غوره شوي نبوي حدیثونه
لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرماني، د نفس وژنه او په دروغو قسم خوړل دي
په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي
زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله) څخه
چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي «په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د مؤمنانو مثال داسې دی لکه د بدن غړي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي د ګډون لپاره رابلي [صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 2586]
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي". [حسن] - - [سنن ترمذی - 2399]
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي [صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 13]
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو زياته دعا به دا وه: اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته [صحیح بخاري - 6389] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحيح]
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي هر یو په تاسو کې ساتونکی دی او د خپل رعیت د ساتنې مسؤول دی، څوک چې په خلکو مشر او واکمن وي، هغه یې ساتونکی دی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري، نارینه د خپلې کورنۍ ساتونکی دی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري، ښځه د خپل میړه د کور او د هغه د اولادونو ساتونکې ده او د هغې د ساتنې مسؤولیت لري، خادم د خپل مالک د مال ساتونکی دی او د هغې د ساتنې مسؤولیت لري، خبردار! هر یو په تاسو کې ساتونکی دی، او د خپل رعیت د ساتنې مسؤول دی [دا حدیث امام بخاري او امام مسلم دواړو روایت کړی دی]
له عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره [صحیح مسلم - 228] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح]