د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام (بشتو)

  • earth ژبه
    (بشتو)
  • earth لیکنه:
    الشيخ محمد بن صالح العثيمين
PHPWord

 

 

 

مِنَ الأَحْكَامِ الفِقْهِيَّةِ فِي

الطَّهَارَةِ وَالصَّلَاةِ وَالجَنَائِزِ

 

د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام

 

 

لِفَضِيلَةِ الشَّيْخِ العَلَّامَةِ

مُحَمَّدِ بْنِ صَالِحٍ العُثَيْمِينِ

غَفَرَ اللَّهُ لَهُ وَلِوَالِدَيْهِ وَلِلمُسْلِمِينَ

 

د عالیقدر شیخ؛ علامه

محمّد بن صالحٍ العثيمين په قلم

الله دې هغه، اود هغه مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي

 


بِسْمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحِيمِ

د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام

سريزه

الحمد للَّه نحمده، ونستعينه ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ باللَّه من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلَّا الله وحده لا شريك له، وأشهد أنَّ محمدًا عبده ورسوله، صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابه والتابعين ل‍هم بإحسان، وسلَّم تسليمًا، أمَّا بعد:

عبادت تر هغه پورې نه بشپړېږي او نه قبلېږي تر څو چې په دوو اساسي شیانو ولاړ نه وي: د الله تعالی لپاره اخلاص، او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پیروي، الله تعالی فرمايي:

﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ...﴾

(حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي). [البينة:5]، الله تعالی لپاره اخلاص: پدې معنی چې یو څوک د خپلو کړنو له لارې د الله تعالی د رضا او د هغه د احکامو د پلي کولو اراده ولري.

او د رسول الله صلى الله عليه وسلم پيروي : په دې معنی ده چې عبادت هغه څه ته محدود وي چې په سنت کې راغلي دي، نه زياتوالی په کې راشي او نه کمښت، دا یوازې د هغه صلی الله علیه وسلم د سنتو په پوهېدو سره ترلاسه کیدی شي.

له همدې کبله، اړینه ده چې هرڅوک هڅه وکړي خپل ټول عبادات د الله تعالی د کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د سنتو په رڼا کې وي، تر څو د الله تعالى په بصيرت سره د الله تعالی عبادت وکړي، او د هغه لارې د سالم والي څخه ډاډمن وي چې هغه یې په خپل عبادت کې تعقیبوي، او خپل عمل کې د نبي صلى الله عليه وسلم امامت په ذهن کې ولري، او ځان دې د هغه پيرو وبولي،

او په دې عمل سره د الله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم سره یې مينه زياته شي، او الله تعالی ته په دي عمل سره د نېږدیوالي احساس وکړي.

﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ...﴾

(حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي). [البينة: 5]

دا باید په پام کې ونیول شي چې د عبادت ځینې اعمال په بیلابیلو بڼو ترسره کېږي، په ځانګړي توګه هغه عبادتونه چې ډېر تکرارېږي، لکه اودس، غسل، او لمونځ.

د دې تنوع حكمت (والله اعلم) په لاندې ټکو کې ده:

لومړی: د مسؤل (مكلَّف) کس لپاره اسانتیا؛ ترڅو هغه ته اختیار ورکړ شي چې هر ډول غوره کوي، خو هر ډول چې غوره کوي يوازینی شرط یې د سنتو پيروي کول دي.

دویم: په یو ډول باندې ټینګار د ستړیا لامل ګرځي، نو په دې سره ستړتیا او سستوالي دفع کېږي.

دریم: د عبادت د تحقق لپاره د زړه حرکت او نشاط؛ځکه چې که په ​​یو ډول دوام او ټینګار وشي، ترڅو د عادت په څیر وګرځي، هغه به پرته له شعور څخه قولي یا فعلي عبادت ترسره کړي، خو که هغه له یو ډول څخه بل ډول ته انتقال وکړي؛ نو زړه تحرک پیدا کوي، او د الله تعالی د عبادت او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پیروي او تعقیبولو لپاره زړه د عبادت په موخه نشاط ترلاسه کوي.

علما‌ء (رحمهم الله) د دې ډول عبادتونو په اړه مختلف نظرونه لري: ایا دا غوره ده چې په یو ډول باندې پاتي شو، او تر ټولو بشپړ یا تر ټولو صحیح، یا ورته یو څه غوره کړو، او هغه ته دوام ورکړو؟ یا دا غوره ده چې کله دا ډول ترسره کړو، او کله بل ډول ترسره کړو؟

تر ټولو راجح او غوره دا ده چې: کله یو ډول ترسره شي، او کله بل ډول ترسره شي؛ ترڅو دواړو ډولونو باندې عمل وشي، او هغه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کول ترلاسه شي، خو! که د حالاتو له امله يو ډول مناسب وي (لکه د خوف لمونځ ځينې ډولونه)، نو هماغه ډول باندې باید بسنه وشي.

او هغه څه چې په مختلفو بڼو کې راغلي دي، او د دې قاعدې لاندې راځي: د طهارت ځینې احکام، او د لمانځه شکلونه، او د هغې قولونه.

دا هغه لنډیز دی چې د طهارت (پاکوالی)، لمونځ، او جنازو په اړه د فقهي احکامو څخه راټول شوي دي، په دې کې یواځې هغه احکام شامل دي چې یا د قرآن کریم څخه ثابت دي، یا د رسول الله صلى الله عليه وسلم په صحيح سنتو کې راغلي دي.

له الله تعالى څخه سوال کوو چې دغه هڅه يواځې د خپل رضا لپاره قبوله کړي، او د دې په ذریعه دې د خپل شريعت ساتنه وکړي، او د بندګانو لپاره یې ګټور وګرځوي؛ بېشكه هغه ډېر بښوونکی او کریم ذات دی.

والحمد للَّه ربِّ العالمين، وصلى الله وسلَّم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد، وعلى آلـه وأصحابـه أجمعين، ومن تبعهم بإحسانٍ إلى يـوم الدِّين.

محمّد بن صالحٍ العثيمين

لومړی فصل: طهارت

اودس.

غسل.

تیمم.

په موزو مسح کول.

په پګړیو باندې مسح کول.

په جبیره (د هډوکو پټه یا ګچ) مسح کول.

اودس

اودس: د څلورو غړو په ځانګړي ډول مينځلو سره د الله تعالی عبادت کول دي.

او دا د هر بې اودس (محدث) شخص لپاره واجب دی چې غواړي لمونځ وکړي، د الله تعالی د دې وینا پر اساس:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا قُمۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغۡسِلُواْ وُجُوهَكُمۡ وَأَيۡدِيَكُمۡ إِلَى ٱلۡمَرَافِقِ وَٱمۡسَحُواْ بِرُءُوسِكُمۡ وَأَرۡجُلَكُمۡ إِلَى ٱلۡكَعۡبَيۡنِ...﴾

( ای مومنانو! كله چې لمانځه ته پاڅئ نو مخونه مو پرېمينځئ او لاسونه مو تر څنګلو او په سرونو مو مسح وكړئ او پښې مو تر ښینګرو (ګیټو) ومينځئ...) [المائدة: 6]

اودس د لمونځ صحت او قبلېدلو لپاره شرط دی؛ د نبي صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر اساس:

«لَا يَقْبَلُ اللهُ صَلَاةَ أَحَدِكُمْ إِذَا أَحْدَثَ حَتَّى يَتَوَضَّأَ».

"الله تعالی د هغه چا لمونځ نه قبلوي چې بې اودس وي، تر هغه چې اودس وکړي" بخاري او نورو د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي1.

او هغه څه د اودس د فضیلت په اړه راغلي دي:

عمر رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې یې فرمایل:

«مَا ‌مِنْكُمْ ‌مِنْ ‌أَحَدٍ ‌يَتَوَضَّأُ فَيُسْبِغُ الْوَضُوءَ، ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ».

«له تاسو څخه چې هر څوک په بشپړ ډول اودس وکړي او بیا ووایي: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ) یعنې: زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، نو د جنت اته دروازې به ورته پرانستل شي او له هرې یوې چې وغواړي ننوتلی شي»2.

له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ، ‌حَتَّى ‌تَخْرُجَ ‌مِنْ ‌تَحْتِ ‌أَظْفَارِهِ».

"څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي". مسلم روایت کړی3.

او له علي بن ابو طالب -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې نبي کریم -صلى الله عليه وسلم- فرمایلي دي:

«إِسْبَاغُ الْوُضُوءِ عَلَى الْمَكَارِهِ، ‌وَإِعْمَالُ ‌الْأَقْدَامِ ‌إِلَى ‌الْمَسَاجِدِ، وَانْتِظَارُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الصَّلَاةِ يَغْسِلُ الْخَطَايَا غَسْلًا».

«په سختیو کې اودس بشپړول، او جوماتونو ته د قدمونو کارول، او له یو لمانځه وروسته بل لمانځه ته انتظار کول، ګناهونه په بشپړه توګه له منځه وړي»4.

* د اودس طریقه:

۱- دا چې په زړه کې - پرته له دې چې په ژبه نیت وکړي - د ناپاکۍ لرې کولو نیت وکړي، او یا د هغه څه لپاره اودس کول چې د هغه لپاره فرض شوي وي، لکه لمونځ، ځکه چې الله تعالی پوهېږي چې د اودس کوونکي په ​​زړه کې څه دي، او ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل اودس، لمونځ یا نور عبادتونه کې په ژبه نیت نه دی کړی.

۲. بیا به: "بسم الله" ووایي.

۳- درې ځله به خپل لاسونه ومينځي.

۴- درې ځله مضمضه او استنشاق او استنثار کول، په درې لپو سره.

۵- بیا دې خپل مخ درې ځله ومینځي، د مخ حدود: په اوږدوالي کې د ویښتانو د ودې له معمول ځای څخه د ږیرې او زنې پورې، او په عرض کې د یو غوږ څخه تر بل غوږ پورې دي.

۶- بیا به خپل ښي لاس، بیا کیڼ لاس، د ګوتو له سر څخه تر څنګلو پورې درې ځله ومینځي، او څنګلې به هم په مینځلو ​​کې شاملې وي.

۷- بیا به خپل سر په خپلو لاسونو سره یو ځل مسح کړي، لاسونه به ، لامده کړي او د سر د مخکینۍ برخې څخه به یې پیل کړي تر هغه چې د سر شاته ورسیږي، بیا به یې بیرته هغه ځای ته راولي چې له هغه ځایه یې پیل کړی و،

او سر د مخ له پلوه د وېښتانو د ودې له ځایه، او د شا له پلوه د غاړې پورتنۍ حصې پورې، او د ښي او چپ له پلوه د دوږاړو غوږونو په منځ کې دی.

۸- بیا به خپلو دواړو لاسونو سره یو ځل خپل غوږونه مسح کړي ، او د شهادت ګوتې د غوږونو په سوریو کې چې د اورېدو سوري دي، ننباسي، او د غټو ګوتو په واسطه دې بهرنۍ خواوې مسح کړي.

۹- بیا دې خپله ښۍ پښه او بیا دې کیڼه پښه د ګوتو له څوکو څخه تر ښنګرو پورې درې ځله ومینځي، او دواړه ښنګرې په مینځلو کې شامل دي، او دا د پونډیو په ښکته برخه کې دوه څرګند هډوکي دي.

دا هم جواز لري چې درې ځله مينځل په يوه ځل مينځلو محدود شي، يا په دوو مينځلو پورې محدود شي.

غسل

غسل: د ټول بدن د پاکولو له لارې د الله تعالی عبادت کول دي، دا د هر هغه چا لپاره واجب ده چې د لوی ناپاکۍ په حالت کې وي یا د نورو شرعي علتونو له مخې چې غسل په کې لازم ګڼل کېږي؛ د الله تعالی د دې قول پر اساس:

﴿...وَإِن كُنتُمۡ جُنُبٗا فَٱطَّهَّرُواْ...﴾

(... او كه جنب وئ نو ځان ښه پاک كړئ...) [المائدة:6].

* د غسل طریقه:

۱- په زړه کې نیت کول، پرته له دې چې نیت په ژبه ووایي، چې د لوي نجاست د لرې کولو یا د هغه څه لپاره غسل کول چې د غسل لپاره مشروع وي، لکه د جمعې لمونځ.

۲- بیا دې ووایي: «بِسمِ الله».

۳- بیا دې درې ځله خپل لاسونه ومینځي.

۴- بیا دې خپل شرمګاه ومينځي.

۵- بیا دې په بشپړ ډول اودس وکړي څرنګه چې لمونځ لپاره اودس کوي.

۶- بیا دې خپل سر ومينځي، اوبه دې واخلي، او د خپلو ویښتانو بېخونه دې خلال کړي ترڅو اوبه ور ورسېږي، بیا دې درې ځله پر سر اوبه راواړوي.

۷- بیا دې خپل ټول بدن ومينځي.

که چېرې په بدن کې یو ځای مات شوی یا زخم وي چې د پانسمان (حائل) اچولو ته اړتیا ولري، نو هغه دې په خپل حالت پرېږدي، او د دې پرځای چې د پانسمان لاندې برخه ومینځي، هغه ځای باندې دې مسح وکړي؛ ځکه چې که د پانسمان (حائل) ځای په مینځلو کې عذر وي؛ په دې حالت کې مسح کول کافي ده؛ د الله تعالی د دې وینا له مخې:

﴿فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ مَا ٱسۡتَطَعۡتُمۡ...﴾

نو څومره چې كولاى شئ له الله څخه ووېرېږئ. [التغابن:16]، او دا د ضرورت مسح ده، نو د هغې د ساحې او وخت سره سم اندازه کېږي، او حایل (پانسمان) او د اړتیا له ځای څخه باید تجاوز و نه شي، او کله چې مات شوی ځای یا زخم روغ شي؛ حایل (پانسمان) باید لرې کړی شي.

که د بدن په کومه برخه کې مات شوی ځای یا زخم وي چې مینځلو سره زیانمن کېږي، او هغه ځای باندې هېڅ مانع (حایل) نه وي؛ د مینځلو پر ځای دې په اوبو سره مسح کړي، او که چېرې مسح کول هم ورته زیان رسوي، نو د هغه لپاره دې تیمم وکړي؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:

﴿فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ مَا ٱسۡتَطَعۡتُمۡ...﴾

(نو څومره چې كولاى شئ له الله څخه ووېرېږئ...) [التغابن:16]، او د الله تعالی دا قول:

﴿...هُوَ ٱجۡتَبَىٰكُمۡ وَمَا جَعَلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلدِّينِ مِنۡ حَرَج...﴾

(... هماغه تاسو (خپل كار ته) غوره كړي ياست، او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى...) [الحج:78].

او دا مسح - که حایل (پانسمان) باندې وي یا د ناروغ پر غړي باندې وي - د غسل ځای نیسي، نو دې باندې طهارت او پاکوالی بشپړيږي، او د عذر له منځه تلو وروسته د ځای بیا مینځلو ته اړتیا نشته.

که دومره اوبه وموندل شي چې د هغه د بدن د ځینو برخو لپاره کافي وي؛ هغه دې وکاروي، او د پاتې نورو برخو لپاره دې تیمم وکړي.

تیمم

تیمم: دا الله تعالی ته د عبادت په توګه د خپلې پاکۍ لپاره د خاورې کارول دي، چې په دې کې د مخ او لاسونو مسح کول شامل دي، کله چې د اوبو کارول ناشوني وي؛ یا د اوبو نشتوالی وي یا د ناروغۍ یا بل علت له امله د اوبو کارول ګواښونکي وي.

او تیمم د اوبو په وړاندې د کوچني یا لوی حدث (ناپاکۍ) د پاکولو بدیل دی، الله تعالی فرمايي:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا قُمۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغۡسِلُواْ وُجُوهَكُمۡ...﴾

(ای مومنانو! كله چې لمانځه ته پاڅئ نو مخونه مو پرېمينځئ...) د الله تعالی تر دې قول پورې:

﴿...وَإِن كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوۡ جَآءَ أَحَدٞ مِّنكُم مِّنَ ٱلۡغَآئِطِ أَوۡ لَٰمَسۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمۡ تَجِدُواْ مَآءٗ فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدٗا طَيِّبٗا فَٱمۡسَحُواْ بِوُجُوهِكُمۡ وَأَيۡدِيكُم مِّنۡهُۚ مَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيَجۡعَلَ عَلَيۡكُم مِّنۡ حَرَجٖ وَلَٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمۡ وَلِيُتِمَّ نِعۡمَتَهُۥ عَلَيۡكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ﴾

(... او كه ناروغان وئ، يا په سفر، يا كوم يو د ميتيازو ځاى نه راغلئ يا مو ښځو ته لاس وروړى وي او اوبه بيانه‌مومئ نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او په مخونو او لاسونو يې وموښئ، الله نه غواړي چې پر تاسو څه تنګون راولي خو دا غواړي چې سوتره مو كړي او خپل نعمت درباندې تمام كړي چې شكر وباسئ) [المائدة:6].

او د تیمم پاکي یوه بشپړه پاکي ده چې حدث لرې کوي تر هغه چې د اوبو د کارولو توان ولري؛ د الله تعالی د دې فرمان له مخې:

﴿...وَلَٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمۡ...﴾

(... خو دا غواړي چې سوتره مو كړي...) [المائدة: 6]، او د نبي صلی الله علیه وسلم دا قول:

«جُعِلَتْ لِي الأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا، وَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ».

"زما لپاره ځمکه د سجدې ځای او پاکوونکی ګرځول شوې ده، او زما د امت هر څوک چې لمونځ لاندې کړي، نو لمونځ دې وکړي" بخاري روایت کړی5، او طَهور: هغه څه ته ویل کېږي چې طهارت ورباندې حاصلېږي.

نو په دې اساس، که چېرې یو څوک د نفل لمونځ لپاره تیمم وکړي، نو د فرض لمونځ هم په همدې تیمم سره ادا کولی شي، تیمم د لمونځ وخت د داخلېدو دمخه هم صحیح دی، او د وخت تېرېدو سره نه باطل کېږي، او که چېرې یو څوک د کوچني حدث (ناپاکۍ) لپاره تیمم وکړي، نو د هغه تیمم یوازې د بل حدث سره باطلېږي، او که چېرې یو څوک د لوي حدث لپاره تیمم وکړي، نو د هغه تیمم یوازې د بل لوي حدث سره باطلېږي.

خو تیمم د عذر له منځه تلو سره باطلېږي، نو که چېرې اوبه وموندل شي، نو تیمم باطلېږي، او که له ناروغۍ څخه روغ شي، نو تیمم باطلېږي، که تیمم د کوچني حدث لپاره وي یا د لوی حدث لپاره، نو د کوچني حدث لپاره چې تیمم يې کړی وي، نو باید اودس وکړي، او که د لوي حدث لپاره یې تیمم کړی وي، اوس باید غسل دې وکړي.

او تیمم په هرې ځمکې باندې صحیح دی، که خاورينه وي یا شګلنه یا د ډبرو وي، او د هغه شیانو سره چې د ځمکې څخه جوړ شوي وي لکه دیوال؛ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې وینا له مخې:

«وَجُعِلَتْ لِي الْأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا».

«زما لپاره ځمکه د سجدې ځای او پاکوونکی ګرځول شوې ده»6،

او د ابو جهیم بن حارث بن صمه انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی،

«‌أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَقِيَهُ رَجُلٌ فَسَلَّمَ عَلَيْهِ فَلَمْ يَرُدَّ عَلَيْهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‌حَتَّى ‌أَقْبَلَ ‌عَلَى ‌الجِدَارِ، فَمَسَحَ بِوَجْهِهِ وَيَدَيْهِ، ثُمَّ رَدَّ عَلَيْهِ السَّلَامَ».

"یو سړی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مخ شو او سلام یې ورته وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه پورې سلام ته ځواب ورنه کړ تر څو چې دیوال ته یې مخ وګرځاوه، خپل مخ او لاسونه یې مسح کړل او بیا یې سلام ته ځواب ورکړ". دواړه حدیثونه بخاري روایت کړي7.

* د تیمم طریقه:

په زړه کې د حدث د لرې کولو نیت کوي، او د لمونځ یا د هغو نورو عبادتو لپاره چې تیمم په کې مشروع دی، بیا دې "بسم الله" ووایي، او د خپلو دواړو لاسونو په واسطه یو ځل ځمکه باندې ووهي، بیا دې خپل مخ او دواړه لاسونه مسح کړي.

په موزو باندې مسح کول

د خفین (موزو) څخه مقصد: هغه څه دي چې د پښو پر سر د څرمن یا نورو څیزونو څخه جوړ شوي وي.

د جرابو څخه مقصد: هغه څه دي چې په پښو کېږي چې د مالوچ یا نورو موادو څخه جوړ شوي وي.

* د خفینو (موزو) او جرابونو باندې د مسح کولو حکم:

موزو او جرابونو باندې مسح کول د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دي، نو چا چې موزې یا جرابې اغوستي وي؛ نو د هغو مینځلو پر ځای هغو باندې مسح کول غوره ده.

او دليل یې: د مغیرة بن شعبه رضي الله عنه حدیث دی چې وايي:

أنَّ النَّبيَّ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ تَوَضَّأَ، قالَ المُغِيرَةُ: فأَهْوَيْتُ لِأَنْزِعَ خُفَّيْهِ، فَقَالَ: «دَعْهُمَا؛ فَإِنِّي أَدْخَلْتُهُمَا طَاهِرَتَيْنِ»، فَمَسَحَ عَلَيْهِمَا.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم اودس وکړ، مغیره وویل: نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې وباسم، نو ویې فرمایل: « پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي، (یعنې په اودس مې پښو کړي دي)» نو پر دواړو یې مسح وکړه8.

په موزو باندې مسح کول د الله په کتاب (قرآن) او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنت کې ثابت دی.

کوم چې د الله په کتاب کې دی؛ د الله تعالی په دې قول کې دی:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا قُمۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغۡسِلُواْ وُجُوهَكُمۡ وَأَيۡدِيَكُمۡ إِلَى ٱلۡمَرَافِقِ وَٱمۡسَحُواْ بِرُءُوسِكُمۡ وَأَرۡجُلَكُمۡ إِلَى ٱلۡكَعۡبَيۡنِ...﴾

( ای مومنانو! كله چې لمانځه ته پاڅئ نو مخونه مو پرېمينځئ او لاسونه مو تر څنګلو او په سرونو مو مسح وكړئ او پښې مو تر ښینګرو (ګیټو) [و وينځئ]...) [المائدة:6]، او د هغه تعالی دا قول:

﴿...وَأَرۡجُلَكُمۡ...﴾

( ... او پښې مو ...) په دوو سبعي او صحیحو قرائتو باندې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوي دي.

لومړی قرائت: (وَأَرۡجُلَكُمۡ): چې "وُجُوهَكُمۡ" باندې عطف دی، او معنا یې دا ده چې پښې باید ومينځل شي.

دویم قرائت: (وَأَرۡجُلِكُمۡ) به جر سره چې "بِرُءُوسِكُمۡ" باندې عطف دی، او معنا یې دا ده چې دواړه پښې مسح شي.9

هغه څه چې واضح شو دا دی چې پښه که مَسح کېږي یا وینځل کېږي، سنت دي، نو کله چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم پښې ښکاره او لوڅې وې، هغه به یې وینځلې، او کله چې په موزو باندې پټې وې، هغې باندې به يې مَسح کوله.

او هر چې په دې باره کې د سنت دليل دی؛ نو په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه متواتر (په ګڼو سندونو راغلي) ثابت دي، امام احمد رحمه الله وايي: «زما په زړه کې د مَسحې په اړه هېڅ شک نشته، په دې اړه څلويښت حديثونه د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه د اصحابو څخه راغلي دي».

او د نظم څخه يوه بېلګه دا ده چې ناظم وايي10 :

هغه حدیث چې تواتر په شکل راغلی: «چا چې دروغ ووايه...» *** او "څوک چې د الله لپاره کور جوړ کړي او د اجر هیله ولري"

او ليدل، شفاعت، او حوض، او موزو باندې مسح کول، او دا یې ځینې دي

* په موزو باندې د مسح کولو شرطونه:

په موزو باندې مَسح کول څلور شرطونه لري:

لومړی شرط: دا چې موزې يې په طهارت (اودس سره) په پښو کړي وي، او د دې دليل: د نبي صلى الله عليه وسلم دا حديث دی چې مغيرة بن شعبه ته يې وفرمايل:

«دَعْهُمَا؛ فَإِنَّنِي أَدْخَلْتُهُمَا طَاهِرَتَيْنِ».

« پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي»11.

دویم شرط: دا چې موزې یا جرابې پاکې وي، که نجسې (ناپاکې) وي، نو مَسح پرې جائز نه ده، د دې دليل:

«‌أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى ذَاتَ يَوْمٍ بِأَصْحَابِهِ وَعَلَيْهِ نَعْلَانِ، فَخَلَعَهُمَا فِي أَثْنَاءِ صَلَاتِهِ، وَأَخْبَرَ أَنَّ جِبْرِيلَ أَخْبَرَهُ بِأَنَّ فِيهِمَا أَذًى أَوْ قَذَرًا».

«يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو ته لمونځ ورکاوه، په پښو کې يې څپلۍ وې، نو د لمانځه پر مهال یې هغه لرې کړې او وې ویل چې جبرائیل علیه السلام هغه ته خبر ورکړ چې په هغو کې یو څه چټلي یا ناپاکي ده»12. دا په دې دلالت کوي چې په هغه ځای کې لمونځ کول جائز نه دي چې نجاست ولري، ځکه چې که چیرې نجاست په اوبو سره مسح شي، نو مسح کوونکی په نجاست ککړ کېږي، نو دا پاکونکی نشي کیدی.

درېیم شرط: مَسح باید د کوچني حدث (نا پاکۍ) لپاره وي، نه د جنابت، يا د هغه څه لپاره چې غسل پرې واجبېږي، او دلیل یې: د صفوان بن عسال رضي الله عنه حدیث دی، چې وايي:

«‌أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إذَا كُنَّا سَفْرًا أَلَّا نَنْزِعَ خِفَافَنَا ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ وَلَيَالِيَهُنَّ إِلَّا مِنْ جَنَابَةٍ، وَلَكِنْ مِنْ غَائِطٍ وَبَوْلٍ وَنَوْمٍ».

" رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کړی چې کله موږ سفر کاوه، نو درې ورځې او شپې خپل موزې و نه باسو پرته له جنابت څخه، مګر د حاجت رفع کولو، ادرار کولو او خوب لپاره"13. نو شرط دا دی چې مَسح يوازې په کوچني حدث کې وي، او په لوی حدث (جنابت) کې مَسح جائز نه ده؛ د دې حديث له مخې چې مو مخکې ياد کړ.

څلورم شرط: دا دی چې مسح باید په محدود شوي شرعي وخت کې وشي، چې مقیم لپاره یوه ورځ او یوه شپه ده، او مسافر لپاره درې ورځې او شپې دي؛ له دې کبله چې علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) روايت کړی دی، چې وایي: "نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مقیم لپاره یوه ورځ او یوه شپه، او د مسافر لپاره درې ورځې او شپې تعیین کړې دي، یعنې: د موزو په مسح کې". مسلم نقل کړی14.

دا موده د نجاست وروسته د لومړي مسح کولو څخه پیلېږي، او د مقیم لپاره د څلورویشت ساعتونو وروسته او د مسافر لپاره د دوه اویاوو ساعتو وروسته پای ته رسېږي، نو که فرض کړو چې یو کس د سې شنبې په ورځ د سهار د لمانځه لپاره ځان پاک کړ، او د چهارشنبې په شپه د ماښام د لمانځه تر ادا کولو پورې په طهارت کې پاتې شو، او ویده شو، بیا د چهارشنبې په ورځ د سهار د لمانځه لپاره پاڅېد، او د زوالي وخت په پنځو بجو یې مسح وکړه؛ نو د مودې پیل به د چهارشنبې د ورځې د سهار له پنځو بجو څخه د پنجشنبې په ورځ د سهار تر پنځو بجو پورې وي. که فرض کړو چې هغه د پنجشنبې په ورځ تر پنځو بجو مخکې مسح وکړه، نو هغه کولی شي چې د سهار لمونځ - یعنې د پنجشنبې د سهار لمونځ- په همدې مسح سره ادا کړي، او نور لمونځونه هم ادا کولی شي چې غواړي یې تر هغه چې په طهارت کې وي؛ ځکه چې د علماءو د راجح قول له مخې، د مسح مودې د پای ته رسېدو سره اودس نه ماتېږي؛ ځکه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د طهارت لپاره موده نه ده ټاکلی، بلکې یوازې د مسح لپاره موده ټاکلې ده، نو کله چې موده پای ته ورسيږي، مسح نه شي کېدلی، خو که چېرته هغه په طهارت کې وي، نو طهارت یې باقي ده، ځکه چې دا طهارت د شرعي دليل له مخې ثابت شوی دی، او هغه څه چې د شرعي دليل له مخې ثابت شوی وي، پرته له شرعي دليل څخه له منځه نه ځي، نو د مسح د مودې پای ته رسیدو سره د اودس د ماتېدو لپاره هېڅ شرعي دليل نشته، ځکه چې اصل د هغه بقا په هماغه شکل دی چې و، تر هغه چې زوال یې روښانه شي، دا هغه شرطونه دي چې د موزو په مسح کې لازمې دي، نور هم ځینې شرطونه شته چې ځینو علماءو ذکر کړي دي، خو په هغو کې ځینې نقدونه شتون لري.

[الفاتحة: 1-7]،

[الإخلاص: 1]، [الفلق: 1]، [الناس: 1].

[الانشقاق: 1]،

[الكافرون: 1] [الإخلاص: 1]

د موزو، پګړیو او جبيره (پټیۍ یا پلسټر) په اړه د پوښتنو یوه ټولګه

الحمد لِلَّه ربِّ العالمين، وأُصلِّي وأُسلِّم على نبيِّنا محمد، وعلى آله وأصحابه ومن تَبِعَهُم بإحسانٍ إلى يوم الدِّين.

و بعد؛ ما د دې پوښتنو ځوابونه واورېدل چې زما څخه د موزو او پګړیو او جبیره (پټۍ یا پلسټر) د مسح کولو په باب کې مطرح شوي وو، دا د هغه ځواب سره ورته وه چې ما ثبت کړي و، او ما په هغې کې یو څه کوچني تعدیلات راوستل، ما د هر هغه چا لپاره چې غواړي چاپ یې کړي، د چاپ اجازه ورکړې ده، په دې شرط چې دوی تصحیح ته پاملرنه وکړي، او د چاپ حق یې د ځان یا بل چا لپاره نه وي.

د الله تعالی څخه غوښتنه کوم چې ټولو ته بریالیتوب او قبولیت په برخه کړي.

دا یې لیکوال وایي

محمد الصالح العثیمین

په 19/5/1410ﻫ

موزو باندې مسح

پوښتنه (۱): ځینو فقهاو دا شرط ایښی چې موزې باید د فرض ځای پټ کړي، ایا دا شرط صحیح دی؟

ځواب: دا شرط صحیح نه دی، ځکه چې په دې باندې هېڅ دلیل نشته؛ ځکه چې ترڅو چې د موزو یا جورابو نوم باقي وي؛ مسح پرې جواز لري؛ ځکه سنت د موزو پر مسح کولو په مطلق ډول راغلی دی، او هر هغه څه چې شارع مطلق پرېښي وي، د هغه په تقیید کولو کې هېڅوک حق نلري، مگر دا چې هغه سره د شارع لخوا نص یا یو شرعي قاعده وي، کوم چې تقیید څرګندوي.

او پر دې اساس، سوري لرونکي او نازکو موزو باندې مسح کول جواز لري؛ ځکه چې د موزو مقصد د پوستکي پټول نه دی، بلکې مقصد یې د پښو د ګرمولو او د هغو د ګټو لپاره دي.

په جرابو باندې مسح کول جواز لري؛ ځکه چې لرې کول یې ستونزمن دي، او په دې کې د سپکو او درنو جورابو ترمنځ هیڅ توپیر نشته، او نه هم د سوري شویو جورابو او سالمو جورابو ترمنځ هېڅ توپیر شته، مهمه خبره دا ده چې تر هغه چې د موزو نوم پاتې وي؛ په هغې باندې مسح کول جائز دي.

پوښتنه (۲): یو سړي تیمم وکړ او موزې یې پښو کړې، که اوبه ومومي، ایا کولای شي په موزو باندې مسح وکړي، په داسې حال کې چې موزې یې پاکې پښو کړې وي؟

ځواب: که طهارت د تیمم طهارت وي، نو هغه نشي کولای چې په موزو باندې مسح وکړي؛ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دې حدیث له مخې:

«فَإِنَّنِي أَدْخَلْتُهُمَا طَاهِرَتَيْنِ».

«ما پاکې پښو کړې وې»15، او د تیمم طهارت د پښو سره تړاو نلري، بلکې یوازې د مخ او لاسونو سره تړاو لري.

په دې اساس، که چېرې یو سړی اوبه ونه لري، یا ناروغ وي او د اودس لپاره اوبه ونه شي کارولی، نو هغه دې موزې په پښو کړي، که څه هم بې اودسه وي، او دا موزې به یې په پښو کې وي (بې له ټاکل شوې مودې) تر څو چې اوبه ومومي که اوبه و نه لري، یا د ناروغۍ څخه روغ شي که ناروغ وي؛ ځکه چې پښه د تیمم پاکوالي سره هېڅ تړاو نه لري.

پوښتنه (3): ایا نیت کول واجب دی؟ په دې معنی چې: که چېرې یو سړی وغواړي چې جرابې یا موزې په پښو کړي، او نیت ولري چې هغو باندې مسح کوي، همدارنګه نیت وکړي چې د مقیم په توګه مسح کوي یا د مسافر په توګه؟ او یا دا چې نیت واجب نه دی؟

ځواب: دلته نیت اړین نه دی؛ ځکه چې دا یو داسې عمل دی چې حکم یې یوازې په شتون پورې تړلی دی، نو دا نیت ته اړتیا نلري، لکه څنګه چې که یو سړی جامه واغوندي، نو ضرور نه ده چې نیت وکړي چې په لمونځ کې به عورت پټوي، په همدې ډول، د موزو په اغوستلو کې نیت ته اړتیا نشته چې پرې به مسح کوي، او همدارنګه د مودې نیت هم اړین نه دی؛ بلکې، که هغه مسافر وي، نو درې ورځې حق لري، نیت يې کړي وي یا نه، او که مقیم وي؛ نو یوه ورځ او یوه شپه حق لري، نیت يې کړي وي یا نه.

پوښتنه (4): هغه سفر یا مسافه چې په هغه کې درې ورځې (او شپې) پر موزو باندې مسح کول جواز لري، کوم دي؟

ځواب: هغه سفر چې په هغه کې د لمونځ لنډول جواز لري، هماغه سفر دی چې مسح په کې درې ورځې او شپې دوام کوي؛ ځکه چې د صفوان بن عسال رضي الله عنه حدیث مو چې ذکر کړ، وایي:

«إِذَا كُنَّا سَفْرًا».

(کله چې موږ په سفر کې وو)16، نو تر هغه چې یو سړی مسافر وي او لمونځ لنډوي؛ درې ورځې مسح کولای شي.

پوښتنه (5): که چېرې مسافر ورسېد (مقیم شو)، یا مقیم مسافر شو، او مسح یې پیل کړې وي، نو د هغه موده څنګه حسابېږي؟

ځواب: که د اقامت په حالت کې یې مسح پیل کړی وي، بیا مسافر شي، نو د مسافر په توګه به مسح بشپړوي (د راجح قول پر اساس)، او که د سفر په حالت کې یې مسح پیل کړې وي، بیا مقیم شي، نو د مقیم په توګه مسح بشپړوي، دا راجح قول دی.

ځیني علماء وايي: که چېرې په حضر (اقامت) کې مسح وکړي، بیا مسافر شي، نو د مقیم په توګه مسح بشپړوي؛ خو راجح قول هغه دی چې موږ مخکې وویل؛ ځکه چې دا سړی مخکې له سفر څخه د مسح په موده کې څه وخت تېر کړی، بیا په سفر لاړ شي، نو په حقیقت کې دا د هغو مسافرانو څخه دی چې درې ورځې مسح کولی شي.

پوښتنه (6): یو سړی شک کوي چې مسح یې کله پیل کړې او د مسح وخت په اړه شک لري، نو څه وکړي؟

ځواب: په دې حالت کې د یقین پر بنسټ دې عمل وکړي، که شک ولري: چې ایا د ماسپښین لمونځ لپاره یې مسح کړې او یا د مازدیګر لمونځ لپاره؟ نو د مودې پیل دې د مازدیګر لمونځ څخه وګڼي؛ ځکه چې اصل دا دی چې مسح و نه شي.

د دې قاعدې دلیل «الأصْلُ بَقَاء مَا كَان عَلى مَا كَان»: اصل پرېښودل د پخواني شي په خپل حالت دي، او «الأصْلُ العَدَم»): اصل نشتوالی دی، دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د یو سړي شکایت وړاندې شو چې په لمونځ کې د یو شي احساس کوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:

«لَا يَنْصَرِفْ حَتَّى يَسْمَعَ صَوْتًا، أَوْ يَجِدَ رِيحًا».

(لمونځ دې نه پرېږدي، تر هغه چې غږ واوري یا بوی احساس کړي)17.

پوښتنه (۷): یو سړي د مسح کولو وخت له پای ته رسیدو وروسته مسح وکړه، بیا یې لمونځ وکړ، نو د هغه د لمانځه حکم څه دی؟

ځواب: که چېرې د مسح موده پای ته رسېدلې وي (مقیم وي یا مسافر)، او هغه مسح وکړي، نو هغه لمونځ چې په دې طهارت سره یې ادا کړی، باطل دی؛ ځکه چې اودس يې باطل دی؛ ځکه چې د مسح کولو موده یې پای ته رسېدلې ده، نو هغه لپاره اړینه ده چې له سره بشپړ اودس وکړي او خپلې پښې دې هم ووینځي، او هغه لمونځونه یې چې په دې اودس سره کړي او د وخت د ختمېدو وروسته يې پرې مسح کړي ده، باید بېرته تکرار کړي.

پوښتنه (8): که چېرې یو سړی جرابې وباسي، په داسې حال کې چې اودس ولري، بیا يې جرابې بې له دې چې اودس يې مات شي، بېرته په پښو کړي، ایا پر دې جورابو مسح کول جواز لري؟

ځواب: که جرابې وباسي او بېرته یې واغوندي، په داسې حال کې چې اودس ولري، که دا د هغه لومړی اودس وي (يعنې تر اغوستلو وروسته اودس نه وی مات شوی)، نو پر هغه باندې حرج او ګناه نشته چې جرابې واغوندي، او کله یې چې اودس کاوه هغې باندې دې مسح وکړي.

خو که دا هغه اودس وي چې مخکې په همدې اودس باندې يې پر جرابو مسح کړی وي، نو که جرابې وباسي، بېرته نشي کولای پرې مسح وکړي؛ ځکه چې لازمه ده چې جرابې په داسې اودس سره واغوستل شي چې د اوبو په طهارت سره وي، نه د مسح په طهارت سره، دا هغه څه دي چې د علماء له ویناو څخه پوهېدل کېږي.

خو که د علماو څخه کوم یو ویلي وي چې که هغه دا په پاکوالي کې تکرار کړي - حتی د مسح په پاکوالي کې - نو هغه کولی شي تر هغه وخته پورې مسح وکړي چې موده یې پاتې وي، نو دا یو قوي قول دی، مګر زه نه پوهیږم چې چا داسې خبره کړي وي، نو هغه څه چې ما د دې قول د ویلو څخه منع کوي دا دي چې ما داسې څوک نه دی لیدلی چې دا یې ویلي وي؛ که چیرې د عالماو څخه کوم یو دا ویلي وي؛ دا زما په نظر سمه ده؛ ځکه چې د مسح کولو پاکوالی بشپړ پاکوالی دی، نو باید وویل شي چې: که چېرې د مینځلو په طهارت سره ورباندې مسح کولی شي، نو د مسح په طهارت سره هم کولی شي چې مسح وکړي، خو ما هیڅوک نه دي لیدلي چې دا خبره یې کړې وي.

پوښتنه (۹): نو موږ دا نه وایو چې د موزو لرې کول د مسح له باطلونکي څخه دي؟

ځواب: که هغه خپلې موزې وباسي، نو اودس یې نه باطلېږي، مګر مسح یې باطلېږي، که چیرې هغه بیا واغوندي، او اودس یې مات شي؛ نو هغه باید خپلې موزې وباسي او خپلې پښې دې ومینځي.

مهمه خبره دا ده چې پوه شو چې موزې یې د طهارت په حالت کې په داسې حال کې اغوستې وي چې خپلې پښې یې مینځلې وي، د هغه څه پر اساس چې موږ د عالمانو له خبرو څخه زده کړي دي.

پوښتنه (۱۰): یو سړی په لومړي ځل په خپلو بوټانو (موزو) مسح کوي، او په دویم ځل یې لیرې کوي، او په خپلو جرابو مسح کوي، ایا د هغه مسح کول صحيح دي، یا باید خپلې پښې ومینځي؟

ځواب: په دې اړه اختلاف شته. ځینې ​​علماء په دې اند دي چې که یو څوک د دوو موزو څخه پر یوې باندې مسح وکړي - پورتنۍ یا ښکتنۍ - نو حکم یې پر لومړي تطبیقېږي او دویمې ته نه انتقالېږي.

ځینې ​​علماء په دې اند دي چې تر هغه چې موده یې پاتې وي، دویم ته انتقال جواز لري، د مثال په توګه: که هغه په ​​بوټانو (موزو) مسح وکړي، بیا یې وباسي، او غواړي چې اودس وکړي: هغه کولی شي په جرابو مسح وکړي، کوم چې جرابې دي، د راجح قول پر اساس، همدارنګه، که هغه په ​​جرابو مسح وکړي، بیا یې نورې جرابې یا بوټان (موزې) واغوستې، او په پورتنیو جرابو مسح وکړي؛ د صحيح نظر له مخې، تر هغه چې موده یې پاتې وي، په دې کې هيڅ حرج نشته، خو موده د لومړنۍ په مسح کولو شمېرل کېږي، نه د دویمي په مسح کولو سره.

پوښتنه (۱۱): خلک ډېری وخت پوښتنه کوي چې صحیح مسح څنګه ده او د مسح ځای کوم دی؟

ځواب: د مسح طریقه داده چې لاس د پښې د ګوتو له څوکو څخه تر پنډویو پورې یوازې کش کړي، یعنی د موزو پورتنۍ برخه مسح کیږي، مسح باید په دواړو لاسونو سره په دواړو پښو باندې په یو وخت کې ترسره شي، په دې معنی چې په ښي لاس به ښۍ پښه مسح کړي، او په کیڼ (چپ) لاس به په عین وخت کې چپه پښه مسح کړي، لکه څنګه چې غوږونه مسح کیږي؛ ځکه چې دا د سنت ظاهري معنی ده. د مغیره بن شعبه رضي الله عنه د وینا له مخې: ( نو په دواړو یې مسح وکړه)18، دا یې ونه ویل چې: هغه په ​​ښي لاس یې پیل وکړ، بلکې ویې ویل: "هغه پر هغو باندې مسح وکړه" نو د سنت ظاهري معنی هم دا ده، هو، که فرض شي چې د هغه یو لاس کار نه کوي، نو هغه به د چپې پښې څخه مخکې د ښۍ پښې څخه پیل وکړي.

ډیری خلک په دواړو لاسونو ښۍ پښه مسح کوي، او په دواړو لاسونو چپه پښه مسح کوي، دا تر هغه ځایه چې زه پوهیږم هیڅ اساس نلري، بلکې علماء وايي: سړی باید په ښي لاس ښۍ پښه مسح کړي او په چپ لاس چپه پښه مسح کړي.

پوښتنه (12): موږ داسې کسان لیدلي چې له پاسه او ښکته څخه مسح کوي، نو د دغو کسانو مسح څه حکم لري؟ او د دوی لمونځ څه حکم لري؟

ځواب: د دوی لمونځ صحیح دی، او د دوی اودس هم صحیح دی، خو هغوی ته باید وویل شي چې د پښې د ښکته برخې مسح کول له سنت څخه نه دي، په سننو کې د حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه له حدیث څخه راغلي: "که چېرې دین پر نظر ولاړ وای، نو د موزو ښکته برخه به د پورته برخې په پرتله د مسح کولو وړ وه، خو ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې د خپلو موزو پورته برخه یې مسح کړه"19، دا حدیث ښیي چې یوازې د پښې د پاسنۍ برخې مسح کول مشروع دي.

پوښتنه (13): د ابن عباس رضي الله عنهما د دې قول توجیه څه ده: "رسول (صلی الله علیه وسلم) د مائدې سورت څخه وروسته مسح نه ده کړې"20، او هغه حدیث چې له علي (رضي الله عنه) څخه روایت شوی: "کتاب (قرآن) د موزو مسحې څخه مخکې دی"21؟

ځواب: زه نه پوهیږم: ایا دا د دوی څخه صحیح نقل دي او که نه؟ ما مخکې یادونه وکړه: چې علي بن ابي طالب رضی الله عنه د هغو کسانو له ډلې څخه و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې د مسح کولو احادیث روایت کړي دي، او د هغه له وفات وروسته یې بیان کړي دي، او هغه یې تشریح کړي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دوی لپاره وخت ټاکلی و22، او دا په دې دلالت کوي چې د مسح حکم د هغه له نظره د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د وفات وروسته هم ثابت و، او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د وفات وروسته نسخ (منسوخ کول) امکان نلري.

پوښتنه (14): ایا په موزو د مسح کولو احکام د نارینه وو په څیر د ښځو لپاره هم دي؟ آیا په دې کې کوم توپیر شته؟

ځواب: په دې برخه کې د نارینه او ښځینه وو ترمنځ هیڅ توپیر نشته، او دلته یوه قاعده باید و پېژندل شي، او هغه داده: "اصل دا دی هغه څه چې د نارینه وو لپاره ثابت دي، هغه ښځینه لپاره هم ثابت دی، او څه چې ښځینه لپاره ثابت دی، نارینه لپاره هم ثابت دی، پرته له دې چې د دوی د جلاوالي ثبوت شتون ولري".

پوښتنه (۱۵): د جرابو یا د هغې یوه برخه د لرې کولو حکم څه دی؛ تر څو چې خپله پښه لږه وګروي، یاد خپلې پښې څخه یو څه لرې کول، لکه کوچنۍ تیږه یا ورته بل څه؟

ځواب: که چېرې خپل لاسونه د جرابو لاندې دننه کړي؛ نو په دې کې کوم حرج نشته، خو که جراب وویستل شي، نو په دې صورت کې: که یوه لږه برخه وویستل شي، نو مسح ته زیان نه رسوي، خو که ډېره برخه ویستل شي، چې د پښې ډېره برخه ښکاره شي؛ نو په دې صورت کې راتلونکي کې پر هغو باندې مسح کول باطلوي.

پوښتنه (۱۶): عام خلک په دې باور دي چې موزو باندې یوازې پنځه لمونځونو لپاره مسح کولی شي، او بیا به یې بیا ځلي تکراروي.

ځواب: هو، دا په عامو خلکو کې مشهور دی، دوی فکر کوي چې یوازې پنځه لمونځونه په مسح کېدای شي، خو دا سم نه دی، بلکې مسح ته یوه ورځ او یوه شپه موده ټاکل شوې ده، په دې معنی چې هغه کولی شي د یوې ورځې او یوې شپې لپاره مسح وکړي، که هغه پنځه لمونځونه کړي وي یا ډېر.

د مودې پیل د مسح کولو څخه دی، لکه څنګه چې موږ مخکې یادونه وکړه، هغه کولای شي لس یا ډیر لمونځونه وکړي، که څوک د دوشنبې په ورځ د سهار د لمانځه لپاره موزې واغوندي او د سې شنبې په شپه تر ویده کیدو پورې په اودس کې پاتې شي، بیا د سې شنبې په ورځ د سهار د لمانځه لپاره په لومړي ځل په موزو مسح وکړي، نو هغه کولی شي د چهارشنبې په ورځ د سهار تر لمانځه پورې مسح وکړي، نو هغه د دوشنبې په ورځ د سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن لمونځونه په موزو سره ادا کړي دي، دا ټوله موده هغه لپاره نه شمېرل کېږي؛ ځکه چې دا د مسح کولو دمخه ده، او هغه د سې شنبې په ورځ د سهار لمونځ وکړ او مسح یې وکړه، ماسپښین لمونځ یې ادا کړ او مسح یې وکړه، مازدیګر لمونځ یې ادا کړ او مسح یې وکړه، ماښام لمونځ یې وکړ مسح یې وکړه، ماخوستن لمونځ یې ادا کړ او مسح یې وکړه، همدارنګه، هغه کولی شي د چهارشنبې د لمانځه لپاره مسح وکړي که چیرې هغه د مودې له پای ته رسیدو دمخه مسح کړې وي، لکه څنګه چې که هغه د سه شنبې د سهار د لمونځ لپاره په پنځه بجو مسح کړې وي او د چهارشنبې د سهار د لمونځ لپاره په پاو کم پنځه بجو مسح کړي او تر شپې د پنجشنبې د ماخوستن لمونځ پورې په اودس کې پاتې شي، نو هغه په دې اودس سره د چهارشنبې د سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام، او ماخوستن لمونځونه ادا کوي. په دې ډول هغه د موزو له اغوستلو راهیسي پنځلس لمونځونه ادا کړي دي؛ ځکه چې هغه دا د دوشنبې په ورځ د سهار د لمانځه لپاره اغوستي و، او په پاکوالي کې پاتې شو، او د سې شنبې په ورځ د سهار د لمانځه لپاره یې تر پنځو بجو پورې مسح نه کوله، او د چهارشنبې په ورځ د سهار د لمانځه لپاره یې په پاو کم پنځه بجو مسح کړې ده، او د ماخوستن د لمانځه تر ادا کولو پورې په اودس کې پاتې شو، نو په دې توګه هغه پنځلس لمونځونه ادا کړي دي.

پوښتنه (۱۷): که چېرې یو کس اودس وکړي او په موزو مسح وکړي، او د مسح په موده کې د مازدیګر د لمانځه څخه مخکې موزې لرې کړي، ایا هغه لمونځ کولی شي او ایا د هغه لمونځ صحیح دی، یا د هغه اودس د موزو د لرې کولو سره باطلېږي؟

ځواب: د علماوو تر ټولو راجح نظر، چې شیخ الاسلام ابن تیمیه او د علماوو یوې ډلې (رحمهم الله) غوره کړی، دا دی چې: د موزو په لرې کولو سره اودس نه باطلېږي23، که چېرې یو کس خپلې موزې د اودس په حالت کې لرې کړي په داسې حال کې چې هغې باندې مسح کړې وي، نو د هغه اودس نه باطلېږي، دا ځکه چې کله چې هغه پر موزو مسح کوي، نو طهارت یې د شرعي دليل له مخې بشپړ شوی، او کله چې موزې لرې کړي، نو دا طهارت چې د شرعي دليل له مخې ثابته ده، او پرته له شرعي دليل څخه نه شي باطلېدلی، او هېڅ دليل نشته چې د مسح شوي موزو یا جرابو لرې کول اودس باطلوي، نو په دې اساس د هغه اودس صحیح پاتې کېږي، خو که چېرې هغه بیا موزې واغوندي او په راتلونکې کې پرې مسح وکړي، نو داسې نه شي کېدای، تر هغه ځایه چې زه د علماوو له قوله پوهېږم.

 

پر پګړیو مسح کول:

پوښتنه (۱۸): ایا پر پګړۍ مسح کول جائز دي؟ او د دې حدود څه دي؟

ځواب: پر پګړۍ باندې مسح کول د سنتو څخه دي چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه ثابت شوي دي، نو پر پګړۍ باندې مسح کول جائز دي، د پګړۍ په ټوله یا پر ډېری برخې باندې باید مسح وشي، او همدارنګه مستحب ده چې د سر ښکاره برخې لکه ټنډه، د سر اړخونه، او غوږونه هم مسح کړي.

پوښتنه (۱۹): ایا د نارینه شماغ (د سر دسمال) او د ښځې د سر ټیکری هم د پګړي په حکم کې راځي؟

ځواب: د نارینه شماغ ( د سر دسمال) او خولۍ په هیڅ ډول د پګړۍ په حکم کې نه راځي، خو د ژمي په ورځو کې د سر او غوږونو پوښلو خولۍ اغوستل، چې په لاندې برخه کې غاړې باندې تاو شوی وي، دا د پګړۍ په څیر دي؛ ځکه چې لرې کول یې ګران دي، نو پرې مسح کېدای شي.

او د ښځو په اړه، دوی د امام احمد رحمه الله د مشهور نظر سره سم په خپلو پړوني مسح کولی شي که چېرې دوی خپل پړوني د خپلو غاړو لاندې تاو کړي وي24؛ نو هغې باندې مسح کولی شي، ځکه چې دا د صحابه ښځو رضي الله عنهن څخه نقل شوي دي.

پوښتنه (۲۰): الطُّربُوش (مخصوصه خولۍ) چې د سر پر پورته برخه کې وي او غاړې سره هېڅ تړاو نلري، ایا هغې باندې مسح کېدای شي؟

ځواب: په ظاهره کې، که چېرې د طُّربُوش (مخصوصه خولۍ) لرې کول ګران نه وي، نو مسح کول پرې جائز نه دي؛ ځکه چې په ځینو وجوهاتو له مخې خولۍ سره شباهت لري، او اصل دا دی چې سر باید مسح شي، تر څو څرګنده شي چې دا هغه څه دي چې مسح پري کیدی شي.

په جبیرې (پټۍ پلسټر) مسح کول

پوښتنه (۲۱): پر جبیره (پټۍ پلسټر) باندې د مسح کولو حکم څه دی او د هر هغه څه چې ورسره ورته والی لري؟ او د کتاب او سنتو څخه یې د مشروعیت دلیل څه دی؟

ځواب: لومړی، اړینه ده چې پوه شو چې جبیره (پټۍ یا پلسټر) څه ده؟

جبیره (پټۍ پلسټر) په اصل کې: هغه څه دي چې مات شوي هډوکي په تړلو او ترمیم لپاره کارول کېږي، او د فقهاو په اصطلاح کې، داسې معنا لري: هغه څه چې د طهارت پر ځای د اړتیا له امله اېښودل کېږي، لکه په مات شوي ځای باندې جبس (د ګچو پلسټر)، یا د ټپونو پورې پټې، یا د شا د درد له امله، یا نور ورته شیان. پر دوی مسح کول د مینځلو پر ځای کافي دي.

که چېرې فرض کړو چې د اودس کوونکي په لاس د زخم پر سر یوه پټه وي چې اړتیا ورته لري، هغه د مينځلو پر ځای پر هغې مسح کوي، او دا بشپړ پاکوالی دی، په دې معنی چې: که چېرې دا سړی دا جبیره یا پټۍ لرې کړي، نو د هغه طهارت پاتې کېږي او نه باطلېږي؛ ځکه چې دا په شرعي ډول بشپړه شوې ده، او د پټۍ لرې کول هېڅ شرعي دليل نه لري چې طهارت باطلوي.

په جبیره (پټۍ یا پلسټر) کې هېڅ دليل نشته چې تعارض په کې نه وي، بلکې، په هغه کې ضعیف احادیث شته چې ځینو علماوو ورته اشارې کړي، او وايي چې: دغه ځیني ضعیف احادیث هغه د حجت کچې ته لوړوي.

ځینې ​​اهل علم وايي: د هغې د ضعف له امله پرې اعتماد نه کېږي. نو دغه علماء اختلاف لري، ځینې یې وایي: د جبيرې (پټۍ یا پلسټر) د ځای پاکول ساقطېږي، ځکه چې هغه دا نه شي کولی. او ځينو يې وويل: بلکې پرې تيمم وشي او مسح دې و نه شي.

خو قواعدو ته نږدې اقوال – د هغو احادیثو پرته چې په دې اړه راغلي – دا ده چې مسح پرې کېږي، او دغه مسح د تيمم څخه بسنه کوي، نو بيا تيمم ته اړتيا نشته، په دې صورت کې موږ وايو چې: کله د پاکۍ د اندامونو په څه برخه کې زخم وي، نو د هغه لپاره مراتب دي:

لومړی مرتبه: دا چې زخم خلاص وي، او مینځل ورته زيان نه رسوي، نو په دې حالت کې مینځل یې واجب دی.

دويمه مرتبه: دا چې زخم خلاص وي، خو مینځل ورته زيان رسوي خو مسح زیان نه رسوي، نو په دې مرتبه کې مسح واجب ده پرته له مینځلو څخه.

درېيمه مرتبه: دا چې زخم خلاص وي، مینځل او مسح کول ورته زيان رسوي، نو دلته تيمم کولی شي.

څلورمه مرتبه: دا چې زخم په پټۍ یا پلسټر يا د هغې په شان بل څه باندې پوښل شوی وي چې ورته اړتيا لري، نو په دې حالت کې پر دغه پوښونکي شي باندې مسح کوي او د غړي د مینځلو څخه بسنه کوي.

پوښتنه (22): آيا په جبيرې (پټۍ یا پلسټر) باندې د مسح کولو لپاره شرطونه شته که چېرې د اړتيا څخه زياته وي؟

ځواب: په جبيرې (پټۍ یا پلسټر) باندې مسح نه کېږي مګر د اړتیا په وخت کې، نو بايد د اړتيا په اندازه محدوده وي، ضرورت يواځې د درد او زخم ځای نه دی، بلکې هر هغه څه چې د دې پټۍ يا پسلټر د ټينګولو لپاره اړين دي، د ضرورت څخه شمېرل کېږي.

پوښتنه (23): آيا په دې معنا کې لفائف هم شاملېږي، لکه: ګاز (بنداژ) او ورته نور شیان ؟

ځواب: هو، شاملېږي، بايد پوه شو چې جبيره (پټۍ یا پلسټر) په موزو باندې د مسح کولو په څیر نه دی چې ټاکلې موده ولري، بلکې تر هغه وخته پورې هغه باندې مسح کولای شي چې اړتیا وي، همدا راز په کوچنيو او لويو حدثونو (بې اودسیو) کې پرې مسح کېږي، د موزو په خلاف چې مخکې يې ذکر وشو، نو هر کله چې غسل ورباندې واجب شي، هغه باندې باید مسح وکړي، لکه څنګه چې په اودس کې مسح کوي.

پوښتنه (24): د جبيرې (پټۍ یا پلسټر) باندې مسح کول څه ډول ده؟ آيا ټوله جبيره مسح کېږي، يا يواځې يوه برخه یې مسح کېږي؟ په تفصيل سره یې بیان کړئ.

ځواب: هو، ټوله جبيره مسح کېږي، ځکه چې اصل دا دی چې بدل د مبدل حکم لري، تر هغه چې سنت د خلاف حکم نه وي کړی، دلته مسح د مینځلو بدل دی، نو څنګه چې مینځل ټول عضو ته باید شامل وي، همدا ډول مسح هم بايد ټولې پټۍ ته شامل وي، خو موزو باندې مسح کول یو رخصت عمل دی، او په سنت کې راغلي چې د هغې د يوې برخې مسح کول هم بسنه کوي.

دویم فصل: لمونځ

اهمیت او فضیلت یي

د لمونځ طریقه

د سهوې سجده

د تلاوت سجده

د مسافر لمونځ، او د هغه روژه

ناروغي، او هغه څه چې ناروغ ته په کې پاملرنه ضروري ده

ناروغ څنګه ځان پاک کړي، لمونځ وکړي، او روژه ونیسي؟

نفلي لمونځ

دلمانځه منع شوي وختونه

د لمونځ پرېښودونکي حکم

توبه

لمونځ

* د لمونځ تعریف:

لمونځ د الله تعالی په ځانګړي بڼه عبادت کول دی چې په ولاړه، ناسته، رکوع او سجده کې د الله تعالی په ځانګړي اذکارو سره ترسره کیږي، د لمونځ د ادا کولو دمخه د هغه شرطونو پوره کول ضروري دي لکه: طهارت (پاکوالی)، د عورت پټول، د وخت داخلېدل که چېرې وختي لمونځ (ټاکل شوی لمونځ) وي، او نور شرطونه.

اهمیت او فضیلت یې:

لمونځ: د اسلام د پنځه ګوني ارکانو څخه دویم رکن دی، او د شهادتینو وروسته تر ټولو مهم رکن دی، او هر هغه څوک چې د لمونځ فرضیت څخه منکر وي، کافر شمېرل کېږي، ځکه چې په الله، او د هغه په رسول او د مسلمانانو اجماع یې دروغ ګڼلی دی.

خو څوک چې د لمونځ فرضیت مني، خو په کې سستي کوي او نه یې ادا کوي، نو په دې باره کې علماء اختلاف لري، خو راجح قول دا دی چې دا ډول کس هم کافر او د اسلام څخه بهر دی.

لمونځ د بنده او د هغه د معبود ترمنځ اړیکه ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي:

«إِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا صَلَّى يُنَاجِي رَبَّهُ».

" یو له تاسو څخه چې لمونځ کوي، نو خپل رب سره مناجات کوي"25، او الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمايي:

«قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ الْعَبْدُ: ﴿ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ2 قَالَ اللهُ تَعَالَى: حَمَدَنِي عَبْدِي. وَإِذَا قَالَ: ﴿ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ3 قَالَ اللهُ تَعَالَى: أَثْنَى عَلَيَّ عَبْدِي. وَإِذَا قَالَ: ﴿مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ4 قَالَ: مَجَّدَنِي عَبْدِي. فَإِذَا قَالَ: ﴿إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ5 قَالَ: هَذَا بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ. فَإِذَا قَالَ: ﴿ٱهۡدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ6 صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ7 قَالَ: هَذَا لِعَبْدِي، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ».

"ما لمونځ د ځان او خپل بنده ترمنځ په دوو برخو ویشلی دی، او زما بنده به هغه څه ترلاسه کړي چې هغه یې غواړي، نو کله چې بنده ووایي: ﴿ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴾، نو الله تعالی وایي: (زما بنده زما ستاینه وکړه) او کله چې هغه ووایي: ﴿ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ﴾، نو الله تعالی وایي: زما بنده زما ثنا وویله. او کله چې هغه وايي: ﴿مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ﴾، نو هغه تعالی به وفرمايي: زما بنده زما تمجید او تعظیم وکړ. بیا کله چې هغه ووایي: ﴿إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ﴾، هغه تعالی به وفرمايي: دا زما او زما د بنده ترمنځ ده، او زما بنده به هغه څه ترلاسه کړي چې هغه یې وغواړي. بیا کله چې هغه ووايي: ﴿ٱهۡدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ، صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ﴾، هغه تعالی به وفرمايي: دا زما د بنده لپاره ده، او زما بنده ته به هغه څه ورکړل شي چې هغه یې غواړي"26.

او لمونځ د عباداتو یو باغ دی، چې په هغه کې له هرې ښکلي جوړه شته: تکبیر چې په هغه سره لمونځ پیلېږي، او قیام چې په هغه کې لمونځ کوونکی د الله تعالی کلام تلاوت کوي، او رکوع چې په هغه کې خپل رب ته تعظیم کوي، د رکوع نه راپورته کېدل چې پکې د الله پاک له حمد او ثنا څخه ډک وي، او سجده چې پکې د الله پاک په لوړوالي سره تسبیح کوي او دعا کوي، او قعده چې په هغه کې دعا او تشهد ویل کېږي، او په سلام سره پای ته رسېږي.

او لمونځ په سختیو کې مرستندوی، او له بې حيايي او ناوړه كارونو څخه ايسارول كوي، الله تعالی فرمایي:

﴿وَٱسۡتَعِينُواْ بِٱلصَّبۡرِ وَٱلصَّلَوٰةِ...﴾

(په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ...) [البقرة:45]، او الله - تعالی - فرمایلي دي:

﴿ٱتۡلُ مَآ أُوحِيَ إِلَيۡكَ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَۖ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنۡهَىٰ عَنِ ٱلۡفَحۡشَآءِ وَٱلۡمُنكَرِ...﴾

(لوله هغه كتاب چې تا ته وحى کړل شوى دى او لمونځ ترسره كوه، بې شكه لمونځ له بې حيايي او ناوړه كارونو څخه ايسارول كوي...) [العنكبوت:45].

او لمونځ د مؤمنانو لپاره د هغوی په قبرونو او د قیامت په ورځ رڼا ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الصَّلَاةُ نُورٌ».

«لمونځ رڼا ده»27، او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ حَافَظَ عَلَيْهَا؛ كَانَتْ لَهُ نُورًا، وَبُرْهَانًا، وَنَجَاةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ».

«چا چې د لمونځ حفاظت وکړ، د هغه لپاره به په قیامت کې رڼا، دلیل او نجات وي»28.

او لمونځ د مومنانو خوښي او د هغوی د سترګو یخوالی ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«جُعِلَتْ قُرَّةُ عَيْنِي فِي الصَّلَاةِ».

«زما د سترګو یخوالی په لمونځ کې ځای پرځای شوی دی»29.

او لمونځ ګناهونه له منځه وړي، او ګناهونه رژه وي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَرَأَيْتُمْ لَوْ أَنَّ نَهْرًا بِبَابِ أَحَدِكُمْ، يَغْتَسِلُ فِيهِ كُلَّ يَوْمٍ خَمْسَ مَرَّاتٍ، هَلْ يَبْقَى مِنْ دَرَنِهِ- وَسَخِهِ- شَيْءٌ ؟» قَالُوا: لَا يَبْقَى مِنْ دَرَنِهِ شَيْءٌ. قَالَ:«فَكَذَلِكَ مَثَلُ الصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ، يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا».

«خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه به څه خیری پاتې شي؟» هغوی وویل: نه هیڅ خیری به یې پاتې نه شي، ویې فرمایل: همدا د پنځه وخته لمونځونو مثال دی، چې الله جل جلاله پرې ګناهونه پاکوي»30.

او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، كَفَّارَةٌ لِمَا بَيْنَهُنَّ، مَا لَمْ تُغْشَ الْكَبَائِرُ».

"پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي"31.

«‌وَصَلَاةُ الْجَمَاعَةِ أَفْضَلُ مِنْ صَـَلاةِ الْفَـذِّ بِسَبْعٍ وَعِشْرِينَ دَرَجَةً».

"د جماعت لمونځ له يوازي لمانځه څخه اوه ویشت درجې غوره دى". ابن عمر د رسول الله صلَّى الله عليه وسلَّم څخه روایت کړی32.

ابن مسعود رضي الله عنه وایي: «څوک چې غواړي سبا د الله تعالی سره د مسلمان په توګه ملاقات وکړي، نو هغه دې دا لمونځونه په خپل وخت ادا کړي کله چې ورته بلنه ورکړل کېږي، ځکه چې الله تعالی ستاسو پیغمبر ته د هدایت لارې ټاکلي دي، او دا د هدایت له لارو څخه دي، نو که تاسو په خپلو کورونو کې لمونځ وکړئ، لکه څنګه چې دا متخلف (چې لمونځ په جماعت نه کوي) سړی په خپل کور کې لمونځ کوي، تاسو به د خپل پیغمبر لاره پریښې وي، او که تاسو د خپل پیغمبر لاره پرېږدئ، نو تاسو به ګمراه شئ، او هېڅ داسې کوم سړی نشته چې ځان پاک کړي او په ښه توګه طهارت وکړي، بیا له دې جوماتونو څخه یو ته لاړ شي، مګر دا چې الله تعالی به د هر ګام په بدل کې ورته یوه نیکي ولیکي، او یوه درجه به یې لوړه کړي او یوه بدي به یې له منځه یوسي، او موږ نه دي لیدلي چې پرته له څرګند منافق څخه بل څوک له جماعت څخه تخلف وکړي، او داسې هم شوي چې یو سړی به د دوو کسانو په اوږو راوستل شو، ترڅو د جماعت په صف کې ودرول شي»33.

په لمانځه کې خشوع - کوم چې د زړه حضور دی - او په وخت سره یې ادا کول د بریالیتوب او جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي، الله تعالی فرمايي:

﴿قَدۡ أَفۡلَحَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ 1 ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي صَلَاتِهِمۡ خَٰشِعُونَ 2 وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَنِ ٱللَّغۡوِ مُعۡرِضُونَ 3 وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِلزَّكَوٰةِ فَٰعِلُونَ 4 وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِفُرُوجِهِمۡ حَٰفِظُونَ 5 إِلَّا عَلَىٰٓ أَزۡوَٰجِهِمۡ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُمۡ فَإِنَّهُمۡ غَيۡرُ مَلُومِينَ 6 فَمَنِ ٱبۡتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡعَادُونَ 7 وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِأَمَٰنَٰتِهِمۡ وَعَهۡدِهِمۡ رَٰعُونَ 8 وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَلَىٰ صَلَوَٰتِهِمۡ يُحَافِظُونَ 9 أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡوَٰرِثُونَ 10 ٱلَّذِينَ يَرِثُونَ ٱلۡفِرۡدَوۡسَ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ 11﴾

(یقینًا مومنان كامیاب شول 1

هغوى چې په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي 2

او هغه كسان چې دوى له لغو (خبرو او كارونو) نه مخ ګرځوونكي دي 3

او هغوی چې د زكات ادا كوونكي دي 4

او هغوى چې د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي 5

مګر له خپلو ښځو او وینځو نه، نو بېشكه دوى (هغوى ته په ورتلو سره) ملامت كړى شوي نه دي 6

نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي 7

او هغه چې هغوى د خپلو امانتونو او عهد رعایت كوونكي دي 8

او هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو مداومت (او حفاظت) كوي 9

هم دغه خلق وارثان دي 10

هغه چې د فردوس وارثان كېږي به، دوى به په هغه كې همېشه وي 11﴾ [المؤمنون: 1-11].

د لمونځ د قبلېدو لپاره دوه اساسي شرطونه دي: لمونځ بايد په خالص نيت سره يوازې د الله تعالی د رضا لپاره، او د سنت مطابق ادا شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى».

«بیشکه صحت د عملونو په نیتونو پورې دی او هر انسان ته به هغه څه حاصل شي چې نیت یې کړی وي»34، او فرمایي:

«صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي».

«تاسو داسې لمونځ وکړئ لکه ما چې ګورئ او زه لمونځ کوم»35.

د لمونځ طریقه:

نو کله چې دا شرطونه پوره شول او د لمانځه لپاره چمتو وي، هغه باید لاندې اعمال ترسره کړي:

۱- لمونځ کوونکی باید خپل ټول بدن قبلې په لور راوګرځوي، پرته له کوږوالي او سر اړولو څخه.

۲- بیا به د هغه لمونځ نیت وکړي چې غواړي ادا یې کړي، په زړه کې پرته له دې چې نیت په ژبه ووایي.

۳- بیا به تکبیر تحریمه ووایي، او وایي چې: «اللَّهُ أَكْبَر»، خپل لاسونه دې د اوږو برابر، او یا د غوږونو تر نرمۍ، او یا د هغو تر څانګو برابر د تکبیر پر مهال پورته کړي.

۴- بیا به خپل ښی لاس د کیڼ (چپ) لاس شا باندې د سینې پر سر ږدي.

۵- بیا به په دې سره پیل کړي، او ووایي چې:

«اللَّهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللَّهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللَّهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالْمَاءِ وَالثَّلْجِ وَالْبَرَدِ»36.

ژباړه: اې الله زما او زما د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه.

۶- او یا دا دې ووایي:

«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ، وَتَعَالَى جَدُّكَ، وَلَا إِلَهَ غَيْرُكَ».

«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ، وَتَعَالَى جَدُّكَ، وَلَا إِلَهَ غَيْرُكَ»37.

ژباړه: اې الله! پاکي او ستاینې یواځې تا لره دي او نوم دې مبارک دی، شان دې لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته.

۷- بیا به اعوذ بالله ووایي، داسې دې ووایي: «أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ».

ژباړه: زه له رټل شوي شيطان نه په الله تعالی پورې پناه نيسم.

۸- بیا به بسم الله او د فاتحې سورت ولولي، نو وایې:

﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1 ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ 2 ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 3 مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ 4 إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ5 ٱهۡدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ 6 صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ 7﴾

ژباړه: د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.

ټول (د كمال) صفتونه خاص الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى،

ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دی،

د بَدلې د ورځې مالك دی،

مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مرسته غواړو،

ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه،

د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى غضب شوى او نه ګمراهان دي. بيا دې ووايي: (آمين) يعنې: اې الله قبول یې کړه.

۹- بیا دې قران ولولي چې ورته اسان وي، او د سهار په لمانځه کې دې تلاوت اوږدوي.

۱۰- بیا دې رکوع وکړي، یعنې: د الله د تعظیم لپاره سر ښکته کړي، او د رکوع پر مهال دې تکبیر ووایي، او لاسونه دې تر اوږو پورې پورته کړي، او سنت دا دي چې: خپله شا اوږده کړي (همواره)، او خپل سر ورسره برابر کړي، او لاسونه پر زنګنونو کېږدي په داسې حال کې چې ګوتې يې یو بل څخه جلا وي.

۱۱- او په رکوع کې درې ځلې «سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيمِ»، ووایي، او که دا یې هم اضافه کړ:

«سُبْحَانَكَ الْلَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، الْلَّهُمَّ اغْفِرْ لِي»38.

«پاکې ده تالره ای ربه، ته منزه او پاک یې، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه».

«سُبُّوحٌ، قُدُّوسٌ، رَبُّ الْمَلَائِكَةِ وَالرُّوحِ»39

"پاکي دې وي پاک ذات لره، د ملاېکو او روح (جبريل عليه السلام) رب لره". نو دا به غوره وي.

۱۲ بیا به خپل سر له رکوع څخه پورته کوي، او وایي: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَه» - الله د هغه چا ستاینه واوریده چې هغه یې وستایه-، او خپل لاسونه به تر اوږو یا د غوږونو په برابرۍ پورته کوي.

۱۳- او مأموم «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَه» نه وایي، مګر د هغې پر ځای وایي چې: «رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ» -زموږ ربه! ټولې ستاینې ستا لپاره دي-.

۱۴- بیا به د رکوع څخه د پورته کېدو وروسته ووایي:

«رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ، وَمِلْءَ الْأَرْضِ، وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ»40.

اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي.

وإن زاد: «أَهْلَ الثَّنَاءِ وَالْمَجْدِ، أَحَقُّ مَا قَالَ الْعَبْدُ، وَكُلُّنَا لَكَ عَبْدٌ: لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ» فحسن.

که دا یې اضافه کړ غوره ده: «أَهْلَ الثَّنَاءِ وَالْمَجْدِ، أَحَقُّ مَا قَالَ الْعَبْدُ، وَكُلُّنَا لَكَ عَبْدٌ: لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ»41

د ثنا او صفت ویونکي باور لري په هغه څه چې بنده دې - وړاندې وویل- او مونږ ټول دې بندګان یو، منع کوونکی نشته هغه څه لره چې ته یې ورکوې، او ورکوونکی نشته هغه څه لره چې ته یې منعه کوې، او هیڅ شان او شوکت والا ستا په وړاندې ګټه نشي رسولی.

۱۵- بیا لومړۍ سجده کوي، او د سجدې پر مهال وایي: الله أكبر"الله لوی دی" او په اوو غړو دې سجده وکړي:

تندی سره د پوزې، دواړه لاسونه، دواړه زنګنونه، د دواړو پښو سرونه، او خپلې مټې به له اړخونو څخه لرې ساتي، څنګلي به په ځمکه نه خپروي، او د ګوتو سرونه به قبلې ته مخامخ کوي.

۱۶- او په سجده کې به درې ځلې ووایي: «سُبْحَانَ رَبِّيَ الَأعْلَى» «پاکي بيانوم د خپل رب چې ډېر اوچت دی»، او که دا یې اضافه کړ:

«سُبْحَانَكَ الْلَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، الْلَّهُمَّ اغْفِرْ لِي»42

(اې زموږ ربه تا لره پاکي ده، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه).

«سُبُّوحٌ، قُدُّوسٌ، رَبُّ الْمَلَائِكَةِ وَالرُّوحِ»43

"پاکي دې وي پاک ذات لره، د ملاېکو او روح (جبريل عليه السلام) رب لره". نو دا به غوره وي.

۱۷- بیا له سجدې څخه سر پورته کړي او وایي: «اللَّهُ أَكْبَر» (الله لوی دی).

۱۸- بیا د دواړو سجدو په مینځ کې په چپه پښه کښیني، ښۍ پښه ودروي، خپل ښی لاس د خپل ښۍ پښې په ورون (زنګون) ته نږدې ږدي، او د ښي لاس سلطانۍ او خچه (څلورمه او پنځمه) ګوته کلکې نیسی، غټه او منځنۍ ګوتې سره حلقه کوي، او د دعا په وخت کې د شهادت ګوتې سره اشاره کوي، او خپل کیڼ لاس د ګوتو په غوړولو سره په چپ ورون ږدي په هغه ځای کې چې زنګون ته نږدی دی.

۱۹- د دوو سجدو تر منځ د ناستې په وخت کي وايي:

«رَبِّ اغْفِرْ لِي، وَارْحَمْنِي، وَاهْدِنِي، وَارْزُقْنِي، وَاجْبُرْنِي، وَعَافِنِي»44.

" ای ربه، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه، زما په زړه پټۍ ولګوه، او زما حفاظت وکړي".

۲۰- بيا الله تعالی ته په خشوع سره دویمه سجده کوي لکه د لومړۍ سجدې په څېر یې چې څه ویلي او کړي و، او د سجدې پر مهال تکبير وايي.

۲۱- بیا له دویمې سجدې څخه پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او دویم رکعت لکه د لومړي رکعت په څیر اداء کوي، مګر دا چې په دویم رکعت کې استفتاح (د پیل دعاګانې) نه وایي.

۲۲- بیا د دویم رکعت له پای ته رسیدو وروسته کښيني او وايي: الله اكبر، «الله لوی دی» او کښيني څرنګه چی د دوو سجدو په منځ کې ناست و.

۲۳- او په دې ناسته کې تشهد وایي، او وایي چې: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ؛ إنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ؛ إنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، أَعُوذُ بِاَللَّهِ مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَمِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ».

«ټول ژبني، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا اې پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد ﷺصلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی.

یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ رحمت و وروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایلی شوی او لوي یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوي یې.

زه د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنو او د دجال له فتنو څخه په الله پناه غواړم».

۲۴- بيا له خپل رب څخه د دنيا او آخرت د خير غوښتنه کوي.

۲۵- بیا ښي اړخ ته سلام اړوي وایي: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّه»، او چپ طرف ته هم همداسې.

۲۶ – که لمونځ درې یا څلور رکعتي وي، د لومړي تشهد په پای کې «أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله».

یعنی زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی» باید ودرېږي.

۲۷- بیا پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او په دې وخت کې د اوږو پوری لاسونه پورته کوي.

۲۸- بيا به خپل پاتې لمونځ لکه د دویم رکعت په څېر ادا کوي، خو د فاتحې په قرائت باندې باید بسنه وکړي.

۲۹ – بیا به په متورک شکل کښیني نو خپله ښۍ پښه دروي او چپه پښه به له ښۍ پښې د پونډۍ لاندې تېروي او خپل مقعد به په ځمکه نښلوی، او لاسونه به په ورنو ږدی په کومه طریقه چې په لومړي تشهد کې ایښي وو.

۳۰ – په دې ناسته کې ټول تشهد لوستل کېږي.

۳۱- بیا ښي اړخ ته سلام اړوي وایي: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ الله» او چپ طرف ته هم همداسې.

* په لمونځ کې مکروه څیزونه:

۱- مکروه دي په لمانځه کې: د سر اړول یا سترګو اړول، اما د اسمان په لور د سترګو پورته کول؛ حرام دي.

۲- په لمانځه کې مکروه دي: عبث او پرته له ضرورت څخه حرکت کول.

۳- په لمانځه کې مکروه دي: داسې شیان له ځان سره لرل چې ذهن مشغولوي، لکه درانه شیان، یا پام اړونکي رنګین څیز.

۴- په لمانځه کې مکروه دي: لاسونه په خصر (شا) باندې کېښودل.

* د لمونځ باطلونکي څیزونه:

1- په قصد سره خبرې کول، که څه هم لږ وي.

2- د قبلې څخه د ټول بدن انحراف.

3- د مقعد څخه د باد وتل، او هر هغه عمل چې اودس یا غسل ایجابوي.

4- د ضرورت پرته ډېر او پرله پسې حرکتونه.

5- خندا، که څه هم لږ وي.

6- په قصد سره په لمونځ کې رکوع، سجده، قيام، او یا قعده زیاتول.

7- په قصد سره د امام مخکې حرکت کول.

8- هغه جامې چې د بدن پوستکي ښکاره کوي (لکه څرنګه چې په راتلونکي ځواب کې راغلی دی):

عالیقدر شیخ/ محمد بن صالح العثيمين.

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، هیله لرم دې پوښتنې ته ځواب راکړئ:

ډېری خلک په نازکو جامو کې لمونځ کوي چې د بدن پوستکی یې ښکاري، او د دې جامو لاندې لنډ پرتوګ اغوندي چې د ورنو نیمایي ته نه رسیږي، چې د ورنو نیمایي برخه د جامو تر شا ښکاري، د دې خلکو د لمونځ حکم څه دی؟

وعليكم السَّلام ورحمة الله وبركاته.

د دې خلکو د لمانځه حکم د هغه چا د حکم په څیر دی چې پرته له جامو په لنډو جامو لمونځ کړی وي؛ ځکه چې شفافې جامې چې د پوستکي ښودنه کوي، ستر او پوښښ کوونکي نه دي، د دې جامو شتون د نه شتون په څیر دی، او د دې پر اساس، د دوی لمونځ د علماوو د خورا سم نظر له مخې، صحیح نه دی، چې د امام احمد - رحمه الله - په مذهب کې مشهور نظر دی -45، او دا ځکه چې د لمونځ کونکي لپاره دا واجب ده چې د نوم او زنګون ترمنځ ځای پټ وساتي، او دا د الله تعال هغه ټیټه اندازه د اطاعت ده چې ترلاسه کیدی شي:

﴿يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمۡ عِندَ كُلِّ مَسۡجِدٖ...﴾

(اې د آدم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو خپل د ښكلا لباس واخلئ...) [الأعراف:31].

دوی باید له دوو کارونو څخه یو وکړي: یا داسې پتلون یا پرتوګ واغوندي چې د نوم او زنګون تر منځ برخه وپوښي، یا د دې پتلون یا پرتوګ دپاسه داسې پلنې جامې واغوندي چې پوستکی ښکاره نه کړي.

په پوښتنه کې ذکر شوی عمل غلط او خطرناک دی، نو لازم ده چې الله تعالی ته توبه وکړي او په لمونځ کې د پټولو وړ برخه په بشپړه توګه پټه کړي.

الله تعالى څخه ځان او ټولو مسلمانانو ته د هدایت او د هغه د رضایت د توفيق غوښتنه کوو؛ بېشکه هغه جواد او کریم ذات دی.

لیکنه یي کړي ده

محمد الصالح العثيمين

په ۵ د رمضان کال ۱۴۰۸ هجري

د فرض لمونځ او د لمونځ له سلام څخه وروسته وارد شوي اذکار

باید ووایي:

«أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ، أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ، أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ، اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ»46.

(زه له الله څخه بخښنه غواړم، زه له الله څخه بخښنه غواړم، زه له الله څخه بخښنه غواړم، ای الله! ته سلام يې، او سلام هم له تا څخه دی، ته برکتناک يې، ای د جلال او اکرام خاونده!"

«لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاَللَّهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ، وَلَهُ الْفَضْلُ، وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ»47.

"له الله پرته بل معبود نشته، یوازینی، بې شریکه دی، پاچایي د هغه ده او ستاینه همغه لره ده، او هغه په هر څه قادر دی، نشته له بدۍ څخه ګرځېدل او په نیکۍ توفیق ورکول مګر د الله په مدد، د الله پرته بل معبود نشته، او موږ د بل چا عبادت نه کوو مګر د لوی الله، الله لره لورینه او غوره والی او نیکه ستاینه ده، نشته بل معبود پرته د لوی الله څخه، هغه ته په دین کې مخلص یو، که څه هم کافران یې بد ګڼي.

«لَا إلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ»48.

- له الله پرته بل معبود نشته، یوازی، بې شریکه دی، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، ای الله! هر څه چې ورکوې څوک یی مخه نشي نیولی، او هر څه چی له چا څخه منع کوې څوک یی نشي ور کولی. فایده نه شي ورکولای خاوند د شرافت او مرتبې ته ستا د عذاب په مقابل کې شرافت او مرتبه د هغه.

او په هغه څه باندې پاملرنه وشي چې په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي د تسبیح، تحمید او تکبیر څخه، او دا په څو روایتونو باندې ثابت دی، خو غوره داده چې کله دا ذکر وویل شي او کله بل ذکر.

لومړی: دا چې ووایي:

«سُبْحَانَ الله» (۳۳ ځلې)، "الله پاک دی"، «الْحَمْدُ لِلَّهِ» (۳۳ ځلې)

"ټول ستاينه د الله لپاره ده"، «اللهُ أَكْبَرُ» (۳۳ ځلې)"الله تر هر شي لوی دی"، او په پای کې دې ووایي:

«لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ»49.

"له الله پرته بل معبود نشته هغه یو دی شریک نه لري، د هغه لپاره پاچاهي ده او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په هر څه قادر دی".

دویم: دا چې ووایي:

«سُبْحَانَ الله» (۳۳ ځلې)، «الْحَمْدُ لِلَّهِ» (۳۳ ځلې)، «اللهُ أَكْبَرُ» (۳۴ ځلې)50.

دریم: دا چې ووایي:

الثالث: أن يقول: «سُبْحَانَ الله» لس ځلې، او «الْحَمْدُ لِلَّهِ» لس ځلې، او «اللهُ أَكْبَرُ» لس ځلې51.

څلورم: دا چې ووایي: «سُبْحَانَ الله، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ»، (الله پاک دی، او ټوله ستاينه الله لره ده، او الله تر هر شي لوی دی)، پنځه ویشت ځلې52.

او اړینه ده چې آیت کرسي هم تلاوت کړي، او همدارنګه

﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ 1﴾

(اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى. او

﴿ قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلۡفَلَقِ 1﴾

(اې نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم. او

﴿قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ 1﴾

(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم.

د سهو سجدې احکام

د سهو سجدې درې لاملونه دي: زیاتوالی، کموالی، او شک.

زیاتوالی:

بېلګه: دا چې یو څوک په یوه رکعت کې دوه ځله رکوع وکړي، یا درې ځله سجده وکړي، یا په څلور رکعته لمونځ کې پنځم رکعت لپاره ودرېږي، بیا ور یاد شي، او بېرته وګرځي.

که د سهوې سجده د زیاتوالي له امله وي، نو د سلام اړولو وروسته ترسره کېږي، داسې چې تشهد او سلام واړوي، او بیا دوه سجدې ترسره کړي، او سلام دې واړوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم همدا ډول وکړ، کله چې پنځه رکعته لمونځ یې ادا کړ، خلکو د پنځه رکعت لمونځ په هکله هغه ته یادونه وکړه، نو هغه صلی الله علیه وسلم د سلام اړولو وروسته یې دوه سجدې وکړې53.

دا باید ونه ویل شي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سلام اړولو وروسته سجده کړې، دلته اړینه خبره دا ده چې هغه د سلام اړولو مخکې خبر نه و، او قضیه همداسې وه، خو موږ وایو چې: که چیرې حکم د هغه له کړنو څخه توپیر درلودای، نو هغه (صلی الله علیه وسلم) به هغوی ته ویلي وای: که تاسو د سلام اړولو دمخه په زیاتوالي باندې خبر وئ، نو د سلام اړولو دمخه سجده وکړئ. نو کله چې هغه خبره په همدې ډول تایید کړه، نو معلومه شوه چې د زیاتوالي سجده سهو باید د سلام اړولو څخه وروسته وي.

په دې باندې دا دلالت کوي: چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ماسپښین یا مازدیګر د لمانځه دوه رکعته وروسته سلام واړول، او بیا خلکو ورته یادونه وکړه، نو هغه خپل لمونځ بشپړ کړ، بیا یې سلام واړول، بیا یې دوه سجدې وکړې، بیا یې سلام واړول54، دا ځکه چې د لمانځه پر مهال سلام اړول یو اضافه عمل دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلام اړولو وروسته د هغې لپاره سجده وکړه.

او لکه څرنګه چې دا د اثر سره مطابقت لری همدارنګه د نظر سره هم مطابقت لري، نو که لمونځ کې زیاتوالی راشي، او موږ وویل: د سهوه سجده باید مخکې له سلام اړولو څخه ترسره شي، په لمونځ کې به دوه زیاتوالی راشي. او که موږ ووایو: د سلام اړولو وروسته دې سجده وکړي، په لمونځ کې به یوه سهوه راشي.

کموالی:

دا د سلام اړولو څخه مخکې د هغه سجده ده، لکه: که چیرې هغه د لومړي تشهد څخه په هیره سره پورته شي، یا که هغه په ​​سجده کې «سُبْحَانَ رَبِّيَ الْأَعْلَى» ویل هیر کړي، یا که هغه په ​​رکوع کې «سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيمِ» ویل هیر کړي، نو هغه د سلام اړولو څخه مخکې باید سجده وکړي؛ ځکه چې لمونځ د فرض د پرېښودو له امله نیمګړی دی، نو حکمت دا و چې د سلام اړولو دمخه د هېرېدو له امله باید سجده وکړي، ترڅو نیمګړتیا پوره کړي مخکې له دې چې لمونځ څخه ووځي.

دلیل یې د عبد الله بن بحینه حدیث دی چې،

«‌أنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى بِهِمُ الظُّهْرَ، فَقَامَ مِنَ الرَّكْعَتَيْنِ وَلَمْ يَجْلِسْ، فَلَمَّا قَضَى الصَّلَاةَ، وَانْتَظَرَ النَّاسُ تَسْلِيمَهُ، كَبَّرَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ جَالِسٌ، فَسَجَدَ سَجْدَتَيْنِ، ثُمَّ سَلَّمَ».

"رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د ماسپښین لمونځ ادا کړ، له دوو رکعتونو وروسته پاڅېد او کښې نه ناست، کله چې هغه لمونځ پای ته ورساوه او خلکو د سلام اړولو انتظار کاوه، هغه صلی الله علیه وسلم په ناست حالت کې تکبیر ووایه، بیا یې دوه ځلې سجده وکړه، بیا یې سلام واړول"55

په زیاتوالي او کموالي کې شک کول:

که شک یې وکړ: چې ایا هغه څلور رکعت کړي یا درې رکعتونه؟ نو دا دوه حالت لري:

لومړنی حالت: که چېرې یو له دوو څیزونو باندې ګمان وکړي: یا په زیاتوالي یا په کموالي. نو د خپل قوي ګمان پر بنسټ دې عمل وکړي، او د سلام اړولو وروسته دې دوه سجدې وکړي، لکه څرنګه چې د ابن مسعود رضي الله عنه په حدیث کې راغلي دي:

«إِذَا شَكَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ، فَلْيَتَحَرَّ الصَّوَابَ فَلْيُتِمَّ عَلَيْهِ، ثُمَّ لِيُسَلِّمْ، ثُمَّ يَسْجُدُ سَجْدَتَيْنِ»

"که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي" دا هغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي، یا دې ته ورته معنا سره56.

دویم حالت: که چېرې چاته په زیاتوالي یا کموالي که شک پیدا شي پرته له دې چې کوم خوا ته ترجیح ورکړي، نو هغه باید په هغه څه باندې تکیه وکړي چې هغه یاندې یقین لري - کوم چې لږ دی - او بیا یې د هغې پر بنسټ بشپړ کړي، بیا باید د سلام اړولو دمخه دوه سجدې وکړي، سنت په دې ډول له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه راغلي57.

* د سجدې سهوې له احکامو څخه:

۱- که لمونځ کوونکی په قصد سره د لمونځ د بشپړیدو څخه مخکې سلام واړوي؛ نو هغه لمونځ باطل دی.

۲- که لمونځ کوونکی په قصد سره په خپل لمونځ کې قیام، قعود، رکوع، یا سجده زیاته کړي؛ نو هغه لمونځ باطل دی.

۳- که لمونځ کوونکی د لمونځ له ارکانو څخه یو رکن پریږدي: که تکبیر تحریمه وي؛ که په عمد سره وي یا په سهوه، د هغه لمونځ صحیح نه دی، ځکه اصلا لمونځ یې نه دی پېل کړی، او که پریښودل شوی رکن پرته د تکبیر تحریمه څخه وي، نو که په قصد سره یې پرېښی وي، لمونځ یې باطل دی.

۴- که لمونځ کوونکی په قصد سره د لمونځ له واجباتو څخه یو واجب پریږدي؛ نو هغه لمونځ باطل دی.

۵- که د سجده سهوه د سلام اړولو څخه وروسته وي؛ نو اړینه ده چې د سجدو وروسته بیا یو ځل سلام واړول شي.

د سجدې سهوې د احکامو لنډیز:

مسئله/ ۱- د لمونځ د بشپړېدو دمخه ناڅاپي سلام اړول

که چېرې لمونځ کوونکی د هیريدو له مخې د لمونځ د بشپړېدو دمخه سلام واړوي

حالت یې/ که ډېر وخت وروسته ور یاد شي؛ نو لمونځ به بیا له سره پیلوي.

که لږ وخت وروسته ور یاد شي -لکه پنځه دقیقې- نو پاتې رکعت به بشپړوي، بیا به سلام واړوي.

د سجدې سهوې موقعیت/ د سلام اړولو وروسته به دوه سجدې کوي، او دویم ځل به بیا سلام واړوي.

****

مسئله/ ۲- په لمونځ کې زیاتوالی

که چېرې لمونځ کوونکی قیام، قعده، رکوع، یا سجده زیاته کړي

حالت یې/ که د زیاتوالي وروسته ور یاد شي؛ یوازې د سهوې لپاره دې دوه سجدې وکړي.

او که د زیاتوالي پر مهال ور یاد شي؛ نو فوراً له زیاتوالي څخه دې رجوع وکړي.

د سجدې سهوې موقعیت/ د سلام اړولو وروسته دي دوه سجدې وکړي، او دویم ځل لپاره دې بل سلام واړوي.

****

مسئله/ ۳- د ارکانو پریښودل که چېرې لمونځ کوونکی د هیريدو له مخې د لمونځ له ارکانو څخه یو رکن پرېږدي، پرته له تکبیر تحریمه

حالت یې/ که ځای یې راتلونکي رکعت پورې رسېدلی وي؛ هغه رکعت چې یو رکن یې پريښودل شوی باطلېږي، او راتلونکي رکعت د هغې ځای نیسي.

که ځای یې راتلونکي رکعت پورې نه وي رسېدلی؛ باید پرېښودل شوی رکن ځای ته بیرته وګرځي، پاتې رکن او د هغې وروسته اعمال دې بشپړ کړي. د سهو سجدې موقعیت: په دواړو حالتونو کې دې د سلام اړولو وروسته دوه سجدې ترسره کړي.

****

مسئله/ ۴- په رکعتونو کې شک

که چېرې د رکعتونو په شمېر کې شک وکړي: چې ایا دوه رکعته یې ادا کړی که درې رکعته؟ نو دا دوه حالت لري.

حالت یې/ لومړی حالت: که یو خوا باندې یقین ولري؛ نو په راجح او یقینی کار باندې باید عمل وکړي، او د یقین پر اساس دې خپل لمونځ بشپړ کړي، او سلام دې واړوي.

دویم حالت: که هیڅ خوا ورته یقینی نه وي؛ د یقین پر اساس دې عمل وکړي، چې هغه لږ دی، او په همدې لږ سره دې خپل لمونځ بشپړ کړي.

د سجدې موقعیت/ په لومړي حالت کې دې د سلام اړولو څخه وروسته د سهوې سجده وکړي.

دویم حالت کې د سهوې سجده دې مخکې له سلام اړولو څخه ترسره کړي.

****

مسئله/ ۵- د لومړي تشهد د هېرېدو له امله

او د واجباتو حکم د لومړي تشهد حکم دی.

حالت یې/ که د قيام په حالت کې ور ياد شي (په بشپړه توګه ولاړ شوی وي)؛ نو خپل لمونځ ته دي دوام ورکړي، او تشهد لپاره دې نه راګرځي.

که د پاڅېدو په حالت کې، او مخکې له بشپړ ولاړېدو څخه ور ياد شو، نو هغه دې بېرته وګرځي او کښيني، تشهد دې وکړي او خپل لمونځ دې بشپړ کړي.

که چیرې مخکې له دې چې ورونونه یې له پونډیو څخه پورته شي ور یاد شو؛ نو هغه باید کښېني، تشهد دې ووایي، بیا دې خپل لمونځ بشپړ کړي، او سجده سهوه دې نه کوي؛ ځکه چې هغه نه څه زیات کړي او نه یې کم کړي.

د سجدې موقعیت/ مخکې له سلام اړولو څخه دې سجده سهو ترسره کړي.

د تلاوت سجده

سبب یې: دا چې یو ځوک د قرآن کریم په تلاوت کولو سره د سجدې آیت باندې تېر شي، او په قرآن کریم کې د سجدو آیاتونه او ځایونه معلوم دي، او د مصحفونو په حاشیه کې په نښه شوي دي، کله چې یو څوک د سجدې پر آیت باندې تېر شي، نو هغه باندې لازم ده چې د الله تعالی لپاره سجده وکړي؛ حتی ځینو علماو ویلي دي: چې د تلاوت سجده واجبه ده. خو صحیح قول دا دی چې واجبه نه ده؛ ځکه چې امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) یو ځل د جمعې په خطبه کې د سجدې آیت په نحل سورت کې تلاوت کړ او سجده یې وکړه، بل ځلي بیا په بله جمعه کې همدا آیت یې تلاوت کړ، خو سجده یې ونه کړه، هغه رضي الله عنه فرمایي: "الله تعالی مونږ باندې سجده نه ده لازمه کړې، مګر کله چي موږ یې وغواړو"58، دلته استثنا منقطع ده، یعنی د "إلا أن نشاء" معنی دا ده چې: که موږ وغواړو، نو سجده کوو. او د «إلَّا أن نشاء» معنی دا نه ده چې دا یو فرض دی چې موږ باندې یې فرض کړې ده، ځکه فرایض په مشیئت او غوښتلو باندې تعلق نه نیسي، او عمر (رضي الله عنه) دا کار د صحابو کرامو په حضور کې ترسره کړ، او هېڅ چا دغه عمل رد نه کړ، حال دا چې صحابه (رضي الله عنهم) به په هر ځای کې د منکر رد کاوه، نو د صحابو کرامو دا تائید، چې په دې لوی مجلس کې د خلیفه راشد عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) عمل تاییدول، دا ښیي چې د تلاوت سجده واجبه نه ده، او همدا نظر صحیح ده، که انسان په لمانځه کې وي او یا نه وي.

* د سجدې تلاوت طریقه:

تکبیر وایی او سجده کوي - د لمانځه د سجدې- په اوو غړو باندې، او ووایي: "سبحان ربي الأعلى"، "سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي"، بیا به دا مشهور دعا ووایي:

«اللَّهُمَّ لَكَ سَجَدْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، سَجَدَ وَجْهِي لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُ وَصَوَّرَهُ، وَشَقَّ سَمْعَهُ وَبَصَرَهُ بِحَوْلِهِ وَقُوَّتِهِ، اللَّهُمَّ اكْتُبْ لِي بِهَا أَجْرًا، وَارْفَعْ عَنِّي بِهَا وِزْرًا، وَاجْعَلْهَا لِي عِنْدَكَ ذُخْرًا، وَتَقَبَّلْهَا مِنِّي كَمَا تَقَبَّلْتَهَا مِنْ عَبْدِكَ دَاوُدَ».

"اې الله! ما تا ته سجده وکړه، په تا مې ایمان راوړ، او په تا مې توکل وکړ، زما مخ د هغه الله تعالی په وړاندې سجده وکړه چې هغه يې پیدا کړ او صورت يې ورکړ، غوږ او سترګې يې په خپل قدرت او قوت سره سوري کړې. اې الله! زما لپاره د دې سجدې په بدل کې اجر ولیکه، د دې سجدې په بدل کې زما ګناهونه معاف کړه، او دا زما لپاره خپل ځان سره ذخیره کړه، او زما دغه سجده هماغسې قبوله کړه، څرنګه چې تا د خپل بنده داؤد (علیه السلام) سجده قبوله کړه".59 بیا به پرته له تکبیر او سلام اړولو څخه ولاړ شي

"خو که چېرې په لمانځه کې د تلاوت سجده وکړي، نو د سجدې پر مهال دې تکبیر (الله اکبر) ووایي، او سجدې څخه د راپورته کېدو پر مهال دې بیا تکبیر ووایي؛ ځکه چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د لمونځ توصیف کوونکو ټولو ذکر کړې ده چې هغه (صلی الله علیه وسلم) به هر ځل چې ولاړ شو او ټیټ شو تکبیر به یې ویل.60 او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به په لمونځ کې د تلاوت سجدې لپاره سجده کوله، لکه څرنګه چې دا د ابوهریره (رضي الله عنه) په حدیث کې ثابت دی چې نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د ماخوستن په لمانځه کې تلاوت کړ:

﴿إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنشَقَّتۡ 1﴾

کله چې اسمان وچوي. نو په هغې کې یې سجده و کړه61.

او هغه کسان چې د نبي (صلی الله علیه وسلم) د لمونځ توصیف کوي، د تلاوت سجده له دې حکم څخه نه مستثنی کوي، نو دا ښیي چې په لمونځ کې د تلاوت سجده هم د اصلي لمونځ د سجدې په څېر ده، چې کله سجده کوي او که له سجدې څخه را ولاړېږي.

په دې کې هېڅ فرق نشته چې سجده د تلاوت شوې آیت په پای کې وي یا په منځ کې؛ نو کله چې سجده کوي یا ولاړېږی باید تکبیر ووایي، او کله چې رکوع کوي بیا به هم تکبیر ووایي، په پرله پسې تکبیرونو په ویلو کې هېڅ حرج نشته؛ ځکه چې سببونه یې یو بل سره توپیر لري.

ځینې خلک کله چې په لمانځه کې د سجدې آیت تلاوت کړي او سجده وکړي، نو یوازې د سجدې لپاره تکبیر وایي، خو له سجدې څخه د ولاړېدو پر مهال تکبیر نه وایي، زه د دې کار لپاره هېڅ اصل نه مومم، په تلاوت سجده کې د تکبیر په اړه اختلاف، هغه مهال دی چې سجده د لمونځ څخه بهر وي؛ خو که سجده په لمونځ کې وي، نو د لمونځ د اصلي سجدې حکم لري، یعنی کله چې سجدې ته ځي هم تکبیر وایي، او کله چې له سجدې څخه ولاړېږي هم تکبیر وایي.

د مسافر لمونځ او روژه

د مسافر لمونځ دو رکعته دی، له هغه وخته چې د خپلې هستوګنې له ځایه په سفر وځي، تر هغه چې بېرته خپل هستوګن ځای ته راستون شي؛ د عائشې (رضي الله عنها) د وینا پر اساس چې وايي: "لومړی چې لمونځ فرض شو، دوه رکعته و، بیا د سفر لمونځ په خپل حالت کې پاتې شو، خو د حضر (مقیم) لمونځ بشپړ شو"62 او په بل روایت کې راغلي: " او د حضر (مقیم) په لمونځ کې زیاتوالی راغی"63.

همدارنګه انس بن مالک (رضي الله عنه) وایي: "موږ له مدینې څخه مکې ته د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره سفر وکړ، او هغه (صلی الله علیه وسلم) به په ټول سفر کې دوه دوه رکعته لمونځ کاوه، تر هغه چې بېرته مدینې ته راستون شولو"64.

خو که مسافر د امام (مقیم) تر شا لمونځ وکړي چې څلور رکعته لمونځ کوي، نو هغه (مسافر) باید څلور رکعته لمونځ وکړي، که په لومړي رکعت کې له امام سره یې لمونځ پیل کړی وي یا د لمونځ څه برخه ورڅخه پاتې وي؛ د نبي (صلی الله علیه وسلم) د عموم قول له مخې:

«إِذَا سَمِعْتُمْ الْإِقَامَةَ فَامْشُوا إِلَى الصَّلَاةِ، وَعَلَيْكُمْ السَّكِينَةُ وَالْوَقَارُ، وَلَا تُسْرِعُوا، فَمَا أَدْرَكْتُمْ فَصَلُّوا، وَمَا فَاتَكُمْ فَأَتِمُّوا».

"کله مو چې اقامت واورېده، نو په آرامۍ او وقار سره لمونځ ته ولاړ شئ، او بیړه مه کوئ، هغه برخه مو چې لاندې کړی وي هغه ادا کړئ، او هغه برخه چې تاسو څخه پاتې وي، بیا یې بشپړ کړئ"65، او د هغه صلی الله علیه وسلم عموم قول: "هغه برخه مو چې لاندې کړی وي هغه ادا کړئ، او هغه برخه چې تاسو څخه پاتې وي، بیا یې بشپړ کړئ" هغه مسافرو ته هم شاملېږي چې د مقیم امام تر شا څلور رکعته لمونځ کوي، ابن عباس (رضي الله عنهما) ته وویل شول: ولې مسافر کله چې یوازې وي، دوه رکعته لمونځ کوي، او کله چې د مقیم امام تر شا لمونځ کوي، څلور رکعته لمونځ کوي؟ نو هغه وویل: "دا هماغه سنت ده"66

او د مسافر څخه د جماعت لمونځ نه ساقطېږي، ځکه الله تعالی په جګړه کې هم د جماعت لمونځ باندې امر کړی، فرمایي چې:

﴿وَإِذَا كُنتَ فِيهِمۡ فَأَقَمۡتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلۡتَقُمۡ طَآئِفَةٞ مِّنۡهُم مَّعَكَ وَلۡيَأۡخُذُوٓاْ أَسۡلِحَتَهُمۡۖ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلۡيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمۡ وَلۡتَأۡتِ طَآئِفَةٌ أُخۡرَىٰ لَمۡ يُصَلُّواْ فَلۡيُصَلُّواْ مَعَكَ...﴾

(او چې كله ته په دوى كې وې او د لمانځه اقامت ورته وكړې نو د هغوى يو ټولى دې تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې واخلي، نو چې سجده يې وكړه بيا دې ستاسو تر شا اوسي او هغه بل ټولى دې راشي چې لمونځ يې لا نه دى كړى نو تا سره دې لمونځ وكړي...) [النساء:102] الآية.

نو که مسافر په بل ځای کې وي، باید د اذان اورېدو سره په جومات کې حاضر شي، مګر دا چې لیرې وي یا د سفر ملګري ورکېدو وېره ولري، د عمومي دلائلو له مخې هغه څوک چې اذان او یا اقامت اوري د جماعت لمونځ هغه باندې واجب دی.

اما د نفلي لمونځ په اړه؛دا چې مسافر ټول نفلي لمونځونه ادا کولی شي پرته د ماسپښین، ماښام او ماخوستن له سنتونو څخه، نور نفلونه لکه وتر، د شپې، ضحی، د سهار سنت او داسې نور مستثنی لمونځونه ادا کولی شي.

اما د جمع په اړه؛ که د حرکت په حالت کې وي، نو غوره ده چې ماسپښین او مازدیګر، او ماښام او ماخوستن سره جمع کړي، یا جمع تقدیم او یا جمع تاخیر، هر ډول چې هغه لره اسان وي،

او هر ډول چې اسان وي هماغه غوره ده،

او کله چې خپل ځای ته ورسېږي نو غوره ده چې جمع و نه کړي، او که جمع یې کړي، نو حرج نشته؛ ځکه چې دواړه طریقې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه ثابتې دي.

اما په رمضان کې د مسافر د روژې په اړه؛ نو نیول یې غوره دي، خو که افطار وکړي، نو حرج نشته، او د افطار شویو ورځو قضا ورباندې لازمه ده، خو که افطار کول ورته اسانه وي، نو افطار غوره دی؛ ځکه الله خوښوي چې د هغه رخصتونو باندې عمل شي، والحمد لله رب العالمین.

لیکنه: محمد الصالح العثيمين

په ۵/۱۲/۱۴۰۹ ﻫ

څوک چې الوتکه کې سفر کوي څرنګه لمونځ وکړي؟

۱. د نفل لمونځ په داسې حالت کې ادا کوي چې الوتکه کې په خپل څوکۍ کې ناست وي، هر لوري ته چې الوتکې مخه وه، د رکوع او سجده لپاره به اشاره وکړي، مګر سجدې لپاره به سر یوه اندازه زیات ټیټوي.

۲. فرض لمونځونه په الوتکه کې نه ادا کېږي مګر دا چې مخ یې په ټول لمونځ کې قبلې لوري ته وي، او همدارنګه رکوع، سجده، قیام او قعده په سمه توګه ترسره کولی شي.

۳- که چېرته داسې نشي کولی، نو تر ښکته کېدو پورې دې لمونځ وځنډوي، او پر ځمکه دې لمونځ وکړي، او که مخکې له ښکته کېدو د وخت د تیرېدو وېره وه، نو د جمع په قاعده کې د راتلونکي لمونځ وخت سره یوځای ادا کړي که هغه لمونځ وي چې یو بل سره جمع کېږي، لکه ماسپښین له مازدیګر سره، او ماښام له ماخوستن سره، او د دویم وخت لمونځ د تېرېدو وېره هم وه نو په الوتکه کې دې لمونځ وکړي مخکې له دې چې وخت یې تېر شي، او هڅه دې وکړي چې څومره کولی شي د لمانځه شرطونه، رکنونه او واجبات عملي کړي.

د مثال په توګه: که الوتکه د لمر له ډوبېدو څخه لږ وخت مخکې پورته شي، لمر غروب وکړي او هغه په هوا کې وي؛ نو هغه دې د ماښام لمونځ نه ادا کوي تر هغه چې الوتکه هوایي ډګر کې کېني، هغه دې ښکته شي او پر ځمکه دې لمونځ ادا کړي، او که چېرته د ماښام د لمونځ وخت د تېرېدو وېره وي، نو د ماخوستن لمونځ پورې دې وځنډوي، او د جمع تاخیر په شکل دې پس له ښکته کېدو ادا کړي، او که د ماخوستن د لمونځ د وخت د تېرېدو وېره وي - کوم چې د شپې نیمایي ده-؛ مخکې له دې چې وخت تېر شي دواړه لمونځونه دې په الوتکه کې ادا کړي.

۴- په الوتکه کې د فرض لمونځ ادا کولو طریقه: دا چې ولاړ شي، او قبلي پر لور دې ودرېږي، تکبیر دې ووایي، د فاتحې سورت دې ووایي، او مخکې له هغې څخه د استفتاح مسنونه دعا او وروسته له هغې څخه د قرآن لوستل، بیا به رکوع وکړي، بیا به له رکوع څخه ولاړ شي، تر هغه چې له ولاړېدو څخه ډاډمن شي، بیا به په سمه توګه سجده ترسره کړي، بیا به له سجدې څخه پورته شي، او ډاډمن شکل باندې دې کښیني، بیا به دویمه سجده ترسره کړي، بیا به په همدې طریقه خپل پاتې لمونځ ادا کړي.

که سجده نشي کولی، نو په ناسته دې سجدې لپاره اشاره وکړي، او که قبلې لور ورته معلوم نه و او بل کس هم چې د اعتماد وړ وي خبر یې نه کړ، نو د خپل کوښښ او اټکل پر اساس دې لمونځ ادا کړي.

۵- په الوتکه کې د مسافر لمونځ د قصر (لنډ) په ډول وي؛ لکه د نورو مسافرینو په څېر.

مسافر په الوتکه کې څرنګه د حج او عمرې لپاره احرام تړي؟

۱- په خپل کور کې دې غسل وکړي، خپل عادي جامې دې واغوندي، او که یې غوښتل د احرام جامې دې واغوندي.

۲- کله چې الوتکه میقات ته نږدې شي، نو احرام دې واغوندي، که مخکې یي نه وي اغوستي.

۳- نو کله چې الوتکه میقات ته ورسېده؛ د حج او یا عمرې لپاره دې لبیک ووایي او نیت دې وکړي.

۴- که د میقات څخه مخکې احرام واغوندي او نیت وکړي؛ د غفلت او هېرېدو له وجې؛ نو حرج نشته.

دا لیکنه د محمد الصالح العثيمين ده

په ۲/۵/۱۴۰۹ ﻫ، والحمد لِلَّه ربِّ العالمين.

ناروغي، او هغه شیان چې ناروغ باید ورته پاملرنه وکړي

ناروغي: د روغتیا کډوډ کېدل، او د بدن د طبیعي توازن له منځه تلل.

ناروغ باید لاندې شیانو ته پام وکړي:

۱- په الله باندې ایمان ولري چې دا ناروغي د هغه په تقدیر او قضاء کې وه، ځکه چې د هغه رب همدا ورته مقدر کړې، او الله تعالی د هغه پیدا کوونکی، او مالک دی، نو ځکه باید مطمئن، راضي او تسلیم وي.

۲- په دې ایمان ولري چې دا ناروغي د هغه په تقدیر کې لیکل شوې وه، او د لیکل شوي څيز بدلول نا شونی دی.

۳- په ناروغی باندې باید صبر وکړي، د الله تعالی د دې قول پر اساس:

﴿...وَٱصۡبِرُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ﴾

(... او صبر وکړئ! بې شکه الله له صبر کوونکو سره دی) [الأنفال: 46].

۴- خپل زړه دې له الله سره تړلی وساتي، او د هغه څخه دې د خلاصون تمه ولري؛ د هغه تعالی قول چې حدیث قدسي کې راغلي:

«أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي».

"زه د خپل بنده د باور سره یم چې زما په اړه یې لري"67، او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دغه وینا چې فرمايي:

«وَاعْلَمْ أَنَّ الْفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ، وَأَنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا».

" او پوه شه چې اساني له تکلیف سره وي، او سختۍ سره اساني وي"68.

۵- د فراغ له فرصت څخه باید ګټه واخلي، په ډېر ذکر، د قرآن تلاوت، توبه او استغفار سره خپل وخت ډک کړي.

۶- د خپل ناروغي شکایت دې هېڅ چا ته نه کوي پرته له الله څخه ترڅو لرې یې کړي، خو د خبرتیا په توګه که نورو کسانو ته خبر ورکړي، نو ستونزه نشته، نه د شکایت لپاره.

۷- د روغتیا نعمت وپېژني، او نورو ناروغانو سره مهربان اوسي.

۸- باید پوه شي چې د ناروغي له امله الله تعالی گناهونه پاکوي، او بدۍ لمنځه وړي، او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه ثابت دی چې فرمایي:

«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى مِنْ مَرَضٍ فَمَا سِوَاهُ، إِلَّا حَطَّ اللَّهُ بِهِ سَيِّئَاتِهِ كَمَا تَحُطُّ الشَّجَرَةُ وَرَقَهَا».

"هیڅ مسلمان ته کړاونه د ناروغي او یا بل شي څخه نه رسېږي، مګر دا چې الله د هغه په بدل کې د هغه گناهونه داسې رېژوي، لکه څنګه چې ونه خپلې پاڼې رېژوي"69، او په بل حدیث کې راغلي چې فرمایي:

«مَا مِنْ مُصِيبَةٍ تُصِيبُ الْمُسْلِمَ إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا عَنْهُ».

"هیڅ مصیبت مسلمان ته نه رسېږي، مګر دا چې الله په هغې سره د هغه څخه گناهونه پاکوي"70 یعني: خطاګانې او ګناهونه.

ناروغ څنګه طهارت (پاکوالی) ترسره کړي؟

۱- ناروغ باید د طهارت لپاره اوبه و کاروي، د کوچني حدث (ناپاکۍ) لپاره اودس، او د لوي حدث (ناپاکۍ) لپاره باید غسل وکړي.

۲- که د اوبو د کارولو توان ونلري؛ د کمزورۍ، د ناروغۍ د زیاتوالي، یا د روغېدو د وخت ځنډوالي له امله؛ نو تیمم دې وکړي.

۳- د تیمم طریقه: یوځل خپل دواړه لاسونه په پاکه ځمکه ووهي، بیا دې په دواړو لاسونو سره خپل ټول مخ مسح کړي، بیا دې خپل لاسونه یو پر بل باندې مسح کړي.

۴- که خپله طهارت نشي کولی، نو بل څوک دې ورته اودس یا تیمم ورکړي.

۵- که د طهارت پر ځینو غړو کې زخم وي؛ اوبو سره دې ووینځي، که چېرته اوبه ورته ضرر رسوي؛ نو په هماغه ځای دې مسح وکړي، خپل لاس دې په اوبو لوند کړي او د زخم پر ځای دې کش کړي، او که مسحه هم ورته ضرر رسوي؛ نو تیمم دې ترې وکړي.

۶- که د بدن په ځینو غړو کې د ماتېدو له وجې په ګچ ( پلسټر) باندې تړلی وي؛ د مینځلو په بدل کې دې ورباندې مسح وکړي، او تیمم ته اړتیا نشته؛ ځکه چې مسح د غسل بدیل ده.

۷- تیمم پر دیوال یا نورو پاکو شیانو باندې هم جواز لري، خو باید غبار ولري، که دیوال د ځمکې له جنس څخه پرته په بل شي باندې مسح شوی وي لکه رنګ کړی شوی وي، نو پر هغه تیمم نه کېږی مګر دا چې دیوال باندې غبار وي.

۸- که هغه ځمکه یا دیوال ته لاسرسی ونلري چې غبار ولري؛ نو ستونزه نشته چې یوې لوښي یا رومال کې خاوره واچوي او هغه باندې تیمم وکړي.

۹- که یو لمونځ لپاره تیمم وکړي، او د لمونځ تر بل وخت پورې په طهارت کې وي؛ نو په همدې لومړي تیمم سره لمونځ کولی شي، او بل لمونځ لپاره دویم تیمم ته اړتیا نشته؛ ځکه چې هغه تر دې دمه په طهارت کې دي، او د تیمم د باطلېدو لپاره څه نشته، او که چېرته د جنابت له امله یې تیمم کړی وي؛ نو یوازې هغه وخت باید تیمم تکرار کړي چې هغه ته بل جنابت پېښ شي، خو په دې موده کې کوچني حدث (ناپاکۍ) څخه تیمم کولی شي.

۱۰-ناروغ باید خپل بدن له نجاساتو څخه پاک وساتي، او که دا کار نشي کولی نو په خپل حالت کې دې لمونځ ادا کړي، او لمونځ یې صحیح ده، او هغه باندې د لمانځه بیا راګرځول نشته.

۱۱- ناروغ باید په پاکو جامو کې لمونځ وکړي، او کله چې جامې یې ناپاکې شي؛ هغه باید ومینځي یا یې بدلې کړي، او که دا کار نشي کولی نو په خپل حالت کې دې لمونځ ادا کړي، او لمونځ یې صحیح ده، او هغه باندې د لمانځه بیا راګرځول نشته.

۱۲- ناروغ باید په پاک ځای کې لمونځ ادا کړي، کله چې ځای یې ناپاک شي، هغه باید پاک کړي یا یې په پاک باندې بدل کړي، او یا بل پاک څیز پرې واچوي، که بل هېڅ شتون و نه لري، نو په خپل حالت کې دې لمونځ ادا کړي، لمونځ یې صحیح ده، او هغه باندې د لمانځه بیا راګرځول نشته.

۱۳- ناروغ ته جواز نه لري چې د طهارت د نشتوالي له امله لمونځ وځنډوي، بلکې هغه څه چې کولی شي په طهارت کې یې وکړي، ترسره دې کړي، او خپل لمونځ دې په خپل وخت کې ادا کړي، که څه هم په بدن، جامو، یا د لمونځ ځای کې نجاست وي چې هغه نشي لرې کولی، الله تعالی فرمايي:

﴿فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ مَا ٱسۡتَطَعۡتُمۡ...﴾

(نو څومره چې كولاى شئ له الله څخه ووېرېږئ...) [التغابن:16].

الله ته محتاج بنده

محمد الصالح العثیمین لیکلی دی

په ۹/۱/۱۴۰۳ﻫ

ناروغ څرنګه لمونځ وکړي؟

۱- ناروغ لپاره اړین ده چې فرضي لمونځونه په ولاړه ترسره کړي، حتی که د منحني (رکوع) په شکل وي، او یا دیوال یا لکړې باندې تکیه وکړي، که چیرې تکیه کولو ته اړتیا ولري.

۲- او که چیرې په ولاړه لمونځ نه شي کولی نو په کیناستو سره دې وکړي، په دې حالت کې غوره ده چې په قیام او رکوع کې د پلتۍ (تربع) په شکل کښیني.

۳- او که چیرې په کېناستو باندې هم لمونځ نه شي کولی؛ نو په یو اړخ (پر څنګ) دې لمونځ وکړي او مخ یې باید قبلې ته وي، ښی اړخ غوره دی، که چیرې مخ قبلي ته نه شي اړولی؛ نو په هماغه لوري دې لمونځ وکړي چې مخ یې وي؛ لمونځ یې صحیح ده، او هغه باندې د لمانځه بیا راګرځول نشته.

۴- که چیرې په اړخ باندې هم لمونځ نه شي کولی، نو په ملاستي باندې دې لمونځ وکړي، چې پښې یې قبلي ته وي، که چیرې خپلې پښې هم قبلې ته نه شي اړولی؛ نو په هر حالت کې چې وي لمونځ دې ادا کړي، او هغه باندې د لمانځه بیا راګرځول نشته.

۵- ناروغ باید خپل لمونځ کې رکوع او سجده وکړي، که چیرې نه شي کولی، نو رکوع او سجدې لپاره دې خپل سر باندې اشاره وکړي، او سجده دې له رکوع څخه ټیټه ترسره کړي، که چیرې رکوع کولی شي خو سجده نه شي کولی، نو د رکوع لپاره دې رکوع وکړي او سجدې لپاره دي اشاره وکړي، که چیرې سجده کولای شي خو رکوع نه شي کولی، نو سجدې لپاره دې سجده وکړي او رکوع لپاره دې اشاره وکړي.

۶- که چیرې رکوع او سجدې لپاره په سر باندې اشاره نه شي کولی؛ نو سترګو سره دې اشاره وکړي، د رکوع لپاره په لږ اندازه سترګې پټې کړي او د سجدې لپاره دې په زیاته اندازه پټې کړي، خو په ګوته اشاره کول، لکه څنګه چې ځینې ناروغان یې کوي، صحیح نه دی، او د کتاب، سنت، یا د علماءو په قولونو کې هغه لپاره هېڅ دلیل نه پېژنم.

۷- که چیرې په سر او سترګو باندې اشاره نه شي کولی؛ نو په زړه سره دې لمونځ وکړي، تکبیر دې ووایي، قرائت دې وکړي، او په زړه کې دې رکوع، سجده، قیام، او قعده ترسره کړي، هر چا لپاره هغه شی ده چې نیت یې کړی وي.

۸- ناروغ باید هر لمونځ په خپل ټاکلي وخت سره وکړي، او هغه واجب عملونه دې ترسره کړي چې توان یې لري، که چیرې هغه باندې د هر لمونځ ادا کول په خپل وخت کې ستونزمن وي، نو هغه کولی شي چې ماسپښین او مازدیګر، او ماښام او ماخوستن لمونځونه یوځای ادا کړي، یا د جمع تقدیم په شکل (د مازدیګر لمونځ د ماسپښین لمونځ سره او ماخوستن لمونځ د ماښام لمونځ سره یو ځای ادا کړي)، یا د جمع تأخیر په شکل (د مازدیګر لمونځ ماسپښین لمونځ سره او د ماخوستن لمونځ د ماښام لمونځ سره یو ځای ادا کړي)، هر هغه ډول چې اسانه وي هماغه ډول دې وکړي، خو د سهار لمونځ نه د مخکې لمونځ سره او نه د وروسته لمونځ سره جمع کېږي.

۹- که چیرې ناروغ په سفر کې وي او د خپل استوګنځای څخه پرته بل ځای کې درملنه کوي، نو هغه ځلور رکعتي (رباعي) لمونځونه لنډوي، د ماسپښین، مازدیګر، او ماخوستن لمونځونه دوه دوه رکعتونو ادا کوي، تر هغه چې خپل استوګنځای ته راستون شي، که سفر یې اوږد یا لنډ وي.

ناروغ څنګه روژه ونیسي؟

۱- د ناروغ لپاره د روژې په اړه درې حالتونه دي:

لومړی حالت: دا چې روژه هغه باندې سخته نه وي، او هغه ته ګواښ ونه لري؛ نو پدې حالت باید روژه ونیسي.

دویم حالت: کله چې روژه نیول ورباندې سخته وي؛ نو مکروه ده چې روژه ونیسي، ځکه چې د الله تعالی رخصت یې نه دی منلی.

دریم حالت: دا چې روژه ورته ګواښ وي؛ نو په دې حالت کې روژه نیول ورباندې حرام ده، نو که یې ونیسي، د گناه مرتکب شوی؛ د الله تعالی د دې قول پر اساس:

﴿...وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمۡ رَحِيمٗا﴾

(او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى) [النساء:29]، او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دې قول په اساس:

«إِنَّ لِنَفْسِكَ عَلَيْكَ حَقًّا»

"ستا نفس تا باندې حق لري" متفق علیه دی په یو اوږد حدیث کې71.

۲- کله چې الله تعالی ناروغ ته شفا ورکړي، هغه باید خپل قضا شوي روژې ونیسي، او تر دویم رمضان پورې دې نه ځنډوي.

۳- که چیرې په راتلونکي کې د روژې قضا ادا کول یې ناممکن وي، د هغه ناروغۍ له امله چې د روغېدو هیله یې نه وي، نو په دې حالت کې په رمضان کې د هرې ورځې پر بدل یو مسکین ته خواړه ورکړي، یا د قضا شوي ورځ کې دې خواړه ورکړي، یا د میاشتې په پای کې دې یو شمېر مسکینانو ته خواړه چمتو کړي چې د قضا شویو ورځې په اندازه وي، او یا هر ۱۰ ورځې وروسته ۱۰ مسکینانو ته خواړه ورکړي.

۴- کله چې ناروغ د رمضان څخه وروسته روغ شي، او روژه نیول ورته آسانه وي، او قضا یې ادا نه کړي تر هغه چې مړ شي؛ نو د هغه ولی (نږدې کس) دې د روژې قضا پر ځای کړي؛ که چیرې ولي هم دا کار ونه کړي، نو د هغه د مال څخه دې د هرې ورځې پر بدل یو مسکین ته خواړه ورکول شي، او که چیرې ولي په خپله خواړه ورکړي، نو هېڅ حرج نشته.

نفلي لمونځ

* فضیلت یې:

او د الله تعالی رحمت خپلو بنده گانو لپاره: دا ده چې الله سبحانه وتعالى د هر فرض عبادت لپاره نفلي (تطوعي) عبادت هم مقرر کړی دی، نو فرضي لمونځ په څېر نور لمونځونه شتون لري، او د زکات په څېر نور صدقات شتون لري، او د فرضي روژې په څېر نفلي روژې شتون لري، همدارنګه حج لپاره هم نفلي حج شتون لري، او دا په بنده ګانو باندې د الله تعالی لوی رحمت دی تر څو بنده د دې له لاري څخه هغه ته نږدې شي او ډېر ثواب ترلاسه کړي، او د فرض عباداتو کموالی د دې نفلونو له لارې ترمیم کړي؛ ځکه چې د قیامت په ورځ نفلونه د فرضونو کموالی تکمیلوي.

 

نو د نفلي لمونځونو څخه:

۱- د فرض لمونځونو سره تړلي نفلونه:

چې هغه دا دي: د ماسپښین لمونځ څخه مخکې ۴ رکعته په دوو سلامونو سره، او دا د ماسپښین د وخت په داخلېدو سره ادا کېږي، نه مخکې له وخت څخه، او دوه رکعته د ماسپښین لمونځ څخه وروسته، په دې توگه د ماسپښین مجموعي راتبه سنتونه ۶ رکعته جوړېږي، دا ټول د ماسپښين راتبه سنتونه دي، اما مازدیګر راتبه سنت نه لري، او دوه رکعته د ماښام لمانځه څخه وروسته، او دوه رکعته د ماخوستن لمانځه څخه وروسته، او دوه رکعته د سهار لمانځه څخه مخکې.

د سهار دوه رکعته ځانگړتیاوې لري:

غوره دا ده چې دا دواړه رکعته په لنډه توگه ادا شي.

او په هغو کې دا قرائت شي:

﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ 1﴾

(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو! په لومړي رکعت کې، او

﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ 1﴾

(اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى. په دویم رکعت کې، یا د الله تعالی دا قول:

﴿قُولُوٓاْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡنَا...﴾

ژباړه: ووایئ (اې مؤمنانو!) چې موږ ایمان راوړی دی پر الله او پر هغه (قرآن) چې پر موږ نازل شوی دی... [البقرة:136] آیت په سورت البقره کې په لومړی رکعت کې، او

﴿قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ كَلِمَةٖ سَوَآءِۭ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمۡ...﴾

ژباړه: ورته وايه اى اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى... [آل عمران:64] آیت په آل عمران سورت کې په دویم رکعت کې.

او دا سنت - یعني: د سهار سنت- هم په سفر کې او هم په حضر کې ادا کېږي.

د دې لپاره چې په دې کې ډېر فضیلت شته، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دې په اړه وفرمایل:

«رَكْعَتَا الْفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا».

"د سهار دوه رکعته له دې دنیا او هر څه چې په کې دي ډېر غوره دي"72.

۲- د هغو له جملې څخه: وتر دی:

وتر د نفلونو تر ټولو مؤکد لمونځ دی، حتی ځینې علماء د هغه وجوب باندې ټینګار کوي، په دې اړه امام احمد (رحمه الله) فرمایي: "هغه سړی چې وتر پرېږدي، بد سړی دی او د هغه ګواهي نه منل کېږي"73.

او په وترو سره د شپې د لمونځ پای ته رسېږي، که چېرې څوک وېره ولري چې د شپې په آخر کې پاڅېدلی نه شي؛ نو د خوب دمخه دې وتر وکړي، او که څوک یقین ولري چې د شپې په آخر کې پاڅېږي، نو د شپې په پای کې د نفلو څخه وروسته دې وتر وکړي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل:

«اجْعَلُوا آخِرَ صَلَاتِكُمْ بِاللَّيْلِ وِتْرًا».

"خپل د شپې وروستی لمونځ وتر جوړ کړئ"74.

او لږ یې: یو رکعت دی، او ډېر یې: یوولس رکعتونه دي، او تر ټولو ټیټ کمال: درې رکعتونه دي.

که چېرې څوک د وتر لمونځ درې رکعتې وکړي، نو هغه د دې اختیار لري، یا ټول درې رکعتونه دې یوځل له یو تشهد سره ادا کړي، یا د دوو رکعتونو وروسته دې سلام واړوي، بیا دې یو رکعت لمونځ وکړي.

که چېرې څوک د وتر لمونځ هېر کړي یا د خوب له امله پرېښودل شي، نو هغه باید د ورځې جفت رکعتونه قضایي راوړي، که عادت یې درې رکعتونه وي، هغه باید ځلور رکعتونه وکړي، او که عادت یې پنځه رکعتونه وي، هغه دې باید شپږ رکعتونه ادا کړي، او همداسې نور؛ ځکه چې په صحیح (حدیث) کې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه روایت دی چې له هغه به کلهد خوب یا ناروغۍ له امله د شپې لمونځ پاتې شو، نو په سبا باندې به یې دولس رکعته لمونځ کاوه.75.

3. د ضحی (څاښت) لمونځ:

او تر ټولو لږ (د ضحی لمونځ) دوه رکعته ده، او د ډېرو لپاره حد نشته؛ ځکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د ضحی په وخت کې څلور رکعته لمونځ کاوه، او څومره چې د الله اراده وي په هماغه اندازه دې ورزیات کړي.76

او د ضحی وخت: د لمر ختل د یوې نېزې په اندازه، یعنې د لمر له ختلو څخه نږدې پنځلس دقیقې وروسته تر غرمې پورې، یعنې د لمر د زوال څخه نږدې لس دقیقې وړاندې دی.

او د مشروعیت دلیل یې: د ابو هریره رضي الله عنه حدیث دی چې وایي:

«أَوْصَانِي خَلِيلِي بِثَلَاثٍ: صِيَامِ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ مِنْ كُلِّ شَهْرٍ، وَرَكْعَتَي الضُّحَى، وَأَنْ أُوتِرَ قَبْلَ أَنْ أَنَامَ»77.

«زما دوست او ملګري مې - صلی الله علیه وسلم وسلم - راته په درېو کارونو وصیت کړی: له هرې میاشتې درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدلو وړاندې وتر وکړم».

او له أبو ذر رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«‌يُصْبِحُ ‌عَلَى ‌كُلِّ ‌سُلَامَى ‌مِنْ ‌أَحَدِكُمْ ‌صَدَقَةٌ، فَكُلُّ تَسْبِيحَةٍ صَدَقَةٌ، وَكُلُّ تَحْمِيدَةٍ صَدَقَةٌ، وَكُلُّ تَهْلِيلَةٍ صَدَقَةٌ، وَكُلُّ تَكْبِيرَةٍ صَدَقَةٌ، وَأَمْرٌ بِالْمَعْرُوفِ صَدَقَةٌ، وَنَهْيٌ عَنِ الْمُنْكَرِ صَدَقَةٌ، وَيُجْزِئُ مِنْ ذَلِكَ رَكْعَتَانِ يَرْكَعُهُمَا مِنَ الضُّحَى».

«د هر یو له تاسو په هر بند (مفصل) باندې صدقه ده؛ نو هر سبحان الله ویل صدقه ده، او هر الحمدلله ویل صدقه ده، او هر لا اله الا الله ویل صدقه ده، او هر الله اکبر ویل صدقه ده، او په معروف امر کول صدقه ده، او له منکر نه منع کول صدقه ده، او د ضحی دوه رکعته چې یو څوک یې ادا کوي د دې (صدقو) لپاره بسنه کوي»78.

د نهي وختونه

دا هغه وختونه دي چې شریعت په هغو کې د نفلي لمونځونو څخه نهي کړې ده؛ یعني: هغه مطلق نفلي لمونځونه چې سبب و نه لري.

د نهي وختونه درې دي:

لومړی وخت: له سهار لمانځه وروسته تر دې چې لمر د يوې نېزې په اندازه پورته شي، یعنې د لمر له ختلو څخه نږدې ۱۵ دقیقې وروسته، د سهار لمانځه لپاره اعتبار: دا ده چې هر انسان په خپله لمونځ وکړي.

دویم وخت: کله چې لمر د اسمان په وسط (غرمې مهال) کې قرار ولري، تر هغه چې لمر زوال وکړي، او دا د ورځ وسط دی، تقریبا لس دقیقې مخکې له دې چې لمر زوال وکړي.

درېم وخت: د مازدیګر لمونځ وروسته تر لمر پرېوتو پورې، او معتبر دا دی چې هر مسلمان په خپله لمونځ وکړي، نو کله چې یو انسان د مازدیګر لمونځ وکړي؛ بیا تر لمر پرېوتو پورې لمونځ کول پرې حرامېږي.

خو له هغو څخه مستثنی:

۱) فرض لمونځونه، لکه: که چېرته یو سړی ته د پخوا فوت شوي لمونځ په دې وختونو کې ور یاد شي، نو په دې وختونو کې یې ادا کولی شي؛ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې عمومي حدیث په استناد سره:

«مَنْ نَامَ عَنْ صَلَاةٍ أَوْ نَسِيَهَا؛ فَلْيُصَلِّهَا إِذَا ذَكَرَهَا».

"چا څخه چې د خوب له کبله لمونځ پاتي شي او یا یې هېر شي؛ نو کله چې يې په ياد راشي، بيا دې ادا کړي"79.

او د راجح قول په اساس، هغه نفل لمونځونه چې سبب ولري مستثنی دي؛ ځکه چې دا لمونځونه د خپل سبب سره تړلي دي، او لمونځ همدې سبب ته راجع کېږي، نو په دې سره هغه حكمت منتفي کېږي چې د هغې له وجې څخه نهي رامنځته شوې ده، د مثال په توګه: که چېرته د مازدیګر لمونځ وروسته جومات ته داخل شوې، نو دوه رکعت تحیه المسجد به ادا کړې؛ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې حديث په اساس:

«إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ؛ فَلَا يَجْلِسْ حَتَّى يُصَلِّيَ رَكْعَتَيْنِ».

"کله چې یو له تاسو څخه جومات ته ننوځي، تر هغه پورې دې نه کېني چې دوه رکعته لمونځ یې نه وي ادا کړی"80، او همدارنګه که د سهار لمونځ څخه وروسته، یا د لمر د زوال په وخت کې داخل شي.

که د مازدیګر لمانځه وروسته لمر ونیول شي (کسوف)، نو د کسوف لمونځ ادا کولی شي؛ ځکه چې دا سبب لرونکی لمونځ دی.

که چېرته یو څوک د قرآن تلاوت وکړي، او د سجدې آيت ته ورسېږي، نو هغه باید سجده وکړي؛ که څه هم ممنوعه وختونو کې وي، ځکه چې دا هم سبب لرونکی لمونځ دی.

د لمونځ پرېښودونکي حکم

پوښتنه: که یو سړی خپل کورنۍ ته د لمونځ امر وکړي، خو دوی غوږ ونه نیسي، ایا له دوی سره اوسېدلی شي او اختلاط کولی شي، یا باید له کوره ووځي؟

ځواب: که دا کورنۍ په هیڅ صورت فرض لمونځ نه ادا کوي، نو دوی کافر او مرتد دي، له اسلام څخه بهر دي، په دې حالت کې له دوی سره اوسېدل حرام دي.

خو اړینه ده چې هغه دوی ته په دعوت کولو کې ټینګار وکړي او بیا بیا هڅه وکړي، ښايي الله تعالی هغوی ته هدایت وکړي؛ ځکه چې د لمونځ پرېښودونکی – العیاذ بالله – د کتاب، سنت، صحابه کرامو او د صحيح دلیلونو پر اساس کافر دی، نو له دې ډیر خطرناک عمل څخه ځان ساتل اړین دی.

د قرآن کریم څخه د الله تعالی دا قول د مشرکینو په هکله ده:

﴿فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُاْ ٱلزَّكَوٰةَ فَإِخۡوَٰنُكُمۡ فِي ٱلدِّينِ...﴾

(نو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ، او زكات يې وركړ نو بيا خو ستاسي ديني ورونه دي...) [التوبة:11]، د آيت مفهوم دا دی چې که دوی لمونځ نه کوي، بیا زموږ ديني ورورنه نه دي، د ګناهونو له امله – که څه هم سترې وي – ديني ورورولي له منځه نه ځي، خو د اسلام نه د وتلو له امله له منځه ځي.

او په سنت کې د جابر رضي الله عنه د حدیث له مخې چې مسلم روایت کړی، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي:

«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الْكُفْرِ وَالشِّرْكِ تَرْكُ الصَّلَاةِ»،

"د یو سړي او د کفر او شرک ترمنځ د لمونځ پرېښودل دي"81، او په سننو کې د بریده رضي الله عنه د حدیث له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«الْعَهْدُ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمُ: الصَّلَاةُ، فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ».

«هغه پېمان چې زموږ او د دوی تر منځه دی لمونځ دی، نو چا چې پرېښود یقینا چې کفر یې کړی دی»82.

اما د صحابه کرامو له اقوالو څخه، امیر المومنین عمر رضي الله عنه فرمایي: "څوک چې لمونځ پرېږدي په اسلام کې حصه نه لري"83 او د "الحظ" معنا نصیب ده، او دلته د نفي په سياق کې نکره (عامه) راغلې، يعني: هیڅ نصیب نه لري، نه لږ او نه ډېر.

عبد الله بن شقیق ویلي دي: "د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم صحابه کرام په داسې هیڅ یو عمل په یو نظر نه دي چې پرېښودل یې کفر وي، پرته د لمونځ څخه"84.

اما د صحیح نظر له مخې ویل کېږي چې: ډیا دا معقول دی چې یو سړی چې په زړه کې یې د خردل د دانې په اندازه ایمان وي، د لمونځ عظمت وپېژني، او د الله جل جلاله په لمونځ باندې خاصه پاملرنه وپېژني، بیا هم په مطلق ډول سره لمونځ پرېږدي؟! دا ناشونې ده.

ما د هغو کسانو دلائلو کې فکر وکړ چې وايي: د لمونځ پرېښودونکی کافر نه دی، دغه دلایل مې د پنځو حالتونو څخه بهر و نه موندل:

1- یا دا چې په دې کې هیڅ دلیل نشته.

2- یا دا چې په داسې یو وصف سره مقیده شوې وي چې هغه سره د لمونځ پرېښودل منع کېدی شي.

3- یا دا چې په داسې یو حالت سره محدوده شوې وي چې په هغو کې د لمونځ پرېښودل عذر ګڼل کېږي.

4- او یا دا چې عمومي ده، نو د لمونځ پرېښودونکی د کفر په احادیثو سره ځانګړی کېږي.

5- یا دا چې ضعیف دي او د صحیحو احادیثو په وړاندې مقاومت نه شي کولی.

او په نصونو کې دا نشته چې د لمونځ پرېښودونکی مومن دی، یا به جنت ته داخل شي، یا به له دوزخ نه خلاصیږي، او داسې نور، او هغه څه چې اړین دي چې د لمونځ پرېښودونکي په اړه د کفر تاویل وکړو، دا ده چې ایا دا د نعمت کفر دی، یا د کفر څخه وړکی کفر دی.

"او کله چې څرګنده شي چې د لمونځ پرېښودونکي کفر د ارتداد کفر دی؛ نو په دې کفر سره د مرتدینو احکام پرې تطبیقېږي، چې ځینې یې دا دي:

لومړی: هغه سره واده کول صحیح نه دی، که چېرې د هغه نکاح هم شوې وي او لمونځ نه کوي، نو دا نکاح باطل ده او په دې نکاح سره ښځه هغه ته حلاله نه ده؛ د الله تعالی د دې وینا پر اساس چې د مهاجرینو ښځو په اړه فرمایي:

﴿...فَإِنۡ عَلِمۡتُمُوهُنَّ مُؤۡمِنَٰتٖ فَلَا تَرۡجِعُوهُنَّ إِلَى ٱلۡكُفَّارِۖ لَا هُنَّ حِلّٞ لَّهُمۡ وَلَا هُمۡ يَحِلُّونَ لَهُنَّ...﴾

( ... نو كه چېرې تاسي ته مومنانې معلومې شوې؛ نو بېرته يې كافرو ته مه ورستنوئ؛ هغوى نه دوى ته حلالې دي او نه دوى (كافران) هغوى ته حلال دي...) [الممتحنة:10].

دویم: که چېرې هغه د واده وروسته لمونځ پرېږدي، نو نکاح یې فسخ کېږي او ښځه یې پرې حرامه ده؛ د مخکې تشرېح شوې آیت له مخې، چې د علماءو په نظر د دخول مخکې یا وروسته توپیر لري.

دریم: لمونځ پرېښودونکی سړی که حیوان ذبح کړي، نو هغه ذبیحه نه خوړل کېږي؛ ځکه چې حرامه ده، که یهودي یا نصراني یې ذبح کړي، نو د هغه د ذبیحې څخه خوړل موږ ته حلال دي، په دې صورت کې – العیاذ بالله – د هغه ذبیحه د یهودو او نصاراوو په پرتله ډېره ناپاکه ده.

څلورم: هغه ته مکه مکرمې ته یا د حرم حدودو ته ننوتل روا نه دی؛ د الله تعالی د دې قول له مخې:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡمُشۡرِكُونَ نَجَسٞ فَلَا يَقۡرَبُواْ ٱلۡمَسۡجِدَ ٱلۡحَرَامَ بَعۡدَ عَامِهِمۡ هَٰذَا...﴾

( ای مومنانو! مشركان ناولي دي نو له سږ كال وروسته دې مسجد حرام ته نه ورنږدې كيږي...) [التوبة:28].

پنځم: که چېرې د هغه له خپلوانو څوک مړ شي، نو هغه په میراث کې حق نه لري، د مثال په توګه: یو مسلمان سړی چې لمونځ کوي، مړ شي او یو زوی یې پاتې شي چې لمونځ نه کوي او یو لرې د تره زوی (عاصبي) پاتې وي، نو میراث به څوک ترلاسه کوي؟

ځواب: د تره زوی به میراث اخلي، نه هغه زوی چې لمونځ نه کوي؛ د اسامه د حدیث له مخې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَا يَرِثُ الْمُسْلِمُ الْكَافِـرَ، وَلَا الْكَافِـرُ الْمُسْلِمَ».

"مسلمان له کافر څخه میراث نه وړي، او نه کافر له مسلمان څخه میراث وړي" متفق عليه85، او د هغه صلی الله علیه وسلم د دې حدیث له مخې:

«أَلْحِقُـوا الْفَرَائِضَ بِأَهْلِهَا، فَمَا بَقِيَ فَلِأَوْلَى رَجُلٍ ذَكَرٍ».

"فرایض (میراث) استحقاق لرونکو ته ورکړئ، او پاتې شوي میراث د نږدې نارینه و پورې تړاو لري" متفق عليه86، دا مثال د ټولو وارثانو په اړه تطبیقېږي.

شپږم: که چېرې هغه مړ شي، نو هغه ته غسل او کفن نه ورکول کېږي، او هغه باندې لمونځ نه کېږي، او نه مسلمانانو سره خښول کېږي، نو؛ په دې حالت کې څه وکړو؟

ځواب: هغه به صحرا ته وړو، هغه ته به یوه کنده وکیندو، او په خپلو جامو کې به یې خښوو؛ ځکه چې هغه هیڅ حرمت نه لري، نو په دې اساس، که چېرې څوک مړ شي او د هغه نږدې خپلوال پوه وي چې مړ شوي کس لمونځ نه کاوه، نو هغه حق نه لري چې مسلمانانو ته یې د لمونځ لپاره وړاندې کړي.

اووم: هغه به په قیامت کې د فرعون، هامان، قارون او اُبي بن خلف سره یوځای حشر شي – د کفر مشرانو (العیاذ بالله) – او جنت ته به نه ننوځي، د هغه خپلوانو ته روا نه ده چې هغه لپاره د مغفرت غوښتنه وکړي؛ ځکه هغه کافر دی او د دې مستحق نه دی؛ د الله تعالی د دې قول له مخې:87

﴿مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَن يَسۡتَغۡفِرُواْ لِلۡمُشۡرِكِينَ وَلَوۡ كَانُوٓاْ أُوْلِي قُرۡبَىٰ مِنۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَحِيمِ 113﴾

(نبي او هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ روا نه دي چې د مشركانو لپاره مغفرت وغواړي اګر كه دغه (مشركان) رشته داران هم وي، وروسته له دې نه چې دوى ته دا ښه ښكاره شوه چې یقینًا دوى د دوزخ والا دي 113﴾ [التوبة:113].

ورونو! دا مسئله ډېره خطرناکه ده، او له بده مرغه ځینې خلک په دې جدي مسئله کې بې پروايي کوي.

خو د توبې دروازه – الحمدلله – خلاصه ده، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي:

﴿فَخَلَفَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ خَلۡفٌ أَضَاعُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّبَعُواْ ٱلشَّهَوَٰتِۖ فَسَوۡفَ يَلۡقَوۡنَ غَيًّا ٥٩ إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَأُوْلَٰٓئِكَ يَدۡخُلُونَ ٱلۡجَنَّةَ وَلَا يُظۡلَمُونَ شَيۡـٔٗا٦٠ جَنَّٰتِ عَدۡنٍ ٱلَّتِي وَعَدَ ٱلرَّحۡمَٰنُ عِبَادَهُۥ بِٱلۡغَيۡبِۚ إِنَّهُۥ كَانَ وَعۡدُهُۥ مَأۡتِيّٗا٦١ لَّا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوًا إِلَّا سَلَٰمٗاۖ وَلَهُمۡ رِزۡقُهُمۡ فِيهَا بُكۡرَةٗ وَعَشِيّٗا 62﴾

(نو له دوى نه وروسته داسې بد ځاى ناستي پېدا شول چې لمونځونه يې ضايع كړل او د شهوتونو پیروي يې وكړه، نو ژر به دوى د خپلې بدۍ له انجام سره ملاقات وكړي ۵۹

مګر هغه څوک چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې دوى به جنت ته داخلېږي او پر دوى به د هېڅ شي ظلم نه كېږي ۶۰

د تل اوسېدونې جنتونو ته، هغه چې رحمٰن يې وعده كړې ده له خپلو بنده ګانو سره په نالیدلو، بېشكه (الله) چې دى، د ده وعده (خامخا) راتلونكې ده ۶۱

دوى به په دغو (جنتونو) كې لغوه خبرې نه اوري بس سلام به اوري، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې سبا او بېګاه د دوى رزق دى ۶۲) [مريم:59-62].

نو له الله تعالی څخه غواړو چې مونږ او زموږ مسلمان ورونه دې د هغه په اطاعت کې په هغه ډول قایم ولري چې هغه راضي وي. والله أعلم، وصلَّى الله وسلَّم على نبيِّنا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.

محمد بن صالح العثيمين

توبه

توبه: د الله تعالی له نافرمانۍ څخه د هغه د اطاعت په لور راګرځېدل دي.

توبه هر مومن باندې فرض ده.

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ تُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ تَوۡبَةٗ نَّصُوحًا...﴾

(اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! الله ته توبه وباسئ، سوچه توبه...) [التحريم:8].

توبه الله عزوجل ته محبوبه ده.

﴿...إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلتَّوَّٰبِينَ وَيُحِبُّ ٱلۡمُتَطَهِّرِينَ﴾

(... بېشکه الله تعالی خوښوي توبه ایستونکی (له ګناهونو څخه) او خوښوي ځان ساتونکي له (پلیتیو څخه). [البقرة:222].

توبه د فلاح (بریا) له لاملونو څخه ده.

﴿...وَتُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ﴾

(... او اي مومنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ د دې لپاره چې بریا در په برخه شي) [النور:31]، فلاح: دا دی چې انسان خپل مطلوب ترلاسه کړي، او له خپلې وېرې څخه خلاص شي.

د توبې له لارې الله تعالی ګناهونه بخښي، هر څومره چې سترې او ډېرې وي.

﴿قُلۡ يَٰعِبَادِيَ ٱلَّذِينَ أَسۡرَفُواْ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ لَا تَقۡنَطُواْ مِن رَّحۡمَةِ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَغۡفِرُ ٱلذُّنُوبَ جَمِيعًاۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ 53﴾

(ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت څخه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 53﴾ [الزمر:53]، ای ګناهګاره وروره! د خپل رب له رحمت څخه مه ناامیده کېږه؛ د توبې دروازه تر هغه وخته پرانېستې ده تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راپورته شي.

«إنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ؛ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ؛ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا»

«بېشکه الله تعالی پرانیسي خپل لاس د شپې له خوا د دې لپاره چې توبه وباسي هغه څوک چې د ورځې ترې ګناه شوې وي، او پرانیسي لاس خپل د ورځې د دې لپاره چې توبه وباسي هغه څوک چې د شپې ترې ګناه شوي وي تر هغه وخته پورې چې کله لمر د مغرب (لوېدېځ) له طرفه راوخېژي» رواه مسلم88.

او څومره خلک دي چې له لویو او ډیرو ګناهونو څخه توبه کوي، او الله ورته بخښنه کوي! الله تعالی فرمایي:

﴿وَٱلَّذِينَ لَا يَدۡعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقۡتُلُونَ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِي حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ وَلَا يَزۡنُونَۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ يَلۡقَ أَثَامٗا٦٨ يُضَٰعَفۡ لَهُ ٱلۡعَذَابُ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَيَخۡلُدۡ فِيهِۦ مُهَانًا٦٩ إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلٗا صَٰلِحٗا فَأُوْلَٰٓئِكَ يُبَدِّلُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمۡ حَسَنَٰتٖۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا٧٠﴾

(او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې د غه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له سزا سره مخامخ شي ۶۸

د قیامت په ورځ به ده ته عذاب دوه چنده كولى شي او په هغه (عذاب) كې به تل وي، په داسې حال کې چې خوار او ذلیله به وي ۶۹

مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى ۷۰ [الفرقان:68-70].

خالصه (نصوح) توبه هغه ده چې هغې کې پنځه شرطونه شتون ولري:

لومړی: توبه په اخلاص یعنې یوازې د الله تعالی د رضا، ثواب، او د هغه له عذاب څخه د خلاصون لپاره وي.

دوم: د ګناه په کولو باندې پښېماني، چې د ګناه په کولو خپه شي، او د دې افسوس کول چې کاشکې دا ګناه مې نه وی کړې.

دریم: سمدلاسه ګناه پرېښودل، که چیرې د الله تعالی په حق کې وي، نو هغه باید پرېږدي که چیرې حرام کار وي، او که چیرې دا د یو واجب پرېښودل وي، نو هغه باید د هغه په ​​ترسره کولو کې بیړه وکړي، که چیرې هغه د مخلوق په حق کې وي، نو هغه باید د هغه څخه د خلاصون لپاره بیړه وکړي، یا یې هغه ته بیرته ورکړي، یا د هغه څخه بخښنه وغواړي، او هغه یې معاف کړي.

څلورم: هوډ وکړي چې په راتلونکي کې به دې ګناه ته نه راګرځي.

پنځم: توبه باید د قبولیت له وخت څخه مخکې، یا د اجل د وخت په رارسیدو سره، یا د لویدیځ څخه د لمر د راختلو په وخت کې نه وي، الله تعالی فرمايي:

﴿وَلَيۡسَتِ ٱلتَّوۡبَةُ لِلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ حَتَّىٰٓ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ ٱلۡمَوۡتُ قَالَ إِنِّي تُبۡتُ ٱلۡـَٰٔنَ...﴾

(خو د هغو خلكو لپاره توبه نشته چې پرله پسې بد كارونه كوي تر دې پورې چې كله له هغو نه د يو تن مرګ رارسېږي؛ نو په هغه وخت كې وايي چې اوس مې توبه وايستله...) [النساء:18]، او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:

«مَنْ تَابَ قَبْلَ أَنْ تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا؛ تَابَ اللهُ عَلَيْهِ».

«هغه څوک چې له دې نه مخکې توبه وکړي چې لمر له لویدیځ خوا نه راووځي، الله به د هغه توبه قبوله کړي» مسلم روایت کړی89، «یا الله! مونږ ته د خالصې توبې توفیق راکړه، او زمونږ (توبه) قبوله کړه، بېشكه ته ښه اورېدونكى، ښه پوهېدونكى يې».

لیکنه: محمد الصالح العثيمين

په ۱۷/۴/۱۴۰۶ ﻫ

دریم فصل: جنازې

د مړي د غسل احکام.

د مړي د غسل کولو طریقه.

د مړي د کفن کولو طریقه.

پر مړي د جنازې لمونځ طریقه.

د مړي د خښولو طریقه.

د مړي د غسل احکام

الحمد للَّه ربِّ العالمين، وأشهد أنْ لا إله إلَّا الله، وحده لا شريك له، إِلَهُ الأوَّلين والآخرين، وأشهد أنَّ محمدًا عبده ورسوله، خاتم النَّبيين، وإِمَامُ المُتَّقين، صلَّى الله عليه وعلى آلِه وأصحابه، ومن تَبِعَهُم بإِحسانٍ إلى يوم الدِّين، وسلَّم تسليمًا، أمَّا بعد:

دا مړي ته غسل، کفن ورکول، او د دفنولو په اړه لنډ معلومات دي، په دې موضوع ته له داخلېدلو نه مخکې لاندې ټکي په پام کې نیسو:

۱- د مسلمان مړي غسل، کفن کول او دفنول فرض کفایي ده، نو هغه څوک چې دا کار کوي، باید د دې فرض د ادا کولو نیت وکړي، ترڅو د الله تعالی څخه د دې عمل اجر ترلاسه کړي، خو د کافر مړی ته غسل نه ورکول کېږي، او نه کفنېږي، او نه له مسلمانانو سره خښېږي.

۲- غسل ورکونکی د مړي رازونه پټ ساتي، نو باید ټول ضروري کارونه په احتیاط او پوره مسئولیت سره ترسره کړي.

۳- غسل ورکونکی د مړي رازونه پټ ساتي او هېڅ ناخوښه څه (لکه د بدن عیبونه) چې وګوري، د هېڅ چا سره نه شریکوي.

۴- غسل ورکونکی د مړي رازونه پټ ساتي، نو هغه بايد له هغه چا پرته چې ورته اړتيا لري؛ په اړولو، اوبو اچولو، او داسې نورو کې د مرستې لپاره، بل چا ته اجازه ورنه کړي.

غسل ورکونکی د مړي رازونه پټ ساتي، نو هغه بايد له هغه سره په مهربانۍ او درناوي چلند وکړي، او د جامو د ایستلو، مینځلو او داسې نورو په وخت کې باید تاوتریخوالی یا کینه ونه کړي.

۶- سړی ښځې ته غسل ​​نه ورکوي، مګر دا چې هغه یې ښځه وي، او نه ښځه سړي ته غسل ​​ورکوي مګر دا چې هغه یې میړه وي، پرته له هغه چا څخه چې عمر یې له اوو کلونو څخه کم وي، په دې حالت کې سړی او ښځه هغه ته غسل ​​ورکولی شي، که هغه نارینه وي یا ښځینه.

۷- د غسل کوونکي لپاره سپارښتنه کیږي چې کله غسل ​​پای ته ورسوي نو غسل وکړي، لکه څنګه چې هغه د لویو ناپاکیو (جنابت) لپاره غسل ​​کوي، او که غسل ​​ونه کړي، نو پرې ګناه نشته.

د مړي د غسل طریقه

د مړي په غسل ورکولو كې اړین ده چې: د هغه ټول بدن په اوبو سره ومینځل شي تر هغه چې پاک شي. غوره ده چې لاندې کارونه ترسره شي:

۱- مړی باید د غسل ورکولو لپاره په داسې شي کېښودل شي چې سر یې لوړ او پښې یې ټیټې وي.

۲- د مړي د شرمګاه شاوخوا د نوم څخه تر زنګون پورې یوې ټوکرې باندې تاو کړي او بیا یې جامې وباسي؛ ترڅو د جامو په لیرې کولو سره یې عورت ښکاره نه شي.

۳= جامې یې په نرمۍ سره لیرې شي.

۴- غسل ورکونکی خپل لاسونو په ټوکرۍ تاووي، بیا د مړي شرمګاه پرته له دې چې ښکاره شي مینځي تر هغه چې پاک شي، بیا دې باید ټوکرۍ لرې وغورځوي.

۵- یوه ټوکر (ټوټه) دې په اوبو لمده کړي او د مړي غاښونه او پوزه دې پرې پاکه کړي.

۶- د مړي مخ، لاسونه یې تر څنګلو پورې، سر یې او پښې یې تر ښنګرو پورې ومینځل شي، د چپ لاس څخه مخکې ښي لاس او د چپ پښې څخه مخکې ښي پښه ومینځي.

۷- د مړي په خوله یا پوزه کې اوبه باید وا نه چول شي؛ یوازې د ټوکر په پاکولو باندې بسنه وشي.

۸- د هغه ټول بدن درې، پنځه، اووه یا ډیر ځله باید ومینځل شي، د بدن د نظافت او پاکوالي د اړتیا پر اساس، او د چپ اړخ څخه مخکې د بدن له ښي اړخ څخه باید پیل وکړي.

۹- غوره ده چې د مینځلو لپاره کارول شوې اوبه د سدر سره ګډې وي. ځکه چې دا په پاکوالي کې ډیر اغیزمن دی، هغه د سدر سره مخلوط شوي اوبه په خپل لاس سره وهي تر هغه چې ځږ یې څرګند شي، بیا دې د هغه سر او ږیره په هماغه ځږ سره ومینځي، او پاتې ځږ باندې د بدن پاتې برخه ومینځي.

۱۰- غوره ده چې کافور، چې د عطرو یو مشهور ډول دی، د وروستي مینځلو سره ګډ کړي.

۱۱- که مړی وېښتان ولري؛ باید ګمنځ شي، او و نه پوښل شي، او هیڅ شی ترې پرې نه شي.

۱۲- که مړی ښځه وي، نو که ویښتان یې کوڅۍ شوي وي، نو باید خلاصې شي، او کله چې ومینځل شي او پاکې شي، نو په دریو غوټیو کې کوڅۍ کیږي او د هغې شاته کېښودل کېږي.

۱۳- که د مړي ځینې غړي جلا شوي وي، هغه هم باید ومینځل شي، او ورسره یوځای کېښودل شي.

۱۴- که چیرې مړی د سوځېدو یا نورو لاملونو له امله خراب شوی وي او مینځل یې ناشونی وي؛ د ډېرو علماوو په اند، هغه ته باید تيمم ورکړ شي، تيمم ورکوونکی په خپل لاس سره ځمکه ووهي او د مړي مخ او لاسونه پرې مسح کړي.

د مړي د کفن کولو طریقه

هغه څه چې د مړي په کفن ورکولو کې واجب دي: یوه ټوکر چې ټول بدن یې پوښلی وي، خو غوره یې په لاندې ډول ده:

۱- کفن باید له دریو سپینو ټوټو څخه جوړ وي، یو د بل باندې کېښودل شي، بیا مړی پرې کېښودل شي، بیا د مړي د ښي اړخ پورتنۍ برخه د هغه سینې ته بیرته وګرځول شي، بیا دې د هغه کیڼ اړخ ته وګرځوي، بیا د دویم او دریمې ټوټې سره هم همداسې وکړي، بیا دې د سر او پښو پاتې ټوټې برخه دې وتړي.

۲- کفنونه د خوشبويي سره غوړ شي، او د هغو په مینځ کې یو څه حنوط وپاشل شي. حنوط د هغو عطرو مخلوط دی چې د مړو لپاره جوړېږي.

۳- حنوط باید د مړي په مخ، د هغه په ​​تخرګ، خیټه، ورنونه او د سجدو په ځایونو کې لګول کیږي.

۴- مالوچ باندې لږه اندازه حنوط واچول شي او بیا دې د مړي په ​​سترګو، پوزه او شونډو باندې ولګول شي.

۵- مالوچ باندې لږه اندازه حنوط واچول شي او بیا دې د مړي د سورینونو (کوناټیو) په منځ کې دې کېښودل شي، او په یوه ټوکر سره باید وتړل شي.

۶- ښځه په پنځو ټوټو کې کفن کېږي: لنګ، لوپټه (څادر)، کميس او دوه نورې ټوټې. که چیرې هغه د نارینه وو په څېر کفن شي، نو په دې کې هیڅ حرج نشته.

۷- کله چې مړی په قبر کې کیښودل شي، د کفن غوټي یې باید خلاصې شي.

مړي باندې د لمونځ کولو طریقه

۱- په هر مسلمان مړي باندې جنازې لمونځ کېږي، کوچنی وی یا لوی، نارینه وی یا ښځه.

۲- که حمل د 4 میاشتو وروسته سقط شي، نو پر هغه هم جنازې لمونځ کېږي، هغه ته هم د لوی مړي په څېر غسل او کفن ورکول کېږي او بیا پرې لمونځ کېږي.

۳- که حمل د 4 میاشتو دمخه سقط شي، پر هغه لمونځ نه کېږي، ځکه چې په هغه کې روح نه وي ځای پر ځای شوی، او نه غسل ورکول کېږي، نه کفن کېږي، یوازې په ځمکې کې خښول کېږي.

۴- امام د جنازې په لمانځه کې د سړي سر خوا ته او د ښځې په منځ کې ودرېږي او خلک د هغه تر شا لمونځ کوي.

۵- د جنازې په لمانځه کې څلور تکبیرونه ویل کېږي، په لومړي تکبیر کې، د اعوذ بالله او بسم الله له ویلو وروسته، سورت فاتحه تلاوت کېږي.

او له دویم تکبیر وروسته پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې درود وایي:

«اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ؛ إنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ؛ إنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».

یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې.90

د دریم تکبیر وروسته د مړي لپاره دعا کېږي، او غوره ده چې د هغه څه سره دعا وکړي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په دې اړه روایت شوي دي،91، او که دغه دعاګانو باندې نه پوهېږي، نو هغه څه سره دې دعا وکړي چې ورته یاد وي.

"له څلورم تکبیر څخه وروسته دې لږ تم شي، بیا دې سلام واړوي، خو که مخکې له سلامه وویل شي چې:

«رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ»؛

(اې زموږ ربه موږ ته په دنيا کې هم نعمت راکړه او په اخرت کې هم نعمت راکړه او د اور له عذاب څخه مو وساته)92؛ نو په دې کې هېڅ ډول حرج نشته.

د مړي د ښخولو طریقه

1- واجب ده چې مړی په داسې قبر کې ښخ شي چې د ځناورو څخه يې وساتي، او مخ قبلې ته وي، هر څومره چې قبر ژور وي، هغه غوره ده.

2- غوره ده چې قبر لحد وي، دا په دې معنی چې د مړي لپاره د قبر په منځ کې، د قبلې لوري ته، یو کونج وکیندل شي.

3- روا ده چې قبر شق وي، دا په دې معنی چې د مړي لپاره د قبر په منځ کې کنده و کیندل شي، که چېرته ورته اړتیا وي، لکه دا چې ځمکه نرمه وي.

4- مړی په خپل قبر کې په ښي غاړه قبلې ته مخامخ اېښودل کېږي.

5- د مړي قبر باندې خښتې کېښودل شي او ټینګې شي، او د هغو په منځ کې خټه وکارول شي، ترڅو خاوره پر مړي باندې پرې نه وځي.

6- بیا به قبر پټ کړی شي، او قبر باید لوړ نه وي، او نه باید په ګچ یا نورو شيانو سره ورغول شي.

7- په درې وختونو کې د مړي ښخول جواز نه لري:

کله چې لمر وخېژي تر هغه چې د یوې نیزې په اندازه لوړه شي.

کله چې لمر زوال په وخت کې توقف وکړي، تر هغه چې زوال وکړي.

کله چې د لمر د لوېدو لپاره د یو نیزې په اندازه وخت پاتې وي، تر هغه چې په بشپړ ډول غروب وکړي.

د لومړي او وروستي وخت مقدار نږدې پنځلس دقیقې دي، او د دویم وخت مقدار نږدې لس دقیقې یا دې ته نږدې دی.

8- کافر د مسلمانانو په هدیره کې نه ښخول کېږي، همدارنګه غسل نه ورکول کېږي، او نه کفن کېږي، او نه پرې لمونځ کېږي، بلکې په هغه ځای کې ښخول کېږي چې د چا ملکیت نه وي، مگر دا چې خپل هېواد ته ولېږدول شي.

والحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.

الله تعالی ته اړمن بنده لیکلی

محمد الصالح العثيمين

 

***

فهرست

 

سريزه 2

لومړی فصل: طهارت 5

اودس 5

غسل 9

تیمم 12

په موزو باندې مسح کول 15

د موزو، پګړیو او جبيره (پټیۍ یا پلسټر) په اړه د پوښتنو یوه ټولګه 22

موزو باندې مسح 22

پر پګړیو مسح کول: 35

په جبیرې (پټۍ پلسټر) مسح کول 36

دویم فصل: لمونځ 39

لمونځ 40

د سهو سجدې احکام 63

د تلاوت سجده 71

* د سجدې تلاوت طریقه: 72

د مسافر لمونځ او روژه 74

څوک چې الوتکه کې سفر کوي څرنګه لمونځ وکړي؟ 78

مسافر په الوتکه کې څرنګه د حج او عمرې لپاره احرام تړي؟ 79

ناروغي، او هغه شیان چې ناروغ باید ورته پاملرنه وکړي 80

ناروغ څنګه طهارت (پاکوالی) ترسره کړي؟ 82

ناروغ څرنګه لمونځ وکړي؟ 85

ناروغ څنګه روژه ونیسي؟ 87

نفلي لمونځ 89

* فضیلت یې: 89

نو د نفلي لمونځونو څخه: 90

د نهي وختونه 94

د لمونځ پرېښودونکي حکم 97

توبه 104

دریم فصل: جنازې 109

د مړي د غسل احکام 109

د مړي د غسل طریقه 110

د مړي د کفن کولو طریقه 112

مړي باندې د لمونځ کولو طریقه 113

د مړي د ښخولو طریقه 116


مسلم به كتاب الطهارة، باب الذكر المستحب عقب الوضوء، شمېره (234) پرته له دې قول څخه: «ٱللَّهُمَّ ٱجْعَلْنِي مِنَ ٱلتَّوَّابِينَ، وَٱجْعَلْنِي مِنَ ٱلْمُتَطَهِّرِينَ»، او ترمذي په كتاب الطهارة، باب فيما يقال بعد الوضوء، شمېره (55) کې نقل کړي.

مسلم په كتاب الطهارة، باب خروج الخطايا مع ماء الوضوء، شمېره (245) کې نقل کړی.

ابو يعلى (1/379) په شمېره (488)، او البزار (2/ 161) په شمېره (528)، او الحاكم په «المستدرك» (1/ 132) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب التيمم، باب قول الله: ﴿...فَلَمۡ تَجِدُواْ مَآءٗ فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدٗا طَيِّبٗا فَٱمۡسَحُواْ بِوُجُوهِكُمۡ وَأَيۡدِيكُمۡ...﴾، شمېره (335)، او مسلم په كتاب المساجد، شمېره (521) د جابر رضي الله عنه د حدیث څخه نقل کړي دي.

تخریج یې مخکې تېر شو.

بخاري په كتاب التيمم، باب التيمم في الحضر إذا لم يجد الماء، شمېره (337) کې روایت کړی، او څرنګه چې مسلم په كتاب الحيض، باب التيمم، شمېره (369) کې راوستی دی.

بخاري په كتاب الوضوء، باب إذا أدخل رجليه وهما طاهرتان، شمېره (206)، او مسلم په كتاب الطهارة، باب المسح على الخفين، شمېره (274/79) کې نقل کړي.

په نصب باندې نافع او ابن عامر او حفص عن عاصم او كسائي قرائت کړي دي، او په جر باندې ابن كثير او أبو عمرو او شعبة له عاصم او حمزة قرائت کړي دي، څرنګه چې په «الكشف عن وجوه القراءات السبع» (1/ 406) کې راغلي دي.

نظم د تاودي ابن سودة ده، څرنګه یې چې د صحیح بخاري په حاشیه ذکر کړی (1/ 125).

وړاندې تخریج شوی دی (مخ 180).

ابو داود په كتاب الصلاة، باب الصلاة في النعل، شمېره (650)، او احمد (3/ 20) نقل کړي، د ابو سعيد رضي الله عنه له حدیث څخه.

ترمذي په كتاب الطهارة، باب المسح على الخفين، شمېره (96)، او نسائي په كتاب الطهارة، باب التوقيت في المسح على الخفين، شمېره (127)، او ابن ماجه په كتاب الطهارة، باب الوضوء من النوم، شمېره (478)، او احمد (4/ 239) کې روایت کړي دي.

مسلم په كتاب الطهارة، باب التوقيت في المسح على الخفين، شمېره (276) کې نقل کړی.

تخریج یې مخکې تېر شوی (مخ: 180).

تخریج یې مخکې ذکر شو، په (20) مخ کې.

بخاري په كتاب الوضوء، باب لا يتوضأ من الشك حتى يستيقن، شمېره (137)، او مسلم په كتاب الحيض، باب الدليل على أن من تيقن الطهارة ثم شك في الحدث فله أن يصلي بطهارته، شمېره (361) کې روایت کړي، د عبد الله بن زيد رضي الله عنه د حدیث څخه.

تخریج یې مخکې ذکر شو، په (180) مخ کې.

ابو داود په كتاب الطهارة، باب كيف المسح؟، شمېره (162) کې نقل کړی.

امام احمد په «المسند» (1/ 323) کې نقل کړی.

ابن ابي شيبة په «المصنف» (1/ 186) کې نقل کړی، او مطالعه کړه: السنن الكبرى للبيهقي (1/ 272).

تخریج یې مخکې ذکر شو، په (21) مخ کې.

الفروع (1/ 218) .

الإنصاف مع المقنع والشرح الكبير (1/ 387)، ومنتهى الإرادات مع شرح البهوتي (1/ 122).

بخاري په كتاب مواقيت الصلاة، باب المصلي يناجي ربه عزوجل، شمېره (531)، او مسلم په كتاب المساجد، باب النهي عن البصاق في المسجد، شمېره (551) د انس رضي الله عنه د حدیث څخه نقل کړي.

مسلم په كتاب الصلاة، باب وجوب قراءة الفاتحة، شمېره (395/38) د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

مسلم په كتاب الطهارة، باب فضل الوضوء، شمېره (223) د ابو مالك الأشعري رضي الله عنه د حدیث څخه نقل کړي.

امام أحمد په «المسند» (2/ 169) د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړی.

نسائي په كتاب عشرة النساء، باب حب النساء، شمېره (3392)، او احمد (3/ 128) د انس رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب مواقيت الصلاة، باب الصلوات الخمس كفارة، شمېره (528)، او مسلم په كتاب المساجد، باب المشي إلى الصلاة تمحى به الخطايا، شمېره (667) د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.

مسلم په كتاب الطهارة، باب الصلوات الخمس والجمعة إلى الجمعة مكفرات لما بينهن، شمېره (233) کې د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب الأذان، باب فضل الجماعة، شمېره (645)، او مسلم په كتاب المساجد، باب فضل صلاة الجماعة، شمېره (650) کې نقل کړي.

مسلم په كتاب المساجد، باب صلاة الجماعة من سنن الهدى، شمېره (654) کې نقل کړی.

بخاري په كتاب بدء الوحي، باب كيف كان بدء الوحي، شمېره (1)، او مسلم په كتاب الإمارة، باب قوله صلى الله عليه وسلم: «إنما الأعمال بالنية»، شمېره (1907) د عمر بن الخطاب رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي.

بخاري په كتاب الأذان، باب الأذان للمسافر إذا كانوا جماعة، شمېره (631) د مالك بن الحويرث رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

دا هغه څه دي چې بخاري په كتاب الأذان، باب ما يقول بعد التكبير، شمېره (744)، او مسلم په كتاب المساجد، باب ما يقول بين تكبيرة الإحرام والقراءة، شمېره (598) د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي.

دا هغه څه دي چې ابو داود په كتاب الصلاة، باب من رأى الاستفتاح بـ«سبحانك اللهم وبحمدك»، شمېره (775)، او ترمذي په كتاب الصلاة، باب ما يقول عند افتتاح الصلاة، شمېره (242)، او نسائي په كتاب الافتتاح، باب نوع آخر من الذكر بين افتتاح الصلاة وبين القراءة، شمېره (900)، او ابن ماجه په كتاب إقامة الصلاة، باب افتتاح الصلاة، شمېره (804)، او احمد (3/ 50) د ابو سعيد رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي. او ابو داود په تېر شوي ځای، شمېره (776)، او ترمذي هم په تېر شوي ځای، شمېره (243)، او ابن ماجه هم په تېر شوي ځای، شمېره (806) د عائشة رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړي. او مسلم په كتاب الصلاة، باب حجة من قال: لا يجهر بالبسملة، شمېره (399) چې فعل یې عمر بن الخطاب رضي الله عنه باندې موقوف دی، نقل کړی، او سند کې علت هم شته.

بخاري، په شمېره (761)، او مسلم، په شمېره (484) کې روایت کړی.

مسلم، په شمېره (487)، او ابو داود، په شمېره (872) کې روایت کړی.

مسلم، په شمېره (471)، او ابو داود، په شمېره (760) کې روایت کړی.

مسلم، په شمېره (477)، او ابو داود، شمېره (847) کې روایت کړی.

بخاري، په شمېره (761)، او مسلم، په شمېره (484) کې روایت کړي.

مسلم، په شمېره (487)، او ابو داود، په شمېره (872) کې روایت کړي.

مسلم، په شمېره (2697)، او ابو داود، په شمېره (850) کې روایت کړی.

الإنصاف مع المقنع والشـرح الكبير (3/ 200)، منتهى الإرادات مع شرح البهوتي (1/ 298).

مسلم، په شمېره (591)، او ابو داود، په شمېره (1512) کې روایت کړي.

مسلم، په شمېره (594)، او نسائي، په شمېره (1340) کې روایت کړی.

بخاري، په شمېره (6862)، او مسلم، په شمېره (593) کې روایت کړی.

مسلم په كتاب المساجد، باب استحباب الذكر بعد الصلاة، شمېره (597) کې د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

مسلم په كتاب المساجد، باب استحباب الذكر بعد الصلاة، شمېره (596) د كعب بن عجرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب الدعوات، باب الدعاء بعد الصلاة، شمېره (6329) کې د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي. همدارنګه ابو داود په كتاب الأدب، باب في التسبيح عند النوم، شمېره (5065)، او ترمذي په كتاب الدعوات، باب ما جاء في التسبيح والتكبير والتحميد عند المنام، شمېره (3410)، او نسائي په كتاب السهو، باب عدد التسبيح بعد التسليم، شمېره (1349)، او احمد (2/ 160) د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما له حدیث نقل کړی.

ترمذي په كتاب الدعوات، باب ما جاء في التسبيح والتكبير والتحميد عند المنام، شمېره (3413)، او نسائي په كتاب السهو، باب نوع آخر من عدد التسبيح، شمېره (1351)، او احمد (5/ 184) د زيد بن ثابت رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي. او همدارنګه نسائي په كتاب السهو، باب نوع آخر من عدد التسبيح، شمېره (1352) د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب الصلاة، باب ما جاء في القبلة، شمېره (404)، او مسلم په كتاب المساجد، باب السهو في الصلاة والسجود له، شمېره (572) د ابن مسعود رضي الله عنه له حدیث نقل کړی.

بخاري په كتاب الصلاة، باب تشبيك الأصابع في المسجد، شمېره (482)، او مسلم په كتاب المساجد، باب السهو في الصلاة والسجود له، شمېره (573) کې د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي. همدارنګه مسلم په تېر شوي ځای کې په شمېره (574) د عمران بن حصين رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړی، مګر دا چې هغه وویل: «له درې رکعتونو وروسته یې سلام وویل».

بخاري په كتاب الأذان، باب من لم ير التشهد الأول واجبًا، شمېره (829)، او مسلم په كتاب المساجد، باب السهو في الصلاة والسجود له، شمېره (570) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب الصلاة، باب التوجه إلى القبلة حيث كان، شمېره (401)، او مسلم په كتاب المساجد، باب السهو في الصلاة والسجود له، شمېره (572) د ابن مسعود رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

مسلم په كتاب المساجد، باب السهو في الصلاة والسجود له، شمېره (571) د ابو سعيد رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب سجود القرآن، باب من رأى أن الله عزوجل لم يوجب السجود، شمېره (1077) کې نقل کړی.

مسلم، په شمېره (771)، او ابو داود، په شمېره (760) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب الأذان، باب إتمام التكبير في الركوع، شمېره (785)، او مسلم په كتاب الصلاة، باب إثبات التكبير في كل خفض ورفع، شمېره (392) د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي.

بخاري په كتاب الأذان، باب القراءة في العشاء بالسجدة، شمېره (768)، او مسلم په كتاب المساجد، باب سجود التلاوة، شمېره (578) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب التقصير، باب يقصر إذا خرج من موضعه، شمېره (1090)، او مسلم په كتاب صلاة المسافرين وقصرها، په شمېره (685/3) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب الصلاة، باب كيف فرضت الصلاة في الإسراء؟، شمېره (350)، او مسلم په كتاب صلاة المسافرين وقصرها، شمېره (685/1) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب التقصير، باب ما جاء في التقصير، شمېره (1081)، او مسلم په كتاب صلاة المسافرين وقصرها، شمېره (693) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب الأذان، باب لا يسعى إلى الصلاة، شمېره (636)، او په باب قول الرجل: فاتتنا الصلاة، شمېره (635)، او مسلم په كتاب المساجد، باب استحباب إتيان الصلاة بوقار وسكينة، شمېره (602) (603) د ابو هريرة او ابو قتادة رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړي، او دا ابو هريرة رضي الله عنه د حدیث لفظ دی.

امام احمد په «المسند» (1/ 216) کې نقل کړی.

بخاري په كتاب التوحيد، باب قول الله تعالى: ﴿وَيُحَذِّرُكُمُ ٱللَّهُ نَفۡسَهُۥ﴾، شمېره (7405)، او مسلم په كتاب الذكر والدعاء، باب الحث على ذكر الله تعالى، شمېره (2675) د ابو هريرة رضي الله عنه د حدیث څخه نقل کړي.

امام احمد په «المسند» (1/ 307) کې د ابن عباس رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب المرضى، باب وضع اليد على المريض، شمېره (5660)، او مسلم په كتاب البر والصلة، باب ثواب المؤمن فيما يصيبه، شمېره (2571) د ابن مسعود رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړي.

بخاري په كتاب المرضى، باب ما جاء في كفارة المرض، شمېره (5640)، او مسلم په كتاب البر والصلة، باب ثواب المؤمن فيما يصيبه، شمېره (2572) د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب التهجد، شمېره (1153)، او مسلم په كتاب الصيام، باب النهي عن صوم الدهر، شمېره (1159/182-186) د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړي.

مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب استحباب ركعتي سنة الفجر، شمېره (725) د عائشة رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړی.

وګوره: مسائـل الإمام أحمد، رواية ابنه أبي الفضـل، (مخ:53) شمېره (159) ت. طارق عوض الله.

بخاري په كتاب الوتر، باب ليجعل آخر صلاته وترًا، شمېره (998)، او مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب صلاة الليل مثنى مثنى، شمېره (751) د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړي.

مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب جامع صلاة الليل، شمېره (746) د عائشة رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړی.

مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب استحباب صلاة الضحى، شمېره (719) کې د عائشة رضي الله عنها له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري په كتاب التطوع، باب صلاة الضحى في الحضر، شمېره (1178)، او مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب استحباب صلاة الضحى، شمېره (721) کې نقل کړي.

مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب استحباب صلاة الضحى، شمېره (720) کې نقل کړی.

بخاري په كتاب مواقيت الصلاة، باب من نسي صلاة، شمېره (597)، او مسلم په كتاب المساجد، باب قضاء الصلاة الفائتة، شمېره (684) د انس رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی، او بخاري خوب نه دی یاد کړی.

بخاري په كتاب التهجد، باب ما جاء في التطوع مثنى مثنى، شمېره(1163)، او مسلم په كتاب الصلاة، باب استحباب تحية المسجد، شمېره (714) د ابو قتادة رضي الله له حدیث څخه نقل کړي.

مسلم په كتاب الإيمان، باب بيان إطلاق اسم الكفر على من ترك الصلاة، شمېره (82) کې نقل کړی.

ترمذي په كتاب الإيمان، باب ما جاء في ترك الصلاة، شمېره (2621)، او نسائي په كتاب الصلاة، باب الحكم في تارك الصلاة، شمېره (464)، او ابن ماجه په كتاب إقامة الصلاة، باب ما جاء فيمن ترك الصلاة، شمېره (1079)، او أحمد (5/346) کې نقل کړی.

مالك په الموطأ- رواية يحيى بن يحيى: په كتاب الصلاة، باب العمل فيمن غلبه الدم، (1/81) په شمېره (93)، او عبد الرازق په «المصنف» (1/150)، او ابن أبي شيبة په «المصنف» (11/25)، او أحمد په «الزهد» مخ (154) کې نقل کړي.

ترمذي په كتاب الإيمان، باب ما جاء في ترك الصلاة، شمېره (2622) کې نقل کړی.

بخاري په كتاب الفرائض، باب لا يرث المسلم الكافر، شمېره (6764)، او مسلم په كتاب الفرائض، شمېره (1614) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب الفرائض، باب ميراث الولد من أبيه وأمه، شمېره (6732)، او مسلم په كتاب الفرائض، باب ألحقوا الفرائض بأهلها، شمېره (1615) کې د ابن عباس رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړي.

او دا هغه څه دي چې امام أحمد په «المسند» (2/169) کې د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما له حدیث څخه نقل کړی.

مسلم په كتاب التوبة، باب قبول التوبة من الذنوب، شمېره(2759) کې د ابو موسى رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

مسلم په كتاب الذكر، باب استحباب الاستغفار، شمېره (2703) کې د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه نقل کړی.

بخاري، په شمېره (3370)، او ابو داود، په شمېره (978) کې نقل کړي.

او له هغو له جملې څخه: «اې الله! ژباړه: زموږ مړی، ژوندی، حاضر، غايب، لوی، کوچنی، ښځه او نر وبخښه، له موږ څخه دې چې هر څوک ژوندي ساتلي هغوی په اسلام ټينګ وساته او له موږ څخه دې چې هرڅوک مړه کړي هغوی ريښتينې په ايمان مړه کړه.اې الله! ده ته بخښنه وکړه، پرې رحم وکړه، ده ته عافیت ورکړه، هغه معاف کړه، استوګنځای یې عزتمند کړه، ده ته قبر پراخه کړه، هغه په اوبو، واورې او ږلیو سره پاک کړه، هغه له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینې جامې چې له خیرو څخه پاکېږي، او د هغه کور د هغه له کور څخه غوره کور سره بدل کړه، او د هغه له کورنۍ څخه غوره کورنۍ او د هغه له ښځې څخه غوره ښځه ورکړه، او هغه جنت ته داخل کړه، او د قبر له عذاب او د اور له عذاب څخه یې وساته.ای الله! موږ د هغه له اجر څخه مه محروموه، له هغه وروسته مو مه ګمراه کوه، موږ او هغه ته بخښنه وکړه، ای د عالمینو ربه، د هغه قبر د هغه لپاره پراخه کړه او د هغه لپاره یې روښانه کړه. که مړی ماشوم وي، نو باید وویل شي: ای الله! هغه د مور او پلار لپاره د اجر ذخیره او شفاعت کوونکی وګرځوه چې دعاګانې یې قبولې شوي وي. اې الله! د هغوی تلې درنې کړه، اجرونه یې زیات کړه، هغه د مؤمنانو د نیکو سلفو سره شامل کړه، هغه د ابراهیم علیه السلام په پالنه کې وساته، او په خپل رحمت سره یې د دوزخ له عذاب څخه وساته».

بخاري، په شمېره (6026)، او مسلم، په شمېره (2690) کې نقل کړي.

بخاري په كتاب الحيل، باب في الصلاة، شمېره (6954)، او مسلم په كتاب الطهارة، باب وجوب الطهارة للصلاة، شمېره (225) کې نقل کړي.