې دلالت کوي چې سحر کفر دی، او دا چې جادوګران د ښځې او خاوند تر منځ جلاوالی راولي، همدا رنګه پدې دلیل دی چې جادو په خپله د ګټې یا تاوان رسولو اغېز نه لري، بلکې د الله جل جلاله په کوني قدري ارادي سره اغېز کوي؛ ځکه چې الله جل جلاله هغه ذات دی چې خېر او شر یې پيدا کړی دی.
همدارنګه دغه مبارک ایت په دې هم دلالت کوي چې هغه څوک چې جادو زده کوي يوازې هغه څه زده کوي چې ورته ضرر رسوي او ګټه نه لري او دا چې د الله په نزد د دوی برخه نشته، یعني: (قسمت او نصیب)، او دا د جادوګرو لپاره يو ستر ګواښ دی چې په دنیا او اخرت کې به هغوی تاوانیان وي، او دا چې دوی خپل ځانونه په ټیټه بیه وپلورل، او له همدې امله الله تعالی په دې وینا سره دوی ملامت کړل:
﴿...وَلَبِئۡسَ مَا شَرَوۡاْ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمۡۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ﴾
ژباړه: (... ډېره بده ده چې په خورا ناڅیز شي يې خپل ځانونه وپلورل که چېرې دوی پوهېدلي وای). [البقرة: ۱۰۲]، او الشراء دلته د پلورلو معنا لري.
او یقینا چې د دې مشرکانو زیان لوی او حالات یې ګواښوونکي دي؛ (دوی هغه خلک دي) چې دا زده کړې ورته له مشرکانو په میراث پاتې شوي او د کمزوري عقلونو خاوندان پرې دوکه کوي؛ إنا لله وإنا إليه راجعون، حسبنا الله ونعم الوكيل، الله تعالی زموږ لپاره د دوی د شر په وړاندې کافي او غوره ضامن دی.
موږ له الله -جل جلاله- څخه د جادوګرانو، فالبینانو او نورو ټولو کوډګرانو له شر څخه د عافیت او سلامتیا غوښتنه کوو، او همدارنګه موږ له هغه – سبحانه و تعالی- څخه سوال کوو چې مسلمانان د دوی له شر څخه وساتي، او مسلمانو واکمنانو ته توفیق ورکړي چې له دوی څخه باخبره شي او د الله حکم پرې پلي کړي، ترڅو بندګان د دوی له ضرر او بد عمل څخه خوندي پاتې شي؛ یقینا چې هغه سخي او کریم ذات دی.
الله -جل جلاله- خپلو بندګانو ته داسې څه روا کړي چې د جادو له اغېزمنېدو وړاندې پرې خپل ځانونه خوندي وساتي او الله پاک هغوی ته دا - هم - واضحه کړې ده چې د جادو له کېدو وروسته پرې خپله درملنه وکړي، دا د هغه له خوا پر دوی مهرباني او احسان دی او پر دوی د هغه د نعمت بشپړول دي.
لاندې د هغو شیانو په اړه وضاحت دی چې د جادو له اغېزې څخه مخکې پرې ځان له خطر څخه ژغورل کېږي او هغه شرعي مباح څیزونه چې د جادو له اغېزې وروسته پرې درملنه کېږي:
لومړی: هغه څه چې د جادو له ګواښ څخه مخکې پرې ژغورل کیږي، چې تر ټولو اړین او ګټور یې د هر فرضي لمانځه پسې له سلام ګرځولو وروسته مشروع اذکار، دعاګانې او مسنون دمونه لکه: آیة الکرسي لوستل، چې په قرآن کریم کې ستر آیت دی، آیت الکرسي د الله تعالی دا قول دی:
﴿ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡحَيُّ ٱلۡقَيُّومُۚ لَا تَأۡخُذُهُۥ سِنَةٞ وَلَا نَوۡمٞۚ لَّهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ مَن ذَا ٱلَّذِي يَشۡفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذۡنِهِۦۚ يَعۡلَمُ مَا بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيۡءٖ مِّنۡ عِلۡمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَۚ وَسِعَ كُرۡسِيُّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَۖ وَلَا يَـُٔودُهُۥ حِفۡظُهُمَاۚ وَهُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡعَظِيمُ255﴾
ژباړه: (الله هماغه دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوك وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هيڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې پر اسمانو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو (ځمكى او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى. [البقرة سورت: ایت ۲۵۵]، او همدارنګه یې د ویده کېدو پر مهال لوستل؛ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح حدیث کې روایت دی چې هغه فرمایلي:
«مَنْ قَرَأَ آيَةَ الْكُرْسِيِّ فِي لَيْلَةٍ، لَمْ يَزَلْ عَلَيْهِ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلَا يَقْرَبُهُ شَيْطَانٌ حَتَّى يُصْبِحَ».
ژباړه: (څوک چې د شپې لخوا ایت الکرسي تلاوت کړي، د الله تعالی له طرفه به د هغه لپاره ساتونکی وي او تر سهاره پورې به هېڅ شیطان ورته نه نږدې کېږي).
او د هغې له جملې څخه د لاندې سورتونو تلاوت کول دي:
﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ1﴾
(ووايه هغه الله يو دی
﴿قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلۡفَلَقِ1﴾
(ووايه د سباوون پر رب پناه غواړم)
﴿قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ1﴾
(ووايه د (ټولو) خلکو پر پالونکي پناه غواړم) [الناس: ۱]، د هر فرض لمانځه پسې، او دا درې سورتونه د هرې ورځې په پېل کې د سهار د لمانځه پسې او د هرې شپې په پېل کې د ماښام د لمانځه پسې.
همدا رنګه د شپې په پېل کې د البقره سورت دوه وروستي آیتونه، چې د الله تعالی دا قول دی:
﴿ءَامَنَ ٱلرَّسُولُ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡهِ مِن رَّبِّهِۦ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَۚ كُلٌّ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ لَا نُفَرِّقُ بَيۡنَ أَحَدٖ مِّن رُّسُلِهِۦۚ وَقَالُواْ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَاۖ غُفۡرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيۡكَ ٱلۡمَصِيرُ285﴾
ژباړه: (پېغمبر صلی الله علیه وسلم (پر هغه هدايت) ايمان راوړی دي چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوی دى او څوك چې د دې پېغمبر منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه ملايکې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي او د هغو وينا دا ده چې: موږ د الله د پېغمبرانو ترمنځ توپير نه كوو، موږ حكم واورېده او اطاعت مو ومانه ای الله! موږ ستا څخه د ګناه بخښنې غوښتنونكي يو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى). د سورت تر پایه.
دلیل یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه صحیح حدیث دی چې هغه فرمایلي:
«مَنْ قَرَأَ الآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ البَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ».
ژباړه: «څوک چې د بقرې سورت اخري دوه آیتونه د شپې لخوا تلاوت کړي، د هغه لپاره به کافي وي»، او معنا یې داده بیا هم الله ښه پوهېږي: د هر ډول شر له مخنیوي څخه به ورته بسنه وکړي، او د هغې له جملې څخه د شپې او ورځې لخوا او کله چې په کور، ودانۍ، دښته، فضا، سمندر کې مېشت کېږي، الله -تعالی- باندې - د هغه - په بشپړو کلمو سره پناه یوسي، د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ددې خبرې پر بنیاد چې فرمایي:
«مَن نَزَلَ مَنْزِلًا فَقالَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِن شَرِّ ما خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيءٌ حتَّى يَرْتَحِلَ مِن مَنْزِلِهِ ذَلِكَ».
ژباړه: «څوک چې په یو کور (يو ځای) کې استوګن شي او ووایي: (أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق) یعنې: زه د الله په بشپړو کلمو سره د هر هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي، نو هیڅ شی به هغه ته ضرر ونه رسوي ترڅو چې له دغه کور څخه کډه نه شي».
او د هغې له جملې څخه دا دی چې یو مسلمان د ورځې او شپې په پیل کې درې ځلې ووايي:
«بِسْمِ اللهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيءٌ فِي الأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ العَلِيمُ».
ژباړه: (د هغه الله په نوم چې ضرر نشي رسولی د هغه له نوم سره هیڅ یو شی پر ځمکه او نه په آسمان کې او هغه اورېدونکی او ښه پوه دی).
دې کار ته د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د هڅونې له امله او دا چې دا عمل له هر ډول شر څخه د خوندیتوب سبب دی.
دویم: هغه څه چې د جادو له اغېزې وروسته پرې د جادو درملنه کیږي، او دا کار په لاندې طریقو سره کیږي:
لومړۍ یې: الله تعالی ته زیاته زاري کول، او له هغه سوال کول چې دا ضرر ترې لرې کړي او ناروغي یې ښه کړي.
دویمه یې: د جادو د ځای په موندلو کې زیار ویستل دي؛ هغه که په زمکه کې وي، یا غره او یا بل ځای کې؛ نو کله چې سحر وپېژندل شي، راوویستل شي او له منځه یوړل شي، سحر باطلیږي، او دا تر ټولو ګټور علاج دی.
دریم یې: په شرعي دم او دعاګانو دمول چې دا اذکار زیات دي لکه:
هغه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې فرمايي:
«اللَّهُمَّ رَبَّ النَّاسِ، أَذْهِبِ الْبَأْسَ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا».
ژباړه: (اې د خلکو ربه، دردونه لرې کړه او شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا چې ناروغي نه پریږدي). درې ځلې یې وایي.
او د دمونو له جملې څخه یو دا دی کوم چې جبرائیل علیه السلام پرې پیغمبر صلی الله علیه وسلم دم کړی و، چې د هغه دا وینا ده:
«بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، وَمِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللَّهُ يَشْفِيكَ، بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ».
ژباړه: (د الله په نوم، زه تا دموم، د هر هغه څه څخه چې تا ته زیان رسوي، او د هر نفس د شر او یا د کینه کوونکي د سترګو له شر څخه، الله دې تا ته شفا درکړي، د الله په نوم زه تا دموم). دا به درې ځلې تکراروي.
او له دې - د هغه چا لپاره ګټور علاج چې له خپلې مېرمنې سره له کوروالی بند شوی وي - چې: د بېرې اووه شنې پاڼې واخلي، په تېږه او یا بل څه یې وټکوي، بیا یې په یو لوښي کې واچوي او د پاسه پرې دومره اوبه ورتوی کړي چې د غسل لپاره بسنه وکړي او دا پرې ولولي:
آیت الکرسي، او
﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ1﴾
(ووايه! اې کافرانو) [الكافرون: ۱ ایت]، او
﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ1﴾
(ووايه هغه الله يو دی). "[الإخلاص سورت: ۱ایت]، او"
﴿قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلۡفَلَقِ1﴾
(ووايه د سباوون پر رب پناه غواړم). [الفلق: ۱]، او
﴿قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ1﴾
(ووايه د (ټولو) خلکو پر پالونکي پناه غواړم).
[الناس: ۱].
او د سحر آيتونه چې په سورت الاعراف کې دي، چې هغه د الله –سبحانه و تعالی- دغه وینا ده:
﴿وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَلۡقِ عَصَاكَۖ فَإِذَا هِيَ تَلۡقَفُ مَا يَأۡفِكُونَ117 فَوَقَعَ ٱلۡحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ118 فَغُلِبُواْ هُنَالِكَ وَٱنقَلَبُواْ صَٰغِرِينَ119﴾
ژباړه: (او موسى ته مو حكم وكړ چې لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ناڅاپه يې د هغوى د دروغو جوړ كړي شيان ښوى تېرول.
نو (په دې توګه) حق ثابت شو او څه چې هغو كول (چور) باطل شول.
نو هماغلته مغلوب شول او سپك وګرځېدل). [الأعراف سورت: ۱۱۷-۱۱۹ آیتونه].
او هغه آیتونه چې په یونس سورت کې دي او هغه د الله – سبحانه و تعالی- دغه وینا ده:
﴿وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ ٱئۡتُونِي بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٖ79 فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلۡقُواْ مَآ أَنتُم مُّلۡقُونَ80 فَلَمَّآ أَلۡقَوۡاْ قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئۡتُم بِهِ ٱلسِّحۡرُۖ إِنَّ ٱللَّهَ سَيُبۡطِلُهُۥٓ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُصۡلِحُ عَمَلَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ81 وَيُحِقُّ ٱللَّهُ ٱلۡحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُجۡرِمُونَ82﴾
ژباړه: (او فرعون وويل چې هر ماهر كوډګر ماته راولئ.
كله چې كوډګران راغلل نو موسى (علیه السلام) هغوی ته وويل: تاسي چې د كومو شيانو غورځونكي ياست هغه وغورځوى.
بيا كله چې هغوى وغورځول، موسى (علیه السلام) وويل: تاسو چې څه راوړل هغه كوډې دي يقيناً الله به يې زر باطل كړي، بې شكه الله د مفسدانو كار نه سموي.
او الله په خپلو فرمانونو سره حق رښتيا كوي، كه څه هم مجرمان ناخوښه اوسي). [يونس سورت: ایت ۷۹-۸۲]،
او هغه آیتونه چې په طه سورت کې دي:
﴿قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلۡقِيَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنۡ أَلۡقَىٰ65 قَالَ بَلۡ أَلۡقُواْۖ فَإِذَا حِبَالُهُمۡ وَعِصِيُّهُمۡ يُخَيَّلُ إِلَيۡهِ مِن سِحۡرِهِمۡ أَنَّهَا تَسۡعَىٰ66 فَأَوۡجَسَ فِي نَفۡسِهِۦ خِيفَةٗ مُّوسَىٰ67 قُلۡنَا لَا تَخَفۡ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡأَعۡلَىٰ68 وَأَلۡقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلۡقَفۡ مَا صَنَعُوٓاْۖ إِنَّمَا صَنَعُواْ كَيۡدُ سَٰحِرٖۖ وَلَا يُفۡلِحُ ٱلسَّاحِرُ حَيۡثُ أَتَىٰ69﴾
ژباړه: (هغوى (کوډګرانو) وويل: ای موسىٰ يا به يې ته غورځوې، يا به موږ ړومبي غورځونكي شو؟
(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: نه تاسي يې وغورځوئ، نو يو دم يې رسۍ ګانې او كونټۍ په كوډو سره موسىٰ (علیه السلام) ته ځغلېدونكې وبرېښېدلې.
نو موسىٰ (علیه السلام) په خپل زړه كې وېره ومونده.
موږ وويل: مه وېرېږه، همدا ته برلاسى يې.
او څه دې چې په لاس كې دي هغه وغورځوه، دوى چې څه جوړ كړي هغه به له ستوني تېروي، دا څه يې چې جوړ كړي، د كوډګر ټګي ده، او كوډګر چې هر چېرته راشي نه بريالى كيږي). [طه سورت: ۶۵-۶۹ آیتونه].
او هغه څه چې په اوبو کې تلاوت شول له لوستلو وروسته دې درې غړپه اوبه وڅښي او په پاتې نورو سره دې غسل وکړي، نو په همدې سره به ان شاء الله مرض له منځه ولاړ شي، او که دوه ځلې يا زيات استعمال ته اړتيا پيدا شي نو تر هغه وخته پورې چې ناروغي له منځه لاړه شي هيڅ حرج نشته چې دغه کار تکرار کړي.
نو دا اذکار، دمونه او طریقې د جادو او نورو بدیو له شر څخه د مخنیوي لپاره تر ټولو لوی اسباب دي، او د جادو له پیښیدو وروسته یې د لرې کولو لپاره تر ټولو لویه وسله ده، البته د هغو کسانو لپاره چې په اخلاص، ایمان، او په الله تعالی باور او په هغه تکیه ولري، او هغه څه ته سینه پراخه کړي چې دا اذکار پرې دلالت کوي.
دا هغه څه وو چې د سحر د مخنیوي او درملنې لپاره وړاندې شول، او الله توفیق ورکونکی دی.
او دلته یوه مهمه مسله راځي چې هغه پېریانو ته په قربانۍ کولو او یا نورو طریقو سره د نږدې کېدو له لارې د سحر درملنه ده، چې دا جواز نه لري؛ ځکه چې دا د شیطان عمل، بلکې د لوی شرک یو ډول دی؛ همدارنګه د کاهنانو، د غیبو دعوا لرونکو او کوډګرو څخه د پوښتنې کولو او د هغوی د خبرو په کارولو سره د دې ناروغۍ درملنه جواز نلري؛ ځکه چې هغوی ایمان نه لري، دروغجن او فاسقان دي، په غیبو د پوهیدو ادعا کوي او خلک مغشوشوي او دوکې ورکوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته له ورتګ، له هغوی څخه د پوښتنې کولو او د هغوی د تصدیق کولو څخه خبرداری ورکړی، لکه څنګه چې د دې لیکنې په پیل کې بیان شول. نو اړینه ده چې ډډه ترې وشي، او په صحیح حدیث کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې له هغه څخه د (نُشره) په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وفرمایل:
«هِيَ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ».
ژباړه: (دا د شیطان کار دی)، امام احمد او ابو داود په جید سند سره روایت کړی دی.
النشرة: له جادو شوي شخص څخه د جادو لرې کولو ته وایي. او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د خبرې مراد دا دی چې: د هغه جادو لرې کول چې د جاهلیت خلکو به کاوه، او هغه داسې وو چې: له جادوګر څخه به یې د جادو لرې کولو غوښتنه کوله، او یا د بل جادوګر څخه یې د ورته جادو لرې کولو غوښتنه کوله.
او په دم، شرعي معوذاتو او مباحو درملو سره یې درملنه باک نه لري، لکه وړاندې چې یادونه وشوه. او دغه وینا علامه ابن القیم کړې، او شیخ عبدالرحمن بن حسن – رحمهما الله- په فتح المجید کې کړې ده، او نورو علماوو هم دا خبره کړې ده.
له الله تعالی سوال کوو چې مسلمانانو ته له هرې بدۍ د ژغورل کیدو توفیق ورکړي، د دین ساتنه یې وکړي، په دین کې پوهه ورکړي، او له هر هغه څه نه یې وساتي چې د شریعت خلاف وي.
وصلى الله وسلم على عبده ورسوله محمد، وعلى آله وصحبه.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
لسم پېغام:
پر قبرونو د جوماتونو جوړولو په اړه خبرداری
بسم الله، والحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله.
أَمَّا بَعْدُ:
ما د رابطة العلوم الاسلامیة مجلې په دریمه ګڼه کې د (په میاشت کې د مسلمانانو خبرونه) برخه کې خپور شوی مطلب ولوست چې: د اردن په شاهي هېواد کې (رابطة العلوم الاسلامیة) ټولنه اراده لري د هغه غار پر ځای یو جومات ودان کړي چې پدې وروستیو کې د الرحیب په کلي کې کشف شوی، او ویل کیږي چې دا د اصحاب الکهف هغه غار دی چې په قرآن کریم کې یې یادونه شوې ده، چې هغوی پکې ویده شوي وو. پای ته ورسیده.
دا چې پر ما د الله جل جلاله او د هغه د بندګانو لپاره نصیحت واجب دی، نو ما وپتیله چې په همغه مجله کې د اردن په شاهي هاشمي هېواد کې؛ رابطة العلوم الاسلامیة ټولنې ته وینا ولرم چې عنوان یې: ټولنې ته د غار پر ځای د یاد جومات جوړولو په اړه نصیحت دی، ځکه چې د پېغمبرانو او نېکانو پر قبرونو او آثارو د جوماتونو له جوړولو ممانعت او په اړه یې په اسلامي شریعت کې خبرداری راغلی، او پر هغه چا لعنت ویل شوی چې دا کار کوي؛ ځکه چې دا کار د شرک له اسبابو او د پېغمبرانو او نېکانو خلکو په اړه افراط او له حد څخه تېرېدل دي. او حقیقت د هغه څه په صحت شاهد دی چې شریعت راوړی او پر دې دلیل دی چې د الله جل جلاله له لورې دی، او په هغه څه کې د الله جل جلاله د رسول صلی الله علیه وسلم په ریښتینولۍ څرګند ثبوت او قطعي دلیل دی چې د الله له طرفه یې راوړی او امت ته یې رسولی دی. او هر څوک چې د اسلامي نړۍ حالاتو او هغه څه ته وګوري چې - په زیارتونو د جوماتونو ودانولو، د هغوی درناوي، په فرش او ظرف سینګارولو او د هغوی لپاره د منجاورانو د نیولو له امله کوم شرک او افراطیت رامنځته شوی، نو په یقیني توګه پوهیږي چې دا ټول د شرک اسباب دي، او د اسلامي شریعت له ښېګڼو څخه د دې منع کول او د ودانولو په اړه یې خلکو ته خبرداری ورکول دي.
په دې اړه د روایتونو له جملې هغه څه هم دي چې دواړو شیخانو، بخاري او مسلم - رحمهما الله - له عایشې رضی الله عنها څخه روایت کړي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَعَنَ اللَّهُ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى، اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ، قالَتْ عَائِشَةُ: يُحَذِّرُ مَا صَنَعُوا، قالَتْ: وَلَوْلَا ذَلِكَ لَأُبْرِزَ قَبْرُهُ، غَيْرَ أَنَّهُ خُشِيَ أَنْ يُتَّخَذَ مَسْجِدًا».
ژباړه: «په یهودو او نصاراوو دې د الله تعالی لعنت وي، دوی د خپلو پېغمبرانو قبرونه جوماتونه ګرځولي»، عائشه رضي الله عنها وايي: پدې اړه یې خبرداری ورکاوه، وایي: که چېرې دا خبره نه وای، نو مسلمانانو به د نبي صلی الله عليه وسلم قبر ښکاره (لوړ کړی) و، خو له دې وېرې دا کار ونه شو چې جومات ترې جوړ نه کړای شي. او په صحیحینو کې دا هم راغلي چې ( أم سلمة او أم حبیبة رضي الله عنهما دواړو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د یوې کلیسا په اړه یادونه وکړه چې دواړو د حبشې په ځمکه کې لیدلې وه، او د هغو انځورونو یادونه یې هم وکړه چې پکې وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أُولَئِكَ إِذَا مَاتَ فِيهِمُ الرَّجُلُ الصَّالِحُ؛ بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكَ الصُّوَرَ، أُولَئِكَ شِرَارُ الْخَلْقِ عِنْدَ اللَّهِ».
ژباړه: «هغوی داسې خلک دي؛ کله چې يو نېک سړی يا نېک بنده پکې مړ شي، د هغه پر قبر جومات جوړ کړي او انځورونه پکې رسم کړي، دوی د الله په وړاندې تر ټولو بد خلک دي».
او په صحیح مسلم کې د جندب بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه له مرګ نه پنځه ورځې مخکې اوریدلي چې ویل یې:
«إِنِّي أَبْرَأُ إِلَى اللَّهِ أَنْ يَكُونَ لِي مِنْكُمْ خَلِيلٌ، فَإِنَّ اللَّهَ قَدِ اتَّخَذَنِي خَلِيلًا، كَمَا اتَّخَذَ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا، وَلَوْ كُنْتُ مُتَّخِذًا مِنْ أُمَّتِي خَلِيلًا، لَاتَّخَذْتُ أَبَا بَكْرٍ خَلِيلًا، أَلَا وَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ، أَلَا فَلَا تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ، فَإِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ».
ژباړه: «زه الله ته له دې خپله بېزاري وړاندې کوم چې له تاسو څخه دې زما کوم (ځانګړی) دوست وي، ځکه الله زه خپل دوست ګرځولی يم، لکه څنګه چې يې ابراهيم په دوستۍ نیولی، که چېرته ما له خپل امت څخه څوک په دوستۍ نيولی؛ نو ابو بکر به مې دوست نیولی و، خبردار اوسئ! څوک چې تر تاسو مخکې وو هغوی د خپلو انبياوو قبرونه جوماتونه وګرځول، خبر اوسئ له قبرونو جوماتونه مه جوړوئ، ځکه ما له دغه څخه تاسې منع کړي ياست». او په دې باب کې ډیری حدیثونه راغلي دي.
د مسلمانانو علماوو امامانو (له څلورو واړو مذهبونو او نورو) پر قبرونو د جوماتونو ودانول حرام ګڼلي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنت د عمل او امت ته د نصیحت له مخې یې په اړه خبرداری ورکړی چې د افراطي یهودانو، نصاراوو او په دې امت کې د دوی په څېر نور ګمراهان پکې ښکېل نه شي.
نو په اردن هېواد کې په رابطة العلوم الاسلامیة او نورو مسلمانانو واجب دي چې پر سنتو عمل وکړي، د علماوو پر تګلاره لاړ شي، او له هغه څه ځان وساتي چې الله تعالی او رسول یې صلی الله علیه وسلم ترې منع کړي دي؛ او په همدې کې د بندګانو اصلاح، نېکمرغي او د دنیا او آخرت کامیابي ده. او پدې اړه ځینې خلک د اصحاب الکهف په اړه د الله تعالی لخوا پر بیان شوې کیسې استدلال کوي:
﴿...قَالَ ٱلَّذِينَ غَلَبُواْ عَلَىٰٓ أَمۡرِهِمۡ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيۡهِم مَّسۡجِدٗا﴾
ژباړه: (...خو هغو كسانو چې د دوى په كار برلاسي شوي وو، وويل: خامخا به يو مسجد (عبادت ځاى) پرې جوړوو). (د الکهف سورت: ۲۱ ایت)
د دې ځواب دا دی چې وویل شي: الله پاک موږ ته د هغه وخت د مشرانو او واکمنانو په اړه خبر راکړی چې هغوی دا وینا کړې وه، او دا وینا د دوی د تایید او ورڅخه د خوښۍ په موخه نه، بلکې د ملامتیا، سپکاوي او د دوی له کړنو څخه د کرکې له امله ده، او دلیل پرې دا دی چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت نازل شوی او هغه د دې آیت په تفسیر تر ټولو زیات پوه دی، نو خپل امت یې په قبرونو د جوماتونو له ودانولو منع کړی او په اړه یې خبرداری ورکړی او د دې کار پر کوونکي یې لعنت ویلی او ملامته کړی یې دي.
او که چېرته دا کار روا وای نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به پدې اړه دومره سختي نه وه کړې، او نه به یې د دې کړنې په ترسره کوونکي لعنت ویلی و، سربیره پر دې یې ویلي چې نوموړی انسان د الله تعالی له بدترینو مخلوقاتو څخه دی، او دا د حق پلټونکي لپاره کافي او قانع کوونکې ده. او که موږ فرض کړو چې پر قبرونو جوماتونه جوړول د هغو کسانو لپاره چې زموږ څخه مخکې وو، جائز و؛ نو بیا هم موږ اجازه نه لرو چې پدې کار کې د هغوی په لاره لاړ شو؛ ځکه چې زموږ شریعت د مخکنیو شریعتونو منسوخوونکی دی، او زموږ پېغمبر علیه الصلاة والسلام وروستی پېغمبر دی او شریعت یې بشپړ او د ټولو لپاره دی، هغه موږ پر قبرونو د جوماتونو له جوړولو منع کړي یو، نو موږ ته د هغه مخالفت روا نه دی، بلکې پر موږ یې تابعداري او پر هغه څه منګولې ښخول واجب دي، او د پخوانیو شریعتونو، او د هغوی د رواجونو پرېښودل هم واجب دي چې د هغه د شریعت خلاف دي، ځکه چې زموږ له شریعت څخه کامل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو بله ښه لارښوونه نشته.
له الله تعالی سوال کوو چې مونږ او ټولو مسلمانانو ته پر دین د ثبات او په ویناوو، کړنو، ظاهر، باطن او ټولو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شریعت تر هغه پورې د پابندۍ توفیق راکړي چې له هغه سره مخ کیږو، الله جل جلاله اوریدونکی او نږدې دی.
وصلى الله وسلم على عبده ورسوله محمد وآله وصحبه ومن اهتدى بهداه إلى يوم الدين.
***
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
یوولسم پیغام:
په جوماتونو کې د مړو ښخول
بسم الله والحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومَن والاه، أما بعد:
ما د "الخرطوم" د ورځپاڼې هغه ګڼه چې په (۱۷/۴/۱۴۱۵هـ) نېټه خپره شوې ولوسته، نو پام مې شو چې په ورځپاڼه کې د سيد محمد حسن الِادريسي د ښخولو په اړه بیان خپور شوی و چې هغه په ام درمان کې د خپل پلار تر څنګ په جومات کې ښخ شوی دی ... بیان تر پای
دا چې د الله جل جلاله له خوا د مسلمانانو لپاره نصیحت کول او د منکر (ناروا عمل) ردول واجب دي، نو ما وپتېله چې دې مسألې ته د خلکو پام راواړوم چې په جوماتونو کې د مړو خښول روا نه دي، بلکې دا د شرک له اسبابو څخه یو سبب او د یهودو او نصاراوو له هغو اعمالو څخه یو دی چې الله تعالی پرې هغوی غندلي او رسول صلی الله علیه وسلم پرې لعنت ویلی دی، لکه په صحیحینو؛ بخاري او مسلم کې چې له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَعَنَ اللَّهُ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى، اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ»،
ژباړه: «الله پر يهودو او نصاراوو لعنت کړی چې د خپلو نبيانو قبرونه يې جوماتونه ګرځولي و». همدارنګه په صحیح مسلم کې د جندب بن عبدالله څخه روايت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أَلَا وَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ، أَلَا فَلَا تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ؛ فَإِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ».
ژباړه: «خبردار اوسئ! چې ستاسو څخه مخکي خلکو د خپلو انبياوو او نېکانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي وو، نو پام وکړئ چې تاسو یې جوماتونه ونه ګرځوئ، زه تاسو لدې کار څخه منع کوم». په دې معنا کې نور احادیث هم شته.
نو په هر ځای کې د مسلمانانو پر حکومتونو او ولسونو واجب دي چې: له الله تعالی څخه وویریږي، او له هغو عملونو ځان وساتي چې الله ترې منع کړي او دا چې خپل مړي له جوماتونو څخه د باندې ښخ کړي، لکه څنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- او د هغه صحابه کرامو رضي الله عنهم مړي له جوماتو نه د باندې خښول، او همداسې یې په نیکۍ کې نورو پیروانو هم کړي دي.
او پاتې شوه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صاحبینو د قبرونو خبره چې د هغه د جومات دننه دي، نو پدې کې د جوماتونو دننه د مړو د خښولو لپاره هیڅ جواز نشته؛ ځکه چې نبي صلی الله علیه وسلم په خپل کور کې (د عائشې رضي الله عنها په کوټه کې) ښخ شوی و، چې وروسته یې ملګري هم ورسره هملته خښ شول، نو کله چې ولید بن عبدالمالک جومات ته پراخوالی ورکړ، نو د لومړۍ هجري پېړۍ په سر کې یې د عائشې رضي الله عنها کوټه په جومات کې داخل کړه، حال دا چې هغه مهال یې علماوو دا عمل وغانده، خو هغه ته مناسب ښکاره شوه چې قبرونه باید د جومات د پراخوالي پر وړاندې خنډ ونه ګرځي، او دا چې دا خو یوه ښکاره چاره ده او هیڅوک پکې نه غلطیږي.
او پدې سره هر مسلمان ته جوتیږي چې هغه صلی الله علیه وسلم او دواړه ملګري یې رضي الله عنهما په لومړي سر کې په جومات کې نه دي ښخ شوي، او دا چې جومات ته د پراختیا ورکولو له امله یې قبرونه په جومات کې دننه راغلي دي نو پدې کې د دې مسألې لپاره هیڅ جواز نشته چې مړي په جوماتونو کې خښ شي؛ ځکه چې هغوی په جومات کې دننه نه دي، بلکې هغه علیه الصلاة والسلام په خپل کور کې دی، بل دا چې د ولید دا کړنه د هیچا لپاره دلیل نه شي جوړیدلی، بلکې حجت په قرآن، سنت او د دې امت د سلفو -رضي الله عنهم-په اجماع کې دی، الله تعالی دې موږ په نیکۍ کې د هغوی له پيروانو څخه وګرځوي.
د نصیحت او غاړې خلاصولو لپاره دا متن په ۱۴/۵/۱۴۱۵هـ کې لیکل شوی.
الله توفیق ورکوونکی دی.
وصلى الله وسلم على نبينا محمد، وآله وصحبه، وأتباعهم بإحسان.
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
دولسم پیغام:
د هغه چا د کفر او ګمراهۍ بیان چې ګمان کوي د يو چا لپاره د محمد صلی الله علیه وسلم له شریعت څخه وتل روا دي.
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على خاتم الأنبياء والمرسلين نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.
اما بعد: ما د "الشرق الأوسط" ورځپاڼې د ۵۸۲۴ ګڼې چې د ۱۴۱۵ کال د جمادي الثاني د میاشتې په ۵ مه نېټه خپره شوې یوه مقاله ولوسته چې د "عبد الفتاح الحایک" په نوم یو کس د (الفهم الخاطئ) تر عنوان لاندې لیکلې وه.
د مقالې لنډیز: په دې مقاله کې له هغه څه څخه د هغه منکریدلو ته اشاره شوې چې د دیني اړتیا له مخې ضرورت پېژندل شوی وي او په نص او اجماع ثابت وي چې هغه ټولو خلکو ته د محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت عمومیت دی، سربیره پر دې د هغه دا ادعا چې څوک د محمد صلی الله علیه وسلم پیروي ونه کړي، بلکې یهودي یا نصراني پاتې شي، نو هغه په سم دین دی. همداراز، نوموړي د رب العالمین سبحانه و تعالی په حکمت د کفارو او نافرمانو د عذاب په اړه بې ادبي کړې او دا یې عبث (بې معنا) ګڼلي.
شرعي نصوص یې تحریف کړي، او په بې ځایه ځای کې یې کارولي دي، او د خپل خواهش مطابق یې تفسیر کړي او له هغو شرعي او روښانه دلایلو یې مخ اړولی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت په عمومیت او د هغه چا په کفر دلالت کوي چې د هغه په اړه خبر شوي او بیا یې پيروي نده کړې، او دا چې الله تعالی له اسلام پرته بل دین نه قبلوي او داسې نور صریح نصوص چې مخ یې ترې اړولی؛ تر څو په خپلو خبرو جاهل خلک دوکه کړي. او هغه څه یې چې وکړل ښکاره کفر، له اسلام څخه ارتداد، او د الله- پاک - او د هغه له رسول - صلی الله علیه وسلم - څخه انکار دی، لکه څنګه چې هر هغه څوک پوهیږي؛ چې د علم او ایمان خاوندان وي او دا مقاله لولي.
او پر ولی الأمر واجب دي چې محکمې ته یې راجع کړي، ترڅو توبه وباسي او د سپېڅلي شریعت د غوښتنې سره سمه سزا ورکړل شي.
الله سبحانه وتعالی د محمد صلى الله عليه وسلم د رسالت عمومیت او د پېریانو او انسانو ټولو لپاره د هغه د اطاعت وجوب څرګند کړی دی، دا هغه څه دي چې د مسلمانانو څخه هغه څوک چې یو څه پوهه ولري، هېڅکله ترې جاهل نه شي پاتې کېدلی.
الله تعالی فرمایلي دي:
﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنِّي رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيۡكُمۡ جَمِيعًا ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ فَـَٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ٱلنَّبِيِّ ٱلۡأُمِّيِّ ٱلَّذِي يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَكَلِمَٰتِهِۦ وَٱتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ158﴾
ژباړه: (ووايه: ای خلكو! زه تاسو ټولو ته د هغه الله رسول يم چې داسمانونو او ځمكې باچاهي خاص هغه لره ده، له هغه پرته (په حق سره) بل معبود نشته هماغه ژوندي كوي او مړه كوي نو په الله او هغه رالېږلي امي نبي يي ايمان راوړئ چې په الله او ټولو خبرو يې ايمان لري او متابعت يې وكړئ چې سمه لار ومومئ). [الأعراف: ۱۵۸]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانُ لِأُنذِرَكُم بِهِۦ وَمَنۢ بَلَغَ...﴾
ژباړه: (...او دا قراّن ماته په وحى راغلى تر څو هم تاسو پرې ووېروم او هم چاته چې ورسېد...) [الأنعام: ۱۹]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿قُلۡ إِن كُنتُمۡ تُحِبُّونَ ٱللَّهَ فَٱتَّبِعُونِي يُحۡبِبۡكُمُ ٱللَّهُ وَيَغۡفِرۡ لَكُمۡ ذُنُوبَكُمۡۚ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ31﴾
ژباړه: ((اى پېغمبره! خلكو ته) ووايه: كه تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرئ نو زما د پيروۍ لاره غوره كړئ، الله به له تاسي سره مينه وكړي او ستاسې خطاوې به دروبخښي هغه ډېر ښه بخښونكى او د رحمت څښتن دى). [آل عمران: ۳۱]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ85﴾
ژباړه: (او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په اّخرت كې له تاوانيانو وي). [آل عمران: ۸۵]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا كَآفَّةٗ لِّلنَّاسِ بَشِيرٗا وَنَذِيرٗا...﴾
ژباړه: (او ته مو ټولو خلكو ته پرته له يو زېري وركوونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى...) [سبأ: ۲۸]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا رَحۡمَةٗ لِّلۡعَٰلَمِينَ107﴾
ژباړه: (او نه یې لېږلی مونږ ته؛ مګر رحمت د ټولو خلکو لپاره). [الأنبياء: ۱۰۷]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...وَقُل لِّلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡأُمِّيِّـۧنَ ءَأَسۡلَمۡتُمۡۚ فَإِنۡ أَسۡلَمُواْ فَقَدِ ٱهۡتَدَواْۖ وَّإِن تَوَلَّوۡاْ فَإِنَّمَا عَلَيۡكَ ٱلۡبَلَٰغُۗ وَٱللَّهُ بَصِيرُۢ بِٱلۡعِبَادِ﴾
(...او له اهل كتابو او غير اهل كتابو (مشركانو) دواړو څخه پوښتنه وكړه: آيا تاسي هم د هغه اطاعت او بندګي منلې ده؟ كه يې منلې وه نو سمه لار يې موندلې، او كه يې ورڅخه مخ اړولى و؛ نو پر تا يوازې د پېغام رسولو مسؤوليت و، نور الله په خپله د خپلو بندګانو د چارو ليدونكى دى). [آل عمران: ۲۰]. او الله پاک فرمایلي:
﴿تَبَارَكَ ٱلَّذِي نَزَّلَ ٱلۡفُرۡقَانَ عَلَىٰ عَبۡدِهِۦ لِيَكُونَ لِلۡعَٰلَمِينَ نَذِيرًا1﴾
ژباړه: (هغه ذات بركتناك دى چې فرقان يې پر خپل بنده نازل كړی تر څو د ټولو خلكو لپاره خبردارى وركوونكى وي). [الفرقان: ۱].
بخاري او مسلم د جابر رضي الله عنه څخه روایت کوي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ قَبْلِي: نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ، وَجُعِلَتْ لِيَ الْأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا، فَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ، فَلْيُصَلّ، وَأُحِلَّتْ لِيَ الْمَغَانِمُ، وَلَمْ تُحَلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ، وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً».
ژباړه: «ما ته پنځه شیان راکړل شوي دي چې له ما څخه مخکې هېچ چا ته نه وو ورکړل شوي: ماته په وېره بریا راکړل شوې؛ زه چې کوم ځای ته ځم نو د یوې میاشتې د مزل په اندازه مې رعب هلته مخکې رسیدلی وي، او ټوله ځمکه زما لپاره جومات او پاک ځای ګرځېدلی، نو زما له امت څخه چې په هر چا د لمانځه وخت راغی نو لمونځ دې وکړي، او ماته غنیمت روا شوی چې زما نه مخکې هېچ چا ته نه و روا، او ماته شفاعت راکړل شوی او دا چې هر نبي به خاص خپل امت ته لېږل کېده او زه ټولو خلکو ته لېږل شوی یم».
دا ټول بشریت ته زموږ د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د پیغام نړیوالتوب او هر اړخیزوالی څرګندوي، او دا چې ټول پخواني قوانین یې منسوخ کړي دي، او دا چې څوک د محمد صلی الله علیه وسلم پیروي ونه کړي، نو هغه یې اطاعت نه دی کړی او بالآخره کافر، ګناهګار او د سزا مستحق دی، الله تعالی فرمایلي:
﴿...وَمَن يَكۡفُرۡ بِهِۦ مِنَ ٱلۡأَحۡزَابِ فَٱلنَّارُ مَوۡعِدُهُۥ...﴾
ژباړه: (...او څوک چې له دې ډلو په هغه كافر شي نو د وعدې ځاى يې اور دى...) [هود: ۱۷]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...فَلۡيَحۡذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنۡ أَمۡرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمۡ فِتۡنَةٌ أَوۡ يُصِيبَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾
ژباړه: (...نو هغه كسان چې د هغه له امره مخالفت كوي، له دې څخه دې ووېريږي چې څه فتنه ور ونه رسي، يا څه دردناك عذاب ورته ونه رسيږي). [النور: ۶۳]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَمَن يَعۡصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدۡخِلۡهُ نَارًا خَٰلِدٗا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٞ مُّهِينٞ14﴾
ژباړه: (او څوك چې د الله او د هغه له پېغمبر څخه نافرماني وكړي او د هغه له ټاكل شوېو پولونه تيرى وكړي الله به هغه په اور كې وغورځوي چې په هغه كې به د تل لپاره استوګن وي او دهغه لپاره رسوا كوونكی عذاب دی). [النساء: ۱۴]، او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...وَمَن يَتَبَدَّلِ ٱلۡكُفۡرَ بِٱلۡإِيمَٰنِ فَقَدۡ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ﴾
ژباړه: (...او هر څوک چې بدلوي (او غوره کوي) کفر په ایمان (چې ایمان ورکوي او کفر آخلي) نو په تحقیق سره ورکه يې کړه سمه لار). [البقرة: ۱۰۸]، او پدې معنا سره ډېر آیتونه راغلي دي.
او الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت د هغه د اطاعت سره تړلی دی، او دا یې روښانه کړې ده چا چې له اسلام پرته په بل څه باور وکړ هغه زیانمن دی، او له هغه څخه به هېڅ خیرات یا عدالت (نفلي او فرضي عمل) ونه منل شي، الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ 85﴾
ژباړه: (او څوک چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى). [آل عمران: ۸۵]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ...﴾
ژباړه: (چا چې د رسول اطاعت وكړ نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ). [النساء: ۸۰]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا...﴾
ژباړه: (ورته ووايه: د الله خبره ومنئ او د رسول ومنئ او كه مخ وګرځوئ نو (پوه شئ چې) پر هغه خپله ذمه واري او پر تاسي خپله ذمه واري ده، او كه امر يې ومنئ لار به ومومئ). [النور: ۵۴]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُولَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ 6﴾
ژباړه: (بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي. هم دغه كسان د خلقو بدترین دي). [البيِّنة: ۶].
او امام مسلم په خپل صحیح کې روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ؛ لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ، يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ؛ إِلَّا كَانَ مِنْ أَهْلِ النَّارِ».
ژباړه: «په هغه ذات مې قسم دی چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زما د دعوت په اړه د دې امت یهودي او یا نصراني وانه وري، او بیا مړ شي، او زما په رسالت اېمان رانه وړي نو دا کس به د دوزخ له څښتنانو څخه وي».
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو کړنو او خبرو سره د هغو کسانو د دین باطلوالی څرګند کړ چې د اسلام دین ته نه وو داخل شوي. هغه د یهودیانو او عیسویانو سره هم جنګیدلی و، لکه څنګه چې د نورو کافرانو پر وړاندې جنګېدلی و، او هغو کسانو چې جزیه ورکوله، هغوی څخه یې هوډ اخیستی و چې نورو خلکو ته د دعوت رسولو مانع نشي، ترڅو هغه څوک چې وغواړي اسلام ته داخل شي؛ پرته له ډار او دا چې څوک یې مخه ونیسي او یا یې مانع شي او یا یې ووژني.
بخاري او مسلم د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې وایي: مونږ په جومات کې و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راووته او وېې فرمایل:
«انْطَلِقُوا إِلَى يَهُودَ، فَخَرَجْنَا مَعَهُ حَتَّى جِئْنَا بَيْتَ الْمِدْرَاسِ، فَقَامَ النَّبِيُّ ﷺ، فَنَادَاهُمْ فَقَالَ :يَا مَعْشَرَ يَهُودَ، أَسْلِمُوا تَسْلَمُوا، فَقَالُوا: قَدْ بَلَّغْتَ يَا أَبَا الْقَاسِمِ، فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: ذَلِكَ أُرِيدُ، أَسْلِمُوا تَسْلَمُوا، فَقَالُوا: قَدْ بَلَّغْتَ يَا أَبَا الْقَاسِمِ، فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: ذَلِكَ أُرِيدُ، ثُمَّ قَالَهَا الثَّالِثَةَ...».
ژباړه: «يهودو ته لاړ شئ» نو موږ له هغه سره بهر لاړو تر دې چې د المدراس کور(د یهودو درس ځای) ته ورسېدو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پاڅېده او په هغوی یې غږ وکړ او ویې فرمایل: «ای د یهودانو ډلې، اسلام قبول کړئ، نو تاسو به خوندي اوسئ»، هغوی وویل: اې ابو القاسمه، تا پیغام ورساوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: «دا هغه څه دي چې زه یې غواړم، اسلام قبول کړئ ترڅو خوندي اوسئ»، هغوی وویل: اې ابو القاسمه، تا پیغام ورساوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: «دا هغه څه دي چې زه یې غواړم"، بیا یې دریم ځل باندې هم وویل ...». حدیث.
مطلب دا دی چې هغه صلی الله علیه وسلم، د یهودي خلکو دیني مدرسې ته لاړ، او هغوی یې اسلام ته راوبلل، او هغوی ته یې وفرمایل: «اسلام قبول کړئ، تاسو به خوندي اوسئ»، او هغه دا خبره دوی ته په تکرار سره وکړه.
همدار نګه یې: هرقل ته لیک واستاوه او اسلام ته یې بلنه ورکړه، او خبر یې ورکړ چې که هغه انکار وکړ، نو د هغو کسانو ګناه به یې پر غاړه وي چې د هغه د انکار له امله یې اسلام رد کړی دی، بخاري او مسلم په خپلو صحیحینو کې روایت کوي چې هرقل د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک راوغوښت او یې ولوست، نو په کې لیکلي و چې:
«بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ، مِنْ مُحَمَّدٍ رَسُولِ اللَّهِ إِلَى هِرَقْلَ عَظِيمِ الرُّومِ، سَلَامٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ: فَإِنِّي أَدْعُوكَ بِدِعَايَةِ الْإِسْلَامِ، أَسْلِمْ تَسْلَمْ، وَأَسْلِمْ يُؤْتِكَ اللَّهُ أَجْرَكَ مَرَّتَيْنِ، فَإِنْ تَوَلَّيْتَ، فَإِنَّ عَلَيْكَ إِثْمَ الْأَرِيسِيِّينَ وَ
ژباړه: «بسم الله الرحمن الرحیم، د محمد رسول الله لخوا د روم والا حضرت هرقل ته، سلام دې وي پر هغه چا چې د سمې لارې پیروي کوي، أما بعد: زه تاسو ته د اسلام په بلنې سره بلنه درکوم، مسلمان شه چې خوندې شې، او مسلمان شه چې الله تعالی دوه ځلې اجر درکړي، او که انکار دې وکړ نو ستا د پيروانو (بزګرانو) ګناه به ستا پر غاړه وي، او
﴿يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ كَلِمَةٖ سَوَآءِۭ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمۡ أَلَّا نَعۡبُدَ إِلَّا ٱللَّهَ وَلَا نُشۡرِكَ بِهِۦ شَيۡـٔٗا وَلَا يَتَّخِذَ بَعۡضُنَا بَعۡضًا أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِۚ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقُولُواْ ٱشۡهَدُواْ بِأَنَّا مُسۡلِمُونَ64﴾
(اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اې اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو پر دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو). [آل عمران: ۶۴]».
بیا چې کله هغوی مخ وګرځاوه او په اسلام کې یې له داخلیدو انکار وکړ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام -رضي الله عنهم-ورسره وجنګېدل او جزیه یې پرې کېښوده.
د دوی د ګمراهۍ تاییدولو لپاره چې د محمد صلی الله علیه وسلم په راتګ سره د هغوی دین منسوخ شوی او باطل دی؛ له همدې امله الله تعالی مسلمانانو ته امر کړی چې هره ورځ، په هر لمانځه او د لمانځه په هر رکعت کې له الله تعالی څخه وغواړي چې هغه ته مستقیمه، سمه او د منلو وړ لاره، چې هغه: اسلام دی وروښیي. او د هغو کسانو له لارې څخه یې لرې وساتي چې غضب پرې شوی دی، چې هغوی: یهودیان او د دوی په څېر هغه کسان چې پوهېږي چې دوی په باطل دي او بیا هم په هغه ټینګار کوي، او د هغو کسانو له لارې څخه یې لرې وساتي چې ګمراه شوي دي او بې له پوهې عبادت کوي، او ادعا کوي چې دوی د هدایت په لاره دي، په داسې حال کې چې دوی د ګمراهۍ په لاره دي، او هغوی دي: عیسویان، او د دوی په څېر نور قومونه چې د ګمراهۍ او ناپوهۍ له امله عبادت کوي. همدارنګه: هر مسلمان باید پر دې پوه شي چې له اسلام پرته نور ټول دینونه باطل دي، او هر هغه څوک چې له اسلام پرته پر بل دین سره د الله عبادت وکړي هغه ګمراه دی، او څوک چې دا عقیده ونه لري هغه مسلمان ندی. او په دې اړه په قرآن او سنت کې ډېر دلایل شتون لري.
د دې مقالې لیکوال، -عبدالفتاح- ته لازم ده چې: د ریښتیني توبې لپاره بیړه وکړي، او یوه مقاله دې ولیکي چې هغې کې خپله توبه اعلان کړي، او څوک چې په ریښتیني توګه الله تعالی ته توبه وکړي؛ الله ورته بخښنه کوي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:
﴿...وَتُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ﴾
ژباړه: (...او اي مومنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ د دې لپاره چې برى در په برخه شي). [النور: ۳۱]، او دا قول د الله تعالی:
﴿وَٱلَّذِينَ لَا يَدۡعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقۡتُلُونَ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِي حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ وَلَا يَزۡنُونَۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ يَلۡقَ أَثَامٗا68 يُضَٰعَفۡ لَهُ ٱلۡعَذَابُ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَيَخۡلُدۡ فِيهِۦ مُهَانًا69 إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلٗا صَٰلِحٗا فَأُوْلَٰٓئِكَ يُبَدِّلُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمۡ حَسَنَٰتٖۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا70﴾
ژباړه: (او هغوى چې الله سره بل معبود نه رابولي او نه پرته له حقه هغه كس وژني چې الله (یې وژل) حرام كړى وي او نه زنا كوي او څوك چې داسې وكړي، هغه به خپله ګناه مومي).
د هغه لپاره به د قيامت په ورځ عذاب غبرګ (مكرر) كړى شى او تل به پكې خوار ذليل پروت وي.
پرته له هغه چې توبه وباسي، ايمان راوړي او نېك عمل وکړي؛ نو دا خلك چې دي الله به يې بدۍ په نېكيو بدلې كړي او الله بخښونكى مهربان دى). [الفرقان: ۶۸-۷۰]. او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه وینا:
«الإِسْلَامُ يَهْدِمُ مَا كَانَ قَبْلَهُ، وَالتَّوبَةُ تَهْدِمُ مَا كَانَ قَبْلَهَا».
ژباړه: «اسلام هغه (ګناهونه) له منځه وړي چې ترې وړاندې وو، او توبه هم مخکېني ګناهونه له منځه وړي». او د هغه ﷺ قول:
«التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبَ كَمَنْ لَا ذَنْبَ لَهُ».
ژباړه: «له ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه ګناه یې چې نه وي کړي».
او په دې معنا سره ډېر آیتونه او حدیثونه راغلي دي.
زه له الله تعالی څخه غواړم چې موږ ته حق، د حق په توګه وښيي، او د هغه د تعقیبولو توان راکړي، او موږ ته باطل، د باطل په توګه وښيي، او له هغه څخه د لرې کېدو توان راکړي، موږ او لیکوال عبدالفتاح او ټولو مسلمانانو ته دې د ريښتیني توبې توفیق راکړي، او موږ ټول د ګمراه کوونکو فتنو او د خواهشاتو او شیطان اطاعت څخه وساتي، ځکه چې هغه د دې ساتونکی دی او د دې کار توان لري.
وصلى الله وسلم على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه، ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين.
***
فهرست
صحیح عقیده او هغه چې خلاف یې ده 2
لومړی اصل: په الله تعالی ایمان 6
دویم اصل: په ملایکو ایمان، 21
دریم اصل: په کتابونو اېمان، چې دوو چارو ته شاملیږي: 23
څلورم فصل: په رسولانو ایمان 25
پنځم اصل: د آخرت په ورځ ایمان 27
شپږم اصل: په تقدیر ایمان 28
د صحیح عقیدې ضد عقاید 34
دویم پېغام: پر پیغمبر ﷺ د مرستې غوښتلو حکم 43
دریم پېغام 62
له پيريانو او شيطانانو د مرستې غوښتلو او هغوی ته د نذر وړاندې کولو حکم 62
څلورم پېغام: 85
په بدعتي او شرکي الفاظو (وظېفو) د عبادت حکم 85
پنځم پېغام: 111
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو میلادونو د لمانځلو حکم 112
شپږم پېغام: 124
د اسراء او معراج د شپې د لمانځلو حکم 124
اووم پېغام: 131
د شعبان میاشتې د نيمايي شپې د لمانځلو حکم 131
اتم پېغام: 145
د منسوب شوي وصیت د دروغوالي په اړه مهم خبرداری 145
د مسجد نبوي د خادم؛ شیخ احمد 145
نهم پېغام: د جادو، کوډګرۍ او هغه څه حکم چې تړاو ورسره لري 161
لسم پېغام: پر قبرونو د جوماتونو جوړولو په اړه خبرداری 179
یوولسم پیغام: په جوماتونو کې د مړو ښخول 185
دولسم پیغام: د هغه چا د کفر او ګمراهۍ بیان چې ګمان کوي د يو چا لپاره د محمد صلی الله علیه وسلم له شریعت څخه وتل روا دي. 188
***
ps397v4.0 - 17/08/2026
بخاري (2856)، او مسلم (30) روایت کړی.
لالكائي په شرح أصول الاعتقاد (735)، او ابن عبد البر په جامع العلم وفضله (1801) کې روایت کړی، خو د: آيات الصفات پر ځای یې أحادیث الفاظ کارولي، چې الفاظ یې داسې دي "ارووا هذه الأحاديث كما جاءت ولا تناظروا فيها". "دا حدیثونو همداسې روایت کړئ لکه څنګه چې راغلي دي او مناظرې پکې مه کوئ".
بيهقي په الأسماء والصفات (865) کې روایت کړی، او ابن تيمية په الحموية ( 269 مخ) کې اسناد صحیح ګڼلی دی، او ذهبي په العرض (2/223) کې ویلي چې : راویان یې ثقه امامان دي.
لالكائي په: شرح أصول الاعتقاد (930)، او بيهقي په: الأسماء والصفات (955) کې روایت کړی دی.
لالكائي په شرح أصول الاعتقاد (665)، او بيهقي په: الأسماء والصفات (868) کې روایت کړی.
لالكائي په شرح أصول الاعتقاد (664)، او أبو نعيم په حلية الأولياء (325/6)، او بيهقي په الأسماء والصفات کې په: (867) کې روایت کړی دی.
المزكي په المزكيات (29)، ابن بطة په: الابانة (120)، لالكائي په شرح أصول الاعتقاد (663) کې روایت کړی.
الدارمي په: الرد على الجهمية (67)، او بيهقي په الأسماء والصفات (903) کې روایت کړی.
ذهبي په: العلو (464) کې روایت کړی او: ألباني په: مختصر العلو (184) مخ کې ویلي: وهذا إسناد صحيح، رجاله ثقات معروفون. یعنې دا سند صحیح دی او رجال یې ثقه دي.
تفسير ابن كثير (427،426/3).
بخاري (22)، د أبو سعيد الخدري رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
مسلم (2996) د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه روایت کړی.
بخاري په (۳۶۵۱) شمېره او مسلم په: (۲۵۳۳) شمېره د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
مسلم (۱۹۲۰)، د ثوبان رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
ابن ماجه (۳۹۵۲)، د ثوبان رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی، او ابن حبان (۶۷۱۴)، او حاكم (۸۶۵۳) صحیح ګڼلی دی.
ترمذي په (۲۶۴۱) رقم، د عبد الله بن عمرو رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی، او مناوي په فيض القدير (۵/۳۴۷): کې ویلي "پدې کې عبد الرحمن بن زياد الأفريقي دی، ذهبي ویلي: هغوی ضعیف ګڼلی"، او ألباني په: صحيح الجامع (۵۳۴۳) کې صحیح کړی دی.
دا وصیت په ۱۴۰۲ هجري قمري کال د علمي څېړنو، افتا، دعوت او ارشاد څانګو د عمومي ریاست لخوا په ۱۷ ګڼه کتابچه کې خپور شوی دی.
مُسلِم روايت كړی دی(8).