منتخب قرآني ايتونه
اې خلكو تاسو الله ته اړ (محتاج) ياست او الله په خپله بې پروا ستايل شوى ذات دى.
يقيناً دا قرآن هغې لارې ته ښوونه كوي چې سمه سيده ده، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي دا زېرى وركوي چې بې شكه د دوى لپاره ډېر لوی اجر دی.
د اسمانوو او ځمکې رب دی او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ کې دي، نو ته د ده عبادت کوه او د ده په عبادت ښه ټینګ اوسه، آیا ته د ده کوم سیال پېژنې؟
يقيناً الله د عدل، ښېګڼې او خپلوانو ته د وركړې امر كوي او له بې حيايي، بدۍ او تيري نه منع كوي، هغه تاسو ته نصيحت كوي، د دې لپاره چې تاسو نصيحت قبول کړئ.
ای خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه (رب) چې تاسو يې پیدا كړي یئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ.
ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى