PHPWord

 

 

 

فَضْلُ عَشْرِ ذِي الحِجَّةِ

 

 

د ذي الحجې د لسيزې فضیلت

 

 

 

 

اللَّجْنَةُ العِلْمِيَّةُ

بِرِئَاسَةِ الشُّؤُونِ الدِّينِيَّةِ بِالمَسْجِدِ الحَرَامِ وَالمَسْجِدِ النَّبَوِيِّ

 

 

د مسجد الحرام او مسجد نبوي د دیني چارو د ریاست تر مشرۍ لاندې علمي کمېټه

 

 


بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ

 

د ذي الحجې د لسيزې فضیلت

سریزه

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين، وعلى آله وصحبه ومن استنَّ بسنته، واهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد:

دا لنډ پېغام دی چې د مسلمان لپاره پکې د ذی الحجې د لسو ورځو فضیلت اړوند تر ټولو ضروري مسایل بیان شوي دي، موږ دا د حرمینو شریفینو زیارت کوونکو ته راټول کړي، تر څو د خپل دین په اړه پوهه او بصیرت ولري، له کريم او منان ذات څخه هيله لرو چې دغه پیغام ګټور، نېک او د خپلې خوښۍ لامل وګرځوي، بېشکه هغه تر ټولو غوره ذات دی چې سوال ترې کیږي او تر ټولو سخي ذات دي چې هیله ترې کېږي.

د ژبو په برخه کې د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه

 

***

 


د ذي الحجې د لسیزي فضیلتونه:

د ذو الحجې (لومړۍ) لسیزه ستر فضيلت لري، الله تعالى په خپل کتاب او رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل سنت کې د دې ورځو فضیلت بیان کړی دی، دا هغه ورځې دي چې الله تعالى پرې په خپل کتاب کې پدې وینا سره سوګند یاد کړی دی:

﴿وَٱلۡفَجۡرِ 1 وَلَيَالٍ عَشۡر2

قسم دى په فجر (سبا) باندې.

او په لسو شپو. [الفجر: 1-2]، د ابن عباس، ابن الزبير، مجاهد، ابن كثير، ابن القيم او نورو سلفو او خلفو علماوو په وینا دا د ذو الحجې لس ورځې دي.1

دا هغه ورځې دي چې پدې کې د عمل فضيلت د الله تعالی په لار کې له جهاد څخه هم غوره دی، دلیل یې د ابن عباس رضي الله عنهما حديث دی چې فرمایي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي:

«مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشَرِ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَلا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَلا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَٰلِكَ بِشَيْءٍ».

"داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله تعالى ته د دې لسو ورځو څخه ډیر محبوب وي"، صحابه وو رضي الله عنهم وويل: "ای د الله رسوله! حتی د الله په لار کې جهاد هم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "هو، حتی د الله په لاره کې جهاد هم، مګر هغه سړی چې له خپل ځان او مال سره جهاد ته ووځي او هېڅ شی بېرته رانه وي"2.

د ذی الحجې په لسیزه کې د اعمالو فضلیتونه:

۱- حج او عمره ادا کول:

دا د دې لسو ورځو تر ټولو غوره عمل دی، د نبي صلى الله عليه وسلم د دې وینا پر اساس:

«مَن حَجَّ هَذَا الْبَيْتِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ».

«څوک چې د دې کور (بیت الله) حج وکړي، او له جماع (شهواني عمل) او هر فسق څخه ځان وساتي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي». او د مسلم په لفظ کې (راځي):

«مَن أَتَى هَذَا الْبَيْتِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ؛ رَجَعَ كَيَوْمٍ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ».

«څوک چې دې کور (بیت الله) ته راشي، او له جماع (شهواني عمل) او فسق (ګناهونو) څخه ځان وساتي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي»3. د هغه دا وینا: (څوک چې د الله لپاره حج وکړي) الحمد لله په عمومي مفهوم کې حج او عمره دواړه شاملیږي. او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«الْعُمْرَةُ إِلَى الْعُمْرَةِ كَفَّارَةٌ لِمَا بَيْنَهُمَا، وَالْحَجُّ الْمَبْرُورُ لَيْسَ لَهُ جَزَاءٌ إِلَّا الْجَنَّةُ».

«یوه عمره تر بلې عمرې پورې د دواړو تر منځ د ګناهونو كفاره ده، او د قبول شوي حج بدله یوازې جنت دی»4.

۲- د دې لسو ورځو (يا څومره ورځې چې شوني وي) روژه نيول: د نبي صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر اساس:

«مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشَرِ»،

"هېڅ داسې ورځې نشته چې په هغو کې صالح عمل الله تعالى ته د دې لسو ورځو څخه ډېر محبوب وي" او روژه د صالحو اعمالو له ډلې یو ستر عمل دی او نبي صلى الله عليه وسلم د روژې په نیولو ټینګار کړی او خلک یې ورته هڅولي دي، له هغو څخه د هغه صلی الله علیه وسلم دغه وینا ده چې فرمایي:

«مَا مِنْ عَبْدٍ يَصُومُ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ إِلَّا بَاعَدَ اللَّهُ بِذَٰلِكَ الْيَوْمِ وَجْهَهُ عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا».

"هېڅ بنده نشته چې د الله په لار کې یوه ورځ روژه ونیسي، مګر دا چې په دې ورځ به الله د هغه مخ د اویا کلونو په اندازه له اور څخه لرې کړي"5.

۳- قرباني د نحر (قربانۍ)په ورځ او د تشریق په ورځو کې مشروع ده، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې:

«ضَحَّى بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ، أَقْرَنَيْنِ، ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ، وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا».

«رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه سپین ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله»6.

او له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَا عَمِلَ ابْنُ آدَمَ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ، وَإِنَّهُ لَيُؤْتَى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلافِهَا، وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ فِي الْأَرْضِ، فَطَيِّبُوا بِهَا نَفْسًا».

"د قربانۍ په ورځ د بني آدم هیڅ عمل الله تعالی ته د وينې له بهېدو (قرباني) څخه ډېر محبوب نه دی، د قیامت په ورځ به څاروی له خپلو ښکرونو، ویښتانو او نوكانو سره راوړل شي، او د هغوی وینه به پر ځمکه له بهېدو وړاندې د الله تعالى پر وړاندې ومنل شي، نو دا کار د زړه په خوښۍ سره وکړئ او پرې خوشحاله شئ»7.

کله چې د ذو الحجې لس ورځې راورسېږي؛ نو هغه څوک چې قرباني کوي، خپل ویښتان او نوکان دې نه اخلي؛ د ام سلمې رضي الله عنها د حدیث له مخې چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إِذَا رَأَيْتُمْ هِلَالَ ذِي الْحِجَّةِ وَأَرَادَ أَحَدُكُمْ أَنْ يُضَحِّيَ؛ فَلْيُمْسِكْ عَنْ شَعْرِهِ وَأَظْفَارِهِ».

«کله چې تاسو د ذو الحجې میاشت (هلال) ولید او تاسو کې چا غوښتل چې قرباني وکړي؛ نو خپل نوکان او وېښتان دې نه اخلي». او په بل لفظ کې (راځي):

«... فَلَا يَأْخُذَنَّ مِنْ شَعْرِهِ وَلَا مِنْ أَظْفَارِهِ شَيْئًا حَتَّى يُضَحِّيَ».

«... له خپلو ویښتانو او نوکانو څخه دې نه اخلي ترڅو چې قرباني وکړي»8.

۴. په دې لسو ورځو او د تشریق په ورځو کې تکبير(الله اکبر)، تهليل (لا اله إلا الله) ويل او ذکر كول؛ د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د حدیث له مخې چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَا مِنْ أَيَّامٍ أَعْظَمَ عِندَ اللَّهِ وَلَا أَحَبُّ إِلَيْهِ مِنَ الْعَمَلِ فِيهِنَّ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشَرِ، فَأَكْثِرُوا فِيهِنَّ: مِنَ التَّهْلِيلِ، وَالتَّكْبِيرِ، وَالتَّحْمِيدِ».

«د الله تعالى په نزد له دې لسو ورځو څخه ډيرې عظيمې او د عمل له پلوه ډيرې محبوبې ورځې نشته، نو په دې ورځو کې ډير (تهليل - لا اله الا الله)، تکبير (الله اکبر) او تحميد (الحمد لله) ووايئ»9.

تکبير دوه قسمه او په لاندې ډول دي:

لومړی قسم: مطلق تکبير، دا هغه تکبير دی چې د لمونځونو پسې وخت پورې مقيد نه دی؛ بلکې په هر وخت کې مشروع دی.

مطلق تکبیر د ذو الحجې له لومړۍ ورځې څخه پیلېږي او د تشریق د ورځو تر آخره پورې وي: په ټولو وختونو کې، په شپه او ورځ، لارو، بازارونو، مسجدونو، کورنو، او په هر هغه ځای کې چې د الله تعالی ذکر جايز وي.

دویم قسم: مقید تکبیر: هغه تکبیرونه دي چې په ځانګړي توګه په لوی اختر کې د فرض لمونځونو پسې وخت پورې مقید وي، وخت او طریقه یې په لاندې ډول ده:

لومړی: مقید تکبیر د عرفې په ورځ د سهار له لمانځه وروسته پیلیږي او د تشریق په دریمه ورځ د مازدیګر له لمانځه وروسته پای ته رسیږي. دا د هغو کسانو لپاره دی چې حج نه کوي، خو د حاجي لپاره، مقید تکبیر د قربانۍ د ورځې له غرمې وروسته پیلیږي.

دویم: د تکبیر ویلو طریقه: (اللَّه أكبر، اللَّه أكبر، لا إله إلا اللَّه، واللَّه أكبر اللَّه أكبر ولله الحمد)10.

۵. څوک چې په حج کې نه وي باید د اختر لمانځه ته ټینګه پاملرنه وکړي، وختي ووځي او خطبه واوري؛ ځکه دا د اسلام له سترو شعیرو څخه یوه ده؛ د دې شعیرې د ستروالي له امله، ښځو ته امر شوی چې د لمانځه ادا کولو ته ووځي، آن پیغلې او حیض لرونکې ښځې هم له کورونو څخه ووځي؛ له ام عطیه رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې:

«كُنَّا نُؤْمَرُ أَنْ نَخْرُجَ يَوْمَ الْعِيدِ حَتَّى نَخْرُجَ الْبِكْرَ مِنْ خِدْرِهَا، حَتَّى نُخْرِجَ الْحُيَّضَ فَيَكُنَّ خَلْفَ النَّاسِ، فَيُكَبِّرْنَ بِتَكْبِيرِهِمْ، وَيَدْعُونَ بِدَعَائِهِمْ، وَيَرْجُونَ بَرَكَةَ ذَٰلِكَ الْيَوْمِ وَطَهَارَتِهِ».

"موږ ته به امر کېده چې د اختر په ورځ ووځو، حتی باکره پېغلې له خپلو خونو څخه او حیض لرونکې ښځې هم راوباسو، ترڅو د خلکو تر شا ودریږي او د دوی له تکبیرونو سره تکبیر ووایي، او له دعا سره یې دعا وکړي او د دې ورځې د برکت او پاکیزګۍ هیله ولري". او په بل لفظ کې راځي:

«وَأَمَرَ الْحُيَّضَ أَنْ يَعْتَزِلْنَ مُصَلَّىٰ الْمُسْلِمِينَ».

"او حیض لرونکو ښځو ته یې امر وکړ چې د مسلمانانو د لمانځه له ځای څخه لرې پاتې شي"11.

۶. د ډېرو نیکو اعمالو ترسره کول، د نفلي عبادتونو په شمول لکه لمونځ، صدقه، د قرآن کریم تلاوت، په نیکیو امر او له بدیو څخه منع کول، له ګاونډیانو سره احسان او نیکي، د کورنۍ اړیکې ساتل او همدارنګه نور نیک کارونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمومي وینا پر اساس (چې فرمایي):

«مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشَرِ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَلا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «وَلا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَٰلِكَ بِشَيْءٍ».

"داسې ورځې نشته چې په هغو کې صالح عمل الله تعالى ته د دې لسو ورځو څخه ډېر محبوب وي"، صحابه کرامو رضي الله عنهم وويل: "ای د الله رسول! ایا حتی د الله په لاره کې جهاد هم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "هو، حتی د الله په لاره کې جهاد هم، مګر هغه سړی چې له خپل ځان او مال سره جهاد ته ووځي او هېڅ شی بېرته رانه وي"12.

له الله تعالى څخه غواړو چې څه مو زده کړل هغه راته ګټور وګرځوي او هغه څه را زده کړي چې ګټور وي؛ بېشکه هغه سخي او کریم ذات دی، وصلى الله وسلم على نبينا محمد و علی آله وسلم تسليماً كثيرًا.

 

 

***

فهرست

 

سریزه 2

د ذي الحجې د لسیزي فضیلتونه: 3

د ذی الحجې په لسیزه کې د اعمالو فضلیتونه: 4

 

 

***

 


بخاري او ترمذي روایت کړي، او لفظ د هغه دی.

بخاري او مسلم روایت کړي.

بخاري او مسلم روایت کړي.

بخاري او مسلم روایت کړي.

بخاري او مسلم روایت کړي.

ترمذي روایت کړی.

مسلم روایت کړی.

احمد روایت کړی.

وګورئ: المغني لابن قدامة (3/ 290)، او: الشرح الكبير مع المقنع او: الإنصاف (5/ 380).

بخاري او مسلم روایت کړي.

بخاري او ترمذي روایت کړي، او الفاظ د هغه دی.

تفسير ابن كثير ( 4/ 106)، او زاد المعاد (1/ 56).