رِسَالَتَانِ مُوجَزَتَانِ فِي الزَّكَاةِ وَالصِّيَامِ
د زکات او روژې په اړه دوه لنډ پیغامونه
سَمَاحَةُ الشَّيْخِ
عَبْدِ الْعَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بَازٍ
رَحِمَهُ اللَّهُ
مهربان شیخ
عبد العزيز بن عبد الله بن باز
الله تعالی دې پرې رحم وکړي
بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ
د زکات او روژې په اړه دوه لنډ پیغامونه
مهربان شیخ
عبد العزيز بن عبد الله بن باز
الله تعالی دې پرې رحم وکړي
لومړی پېغام
د زکات په اړه مهمې څېړنې
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده، وعلی آله وصحبه، أمابعد:
د دې وینا د لیکلو موخه خلکو ته د زکات د فرضیت په اړه نصیحت او یادونه ده، چې ډیری مسلمانان یې په اړه بې پروايي کوي او په سمه توګه یې نه ادا کوي، سره له دې زکات لویه مرتبه لري او د اسلام له پنځو بناوو څخه یوه بناه ده چې لدې پرته اسلام نه بنا کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«بُنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ، وَحَجِّ البَيْتِ»، «اسلام پر پنځو شيانو بنا دی: د دې ګواهي ورکول چې له الله پرته د بندګۍ وړ هيڅوک نه شته او دا چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله رسول دی، لمونځ قايمول، زکات ورکول، د رمضان روژه نيول او د بيت الله حج کول». د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی.
پر مسلمانانو د زکات فرض کېدل د اسلام له ښکاره ښېګڼو څخه یوه ښېګڼه او پدې دلیل دی چې اسلام د خپلو پیروانو چارو ته پاملرنه لري، زکات زیاتې ګټې لري او ناچاره مسلمانان ورته ډیره اړتیا لري.
د زکات له ګټو څخه یوه د شتمنو او غریبانو ترمنځ د مینې اړیکې پیاوړې کول دي؛ ځکه چې نفسونه د هغو کسانو سره مینې کولو ته لیواله وي چې ښه ورسره کوي.
او بله ګټه یې: د نفسونو پاکوالی، تزکیه او د حرص او بخل له صفتونو څخه یې لرې ساتل دي، لکه څنګه چې قرآن کریم د الله تعالی په دې قول کې دا معنی په ګوته کړې ده:
﴿خُذۡ مِنۡ أَمۡوَٰلِهِمۡ صَدَقَةٗ تُطَهِّرُهُمۡ وَتُزَكِّيهِم بِهَا...﴾
ژباړه: (اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې). [التوبة: ١٠٣].
او له دې څخه: د اړمنو خلکو په وړاندې مسلمان د سخاوت، مهربانۍ او شفقت له ځانګړتیاوو سره عادت کېدل دي.
او له دې څخه: د الله تعالی له لوري د برکتونو، زیاتوالي او بدلې تر لاسه کول دي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
﴿...وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّزِقِينَ﴾
ژباړه: (او تاسو چې څه شى هم لګوئ، نو هغه د دغه (څیز) عوض دركوي او هغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى). [سبأ: ۳۹]، او په صحیح حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا چې الله تعالی فرمایي:
«يَا ابْنَ آدَمَ أَنْفِقْ نُنْفِقْ عَلَيْكَ...»، ژباړه: «اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)»، او ډېرې نورې ګټې لري.
او د هغو کسانو په اړه سخت ګواښ شوی چې په (زکات) کې بخل کوي یا یې په ورکولو کې غفلت کوي. الله تعالی فرمايلي:
﴿...وَٱلَّذِينَ يَكۡنِزُونَ ٱلذَّهَبَ وَٱلۡفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٖ 34 يَوۡمَ يُحۡمَىٰ عَلَيۡهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكۡوَىٰ بِهَا جِبَاهُهُمۡ وَجُنُوبُهُمۡ وَظُهُورُهُمۡۖ هَٰذَا مَا كَنَزۡتُمۡ لِأَنفُسِكُمۡ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمۡ تَكۡنِزُونَ 35﴾
ژباړه: (او هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي او هغه د الله په لاره كې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه 34
په هغې ورځ چې د جهنم په اور كې به دغه (خزانې) ښې ګرمې كړى شي، بیا به په هغې سره د دوى تندي او د دوى اړخونه او د دوى شاګانې داغلى شي (او دوى ته به ویلى شي:) دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره خزانه كړي وو، نو تاسو وڅَكئ هغه څه چې تاسو خزانه كول) [التوبة: ٣٤ - ٣٥]، نو ټول هغه څه چې زکات یې نه ورکول کیږي یوه ذخیره ده چې مالک ته به یې د قیامت په ورځ سزا ورکول کیږي، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کې ورته اشاره شوې ده، هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ لَا يُؤَدِّي حَقَّهَا إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ القِيَامَةِ صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ؛ فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ العِبَادِ، فَيُرَى سَبِيلَهُ: إِمَّا إِلَى الجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ»، ژباړه: «د سرو او سپینو زرو هېڅ مالک نشته چې حق يې ترې نه ادا کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به ورته د اور تختې جوړې شي، او د جهنم په اور به سکروټي کړای شي او د دوی اړخونه، تندي او شاګانې به پرې په داسې ورځ کې داغل کېږي چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی، هر کله چې دا (د اوسپنې تختې) سړې شي بیا به ورته ګرمې کړای شي، تر دې چې د بندګانو تر منځ پرېکړه وشي، نو بیا به خپله لار یا جنت لوري ته ومومي او یا دوزخ لور ته».
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوښانو، غواګانو او پسونو د مالک یادونه وکړه چې زکات یې نه ورکوي، او موږ ته یې خبر راکړ چې د قیامت په ورځ به یې له امله عذاب ورکړل شي.
او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح حدیث کې راغلي چې هغه فرمایلي:
«مَنْ آتَاهُ اللهُ مَالًا فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ مُثِّلَ لَهُ شُجَاعًا أَقْرَعَ لَهُ زَبِيبَتَانِ يُطَوِّقُهُ يَوْمَ القِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُ بِلَهْزِمَتَيْهِ (يَعْنِي شِدْقَيْهِ)، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا مَالُكَ، أَنَا كَنْزُكَ»، ثُمَّ تَلَا النَّبِيُّ ﷺ قَوْلَهُ تَعَالَى: ﴿وَلَا يَحۡسَبَنَّ ٱلَّذِينَ يَبۡخَلُونَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦ هُوَ خَيۡرٗا لَّهُمۖ بَلۡ هُوَ شَرّٞ لَّهُمۡۖ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِۦ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ...﴾ ژباړه: « چاته چې الله تعالی مال ورکړی وي او هغه یې زکات نه ادا کوي نو (له مال څخه به یې) په سر ګنجی مار جوړ شي چې په وښکېو کې به یې سپن زګ وي او یا دا چې د سترګو د پاسه به یې دوه تور ټکي وي، دا مار به په غاړه کې ورواچول شي، له دواړو وښکیو څخه به یې ونیسي او وبه وایي: زه ستا مال یم، زه ستا خزانه یم» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: ﴿وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا ءَاتَاهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ، هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهم سَيْطَوَقُونَ مَا يَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَمَة﴾ ژباړه: (او هغه كسان، چې په هغه څه سره شومتیا (بخل) كوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى (دوى دې) له سره دا ګومان ونه كړي چې دا (شومتیا كول) د دوى لپاره ډېر ښه دي، بلكې دا د دوى لپاره ډېر بد دي، ژر ده چې د قیامت په ورځ به دوى ته هغه شى امېل كړى شي، چې په هغه سره دوى شومتیا كوله). [آل عمران: ۱۸۰].
زکات په څلور ډوله مالونو کې ورکول کیږي: هغه غلې او دانې چې له ځمکې راوځي، او هغه څاروي چې په خپل سر راټوکېدلې ګیاوې خوري، سره او سپین زر او سوداګریز توکي.
دا څلور واړه ډولونه هر یو ځانته بېله بېله ټاکلې اندازه (نصاب) لري، چې له هغې څخه په کمې اندازه کې زکات واجب نه دی، د دانو او میوو لپاره لږ تر لږه اندازه پنځه وسقه چې یو وسق: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پېمانه شپیته پېمانې کیږي؛ د خرما، ممیزو، غنمو، وریجو، وربشو او داسې نورو څخه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صاع مطابق درې سوه صاعه، چې یو صاع د متوسط سړي په لاسونو څلور ډکې لپې کیږي.
که چیرته د خرما ونې او فصلونه له زیار پرته اوبه کیږي لکه په باران، سیندونو، روانو چینو او داسې نورو نو لسمه برخه زکات پکې واجبیږي.
خو که چېرته په زیار او لګښت سره اوبه کېدل لکه: د اوبو څرخونه چې د څاریو په مرسته ترې اوبه راویستل کیږي، د اوبو پورته کولو ماشینونه او داسې نور، نو بیا پکې د لسمې برخه نیمه اندازه زکات واجبیږي، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې ثابت دي.
او په اوښانو، غواګانو او پسونو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه بشپړ تفصیل راغلی چې که څوک لیوالتیا لري، کولی شي د ځان پوهونې لپاره یې په اړه له علماوو څخه پوښتنه وکړي، که دلته مو د وینا لنډول موخه نه وه نو مخامخا به مو د بشپړې فایدې لپاره یادونه کړې وه.
او د سپینو زرو نصاب یو سل او څلوېښت مثقاله دی، او د سعودي عربستان په درهمونو یې اندازه شپږ پنځوس ریال ده.
او د سرو زرو نصاب شل مثقاله دی، چې د سعودي عربستان په جنیهاتو یوولس جنیه او د یوې جنیه درې اوومه برخه (یو ضرب درې پر اووه) او په ګرامونو دوه نوي ګرامه کیږي چې د زکات واجبه اندازه پکې د لسمې برخې څلورمه ده، د هغه چا لپاره چې په دواړه (سرو او سپینو زرو کې د نصاب خاوند وي) یا یوازې د یو نصاب ولري او کال پرې تېر شوی وي.
او ګټه د اصل پورې اړه لري او نوي کال ته اړتیا نلري، لکه څنګه چې د څارویو حاصل د اصل پورې اړه لري، نو نوي کال ته اړتیا نه لري، کله چې اصل نصاب وي.
همدا خبره د سرو زرو، سپینو زرو او کاغذي پېسو په اړه هم ده چې خلک یې نن ورځ معامله کوي؛ برابره خبره ده که هغه درهم، دینار، ډالر، یا کوم بل نوم ولري، که چېرې یې ارزښت د سپینو زرو یا سرو زرو نصاب ته ورسیږي او کال پرې تېر شي، نو زکات پکې واجبیږي.
د ښځو د سرو زرو یا سپینو زرو زیورات هم د پېسو په کټګورۍ کې شامل دي، کله چې نصاب ته ورسیږي او کال پرې تېر شي، نو د علماوو له دوو نظریاتو څخه د راجح نظر له مخې پکې زکات واجب دی، که څه هم د کارولو یا خلکو ته د امانت ورکولو (اعارې) لپاره وي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمومي وینا ده چې فرمایلي یې دي:
«مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ أَوْ فِضَّةٍ لَا يُؤَدِّي زَكَاتَهَا إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ القِيَامَةِ صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ»، ژباړه: «د سرو زرو او سپینو زرو هیڅ مالک نشته چې زکات یې نه ورکوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به د هغه لپاره د اور تختې وګرځول شي».1 د حدیث تر پایه چې وړاندې تېر شو.
او هغه حدیث چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دی چې هغه د یوې ښځې په لاس کې دوه بنګړي ولېدل نو ویې ویل:
«أَتُعْطِينَ زَكَاةَ هَذَا؟». قَالَتْ: لَا. قَالَ: «أَيَسُرُّكِ أَنْ يُسَوِّرَكِ اللهُ بِهِمَا يَوْمَ القِيَامَةِ سِوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ!». فَأَلْقَتْهُمَا، وَقَالَتْ: «هُمَا لِلَّهِ وَلِرَسُولِهِ»، ژباړه: «آیا د دې زکات ورکوې» هغې وویل: نه. هغه وفرمایل: « آیا دا دې خوشحالوي چې د قیامت په ورځ یې پر ځای الله تعالی د اور بنګړي در په لاس کړي!» نو هغې ګذار کړل، او ویې ویل: «دواړه دې د الله او د هغه د رسول لپاره وي» أبو داود او نسائي په حسن سند سره روایت کړی.
او له أم سلمة رضي الله عنها څخه روایت دی چې هغې د سرو زرو کړۍ اغوستې وې، نو ویې ویل: «ای د الله رسوله، آیا دا خزانه ګڼل کېږي؟ (یعنې هغه څه دي چې د ذخیره کولو له امله یې بنده ته عذاب ورکول کیږي)؟ هغه وفرمایل:
«مَا بَلَغَ أَنْ يُزَكَّى فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»، «هغه څه چې د زکات اندازې ته رسیدلي وي، زکات یې ورکړه، بیا نو خزانه نه ده». د نورو حدیثونو سره چې پدې معنا راغلي دي.
او هغه توکي چې د خرڅلاو لپاره چمتو شوي وي، نو د کال په پای کې یې نرخونه ټاکل کیږي او له قیمت څخه یې د لسمې برخې څلورمه زکات وېستل کیږي، برابره خبره ده که قیمت یې د بیعې په اندازه و، یا ترې ډیر او یا لږ و؛ دلیل یې د سمرة حدیث دی وایي:
«كَانَ رَسُولُ اللهِ ﷺ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنَ الَّذِي نُعِدُّهُ لِلْبَيْعِ»، ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به موږ ته د هغو توکو د زکات ورکولو امر کاوه چې موږ به د خرڅلاو لپاره چمتو کول». ابو داود روایت کړی.
پدې کې هغه ځمکې، ودانۍ، موټرونه، اوبه راښکونکې ماشینونه او داسې نور توکي هم راځي چې د خرڅلاو لپاره چمتو شوي وي.
او هغه بلډنګونه چې د کرایې لپاره چمتو شوي وي نو د هغې زکات د اجارې یا کرایې په پېسو کې دی چې کال پرې واوړي، او په خپله بلډنګ کې زکات نشته؛ ځکه چې د خرڅلاو لپاره چمتو شوی نه دی، همدا رنګه شخصي موټرونه او ټکسیانې هم دي چې زکات پکې نشته پدې شرط چې د خرڅلاو لپاره چمتو شوي نه وي، بلکې خاوند یې یوازې د کارونې لپاره اخېستي وي.
او که چیرته د ټکسي د مالک یا بل چا سره دومره پیسې غونډې شي چې نصاب ته ورسیږي، نو د کال په تېریدو سره پرې زکات کیږي، برابره خبره ده که هغه یې د لګښت لپاره چمتو کړي وي، یا د واده لپاره، یا د ځمکې اخېستلو او یا پور ادا کولو او یا بل مقصد لپاره؛ د هغو عمومي دلایلو پر بنسټ چې پدا ډول مواردو کې د زکات د واجبیدو په اړه راغلي دي.
د علماوو له اقوالو څخه صحیح یو دا دی چې قرض د زکات ورکولو مانع نه ګرځي، لکه وړاندې چې تېر شو.
همدا رنګه د یتیمانو او لیونیانو مالونه هم دي چې د جمهورو علماوو په اند پکې زکات واجب دی چې نصاب ته ورسیږي او کال پرې تېر شي، او د هغوی په سرپرستانو واجب دي چې د هغوی له خوا نیت وکړي او زکات یې ورکړي کله چې پرې کال تېر شي؛ دلیل یې عمومي دلایل او د معاذ بن جبل رضي الله عنه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کله یمن ته ولیږه نو ورته یې وویل:
«إِنَّ اللَّهَ افْتَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً فِي أَمْوَالِهِمْ تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ، وَتُرَدُّ فِي فُقَرَائِهِمْ»، ژباړه: «یقینا چې الله تعالی پرې د هغوی په مالونو کې زکات فرض کړی چې له بډایه خلکو یې اخېستل کیږي او ناچارو ته یې ورکول کیږي».
او زکات د الله تعالی حق دی، روا نه ده د هغه چا سره پکې خواخوږي وشي چې مستحق یې نه وي او نه دا چې له امله یې څوک ګټه تر لاسه کول یا له ځان څخه تاوان چپول په نظر کې ونیسي، یا دا چې خپل مال پرې وساتي او یا پرې ځان له ملامتۍ څخه خلاص کړي، بلکې پر خاوند یې واجب دي چې مستحقو خلکو ته یې ورکړي، ځکه چې همغوی یې خاوندان دي، نه د بل غرض او موخې لپاره، بل دا چې له زړه نه به یې ورکوي، او په ورکولو سره به یې الله تعالی ته مخلص وي؛ تر څو یې غاړه خلاصه شي او د لوی اجر او ثواب مستحق وګرځي.
الله تعالی په خپل سپیڅلي کتاب کې د هغو کسانو ډلې تشریح کړي چې د زکات مستحق دي. الله تعالی فرمايي:
﴿إِنَّمَا ٱلصَّدَقَٰتُ لِلۡفُقَرَآءِ وَٱلۡمَسَٰكِينِ وَٱلۡعَٰمِلِينَ عَلَيۡهَا وَٱلۡمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمۡ وَفِي ٱلرِّقَابِ وَٱلۡغَٰرِمِينَ وَفِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱبۡنِ ٱلسَّبِيلِۖ فَرِيضَةٗ مِّنَ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ 60﴾
ژباړه: (دا صدقې خو په اصل كې د فقيرانو او مسكينانو له پاره دي او د هغو خلكو له پاره دي چې د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چې د هغو زړونه په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستې لپاره، او د الله په لار كې او په مسافر پالنه كې د استعمالولو لپاره دي د الله له لورې يوه فريضه ده او الله په هر څه پوهېدونكى او حكمت والا دى). [التوبة: ٦٠].
او په دې دوه عزتمندو نومونو سره د دې مبارک آیت پای ته رسولو کې الله تعالی خپلو بندګانو ته خبرداری ورکوي چې هغه، قادر مطلق او د خپلو بندګانو د حالاتو څخه خبر ذات دی چې: څوک له دوی څخه د زکات مستحق دي او څوک نه، او هغه په خپل شریعت او تقدیر کې حکمت والا ذات دی، نو هغه هر شی په خپل مناسب ځای کې کاروي، که څه هم له ځینو څخه یې راز او حکمت پټ وي؛ تر څو یې بندګان له شریعت څخه ډاډمن او واکمنۍ ته یې تسلیم شي.
له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې مونږ او ټولو مسلمانانو ته په دین کې پوهه، په معاملاتو کې ریښتینولي او هغو کارونو ته یو له بل څخه د مخکې کېدلو توفیق راکړي چې هغه پرې راضي کیږي، او له هغو کارونو مو وساتي چې د هغه د غصې لامل ګرځي، یقینا چې هغه ذات اوریدونکی او نږدې دی!
وصلى الله وسلم على عبده ورسوله محمد وآله وصحبه.
د علمي څېړنو د ادارو عمومي رئیس
او د فتوا، دعوت او ارشاد
مهربان شیخ: عبد العزیز بن عبد الله بن باز.
***
دویم پېغام
په رمضان کې د روژې او لمونځ فضیلت او د ځینو مهمو احکامو تشریح چې کیدی شي ډیر خلک پرې نه پوهیږي.
بسم اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د عبدالعزیز بن عبدالله بن باز له خوا هر هغه مسلمان ته چې دا (لیکنه) ویني، الله تعالی دې ما او هغوی ته د مؤمنانو لارې ته لارښوونه وکړي او موږ ته دې په سنت او قرآن د پوهې لارښوونه وکړي، آمین!
سلام عليكم ورحمة الله وبركاته
أما بعد: دا د روژې په میاشت کې د روژې نیولو او لمانځه د فضیلت او په نیکو کارونو کې د سیالۍ د فضیلت په اړه د اړینو احکامو د تشریح سره یو لنډ نصیحت دی چې کیدای شي ځینې خلک ترې ناخبره وي.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې هغه خپلو صحابه کرامو ته د روژې د میاشتې د راتګ زیری ورکاوه، او ورته به یې ویل چې دا هغه میاشت ده چې د رحمت او جنت دروازې پکې خلاصیږي، د دوزخ دروازې تړل کیږي او شیطانان په زنځیرونو تړل کیږي، او فرمایل به یې:
«إِذَا كَانَتْ أَوَّلُ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الجَنَّةِ فَلَمْ يُغْلَقْ مِنْهَا بَابٌ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ فَلَمْ يُفْتَحْ مِنْهَا بَابٌ، وَصُفِّدَتِ الشَّيَاطِينُ، وَيُنَادِي مُنَادٍ: يَا بَاغِيَ الخَيْرِ أَقْبِلْ، وَيَا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقْصِرْ، وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ، وَذَلِكَ كُلَّ لَيْلَةٍ»، ژباړه: «کله چې د رمضان لومړۍ شپه راشي، د جنت دروازې پرانیستل شي چې یوه یې هم تړلې نه پاتې کیږي او د دوزخ دروازې وتړل شي چې یوه یې هم خلاصه نه پاتې کیږي، شیطانان وتړل شي او یو آواز کوونکی اواز وکړي: ای د خېر غوښتونکیه مخ په وړاندې راشه، او ای د شر غوښتونکیه! له ګناهونو ودریږه، او (د رمضان د میاشتې) په هره شپه کې الله تعالی له اور څخه ازادوونکي لري».
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«جَاءَكُمْ شَهْرُ رَمَضَانَ شَهْرُ بَرَكَةٍ يَغْشَاكُمُ اللهُ فِيهِ: فَيُنْزِلُ الرَّحْمَةَ وَيَحُطُّ الخَطَايَا، وَيَسْتَجِيبُ الدُّعَاءَ، يَنْظُرُ اللهُ إِلَى تَنَافُسِكُمْ فِيهِ فَيُبَاهِي بِكُمْ مَلَائِكَتَهُ؛ فَأَرُوا اللهَ مِنْ أَنْفُسِكُمْ خَيْرًا؛ فَإِنَّ الشَّقِيَّ مَنْ حُرِمَ فِيهِ رَحْمَةَ اللهِ»، ژباړه: «د روژې میاشت درته راغلې ده، د برکت میاشت چې الله پاک پکې تاسو پوښي: نو رحمت نازلوي، ګناهونه لرې کوي او دعاګانې قبلوي، الله تعالی پکې ستاسو سیالۍ ته ګوري او د خپلو ملائکو پر وړاندې پر تاسو ویاړي؛ نو الله تعالی ته مو له ځان څخه خېر وښیئ؛ بدبخته هغه څوک دی چې د الله له رحمت څخه پکې بې برخې پاتې شي».
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ لَيْلَةَ القَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»، ژباړه: «څوک چې د رمضان میاشت د ایمان او ثواب په نیت روژه ونیسي تېر ګناهونه به یې وبښل شي، او څوک چې د رمضان په میاشت کې د ایمان او ثواب په نیت لمونځونه وکړي نو تېر ګناهونه به یې وبښل شي او څوک چې د قدر شپه د ایمان او ثواب په نیت په عبادت تېره کړي، د هغه پخواني ګناهونه به وبښل شي».
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«يَقُولُ اللهُ: كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ الحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ إِلَّا الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ؛ تَرَكَ شَهْوَتَهُ وَطَعَامَهُ وَشَرَابَهُ مِنْ أَجْلِي، لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ: فَرْحَةٌ عِنْدَ فِطْرِهِ، وَفَرْحَةٌ عِنْدَ لِقَاءِ رَبِّهِ، وَلَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللهِ مِنْ رِيحِ المِسْكِ»، ژباړه: «الله پاک فرمايلي: د آدم د زوی هر نیک عمل به د هغه لپاره له لسو څخه تر اووه سوه چنده پورې بدله ولري پرته له روژې څخه چې زما لپاره ده او زه به یې بدله ورکوم، هغه زما لپاره خپل شهوت، خوراک او څښاک پریښي دي. د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي: یوه خوشحالي چې کله روژه ماتوي، او بله خوشحالي چې کله له خپل رب سره ملاقات کوي، د روژه دار د خولې بد بویي د الله په نزد د مشک له بوی څخه غوره ده».
په رمضان کې د روژې نیولو او لمانځه د فضیلت او پخپله د روژې د فضیلت په اړه ډېر حدیثونه راغلي دي.
نو مومن باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي، چې الله پاک پرې د رمضان د میاشتې د لاندې کولو لورینه کړې ده، نو د پيروۍ په کارونو کې بیړه کوي، له بدو کارونو څخه ډډه کوي او هڅه کوي هغه څه ترسره کړي چې الله تعالی پرې فرض کړي دي، په ځانګړې توګه پنځه وخته لمونځونه، چې د اسلام د ستنې حیثیت لري او د شهادتینو پسې ستره فریضه ده، نو په هر مسلمان نارینه او ښځینه واجب دي چې پابندي پرې وکړي او په ټاکل شوو وختونو کې یې په عاجزۍ او سکون سره ادا کړي.
د سړیو په حق کې یې له مهمو دندو دا ده چې په جماعت سره په جوماتونو کې ادا شي، په هغو كورونو كې چې الله يې د اوچتولو او په هغو كې د هغه د نوم يادولو حكم كړى دى لکه چې فرمایي:
﴿وَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُواْ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱرۡكَعُواْ مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ43﴾
ژباړه: (او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او له ركوع كوونكو سره ركوع كوئ). [البقرة: ٤٣].
او الله تعالی فرمایي:
﴿حَٰفِظُواْ عَلَى ٱلصَّلَوَٰتِ وَٱلصَّلَوٰةِ ٱلۡوُسۡطَىٰ وَقُومُواْ لِلَّهِ قَٰنِتِينَ238﴾
ژباړه: (د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخې منځني لمونځ، او الله ته ودرېږئ اطاعت كوونكي). [البقرة: ۲۳۸].
او فرمایي:
﴿قَدۡ أَفۡلَحَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ 1 ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي صَلَاتِهِمۡ خَٰشِعُونَ 2﴾
ژباړه: (یقینًا مومنان كامیاب شول ۱ هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي 2 ﴾[المؤمنون: ١-٢]
تر دې چې ویې فرمایل:
﴿وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَتِهِمْ يُحَافِظُونَ 9 أَوَلَيْكَ هُمُ الْوَرِثُونَ10 الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 11﴾
ژباړه: ﴿او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي، هم دغه خلق وارثان دي، هغه چې د فردوس وارثان كېږي به، دوى به په هغه كې همېشه وي﴾ [المؤمنون ٩-١١]
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي:
«العَهْدُ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمُ الصَّلَاةُ فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ»، ژباړه: «زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».
له لمانځه وروسته تر ټولو مهمه فریضه زکات ورکول دي، لکه څنګه چې هغه فرمایلي دي:
﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ6﴾
ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكات دې وركوي او هم دغه ډېر محكم دین دى). [البينة سورت: 5 ایت]،
او الله تعالی فرمایلي:
﴿وَأَقِيمُوا الصَّلَوٰةَ وَءاتُوا الزَّكَوةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ 56﴾
ژباړه: (او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د رسول اطاعت كوئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي) [النور: ٥٦].
د الله تعالی کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سنت دا په ګوته کوي چې څوک د خپل مال زکات نه ورکوي د قیامت په ورځ به پرې سزا ورکړل شي.
له لمانځه او زکات وروسته تر ټولو مهم کار د رمضان روژه ده، چې د اسلام له پنځو ارکانو څخه یو رکن دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا کې یې یادونه شوې ده:
«بُنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ، وَحَجِّ البَيْتِ»، ژباړه: «اسلام پر پنځو شيانو ولاړ دی: د دې ګواهي ورکول چې له الله پرته د بندګۍ وړ هيڅوک نشته او دا چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله رسول دی، لمونځ قايمول، زکات ورکول، د رمضان روژه نيول او د بيت الله حج کول».
او پر مسلمان واجب دي چې خپله روژه او قیام له حرامو ویناوو او کړنو وساتي؛ ځکه چې له روژې څخه مقصد د الله تعالی اطاعت او د الله تعالی د ممانعتونو درناوی او د خپل نفس پر وړاندې مبارزه ده؛ له هغه څه نه ډډه کول چې نفس یې غواړي او کول یې د الله تعالی مخالفت وي او له هغه څه نه یې صبرول چې الله حرام کړی وي، یوازې موخه ترې د خوراک، څښاک او نورو روژه ماتوونکو پرېښودل نه دي؛ له دې امله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح روایت کې ثابت دي چې هغه فرمایلي:
«الصِّيَامُ جُنَّةٌ، فَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَصْخَبْ، فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ: إِنِّي صَائِمٌ»، ژباړه: «روژه ډال ده، نو کله چې ستاسو څخه څوک روژه وي، باید فحش خبرې ونه کړي او نه دې غږ پورته کوي. که څوک ورته بدې ردې ووایي او یا ورسره جګړه وکړي نو ودې وایي چې: 'زه روژه یم'».
او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې هغه فرمایلي:
«مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالعَمَلَ بِهِ وَالجَهْلَ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ»، ژباړه: «څوک چې درواغ ویل، عمل پرې کول او جهالت نه پریږدي، نو الله تعالی یې خوراک او څښاک پرېښودلو ته اړتیا نه لري».
نو له دې او نورو نصوصو څخه معلومه شوه چې روژه نیونکی باید له هر هغه څه څخه ځان وساتي چې الله تعالی پرې حرام کړي دي او په هر هغه عمل پابند پاتې شي چې الله تعالی پرې واجب کړي دي، نو په دې توګه هیله ده چې وبښل شي، له اور څخه آزاد شي او روژه او قیام یې قبول شي.
او ځینې شیان شته چې ډیر خلکو ته معلوم نه دي:
له دې څخه یو دا چې پر مسلمان واجب دي د ایمان او ثواب په نیت روژه ونیسي، نه د ځان ښودلو، شهرت، د خلکو تقلید، یا د خپلې کورنۍ یا د خپل هېواد د خلکو د پیروۍ لپاره، بلکې پرې واجب دي چې د روژې نیولو لامل یې په الله تعالی ایمان وي چې هغه پرې فرض کړې ده، او له همغه څخه یې اجر وغواړي، همدا رنګه په رمضان کې قیام (لمونځونه کول)، پر مسلمان واجب دي چې د ایمان او ثواب په نیت یې وکړي نه د بل سبب په خاطر؛ له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ لَيْلَةَ القَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»، ژباړه: «څوک چې د رمضان میاشت د ایمان او ثواب په نیت روژه ونیسي تېر ګناهونه به یې وبښل شي، او څوک چې د رمضان په میاشت کې د ایمان او ثواب په نیت لمونځونه وکړي نو تېر ګناهونه به یې وبښل شي او څوک چې د قدر شپه د ایمان او ثواب په نیت په عبادت تېره کړي، د هغه پخواني ګناهونه به وبښل شي».
او له هغو چارو چې ځینې خلک ترې ناخبره پاتې دي هغه دي چې کله ناکله ورسره روژه دار مخ کیږي لکه: زخمي کېدل، له زخم څخه وینې او زوې تلل، قی کول، یا ستوني ته ناقصده د اوبو او یا تېلو تېریدل، نو دا ټول څیزونه روژه نه ماتوي، خو که چا په قصدي توګه قی وکړ روژه یې فاسده شوه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ ذَرَعَهُ القَيْءُ فَلَا قَضَاءَ عَلَيْهِ، وَمَنِ اسْتَقَاءَ فَعَلَيْهِ القَضَاءُ»، ژباړه: «څوک چې په غير ارادي ډول قی وکړي، پر هغه د روژې قضا نشته، خو څوک چې په قصدي توګه قی وکړي، بايد د روژې قضايي راوړي».
د دې مسئلو له جملې څخه دا هم ده چې روژه دار ورسره مخ کیږي چې د جنابت غسل د سهار تر راختلو پورې وځنډوي، او یا ځینې مېرمنې چې له حېض او یا نفاس څخه وروسته غسل د سهار تر راختلو پورې ځنډوي حال دا چې پاکوالی یې د سهار له راختلو مخکې لیدلی وي، نو پر هغې روژه نیول لازم دي، او پروا نه کوي چې غسل د سهار له راختلو وروسته وخت ته وځنډوي، خو ورته روا نه دي چې د لمر تر راختلو پورې یې وځنډوي، بلکې پرې واجب دي چې غسل وکړي او د لمر له راختلو مخکې د سهار لمونځ ادا کړي،
همدارنګه جنب انسان ته هم روا نه دي چې له جنابت څخه غسل د لمر له راختلو وروسته وخت ته وځنډوي، بلکې پرې واجب دي چې غسل وکړي او د لمر له راختلو مخکې لمونځ ادا کړي، او پر سړي دا واجب دي چې په غسل کولو کې بیړه وکړي تر څو د سهار لمونځ له جماعت سره ادا کړي.
له هغو څیزونو نه چې روژه نه فاسدوي: وینه معاینه کول او هغه پېچکارۍ کول چې موخه ترې د بدن تغذیه کول نه وي، خو که شونې وه د شپې مهال ته د دواړو وروسته کول غوره دي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا له امله:
«دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ»، ژباړه: «هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي».
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول:
«مَنِ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ فَقَدِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ»، ژباړه: «چا چې له شبهو څخه ځان وساته، نو خپل دین او ابرو یې خوندي وساتله».
او له هغو چارو چې ځینې خلک ترې ناخبره دي: په لمانځه کې د سکون حالت نه مراعتول دي، برابره خبره ده که فرض لمونځ وي او یا نفل، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیری حدیثونه پدې دلالت کوي چې په لمانځه کې د اطمینان حالت مراعتول د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن دی او پرته له دې لمونځ نه صحیح کیږي، دا په لمانځه کې سکون ډاډ او خشوع کول او له بیړي کولو ځان ساتل دي، داسې چې هره پښتۍ او هډوکی خپل ځای ته ورسیږي. (دا په داسې حال کې چې) ډیری خلک په رمضان کې تراویح لمونځ پداسې بڼه کوي چې عقل یې نه مني؛ ډاډ او سکون پکې نه حاصلیږي، بلکې ټونګې وهي، چې پدې بڼه لمونځ کول باطل دي، خاوند یې ګناهکار دی او هیڅ اجر ورته نشته.
او له هغو چارو چې ډیری خلک پرې نه پوهیږي دا ګومان دی چې له شل رکعتونو څخه د تراویحو کمول روا نه دي، او د ځینو دا ګومان چې له یوولسو رکعتونو او یا له دیارلسو رکعتونو زیات لمونځ روا نه دی، چې دا ټول ګومانونه بې ځایه دي، بلکې غلط او د دلایلو خلاف دي.
حال دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحیح احادیث ښیي چې د شپې لمانځه کې پراخي ده، او د هغې لپاره هیڅ ځانګړی حد نشته چې سرغړونه ترې ونشي، بلکې دا ثابته ده چې هغه صلی الله علیه وسلم د شپې یوولس رکعته لمونځ کړی او ځینې وختونه یې دیارلس رکعته کړي، ځینې وختونه یې په رمضان او نورو میاشتو کې له دې څخه کم لمونځ کړی او کله چې ترې د شپې د لمانځه په اړه پوښتنه وشوه نو ویې ویل:
«مَثْنَى مَثْنَى، فَإِذَا خَشِيَ أَحَدُكُمُ الصُّبْحَ صَلَّى رَكْعَةً وَاحِدَةً تُوتِرُ لَهُ مَا قَدْ صَلَّى»، ژباړه: «دوه دوه، او کله چې یو له تاسو څخه د سهار راختلو ویره درلوده نو یو رکعت دې وکړي، چې مخکني رکعتونه یې تاق (وتر) شي».
د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی.
او رکعتونه یې مشخص کړي نه دي، نه په رمضان کې او نه بل وخت کې، لدې امله صحابه کرامو د عمر رضي الله عنه په وخت کې ځینې وختونه درویشت رکعته لمونځ کړی او ځینې نور وختونه یې یوولس رکعته کړي، دا ټول له عمر رضي الله عنه او صحابه کرامو څخه د هغه په وخت کې ثابت دي.
او ځینو سلفو به په رمضان کې شپږدیرش رکعته لمونځ کاوه او ورپسې به یې درې رکعته وتر کول، او ځینو نورو به یو څلوېښت کول، د دې یادونه شیخ الاسلام ابن تیمیه او نورو علماوو -رحمهم الله - کړې ده، هغه رحمة الله علیه ویلي دي: چې پدې موضوع کې (دایره) پراخه ده، او یادونه یې کړې ده چې د هغه چا لپاره چې اوږد قراءت، رکوع او سجدې کوي غوره ده چې لږ رکعتونه وکړي، او څوک چې لنډ قراءت، رکوع او سجده کوي غوره ده چې رکعتونه زیات کړي، دا یې د خبرو معنا ده، الله دې پرې ورحمیږي.
او که څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت کې غور وکړي، پوه به شي چې په دې ټولو کې غوره شی په رمضان او نورو وختونو کې یوولس یا دیارلس رکعته لمونځ کول دي، ځکه چې دا د هغه صلی الله علیه وسلم د عمل سره په ډیری حالاتو کې اړخ لګوي، او ځکه چې دا د لمونځ کوونکو لپاره اسانه او عاجزۍ او سکون ته نږدې حالت دی، او که چا زیات وکړل هیڅ ملامتی پرې نه شته او نه یې عمل مکروه دی لکه وړاندې چې وویل شو.
او څوک چې د رمضان په قیام اللیل کې له امام سره لمونځ کوي، نو د هغه لپاره غوره دا ده چې د امام سره یې یو ځای پای ته ورسوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِنَّ الرَّجُلَ إِذَا قَامَ مَعَ الإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ كَتَبَ اللَّهُ لَهُ قِيَامَ لَيْلَةٍ»، ژباړه: «یو سړی چې کله له امام سره تر پای پورې ودریږي، الله تعالی به ورته د ټولې شپې قیام ولیکي».
په دې مبارکه میاشت کې ټولو مسلمانانو ته په کار دي چې د ډول ډول عبادتونو په کولو کې زیار وباسي لکه: نفلي لمونځونه، په غور او فکر سره د قرآن کریم تلاوت، تسبیحات، لا اله الا الله، الحمد لله، الله أکبر، أستغفر الله او نور شرعي اذکار (ویل)، په نیکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول، د الله تعالی لور ته بلنه ورکول، د غریبانو او مسکینانو سره مرسته کول، د مور او پلار سره په نیکۍ کولو کې زیار ویستل، خپلوي پالل، د ګاونډي درناوی کول، د ناروغانو پوښتنه کول او داسې نور د خېر کارونه، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په تېر حدیث کې فرمایلي:
«يَنْظُرُ اللهُ إِلَى تَنَافُسِكُمْ فِيهِ، فَيُبَاهِي بِكُمْ مَلَائِكَتَهُ؛ فَأَرُوا اللهَ مِنْ أَنْفُسِكُمْ خَيْرًا، فَإِنَّ الشَّقِيَّ مَنْ حُرِمَ فِيهِ رَحْمَةَ اللهِ»، ژباړه: «الله تعالی ستاسو سیالي ګوري، او هغه د خپلو ملاېکو پر وړاندې پر تاسو فخر کوي، نو الله تعالی ته مو له ځان څخه خېر وښایاست، ځکه بدبخت هغه څوک دی چې پدې (میاشت) کې د الله تعالی له رحمت څخه محروم شي».
او هغه حدیث چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه فرمایلي:
«مَنْ تَقَرَّبَ فِيهِ بِخَصْلَةٍ مِنْ خِصَالِ الخَيْرِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ، وَمَنْ أَدَّى فِيهِ فَرِيضَةً كَانَ كَمَنْ أَدَّى سَبْعِينَ فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ»، ژباړه: «څوک چې (پدې میاشت کې) د یوې ښېګڼې په واسطه الله ته نږدې شي، داسې ده لکه په نورو وختونو کې یې چې فرض عمل ادا کړی وي، او څوک چې پکې فرض ادا کړي، نو داسې ده لکه په نورو وختونو کې یې چې اویا فرض ادا کړي وي».
او په صحیح حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا:
«عُمْرَةٌ فِي رَمَضَانَ تَعْدِلُ حَجَّةً، أَوْ قَالَ: حَجَّةً مَعِي»، ژباړه: «په رمضان کې عمره د حج سره (په ثواب کې) برابره ده. او یا یې داسې ویلي: لکه زما سره حج».
ډېر حدیثونه او روایات شته چې په دې مبارکه میاشت کې په بېلابېل ډول نیکیو کې د سیالۍ او رقابت مشروعیت په ګوته کوي.
او له الله تعالی څخه سوال کوو چې موږ او ټولو مسلمانانو ته د هغه څه توفیق راکړي چې هغه پرې خوشحالیږي او زموږ څخه زموږ روژه او قیام قبول کړي، زموږ پر حال رحم وکړي، او موږ ټول له ګمراه کوونکو فتنو څخه وساتي، لکه څرنګه چې ترې سوال کوو چې د مسلمانانو واکمنان اصلاح کړي او په حق یې سره راټول کړي، بېشکه چې هغه ذات د دې کارونو واکمن او پرې توانمند دی.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
***
فهرست
لومړی پېغام 2
د زکات په اړه مهمې څېړنې 2
دویم پېغام 14
په رمضان کې د روژې او لمونځ فضیلت او د ځینو مهمو احکامو تشریح چې کیدی شي ډیر خلک پرې نه پوهیږي. 14
***
تقديم وتأخير في متن الحديث، الصحيح «ما من صاحب ذهب ولا فضة لا يؤدي حقها إلا إذا كان يوم القيامة صفحت له صفائح من نار».