غوره شوي نبوي حدیثونه
.له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته له دې ورځو څخه زیات محبوب وي، (یعنې د ذ الحجې لس ورځې)، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه؟ هغه وفرمايل: او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه، مګر هغه سړى چې له خپل ځان او مال سره وتلى وي او له هغې څخه هېڅ شی بیرته رانه وړي». [صحيح [،بخاري او ابو داود روایت کړی دی او الفاظ د ابو داود دي]
دید ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: څوک چې د قربانۍ څاروی ولري او غواړي قرباني وکړي، نو کله چې د ذوالحجې (لوی اختر) مياشت راوخېژي، بيا دې نه له خپلو ويښتانو څخه څه اخلي او نه له نوکانو څخه تر څو چې قرباني وکړي. دا حديث صحيح دی امام مسلم روايت کړی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي». [صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایيله رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه [سنن ترمذی - 2004] - - [حديث حسن او صحيح دی]
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې د الله جل جلاله په نزد کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې». ما وویل: دا خو بېشکه لویه ګناه ده، بیا مې ترې وپوښتل: چې بیا کومه ګناه لویه ده؟ هغه راته وفرمایل: «خپل اولاد له دې ویرې وژل چې ما سره به روزي وخوري». بیا مې ترې وپوښتل: له دې وروسته بيا كومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمايل: « دا چې د خپل ګاونډي له ښځې سره زنا وکړې [دا حديث امام بخاري او امام مسلم دواړو روایت کړی دی]
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې:د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب ویل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل [صحیح بخاري - 1240] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحيح]
Abu Hurairah raḍiyallāhu 'anhu meriwayatkan, ia berkata, Aku mendengar Rasulullah ﷺ bersabda, "Hak seorang muslim terhadap muslim yang lain ada lima: menjawab salam, menjenguk orang sakit, mengantar jenazah, menghadiri undangan, dan mendoakan orang yang bersin." [Sahih] - [Muttafaq 'alaihi] - [Sahih Bukhari - 1240]
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول [صحیح مسلم - 16] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح]
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، خو ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي [صحیح مسلم - 2664] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح]
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل پنځه وخته لمونځونه، یوه جمعه تر بلې جمعې پورې، او یو رمضان تر بل رمضان پورې، د هغه ګناهونو کفاره ده چې د دغو وختونو ترمینځ واقع شوي وي، پدې شرط چې له کبیره ګناهونو یې ځان ساتلی وي [دا حدیث امام مسلم روايت کړی دی]