العَقِيدَةُ الصَّحِيْحَةُ وَمَا يُضَادُّهَا
صحیح عقیده او هغه چې خلاف یې ده
لِسَمَاحَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ
عَبْدِ العَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ بَازٍ
رَحِمَهُ اللهُ
لیکنه قدرمند شیخ صاحب
عبد العزيز بن عبد الله بن باز
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
لومړی پېغام:
صحیح عقیده او هغه چې خلاف یې ده
الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، وعلى آله وصحبه.
أما بعد: کله چې سمه عقیده د اسلامي دین اصل او د امت بنسټ دی، نو د اړتیا له مخې ما خوښه وګڼله چې د دې موضوع په اړه وینا ولرم، او لیکنې او تالیف سره یې بیان او تشریح کړم.
او د قرآن او سنت له شرعي دلایلو څخه معلومه ده چې کړنې او ویناوې هغه مهال اعتبار پېدا کوي چې له سمې عقیدې سرچینه واخلي، خو که عقیده سمه نه وي، نو هغه کړنې او ویناوې باطلیږي چې پرې بنا وي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلۡإِيمَٰنِ فَقَدۡ حَبِطَ عَمَلُهُۥ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ﴾
ژباړه: (او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي). [المائدة سورت: ۵ آیت]
او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَلَقَدۡ أُوحِيَ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ 65﴾
ژباړه: (او بېشکه تاته وحى شوې او له تا مخكينيو ته هم چې كه شرك دې وكړ، هرومرو به دې عمل هم چټي لاړ شي او هرومرو به له زيانمنو هم شې). [الزمر سورت: 65 آیت].
او په دې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي. او یقینا چې د الله تعالی مبین کتاب او د هغه د امانتدار رسول -صلی الله علیه وسلم- سنت په ګوته کوي چې: سمه عقیده په شپږو شیانو کې خلاصه کیږي چې عبارت دي له: په الله جل جلاله ایمان، د هغه په ملایکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو، د آخرت په ورځ او د خېر او شر په اندازې ایمان راوړل دي. دا شپږ کارونه د هغې صحیح عقیدې بنسټونه دي چې د الله تعالی کتاب پرې نازل شوی او الله تعالی پرې خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم رالیږلی دی،
په قرآن او صحيح سنت کې د دې شپږو اصولو لپاره ډېری دلایل شته، چې د بېلګې په توګه یې یو څو لاندې دي:
لومړی: له قرآن څخه؛ لکه د الله تعالی دا قول:
﴿لَّيۡسَ ٱلۡبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمۡ قِبَلَ ٱلۡمَشۡرِقِ وَٱلۡمَغۡرِبِ وَلَٰكِنَّ ٱلۡبِرَّ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلۡكِتَٰبِ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ...﴾
ژباړه: ((یوازې) نيكي دانه ده چې تاسې خپل مخونه ختيځ یا لوېدیځ لوري ته (په لمانځه کې) واړوئ؛ بلكې (غوره) ښېګڼه (نېکي) هغه ده چې چا پر الله، د قیامت پر ورځ او ملاېکو او کتابونو او پر پیغمبرانو ایمان راوړی وي) [البقرة سورت: 177 آیت].
او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا چې فرمایي:
﴿ءَامَنَ ٱلرَّسُولُ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡهِ مِن رَّبِّهِۦ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَۚ كُلٌّ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ لَا نُفَرِّقُ بَيۡنَ أَحَدٖ مِّن رُّسُلِهِ...﴾
ژباړه: (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو) [ البقرة سورت: 285 آیت]،
او دا قول د الله تعالی:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ ءَامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلَّذِي نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ مِن قَبۡلُۚ وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا136﴾
ژباړه: (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو پر الله ایمان راوړئ او د هغه پر رسول او پر هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او پر هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي، او څوك چې په الله سره كافر شي او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره) ( النساء سورت: ۱۳۶ ایت).
او دا قول د الله تعالی:
﴿أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۚ إِنَّ ذَٰلِكَ فِي كِتَٰبٍۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ 70﴾
ژباړه: (آیا ته نه پوهېږې چې یقېنا الله تعالی پوه دی په هغه څه چې په اسمان کې دي او په زمکه کې دي، بېشکه دا ټول په کتاب (لوح محفوظ) کې دي، بېشکه دا په الله تعالی باندې آسان دي). [الحج سورت: 70 آیت].
دویم: له سنت (حدیثو) څخه؛ هغه مشهور حدیث چې مسلم په خپل صحیح کې د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی چې جبریل علیه السلام له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د ایمان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه ورته وفرمایل:
«الإِيمَانُ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَاليَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ».
ژباړه: «ايمان دې ته وايي چې پر الله، ملاېکو، کتابونو، رسولانو يې، او د آخرت په ورځ ايمان راوړې، او د هغه لخوا پر خير او شر باور ولرې»1 حدیث، او شیخینو (بخاري او مسلم) - په لږ څه توپير سره - د ابو هریرة رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
له دې شپږو بنسټونو څخه لاندې چارې سرچینه اخلي: هر هغه څه چې یو مسلمان یې باید د الله تعالی، آخرت او نورو غیبي چارو په اړه پرې باور ولري هغه څه دي چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې په اړه موږ ته خبر راکړی دی.
او دا شپږ اصول په لاندې توګه بیانیږي:
لومړی اصل: په الله تعالی ایمان
دا ګڼو چارو ته شاملیږي چې له جملې څخه یې ځینې دا دي: په دې باور چې هغه ذات له هر څه پرته د عبادت وړ دی، ځکه چې هغه د خپلو بندګانو خالق، له هغوی سره نیکي کوونکی، هغوی ته روزي ورکوونکی، د هغوی په پټو او ښکاره رازونو پوه، له هغوی څخه پيروي کوونکو ته اجر ورکوونکی او ګناهکارانو ته یې سزا ورکوونکی ذات دی.
او الله تعالی ثقلین (انسانان او پيریان) د خپل عبادت لپاره پیدا کړي او امر یې ورته کړی لکه چې فرمایي:
﴿وَمَا خَلَقۡتُ ٱلۡجِنَّ وَٱلۡإِنسَ إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ 56 مَآ أُرِيدُ مِنۡهُم مِّن رِّزۡقٖ وَمَآ أُرِيدُ أَن يُطۡعِمُونِ 57 إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلۡقُوَّةِ ٱلۡمَتِينُ58﴾
ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.
زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي،
بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى) [الذاريات سورت: 56-58 ایتونه].
او الله تعالی فرماېلي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعۡبُدُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ 21 ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فِرَٰشٗا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءٗ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزۡقٗا لَّكُمۡۖ فَلَا تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 22﴾
ژباړه: (اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ،
هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) ګرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لورې یې اوبه نازل کړي دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري)) [البقرة سورت: 21-22 ایتونه].
او بېشکه الله جل جلاله د دې حق د روښانه کولو او لورې ته یې د بلنې ورکولو لپاره رسولان او کتابونه رالېږلي دي او د دې له مخالفت څخه یې خبرداری ورکړی، لکه چې الله پاک فرمایي:
﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ...﴾
ژباړه: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ) [النحل سورت: 36 آیت].
او الله تعالی فرماېلي:
﴿وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن قَبۡلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِيٓ إِلَيۡهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعۡبُدُونِ 25﴾
ژباړه: (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحې كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ) [الأنبياء سورت: 25 آیت].
او الله تعالی فرمایي:
﴿الر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ1 أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ2﴾
ژباړه: (الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي،
دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم). [هود سورت: 1-2 آیتونه].
او د دې عبادت حقیقت: په ټولو هغو چارو کې د الله تعالی یو ګڼل دي چې د هغه عبادت پرې کیږي لکه: دعاء، ویره، هیله مندي، لمونځ، روژه، ذبح، نذر او په عاجزۍ سره د هغه د ثواب په تمه، او د هغه د عذاب له ویرې نور عبادتونه کول، چې هغه ته په پوره محبت او د هغه لویۍ ته په بشپړې عاجزۍ سره ترسره شي.
او څوک چې په قرآن کریم کې فکر وکړي، وبه مومي چې ټول د همدې لوی اصل په باره کې نازل شوی، لکه چې الله پاک فرمایلي:
﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ2 أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ3﴾
ژباړه: (بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې)،
(خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه پرته یې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي). [الزمر سورت: 2-3 آیتونه].
او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا چې فرمایي:
﴿وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُ...﴾
ژباړه: (او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه). [الإسراء سورت: 23 آیت].
او د الله تعالی دا قول:
﴿فَٱدۡعُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ14﴾
ژباړه: (نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یئ اګر كه كافران يې بد ګڼي) [غافر سورت: 14 آیت].
همدا رنګه، څوک چې په نبوي سنت کې ژور فکر وکړي وبه مومي چې دې اصل ته زیاته پاملرنه شوې ده، لکه په صحیحینو کې چې له معاذ -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«حَقُّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَن يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا».
ژباړه: «د الله حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي».2
او په الله تعالی په ایمان کې: په ټولو هغو چارو ایمان داخلیږي چې هغه پر خپلو بندګانو فرض کړي دي لکه: د اسلام ښکاره پنځګوني رکنونه.
او هغه دا دي: چې پدې خبره ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته، او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د رمضان روژه او د بیت الله حج د هغه چا لپاره چې د لارې وس ولري، او ځیني نور فرض عملونه چې پاکیزه شریعت راوړي دي.
او د دې ارکانو تر ټولو اړین او لوی یې: پدې خبره ګواهي ورکول دي چې له الله پرته بل معبود نشته، او پر دې چې محمد د الله رسول دی، او دا ګواهي الله تعالی ته د عبادت خالصول او له هغه پرته یې له نورو نفي کول په بر کې نیسي، او همدا د (لا اله الا الله) معنا ده، ځکه معنا یې داسې ده لکه څنګه چې علماوو فرمایلي: له الله پرته بل بر حق معبود نشته، نو پر دې اساس: هر هغه څه چې له الله پرته یې عبادت کیږي - که بشر وي، یا ملاېکه، یا پيری او یا بل څه - نو هغه باطل معبود دی، او په حقه معبود یوازې یو الله دی چې شریک نه لري، الله تعالی فرمایلي:
﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلۡبَٰطِلُ...﴾
ژباړه: (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى) [الحج سورت: 62 آیت].
او وړاندې تېر شول چې الله پاک پيریان او انسانان د همدې بنسټیز اصل لپاره پېدا کړي او امر یې ورته پرې کړی، رسولان یې پرې رالیږلي او کتابونه یې پرې نازل کړي دي؛ نو بنده ته په کار دي چې پدې اړه ژور او زیات فکر وکړي؛ تر څو ورته لدې اصل څخه د ډیری مسلمانانو ناپوهي څرګنده شي چې پکې ښکېل دي؛ چې د الله تعالی سره یې د نورو عبادت وکړ او د هغه خالص حق یې نورو ته ورکړ، الله دې مرسته وکړي.
او په الله پاک له ایمان څخه پدې باور لرل دي چې همغه د کائناتو پيدا کوونکی، چارې سموونکی، او په خپل علم او ځواک سره هر رنګ چې وغواړي د هغوی په چارو کې تصرف کوونکی دی، او همغه د دنیا او آخرت مالک او د ټولو کائناتو رب دی، له هغه پرته بل خالق نشته او له هغه پرته بل رب نشته. او دا چې هغه استازي (رسولان) رالیږلي او کتابونه یې د بندګانو د اصلاح او هغه څه ته د بلنې په موخه نازل کړي دي چې په دنیا او اخرت کې د هغوی خلاصون او ښېګڼه پکې ده. او دا چې هغه پاک ذات پدې ټولو کې شریک نه لري، الله تعالی فرمایلي:
﴿ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَيۡءٖۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ وَكِيلٞ 62﴾
ژباړه: (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: 62 ایت].
او الله تعالی فرماېلي:
﴿إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِۖ يُغۡشِي ٱلَّيۡلَ ٱلنَّهَارَ يَطۡلُبُهُۥ حَثِيثٗا وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ وَٱلنُّجُومَ مُسَخَّرَٰتِۭ بِأَمۡرِهِۦٓۗ أَلَا لَهُ ٱلۡخَلۡقُ وَٱلۡأَمۡرُۗ تَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ54﴾
ژباړه: (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړی يې دی) لمر، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، آګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول دي، ډېر بركت والا دى الله چې رب العالمین دى). [الأعراف سورت: 54 آیت].
او په الله تعالی له ایمان څخه د هغه په نېکو نومونو او عالیه صفتونو ایمان راوړل دي چې د هغه په کتاب او د هغه د امانتدار رسول په سنت کې راغلي دي، پرته له تحریف، له معنا څخه یې انکار، پرته له څرنګوالي او بېلګې بیانولو څخه،
﴿...لَيۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَيۡءٞۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴾
ژباړه: (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: 11 آیت].
نو په اړه یې واجب دریځ دا دی چې لکه څنګه چې راغلي، د څرنګوالي له څیړلو پرته همداسې په خپل حال له هغو لویو معانیو سره پرېښودل شي چې دلالت پرې کوي، چې هغه د الله تعالی صفتونه دي، او واجب دي چې الله تعالی په هغو صفتونو سره د هغه د شان سره سم یاد شي، پرته له دې چې په صفاتو کې یې له مخلوقاتو سره په یو څه کې تشبیه ورکړل شي، لکه چې الله تعالی فرمایلي: او الله تعالی فرمایي:
﴿فَلَا تَضۡرِبُواْ لِلَّهِ ٱلۡأَمۡثَالَۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ وَأَنتُمۡ لَا تَعۡلَمُونَ74﴾
ژباړه: (نو تاسو د الله لپاره مثالونه مه بیانوئ، بېشكه الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ). [النحل سورت: 74 آیت].
نو د الله تعالی په اسماوو او صفاتو کې همدا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابو کرامو او په نیکۍ کې تر قیامته د هغوی له پيروانو څخه د اهل سنت و الجماعت عقیده ده، او همدا هغه عقیده ده چې امام: أبو الحسن الأشعري رحمه الله په (المقالات) کتاب کې د محدثینو او اهل سنتو څخه رانقل کړې او نورو د علم او ایمان خاوندانو هم رانقل کړې ده.
اوزاعي رحمه الله ویلي: له زهري او مکحول څخه د صفاتو د آیتونو په اړه پوښتنه وشوه، هغوی دواړو وویل: څنګه چې راغلي دي همغسې یې تېر کړئ3.
او اوزاعي - رحمه الله - هم فرمایلي دي: موږ او ډیری تابعینو به ویل چې الله پاک په خپل عرش دی او په هغو صفاتو ایمان لرو چې په سنت کې راغلي دي4.
ولید بن مسلم رحمه الله ویلي دي: ( له مالک، اوزاعي، لیث بن سعد او سفیان الثوري رحمهم الله څخه په صفاتو کې د راغلو روایاتو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغوی ټولو وویل چې: د کیفیت په اړه یې له پوښتنې کولو پرته همداسې تېر کړئ (عقیده پرې ولرئ) لکه څنګه چې راغلي دي5.
او کله چې د مالک د شیخ؛ ربیعة بن أبی عبد الرحمن رحمهما الله څخه د استوا په اړه پوښتنه وشوه هغه وویل: استوا نامعلومه نده، د کیفیت په اړه یې پوښتنه کول غیر معقول کار دی، د الله له طرفه پېغام، په رسول یې ښکاره رسول او پر موږ یې منل دي).6 او کله چې له مالک رحمه الله څخه پدې اړه پوښتنه وشوه هغه وویل: (استوا معلومه، کیفیت یې ناڅرګند، ایمان پرې واجب او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دی) بیا یې پوښتونکي ته وویل: ماته یو ډیر بد انسان ښکارې! او امر یې وکړ نو وویستل شو7. او همدا معنا له أم المؤمنین أم سلمة رضي الله عنها څخه هم روایت شوې ده8.
او امام أبو عبد الرحمن بن المبارک رحمة الله علیه ویلي: (موږ خپل سپېڅلی رب پدې پېژنو چې هغه د خپلو اسمانونو د پاسه په خپل عرش دی او له مخلوقاتو څخه یې جلا دی)9.
او پدې اړه د امامانو خبرې ډیرې زیاتې دي چې پدې یو تقریر کې یې راوړل ناشوني دي، او که څوک غواړي چې ډیرو معلوماتو ته پدې اړه لاسرسی ولري نو د اهل سنت علماوو لیکنو ته دې مراجعه وکړي لکه ( السنة ) کتاب؛ د عبد الله بن الامام احمد او ( التوحید ) د جلیل القدر امام محمد بن خزیمة کتاب، او ( السنة ) د ابو القاسم اللالکائي الطبري کتاب، او ( السنة ) د أبی بکر بن أبی عاصم کتاب، د حماة کلي اوسیدونکو ته د شیخ الِاسلام ابن تیمیة ځواب، او هغه لوی او ډیر ګټه لرونکی ځواب دی، په نوموړي ځواب کې هغه رحمه الله د اهل سنت عقیده بیان کړې ده او د هغوی زیاتې ویناوې یې نقل کړي دي، همدا رنګه شرعي او عقلي دلیلونه چې د اهل سنت د ویناوو په صحت دلالت کوي او د هغوی د مقابل لورې د ویناوو په بطلان دلالت کوي راوړي دي.
همدا رنګه یې هغه رساله چې د : التدمریة په نوم یادیږي؛ په عقلي او نقلي دلایلو سره یې د اهل سنت و الجماعت عقیده تشریح کړې، او په نیک نیت او حق پېژندنې ته په لیوالتیا سره پکې هر عالم لوستونکي ته ښکاري چې باطل پکې افشا شوی دی. نو په اسماء او صفاتو کې د اهل سنت والجماعت عقیده دا ده چې هغوی الله تعالی ته هغه څه ثابتوي چې هغه په خپل کتاب کې ځانته ثابت کړي او یا یې ورته رسول صلی الله علیه وسلم په خپل سنت کې ثابت کړي دي، پرته له بېلګې بیانولو، او د مخلوق له مشابهت څخه یې داسې سپېڅلی کړی چې له معنا څخه پکې انکار نه وي؛ نو په بریالیتوب سره له تناقض څخه وژغورل شول. او پر ټولو دلایلو یې د الله تعالی په توفیق عمل وکړ؛ ځکه څوک چې پر هغه حق ثابت پاتې شي چې الله تعالی پرې رسولان رالیږلي، او پدې اړه یې خپل زیار وویست، او په لاسته راوړلو کې یې الله تعالی ته اخلاص څرګند کړ، نو الهي تګلاره دا ده چې هغه ته حق ته د رسیدو توفیق ورکوي او دلایل یې څرګندوي، لکه چې هغه تعالی فرمايي:
﴿بَلۡ نَقۡذِفُ بِٱلۡحَقِّ عَلَى ٱلۡبَٰطِلِ فَيَدۡمَغُهُۥ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٞ...﴾
ژباړه: (بلكې مونږ په حق سره باطل ولو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي). [الأنبياء سورت: 18 آیت].
او الله تعالی فرماېلي:
﴿وَلَا يَأۡتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئۡنَٰكَ بِٱلۡحَقِّ وَأَحۡسَنَ تَفۡسِيرًا33﴾
ژباړه: (او (د دې لپاره هم چې) هغوى كه تاته هر ډول مثال (يا پوښتنه) راوړي، موږ يې سم ځواب او غوره بيان درته راوړو). [الفرقان سورت: 33 آیت].
خو هغه کسان چې د اسماء او صفاتو په باب کې د اهل سنت والجماعت د عقیدې مخالف دي؛ نو خامخا به د عقلي او نقلي دلایلو سره په هغه څه کې په ټکر کې واقع کیږي چې دی یې ثابتوي او یا ترې انکار کوي. او حافظ ابن کثیر رحمه الله په خپل مشهور تفسیر کې د دې موضوع په اړه د دې آیت د تفسیر پر مهال ښایسته وینا کړې ده؛ چې الله تعالی فرمایي:
﴿إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِ...﴾
ژباړه: (بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش برقرار شو). [الأعراف سورت: 54 آیت].
چې لوی ګټې ته په لیدو یې دلته راوړل غوره دي؛ هغه رحمه الله فرمایلي:
خلک د دې موضوع په اړه ډېر نظرونه لري چې دا یې د راوړلو ځای نه دی، بلکې، موږ به پدې ځای کې د سلفو صالحینو؛ مالک، أوزاعي، ثوري، لیث بن سعد، شافعي، أحمد بن حنبل، اسحاق بن راهویه او د مسلمانانو د نورو پخوانیو او اوسنیو امامانو - رحمهم الله - مذهب تعقیبوو چې هغه : اسماء او صفات په خپل حال پرېښودل دي لکه څنګه چې راغلي دي، پرته له څرنګوالي، مشابهت او له معنا څخه یې انکار، او هغه څه چې د تشبیه کوونکو په ذهن کې ښکاره دي، هغه له الله تعالی څخه منفي دي، ځکه الله جل جلاله په هیڅ شي کې د خپلو مخلوقاتو په څېر نه دی،
﴿...لَيۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَيۡءٞۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴾
ژباړه: (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: 11 آیت]. بلکې خبره هغه ده چې امامانو کړې ده لکه: نعیم بن حماد د بخاري شیخ چې ویلي یې دي: چا چې الله تعالی د مخلوقاتو سره تشبیه کړ، کفر یې وکړ، او چا چې له هغه څه نه انکار وکړ چې الله تعالی پرې ځان نومولی یقینا چې کفر یې وکړ10. او په هغه څه کې مشابهت نشته چې الله تعالی پرې خپل ځان موصوف کړی او یا یې پرې رسول توصیف کړی، نو چا چې الله تعالی ته هغه څه ثابت کړل چې په ښکاره آیتونو او صحیحه اخبارو کې راغلي؛ څنګه چې د الله تعالی د جلال سره ښایي، او له الله تعالی څخه یې نېمګړتیاوې نفې کړې؛ نو د هدایت لار یې تعقیب کړې ده. د ابن کثیر رحمه الله وینا پای ته ورسیده.11
په الله تعالی ایمان کې دا عقیده هم شامله ده چې ایمان قول او عمل دی، دا چې په اطاعت سره زیاتیږي او په نافرمانۍ سره کمیږي، او دا جواز نلري چې کوم مسلمان د شرک او کفر څخه د کوچنیو ګناهونو له امله کافر وګڼل شي لکه: زنا، غلا، سود، شراب څښل، د مور او پلار نافرماني، او نور لوی ګناهونه، خو چې حلال یې ونه ګڼي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ...﴾
ژباړه: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي). [النساء سورت: 48 آیت]. او هغه څه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په متواترو احادیثو کې ثابت شوي دي لکه د هغه دا وینا:
«إِنَّ اللهَ يُخْرِجُ مِنَ النَّارِ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ مِنْ إِيْمَانٍ».
ژباړه: «الله تعالی به هر هغه څوک له دوزخ څخه راوباسي چې په زړه کې یې د اوري د دانې په اندازه ایمان وي»12.
دویم اصل: په ملایکو ایمان،
دا دوو چارو ته شاملیږي: لومړۍ چاره: پر ملایکو اجمالي ایمان؛ چې الله تعالی ملایکې د خپل طاعت لپاره پېدا کړي او هغوی یې په ځینو صفتونو سره یادې کړي دي لکه:
﴿وَقَالُواْ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَلَدٗاۗ سُبۡحَٰنَهُۥۚ بَلۡ عِبَادٞ مُّكۡرَمُونَ 26 لَا يَسۡبِقُونَهُۥ بِٱلۡقَوۡلِ وَهُم بِأَمۡرِهِۦ يَعۡمَلُونَ27 يَعۡلَمُ مَا بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡ وَلَا يَشۡفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ٱرۡتَضَىٰ وَهُم مِّنۡ خَشۡيَتِهِۦ مُشۡفِقُونَ28﴾
ژباړه: (او دوى (كافران) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه (له دې نه) پاك دى، بلكې (ملايك خو) ډېر معزز بنده ګان دي)،
(نه مخکې کېږي د الله تعالی نه په هیڅ خبره کې او بلکې دوی د هغه په حکم باندې عمل کوي)،
هغه ته معلوم دي څه چې د دوى په وړاندې دي او څه چې له دوى نه وروسته دي، او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي). [الأنبياء سورت: 26-28 ایتونه].
دوی ډیری ډولونه دي چې ځینو ته یې د عرش د پورته کولو دنده سپارل شوې، ځینې یې د جنت او دوزخ ساتونکي دي، او ځینو ته یې د بندګانو د اعمالو د ساتنې دنده سپارل شوې ده. دویمه چاره: په ملاېکو تفصیلي ایمان؛ داسې چې په هغو ملاېکو ایمان ولرو چې الله تعالی او رسول یې هغوی نومولي دي لکه: جبریل چې پر وحی مکلف دی، او میکائیل چې د باران مسوولیت لري، او مالک چې د دوزخ خزانه دار دی. او اسرافیل چې په شپېلۍ کې د پوکولو دنده پر غاړه لري. لکه څرنګه یې چې په صحیحو حدیثونو کې یادونه شوې ده لکه هغه چې په صحیح کې له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«خُلِقَتِ الـمَلَائِكَةُ مِن نُورٍ، وَخُلِقَ الجَانُّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ، وَخُلِقَ آدَمُ مِمَّا وُصِفَ لَكُم».
ژباړه: «ملاېکې له رڼا (نور) څخه پیدا شوي، او جان ( پیری) د اور له خالصې شغلې څخه پیدا شوی، او ادم علیه السلام له هغه څه څخه پیدا شوی چې تاسو ته بیان شوي دي»13. مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی.
دریم اصل: په کتابونو اېمان، چې دوو چارو ته شاملیږي:
لومړۍ چاره: په کتابونو اجمالي اېمان؛ داسې چې الله تعالی په خپلو رسولانو او انبیاوو کتابونه رالیږلي؛ تر څو یې حق بیان کړي او لور ته یې بلنه ورکړي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿لَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا رُسُلَنَا بِٱلۡبَيِّنَٰتِ وَأَنزَلۡنَا مَعَهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡمِيزَانَ لِيَقُومَ ٱلنَّاسُ بِٱلۡقِسۡطِ...﴾
ژباړه: (پرته له شکه موږ خپل رسولان له ښكاره دليلونو سره لېږلي او له هغوى سره مو كتاب او تله هم را نازل كړي تر څو خلك په انصاف ولاړ اوسي). [الحديد سورت: 25آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿كَانَ ٱلنَّاسُ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ فَبَعَثَ ٱللَّهُ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَ ٱلنَّاسِ فِيمَا ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِ...﴾
ژباړه: (ټول خلک (په لومړیو کې) یو امت (ډله) وو، (بیا ځينې کافران شول) نو الله پېغمبران ولېږل چې (مؤمنانو ته) زيري وركوونكي او (کافرانو ته) وېروونكي وو ، او له دوی سره یې په حقه کتاب راولېږه د دې لپاره چې د خلکو ترمنځ فیصله (حکم) وکړي په هغه څه کې چې دوی په هغه کې اختلاف کړی دی). [البقرة سورت: 213 آیت].
دویمه چاره: په کتابونو تفصیلي ایمان دی؛ چې په هغو کتابونو ایمان ولرو چې الله تعالی یې نومونه یاد کړي لکه: تورات، انجیل، زبور او قرآن کریم، او باور ولرو چې قرآن کریم یې تر ټولو غوره او وروستی کتاب دی، او پر هغوی برلاسی دی، او هغوی لره تاییدونکی دی، او دا چې نوموړی هغه کتاب دی چې ټول امت یې باید پيروي وکړي او د پریکړو لپاره یې اساس وګرځوي، سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحیحه سنتو- ځکه چې الله تعالی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ټولو انسانانو او پېریانو ته د پیغمبر په توګه رالیږلی او دا قرآن یې پرې نازل کړی، تر څو یې پر مټ د دوی ترمنځ پریکړې وکړي، او د هغه څه لپاره یې شفا ګرځولې چې په زړونو کې دي، او د هرڅه لپاره یې وضاحت، هدایت او د مؤمنانو لپاره یې رحمت ګرځولی دی، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَهَٰذَا كِتَٰبٌ أَنزَلۡنَٰهُ مُبَارَكٞ فَٱتَّبِعُوهُ وَٱتَّقُواْ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ155﴾
ژباړه: (او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي) [الأنعام سورت: 155آیت]. او الله پاک فرمايلي:
﴿...وَنَزَّلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ تِبۡيَٰنٗا لِّكُلِّ شَيۡءٖ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٗ وَبُشۡرَىٰ لِلۡمُسۡلِمِينَ﴾
ژباړه: (او پر تا مو کتاب نازل کړی چې د هرڅه بيانوونکی، لارښوونه، لورېينه او د مسلمانانو لپاره زېری دی) [النحل سورت: 89 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنِّي رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيۡكُمۡ جَمِيعًا ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ فَـَٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ٱلنَّبِيِّ ٱلۡأُمِّيِّ ٱلَّذِي يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَكَلِمَٰتِهِۦ وَٱتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ158﴾
ژباړه: (ته ووایه: اى خلکو! بې شكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: 158 آیت] او په دې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي.
څلورم فصل: په رسولانو ایمان
دا هم دوه چارو ته شاملیږي: لومړۍ چاره: په رسولانو اجمالي ایمان دی؛ چې ایمان ولرو چې الله تعالی خپلو بندګانو ته پېغمبران رالیږلي، ځینې له دوی څخه زیری ورکوونکي او ځینې یې ویرونکي او همدا رنګه حق ته بلونکي دي؛ نو چا چې د دوی بلنه ومنله نېمکرغه شو، او چا یې چې مخالفت وکړ پښېمانه او ناامیده به شي، د دوی وروستی او غوره یې زمونږ نبي محمد بن عبد الله -صلی الله علیه وسلم- دی، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ...﴾
ژباړه: (او یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿رُّسُلٗا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةُۢ بَعۡدَ ٱلرُّسُلِ...﴾
ژباړه: او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلکو ته په الله باندې څه حجت پاتې نشي). [النساء سورت: 165 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٖ مِّن رِّجَالِكُمۡ وَلَٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ...﴾
ژباړه: (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى، مګر د الله رسول او د نبیانو (د لړۍ) پای ته رسوونکی دى). [الأحزاب سورت: 40 آیت].
دویمه چاره: په رسولانو په تفصیل سره ایمان راوړل؛ دا په تفصیل او توضیح سره په هغو کسانو ایمان راوړل دي چې الله تعالی نومولي یا د هغوی نومونه د الله د رسول -صلی الله علیه وسلم- لخوا ثابت شوي دي، لکه: نوح، هود، صالح، ابراهیم او نور صلى الله وسلم عليهم وعلى آلهم وأتباعهم.
پنځم اصل: د آخرت په ورځ ایمان
چې شامل دی:
پر هر هغه څه ایمان راوړل چې الله او د هغه رسول - صلی الله علیه وسلم - یې په اړه خبر ورکړی دی چې له مرګ نه وروسته به پېښیږي لکه: د قبر آزموینه، د هغه عذاب او نعمت، او د قیامت د ورځې ویره، سختۍ، صراط، میزان، حساب، جزاء، د خلکو تر منځه د عملنامو غوړیدل، چې چاته به په ښي او چاته په چپ لاس او یا د شا له لورې ورکول کیږي.
په دې کې پر هغه حوض ایمان درلودل هم شامل دي چې زموږ له پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم سره یې ژمنه شوې او په جنت او دوزخ ایمان، د مومنانو لخوا د خپل سپېڅلي رب لیدل او د هغه لخوا د خپلو بندګانو سره خبرې کول او داسې نور شیان دي چې په قرآن کریم او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم په صحیح سنت کې راغلي دي، نو پر بنده پدې ټولو ایمان راوړل په هغه طریقه واجب دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړې ده.
شپږم اصل: په تقدیر ایمان
او څلورو چارو ته شاملیږي:
لومړۍ چاره: پدې ایمان راوړل چې الله پاک پر هر هغه څه پوه دی چې شوي او هغه چې کیږي به، او د خپلو بندګانو په حالاتو، د هغوی په ارزاقو، اجلونو، عملونو او داسې نورو چارو پوه دی، نو له هغه سبحانه وتعالی څخه هیڅ شی لدې شیانو نه پټیږي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿...وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ﴾
ژباړه: (او پوهه شئ چې بې شکه الله په هر شي باندې ښه پوه دى). [البقرة سورت: ۲۳۱ آیت]. او الله تعالی فرمایلي:
﴿...لِتَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ وَأَنَّ ٱللَّهَ قَدۡ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عِلۡمَۢا﴾
ژباړه: (د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې یقینًا الله په هر شي ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى). [الطلاق سورت: ۱۲ آیت].
دویمه چاره: پدې ایمان چې الله تعالی ټول هغه څه لیکلي چې هغه اندازه کړي او د هغو پرېکړه یې کړې ده، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿قَدۡ عَلِمۡنَا مَا تَنقُصُ ٱلۡأَرۡضُ مِنۡهُمۡۖ وَعِندَنَا كِتَٰبٌ حَفِيظُۢ 4﴾
ژباړه: (یقینًا موږ په هغه څه خبر یو چې ځمكه يې د دوى (له وجود) نه كموي او له زموږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى) [ق سورت: ۴ آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿...وَكُلَّ شَيۡءٍ أَحۡصَيۡنَٰهُ فِيٓ إِمَامٖ مُّبِينٖ﴾
ژباړه: (او هر شى، موږ په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى). [يس سورت: ۱۲ آيت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۚ إِنَّ ذَٰلِكَ فِي كِتَٰبٍۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ70﴾
ژباړه: (آیا ته نه پوهېږې چې یقېنا الله تعالی پوه دی په هغه څه چې په اسمان کې دي او په زمکه کې دي، بېشکه دا ټول په کتاب (لوح محفوظ) کې دي، بېشکه دا په الله تعالی باندې آسان دي) [الحج سورت: ۷۰ آیت].
دریمه چاره: د الله تعالی په مؤثره اراده (مشیئت) ایمان؛ هر هغه څه چې هغه یې غواړي هغه به کیږي، او هر هغه څه چې هغه یې نه غواړي هغه به نه کیږي، لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يَفۡعَلُ مَا يَشَآءُ﴾
ژباړه: (یقینا الله کوي هغه څه چې خوښه یې وي) [الحج سورت: ۱۸ آیت]. او الله تعالی فرمایلي:
﴿إِنَّمَآ أَمۡرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيۡـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ82﴾
ژباړه: (د هغه امر خو كله چې څه وغواړي ايله دا دى چې و وايي: شه! نو هغه وشي). [يس سورت: ۸۲ آیت]. او الله پاک فرمایلي:
﴿وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ29﴾
ژباړه: (او تاسو د (سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي). [التكوير سورت: ۲۹ ایت].
څلورمه چاره: پدې ایمان چې ټول موجودات الله تعالی پیدا کړي دي؛ نو له هغه پرته یې بل خالق او له هغه پرته یې بل رب نشته، لکه چې هغه سبحانه وتعالی فرمایلي:
﴿ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَيۡءٖۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ وَكِيلٞ62﴾
ژباړه: (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت:۶۲ آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡۚ هَلۡ مِنۡ خَٰلِقٍ غَيۡرُ ٱللَّهِ يَرۡزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۚ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ فَأَنَّىٰ تُؤۡفَكُونَ3﴾
ژباړه: (اې خلكو! الله چې پر تاسو څه پېرزوينه كړې هغه درياد كړئ، آيا له الله پرته كوم بل خالق شته چې له آسمان او زمكې روزي دركړي؟ له هغه پرته كوم بل الله نشته، نو تاسو څنګه اړول كيږئ (له حقه)) [فاطر سورت: ۳ آیت].
نو په تقدیر ایمان: پدې ټولو څلور واړو چارو ایمان راوړلو ته شاملیږي، لکه څنګه چې د اهل سنت والجماعت عقیده ده؛ د هغو بدعتیانو خلاف چې له ځینو یې انکار کوي.
او د هغې صحیح عقیدې چې اهل سنت والجماعت یې لري، مهمې چارې دا دي: د الله لپاره محبت او د الله لپاره کرکه کول، د الله لپاره دوستي او د الله لپاره دښمني چې همدې ته د ولاء او براء عقیده وایي، چې په الله تعالی د ایمان یوه برخه ده.
نو مؤمن د مؤمنانو سره مینه لري او دوستي ورسره کوي، او له کافرانو کرکه لري او دښمني ورسره کوي، او د دې امت په سر کې مؤمنان د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام دي، لکه څنګه چې د اهل سنت والجماعت په نزد منل شوې ده؛ نو هغوی ورسره مینه لري او دوستي ورسره کوي، او باور لري چې هغوی له پېغمبرانو وروسته غوره خلک دي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی چې فرمایي-:
«خَيْرُ القُرُونِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُم».
ژباړه: «تر ټولو غوره پیړۍ زما ده، بیا هغه خلک چې ورپسې دي او بیا هغه خلک چې ورپسې دي».14 د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی،
او باور لري چې غوره یې : ابوبکر الصدیق، بیا عمر الفاروق، بیا عثمان ذوالنورین، بیا علي المرتضی - رضي الله عنهم أجمعین - دي، بیا ورپسې لس هغه صحابه کرام دي چې د جنت زیری ورکړ شوی، بیا پاتې صحابه کرام - رضي الله عنهم أجمعین- او دوی د هغه څه په اړه له بحث کولو ډډه کوي چې د دوی ترمنځ پیښ شوي - یعنې د صحابه کرامو - او باور لري چې دوی په دې اړه مجتهدان وو، نو که څوک په سمه و، هغه ته دوه اجرونه ورکول کیږي او که څوک خطا شوی وي هغه ته یو اجر ورکول کیږي.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اهل بیت سره مینه لري - هغوی چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان راوړی او د هغوی ټولو سره دوستي کوي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بېبیانو سره دوستي کوي چې د مؤمنانو مورګاني دي او د ټولو لپاره د الله تعالی رضایت غواړي. او د روافضو له تګلارې بیزاره دي، هغه کسان چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو کرکه لري او کنځلې ورته کوي، او د اهل بیت په اړه افراط کوي او له هغې مرتبې یې لوړوي چې الله تعالی ورکړې ده، لکه څرنګه چې له نواصبو بیزاره دي چې په وینا او عمل سره هغوی ازاروي.
نو دا چې موږ یې یادونه وکړه: ټول هغې عقیدې ته شاملیږي چې الله تعالی پرې خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم رالیږلی او دا هغه عقیده ده چې درلودل، پرې منګولې لګول، ثابت پاتې کېدل او له مخالفت څخه یې ډډه کول واجب دي، او همدا د اهل سنت والجماعت، ژغورل شوې ډلې عقیده ده، چې په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا تَـزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الحَقِّ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ وَهُمْ كَذَلِكَ».
«همېشه به زما د امت یوه ډله پر حق بریالۍ پاتې وي، څوک یې چې ذلت غواړي هیڅ ضرر به ورته ونه رسوي، تر دې چې د الله پاک امر راشي او دوی به پر همدې حال وي»،15 او په بل روایت کې راځي:
«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الحَقِّ مَنْصُورَةٌ».
ژباړه: «تل به زما له امت څخه یوه ډله پر حق بریالۍ پاتې وي»،16 او هغه - علیه الصلاة و السلام - فرمایلي:
«افْتَرَقَتِ اليَهُودُ عَلَى إِحْدَى وَسَبْعِينَ فِرْقَةً، وَافْتَرَقَتِ النَّصَارَى عَلَى اثْنَتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً، وَسَتَفْتَرِقُ هَذِهِ الأُمَّةُ عَلَى ثَلَاثِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً كُلُّهَا فِي النَّارِ إِلَّا وَاحِدَةً فَقَالَ الصَّحَابَةُ: مَنْ هِيَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: مَنْ كَانَ عَلَى مِثْلِ مَا أَنَا عَلَيْهِ وَأَصْحَابِي».
ژباړه: «یهود په یو اویا ډلو وویشل شول، او نصارا په دوه اویا ډلو، او ژر دی چې دا اُمت به درې اویا ډلو ته وویشل شي؛ چې له یوې پرته نورې ټولې به یې په اور کې وي، صحابه وو وویل: هغه کومه ده ای د الله رسوله! ویې فرمایل: څوک چې په هغه لاره وي چې زه او زما ملګري پرې دي»17
د صحیح عقیدې ضد عقاید
هغه کسان چې له دې عقیدې څخه انحراف کوي او د هغې پر ضد ځي؛ ډېری ډولونه لري؛ له دوی څخه: د بوتانو، مجسمو، ملاېکو، اولیاوو، پېریانو، ونو، تیږو او داسې نورو عبادت کوونکي دي. نو دا هغه خلک دي چې د پېغمبرانو بلنه یې نده منلې، بلکې مخالفت او ضد یې ورسره کړی، لکه څنګه چې قریشو او رنګارنګ عربو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وکړل؛ نو هغوی به له خپلو معبودانو څخه د حاجتونو پوره کول، د ناروغانو لپاره روغتیا او پر دښمنانو بریا غوښتله، هغوی ته به یې حلالې کولې او نذرونه به یې ورته وړاندې کول، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړل، او یوازې د الله لپاره یې ورته د عبادت د خالصولو امر وکړ، دا خبره یې ناشنا وګڼله، انکار یې ترې وکړ او ویې ویل:
﴿أَجَعَلَ ٱلۡأٓلِهَةَ إِلَٰهٗا وَٰحِدًاۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَيۡءٌ عُجَابٞ5﴾
ژباړه: (ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى) [ص سورت: ۵ آیت].
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه پورې د الله تعالی لور ته بلنه ورکوله او له شرک څخه یې ویرول، او د هغه څه حقیقت یې ورته بیانوه چې بلنه یې ورکوله، تر دې چې چاته الله تعالی غوښتل هدایت یې ورته وکړ، چې بیا ډلې ډلې د الله تعالی په دین کې داخل شول، نو د پرله پسې بلنې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د اوږد جهاد پسې د اسلام دین پر ټولو ادیانو برلاسی شو، الله تعالی دې له هغوی او هغو کسانو څخه راضي شي چې په نیکۍ کې د هغوی پیروي کوي. بیا حالات بدل شول، په ډیری خلکو ناپوهي غالبه شوه؛ چې ډیری خلک د جاهلیت دین ته وروګرځیدل، داسې چې د پېغمبرانو او اولیاوو په اړه یې افراط وکړ، غوښتنې یې ترې کولې او مرسته یې پرې غوښتله او داسې نور د شرک ډولونه، او د : لا اله الا الله معنا یې ونه پېژنده، لکه څنګه چې د عربو کفارو پېژندلې وه، الله تعالی دې مرسته وکړي.
او دا شرک تر دې مهاله په خلکو کې د هغوی د ناپوهۍ او د نبوت له زمانې سره د زیات واټن د رامنځته کېدو له امله خپریږي.
د دی وروستنیو شبهه، هماغه د لومړنیو شبهه وه، چې هغه دا وینا ده:
﴿...هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ...﴾
(...دوی (معبودان) د الله تعالی پر وړاندې زموږ شفاعت کوونکي دي...). [يونس سورت: ۱۸ ايت]، او دا وینا یې:
﴿...مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ...﴾
ژباړه: (...موږ يې يوازې له دې امله لمانځو چې الله ته مو څه نېږدې کړي...). [الزمر سورت: ۳ آیت]. چې الله تعالی د دوی دا شبهه باطله کړه، او دا یې په ډاګه کړه چې څوک له هغه پرته د هر څیز عبادت وکړي نو پر هغه یې شرک کړی او کافر شوی دی، الله تعالی فرمایلي:
﴿وَيَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡ وَيَقُولُونَ هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ...﴾
ژباړه: (او هغوى له الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان وررسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي). [يونس سورت: ۱۸ ایت]. الله پاک پر دوی په خپلې دې وینا سره رد وکړ:
﴿قُلۡ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعۡلَمُ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ18﴾
ژباړه: (ته ووایه: ایا تاسو الله پر هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي). [يونس سورت: ۱۸ ایت].
نو هغه پاک ذات پدې آیت کې دا بیان کړه چې له هغه پرته د نبیانو، ولیانو او داسې نورو عبادت لوی شرک دی، اګر که تر سره کوونکی یې دا په نورو نومونو یادوي، او الله تعالی فرمایي:
﴿...وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ...﴾
(...او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته...) [الزمر سورت: ۳ آیت]. بیا پرې الله تعالی پدې وینا سره رد وکړ:
﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ﴾
ژباړه: (بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله لارښوونه نه كوي هغه چا ته چې دروغجن، ډېر ناشكره وي) [الزمر سورت: ۳ آیت].
نو پدې سره ورته الله پاک ښکاره کړه چې له هغه پرته بل چاته د دوی عبادت کول په دعا، ویرې، امید ساتلو او داسې نورو سره په هغه پاک ذات کفر کول دي، او دوۍ یې دروغجن وګرځول په خپله هغه وینا کې چې دوی ويل: مونږ یې عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې هغه - الله تعالی - ته مو ښه نږدې کړي.
او له کفري عقیدو څخه چې د سمې عقیدې ضد او هغه څه سره مخالفې دي چې پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام پرې راتګ کړی؛ هغه عقیده ده چې بې دینان یي په نن عصر کې لري لکه: د مارکس، لینن پېروان او داسې نور بې دینۍ او کفر ته بلونکي، برابره ده که دوی یې په سوشیالیزم، کمونیزم، بعث او داسې نورو نومونو یادوي، ځکه د دې بې دینانو له اصولو څخه دا دي چې هیڅ اله نشته او ژوند یوازې ماده ده.
او د دوی له اصولو څخه: ژوندون، جنت او دوزخ څخه منکریدل او په ټولو دینونو کفر کول دي، او څوک چې د دوی په کتابونو کې وګوري او هغه څه چې دوی پرې دي په یقیني توګه به باوري شي، او شک نشته چې دا عقیده د ټولو اسماني دینونو سره په ټکر کې ده، او پیروان یې په دنیا او اخرت کې له تر ټولو ناوړه انجام سره مخ کوي.
او د هغو عقایدو له ډلې چې د حق خلاف دي: د ځینو صوفیانو عقیده ده چې ځینې خلک چې هغوی یې اولیاء او د الله تعالی سره د چارو په تدبیر کې شریک بولي، او د نړۍ په اداره کولو کې تصرف کوي، او هغوی ته قطبونه (د قطب جمع ده او د صوفیانو په اند هغه چاته ویل کیږي چې د کائناتو د تشریح کولو تلسم له ځان سره ولري). اوتاد: (د وتد جمع ده او د صوفیانو په اند هغه چاته ویل کیږي چې له هر شر څخه د ځمکې د ساتنې چاره پر غاړه لري)، أغواث (د غوث جمع ده چې په سختي کې خلکو ته رسیدنه کوي).او داسې نور نومونه کاروي چې له ځان څخه یې خپلو معبودانو ته ټاکلي دي، او دا په ربوبیت کې شرک دی، چې د الله تعالی سره د شرک کولو تر ټولو بد ډول دی.
او څوک چې د جاهليت د لومړنيو خلکو شرک ته پام وکړي او هغه د وروستنیو د شرک سره پرتله کړي؛ نو وبه مومي چې د وروستنیو نسلونو شرک لوی او جدي دی، چې وضاحت یې په لاندې ډول دی: د جاهلیت پر مهال د عربو کافرانو دوه ځانګړتیاوې درلودې: لومړۍ: هغوی په ربوبیت کې شرک نه کاوه، بلکې شرک یې یوازې په عبادت کې و، ځکه د الله تعالی په ربوبیت یې اعتراف کاوه لکه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَهُمۡ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ...﴾
ژباړه: (او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله). [الزخرف سورت: ۸۷ آیت]. او الله - تعالی - فرمایلي:
﴿قُلۡ مَن يَرۡزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ أَمَّن يَمۡلِكُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَمَن يُخۡرِجُ ٱلۡحَيَّ مِنَ ٱلۡمَيِّتِ وَيُخۡرِجُ ٱلۡمَيِّتَ مِنَ ٱلۡحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلۡأَمۡرَۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُۚ فَقُلۡ أَفَلَا تَتَّقُونَ31﴾
ژباړه: (ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې څخه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) ایا نو تاسو نه وېرېږئ). [يونس سورت: ۳۱ آیت] او پدې معنا سره ډیری آیتونه راغلي دي.
دویم دا چې: د هغوی شرک به په عبادت کې تل نه و، بلکې یوازې د اسانتیا په حالت کې به یې شرک کاوه، خو په سختۍ کې به یې یوازې الله تعالی ته عبادت خالص کوو، لکه چې الله تعالی فرمایي:
﴿فَإِذَا رَكِبُواْ فِي ٱلۡفُلۡكِ دَعَوُاْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ إِذَا هُمۡ يُشۡرِكُونَ65﴾
ژباړه: (او هر کله چې دوی سپاره شي په کښتیو کې نو رابولي الله تعالی لره، اخلاص کوي د هغه په بلنه کې نو هر کله چې دوی ته نجات ورکړي وچې ته، (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي) [العنكبوت سورت: ۶۵ آیت].
او ورستي مشرکان چې دي نو دوی پر هغوی له دوو اړخونو ور اوښتې دي: لومړی اړخ: په ربوبیت کې د ځینو شرک. دویم اړخ: په اسانتیا او سختۍ کې شرک، لکه څرنګه چې د دوی په حال هغه څوک ښه پوهیږي چې ورسره یې ناسته پاسته شوې او د دوی حالات یې له نږدې څارلي او هغه څه یې لیدلي چې دوی یې د الحسین او البدوي او نورو له قبرونو سره په مصر او د عدن په عیدروس کې کوي، د الهادي له قبر سره په یمن، او د ابن عربي له قبر سره په شام، او د شیخ عبد القادر الجیلاني له قبر سره په عراق او نورو مشهورو قبرونو سره کوي؛ چې عوام خلک پکې غلو (له حد نه اوړیدل) کوي او د الله تعالی ډیری حقونه یې ورکړي، او داسې ډیر کم خلک شته چې رد ورباندي وکړي او د توحید حقیقت ورته بیان کړي؛ هغه چې الله پرې خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - او له هغه وړاندې رسولان علیهم الصلاة والسلام رالیږلي، بس مونږ یواځې د الله تعالی یو او خاص هغه ته ورګرځېدونکي یو.
او د اسماء او صفاتو په باب کې د صحیح عقیدې ضد عقیده د بدعتیانو؛ جهمیه او معتزله و او د دوی د پيروانو عقیده ده، چې له الله - تعالی- څخه صفات نفي کوي او یا یې له معنا څخه انکار کوي، بلکې الله تعالی پداسې صفتونو سره یادوي چې هغه معدوم (نشت)، جامد او یا ناشوني وي، الله تعالی د دوی له ویناوو څخه ډیر پورته دی.
او پدوی کې هغه خلک هم شامل دي چې له ځيني صفتونو منکر دي او ځينې نور ثابتوي لکه: أشعریان، دا چې هغوی ځيني صفتونه ثابتوي نو پرې لازم دي چې ورته نور صفتونه چې دوی یې ثابتوي د هغو صفاتو په څېر چې تېښته ترې کوي او دلایل یې نفي کوي (هم باید ثابت کړي، خو دا چې نه یې کوي) ، نو پدې سره دوی د سمعي او عقلي دلایلو سره په مخالفت کې واقع شول، او پدې سره په ښکاره ټکر کې ولوېدل،خو أهل سنت والجماعت الله پاک ته د پوره کمال سره له نومونو او صفتونو څخه هغه څه ثابتوي چې هغه (ذات) خپل ځان ته ثابت کړي او یا یې رسول؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ورته ثابت کړي وي، او پاک یې ګڼي له دې چې د مخلوق سره یې تشبیه کړي پداسې پاکوالي سره چې د تعطیل (له معنا څخه) پکې څکه نه وي، نو پدې سره دوی په ټولو دلیلونو عمل کړی، نه یې تحریف کړی او نه هم تعطیل، او له هغه ټکر څخه هم بچ پاتې شوي چې له دوی پرته نور ورسره مخ شوي دي، لکه څرنګه چې پدې اړه وړاندې وویل شول،او همدا په دنیا او اخرت کې د خلاصون او نیکمرغۍ لار ده؛ هغه نیغه لار چې د دې امت سلفو او امامانو نیولې وه. او هیڅکله به د دې امت وروستي خلک اصلاح نه شي مګر په هغه څه چې لومړي پرې اصلاح شوي وو، چې هغه د قرآن اوسنت پیروي ده، او د هر هغه څه پرېښودل چې د دې خلاف وي. له الله تعالی څخه سوال کوو چې امت خپلې هوښیارۍ ته راوګرځوي، د هدایت بلونکي پکې ډیر کړي، مشرانو او عالمانو ته یې د شرک پر وړاندې د جنګیدلو او له منځه وړلو توفیق ورکړي او له اسبابو یې خلک وویروي ... بېشکه هغه ذات اوریدونکی او نږدې دی. الله تعالی توفیق ورکوونکی دی، هغه زموږ لپاره کافي دی، او هغه د چارو غوره کار جوړونکی دی، له هغه پرته بل حالت بدلوونکی او هیڅ ځواک نشته. وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وآله وصحبه.
***
ps397v4.0 - 17/08/2026
بخاري (2856)، او مسلم (30) روایت کړی.
لالكائي په شرح أصول الاعتقاد (735)، او ابن عبد البر په جامع العلم وفضله (1801) کې روایت کړی، خو د: آيات الصفات پر ځای یې أحادیث الفاظ کارولي، چې الفاظ یې داسې دي "ارووا هذه الأحاديث كما جاءت ولا تناظروا فيها". "دا حدیثونو همداسې روایت کړئ لکه څنګه چې راغلي دي او مناظرې پکې مه کوئ".
بيهقي په الأسماء والصفات (865) کې روایت کړی، او ابن تيمية په الحموية ( 269 مخ) کې اسناد صحیح ګڼلی دی، او ذهبي په العرض (2/223) کې ویلي چې : راویان یې ثقه امامان دي.
لالكائي په: شرح أصول الاعتقاد (930)، او بيهقي په: الأسماء والصفات (955) کې روایت کړی دی.
لالكائي په شرح أصول الاعتقاد (665)، او بيهقي په: الأسماء والصفات (868) کې روایت کړی.
لالكائي په شرح أصول الاعتقاد (664)، او أبو نعيم په حلية الأولياء (325/6)، او بيهقي په الأسماء والصفات کې په: (867) کې روایت کړی دی.
المزكي په المزكيات (29)، ابن بطة په: الابانة (120)، لالكائي په شرح أصول الاعتقاد (663) کې روایت کړی.
الدارمي په: الرد على الجهمية (67)، او بيهقي په الأسماء والصفات (903) کې روایت کړی.
ذهبي په: العلو (464) کې روایت کړی او: ألباني په: مختصر العلو (184) مخ کې ویلي: وهذا إسناد صحيح، رجاله ثقات معروفون. یعنې دا سند صحیح دی او رجال یې ثقه دي.
تفسير ابن كثير (427،426/3).
بخاري (22)، د أبو سعيد الخدري رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
مسلم (2996) د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه روایت کړی.
بخاري په (۳۶۵۱) شمېره او مسلم په: (۲۵۳۳) شمېره د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
مسلم (۱۹۲۰)، د ثوبان رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
ابن ماجه (۳۹۵۲)، د ثوبان رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی، او ابن حبان (۶۷۱۴)، او حاكم (۸۶۵۳) صحیح ګڼلی دی.
ترمذي په (۲۶۴۱) رقم، د عبد الله بن عمرو رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی، او مناوي په فيض القدير (۵/۳۴۷): کې ویلي "پدې کې عبد الرحمن بن زياد الأفريقي دی، ذهبي ویلي: هغوی ضعیف ګڼلی"، او ألباني په: صحيح الجامع (۵۳۴۳) کې صحیح کړی دی.
مُسلِم روايت كړی دی(8).