PHPWord

 

 

 

التحقيق والإيضاح لكثير من مسائل الحج والعمرة والزيارة

على ضوء الكتاب والسنة

 

 

د قرآن او د سنتو په رڼا کې

د حج، عمرې او زيارت د ډېرو مسايلو وضاحت او څېړنه

 

 

لېکوال: عالېقدر: شيخ عبد العزيز بن عبد الله بن باز

 


د لېکوال سریزه

الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، أما بعد:

دا يوه لنډه طريقه ده چې د حج، عمرې او زيارت د ډېرو مسايلو وضاحت او څېړنه پکې د اللّٰه تعالی د کتاب او د هغه د رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم د سنتو په رڼا کې شوې ده، د خپل ځان او د هر هغه مسلمان لپاره مې را غونډ کړي دي چې غواړي یې، او د مسائلو په لیکنه کې مې کوښښ کړی چې د دلایلو په رڼا کې وي.

او د لومړي ځل لپاره په ۱۳۶۳ هجري کال کې د پاچا عبد العزیز بن عبدالرحمن الفیصل - اللّٰه دې اروا ښاد او ځاي یې آرامه لري - په لګښت چاپ شو.

بیا ما د دې کتاب ځیني مسایل یو څه پراخه کړل، او د اړتیا سره سم مې تحقیقات په کې ورزیات کړل، او د بیا چاپ پرېکړه مې وکړه؛ ترڅو هغه بندګان چې اللّٰه تعالی غوښتی وي له دې کتاب څخه ګټه پورته کړي، او په (د حج، عمرې او زيارت د ډېرو مسايلو وضاحت او څېړنه د کتاب (قرآن) او د سنتو په رڼا کې) مې ونوماوه، او ګټې د بشپړتیا لپاره مې نور اړین ډېروالی او ګټور تنبیهات پکې شامل کړل؛ او څو څو ځلې چاپ شوی دی.

له اللّٰه تعالی څخه غواړم چې د دې کتاب ګټه عامه او پراخه کړي، او د دې کتاب زیار وېستل دې خاص د خپل د عزتمن ذات لپاره وګرځوي، ترڅو د هغه جنتونو په ګټلو سره بریالي شو، او هغه ذات زموږ لپاره کافي او غوره وکیل دی، او هېڅ ځواک او قوت نشته پرته د لوی او ستر اللّٰه څخه.

لېکوال

عبد العزيز بن عبد اللّٰه بن باز

د سعودي عربستان عمومي مفتي

او د علماوو د سرتاسري شورا رئيس

او د علمي څېړنو او فتوا اداره

 


بسم اللّٰه الرحمن الرحيم

د اللّٰه په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.

الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، والصلاة والسلام على عبده ورسوله محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.

اما بعد:

دا د حج په اړه لنډه لیکنه ده، د هغې د فضیلت او آداب، او هر هغه څه چې د حج ادا کوونکي لپاره اړین دي، او د حج او عمرې او زیارت د ډېرو مهمو مسایلو په مختصر وضاحت سره بیانول شامل دي، ما په دې مسایلو کې هغه څه چې د اللّٰه په کتاب او د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم په سنتو کې راغلي دي را نغاړلي ترڅو مسلمانانو لپاره نصیحت وي، د اللّٰه تعالی د دې وینا مطابق: ﴿وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ55﴾ [الذاريات: 55]. ژباړه: «او (البته) نصيحت كوه ځكه چې دا نصيحت په رېښتيا مومنانو ته ګټه رسوي» (الذاريات سورت: 55 آيت)، او د اللّٰه تعالی دغه قول: ﴿وَإِذْ أَخَذَ اللّٰه مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ ...﴾ [المائدة: 2]. ژباړه: «او كله چې اللّٰه له هغو خلكو پوخ لوظ واخيست چې كتاب وركړ شوى و، چې خامخا به يې نورو خلكو ته بيانوئ او پټوئ به يې نه» (المائدة سورت: 2 آيت). او د هغه تعالی قول: ﴿...وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى...﴾ [آل عمران:187]. ژباړه: «او تاسو په ښېګڼه او تقوى كې يو له بل سره مرسته وكړئ» (آل عمران سورت: 187 آيت).

او هغه څه چې په صحیح حدیث کې له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه راغلي دي چې فرمایي: ژباړه: «دین نصیحت دی، وویل شو: د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: د اللّٰه لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانو چارواکو او د دوی عامو خلکو ته»(1).

او طبراني له حذیفه رضي اللّٰه عنه څخه روایت کوي چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «څوک چې د مسلمانانو د چارو پروا نه کوي، له دوی څخه نه دی، او چا باندې چې سهار او بېګاه راشي خو هغه اللّٰه او د هغه د رسول، او د هغه د کتاب، او د خپل امام او عامو مسلمانانو ته نصیحت کوونکی نه وي، نو دغه کس له دوی څخه نه دی»(2).

اللّٰه جل جلاله ته سوال کوم چې د دې ګټې ما او مسلمانانو ته ورسوي، او د دې کتاب زیار وېستل دې خاص د خپل د عزتمن ذات لپاره وګرځوي، ترڅو د هغه جنتونو په ګټلو سره بریالي شو، هغه ډېر ښه اورېدونکی او ځواب ورکوونکی دي، او هغه ذات زموږ لپاره کافي او غوره وکیل دی.

 


فصل

د حج او عمرې د فرضيت د ثبوت په اړه او د هغو په ادا کولو کې اقدام کول

کله چې دا معلومه شوه نو پوه شه -اللّٰه تعالی دې ما او تاسو سره د حق په پوهېدو او پیروي کولو کې مرسته وکړي- چې اللّٰه تعالی په خپلو بندګانو باندې د خپل سپیڅلي کور حج کول فرض کړی دی، او هغه یې د اسلام له رکنونو څخه یو رکن ګرځولی دی.

اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿... وَلِلّٰهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللّٰهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ97﴾ [آل عمران: 97]. ژباړه: «او پر خلکو د اللّٰه دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت اللّٰه) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت اللّٰه) ته د تګ توان لري او څوک چې کافر شو (د دې امر له منلو انکار وکړي)، نو بېشکه چې اللّٰه له ټولو عالمیانو بې نیازه دی» (آل عمران سورت: 97 آيت).

په صحیحینو کې له عبد اللّٰه بن عمر رضی اللّٰه عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: ګواهي ورکول چې له اللّٰه پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی اللّٰه علیه وسلم د اللّٰه رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د رمضان روژه نیول، او د بیت اللّٰه حج کول»(3).

سعید په خپل سنن کې له عمر بن الخطاب رضي اللّٰه عنه څخه روایت کړی دی چې هغه وفرمایل: ژباړه: «ما اراده وکړه چې دغو ښارونو ته سړي ولېږم چې د هر هغه چا په لټه کې شي چې مالي توان لري او حج یې نه وي کړی، پر هغوی باندې جزیه وضع کړي، هغوي مسلمانان نه دي، هغوي مسلمانان نه دي»(4). له علي رضي اللّٰه عنه څخه روایت دی، چې هغه وفرمایل: ژباړه: «څوک چې د حج کولو توان ولري او حج پرېږدي، اندېښنه کېږي چې هغه د یهودي یا نصراني په توګه مړ شي»(5).

هر هغه څوک چې حج يې نه وي کړی او د حج کولو توان لري بايد ژر تر ژره یې ترسره کړي؛ لکه څنګه چې له ابن عباس رضي اللّٰه عنه څخه روایت دی چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «د حج په ادا کولو کې بيړه وکړئ – يعني: فرض حج – ځکه چې په تاسو کي هېڅوک نه پوهيږي چې څه به ورته پېښېږي»(6). احمد روایت کړی دی.

ځکه چې د حج ادا کول د هغه چا لپاره فوري فرض دي چې د دې توان ولري؛ د اللّٰه تعالی ددې قول د ظاهري معنا پر بنیاد چې فرمایي: ﴿...وَللهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللّٰه غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ 97﴾ [آل عمران: 97]. ژباړه: «او پر خلکو د اللّٰه دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت اللّٰه) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت اللّٰه) ته د تګ توان لري او څوک چې کافر شو (د دې امر له منلو انکار وکړي)، نو بېشکه چې اللّٰه له ټولو عالمیانو بې نیازه دی» (آل عمران سورت: 97 آيت).

رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم په خپله خطبه کې وفرمایل: ژباړه: «اې خلکو! اللّٰه تعالی پر تاسو حج فرض کړى دى، نو حج وکړئ»(7). مسلم روايت کړی دی.

د عمرې د وجوب په اړه حدیثونه راغلي دي، چې ځیني یې په لاندې ډول دي:

د هغې له جملې څخه: د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم هغه خبره چې جبرائیل علیه السلام ترې د اسلام په اړه پوښتنه وکړه، او هغه صلی اللّٰه علیه وسلم په ځواب کې وفرمایل: ژباړه: «اسلام: دا دی چې ګواهي ورکړې پر دې چې له اللّٰه پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد صلی اللّٰه علیه و سلم د اللّٰه رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، او د بیت اللّٰه حج وكړې، عمره ادا کړې، او د جنابت څخه د پاکېدو غسل وکړې، او بشپړ اودس وکړې، او د رمضان روژه ونيسې»(8). دا د عمر بن الخطاب رضي اللّٰه عنه حدیث څخه ابن خزیمه او الدارقطني روایت کړي دي، او الدارقطني رحمه اللّٰه فرمایي: "دا روایت ثابت او صحیح دی".

د هغو له جملې څخه: د عائشې رضي اللّٰه عنها حدیث دی چې هغې وویل: ژباړه: «اې د اللّٰه رسوله! ایا پر ښځو جهاد فرض دی؟ هغه وفرمايل: پر هغوی باندې داسې جهاد فرض دی چې په هغه کې جګړه نشته: حج او عمره»(9). احمد او ابن ماجه په صحیح سند سره روایت کړي دي.

حج او عمره په ټول عمر کې یوازې یو ځل فرض دي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم له مخې چې په صحیح حدیث کې فرمایلي دي: ژباړه: «حج يو ځل فرض دی، او څوک چې زيات حج وکړي، هغه نفل دی»(10).

ډېر حج او عمره تر سره کول نفل دي؛ لکه څنګه چې په صحیحینو کې له ابوهریره رضي اللّٰه عنه څخه ثابت دی چې وایي: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «یوه عمره تر بلې عمرې پورې د دواړو تر منځ د ګناهونو كفاره ده، او مقبول حج ته جزا بې له جنت څخه نشته»(11).

 


فصل

د ګناهونو څخه د توبې وجوب او د ظلم څخه خلاصون

هر کله چې یو مسلمان د حج یا عمرې لپاره د سفر اراده وکړي، نو د هغه لپاره مستحب دی چې خپلې کورنۍ او ملګرو ته د اللّٰه تعالی څخه د وېرې وصیت وکړي، او هغه دا چې: د هغه امرونه ترسره کول او د هغه له نواهیو څخه ډډه کول دي.

هغه باید د هغه پورونه ولیکي چې د هغه پر خلکو باندې دي او څه چې د خلکو پر هغه باندې دي، او دې کار باندې باید شاهدان وګرځوي، او هغه باید د ټولو ګناهونو څخه ژر تر ژره په ریښتینې توګه توبه وکړي؛ ځکه اللّٰه تعالی فرمايي: ﴿... وَتُوبُوا إِلَى اللّٰهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 31﴾ [النور: 31]. ژباړه: «او اې مومنانو تاسو ټول اللّٰه ته توبه وباسئ د دې لپاره چې برى در په برخه شي» (النور سورت: 31 آيت).

د توبې حقيقت: ګناهونه پرېښودل او ځان ترې ساتل، په تېرو ګناهونو پښېمانه کېدل، او بيا يې د نه تکرارولو هوډ کول، او که چېرته هغه باندې د خلکو مظالم لکه نفس، مال او ناموس باندې ظلم وي هغه دې بېرته خپلو څېښتنانو ته وسپاري، او یا د دې مظالمو څېښتنان دې د سفر څخه مخکې هغه وبخښي او ازاد یې کړي؛ لکه څنګه چې له هغه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه روایت دي چې فرمایي: ژباړه: «چا چې په خپل ورور باندې د مال او ناموس په برخه کې ظلم کړی وي، مخکې له دې چې هغه ورځ راشي چې هېڅ دینار او درهم نه وي، ځان دې له هغې څخه ازاد او خلاص کړي، که چېرته نیک او صالح عمل ولري نو د هغه د ظلم په تناسب له هغه څخه اخیستل کېږي، او که چېرته نیک او صالح عمل و نلري د هغه له ګناهونو څخه اخیستل کېږي او په هغه باندې اچول کېږي»(12).

هغه باید د خپل حج او عمرې د لګښت لپاره دې حلال او پاک مال وکاروي؛ لکه څرنګه چې له هغه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایي: ژباړه: «اللّٰه پاک دی، او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي». طبراني د ابو هریره رضي اللّٰه عنه څخه روایت کوي چې ویل یې: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «كله چې يو سړى حج ته ووځي او خپله پښه په رکاب کې د ننه کړي او غږ وكړي: (لَبَّيْكَ اللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ)، نو له اسمان څخه يو غږ كوونكى ورته ووايي: حاضر یم او ستا بلنه مې منلې ده، ستا توښه حلاله ده، ستا سپرلۍ هم حلاله ده، او ستا حج قبول او منل شوی دی، او كه يو سړى په خبیث او نا پاکو پیسو سره حج ته ووځي او خپله پښه په رکاب کې د ننه کړي او غږ وكړي: (لَبَّيْكَ اللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ)، نو له اسمان څخه يو غږ كوونكى ورته ووايي: حاضر نه یم او ستا بلنه نه منم، ستا توښه حرامه ده، ستاسو لګښتونه حرام دي، او ستاسو حج مردود او غیر مقبول دی»(13).

حاجي باید له هغه څیز (مال) د غوښتلو څخه ډډه وکړي چې خلکو سره دي، د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم د وینا مطابق چې فرمایي: ژباړه: «او څوک چې د سوال او غوښتلو څخه ډډه وکړي، اللّٰه تعالی به د هغه حاجت رفع کړي، او څوک چې د بې نیازۍ اظهار وکړي، اللّٰه تعالی به هغه بې نیازه کړي»(14).

او د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم دا وینا: ژباړه: «یو سړى به تر هغو پورې له خلكو څخه سوال او غوښتنه كوي تر دې چې د قيامت په ورځې به داسې حاضر شي چې پر مخ به يې یوه ټوټه غوښه هم نه وي»(15).

حاجي بايد د خپل حج او عمرې موخه د اللّٰه تعالی رضا او د آخرت کور وګرځوي، او په دغو معززو ځايونو کې هغو ويناوو او عملونو سره اللّٰه تعالی ته نږدې شي چې د هغه د خوښې وړ وي، او پام دې وکړي چې د خپل حج موخه یې دنیا او د هغې متاع نه وي، او یا ځان ښودنه، شهرت او فخر کول نه وي، ځکه دا یو له بدو موخو څخه دي او د عمل د بربادۍ او د نه قبلېدلو لامل ګرځي، لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ15 أُولَئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 16﴾ [هود: 15 – 16]. ژباړه: «څوک چې د دنيا ژوند او د هغې ښکلا غواړي؛ نو په دنيا کې به يې د عملونو بدله بشپړه ورکړو او له هغوی به هيڅ هم نه کميږي * دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول» (هود سورت: 15 – 16 آيتونه).

او اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَنْ نُرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَدْحُورًا 18 وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا 19﴾ [الإسراء: 18 – 19]. ژباړه: «څوك چې د كومې سملاسي ګټې غوښتنه كوي نو چاته چې څه وركول غواړو همدلته يې ژر وركوو بيا جهنم ورته (برخه) ګرځوو، چې رټلى ديكه شوى به ورننوځي * او هغه څوک چې اخرت غواړي او د هغه لپاره كوښښ كوي، د هغه لايق كوښښ، په داسې حال كې چې مومن (هم) وي، نو دغه خلق، د دوي سعي قدر كړى شوې (او مقبوله) ده» (الاسراء سورت: 18- 19 آيتونه).

او له هغه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایل یې: ژباړه: «اللّٰه تعالی فرمايي: زه له ټولو شريکانو بې پروا يم، چاچې داسې عمل وکړ چې په هغو کې يې له ما سره بل څوک شريک کړ، زه به هغه او شرک يې سره پرېږدم»(16).

همدارنګه باید په سفر کې له هغو نیکو خلکو سره ملګرتیا وکړي چې پرهیزګاره، متقیان، او په دین کې پوهه ولري، او د احمقانو او فاسقانو له ملګرتیا څخه دې ډډه وکړي.

هغه باید هغه څه زده کړي چې په حج او عمرې کې ورته روا او مشروع دي، په اړه دې ځان پوه کړي او د هر هغه څه په اړه دې پوښتنه وکړي چې ورته واضح نه وي؛ د دې لپاره چې موضوع ورته روښانه شي، نو کله چې پر خپل سپرلي، موټر، الوتکه یا بل څه کې سپور شو، د هغه لپاره دا غوره ده چې د اللّٰه تعالی نوم او د هغه حمد ووایي، بیا درې ځله "اللّٰه اکبر" ووایي، او ورسته دې ووایي: ﴿... سُبْحَانَ الَّذِيْ سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾ [الزخرف: 13 – 14]. ژباړه: «پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو * او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو» (الزخرف سورت: 13 – 14 آيتونه).

(اللّٰهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ فِي سَفَرِنَا هَذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوَى وَمِنَ الْعَمَلِ مَا تَرْضَى، اللّٰهُمَّ هَوِّنْ عَلَيْنَا سَفَرَنَا هَذَا، وَاطْوِ عَنَّا بُعْدَهُ، اللّٰهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِي السَّفَرِ، وَالْخَلِيفَةُ فِي الْأَهْلِ اللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ وَعْثَاءِ السَّفَرِ، وَكَآبَةِ المَنْظَر وَسُوءِ الْمُنْقَلَبِ فِيْ الْمَالِ وَالْأَهْلِ). ژباړه: «اې اللّٰه! زه په دې سفر کې له تا څخه د نیکۍ او تقوا، او د هغو عملونو غوښتنه کوم چې ته یې خوښوي، اې اللّٰه! زموږ لپاره دا سفر آسانه کړه، او د لارې لرې والی مونږ ته نیږدې کړه، اې اللّٰه! ته د سفر ملګری او په کورنۍ کې جانشین یې، اې اللّٰه! زه د سفر له سختیو او کړاونو، د غمجنو مناظرو د لیدو، او له بدو پېښو څخه چې زما مال او کورنۍ ته متوجه کېږي تاته پناه دروړم »(17). دا چې دغه حدیث د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه په صحیح ډول روایت دی، مسلم د ابن عمر رضی اللّٰه عنه د حدیث څخه روایت کړی دی.

او هغه دې په خپل سفر کې ډېر ذکر او استغفار کوي، اللّٰه سبحانه و تعالی ته دې دعا او عاجزي وکړي، د قرآن تلاوت کوي او په معنی کې یې غور کوي، خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کوي او خپله ژبه له بې ځایه خبرو، هغو مسایلو کې نه ښکېل کوي چې د هغه مربوط نه وي، او له ډېرو ټوکو څخه ځان ساتي، او همدارنګه خپله ژبه له دروغو، غیبت، چغلې وهلو، او د خپلو ملګرو او نورو مسلمانو وروڼو له ملنډو څخه هم ساتي.

د سفر ملګرو سره باید نیکي او ښېګڼه وکړي، هغوی ته له ضرر رسولو څخه باید ډډه وکړي، هغوی ته په نیکیو امر وکړي او له بدیو څخه دې په حکمت او غوره نصیحت سره د خپل توان په اندازه منع کړي.

 


فصل

کله چې حاجي ميقات ته ورسيږي دغه کارونه دې ترسره کړي

کله چې ميقات ته ورسيږي، نو مستحب دی چې غسل وکړي او عطر استعمال کړي؛ د هغه څه پر بنیاد چې له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه روایت دي چې د احرام په وخت کې، ګنډل شوي څیزونه یې له ځانه لرې کړل او غسل یې وکړ، او همدارنګه په صحیحینو کې دا خبره ثابته ده چې له عائشې رضی اللّٰه عنها څخه روایت دي چې ویل یې: ژباړه: «مخکې له دې چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم احرام وتړي، او د احرام له حلالې څخه وروسته او مخکې له دې چې د کعبې طواف وکړي ما به ورته عطر او خوشبویی استعمالول»(18)، او هغه عائشې رضی اللّٰه عنها ته امر وکړ چې کله هغې باندې حیض راغی او د عمرې لپاره یې احرام تړلې و، چې غسل دې وکړي او د حج لپاره دې احرام وتړي. کله چې اسماء بنت عمیس په ذو الحلیفه کې ولادت وکړ، رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم هغې ته امر وکړ: ژباړه: «چې غسل وکړي، او یوه ټوټه یا کپړې باندې دې ځان وتړي او احرام دې وکړي»(19)، نو دا په دې باندې دلالت کوي چې که یوه ښځه د حیض یا نفاس په حالت کې میقات ته ورسېږي، نو باید غسل دې وکړي او د نورو خلکو سره دې احرام وتړي، او ټول هغه څه دې وکړي چې حاجی یې کوي پرته له بیت اللّٰه له طواف څخه، لکه څرنګه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم عائشې او اسماء ته امر وکړ.

که څوک د احرام اراده وکړي، نو مستحب دی چې برېتونه، نوکان، د نامه لاندې او تخرګونو وېښتان دې لرې کړي، او څه چې اخیستل یې اړین وي هغه دې باید واخلي، تر څو د احرام له اغوستلو وروسته او د احرام په حالت کې د هغې اخیستلو ته اړ نه شي، او دا ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم مسلمانانو ته دا امر کړی چې هر وخت دغه شيانو ته پاملرنه وکړي، لکه څنګه چې په صحیحینو کې ثابت دي، له ابو هریره رضي اللّٰه عنه څخه روایت دی چې ویل یې: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل»(20). او په صحیح مسلم کې له انس رضي اللّٰه عنه څخه روایت دی چې وایي: ژباړه: «مونږ ته د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول، د تخرګونو د وېښتانو وېستل، او د نامه لاندې د وېښتانو لرې کولو لپاره وخت ټاکل شوی دی: چې باېد تر څلوېښتو شپو زيات یې پرې نه ږدو »(21).

او نسائی په دې لفظ سره روایت کړی دی: ژباړه: «رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم مونږ ته وخت ټاکلی دی»، دا حديث احمد، ابو داود او ترمذي د نسائي په لفظ سره روايت کړي دي، نو د احرام د تړلو پر مهال دې نارینه او ښځینه د خپل د سر وېښتانو څخه نه کموي.

اما د ږیرې خریل یا له هغې څخه څه اخیستل په هر وخت کې حرام دي، بلکې باید پرې ښودل شي او اوږده شي؛ لکه څنګه چې په صحیحینو کې له ابن عمر رضي اللّٰه عنهما څخه ثابت دي چې ویل یې: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «له مشرکانو سره توپیر ولرئ، ږيرې اوږدې او برېتونه لنډ کړئ»(22). مسلم په خپل صحیح کې له ابوهریره رضي اللّٰه عنه څخه روایت کوي چې ویل یې: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «برېتونه لنډ کړئ، او ږيرې اوږدې کړئ، له مجوسانو سره توپير ولرئ»(23).

په دې زمانه کې ډېر خلک له دې سنت څخه مخالفت کوي او د ږيرې پر وړاندې مبارزه او د کفارو او ښځو سره مشابهت کوي، او په تېره بيا هغه کسان چې د علم او زده کړې پورې ځان منسوبوي، إنا لله وإنا إليه راجعون، او له اللّٰه تعالی څخه غواړو چې موږ او نورو ټولو مسلمانانو ته په سنتو باندې د عمل کولو او هغه ته د دعوت کولو لارښونه وکړي او هغه باندې تمسک را په برخه کړي، که څه هم ډیری خلکو له دې سنت څخه مخ اړولی دی، حَسْبُنَا اللّٰهُ وَنِعْمَ الْوَكِيْلُ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللّٰهِ الْعَلِيِّ الْعَظِيْمِ.

بيا به نارينه لنګ او څادر واغوندي، او مستحب ده چې سپين او پاک وي، او همدارنګه مستحب ده چې په دوه څپليو کې احرام وکړي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د دې وینا له مخې چې فرمایي: ژباړه: «ستاسو څخه چې څوک غواړي احرام وتړي نو په یو څادر یو لنګ او څپلیو کې دې احرام وتړي، او که څپلۍ ونه موندل شي، نو موزې دې واغوندي، او داسې یې پرې کړي چې د پښو د پوندیو څخه ښکته وي»(24). امام احمد رحمه اللّٰه روایت کړی دی.

او ښځې ته روا ده چې په هر هغه رنګ کې چې وغواړي احرام تړی شي، لکه تور، شین یا دې ته ورته نور رنګونه، په داسې حال کې چې هغه باید په خپلو جامو کې د نارینه وو تقلید ونه کړي، او د هغه لپاره دا جواز نلري چې د احرام په وخت کې نقاب یا دستکشې واغوندي، مګر باید خپل مخ او لاسونه د نقاب یا دستکشو پرته په بل څه پټ کړي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د احرام په حالت کې ښځه د نقاب یا دستکشو اغوستلو څخه منع کړي دي، او دا چې ځیني عام خلک د ښځې د احرام رنګ یوازې شین یا تور پورې ځانګړی کوي، د دې لپاره هېڅ اساس نشته.

بيا د غسل، تنظیف او د احرام اغوستلو څخه وروسته، په زړه كې د مناسکو د داخلېدو لپاره نيت کوي، که هغه د حج او یا عمرې ادا کول وي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د دې وینا له مخې: ژباړه: «اعمال د نیتونو پربنسټ دي، او هر چا ته هغه ورکول کېږي چې هغه یې نیت کړی وي»(25).

او هغه لپاره روا ده چې هغه څه ووایی چې هغه لپاره یې نیت کړی وي، که چېرې د هغه نیت د عمرې کول وي، نو هغه باید ووایی: (لَبَّيْكَ عُمْرَةً) او یا (اللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ عُمْرَةً)، او که چېرې د هغه نیت د حج کول وي، نو هغه باید ووایی: (لَبَّيْكَ حَجًّا) او یا (اللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ حَجًّا)؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم دا کار کړی و، او که یې د دواړو لپاره اراده درلوده، نو باید دواړو ته دې نیت وکړي او باید ووایي: (اللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ عُمْرَةً وَحَجًّا)، او دا غوره ده چې دا د نیت کولو تلفظ دي وروسته له هغه وشي چې هغه په خپله سپارلۍ کې کښيني، که سپارلۍ څاروی، موټر او یا بل څه وي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وروسته له هغه نیت کړی وو چې پر خپله سپرلۍ سپور شو او له میقات څخه یې حرکت وکړ، او دا د علماوو د تر ټولو صحیح قول دی.

او د نیت تلفظ کول روا نه دي مګر یواځې د احرام په حالت کې؛ ځکه چې له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه روایت دی.

اما د لمونځ، طواف او نورو شیانو لپاره نه ښایي چې د نیت تلفظ وشي، دا چې ووایي: نیت مې کړی چې فلانی فلانی لمونځ، او یا فلانی طواف ادا کړم، ځکه پر دې شیانو تلفظ کول جوړ شوي بدعتونه دي، په ښکاره او جهري توګه ویل یې ډېر قباحت لري او سخته ګناه ده، که د نیت تلفظ کول روا وی نو رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم به دا خبره بیان کړی وی، او امت ته به يې په خپل فعل او قول واضح کړی وی، او سلف صالح به په دې عمل کې سبقت کړی وی.

نو کله چې دا خبره له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم او صحابه کرامو رضي اللّٰه عنهم څخه نه ده نقل شوی، نو معلومه خبره ده چې دا بدعت دی، او رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «او په دین کې تر ټولو بد کار د نویو طریقو راوېستل دي، ځکه چې (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده»(26). مسلم په خپل صحیح کې راوړی دی. او هغه علیه الصلاة والسلام فرمایلي: ژباړه: «چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي»(27). د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی. او د مسلم په لفظ کې دي: ژباړه: «که څوک کوم کار وکړي او زمونږ د دين امر ورباندې نه وي نو هغه مردود دي»(28).

 

 


فصل

مکاني میقاتونه او د هغې تحدیدول

میقاتونه پنځه دي:

لومړی: ذوالحلیفه، چې د مدینې د خلکو میقات دی، او نن سبا ورته ابیار علي وایي.

دويم: الجحفه، چې د شام د خلکو ميقات دی او د رابغ په څنګ کې یو خراب کلی دی، چې اوس مهال خلک له رابغ څخه احرام تړي، نو که څوک له رابغ څخه احرام وتړي هغه له ميقات څخه احرام تړلی دی؛ ځکه چې رابغ له هغې څخه لږ مخکې دی.

دریم: قرن المنازل، چې د نجد د خلکو میقات دی، اوس مهال ورته السیل ویل کېږي.

څلورم: یلملم، او دا د یمن د خلکو میقات دی.

پنځم: ذات عرق، او دا د عراق د خلکو میقات دی.

دا میقاتونه د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم لخوا د هغو کسانو لپاره ټاکل شوي دي چې موږ یې یادونه وکړه، او همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې د دې میقاتونو څخه تېرېږي او د حج یا عمرې کولو لپاره نیت ولري.

او هر هغه څوک چې له دې لارې تېرېږي، نو واجب ده له هغه ځای څخه احرام وتړي، او که څوک د حج یا عمرې لپاره مکې ته د تګ اراده ولري، که هغه د ځمکې له لارې تېرېږي یا د هوا له لارې، نو د احرام له تړلو پرته له هغې څخه تېرېدل حرام دي، د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د عمومي قول پر اساس چې میقاتونه یې ټاکلي وو: ژباړه: «دغه میقاتونه د هغو خلکو لپاره دي چې د حج او عمرې اراده ولري او پر دې میقاتونو باندې تېرېږي او د دې مناطقو اوسېدونکي نه وي»(29).

د هغه چا لپاره چې مکې ته د هوا له لارې روان وي او د حج یا عمرې نیت ولري، روا ده چې له پرواز څخه مخکې ځان چمتو کړي، لکه غسل کول او ورته نور څیزونه، او کله چې میقات ته نږدې شي، خپل لنګ او څادر دې واغوندي، بیا دې د عمرې لپاره تلبیه ووایي او نیت دې وکړي که وخت کافي وي، او که چېرته کافي وخت نه وي، نو یوازې د حج لپاره دې تلبیه ووایي او نیت دې وکړي، او که مخکې له دې چې الوتکې ته پورته شي یا مخکې له دې چې میقات ته نږدې شي، خپل لنګ او څادر واغوندي، نو هېڅ ستونزه نشته، خو نیت او تلبیه دې نه کوي تر هغه چې میقات ته نږدې او یا برابر شوی نه وي؛ ځکه چې پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم یوازې له میقات څخه احرام تړلی و، او پر امت واجب دي چې په دې برخه کې د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم د لارښوونو پیروي وکړي لکه څنګه چې د دین نورو چارو کې د هغه پیروي کوي؛ د اللّٰه سبحانه وتعالى د دې قول پر اساس: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللّٰه أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ ...﴾ [الأحزاب: 21]. ژباړه: «بېشكه ستاسې لپاره د رسول اللّٰه په تابعدارۍ کې ښایسته پېروي شته» (الأحزاب سورت: 21 آيت). او د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم قول په حجة الوداع کې: ژباړه: «خپل مناسک او اعمال زما څخه واخلئ»(30).

او هغه کسان چې مکې ته ځي او د حج یا عمرې اراده نه لري؛ لکه سوداګر، لرګي وهونکی، پوست رسوونکی او داسې نور، پر هغه باندې احرام تړل لازمي نه دي مګر دا چې هغه وغواړي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د حدیث پر بنیاد چې مخکې د مواقیتو په هکله یې وفرمایل: ژباړه: «دغه میقاتونه د هغو خلکو لپاره دي چې د حج او عمرې اراده ولري او پر دې میقاتونو باندې تېرېږي او د دې مناطقو اوسېدونکي نه وي»(31). دا په دې مانا ده څوک چې له میقات څخه تېرېږي او د حج یا عمرې نیت نه لري، احرام تړل پرې لازم نه دي.

دا د اللّٰه تعالی د رحمت له امله ده چې خپلو بندګانو ته یې کارونه اسانه کړي دي، نو د دې رحمت لپاره د هغه لره ستاینه او شکر دی، د دې موضوع تایید دا دی چې کله پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم د فتحې په کال مکې مکرمې ته راغی، هغه احرام ونه تړلو، بلکې په سر یې د اوسپني خولۍ وه؛ ځکه چې هغه وخت کې یې د حج یا عمرې کولو اراده نه درلوده، بلکې غوښتل یې چې مکه فتحه کړي او په هغې کې شرک له منځه یوسي.

د هغو کسانو لپاره چې د استوګنې ځای یې میقاتونو ته نیږدې وي؛ لکه جده، ام السلم، بحرة، الشرائع، او بدر، مستوره او داسې نورو ښارونو د اوسیدونکو لپاره، د هغه لپاره ضرور نه دی چې د پورته ذکر شویو پنځو میقاتونو څخه یو ته لاړ شي، بلکې د هغه استوګن ځای د هغه میقات دی، نو هغه د حج یا عمرې لپاره له هماغه ځایه څخه احرام تړلی شي، او که چېرته هغه د میقات څخه بهر بل استوګن ځای ولري، نو هغه اختیار لري چې د میقات څخه احرام تړي، یا د خپل استوګن ځای څخه چې مکې ته د میقات په پرتله نږدې دی؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د عمومي قول پر اساس چې د ابن عباس رضی اللّٰه عنه په حدیث کې د میقاتونو په اړه یادونه شوې ده، چې فرمایي: ژباړه: «که څوک له دې میقاتونو څخه نیږدې وي، د هغه د نیت او احرام تړلو ځای د هغه له کورنۍ څخه دی، او همدارنګه د مکې خلک هم له مکې څخه احرام تړي»(32). بخاري او مسلم روایت کړی دی.

خو څوک چې په حرم شريف کې وي او غواړي چې عمره وکړي، هغه بايد حِل ته لاړ شي او له هغه ځایه د عمرې احرام وتړي؛ ځکه کله چې عایشه رضی اللّٰه عنها له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه د عمرې کولو غوښتنه وکړه، هغه صلی اللّٰه علیه وسلم د هغې ورور عبدالرحمن ته امر وکړ چې هغه حِل ته بوځي ترڅو له هغه ځایه احرام وتړي، دغه کار دا په ګوته کوي چې عمره کوونکي د حرم څخه د عمرې لپاره احرام نه تړي، بلکې د حِل څخه احرام تړي.

دا حدیث د ابن عباس رضی اللّٰه عنهما ذکر شوی حدیث مخصوصوي، او دې باندې دلالت کوي چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم مراد د دې قول څخه: ژباړه: «تردې چې د مکې خلک له مکې څخه احرام تړي -تلبیه وایي-»(33). دا د حج لپاره احرام دی، نه د عمرې لپاره، که چیرې د عمرې لپاره احرام له حرم شریف څخه روا وای، نو عایشه رضی اللّٰه عنها ته به د دې اجازه ورکړل شوې وای او هغه به یې حِل ته د تګ لپاره نه مکلف کوله، دا یوه څرګنده خبره ده، او دا د جمهورو علماوو رحمهم اللّٰه نظر دی، او دا د مومن لپاره ډېر مناسب دی، ځکه چې پدې کې د دواړو حدیثونو باندې عمل کول دي. او اللّٰه تعالی توفیق ورکوونکی دی.

خو هغه څه چې ځینې خلک یې کوي، چې د حج وروسته له تنعیم یا جعرانة او نورو ځایونو څخه ګڼ شمېر عمرې کوي، حال دا چې د حج څخه مخکې یې عمره هم ادا کړې وي، نو د دې کار لپاره هېڅ شرعي دلیل نشته؛ بلکې دلایل په دې باندې دلالت کوي چې د دې کار پرېښودل غوره دي؛ ځکه چې نبي کريم صلى اللّٰه عليه وسلم او صحابه کرامو رضي اللّٰه عنهم د حج څخه وروسته عمره نه ده کړې، یوازې عائشې رضي اللّٰه عنها له تنعیم څخه عمره ادا کړې ده، ځکه چې هغې د حیض له امله مکې ته د داخلېدو پر مهال له خلکو سره عمره نه وه کړې، نو هغې له نبي صلى اللّٰه عليه وسلم څخه وغوښتل چې د هغې عمره (چې له میقات څخه یې احرام تړلی و) په بدل کې بله عمره ادا کړي، نبي صلى اللّٰه عليه وسلم ورته اجازه ورکړه، چې په پایله کې هغې دوه عمرې ترلاسه کړې: یوه هغه عمره چې د حج سره یې تړلې وه، او دویمه یې په جلا توګه ادا کړه، نو څوک چې د عائشې رضي اللّٰه عنها په حالت کې وي (یعنی د شرعي عذر لرونکی)، نو هغه کولای شي د حج وروسته عمره ادا کړي؛ د ټولو دلیلونو په عملي کولو، او د مسلمانانو لپاره د اسانتیا په لحاظ سره.

په دې کې شک نشته چې د حج له بشپړولو وروسته د حاجیانو بله عمره کول، پرته له هغه عمرې څخه چې د مکې ته ورسره داخل شوي دي، د ټولو لپاره ستونزې جوړوي، او د ګڼې ګوڼې او پیښو لامل کیږي، سربېره پردې چې دا د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د لارښوونو او سنتو څخه سرغړونه ده، او اللّٰه تعالی توفیق ورکوونکی دی.

 

فصل

د هغه چا حکم چې د حج له میاشتو څخه پرته میقات ته رسېدلی وي

پوه شه چې هغه څوک چې میقات ته رسېږي دوه حالتونه لري:

لومړی حالت: دا چې د حج له میاشتو پرته په نورو میاشتو کې راشي، لکه رمضان او شعبان، د دې لپاره سنت دا دی چې د عمرې لپاره احرام وتړي، په زړه کې دې نیت وکړي او په ژبه دې ووایي،(لَبَّيْكَ عُمْرَةً) یا (اللّٰهُمَّ لَبَيْكَ عُمْرَةً) ووایی، بیا د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم تلبیه دې ووایی، چې دا ده: ژباړه: «زه حاضر یم اې لویه څښتنه! زه حاضر یم تا لره هېڅ شریک نشته، یقینا چې ټول تعریفونه او نعمتونه تا لره دي، او پاچاهي تا لره ده، تا لره هېڅ شریک نشته»(34). دغه تلبیه او د اللّٰه تعالی ذکر دې زیات کوي، تر هغه چې بیت اللّٰه الحرام ته ورسېږي، کله چې بیت اللّٰه الحرام ته ورسېږي، تلبیه ویل دې قطع کړي، اووه ځله دې د بیت اللّٰه طواف وکړي، د مقام شاته دې دوه رکعته لمونځ وکړي، بیا دې صفا ته لاړ شي او د صفا او مروه ترمنځ اووه ځله دې طواف (سعی) وکړي، بیا دې د سر وېښتان وښروي یا دې لنډ کړي، نو په دې سره یې عمره پای ته ورسېده او هر هغه څه چې د احرام په وخت کې پرې حرام وو، ورته حلال شول.

دویم: دا چې د حج په میاشتو کې میقات ته ورسېږي، چې هغه: شوال، ذو القعده، او ذو الحجې اولنۍ لس ورځې دي.

په داسې حالت کې، د حج د دریو ډولونو ترمنځ یو ډول باید انتخاب کړي: یوازې حج، یوازې عمره، یا د دواړو یو ځای کول؛ ځکه کله چې نبي صلى اللّٰه عليه وسلم په حجة الوداع کې ذي القعدة کې میقات ته ورسېده، خپلو اصحابو ته یې د دریو ډولونو حج ترمنځ د انتخاب وړاندیز وکړ، خو سنت دا دی چې که چا سره هدي (قرباني) نه وي، نو هغه دې عمرې لپاره نیت او احرام وتړي، او هغه څه دې ترسره کړي چې موږ د غیر حج په میاشتو کې میقات ته د رسېدونکو لپاره ذکر کړي دي؛ ځکه چې نبي صلى اللّٰه عليه وسلم خپلو اصحابو ته د مکې په نږدې کېدو سره امر وکړ چې خپل احرام او نیت دې د عمرې لپاره وګرځوي، او د دې تاکید یې هغوی باندې په مکې کې وکړ، نو هغوی د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم د امر د متابعت له مخې طواف، سعي، او قصر وکړ، مګر هغه چا چې له ځانه سره قرباني راوړی وه، نبي صلى اللّٰه عليه وسلم ورته حکم وکړ چې تر نحر (قربانۍ) ورځې پورې په احرام کې پاتې شي. او د قربانۍ څاروي راوړونکي لپاره سنت دا دی چې د حج او عمرې لپاره احرام وتړي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم دا کار کړی و، او د قربانۍ څاروی یې راوړی و، نو هغه خپلو هغو صحابو ته چې د قربانۍ څاروی یې راوړي و او د عمرې احرام یې تړلی و، امر وکړ چې د خپلې عمرې سره دې د حج لپاره هم تلبیه ووايي، او ځان دې له احرام څخه نه حلالوي تر هغه چې د قربانۍ په ورځ د دواړو څخه حلال شي، او که هغه څوک چې قرباني راوړی وي او یوازې د حج لپاره یې احرام تړلی وي، هغه دې هم په احرام کې پاتې شي تر هغه چې د قربانۍ په ورځ ځان له احرام څخه حلال کړي، لکه هغه څوک چې د قران حج ترسره کوي.

له دې څخه دا معلومه شوه چا چې یوازې د حج، یا د حج او عمرې لپاره احرام تړلی وي او د قربانۍ څاروی ورسره نه وي، نو باید په خپل احرام کې پاتې نشي، بلکې د هغه لپاره سنت دا دي چې خپل احرام د عمرې لپاره وتړي، طواف، سعی دې وکړي، او وېښته دې لنډې کړي، او ځان دې له احرام څخه حلال کړي، لکه څنګه چې پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم خپلو هغو صحابو ته امر وکړ چې د قربانۍ څاروي یې نه وو راوړي، پرته له هغو کسانو چې د حج له لاسه ورکولو وېره ولري، له دې امله چې وروستنی یې مخکې کړی دی، نو په احرام کې د هغه پاتې کېدو کې کومه ستونزه نشته. واللّٰه اعلم.

که یو محرم د ناروغۍ، دښمن، یا بل څه څخه وېره ولري، چې د عمرې یا حج مناسک به سرته و نه رسوي، نو د هغه لپاره مستحب ده چې د احرام تړلو په وخت کې ووایی: (فَإِنْ حَبَسَنِيْ حَابِسٌ فَمَحَلِّيْ حَيْثُ حَبَسْتَنِيْ)، ژباړه: «زما له احرام څخه د وتلو ځای به هغه وي چې زه پکې بند پاتې شم»، د ضباعه بنت الزبير رضي اللّٰه عنها د حديث له مخې، چې وې ويل: اې د اللّٰه رسوله! زه غواړم حج وکړم، خو ناروغه یم، نبي صلى اللّٰه عليه وسلم ورته وفرمايل: ژباړه: «حج وكړه، او شرط وتړه، چې زما د احرام نه وتلو ځای به هغه وي چې زه پکې بنده پاتې شم»(35). متفق علیه.

د دې شرط ګټه دا ده چې: که احرام کوونکي ته داسې څه پېښ شي چې د هغه د مراسمو د ترسره کولو مانع ګرځي، لکه ناروغي یا د دښمن لخوا منع کېدل، نو هغه ته جواز لري چې د احرام څخه ځان حلال کړي او هغه باندې هېڅ شی نشته.

 


فصل

د کوچني ماشوم د حج کولو حکم، او آیا د اسلام حج لپاره بسنه کوي؟

د کوچني ماشوم او نجلي حج صحیح دی؛ په صحيح مسلم کې د ابن عباس رضي اللّٰه عنهما د روايت له مخې، چې یوې ښځې نبي صلى اللّٰه عليه وسلم ته یو ماشوم پورته کړ او وې ويل: ژباړه: اې د اللّٰه رسوله! آيا د دې لپاره حج شته؟ ویې فرمایل: «هو، او ستا لپاره هم د هغه اجر شته»(36).

په صحيح بخاري کې، د السائب بن یزید رضی اللّٰه عنه په روایت سره، چې هغه وفرمایل: ژباړه: «زما حج د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم سره وشو، او زه اوه کلن وم»(37). خو دا حج د اسلام د حج د بدیل په توګه د دوی لپاره کافي نه دی.

او همدارنګه د غلام، او وینزې حج صحيح دی، مګر دا د اسلام د حج په توګه د دوی لپاره کافي نه دی؛ ځکه د ابن عباس رضی اللّٰه عنهما له حدیث څخه ثابته شوې ده، چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «هر ماشوم چې حج وکړي او بیا بلوغ ته ورسیږي، هغه باید بیا حج وکړي، او هر غلام چې حج وکړي او بیا آزاد شي، هغه باید بیا حج وکړي»(38). ابن ابي شیبه او بیهقي په حسن سند سره روایت کړی دی.

که ماشوم د تمییز مرحلې ته نه وي رسېدلی، د هغه ولي د احرام نیت کوي، او له هغه څخه ګنډلې جامې وباسي، او د هغه په ځای تلبیه وایی، او په دې سره ماشوم محرم کېږي، او ټول هغه څه ترې منع کېږي چې لوی محرم باندې منع کېږي، او همدارنګه که ماشومه نجلۍ چې د تمییز مرحلې ته نه وي رسېدلې د هغې لپاره هم ولي نیت کوي او تلبیه وایي، او په دې سره ماشومه نجلې محرمه کېږي، او ټول هغه څه ترې منع کېږي چې لویو محرمو ښځو باندې منع کېږي، او د طواف په وخت دواړه باید پاکې جامې ولري او بدن یې هم پاک وي؛ ځکه چې طواف د لمونځ په څېر دی او طهارت د لمانځه د صحت شرط دی.

که ماشوم هلک او انجلۍ د تمییز په مرحله کې وي، د خپل ولي په اجازه باید احرام وتړي، او د لویانو په شان غسل، خوشبو، او نور اعمال دې ترسره کړي، او د هغوی ولي د دوی د کارونو او چارو مسولیت لري، که هغه پلار، مور، او کوم بل څوک وي، او هر هغه اعمال چې هغوي یې نه شي ترسره کولی، د هغوي ولي دې ترسره کړي، لکه د جمراتو ویشتل او داسې نور، خو نور مناسک لکه عرفات کې درېدل، منى او مزدلفه کې شپه تېرول، طواف، او سعي د دوی په ذمه کې دي، که چېرې دوی طواف او سعی نشو کولی، نو باید دوی ته سپاره طواف او سعی ورکړ شي، او د هغه چا لپاره غوره ده چې دوی ته طواف ورکوي، چې د دوی او د ځان لپاره دې مشترک نه کوي، بلکې د دوی لپاره دې د طواف او سعی جلا نیت وکړي او د ځان لپاره دې جلا طواف او سعی وکړي؛ د عبادت د احتیاط لپاره، او پر حدیث شریف د عمل کولو لپاره: ژباړه: «هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي»(39). که چېرې امیندواره ښځه د ځان او محمول (په شا یا غېږ کې ماشوم) لپاره د طواف او سعی نیت وکړي، نو دا د هغې لپاره د ډېر صحیح قول له مخې کافي ده؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم هغې ښځې ته چې د ماشوم د حج په اړه یې پوښتنه کړې وه، هغې ته یې امر و نه کړ چې د هغه لپاره دې مستقل طواف وکړي، نو که دا واجب وی، نو هغه صلی اللّٰه علیه وسلم به بیان کړی وای. او اللّٰه تعالی توفیق ورکوونکی دی.

ممیز هلک او انجلۍ ته باید امر وشي چې د طواف پیلولو دمخه ځانونه له ناپاکۍ او نجاست څخه پاک کړي، لکه د بالغ احرام کوونکي په څېر، د ماشوم هلک او انجلۍ ولي باندې واجب نه دي چې هغوی ته احرام واغوندي، بلکې دا یو نفلي عمل دی، که وېې کړي هغه لره اجر دی اوکه وې نه کړي نو پر هغه هېڅ ګناه نشته. اللّٰه ښه پوهېږي.

 

 


فصل

احرام کې ممنوع شیان او هغه څه چې محرم لپاره مباح دي

د محرم لپاره -که هغه نارینه وي یا ښځینه-، د احرام د تړلو وروسته جواز نه لري چې د خپل وېښتانو یا نوکانو څخه واخلي او یا خوشبو وکاروي.

د نارینه وو لپاره په ځانګړي ډول دا جواز نلري چې هېڅ ډول ګنډل شوي شیان واغوندي، یعنې: د هغه د اندام په اندازه پرې شوی او ګنډل شوی وي، لکه کمیس، یا د هغې یوه برخه، لکه لاندني جامې، پرتوګ، موزې او جرابې، مګر که هغه لنګ و نه مومي نو هغه لپاره د پرتوګ اغوستلو اجازه شته، په ورته ډول، که هغه څپلۍ ونه مومي، هغه ته اجازه ده چې موزې په پښو کړي، پرته له دې چې پرې یې کړي، د ابن عباس رضی اللّٰه عنه د حدیث له مخې، چې په صحیحنو کې ثابت شوی دی، چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «څوک چې څپلۍ ونه مومي، خفين (موزې) دې واغوندي، او څوک چې لنګ ونه مومي، پرتوګ دې واغوندي»(40).

او هغه څه چې د ابن عمر رضی اللّٰه عنهما په حدیث کې ذکر شوي دي، د موزو د پرې کولو امر په اړه چې که څوک د څپلیو د نشتوالي له امله د موزو پښو کولو ته اړتیا ولري، هغه منسوخ دی؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم په مدینه کې دا امر کړی و، کله چې له هغه څخه د احرام کوونکي د جامو په اړه پوښتنه وشوه، بیا کله چې هغه په عرفات کې خلکو ته وعظ وکړ، نو هغه د موزو په پښو کولو اجازه ورکړه کله چې څپلۍ و نه موندل شي، او امر یې ونه کړ چې باید پرې شي، او په دغه خطبه کې هغو کسانو ګډون کړی و چې په مدینه کې یې ځواب نه و اورېدلي، د اړتیا له وخت څخه د وضاحت ځنډول جواز نه لري، لکه څنګه چې د علم حدیث او علم فقه په اصولو کې پېژندل شوې خبره ده، په دې توګه، د پرې کولو د حکم لغوه کېدل ثابت شو، که پرې کول واجب وی، نو رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم به دا روښانه کړی وی. او اللّٰه تعالی ښه پوهېږي. د حاجي لپاره جواز لري چې هغه موزې واغوندي چې ساق یې د ښنګرو څخه ښکته وي؛ ځکه چې دا د څپلیو له جنس څخه دي. او هغه جواز لري چې ازار (لنګ) په تار یا ورته شي سره وتړي، د دلیل د نشتوالي له امله چې منعې باندې دلالت وکړي.

د محرم لپاره روا ده چې غسل وکړي، سر ومينځي، او که اړتيا وي نو په نرمۍ او اسانۍ سره يې وږروي، که د ږرولو له امله يې له سر څخه کوم شی ولوېږي، نو هغه باندې ګناه او حرج نشته.

د احرام په حالت کې د ښځې لپاره د مخ پټولو لپاره ګنډلي شوي شیان اغوستل منع دي، لکه برقع یا نقاب، یا د لاسونو لپاره، لکه دستکشې؛ لکه څنګه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «او محرمه ښځه باید نقاب یا دستکشې ونه اغوندي»(41). بخاري روایت کړی دی. دستکشې: هغه څه دي چې د لاسونو په اندازه د وړۍ، مالوچ یا نورو موادو په ذریعه ګنډل کېږي یا اوبدل کېږي. ښځې ته جواز لري چې له دې پرته بل څه ګنډل شوي شیان واغوندي، لکه کمیس، پرتوګ، موزې، جرابې او داسې نور.

دا هم ښځې ته جواز لري چې که اړتیا وي نو خپل حجاب (خمار) پر خپل مخ راښکته کړي، پرته له دې چې غوټه شوی وي، او که حجاب (خمار) د هغې مخ سره ولګېږي، نو په هغې باندې هېڅ ګناه نشته؛ د عایشه رضی اللّٰه عنها د حدیث له مخې، چې وایي: ژباړه: «سپاره خلک به زموږ له خوا تېرېدل او موږ د احرام په حالت کې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم سره وو، نو کله چې دوی موږ ته نږدې کېدل، نو موږ به خپل حجاب د خپل سر څخه په خپل مخ ښکته کولو، او کله چې دوی له موږ څخه تېرېدل، موږ به خپل مخونه ښکاره کول»(42). دا حدیث ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی، او دارقطني د ام سلمه څخه دې ته ورته حدیث روایت کړی دی.

همدارنګه، په دې کې هیڅ ګناه نشته چې ښځه خپل لاسونه په خپل جامو یا بل څه پټ کړي، او که هغه د پردیو نارینه وو په شتون کې وي نو باید خپل مخ او لاسونه پټ کړي؛ ځکه چې مخ او لاسونه عورت دي؛ لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿...وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ...﴾ [النور: 31]. ژباړه: «او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي، مګر خپلو مېړونو ته» (النور سورت: 31 آيت). او په دې شک نشته چې مخ او لاسونه د سینګار ځایونه دي.

او په هغو کې مخ د سینګار تر ټولو مهم او لوی ځای دی، اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿... وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ...﴾ [الأحزاب: 53]. ژباړه: «او چې کله هم د پیغمبر له بیبیانو څه غواړئ، نو د پردې تر شاه يي ترې وغواړئ. په دې توګه ستاسې زړونه او هم د هغوی زړونه ښه پاک ساتل کېږي» (الأحزاب سورت: 53 آيت).

او هغه څه چې ډېری ښځې عادت لري، چې د پردې (حجاب) لاندې د سر پټۍ اچوي، ترڅو حجاب له مخ څخه پورته وساتي، تر هغه ځایه چې موږ پوهېږو په شریعت کې د دې لپاره هېڅ اساس نشته، که دا جواز درلودی، رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم به یې خپل امت ته بیان کړی وای او د هغه لپاره روا نه وه چې په دې اړه چوپ پاتې شي.

د احرام په حالت کې د نارینه یا ښځې لپاره روا ده چې هغه جامې چې دوی یې په کې احرام تړلی د ناپاکۍ او خیرنتیا او داسې نورو شیانو له وجې ومینځي، او هغوی لپاره جواز لري چې خپل احرام په بل احرام سره بدل کړي.

او نارینه وو ته جواز نه لري چې داسې جامې واغوندي چې د زعفران یا ورس بوټي پرې لګېدلي وي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د ابن عمر رضی اللّٰه عنهما په حدیث کې له دې کار څخه منع کړی ده.

محرم باید له جماع (شهواني عمل)، ګناهونو او شخړو څخه ډډه وکړي؛ لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ...﴾ [البقرة: 197]. ژباړه: «د حج (وخت) معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې میاشتو کې پر خپل ځان حج فرض کړ (د حج نیت یې وکړ)، نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج (په ورځو) کې» (البقرة سورت: 197 آيت).

په مستند ډول روایت دی چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «څوک چې د اللّٰه لپاره حج وکړي، جماع (شهواني عمل) او ګناهونه ونه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي»(43). الرفث: په جماع، او پر فاحشو خبرو او کارونو باندې اطلاقېږي، الفسوق: ګناهونو ته ویل کېږي، او الجدال: په باطل باندې شخړه کول، او یا په هغه څېز باندې شخړه کول چې هېڅ ګټه نلري، اما د حق څرګندولو او د دروغو ردولو لپاره په غوره لاره کې د استدلال لپاره، شخړه کولو کې هېڅ ستونزه نشته، بلکې پرې امر شوی دی؛ لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ...﴾ [النحل: 125]. ژباړه: «د خپل رب لارې ته په حکمت او ښکلي نصیحت سره بلنه کوه او له دوی سره په هغې طرېقې سره مجادله (مباحثه) کوه چې هغه تر ټولو ښه وي» (النحل سورت: 125 آيت).

د نارینه محرم لپاره دا منع ده چې خپل سر په چسپېدلي شي پټ کړي؛ لکه خولۍ، څادر، پګړۍ، یا دې ته ورته نور شیان، او همدارنګه مخ دې هم نه پټوي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د وینا له مخې، د هغه چا په اړه چې د عرفې په ورځ له خپلې سپرلۍ څخه وغورځېد او مړ شو: ژباړه: «هغه ته په اوبو او سدر (د بیرې پاڼو) باندې غسل ورکړئ او په خپلو دوو جامو کې یې کفن کړئ، او سر او مخ یې مه پټوئ، ځکه چې هغه به د قیامت په ورځ د تلبیه ویلو په حال کې راپورته کېږي»(44). متفق علیه، او دا لفظ د مسلم دی.

د موټر چت، چترۍ، یا نورو شیانو سره لکه څنګه چې خیمې یا ونې سره سیوري کول (د حج په حالت کې) جائز دي؛ ځکه چې په صحیح حدیث کې ثابت دی چې پیغمبر صلى اللّٰه عليه وسلم د عقبې جمرې د ویشتلو پر مهال د یو څپرکي په ذریعه ورباندې سیوری شوی و، همدارنګه، په نمره کې ورته خیمه ودرول شوې وه، او تر لمر پرېوتلو پورې هغه د خیمې لاندې و.

د احرام په حالت کې د نارینه وو او ښځو لپاره د وحشي ښکار وژل، په ښکار کې مرسته کول، له خپل ځای څخه یې شړل او وېرول، د واده عقد کول، جماع کول، ښځو ته د واده وړاندیز کول او یا د هغوی سره د شهوت په قصد نږدېوالی حرام دی؛ د عثمان رضی اللّٰه عنه د حدیث له مخې، چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «محرم نه واده کوي، او نه بل چا ته واده ترسره کوي، او نه د واده وړاندیز (کوژدنه) کوي»(45). مسلم روايت کړی.

که چېرې محرم په هېره او یا ناپوهۍ سره ګنډل شوي جامې واغوندي، او یا خپل سر پټ کړي، او یا خوشبویي استعمال کړي، نو په هغه باندې فدیه نشته، او کله چې یې په یاد راشي یا پوه شي نو هغه دې لرې کړي، او همدارنګه که څوک خپل سر وخریي، او یا په هېره او یا ناپوهۍ باندې له خپلو وېښتانو څخه واخلي او یا خپل نوکان واخلي، نو د صحیح نظر له مخې محرم باندې هېڅ څه نشته.

په مسلمان باندې د حرم ښکار وژل حرام دی – که محرم وي که غیر محرم، نر وي که ښځه –، یا د هغه په وژلو کې مرسته کول، د آلې په ذریعه، اشاره کول، او یا ورته شیانو له لارې.

او ښکار یې له ځایه نه شړل کېږي او نه وېرول کېږي، د حرم ونې او شنه بوټي پرې کول، او د حرم له ځمکې څخه پراته شیان پورته کول (پرته له هغه چا چې د ورک شوي څیز د څېښتن په لټه کې وي)، حرام دي؛ د نبي صلى اللّٰه عليه وسلم د دې حدیث پر اساس: ژباړه: «دا ښار (مکه) تر قیامته پورې د اللّٰه په حرمت سره مقدس دی، اغزی یې باید پرې نه شي، ښکار یې و نه شړل شي، او پراته شیان یې پورته نه کړی شي، پرته له هغه چا چې د ورک شوي څیز د څېښتن په لټه کې وي، او تازه بوټي یې و نه رېبل (دَرَو) شي»(46). (متفق علیه)

المنشد: څوک چې ورک شوي شیان اعلانوي، الخلا: تازه واښه او بوتي، او منی او مزدلفه د حرم څخه دي، او عرفات د حِل څخه ده.

 


فصل

هغه څه چې مکې ته د ننوتلو پر مهال یې حاجي ترسره کوي او د هغه څه بیان چې مسجد حرام ته له ننوتلو وروسته یې ترسره کوي، لکه طواف او څرنګوالی یې

کله چې محرم مکې ته ورسېږي، مستحب دی چې د مکې دننه کېدو دمخه غسل وکړي؛ ځکه چې نبي صلى اللّٰه عليه وسلم همداسې کړي دي، کله چې مسجد الحرام ته ورسېږي، سنت دی چې لومړی ښي پښه دننه کړي او ووايي: (بِسْمِ اللّٰهِ، وَالصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَى رَسُوْلِ اللّٰهِ، أَعُوْذُ بِاللّٰهِ العَظِيْم وَبِوَجْهِهِ الكَرِيْم وَسُلْطَانِهِ القَدِيْم مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْم، اللّٰهُمَّ افْتَحْ لِيْ أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ)، او دا ذکر د نورو جوماتونو دننه کېدو پر مهال هم ویل کېږي، او مسجد الحرام د داخلېدو لپاره د نبي صلى اللّٰه عليه وسلم څخه ځانګړی ذکر ثابت نه دی، تر کومه چې زه پوهېږم.

کله چې یو حاجی یا معتمر کعبې ته ورسېږي، د تلبیې ویل دې قطع کړي مخکې له دې چې طواف پیل کړي، که هغه متمتع یا معتمر وي، بیا به حجر اسود ته لاړ شي او په خپل ښي لاس سره دې حجر الاسود لمس او ښکل کړي، که هغه ونه شي کولی چې ښکل یې کړي، نو په خپل لاس سره دې لمس کړي، او خپل لاس دې ښکل کړي، او غوره دا ده چې رش دې نه جوړوي چې خلک په تکلیف نه شي، کله چې حجر الاسود لمسوي یا ورته اشاره کوي، هغه باید ووايي: (بِسْمِ اللّٰهِ وَاللّٰهُ أَكْبَرُ)، او یا (اللّٰهُ أَکْبَرُ). که هغه ونه شي کولی چې په خپل لاس یا امسا سره او یا ورته شي سره یې لمس کړي، او بیا دې ښکل کړي، که دا هم ممکن نه وي، حجر الاسود ته دې مخامخ ودرېږي او خپل لاس سره دې ورته اشاره وکړي، خو نه دې یې ښکلوي، د طواف د صحت لپاره شرط دا ده چې طواف کوونکی د کوچني او لوي حدث (بې اودسۍ) څخه پاک وي، ځکه طواف د لمونځ په شان دی خو په هغې کې خبرې کول رخصت دی، طواف دې په داسې حال کې کوي چې کعبه یې په کیڼ اړخ کې وي، که د خپل طواف په دې باندې پیل کړي، نو دا به غوره وي: (اللّٰهُمَّ إيمانًا بِكَ، وتصديقًا بِكتابِكَ، ووفاءً بعَهدِكَ، واتِّباعًا لسنَّةِ نبيِّكَ محمَّدٍ صلى الله عليه وسلم)، ځکه چې دا د نبي کريم صلى اللّٰه عليه وسلم څخه روايت دی، هغه اووه ګردشونه ترسره کوي، او په لومړیو دریو ګردشونو کې په چټکۍ سره قدم وهل په لنډو ګامونو سره قدم ووهل شي، دا هغه طواف دی چې هغه یې په لومړي ځل مکې ته د رسیدو پرمهال ترسره کوي، که هغه عمره، تمتع، او یا یوازې د حج لپاره احرام کړی وي، یا یې حج او عمرې سره یوځای کړي وي، او په پاتې څلورو ګردشونو کې د معمول په څیر قدم وهل دي، هر ګردش دې د حجر اسود څخه پیلوي او په هغې سره دې پای ته رسوي.

الرمل: په لنډو ګامونو سره چټک حرکت کولو ته وایي، او د طواف په جریان کې د هغه لپاره اضطباع کول مستحب دي، پرته له نورو حالتونو څخه، او د اضطباع طریقه: سړی باید د خپل څادر منځنۍ برخه خپل ښي تخرګ لاندې تېر کړي، او څنډې دی یې په کیڼه اوږه باندې واچوي. که په ګردشونو کې شک وکړي، نو یقین سره دې یقیني کړي، چې هغه لږ تر لږه ده، لکه: که شک کوي چې درې ګردشونه یې کړي دي که څلور؟ ګردشونه دې درې وګڼي، همداسې دې په سعي کې هم وکړي.

د طواف له بشپړولو وروسته دې خپل څادر واغوندي او په خپلو اوږو دې واچوي، او د څادر دوه سرونه دې پر سینه واچوي مخکې له دې چې د طواف دوه رکعته لمونځ ترسره کړي.

هغه څه چې ښځې ترې باید منعه شي او پرې خبرې شي هغه د زینت او عطرونو سره طواف کول دي، او د هغوی بې حجابي، حال دا چې هغوی عورت دي، نو هغوی دې باید ځانونه ستر او په حجاب کې کړي او د طواف او نورو حالتونو کې چې د ښځو له نارینه وو سره اختلاط کېږي زینت دې پرېږدي؛ ځکه چې دا عورت او فتنه ده، او د ښځې مخ د هغې تر ټولو ښکاره زینت دی، نو د هغې لپاره دا روا نه ده چې پرته له محرم څخه یې نورو ته ښکاره کړي؛ لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿...وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ...﴾ [النور: 31]. ژباړه: «او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي، مګر خپلو مېړونو ته» (النور: 31 آيت). الآية، ښځو ته جواز نه لري چې د حجر الاسود د ښکلولو په وخت کې د نارینه وو په وړاندې مخ ښکاره کړي، که چېرته ښځو لپاره د حجر الاسود ښکلول او یا لمس کول امکان ونلري، نو د نارينه وو سره دې ټېلې نه وهي، بلکې د هغوی تر شا دې طواف کوي، دا د هغو لپاره غوره او ډېر اجر لري، رمل او اضطباع مشروع نه دي پرته له دې طواف څخه، او نه په سعي کې، او همدارنګه ښځو لپاره هم مشروع نه ده؛ ځكه نبي کريم صلى اللّٰه عليه وسلم يواځې په لومړي طواف کې رمل کړی و، کله چې طواف قدوم لپاره مکې ته راغی، او د طواف په وخت کې بايد د بې اودسۍ او نجاستونو څخه پاک وي، او د اللّٰه تعالی په وړاندې متواضع او عاجز وي.

مستحب دي چې د طواف په جریان کې د اللّٰه تعالی ډېر ذکر او دعا وکړي، او که د طواف په جریان کې د قرآن کریم یوه برخه تلاوت کړي، نو دا ښه کار دی، د دې طواف یا کوم بل طواف یا د سعی په جریان کې کوم ځانګړي ذکر یا دعا شتون نه لري.

اما ځينو خلکو چې د هر طواف يا سعي لپاره بېل بېل اذکار او دعاګانې ځانګړي کړي دي، د دې لپاره هېڅ اساس نشته، بلکې هر ډول ذکر او دعا چې اسانه وي، کفایت کوي، نو کله چې رکن يماني ته ورسېږي، په ښي لاس دې لمس کړي او ووایي: (بِسْمِ اللّٰهِ وَاللّٰهُ أَکْبَرُ)، او نه دې ښکلوي، که لمس کول یې ستونزمن وي، هغه دې پرېږدي او طواف ته دې دوام ورکړي، او اشاره دې ورته نه کوي، او تکبير دې هم نه وايي، ځكه دا د نبي صلى اللّٰه عليه وسلم څخه ثابت نه دي، تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، او د رکن یماني او حجر الاسود تر منځ دا دعا ویل مستحب دی: ﴿... رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ 201﴾ [البقرة: 201]. ژباړه: «اې زمونږ ربه مونږ ته په دنيا کې نعمت راکړه او په اخرت کې هم نعمت راکړه او د اور له عذابه مو وساته» (البقرة سورت: 201 آيت). هر کله چې هغه حجر اسود سره نږدې شو، هغه دې لمس او ښکل کړي او ودې وايي، (اللّٰهُ أَکْبَرُ)، نو که چېرې د لمس کولو او ښکلولو امکان ونلري، نو هرکله چې حجر اسود ته نږدې شو، هغې ته دې اشاره وکړي او تکبیر دې ووايي.

د زمزم او مقام تر شا طواف کول هېڅ پروا نه لري، په ځانګړي توګه کله چې ګڼه ګوڼه وي، ټول حرم د طواف کولو لپاره ځای دی، که هغه د جومات په دهلیزونو کې طواف وکړي، نو دا به د هغه لپاره کافي وي، خو که ممکنه وي کعبې شریفې ته نږدې طواف کول غوره دي.

کله چې طواف پای ته ورسوي، نو که امکان ولري، نو باید د مقام شاته دې دوه رکعته لمونځ وکړي، که چېرې د ګڼې ګوڼې یا دې ته ورته نورو شیانو له امله دا ممکنه نه وي، نو د جومات (حرم) په هر ځای کې دې ادا کړي، او مستحب دی چې په دې دوه رکعتونو کې پس له فاتحې سورت څخه: ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ 1﴾ [الكافرون: 1]. «اې نبي! ته (دوى ته) ووایه: اې كافرانو!» (الكافرون سورت: 1 آيت) په لومړي رکعت کې ووایي، او ﴿قُلْ هُوَ اللّٰه أَحَدٌ 1﴾ [الإخلاص: 1]. «اې نبي! ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې اللّٰه یو دى» (الإخلاص سورت: 1 آيت). دې په دويم رکعت کې ووایي، او دا غوره ده، او که پرته له هغو څخه د قرآن بل ځای ولولي، هېڅ ستونزه نشته، بیا دې د حجر اسود لورې ته لاړ شي او که امکان ولري په ښي لاس دې لمس کړي؛ رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم پسې د اقتدا کولو له مخې.

بیا دې د صفا له دروازې څخه صفا ته لاړ شي او صفا غونډۍ باندې دې وخېژي او یا تر څنګ دې ودرېږي، که امکان ولري نو د صفا غونډۍ ته ختل غوره دی، او کله چې لومړی شوط پیلوي، د اللّٰه تعالی دغه قول دې تلاوت کړي: ﴿إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللّٰه ...﴾ [البقرة: 158]. ژباړه: «یقینًا صفا او مروه د اللّٰه له نښو څخه دي» (البقرة سورت: 158 آيت).

او مستحب ده چې پر صفا باندې خپل مخ قبلې ته واړوي، او د اللّٰه حمد او لوی والی دې ادا کړي، او ودې وایي: (لا إِلهَ إلَّا اللّٰهُ، وَاللّٰهُ أَكْبَرُ، لَا إِلهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، يُحْيِي وَيُمِيْتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ، لَا إِله إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ). ژباړه: «له اللّٰه پرته بل حق معبود نشته او هغه یوازې دی هغه لره هیڅ شریک نشته، هغه لره پاچاهي او ټولي ثناوې دي او هغه پر هغه څه باندې قادر دی، نشته دی لایق د عبادت مګر یوازي هغه دی، اللّٰه خپله وعده پوره کړه او د خپل بنده مدد یې وکړ او تنهایۍ سره یې احزابو او ډلو ته ماتې ورکړه». بیا دې هغه دعا وکړي چې ورته اسانه وي، او لاسونه دې پورته کړي، او دا ذکر او دعا دې (درې ځله) تکرار کړي، بیا دې مروې ته ښکته شي نو کله چې شنې نښې ته ورسېږي، نارینه دې خپل تګ ګړندی کړي تر هغه چې دویمې نښې ته ورسېږي، بیا دې خپل تګ عادي کړي، او د ښځو لپاره د دوو نښو تر منځ ګړندی تګ جواز نه لري؛ ځکه چې ښځه محرم ده، او د هغې لپاره دا مشروع ده چې په ټوله سعي کې قدم ووهي، بیا دې لاړ شي او مروې باندې دې پورته شي او یا دې ترڅنګ ودرېږي، او که امکان ولري، نو د مروې پر سر ختل غوره ده، او په مروه کې دې هغه څه ووايي او وکړي چې په صفا کې یې ویلي او کړي و، پرته له دې چې دا آیت ولولي، کوم چې د اللّٰه تعالی دغه قول دی: ﴿إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللّٰه ...﴾ [البقرة: 158]. ژباړه: «یقینًا صفا او مروه د اللّٰه له نښو څخه دي» (البقرة سورت: 158 آيت). دا یوازې هغه وخت مشروع ده کله چې په لومړي ګردش کې صفا ته پورته کېږي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د پیروۍ له وجې، بیا به راښکته شي او په هغه ځای کې چې عادي تګ کوي عادي تګ دې وکړي، او د سرعت ځای کې دې سرعت ډېر کړي تر څو چې صفا ته ورسېږي، دا کار دې اووه ځله تکرار کړي، د هغه تګ یو ګردش دی، او بېرته راستنېدل یې بل ګردش دی؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم هغه څه وکړل چې مخکې ذکر شول او وې فرمایل: ژباړه: «خپل مناسک او اعمال زما څخه واخلئ»(47). مستحب ده چې هغه باید د سعی په جریان کې څومره چې امکان ولري دعاګانې او ذکرونه دې وکړي، او د لویو او کوچنیو ناپاکیو او نجاست څخه دې پاک وي،او که له اوداسه پرته یې سعی وکړه نو هم صحیح کیږي، په همدې ډول که چېرې یوه ښځه د طواف څخه وروسته حایضه شي او یا ماشوم وزېږوي، بیا سعی وکړي؛ هم صحیح کیږي، ځکه چې پاکوالی او طهارت د سعي لپاره شرط نه دی، بلکې لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، مستحب دی.

کله چې ئې سعې بشپړه کړه، نو خپل سر خریي یا یې لنډوي، او د سړي لپاره د سر خریل غوره دي، که یې لنډ کړي او خریل یې د حج لپاره پرېږدي، نو ښه خبره ده، او که مکې ته یې راتګ د حج وخت ته نږدې وي، نو سر لنډول غوره ده چې د وېښتانو پاتې برخه په حج کې و خریي؛ ځکه چې نبې صلى اللّٰه عليه وسلم او صحابه یې چې کله د ذو الحجې په څلورمه مکې ته راغلل، هغو کسانو ته یې چې له ځانه سره یې قرباني نه وه راوړې، امر وکړ چې احرام څخه ووځي او وېښتان لنډ کړي، او خریلو باندې ئې امر و نه کړ، د لنډولو لپاره اړینه ده چې ټول وېښتان یو شان لنډ شي، د یوې برخې لنډول بسنه نه کوي، همدارنګه د وېښتانو یوه برخه خریل هم بسنه نه کوي، او ښځې ته یوازې لنډول جواز لري، هغه دې د خپلو وېښتانو د څنډو څخه د ګوتې د سر په اندازه لنډ کړي. الأنملة: د ګوتې سر ته وايي، او ښځه دې له دې څخه زیات نه اخلي.

که محرم هغه څه وکړي چې ذکر شول، نو د هغه عمره بشپړه شوه الحمد لله او هر هغه څه چې د احرام په حالت کې پرې حرام شوي وو د هغه لپاره حلالېږي، پرته لدې چې هغه د قربانۍ څاروی له حِل څخه راوړی وي، په دې حالت کې هغه په خپل احرام کې پاتې کېږي، تر هغه وخته پورې چې د حج او عمرې دواړو څخه خلاص شي.

چا چې د افراد حج لپاره احرام تړلی وي، او یا د حج او عمرې لپاره یې یوځای احرام تړلی وي (قران حج)، نو د هغه لپاره سنت ده چې خپل احرام له عمرې څخه وروسته فسخ کړي او د متمتع حاجي په شان کړنې دې ترسره کړي مګر هغه کس چې د ځان سره یې هدي (قرباني) راوړي وي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم خپلو اصحابو ته په دې باندې امر وکړ، او ویې فرمایل: ژباړه: «که ما له ځانه سره د قربانۍ څاروی نه وی راوړی، نو ما به تاسو سره یو ځای له احرام څخه ځان حلال کړی وی»(48).

که چېرې یوې ښځې باندې د عمرې د احرام تړلو وروسته حیض یا نفاس راشي، نو هغه باید د بیت اللّٰه طواف او د صفا او مروه ترمنځ دې سعې ونه کړي، تر هغه چې پاکه شي، کله چې پاکه شي، طواف، سعې دې وکړي، او وېښتان دې لنډ کړي، او په دې سره د هغې عمره بشپړه کېږي. او که چیرې هغه د ترویه (د ذو الحجې اتمې) ورځې دمخه پاکه نشي، نو باید د حج لپاره له هغه ځای څخه احرام وتړي چې هلته اوسیږي، او له خلکو سره دې منی ته لاړه شي، په دې توګه هغه د حج او عمرې ترمنځ قارن ګڼل کېږي، او هغه دې هغه څه کوي چې حاجی یې کوي، لکه په عرفه او مشعر کې درېدل، د جمراتو ویشتل، مزدلفه او منی کې شپه تېرول، د قربانۍ څاروی حلالول، او خپل ویښتان لنډول. نو کله چې پاکه شي، باید د بیت اللّٰه یو طواف او د صفا او مروا تر منځ دې یوه سعې وکړي، او دا به د هغې د حج او عمرې لپاره کافي وي، د عایشې رضی اللّٰه عنها د حدیث له مخې، چې د عمرې د احرام تړلو وروسته هغې ته حیض راغی، نو رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم هغې ته وفرمایل: ژباړه: «هغه څه وکړه چې حاجی یې کوي، مګر تر هغه چې پاکه شوې نه یي د بیت اللّٰه طواف مه کوه»(49). متفق علیه.

که چېرې یوه حیض لرونکې یا د زیږون وروسته ښځه د قربانۍ په ورځ جمرات وویشتل او خپل وېښتان یې لنډ کړل، نو هر هغه څه چې د احرام په وخت کې پرې حرام وو، لکه عطر او داسې نور، هغې ته حلالېږي، پرته له مېړه څخه، تر هغه چې حج بشپړ کړي لکه د نورو پاکو ښځو په څېر، نو کله چې د پاکوالي وروسته طواف او سعى یې وکړه، نو د هغې مېړه هم ورته حلالېږي.

فصل

د ذوالحجې د اتمې ورځې د حج لپاره د احرام تړلو او منی ته د تلو حکم

او کله چې د ترویې ورځ ورسېږي، چې د ذوالحجې اتمه ده، نو هغه کسان چې په مکه کې دي او هغه کسان چې غواړي د حج مراسم ترسره کړي، د خپلو کورونو څخه دې د حج لپاره احرام وتړي؛ ځکه چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم صحابه کرام په ابطح کې پاتې شول او د ترویې په ورځ یې له هغه ځایه د حج لپاره احرامونه وتړل، او رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم هغوی ته امر نه دی کړی چې بیت اللّٰه ته لاړ شي او هلته یا د ناوې (میزاب) څخه دې احرام وتړي، او همدارنګه هغوی ته یې امر نه دی کړی چې د منی څخه د وتلو پر مهال دې طواف الوداع وکړي، که دا عمل مشروع وی، نو دوی ته به یې په اړه پوهاوی ورکړی وی، ټول خیر او ښېګڼې د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم او د هغه د اصحابو رضي اللّٰه عنهم په پیروۍ کې دي.

د حج د احرام تړلو پر مهال باید غسل وکړي، ځان پاک کړي او خوشبويي ولګوي، لکه څنګه چې له میقات څخه د احرام تړلو پر مهال یې کوي. د حج د احرام تړلو وروسته، د ترویې په ورځ د غرمې مخکې یا وروسته د منی په لور روانېدل غوره دي، او دوی باید تلبیه ډېره تکرار کړي، تر هغه چې جمره عقبه وولي، او د ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماخستن او سهار لمونځونه باید په منی کې وکړي، سنت دا دی چې هر لمونځ په خپل مناسب وخت کې او د قصر په شکل پرته له جمع کولو سره ادا شي، پرته له ماښام او سهار لمونځونو څخه، چې نه قصر کېږي.

د مکې د خلکو او نورو ترمنځ هېڅ توپیر نشته؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د مکې او نورو خلکو ته په منی، عرفات او مزدلفه کې د قصر لمونځونه ورکړل، او د مکې خلکو ته یې د بشپړولو امر نه و کړی، که دا واجب وای، نو هغه به یې هغوی ته روښانه کړی وای.

بیا د عرفې په ورځ د لمر ختو وروسته، حاجیان له منی څخه د عرفات لوري ته حرکت کوي، سنت دا ده چې دوی له زوال څخه مخکې نَمره ته ښکته شي، که امکان ولري؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم دا عمل ترسره کړی دی.

کله چې لمر زوال وکړي، امام یا د هغه مرستیال ته سپارښتنه کېږي چې خلکو ته د وضعیت سره سم خطبه ورکړي، په هغې کې هغه څه تشریح کړي چې د حاجی لپاره په دې ورځ او راتلونکې ورځو کې مشروع دي، او هغوی ته له اللّٰه تعالی څخه د وېرې، او د هغه وحدانیت، او په ټولو اعمالو کې د هغه لپاره اخلاص لرلو امر وکړي، او هغوی ته دې د هغو شیانو پر وړاندې خبرداری ورکړي چې اللّٰه تعالی حرام ګرځولي دي، او هغوی ته دې د اللّٰه د کتاب او د هغه د پیغمبر پر سنتو باندې د عمل کولو لارښوونه وکړي، او د کتاب او سنت له مخې دې فیصلې وکړي او کتاب او سنت دې په ټولو چارو کې فیصله کوونکی وګرځوي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه د متابعت له مخې، او له هغه وروسته دې هغوی په اول وخت کې په یو اذان او دوه اقامتونو د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه، د قصر او جمع په شکل ادا کړي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم همدا ډول ترسره کړي دي. مسلم د جابر رضي اللّٰه عنه د حدیث څخه روایت کړی دی.

بیا خلک عرفات کې درېږي، او ټول عرفات د درېدو ځای دی پرته له عُرَنَةَ لمنې څخه، که امکان ولري، نو قبله او جبل الرحمة ته مخامخ کېدل غوره ده، که چېرې دواړو ته مخامخ کېدل ممکن نه وي، نو قبلې ته دې مخامخ شي حتی که هغه غر ته مخامخ نه وي، په دې ځای کې حاجی لپاره مستحب دي چې د اللّٰه تعالی په ذکر، دعا، او تضرع کې هڅه وکړي، او د دعا په وخت کې خپل لاسونه پورته کړي، او که تلبیه ووایی یا د قرآن کریم څخه یو څه تلاوت وکړي، دا به ښه وي، او سنت دي چې په مکرر ډول ووایی: (لَا إِلهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، يُحْيِي وَيُمِيْتُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ). ژباړه: «له اللّٰه پرته بل معبود نشته، او اللّٰه تر ټولو لوی دی، له اللّٰه پرته بل معبود نشته، چې یوازې دی او هېڅ شریک نه لري، پاچاهي د هغه ده او ستاینه هغه لره ده، او هغه په هرڅه قادر دی»، ځکه چې له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه روایت شوی چې فرمایلي یې دي: ژباړه: «غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده، او غوره هغه څه چې ما او زما څخه مخکې پیغمبرانو ویلي دي: (لَا إِلهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، يُحْيِي وَيُمِيْتُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ)(50)، دي. او د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایي: ژباړه: «څلور کلمې اللّٰه تعالی ته ډېرې خوښې دي: سُبْحَانَ اللّٰهِ، وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللّٰهُ، وَاللّٰهُ أَكْبَرُ»(51).

دغه ذکر باید په عاجزۍ او د زړه په حضور سره ډېر تکرار شي، دا هم اړینه ده چې په شریعت کې ذکر شوي ذکرونه او دعاګانې په هر وخت کې ډېرې تکرار شي، په ځانګړي توګه په دې ځای او په دې لویه ورځ کې، او باید جامع ذکرونه او دعاګانې غوره کړي:

* (سُبْحَانَ اللّٰهِ وَبِحَمْدِهِ سُبَحَانَ اللّٰهِ الْعَظِيْمُ). ژباړه: «پاکي وایم د اللّٰه تعالی په ستاینې د هغه، پاکي وایم د لوی اللّٰه تعالی».

* ﴿... لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ78﴾ [الأنبياء: 78]. ژباړه: «نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم» (الأنبياء سورت: 78 آيت).

* (لا إِلَهَ إِلَّا اللّٰه وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إِيَّاهُ وَلَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الْفَضْلُ وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللّٰه مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ). ژباړه: «له اللّٰه پرته بل هېڅ معبود نشته، او مونږ له هغه پرته د بل هېچا عبادت نه کوو، هغه لره لورینې او هغه لره فضل دی، او د هغه لپاره ښه ستاینه ده، له اللّٰه پرته بل هېڅ معبود نشته، (مونږ) هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو، که څه هم کافران (زمونږ دا کړنه) بده مني»(52).

* (لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللّٰه). ژباړه: «نشته اړول د ګناه څخه، او طاقت ورکول د نيکۍ کولو مګر د اللّٰه تعالی په مرسته»(53).

* ﴿... رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ 201﴾ [البقرة: 201]. ژباړه: «اې زمونږ ربه مونږ ته په دنيا کې هم نعمت راکړه او په اخرت کې هم نعمت راکړه او د اور له عذاب څخه مو وساته» (البقرة سورت: 201 آيت).

* (اللّٰهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي، وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي، وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي، وَاجْعَلِ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ، وَاجْعَلِ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ). ژباړه: «یا اللّٰه! دین مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما د چارو ساتنه په کې ده، دنیا مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما ژوند په کې دی، آخرت مې راته اصلاح کړه؛ چېرته چې زما ورګرځېدل دي، او ژوند راته د هرې ښېګڼې د زیاتوالي سبب وګرځوه، او مرګ راته له هر شر څخه د خلاصي سبب وګرځوه»(54).

* (أَعُوْذُ بِاللّٰه مِنْ جَهْدِ البَلاَءِ، وَدَرَكِ الشَّقَاءِ، وَسُوءِ القَضَاءِ، وَشَمَاتَةِ الأَعْدَاءِ). ژباړه: «یا اللّٰه! تا ته پناه دروړم له سخت مصیبت څخه، او د راګېرولو د بدبختۍ څخه، او د (تقدیر) له بدې فیصلې څخه، او له دې څخه چې دښمنان په ما (زما په مصیبت) خوشحاله شي»(55).

* (اللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، ومِنَ المَأْثَمِ والْمَغْرَمِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ). ژباړه: «یا اللّٰه ! زه پر تا له خفګان او غم څخه پنا غواړم، او زه پر تا له کمزورۍ او تنبلۍ څخه پناه غواړم، او زه پر تا له بزدلۍ او بخل څخه پناه غواړم، او زه پر تا د ګناه او قرض له اووښتو او د سړیو له قهر څخه پناه غواړم»(56).

* (اللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبَرَصِ وَالْجُنُونِ وَالْجُذَامِ وَسَيِّءِ الأَسْقَامِ). ژباړه: «اې اللّٰه زه پناه نیسم پر تا له پیس (برګي مرض)، لیونتوب، هډوکي خوړونکي مرض او له بدو ناروغیو څخه پناه غواړم»(57).

* (اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسأَلُك العَفْو والعَافِيةَ فِي الدُنيا والآخِرة، اللّٰهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَتِي، وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللّٰهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنَ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِيْ، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي). ژباړه: «اې اللّٰه، زه له تا څخه په دنیا او آخرت کې د بخښنې او عافیت غوښتنه کوم، یا اللّٰه! زما شرمګاه - او یا شرمګاوې په پرده کې وساته، او زما وېره په امن بدله کړه، یا اللّٰه زما د مخې، زما د شا، زما د ښي اړخ، زما د چپ اړخ، زما د پاسه او د لاندې له خوا زما ساتنه وکړه، او ستا په لویۍ پناه نیسم له دې چې د لاندې له خوا ترور شم»(58).

* (اللّٰهُمَّ اغْفِرْ لِي جِدِّي وَهَزْلِي، وَخَطَئِي وَعَمْدِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللّٰهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، أَنْتَ الْمُقَدِّمُ وَأَنْتَ الْمُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ). ژباړه: «یا اللّٰه ما ته مې د ټوکو او ریښتیا ګناهونه وبخښه، او زما تېروتنې، او زما په لوی لاس ګناهونه وبخښه، چې دا ټول ګناهونه په ما کې شته دي، یا اللّٰه ما ته زما مخکني او وروستني ټول ګناهونه وبخښه، او ما ته مې پټ او ښکاره ګناهونه وبخښه، او هغه ګناهونه چې ته پرې له ما ښه خبر یې، یا اللّٰه یقینا ته مخکې کوونکی یې او ته وروسته کوونکی یې، او بېشکه ته پر هر څه برلاسی یې»(59).

* (اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الثَّبَاتَ فِي الْأَمْرِ، وَالْعَزِيمَةَ عَلَى الرُّشْدِ، وَأَسْأَلُكَ شُكْرَ نِعْمَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ حُسْنَ عِبَادَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ قَلْبًا سَلِيمًا، وَلِسَانًا صَادِقًا، وَأَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا تَعْلَمُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا تَعْلَمُ، وَأَسْتَغْفِرُكَ لِمَا تَعْلَمُ، إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ). ژباړه: «اې اللّٰه زه له تا څخه په کار کې د استقامت، او د نیکۍ لپاره د عزم غوښتنه کوم، او غواړم چې ستا د نعمتونو شکر ادا کړم، او ستا ښه عبادت وکړم، او د سالم زړه او ریښتینې ژبې غوښتنه کوم، او د هغه څه د ښېګڼې غوښتنه کوم چې ته پرې پوهېږې، او د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې ته پرې پوهېږې، او له هغه څه چې ته پرې پوهېږې بخښنه غواړم، ځکه چې ته په غیبو ښه عالم یې»(60).

* (اللّٰهُمَّ رَبَّ النَّبِيِّ مُحَمَّدٍ، اغْفِرْ لِي ذَنْبِي، وَأَذْهِبْ غَيْظَ قَلْبِي، وَأَجِرْنِي مِنْ مُضِلاَّتِ الْفِتَنِ مَا أَحْيَيْتَنَا). ژباړه: «اې د پيغمبر محمد عليه الصلاة والسلام ربه، زما ګناه وبخښه، زما له زړه څخه غوسه لرې کړه، او تر هغه وخته پورې چې ما ژوندی ساتې، ما له ګمراه کوونکو فتنو څخه وساته»(61).

* (اللّٰهُمَّ رَبَّ السَّمَاوَاتِ وَرَبَّ الْأَرْضِ وَرَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، رَبَّنَا وَرَبَّ كُلِّ شَيْءٍ، فَالِقَ الْحَبِّ وَالنَّوَى، وَمُنْزِلَ التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْفُرْقَانِ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ شَيْءٍ أَنْتَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهِ، اللّٰهُمَّ أَنْتَ الْأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الظَّاهِرُ فَلَيْسَ فَوْقَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْبَاطِنُ فَلَيْسَ دُونَكَ شَيْءٌ، اقْضِ عَنَّا الدَّيْنَ، وَأَغْنِنَا مِنَ الْفَقْرِ). ژباړه: «اې د آسمانونو او ځمکې او د لوی عرش، پالونکیه (ربه)! او زمونږ او د هر شي ربه، د دانې او زړي چوونکیه، د تورات، انجیل او فرقان نازلوونکیه، پناه دروړم تاته د هر هغه شي له شر نه چې ته یې له پېکي څخه نیسې، یا اللّٰه تعالی! ته اول یې له تا څخه مخکې څه نشته، او ته آخر یې له تا څخه وروسته څه نشته، او ته اوچت یې نو له تا څخه پورته څوک نشته، او ته (د ذات په لحاظ) پټ یې له تا څخه بل څوک پټ نشته؛ زمونږ څخه پور پرې کړه، او مونږ د غریبۍ څخه مالداره کړه»(62).

* (اللّٰهُمَّ أَعْطِ نَفْسِي تَقْوَاهَا، وَزَكِّهَا أَنْتَ خَيْرُ مَنْ زَكَّاهَا، أَنْتَ وَلِيُّهَا وَمَوْلَاهَا، اللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ وَالْهَرَمِ وَالْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَعَذَابِ الْقَبْرِ). ژباړه: «اې اللّٰه، زما نفس ته تقوا ورکړه، او پاک یې کړه، ځکه چې ته یې تر ټولو غوره پاک کوونکی یې، ته یې ساتونکی او مالک یې، اې اللّٰه، زه له بې وسۍ او سستۍ څخه په تا سره پناه غواړم، او له بې وزلۍ او بوډاتوب او بخل، او د قبر له عذاب څخه په تا سره پناه غواړم»(63).

* (اللّٰهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ، أَعُوْذُ بِعِزَّتِكَ أَنْ تُضِلَّنِيْ لا إِلَه أَنْتَ الحَيُّ الذِيْ لَا يَمُوْتُ، والْجِنُّ والْإِنْسُ يَمُوْتُوْنَ). ژباړه: «یا اللّٰه! ما ستا حکم ته غاړه اېښې ده، او پر تا مې ایمان راوړي، او پر تا مې بروسه کړی، او تا ته راګرځېدلی یم، او ستا لپاره مې جګړه کړې، یا اللّٰه! زه ستا پر عزت او ځواک پناه غواړم، نشته په حقه سره معبود پرته له تا څخه، (پناه غواړم) له دې نه چې ته ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅ نه مړ کېږې، او پېریان او انسانان مړه کېږي»(64).

* (اللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ، وَمِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ، وَمِنْ نَفْسٍ لَا تَشْبَعُ، وَمِنْ دَعْوَةٍ لَا يُسْتَجَابُ لَهَا). ژباړه: «اې اللّٰه، په تا سره پناه غواړم زه له هغه علم څخه چې بې ګټې وي، او له هغه زړه څخه چې له تا نه نه وېرېږي،او له هغه نفس څخه چې نه مړېږي، او له هغې دعا څخه چې نه قبلېږي»(65).

* (اللّٰهُمَّ جَنِّبْنِي مُنْكَرَاتِ الأَخْلاقِ، وَالْأَعْمَالِ، وَالْأَهْوَاءِ، وَالْأَدْوَاءِ) ژباړه: «اې اللّٰه، ما له بدو اخلاقو، اعمالو، خواهشاتو او ناروغیو څخه وساته»(66).

* (اللّٰهُمَّ أَلْهِمْنِي رُشْدِي، وَأَعِذْنِي مِنْ شَرِّ نَفْسِي). ژباړه: «اې اللّٰه ما ته خپل رشد او عقل را کړه، او د نفس له شر څخه مې وساته» (67).

* (اللّٰهُمَّ اكْفِنِي بِحَلَالِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأَغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ). ژباړه: «اې اللّٰه، ما د حرامو څخه په حلالو سره وساته، او په خپل فضل سره مې له نورو څخه بې نیازه کړه»(68).

* (اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْهُدَى وَالتُّقَى وَالْعَفَافَ وَالْغِنَى). ژباړه: «یا اللّٰه! زه له تا څخه هدایت، تقوی، پاک لمنتوب او مالداري غواړم»(69).

* (اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْهُدَى وَالسَّدَادَ). ژباړه: «اې اللّٰه، زه له تا څخه د لارښوونې او بریالیتوب غوښتنه کوم»(70).

* (اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنَ الْخَيْرِ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّرِّ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ محمد صلى اللّٰه عليه وسلم، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ محمد صلى اللّٰه عليه وسلم، اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا) ژباړه: «یا اللّٰه! زه له تا څخه ټول بېړنی او وروستنی خیر غواړم، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې ناخبره یم، او تا ته پناه دروړم له ټول بېړني او وروستني شر څخه، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې نا خبره یم، یا اللّٰه! زه له تا څخه د هغه خیر غوښتنه کوم چې له تا څخه ستا بنده او پیغمبر محمد صلی اللّٰه علیه وسلم غوښتی ؤ، او تا ته له هغه شر څخه پناه دروړم له کوم څخه چې ستا بنده او پیغمبر پناه غوښتې وه، یا اللّٰه! زه له تا څخه جنت او هغه وینا او عمل غواړم چې جنت ته پرې نږدې کېدل کېږي، او له اور او هغې وینا او عمل څخه پناه غواړم چې په هغې سره اور ته نږدې کېدل کېږي، او له تا څخه غواړم چې هره فیصله (پرېکړه) چې زما په اړه کوې، هغه ماته خیر وګرځوې»(71).

* (لَا إِلَهَ إِلَّا اللّٰه وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، الحَمْدُ لِلَّهِ، وَسُبْحَانَ اللّٰه، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللّٰه، وَاللّٰه أَكْبَرُ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللّٰه العلي العظيم). ژباړه: «له اللّٰه پرته بل معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، او هغه پاک ذات لره یوازې بشپړه واکمني ده، هغه له نورو پرته د محبت او تعظیم سره د ثنا او ستاینې وړ دی، هغه د ژوند او مرګ ورکوونکی دی، او د هغه په لاس کې خیر دی، او هغه په هرڅه قادر دی، پاکي ده اللّٰه لره، او ستاینه ده اللّٰه لره، او له اللّٰه پرته بل معبود نشته، او اللّٰه لوی دی، او نشته هېڅ ځواک او قوت پرته له ستر اللّٰه څخه»(72).

* (اللّٰهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ). ژباړه: «یااللّٰه! پر محمد صلی اللّٰه علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا اللّٰه ! پر محمد صلی اللّٰه علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې»(73).

* ﴿... رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ 201﴾ [البقرة: 201]. ژباړه: «اې زمونږ ربه مونږ ته په دنيا کې نعمت راکړه او په اخرت کې هم نعمت راکړه او د اور له عذابه مو وساته» (البقرة سورت: 201 آيت).

په دې ستر موقف کې د حاجی لپاره مستحب دي چې یاد ذکرونه او دعاګانې تکرار کړي، او دې ته ورته نور ذکرونه او دعاګانی او پر پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم باندې دې درود ووايي، او په دعا کې دې اصرار او ټینګار وکړي، او له خپل رب څخه دې د دنیا او آخرت ښېګڼه وغواړي، کله چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم دعا کوله، نو هغه به درې ځله تکراروله، نو موږ باید په دې اړه د هغه عليه الصلاة والسلام متابعت وکړو.

مسلمان په دې موقف کې باید خپل رب تعالی ته په ډېر تواضع، عاجزۍ او خپلې ناچارتیا سره مخ کړي، د هغه په وړاندې خپل سر ښکته کړي، د هغه رحمت او مغفرت ته هیله ولري، د هغه له عذاب او غضب څخه ووېرېږي، خپل ځان سره دې محاسبه وکړي، سوچه او صادقانه توبه دې وباسي؛ ځکه چې دا ډېره لویه ورځ او تجمع ده، چې اللّٰه په دې کې خپلو بنده ګانو ته بې پایله سخاوت کوي، او د خپلو ملائکو په وړاندې پر هغوی فخر کوي، او په دې ورځ کې د دوزخ څخه ډېر خلک خلاصېږي، او شیطان هېڅکله په داسې ورځ نه دی لیدل شوی چې هغه د عرفې د ورځې په پرتله ډېر مات شوی، کوچنی، ډېر سپک شوی وي، پرته له هغه څه چې هغه د بدر په ورځ لېدل شوی و، دا د اللّٰه د بې پایلو فضلونو، د هغه د مغفرت او د خپلو بنده ګانو د ازادولو له امله ده چې شیطان یې په دې ورځ کې ويني.

په صحیح مسلم کې، د عائشې رضی اللّٰه عنها په روایت دی، چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «د عرفې د ورځې په څېر بله کومه ورځ نشته چې اللّٰه تعالی پکې ډېر بندګان له اور څخه ازادوي، او اللّٰه تعالی نږدې کېږي او د ملاېکو پر وړاندې هغوی باندې فخر کوي، او فرمایي: دوی څه غواړي؟»(74).

مسلمانانو ته ښایي چې د خپلو ځانونو اللّٰه تعالی ته ورښکاره کړي (ډېر نېک عملونه وکړي)، او خپل دښمن شیطان ذلیل او غمجن کړي، او شیطان دې خفه کړي په ډېر ذکر، دعا، او په دوامداره توګه توبه وېستل او استغفار ویل له ټولو ګناهونو او سرغړونو څخه، حاجیان دې د لمر تر پرېوتو پورې په دې موقف کې په ذکر، دعا او تضرع باندې بوخت وي، کله چې لمر پرېوځي، نو په سکون او وقار سره دې مزدلفې ته روان شي، او ډېره تلبیه دې وایي او که ګڼه ګوڼه نه وي په چټکۍ سره دې تېر شي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلى اللّٰه عليه وسلم همداسې کړي و، او د لمر د پرېوتو څخه مخکې د وتلو اجازه نشته؛ ځکه چې نبي صلی اللّٰه علیه وسلم تر لمر پرېوتو پورې ولاړ و، او ویې فرمایل: (خُذُوْا عَنِّيْ مَنَاسِكَكُمْ)، ژباړه: «زما د حج طریقې او اعمال زما څخه واخلئ -زده کړئ»(75).

کله چې مزدلفې ته ورسېږي، نو کله چې ورسېدل په یو اذان او دوه اقامتونو سره دې د ماښام لمونځ درې رکعته او د ماسخوتن لمونځ دې دوه رکعته ادا کړي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د عمل له مخې، برابره خبره ده که دوی مزدلفې ته د لمر لوېدو په وخت او یا د ماسخوتن د لمانځه د وخت د داخلېدو وروسته ورسېدل.

هغه څه چې ځینې عام خلک یې ترسره کوي چې د جمراتو ویشتلو لپاره د لمانځه څخه مخکې او مزدلفې ته د رسېدو سره سم څخه د کاڼو راټولولو باندې پیلوي، او د ډېری خلکو دا عقیده چې دا جائز ده، حال دا چې دا غلط عمل دی او هېڅ اساس نه لري، او رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم امر نه دی کړی چې د جمراتو لپاره کاڼې را ټول نه کړی شي تر هغه چې له مشعر څخه منی ته ستون شي، او له هر ځای څخه چې کاڼې راټول کړي، هغه لپاره کافي ده، او د مزدلفې څخه یې راټولول اړین او اجباري نه دي، بلکې د منی څخه یې هم راټولول جائز دي، او سنت دا دی چې په دې ورځ اووه کاڼې راټول کړي، ترڅو جمرة العقبه ورباندې وولي، د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د پیروۍ له مخې، او د درېو ورځو لپاره، هره ورځ له منی څخه دې یوویشت کاڼې را ټول کړي ترڅو درې جمرات ورباندې وویشتل شي.

د تیږو مینځل مستحب نه دي، بلکې د مینځلو پرته باید ورباندې وویشتل شي؛ ځکه چې دا له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم، او د هغه له اصحابو څخه نه دي نقل شوي، او په ویشتلو کې د ویشتل شويو تیږو څخه باید ګټه وا نه خیستل شي.

حاجي شپه په مزدلفه کې تېروي، او د کمزورو ښځو، ماشومانو او د دوی په څېر نورو لپاره د شپې په پای کې د منی په لور حرکت کول جائز دي؛ د عایشه، ام سلمه او نورو رضی اللّٰه عنهم د حدیث له مخې. او د نورو حاجیانو په اړه، تاکید شوې ده چې دوی باید مزدلفه کې تر هغه وخته پاتې شي تر څو چې د سهار لمونځ وکړي، بیا په مشعر الحرام کې ودرېږي، قبلې ته مخ اړوي، او د اللّٰه تعالی ذکر، تکبیر او دعا دې ډېره کوي، تر هغه چې په بشپړه توګه رڼا شي. دلته د دعا کولو پر مهال لاسونه پورته کول مستحب دي، او په مزدلفه کې هر ځای کې چې ودریږي، دا د دوی لپاره کافي ده، او دوی باندې واجب نه دی چې مشعر ته ځان نږدې کړي او یا هلته پورته شي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د وینا له مخې چې فرمایي: ژباړه: «دلته ودرېدم - یعني: مشعر باندې - او جمع (د مزدلفې نښه) ټول موقف دی»(76). مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی، او جمع: مزدلفې ته وایي.

او کله چې ورځ ډېره روښانه شوه، نو دوی باید د لمر ختو څخه مخکې منی ته لاړ شي، او دوی باید په لاره کې ډېره تلبیه ووایي، او کله چې دوی (وادي) محسر ته ورسیږي، نو مستحب ده چې لږ دې بیړه وکړي.

کله چې حاجیان منی ته ورسیږي، تلبیه ویل دې د جمرة العقبې سره قطع کړي، بیا دې د رسېدو سره سم پرلپسې په اوو کاڼو جمرة العقبه و ولي، او د هر کاڼې د ویشتلو سره دې خپل لاس پورته کړي او اللّٰه اکبر دې ووایی، او دا مستحب ده چې د وادي له منځه جمرة العقبه وویشتل شي، چې کعبه د هغه چپ اړخ ته وي او منی یې ښي اړخ ته وي؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د عمل له مخې، او که له بل اړخ څخه یې وولي، نو دا د هغه لپاره کافي ده، په دې شرط چې کاڼې د نښې ځای کې ولوېږي، او دا شرط نه دی چې کاڼې د نښې ځای کې پاتې شي، بلکې هغه څه چې اړین دي دا دي چې کاڼې پکې ولوېږي، نو که چېرې کاڼې د نښې په ځای کې ولوېږي او بیا له هغې څخه راووځي، نو دا د علماوو د ظاهر قول له مخې کافي ده، او د هغو کسانو له ډلې څخه چې دا ئې په واضح ډول بیان کړی دی، نووي (رحمه اللّٰه) په (شرح المهذب) کې ذکر کړی دی، او د جمراتو د ویشتلو کاڼې د خذف (هغه اندازه واړه کاڼې چې په دوو ګوتو ویشتل کېږي) په څېر وي، چې د نخود دانې څخه یو څه لوې وي.

بیا، د جمراتو د ویشتلو وروسته، خپل د قربانۍ څاروی حلالوي، او مستحب ده چې د نحر او یا ذبح کولو په وخت کې ووایی: (بِسْمِ اللّٰهِ وَاللّٰهُ أَكْبَرُ، اللّٰهُمَّ هَذَا مِنْكَ وَلَكَ)، ژباړه: «د اللّٰه په نوم پیلوم، او اللّٰه تر ټولو لوی دی، اې اللّٰه، دا ستا له خوا ده او ستا لپاره دی»(77)، او مخ یې باید قبلې لورې ته وګرځوي، سنت دا دی چې اوښان په مستقیم ډول ودرول شي او کیڼ مخکینۍ پښه یې وتړل شي، او غواګانې او پسونه په چپ اړخ باندې ذبح کېږي، که د قربانۍ مخ قبلې لوري ته نه وي، نو هغه سنت پرېښی دی او د هغه قرباني ورته کافي ده، ځکه چې د ذبحې پر مهال قبلې ته د قربانۍ مخ اړول سنت دی او واجب نه دی، او د قربانۍ څخه خوړل، ډالۍ کول او صدقه ورکول مستحب دي؛ لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿... فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ 28﴾ [الحج: 28]. ژباړه: «نو له هغو نه تاسو هم وخورئ او په تنګلاسي فقير يې هم وخورئ» (الحج سورت: 28 آيت). د علماوو د صحيحو اقوالو له مخې، د حلالولو وخت د تشريق د ورځو د دريمې ورځې تر لمر لوېدو پورې دوام لري، په دې توګه، د حلالولو موده د قربانۍ ورځ او له هغې وروسته درې ورځې دي.

بیا د قربانۍ څاروي له ذبح کولو وروسته، سر خریل یا لنډول، او خریل غوره دی؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د هغو کسانو لپاره چې خپل سرونه خریي (درې ځله) او د هغو کسانو لپاره چې خپل ویښتان لنډوي، یو ځل د رحمت او بخښنې دعا کړې ده، د سر یوه برخه لنډول کافي نه ده، بلکې د ټولو وېښتانو لنډول اړین دي، لکه د خریلو په څېر، او ښځه باید د هرې کوڅۍ څخه د ګوتې د بند او یا له هغې څخه هم لږ لنډ کړي.

د جمرة العقبة له ویشتلو او د وېښتانو د خریلو یا لنډولو وروسته، حاجي لپاره ټول هغه څیزونه چې د احرام په وخت کې ورباندې حرام ګرځېدلي و حلالېږي پرته له ښځو څخه، او دې حلالوالي ته: لومړی حلالوالی ویل کیږي، او سنت دی چې له دې حلالوالي وروسته عطر وکاروي او د طواف افاضې لپاره مکې ته لاړ شي؛ د عایشه رضی اللّٰه عنها د حدیث له مخې، چې ویل یې: ژباړه: «مخکې له دې چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم احرام وتړي، او د احرام له حلالې څخه وروسته او مخکې له دې چې د کعبې طواف وکړي ما به ورته عطر او خوشبویی استعمالول»(78)، بخاري او مسلم روایت کړی دی.

دې طواف ته: طواف افاضه، او د زيارت طواف ويل کېږي، دا د حج له ارکانو څخه يو رکن دی، چې پرته له هغه څخه حج نه بشپړېږي، دا هغه څه دي چې د اللّٰه تعالی د دې وينا څخه مراد دي: ﴿... ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ 29﴾ [الحج: 29]. ژباړه: «بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي» (الحج سورت: 29 آيت).

بیا، د طواف او د مقام شاته دوه رکعته لمونځ کولو وروسته، د صفا او مروه ترمنځ دې سعی وکړي، که چېرې د تمتع حج نیت یې کړی وي، او دا سعی د هغه د حج لپاره ده، او لومړۍ سعی یې د هغه د عمرې لپاره ده.

د علماوو تر ټولو صحیح قول له مخې، یوه سعی کافي نه ده؛ د عائشې رضی اللّٰه عنها د حدیث له مخې چې ویل یې: موږ د رسول صلی اللّٰه علیه وسلم سره ووتلو، او حدیث یې ذکر کړ، چې په هغه کې یې وفرمایل: ژباړه: «او چا سره چې د قربانۍ څاروی وي، هغه باید د حج او عمرې لپاره نیت وکړي، بیا دې له احرام څخه ځان نه حلالوي تر هغه چې دواړه یې ترسره کړي نه وي...» تر دې چې وایي: ژباړه: «هغه کسان چې د عمرې لپاره یې احرام تړلې و، د بیت اللّٰه، صفا او مروه طواف یې وکړل، بیا یې له احرام څخه ځانونه حلال کړل، او کله چې له منی څخه راستانه شول د حج لپاره یې بل طواف وکړ»(79). بخاري او مسلم روایت کړی دی.

او د هغې رضي اللّٰه عنها دا خبره، د هغو کسانو په اړه چې د عمرې لپاره احرام تړلی و: (ثُمَّ طَافُوْا طَوَافاً آخَرَ بَعْدَ أَنْ رَجَعُوْا مِنْ مِنَى لِحَجِّهِمْ)، ژباړه: «بیا یې له منی څخه د حج لپاره له راستنېدو وروسته بل طواف وکړ»(80)، په دې معنی ده چې: د صفا او مروه ترمنځ طواف کول دي، د دې حدیث په تفسیر کې تر ټولو صحیح نظر همدغه دی، د هغو کسانو وینا چې ویلي یې دي: د هغې منظور د طواف افاضې څخه دی، دا صحیح نه دی؛ ځکه چې طواف افاضه د هر چا لپاره یو رکن دی او دوی ترسره کړې و، له دې څخه مراد هغه څه دي چې د تمتع کوونکي لپاره ځانګړي دي، کوم چې د صفا او مروه ترمنځ د دوهم ځل لپاره د حج د بشپړولو لپاره له منی څخه د راستنېدو وروسته طواف دی، او دغه موضوع الحمد لله واضحه ده، او دا د ډېرو علماوو نظر دی.

د دې په صحت باندې هغه څه دلالت کوې کوم چې بخاري په صحیح کې د ابن عباس رضی اللّٰه عنهما په روایت سره په قطعي سند سره روایت کړی دی، چې له هغه څخه د تمتع حج په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل: ژباړه: «مهاجرینو او انصارو او د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم مېرمنو او موږ، په حجة الوداع کې، د حج کولو لپاره احرام وتړو، کله چې موږ مکې ته ورسېدو، رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: د حج او عمرې نیت وکړئ، پرته له هغو کسانو څخه چې د قربانۍ څاروی یې له ځانه سره راوستی وي، نو موږ د بیت اللّٰه او په صفا او مروه طواف وکړ، او موږ خپلو ښځو سره یو ځای شولو، او جامې مو واغوستلې، او ویې فرمایل: چا چې د قربانۍ څاروی له ځانه سره راوستی وي، هغه به تر هغه پورې له احرام څخه حلال نشي تر څو چې د قربانۍ څاروی ذبح کړي، بیا یې موږ ته د ترویې په شپه امر وکړ چې د حج لپاره احرام وتړو، او کله چې موږ د حج مراسم پای ته ورسول، موږ راغلو او د بیت اللّٰه او صفا او مروه طواف مو وکړ»(81). د هغه څخه مراد پای ته ورسېد، او د تمتع کوونکي حج د دوو سعی لپاره صریح قول دی، و اللّٰه اعلم.

او هغه څه چې مسلم د جابر رضي اللّٰه عنه څخه روایت کړی دی: ژباړه: «پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم او د هغه صحابه وو د صفا او مروه تر منځ طواف نه دی کړی مګر یو طواف»(82). د دوی لومړی طواف د هغو صحابه کرامو ته منسوب دی چې د قربانۍ څاروي یې له ځانه سره راوړي و، ځکه چې دوی د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم سره د احرام په حالت کې پاتې شول، تر هغه چې دوی حج او عمره دواړه بشپړ کړل، او رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د حج او عمرې لپاره احرام تړلی و، او هغو کسانو ته یې امر وکړ چې د قربانۍ څاروي یې له ځانه سره راوړي وي، د حج او عمرې لپاره دې احرام وتړي، او تر هغه چې دواړه یې نه وي بشپړ کړي، احرام څخه دې و نه ووځي. څوک چې قارن وي (حج او عمره سره یوځای کوي)، هغه یوازې یوه سعی کوي، لکه څنګه چې د جابر رضی اللّٰه عنه د ذکر شوي حدیث او نورو صحیحو احادیثو څخه څرګندېږي.

همدارنګه څوک چې د اِفراد حج وکړي او د قربانۍ تر ورځې پورې په احرام کې پاتې شي، هغه باید یوازې یوه سعی وکړي، که قارن او مفرد د طواف قدوم وروسته سعی وکړي، نو دا به د هغه سعې لپاره کافي وي چې د افاضې له طواف وروسته یې ترسره کوي، او دا د عایشې او ابن عباس د احادیثو او د جابر رضي اللّٰه عنهم د حدیث ترمنځ جمع راولي کوم چې پورته ذکر شو، او په دې توګه تعارض له منځه ځي او ټولو احادیثو باندې عمل کېږي.

هغه څه چې د دې ترکیب تایید کوي دا دی چې د عایشې او ابن عباس رضي اللّٰه عنهما حدیثونه دواړه صحیح حدیثونه دي، او دوی د تمتع کوونکي لپاره دویمه سعی ثابت کړې ده، او د جابر رضي اللّٰه عنه د حدیث ظاهري معنی دا ردوي، او هغه څه چې ثابت وي پر نفی کولو باندې لومړیتوب لري، لکه څنګه چې په علم اصول او علم مصطلح حدیث کې ثابت دي، او اللّٰه تعالی هغه ذات دی چې سم لوري ته لارښوونه کوي، او هېڅ ځواک او قوت نشته مګر په اللّٰه تعالی باندې.

 

 


فصل

د هغه اعمالو د افضلیت بیان چې حاجي یې د قربانۍ په ورځ ترسره کوي

د حاجي لپاره غوره ده چې د قربانۍ په ورځ دا څلور مسایل لکه څنګه چې یادونه یې وشوه ترتیب کړي: لومړی باید د جمرة العقبة په ویشتلو باندې پیل وکړي، بیا قرباني، بیا د وېښتانو خریل یا لنډول، بیا د بیت اللّٰه طواف، او هغه نه وروسته د تمتع کوونکي لپاره سعي، او همدارنګه د مفرِد او قارن لپاره سعی که چېرې دوی د طواف قدوم سره یې سعي نه وي کړي، که هغه د دې اعمالو څخه ځینې یې د نورو څخه مخکې ترسره کړ، دا د هغه لپاره کافي ده؛ ځکه چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم رخصت په دې اړه ثابت شوی دی، او په دې کې د طواف څخه مخکې سعی کول هم شامل دي؛ ځکه چې دا د هغو اعمالو څخه دی چې د قربانۍ په ورځ ترسره کېږي، نو دا د صحابي په دې وینا کې شامل دی: ژباړه: «دا کار وکړه، حرج او ستونزه نشته»(83). او ځکه چې دا هغه څه دي چې هېرېدل او ناپوهۍ په کې رامنځته کېږي، له دې کبله عموم کې شامل شو؛ له دې امله چې په دې کې اسانتیا او سهولت دی.

او د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم څخه ثابت شوي دي چې له هغه څخه د هغه چا په هکله پوښتنه وشوه چې د سعې څخه مخکې یې طواف کړی دی، ویې فرمایل: ژباړه: «په دې کې حرج او ستونزه نشته»(84). دا حديث ابو داود د اسامه بن شريک په روايت په صحيح سند سره روايت كړى دى، په دې سره دا څرګنده شوه چې دا په عمومي معنا کې پرته له شکه شامل دى. او اللّٰه تعالی توفیق ورکوونکی دی.

هغه درې شیان چې حاجي ته له احرام څخه پوره تحلل او خلاصون بخښې عبارت دي له: د جمرة العقبة ویشتل، د ویښتانو خریل یا لنډول، د سعی سره طواف افاضه کول د پورته ذکر شویو کسانو لپاره، که چېرته دغه درې واړه اعمال ترسره کړي، هر هغه څه چې د احرام په حالت کې پرې حرام وو، لکه: ښځې، عطر او نور شیان، د هغه لپاره حلالېږي، که هغه له دې درې اعمالو څخه دوه اعمال ترسره کړ، نو هر هغه څه چې د احرام په حالت کې پرې حرام وو، حلالېږي، پرته له ښځو څخه، دې ته لومړی تحلل ویل کیږي.

حاجي لپاره مستحب ده چې د زمزم اوبه وڅښي او خپله ګېډه پرې ډکه کړي، او هر ډول ګټورې دعا چې کولی شي، تر سره دې کړي، او ژباړه: «د زمزم اوبه د هر هغه څه لپاره دي چې هغه لپاره وڅښل شي»(85). لکه څنګه چې په صحیح مسلم کې د ابوذر رضی اللّٰه عنه څخه روایت دی چې: پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم د زمزم د اوبو په اړه فرمایلي دي: ژباړه: «دا د خوراک لپاره خواړه دي»(86)، ابو داود زیات کړی: ژباړه: «او د مرض لپاره شفا ده»(87).

د طواف افاضې او سعې (د هغو کسانو لپاره چې سعي کولو باندې مکلف دي) د ادا کولو وروسته، حاجیان منی ته راستنېږي او هلته درې ورځې او شپې تېروي، او د دې درې ورځو په ترڅ کې د زوال څخه وروسته درې واړه جمرات ولي، او د جمراتو ویشتل باید په ترتیب سره ترسره شي.

هغه د لومړۍ جمرې څخه پیل کوي: کوم چې د خیف جومات سره نږدې ده، او دغه جمره په پرله پسې ډول په اوو تیږو ولي، او د هرې تیږې په ویشتلو سره باید خپل لاس پورته کړي، او سنت ده چې د هغې څخه مخ په وړاندې لاړ شي او هغه دې د خپل چپ اړخ ته پرېږدي، او قبلې ته دې مخ واړوي، او خپل لاسونه دې پورته کړي، ډېري دعاګانې او عاجزي دې وکړي.

بیا به د لومړي جمرې په څېر دویمه جمره هم وولي، او سنت ده چې د جمراتو له ویشتلو وروسته لږ مخکې لاړ شي او جمرات دې ښي خوا ته پرېږدي، او قبلې ته دې مخ واړوي، او لاسونه دې پورته کړي او ډېرې دعاګانې دې وکړي.

بیا دې دریمه جمره وولي او هغې څخه وروسته دې نه تم کېږي.

بیا د تشریق د ورځو په دویمه ورځ له زوال وروسته جمرات باید وولي، لکه څنګه چې یې په لومړي ورځ ویشتلي وو، او په لومړي او دویمه جمراتو کې دې هم هغه څه وکړي لکه څنګه چې یې په لومړۍ ورځ کړي وو؛ د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم د اقتدا له مخې.

د تشریق په لومړیو دوو ورځو کې د جمراتو ویشتل د حج له واجباتو څخه دي، او په لومړۍ او دویمه شپه کې په منی کې شپه تېرول هم واجب دي، پرته له اوبو وړونکو، شپونکیو (مسولیت لروونکو) او داسې نورو څخه، نو په دوی باندې شپه تېرول واجب نه دي.

بیا، د یادو دوو ورځو د جمراتو له ویشتلو وروسته، څوک چې غواړي له منی څخه په وتلو کې بیړه وکړي، هغه ته دا کار روا دی، او هغه باید د لمر د لوېدو دمخه ووځي، او دا غوره ده او لوی اجر لري څوک چې ځنډ وکړي او دریمه شپه تېره کړي او په دریمه ورځ جمرات وولي، لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿... وَاذْكُرُوا اللّٰه فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَنْ تَأَخَّرَ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ اتَّقَى 203﴾ [البقرة: 203]. ژباړه: «او یاد کړئ اللّٰه تعالی په شمېرل شويو ورځو کې نو هر چا چې بیړه وکړه (په تلو کې له منی څخه مکې ته) په دوو ورځو کې نو نشته هېڅ ګناه پر دغه تلوار کوونکي او هر چا چې تاخیر وکړ نو نشته هېڅ ګناه په ده باندې دا (بې ګناهی) د هغه چا لپاره ده چې پرهیز يې کړی وي (له منهیاتو څخه)» (البقرة سورت: 203 آيت). ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم خلکو ته د بیړې کولو اجازه ورکړې ده، خو په خپله یې بیړه ونه کړه، بلکې هغه په منی کې پاتې شو تر هغه چې د دیارلسمې ورځې له زوال څخه وروسته یې جمرات وویشتل، بیا د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې روان شو.

د هغه ماشوم ولي ته جواز لري چې د جمراتو ویشتلو توان نلري، کولی شي چې جمرة العقبة او نور جمرات د هغه په استازیتوب وولي وروسته له دې چې هغه د خپل ځان لپاره جمرات ویشتلي وي، په ورته ډول، د یوې ماشومې انجلۍ که د جمراتو ویشتلو توان نلري، د هغې ولي کولی شي د هغې په استازیتوب جمرات وولي؛ د جابر رضی اللّٰه عنه د حدیث له مخې، چې وایي: ژباړه: «موږ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم سره حج وکړ، او زموږ سره ښځې او ماشومان هم وو، موږ د ماشومانو په استازیتوب تلبیه وویله او د هغوی په استازیتوب مو جمرات وویشتل»(88). ابن ماجه روایت کړی دی.

هغه څوک چې د ناروغۍ، زوړوالي یا امیندوارۍ له امله د جمراتو د ویشتلو توان نلري، کولی شي د هغه په استازیتوب یو څوک د جمراتو د ویشتلو لپاره وټاکي، لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿فَاتَّقُوا اللّٰه مَا اسْتَطَعْتُمْ ...﴾ [التغابن: 16]. ژباړه: «نو تاسو له اللّٰه نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ) (التغابن سورت: آيت 16)، او دا ډول خلک په جمراتو کې د نورو خلکو د ټېلو او ازدحام توان نلري، او د جمراتو ویشتلو وخت به تېر شي او قضا کول یې جواز نلري، نو د نورو مناسکو پر خلاف، د دوی لپاره دا جواز لري چې د خپل ځان لپاره یو څوک د دې ترسره کولو لپاره وټاکي، او د محرم لپاره نه ښایي چې د دې کار ترسره کولو لپاره ځان ته نا‌ئب او یا وکیل ونیسي، حتی که د هغه حج نفلي وي؛ ځکه چې څوک چې د حج یا عمرې لپاره احرام وتړي - حتی که دا نفلي هم وي - هغه یې باید بشپړ کړي؛ لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ...﴾ [البقرة: 196]. ژباړه: «او (یوازې) د اللّٰه لپاره حج او عمره ادا کړئ» (البقرة سورت: 196 آيت). د طواف او سعې وخت نه قضا کېږي، د جمراتو د ویشتلو پر خلاف.

مګر په عرفات کې درېدل او په مزدلفه او منی کې د شپې تېرول، په دې کې شک نشته چې د دې وختونه قضا کېږي، لېکن عاجز او ناتوان کسان دې ځایونو کې اعمال ترسره کولی شي، حتی که ستونزې او مشقت سره هم وي، په رمی کې د هغه د حضور پر خلاف، دا ځکه چې نائب او یا وکیل نیول د سلف صالحینو له خوا د هغه چا لپاره تایید شوی دی چې عذر ولري، د نورو کسانو پر خلاف.

 

اوعبادتونه ټول توقیفي دي، او هېڅ څوک حق نلري چې په هغو کې له ثبوت او دلیل پرته څه شی اضافه کړي، او نائب یا وکیل لپاره دا جواز لري چې د خپل ځان له طرفه او بیا د خپل موکل په استازيتوب درې جمرات وولي، په داسې حال کې چې هغه په یوه ځای کې وي، او د هغه لپاره واجب نه ده چې لومړی د خپل ځان لپاره درې جمرات وولي او بیا بیرته راوګرځي او د خپل موکل په استازیتوب درې جمرات وولي، د علماوو تر ټولو د صحیح نظر له مخې؛ ځکه چې د دې د ثبوت په اړه هېڅ دلیل نشته، او دې کې ستونزه او مشقت دی، او اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ...﴾ [الحج: 78]. ژباړه: «او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى» (الحج سورت: 78 آيت). او نبي صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ»(89). ځکه چې دا د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د صحابه وو څخه نه دی نقل شوی، کله چې دوی د خپلو ماشومانو او معذورانو له خوا جمرات ویشتل، او که دوی دا کار کړی وای، نو دا به نقل شوی وای؛ ځکه چې دا هغه څه دي چې خلک یې د نقل او رسولو لپاره لیواله وو. او اللّٰه ښه پوهېږي.

فصل

د متمتع او قارن لپاره د دم (د څاروي ذبح کول) د وجوب په اړه

که چېرې حاجی متمتع یا قارن وي -او د مسجد الحرام له اوسېدونکو څخه نه وي، نو هغه باندې دم - د څاروي قرباني - واجبېږي، او دم عبارت دی له: یوه پسه، یا د اوښ اوومه برخه، یا د غوا اوومه برخې څخه. او دا باید د حلال مال او پاکو عایداتو څخه وي؛ ځکه چې اللّٰه تعالی پاک دی او یوازې پاک شیان مني.

او مسلمان لپاره نه ښایي چې د خلکو څخه د قربانۍ د غوښې او نور څه غوښتنه وکړي، که دغه خلک پاچایان وي او یا نور عام خلک وي، تر هغه چې اللّٰه تعالی هغه لره توان ورکړي چې له خپل مال څخه ځان ته قرباني وکړي او له هغه څه نه یې بې نیازه کړي چې د خلکو په لاسونو کې دي، د دې وجې نه چې په ډیرو حدیثونو کې د سوال کولو بدي او عیب راغلی، او د هغه چا ستاینه یې کړی چې سوال کول پريږدي.

که چیرې متمتع او یا قارن قرباني نشي کولی، نو هغه باید د حج په جریان کې درې ورځې او کله چې خپل کورنۍ ته راستون شي اوه ورځې روژه به ونیسي، هغه ته اختیار دی چې درې ورځې روژه د قربانۍ له ورځې څخه مخکې نیسي، او که یا د تشریق په درې ورځو کې یې ونیسي، اللّٰه تعالی فرمایي: ﴿... فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَلِكَ لِمَنْ لَمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ...﴾ [البقرة: 196]، ژباړه: «نو چا چې له تاسې څخه له حج نه وړاندې له عمرې څخه ګټه واخيستله (تمتع حج یې وکړ)، هغه دې د خپل وس په اندازه قرباني وكړي، او كه (قرباني) یې ونه موندله، نو درې روژې دې په حج كې ونيسي او اوه روژې چې کله (خپل ځای ته) ستانه شئ، دا لس پوره ورځې دي دا (حکم د حج تمتع) د هغه چا لپاره دی چې کورنۍ (ځای یې) په مسجد الحرام کې نه وي». الآية (البقرة سورت: 196 آيت).

په صحيح البخاري کې، د عائشې او ابن عمر رضی اللّٰه عنهما څخه روایت دی، چې هغوی وویل: ژباړه: «د تشریق په ورځو کې روژه نیولو ته اجازه نه ده ورکړل شوی مګر هغه څوک چې قرباني ونه مومي»(90)، دا د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم ته د مرفوع حدیث په حکم کې دی، نو غوره ده چې د عرفې له ورځې درې ورځې مخکې روژه ونیسي، ترڅو د عرفې په ورځ روژه ماته کړي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د عرفې په ورځ پرته له روژې څخه وقوف کړی و، او په عرفه کې یې د عرفې په ورځ روژه نیول منع کړي، ځکه چې په دې ورځ روژه نه نیول د ذکر او دعا لپاره ډېر هڅونکي دي، او همدارنګه جائز ده چې ذکر شوي درې ورځې پرله پسې یا جلا روژه ونیول شي، او همدارنګه د اوو ورځو روژه نیولو کې پرله پسې روژه نیول شرط نه دي، نو هغه کولی شي چې پرله پسې او یا جلا جلا یې ونیسي؛ ځکه چې اللّٰه تعالی او د هغه رسول صلی اللّٰه علیه وسلم دا شرط نه دي ایښي چې دا دې په پرله پسې ډول ترسره شي، نو غوره ده چې اووه ورځې روژې وځنډول شي تر هغه چې بېرته خپل ځای ته راوګرځي؛ د اللّٰه تعالی د دې وینا له مخې: ﴿... وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ...﴾ [البقرة: 196]. ژباړه: «او اوه روژې چې کله (خپل ځای ته) ستانه شئ» (البقرة سورت: 196 آيت).

هغه څوک چې د قربانۍ توان نلري، روژه نیول غوره ده، له دې چې له پاچاهانو او یا نورو خلکو څخه د ځان لپاره د قربانۍ غوښته وکړي، او هغه چا ته چې قرباني یا بل څه ورکړل شي پرته له دې چې هغه یې وغواړي یا یې په لټه کې وي، هېڅ ګناه او حرج نشته، حتی که څوک د بل چا لخوا حج کوي، یعني: که چېرې استازي دا شرط نه وي ايښودلی چې هغه باید د ورکړ شویو پیسو څخه قرباني وکړي، اما هغه څه چې ځینې خلک یې کوي چې د حکومت یا نورو څخه د هغو خلکو په نوم د قربانۍ څخه یو څه وغواړي چې هغه یې په دروغو سره یادوي، په دې کې شک نشته چې دا کار حرام دی؛ ځکه چې دا د دروغو یوه بڼه ده، اللّٰه تعالی دې مونږ او ټول مسلمانان له دې څخه وژغوري.

 

 


فصل

حاجیانو او نورو ته د خیر په چارو کې د امر کولو د وجوب په اړه

یو له هغو مهمو دندو څخه چې حاجیان او نور یې باید ترسره کړي، د نیکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول دي، او پنځه وخته لمونځونه په جماعت سره ادا کول دي، لکه څنګه چې اللّٰه تعالی په خپل کتاب او د خپل رسول صلی اللّٰه علیه وسلم په ژبه امر کړی دی.

او هغه څه چې د مکې اوسیدونکي او نور ډیری خلک یې کوي، دا چې په خپلو کورونو کې لمونځ کوي او جوماتونه تعطیلوي، دا یوه لویه تېروتنه ده چې د اسلامي شریعت خلاف دی، د دې کار څخه باید منع شي، او خلکو ته باید امر وشي چې په جوماتونو کې لمونځ وکړي؛ ځکه چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه ثابته شوې ده چې ابن ام مکتوم له هغه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه وغوښته چې هغه ته اجازه ورکړي ترڅو لمونځونه په خپل کور کې وکړي؛ ځکه چې هغه په سترګو ړوند او کور يې له جومات څخه لرې وو، هغه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «ایا د لمونځ لپاره اذان اورې؟ هغه وویل: هو، هغه وفرمایل: نو د اذان اجابت وکړه»(91). او په بل روایت کې راغلي چې: ژباړه: «ستا لپاره رخصت نه مومم»(92). او هغه صلی اللّٰه عليه وسلم فرمايلي: ژباړه: «ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګيډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضرېږي»(93). په سنن ابن ماجه او نورو کې، د حسن سند سره، د ابن عباس رضی اللّٰه عنه په روایت، چې پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «چا چې اذان واورېد او له عذر پرته لمانځه ته رانغی نو لمونځ یې نه کېږي»(94). او په صحيح مسلم کې، د ابن مسعود رضی اللّٰه عنه په حواله، چې ویلي یې دي: ژباړه: «څوک چې غواړي سبا ورځ د اللّٰه تعالی سره د مسلمان په توګه ملاقات وکړي، نو هغه دې دا لمونځونه په خپل وخت ادا کړي کله چې ورته بلنه ورکړل کېږي، ځکه چې اللّٰه تعالی ستاسو پیغمبر ته د هدایت لارې ټاکلي دي، او دا د هدایت له لارو څخه دي، نو که تاسو په خپلو کورونو کې لمونځ وکړئ، لکه څنګه چې دا متخلف (چې لمونځ په جماعت نه کوي) سړی په خپل کور کې لمونځ کوي، تاسو به د خپل پیغمبر لاره پریښې وي، او که تاسو د خپل پیغمبر لاره پرېږدئ، نو تاسو به ګمراه شئ، او هېڅ داسې کوم سړی نشته چې ځان پاک کړي او په ښه توګه طهارت وکړي، بیا له دې جوماتونو څخه یو ته لاړ شي، مګر دا چې اللّٰه تعالی به د هر ګام په بدل کې ورته یوه نیکي ولیکي، او یوه درجه به یې لوړه کړي او یوه بدي به یې له منځه یوسي، او موږ نه دي لیدلي چې پرته له څرګند منافق څخه بل څوک له جماعت څخه تخلف وکړي، او داسې هم شوي چې یو سړی به د دوو کسانو په همکارۍ راوستل شو، ترڅو د جماعت په صف کې ودرول شي»(95).

حاجیان او غیر حاجیان باید د اللّٰه تعالی له منع شویو کارونو څخه ډډه وکړي او محتاط اووسي چې هغه ترسره نه کړي؛ لکه زنا، لواطت، غلا، سود، د یتیمانو مال خوړل، په معاملو کې دوکه کول، په امانت کې خیانت کول، شراب څښل، سیګرټ څکول، د جامو اوږدول، تکبر، حسد، ځان ښودنه، غیبت، یو بل ته خبرې رسول (چغل خوري)، پر مسلمانانو ملنډې وهل، او د موسیقي وسایل کارول؛ لکه ریکارډونه، عود، رباب، او داسې نور، سندرې اوریدل، د راډیو او نورو وسایلو څخه د موسیقۍ اورېدل، په نرد (لډو) لوبې کول، شطرنج، قمار، د ژوندیو موجوداتو عکس اخیستل، که هغه انسانان یا نور شیان وي، او په دې څیزونو باندې رضایت ښودل، ځکه چې دا ټول هغه ناوړه شیان دي چې اللّٰه پاک خپلو بندګانو باندې په هر وخت او ځای کې منع کړي دي، نو حاجیان او د بیت اللّٰه الحرام اوسېدونکي باید د نورو خلکو په پرتله پدې اړه ډېر محتاط اوسي؛ ځکه چې په دې خوندي او د امن خاوره کې ګناهونه ډېره شدیده او سزا یې ډېره لویه ده.

او اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿...وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ 25﴾ [الحج: 25]. ژباړه: «او څوک چې په هغه كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو» (الحج سورت: 25 آيت). که اللّٰه تعالی هر هغه چا ته چې په حرم کې په ظلم سره د بې لاريتوب اراده وکړي د دې سزا وعده کړې، نو د هغه چا لپاره به څه سزا وي چې بالفعل دا کار کوي؟! په دې کې شک نشته چې دا به ډېره لویه او سخته سزا وي، نو باید له دې او نورو ټولو ګناهونو څخه ځان وساتو.

حاجیان به د حج نیکي او د ګناهونو بخښنه ترلاسه نه کړي مګر دا چې له دې او نورو ګناهونو څخه چې اللّٰه تعالی منع کړي دي ځانونه وساتي، لکه څنګه چې د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم په حدیث کې راغلي دي، چې فرمایلي یې دي: ژباړه: «څوک چې د اللّٰه لپاره حج وکړي، جماع (شهواني عمل) او ګناهونه و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي»(96).

له دې منکراتو څخه ډېر سخت او لوی: د مړو را بلل دي، د هغوی څخه مرسته غوښتل، او د هغوی لپاره نذر او ذبح کول دي؛ په دې هيله چې مړي به د دعا کوونکو لپاره د اللّٰه تعالی په نزد شفاعت وکړي، او یا به یې ناروغ روغ کړي، یا به یې غیب شوی کس بېرته راولي، او داسې نور.

دا د شرک یو له هغو لویو بڼو څخه دی چې اللّٰه پاک منع کړي دي، او دا د جاهليت د دورې د مشرکانو دین دی، اللّٰه پاک د دې د غندلو او منع کولو لپاره پیغمبران او کتابونه رالېږلي دي.

هر فرد، که حاجي وي او یا نه وي، باید له دې څخه ځان وساتي، او د تېرو پیښو لپاره، که له دې نه مخکې څه پېښ شوي وي، اللّٰه تعالی ته توبه وباسي، او له توبې وروسته دې نوی حج پیل کړي؛ ځکه چې لوی شرک ټول اعمال باطلوي، لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿... وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 88﴾ [الأنعام: 88]. ژباړه: «او كه چېرې هغوى شرک كړى وَى (نو) له هغوى نه به خامخا ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول» (الأنعام سورت: 88 آيت).

د کوچني شرک له جملې څخه؛ د اللّٰه تعالی پرته په بل چا قسم خوړل دي؛ لکه په پيغمبر، کعبې، امانت او داسې نورو باندې قسم خوړل.

او همدارنګه د هغې له جملې: ریا او ځان ښودنه ده، او د دې عبارتونو ویل چې: "څه چې اللّٰه او ته وغواړې،" او "که اللّٰه او ته نه وای،" او "دا د اللّٰه او ستا له خوا دی،" او دې ته ورته نور عبارتونه.

موږ باید له دې مشرکانه منکراتو څخه ځان وساتو او یو بل ته یې د پرېښودو نصیحت وکړو؛ ځکه چې له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه ثابت دي چې فرمایلي یې دي: ژباړه: «څوک چې له اللّٰه پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ»(97). دا حديث احمد، ابوداود او ترمذي په صحيح سند سره روايت کړی دی.

او په صحيح حدیث کې له عمر رضي اللّٰه عنه څخه روايت دی وايي: رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم وفرمايل: ژباړه: «که څوک غواړي چې قسم وکړي، نو په اللّٰه دې قسم وکړي یا دې چپ پاتې شي»(98). او همدارنګه رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی»(99). ابو داود روايت كړی دی.

او همدا رنګه رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «تر ټولو زيات وېروونکی شی چې زه د هغه په اړه پرتاسو ډارېږم هغه کوچنی شرک دی، نو د هغه په اړه پوښتنه ترې وشوه؟ هغه وفرمايل: رياء (ځان ښوونه)»(100). او هغه صلی اللّٰه عليه وسلم فرمايلي: ژباړه: «داسې مه وايئ چې: څه چې اللّٰه او فلانی وغواړي هغه کېږي، بلکې ووايئ: څه چې اللّٰه وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کېږي»(101). نسائي له ابن عباس رضي اللّٰه عنهما څخه روایت کوي چې یو کس وویل: اې د اللّٰه رسوله! هرڅه چې اللّٰه او ته وغواړې، هغه وفرمایل: ژباړه: «آيا تا زه د اللّٰه لپاره سيال وګرځولم؟ څه چې يوازې اللّٰه وغواړي»(102).

دا حدیثونه د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم د توحید ساتنې، د لوی او کوچني شرک په وړاندې د هغه د قوم خبرداری، او د دوی د ایمان د خوندیتوب او د اللّٰه تعالی له عذاب او د هغه د عذاب او غضب له لاملونو څخه د دوی د خلاصون لپاره د هغه اندېښنه په ګوته کوي. نو اللّٰه تعالی دې هغه ته د دې لپاره غوره اجر ورکړي، په ریښتیا چې هغه صلی اللّٰه علیه وسلم پیغام ورساوه، او خبرداری یې ورکړ، او د اللّٰه لپاره یې د هغه بندګانو ته نصیحت وکړ، وَصَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَاةً وَسَلَامًا دَائِمَيْنِ إِلَى يَوْمِ الدِّيْنِ.

دا د اهل علم حاجیانو او د اللّٰه تعالی بلد الأمين او د رسول کریم عليه الصلاة والتسليم په مدینه کې مقیم خلکو باندې واجب دي چې خلکو ته هغه څه ورزده کړي چې اللّٰه تعالی د دوی لپاره ټاکلي دي، او د هغو شرک او ګناهونو په اړه چې اللّٰه تعالی منع کړي دي، هغوی ته خبرداری ورکړي، او خپل نصیحت دې په روښانو او واضحو دلایلو وړاندې کړي: ترڅو خلک د تیارو څخه رڼا ته راوباسي، او هغه امانت ترسره کړي چې اللّٰه تعالی د هغه په ابلاغ او بیانولو مکلف کړي دي. اللّٰه تعالی فرمايي: ﴿وَإِذْ أَخَذَ اللّٰه مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ ...﴾ [آل عمران: 187]. ژباړه: «او كله چې اللّٰه له هغو خلكو پوخ لوظ واخيست چې كتاب وركړ شوى و، چې خامخا به يې نورو خلكو ته بيانوئ او پټوئ به يې نه» (آل عمران سورت: 187 آيت).

د دې هدف دا دی چې: د دې امت علماوو ته خبرداری ورکړل شي چې د حق پټولو لپاره د اهل کتابو د ظالمانو لاره تعقیب نه کړي؛ او دا چې د راتلونکي په مقابل کې نږدې ته ترجیح ورکړي، اللّٰه تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللّٰه وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ 159 إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ 160﴾ [البقرة: 159 – 160]. ژباړه: «یقینًا كوم خلق چې هغه څه پټوي چې مونږ نازل كړي دي، چې هدایت او ښكاره دلیلونه دي، له دې نه پس چې مونږ هغه په كتاب كې خلقو ته بیان كړي دي، دغه خلق (چې دي)، اللّٰه پر دوى لعنت كوي اولعنت ویونكي پر دوى لعنت وايي* مګر هغه كسان چې توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي او (د حق) بیان وكړي، پس دغه كسان، زه د هغوى توبه قبلوم او زه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى یم» (البقرة سورت: 159 – 160 آيتونه). قرآني آیتونه او نبوي احادیث په دې باندې دلالت کوي چې د اللّٰه تعالی لوري ته دعوت او بلنه ورکول او د هغه څه په لور بندګانو ته لارښوونه کول چې د هغه لپاره پیدا شوي دي د غوره عبادتونو او مهمو دندو څخه یو دي، او دا تر قیامت پورې د رسولانو او د هغو د پیروانانو لاره ده، لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللّٰه وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ33﴾ [فصلت: 33]. ژباړه: «و د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوك ډېر ښه دى چې اللّٰه ته بلنه كوي او نېك عمل كوئ او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم» (فصلت سورت: 33 آيت)، او اللّٰه تعالی فرمایلي: ﴿قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّٰه عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّٰه وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ 108﴾ [يوسف: 108]. ژباړه: «ته ووایه: دا زما لاره ده، د اللّٰه په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوک چې زما پیروي كوي، او اللّٰه پاکي ده اللّٰه لره، او زه له شرک كوونكو ځنې نه یم» (يوسف سورت: 108 آيت).

او نبي صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «چا چې د خیر کار راهنمايي وکړه نو دې لره د هغه خیر کار د کوونکي په شان ثواب دی»(103). مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی، او علي رضي اللّٰه عنه ته یې وفرمایل: ژباړه: «قسم په اللّٰه که چېرته ستا له امله اللّٰه يو سړي ته سمه لار وښيي دا درته له سرو اوښانو غوره ده»(104). د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی. او په دې معنا سره ډېر آیتونه او احادیث راغلي دي.

د پوهې او ایمان خاوندانو ته لازمه ده چې خپلې هڅې څو چنده کړي ترڅو د اللّٰه تعالی لوري ته دعوت او بلنه ورکړي، او بندګانو ته د نجات د لارې لارښوونه وکړي، او د هلاکت د لاملونو په وړاندې خبرداری ورکړي، په ځانګړې توګه په دې زمانه کې چې خواهشات غالب شوي دي، ویجاړونکي اساسات او ګمراه کوونکي شعارونه خپاره شوي دي، او د لارښوونې پلویان او دعوتګران لږ شوي دي او د الحاد او اباحیت پلویان او دعوتګران ډېر شوي دي. موږ له اللّٰه تعالی څخه مرسته غواړو، او له لوی او قادر اللّٰه پرته بل هېڅ ځواک او قوت نشته.

 

 


فصل

د طاعاتو د توښې اخیستلو مستحب والی

حاجیانو لپاره مستحب دي چې په مکه کې د خپلې استوګنې په اوږدو کې د اللّٰه تعالی ذکر، اطاعت، او نیک اعمال وکړي، او خپل لمونځونه او د بیت اللّٰه طواف زیات کړي؛ ځکه چې په حرم شريف کې نيک عملونه څو چنده حسابېږي، او همدارنګه په حرم شریف کې بد عملونه ډېره لویه او سخته (ګناه) ده (نسبت له نورو ځایونو څخه)، همدارنګه هغوی لپاره مستحب ده چې په رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم باندې ډېر درود ووایي.

کله چې حاجیان وغواړي چې له مکې څخه ووځي، نو باید د بیت اللّٰه طواف (طواف الوداع) دې وکړي؛ ترڅو چې د بیت اللّٰه طواف د هغوی آخري عمل وي چې تر سره کوي یي، پرته له هغو حیض او نفاس لروونکو ښځو څخه چې د هغوی لپاره طواف الوداع نشته؛ د ابن عباس رضی اللّٰه عنهما د حدیث له مخې، چې وایي: ژباړه: «هغه خلکو ته امر وکړ چې د هغوی آخري عمل باید د بيت اللّٰه سره وي، پرته له حيض لرونکو ښځو څخه چې هغوی ته یې تخفیف ورکړ»(105). د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی.

کله چې هغه طواف الوداع پای ته ورساوه او وغواړي چې له مسجد څخه ووځي، نو باید په خپله لاره او مخامخ دې روان شي تر څو چې ووځي، او دا هغه ته نه ښایي چې په شا تګ وکړي؛ ځکه چې دا نه له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه نقل شوی او نه هم د هغه له صحابه وو څخه، بلکې دا یو جوړ شوی بدعت دی، او رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «که څوک کوم کار وکړي او زمونږ د دين امر ورباندې نه وي نو هغه مردود دی»(106). او هغه صلی اللّٰه عليه وسلم فرمايلي: ژباړه: «او (په دین کې له نوښت څخه) ځان وساتئ؛ یقینا چې (په دین کې هر نوښت راوستل) بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده»(107).

 

د اللّٰه تعالی څخه د هغه په دین کې د ثبات او له هغه څه څخه د خوندیتوب غوښتنه کوو چې د هغه د دین خلاف دي، ځکه چې هغه سخي او مهربان ذات دی.

فصل

د زیارت احکام او آداب یې

د حج څخه مخکې یا وروسته د نبي صلی اللّٰه علیه وسلم د جومات زیارت سنت دی؛ د ابو هریره رضی اللّٰه عنه په روایت سره په صحیحینو کې راغلي دي چې، هغه وویل: رسول صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت اللّٰه) څخه»(108). او له ابن عمر رضي اللّٰه عنهما څخه روایت دی چې پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت اللّٰه) څخه»(109). مسلم روایت کړی، له عبداللّٰه بن مسعود رضي اللّٰه عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «زما په دې جومات کې یو لمونځ د مسجد الحرام پرته په بل هر جومات کې د زرو لمونځونو څخه غوره دی، او په مسجد الحرام کې یو لمونځ زما د دې جومات د سلو لمونځونو څخه غوره دی»(110). احمد، ابن خزیمه او ابن حبان روایت کړی دی.

له جابر رضي اللّٰه عنه څخه روایت دی چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «زما په دې جومات کې یو لمونځ د بل هر جومات له زرو لمونځونو څخه غوره دی، پرته له مسجد حرام څخه، او په مسجد حرام کې یو لمونځ د بل هر جومات له سل زره لمونځونو څخه غوره ده»(111). احمد او ابن ماجه روایت کړی دی، او په دې معنا سره ډېره حدیثونه شته.

کله چې زیارت کوونکی جومات ته ورسېږي، نو مستحب ده چې د ننوتلو پر مهال خپله ښي پښه مخکې کړي او ووایي: (بِسْمِ اللّٰهِ، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى رَسُوْلِ اللّٰهِ، أَعُوْذُ بِاللّٰهِ الْعَظِيْم وَبِوَجْهِهِ الْكَرِيْم وَسُلْطَانِهِ الْقَدِيْم مِنْ الشَيْطَانِ الرَّجِيْم،ِ اللّٰهُمَّ افْتَحْ لِيْ أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ). ژباړه: «د اللّٰه په نوم، او د اللّٰه په رسول باندې دې درود او سلام وي، په لوی اللّٰه، د هغه په عزتمن مخ او قدیم سلطنت له رټلی شوي شیطان څخه پناه نیسم، اې اللّٰه، زما لپاره د خپل د رحمت دروازې پرانیزه»(112).

لکه څرنګه چې دغه دعا په نورو ټولو جوماتونو کې د ننوتلو پر مهال ویل کېږي، او د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم جومات ته د ننوتلو لپاره کومه ځانګړې ذکر نشته، بیا به دوه رکعته لمونځ وکړي او په هغو کې له اللّٰه څخه د هغه څه لپاره دعا او غوښتنه کوي چې د دنیا او آخرت خیر په کې وي، که دغه دوه رکعته لمونځ په روضه شریفه کې وکړي، نو دا غوره ده؛ د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د قول پر اساس چې فرمایي: ژباړه: «زما د کور او منبر ترمنځ د جنت د باغچو څخه یوه باغچه ده»(113). بیا، د لمانځه وروسته، د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم او د هغه د دوو ملګرو (ابوبکر او عمر رضی اللّٰه عنهما)، د قبرونو زیارت به وکړي، د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د قبر مخامخ به په ادب او ټیټ غږ سره ودرېږي او سلام به وکړي او ودې وایي: (السَّلَامُ عَلَيْكَ يَا رَسُوْلَ اللّٰهِ وَرَحْمَةُ اللّٰهِ وَبَرَكَاتُهُ)، لکه څرنګه چې په سنن ابي داود کې په حسن سند سره، د ابو هریره رضی اللّٰه عنه په روایت، چې هغه وویل: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «هېڅوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې اللّٰه تعالی ماته زما روح راګرځوي چې زه ورته ځواب ورکړم»(114). که زیارت کوونکی د سلام پر مهال ووایي: (السَّلامُ عَلَيْكَ يَا نَبِيَّ اللّٰهَ، السَّلامُ عَلَيْكَ يَا خِيْرَةَ اللّٰهِ مِنْ خَلْقِهِ، السَّلامُ عَلَيْكَ يَا سَيِّدِ المُرْسَلِيْنَ وَإِمَامَ الْمُتَّقِيْنَ، أَشْهَدُ أَنَّكَ قَدْ بَلَّغْتَ الرِّسَالّةَ وَأَدَّيْتَ الْأَمَانَةَ وَنَصَحْتَ الْأُمَّةَ وَجَاهّدْتَ فِيْ اللّٰهِ حَقَّ جِهَادِهِ)، کومه ستونزه نشته، ځکه چې دا ټول د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم له صفتونو او فضیلتونو څخه دي، او هغه صلی اللّٰه علیه وسلم باندې دې درود ووایي او دعا دې ورته وکړي؛ ځکه چې په شریعت کې دا شرعی حکم دی چې د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم لپاره دعا او درود یوځای کول جائز دي؛ د اللّٰه تعالی د دې وینا د عملي کولو له مخې: ﴿إِنَّ اللّٰه وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا 56﴾ [الأحزاب: 56]. ژباړه: «بېشكه اللّٰه او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل» (الأحزاب سورت: 56 آيت)، بیا به ابو بکر او عمر رضی اللّٰه عنهما ته سلام وکړي، او د هغوی لپاره دې دعا وکړي او له اللّٰه تعالی څخه دې وغواړي چې له دوی څخه راضي شي.

کله چې ابن عمر رضی اللّٰه عنهما به رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم او د هغه دوو ملګرو ته سلام کاوه، نو معمولا به یې له دې څخه زیات نه ویل: ژباړه: «سلام دې وي پر تا، اې د اللّٰه رسوله، سلام دې وي پر تا، اې ابو بکره، سلام دې وي پر تا، اې زما پلار جانه!»(115) بیا به روان شو.

دا زیارت یوازې د نارینه وو لپاره په ځانګړي ډول جواز لري، اما د ښځو لپاره د هېڅ قبر زیارت کول جواز نلري، لکه څنګه چې د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم څخه ثابت شوي چې: ژباړه: «لعنت دې وي پر هغو ښځو چې قبرونو ته ځي او پر قبرونو باندې جوماتونه او څراغونه جوړوي»(116).

اما مدینې ته تګ ترڅو د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم په جومات کې لمونځ وکړي، او هلته دعا وکړي، او همداسې نور شیان چې په ټولو جوماتونو کې مشروع دي، دا د هرچا لپاره مشروع دي؛ د هغو احادیثو پر بنیاد چې مخکې ذکر شوي دي.

د زیارت کوونکي لپاره سنت ده چې پنځه وخته لمونځونه د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم په جومات کې وکړي، او هلته دې ذکر، دعا او نفلي لمونځونه ډېرې وکړي؛ ترڅو د لوی اجر له فرصت څخه ګټه پورته کړي.

په روضه شریفه کې ډېر نفلي لمونځونه کول مستحب دي؛ د کوم فضیلت له مخې چې مخکې صحیح حدیث کې ذکر شو، کوم چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم دا وینا ده: ژباړه: «زما د کور او منبر ترمنځ د جنت د باغچو څخه یوه باغچه ده»(117).

اما د فرض لمانځه لپاره؛ زیارت کوونکی او نور باید مخکې لاړ شي، او څومره چې امکان ولري لومړی صف دې وساتي، حتی که هغه په مخکینۍ نوې ابادۍ کې هم وي ؛ ځکه چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم په صحیحو احادیثو کې راغلي دي چې د لومړۍ صف لپاره یې هڅونه او ترغیب کولو، لکه څنګه چې هغه صلی اللّٰه علیه وسلم په دې حدیث کې فرمایي: ژباړه: «که خلک د اذان او د لومړي صف په فضیلت او اجر پوه شي، او د دې فضیلت او اجر د ترلاسه کولو لپاره بله لاره نه وي بغیر د پچه اچونې څخه، نو دوی به پچه اچونه کړی وی»(118). متفق علیه، او لکه څنګه چې هغه صلی اللّٰه علیه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمایل: ژباړه: «مخکې راشئ او ما پسې اقتدا وکړئ، او هغه کسان چې ستاسو شاته دي هغوی دې تاسو ته نږدې شي او ستاسو تر شا دې ودرېږي. ځیني د تل لپاره (په صفونو کې) وروسته ودرېږي تر هغه چې اللّٰه تعالی دوی (له خپل رحمت څخه یا د ښو کارونو له غوښتنې او تمې څخه) وروسته کړي»(119). مسلم روايت کړی دی.

ابو داود د عائشې رضی اللّٰه عنها په روایت سره په حسن سند سره روایت کړی چې پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «یو سړی به تل د مخکني صف څخه وروسته پاتې کېږي تر هغه چې اللّٰه یې په اور کې وروسته پاتې کړي»(120). او د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه ثابت دی چې خپلو اصحابو ته یې وفرمایل: ژباړه: «ایا داسې صف نه جوړوئ څنګه چې ملاېکې د خپل رب پر وړاندې صف جوړوي؟ هغوی وویل: اې د اللّٰه رسوله، ملائکې د خپل رب په وړاندې څنګه صفونه جوړوي؟! هغه وفرمايل: هغوی لومړني صفونه بشپړوي، او په صف کې سره نږدې ودرېږي»(121). مسلم روایت کړی.

په دې معنی سره ډېر حدیثونه شته، او دا د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم جومات او نورو جوماتونو لپاره عام دی، مخکې او وروسته له زیادت څخه، دا د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه ثابت شوي دي، چې هغه به خپل صحابه کرام د صفونو ښي خوا ته هڅول، او دا معلومه خبره ده چې د هغه په جومات کې د لومړي صف ښي خوا د روضې څخه بهر دی، نو له دې څخه دا معلومه شوه چې د لومړیو صفونو، او د صفونو ښي خوا، روضې شریفې باندې په پاملرنه کې لومړیتوب لري، او دا چې د لومړیو صفونو ښي خوا تا پاملرنه کول په روضې کې تر لمونځ کولو اولویت لري، او دا روښانه او څرګنده ده د هغه چا لپاره چې په دې باب کې ذکر شوي حدیثونه کې تأمل او فکر و کړي. اللّٰه توفیق ورکوونکی دی.

او هیڅوک اجازه نه لري چې حجره لمس او یا یې ښکل کړي، یا یې طواف وکړي؛ ځکه چې دا له سلف صالحو څخه نه دی نقل شوی، بلکې دا یو منکر بدعت دی.

او هېچ چا لپاره دا جواز نه لري چې له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه د حاجت او اړتیا پوره کولو، د سختیو لرې کولو، ناروغ ته شفا ورکول، او داسې نورو شیانو غوښتنه وکړي؛ ځکه چې دا ټول شیان یوازې له اللّٰه تعالی څخه غوښتل کېږي، او له مړو څخه یې غوښتل د اللّٰه تعالی سره شریک نیول او له هغه پرته د بل چا عبادت کول دي، د اسلام دین په دوو اصولو ولاړ دی:

یو له هغو څخه: دا چې د اللّٰه تعالی پرته د بل چا عبادت ونه شي.

دویم: دا چې د هغه عبادت و نه شي مګر په هغه څه چې اللّٰه تعالی او رسول صلی اللّٰه علیه وسلم شرع (روا) کړي وي.

دا د لا إله إلا اللّٰه، وأن محمدا رسول اللّٰه، د شهادت معنی ده چې: له اللّٰه پرته (په حقه) بل معبود نشته او محمد د اللّٰه رسول دی.

او همدارنګه، هېچا لپاره جواز نه لري چې له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه د شفاعت غوښتنه وکړي، ځکه چې دا د اللّٰه تعالی په واک کې دی، نو باید یوازې له هغه څخه وغوښتل شي، لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا...﴾ [الزمر: 44]. ژباړه: «ورته ووایه چې سپارښت ټول د اللّٰه په واک کې دی» (الزمر سورت: 44 آيت).

نو ته ویلی شي چې: "اې اللّٰه، زما باره کې د خپل پیغمبر شفاعت قبول کړه، اې اللّٰه زما باره کې د خپلو ملاېکو او مومنو بندګانو لپاره شفاعت قبول کړه، اې اللّٰه، زما باره کې زما نا بالغ مړه شوي ماشومان سپارش کوونکي کړه"، او داسې نور. اما د مړو څخه هېڅ شی نه غوښتل کېږي، نه شفاعت او نه بل څه، که هغوی پیغمبران وي او یا بل څوک وي؛ ځکه چې دا روا نه ده، او دا ځکه چې د مړ شوي کس عملونه قطع شوي دي، پرته له هغو کسانو چې د شریعت څښتن مستثنی کړي دي.

په صحیح مسلم کې له ابوهریره رضي اللّٰه عنه څخه روایت دی چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «کله چې بني آدم مړ شي، نو د هغه عملونه قطع کېږي، پرته له دریو شیانو: صدقه جاریه، ګټور علم، او صالح اولاد چې د هغه لپاره دعا کوي»(122).

د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم څخه د شفاعت غوښتنه د هغه په ژوندون او د قیامت په ورځ جائز دی، ځکه چې وړتیا یې لري، نو هغه کولی شي خپل رب ته وړاندې شي او د غوښتونکي لپاره سوال وکړي، لېکن په دنیا کې، دا خو معلومه خبره ده، او دا د هغه لپاره ځانګړې نه ده، بلکې دا د هغه او نورو لپاره عام ده، نو مسلمان لپاره جواز لري چې خپل ورور ته ووایي: زما لپاره رب ته د دې او د دې شفاعت وکړه، په دې معنا چې: زما لپاره له اللّٰه څخه دعا وغواړه، هغه څوک چې دا ورته ویل کېږي کولی شي له اللّٰه څخه وغواړي او د خپل ورور لپاره شفاعت وکړي که چېرته غوښتل شوی څیز هغه څه وي چې اللّٰه تعالی یې غوښتل مباح ګرځولی وي.

او د قیامت په ورځ به هېڅ څوک د اللّٰه تعالی له اجازې پرته د شفاعت کولو اجازه ونلري، لکه څنګه چې اللّٰه تعالی فرمایلي دي: ﴿... مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ ...﴾ [البقرة: 255]. ژباړه: «څوک دی چې د هغه له اجازې پرته د هغه پر وړاندې سپارښتنه وکړي» (البقرة سورت: 255 آيت) .

د مړینې حالت یو ځانګړی حالت دی، چې د انسان د مرګ څخه مخکې او پس له مرګه د بیاژوندي کېدو او حشر میدان ته حاضرېدلو حالتونو سره یوځای کول جواز نه لري، ځکه چې د مړي عمل قطع شوی دی او هغه یوازې د خپل حیاتي ګټو (ثوابونو) پورې تړلی دی، مګر هغه څه چې شریعت استثنا کړي وي، د مړو څخه د شفاعت غوښتنه د شریعت له خوا استثنا شوې نه دی، نو د دې عمل هغو پورې تړل جائز نه دي، په دې اړه هېڅ شک نشته چې رسول اللّٰه صلى اللّٰه عليه وسلم د مړینې وروسته یو برزخي ژوند (د قبر او قیامت ترمنځ ژوند) لري چې د شهیدانو د ژوند څخه ډېر کامل دی، خو دا ژوند د هغه د دنیوي ژوند او د قیامت د ژوند سره ورته نه دی، بلکې دا یو ځانګړی ژوند دی چې حقیقت او کیفیت یې یوازې اللّٰه سبحانه و تعالی ته معلوم دی، په دې اساس، په تېر شوي حدیث شریف کې رسول اللّٰه صلى اللّٰه عليه وسلم فرمايي: ژباړه: «هېڅ څوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې اللّٰه تعالی ماته زما روح راګرځوي چې زه ورته ځواب ورکړم»(123).

نو دا په دې دلالت کوي چې هغه مړ دی، او روح یې له بدنه وتلی دی، مګر کله چې هغه ته سلام وشي نو بېرته ځواب ورکوي، او هغه نصوص چې د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم په مړینې باندې دلالت کوي، له قرآن او سنت څخه معلومېږي، او دا هغه موضوع ده چې د پوهانو ترمنځ پرې اتفاق شوی دی، مګر دا د هغه د برزخي ژوند مانع نه ګرځي، لکه څنګه چې د شهیدانو د برزخي ژوند مانع نه ګرځي، کوم چې د اللّٰه تعالی په دې قول کې ذکر شوي دي: ﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّٰه أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ169﴾ [آل عمران: 169]. ژباړه: «او د اللّٰه په لاره كې پر وژل شویو كسانو باندې هېڅكله د مړیو ګمان مه كوه، بلكې (هغوى) ژوندي دي، د خپل رب په نزد هغوى ته رزق وركول كېږي» (آل عمران سورت: 169 آيت).

موږ په دې مسئله کې تفصیلي بحث د دې لپاره وکړ چې اړتیا یې وه، ځکه چې د خلکو ډېری شمېر په دې مسأله کې شبهې کې واقع کېږي، چې شرک او د مړو عبادت ته بلنه ورکوي. له اللّٰه تعالی څخه غواړو چې موږ او ټول مسلمانان له هر هغه څه څخه خوندي وساتي چې د هغه له شریعت سره په ټکر کې وي، او اللّٰه ښه پوهېږي.

او دا چې ځینې زائرین د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم د قبر ترڅنګ غږ پورته کوي، او هلته د اوږدې مودې لپاره ولاړ وي، دا د مشروع عمل خلاف دي؛ ځکه چې اللّٰه تعالی امت منع کړی دی له دې چې خپل اوازونه د نبي له اواز څخه پورته كړي، او یا ده ته په اوچت اواز خبره وکړي، لكه دوی چې یو بل ته آواز اوچتوي، او هغوی یې هڅولي چې د هغه په حضور کې خپل اوازونه ټیټ کړي، د اللّٰه تعالی په دې قول سره: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ 2 إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللّٰه أُولَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللّٰه قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ 3﴾ [الحجرات: 2 – 3]. ژباړه: «اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل اوازونه د نبي د اواز له پاسه مه پورته كوئ، او مه ده ته په اوچت اواز خبره كوئ، لكه ستاسو د ځینو له ځینو نورو سره د اواز اوچتولو په شان، له دې وجې چې ستاسو عملونه به برباد شي او تاسو به پوه نه وئ * بېشكه هغه كسان چې د اللّٰه د رسول په وړاندې خپل اوازونه ټیټوي ؛ دغه هغه كسان دي چې اللّٰه د دوى زړونه د تقویٰ (او پرهېزګارۍ) لپاره ازمایلي دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى» (الحجرات سورت: 2 – 3 آيتونه).

ځکه چې د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم قبر ته نېږدې د اوږدې مودې لپاره ودرېدل او د سلام تکرارول، د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم پر قبر ګڼه ګوڼه، شور او لوړ اوازونه رامینځته کوي، او دا د هغه څه سره خلاف دي چې اللّٰه تعالی په دې پرېکنده آیتونو کې د مسلمانانو لپاره ټاکلي دي، او هغه صلی اللّٰه علیه وسلم په ژوندون او له مرګ څخه وروسته محترم دی، نو دا یو مومن ته مناسبه نه ده چې د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم پر قبر داسې کار وکړي چې د شریعت له ادابو خلاف وي.

او همدارنګه، هغه څه چې ځینې زائرین او نور یې کوي، چې د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم قبر سره نېږدې د دعا کولو کوښښ کوي، قبر ته مخ اړوي او لاسونه پورته کوي، او دعا کوي، دا ټول هغه څه دي چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د اصحابو سلف صالح او د هغوی د پیروانو خلاف عمل دی، بلکې دا د نوي جوړ شويو نوښتونو او بدعتونو څخه دي، او پیغمبر اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو څخه ځان وساتئ، ځکه چې (په دین کې) هر نوښت بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده»(124). ابو داود او نسائي په حسن اسناد سره روایت کړی دی.

او هغه صلی اللّٰه عليه وسلم فرمايلي: ژباړه: «چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي»(125). بخاري او مسلم روایت کړی دی، او د مسلم په بل روایت کې: ژباړه: «که څوک کوم کار وکړي او زمونږ د دين امر ورباندې نه وي نو هغه مردود دی»(126).

علي بن الحسين زين العابدين رضي اللّٰه عنه يو سړی وليد چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم په قبر دعا کوي، نو هغه يې له دې کار څخه منع کړ او ويې ويل: ایا زه تاسو ته هغه حدیث ونه وایم چې ما له خپل پلار خپل نیکه څخه اورېدلی دي، له رسول صلی اللّٰه عليه وسلم څخه روایت دی چې فرمایي: ژباړه: «زما قبر عيد (د مېلې ځای) مه ګرځوئ، او مه مو کورونه قبرونه جوړوئ، او پر ما درود وواياست؛ ځکه ستاسو درود ماته رسيږي هر چېرې چې ياست»(127). حافظ محمد بن عبدالواحد المقدسي په خپل کتاب (الأحاديث المختارة) کې روايت کړی دی.

او همدارنګه هغه څه چې ځینې زائرین پر رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم باندې د سلام کولو پر مهال یې کوي چې خپل ښي لاس د چپ لاس په سر، او بیا یې د سینې څخه پورته یا لاندې کېږدي، لکه د لمونځ کوونکي په څېر، نو په دې شکل پر رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم باندې سلام کول جواز نه لري، او نه هم کله چې نورو پاچاهانو، مشرانو او نورو ته سلام کوو؛ ځکه چې دا د ذلت، تسلیمۍ او عبادت یوه بڼه ده چې یوازې اللّٰه تعالی لپاره ښایي، لکه څنګه چې حافظ ابن حجر رحمه اللّٰه په الفتح کې د علماوو په حواله روایت کړی دی، او دا موضوع د هغه چا لپاره روښانه او واضحه ده چې د مقام په اړه فکر وکړي او هدف یې د سلف صالحو د لارښوونو تعقیبول وي.

او هغه څوک چې تعصب، خواهشات، ړوند تقلید او بد ګمانونه ورباندې غالب شي او د سلف صالحو د لارښوونو دعوتګرانو باندې بد ګمان ولري، نو د هغه موضوع اللّٰه ته وسپارل شي، او موږ له اللّٰه څخه د ځان او د هغه لپاره د لارښوونې او بریالیتوب غوښتنه کوو، ترڅو حق ته پر هر څه لومړیتوب ورکړو، ځکه چې هغه تعالی تر ټولو غوره مسؤل دی.

او دا هغه څه چې ځینې خلک یې له لرې څخه د شریف قبر لوري ته مخ ګرځوي او په سلام یا دعا کولو سره خپلې شونډې خوځوي، دا ټول د هغو بدعتونو په څېر دي چې له هغه څخه مخکې شوي وو، او مسلمان ته نه ښایي چې په خپل دین کې هغه څه نوي کړي چې اللّٰه تعالی یې اجازه نه وي ورکړی، او په دې عمل سره هغه جفا او خیانت ته نیږدې دی تر دې چې وفادارۍ او پاکوالي ته نږدې وي، او امام مالک رحمه اللّٰه دغه عمل او دې ته ورته نور عملونه غندلي او د هغه څخه یې انکار یې کړی دی، او ويلي يې دي: «د دې امت وروستۍ برخه نه اصلاح کېږي مګر په هغه څه چې لومړنۍ برخه یې پرې اصلاح شوې وه».

او دا معلومه خبره ده چې د دې امت د لومړني خلکو اصلاح د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم او د هغه د راشدینو خلیفه ګانو، او د هغه د اصحابو او د هغوی د پیروانو د لارې تعقیب کول وو، او د دې امت وروستي خلک به هغه وخت اصلاح شي چې هماغه لاره تعقیب او پر منهج یې عمل وکړي.

اللّٰه تعالی دې مسلمانانو ته په دنیا او آخرت کې د هغه څه توفیق ورکړي چې په هغې کې د هغوی ژغورنه، خوښي او عزت وي، هغه سخي او کریم ذات دی.

 


پاملرنه

د پیغمبر عليه الصلاة والسلام د قبر د زیارت کولو حکم

د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د قبر زیارت کول د حج لپاره واجب یا شرط نه دی، لکه څنګه چې ځینې عام خلک او هغوی ته ورته خلک فکر کوي، بلکې دا د هر هغه چا لپاره مستحب ده چې د نبوي جومات زیارت کوي او یا جومات ته نږدې وي.

خو څوک چې له مدینې څخه لرې وي، هغه ته د قبر د زيارت په نيت سفر کول لازم نه ده، خو د هغه لپاره د مسجد نبوي د زيارت په نيت سفر کول سنت دي، نو کله چې هغه هلته ورسېږي، د قبر شریف او د صاحبینو قبر زيارت دې وکړي. د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم او د صاحبینو د قبرونو زیارت د مسجد نبوي په زیارت کې شاملېږي، لکه څنګه چې په صحیحینو کې ثابت شوي دي چې پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «له درېیو جوماتونو پرته په سفر مه ځئ چې هغه: مسجد الحرام، زما دغه جومات، او بیت المقدس دی»(128).

که د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم قبر او یا د بل چا قبر ته سفر کول مشروع وی، نو هغه به امت په دې اړه لارښوونه او د فضیلت بیان به یې کړی وی؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د خلکو لپاره تر ټولو ډېر نصیحت کوونکی، او اللّٰه تعالی باندې تر ټولو پوه او تر ټولو زیات له اللّٰه تعالی څخه وېرېدوونکی و، او ښکاره پیغام یې ورساوه، او خپل امت ته یې د هر ښه کار لارښوونه وکړه او له هر بد کار څخه یې خبرداری ورکړ، نو دا به څنګه وي، چې هغه د درېوو جوماتونو پرته نورو ته د سفر کولو څخه منع کړې ده، او فرمایي: ژباړه: «زما د قبر (څخه د اختر) میله مه جوړوئ، او خپل کورونه مو مقبرې مه ګرځوئ، او پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسېږي»(129).

او دا ویل چې د مسافر لپاره د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د قبر زیارت کول جائز دي، دا د دې لامل کیږي چې د قبر عبادت وشي، او دا هماغه محذور عمل دی چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم ترې وېره درلوده؛ کوم چې مبالغه او حد نه زیات توصیف کول دي، لکه څنګه چې ډېری خلک د دې عقیدې له امله چې د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د قبر زیارت ته سفر کول مشروع عمل دی، په دې کې ښکېل شوي دي.

په دې باب کې روایت شوي حدیثونه چې د هغو کسانو لخوا د ثبوت په توګه کارول کېږي چې وايي د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم قبر ته سفر کول مشروع عمل ده، دا هغه حدیثونه دي چې ضعیف سندونه لري، بلکې موضوعي او جعلي دي، لکه څنګه چې حفاظو د دې حدیثونو د ضعف په اړه خبرداری ورکړی دی؛ لکه دارقطني، البيهقي، حافظ ابن حجر او داسې نور.

نو دا جواز نه لري چې د هغو صحیحو احادیثو سره مخالفت وشي چې د دریو جوماتونو پرته نورو ځایونو ته سفر کول حرام دي.

دلته، تاسو لوستوونکو ته په دې برخه کې ځینې موضوعی حدیثونه بیانوم؛ ترڅو هغه حدیثونه وپېژنئ او هغې باندې له دوکه کېدو څخه ځان وساتئ:

لومړی: «څوک چې حج وکړي او زما زیارت و نه کړي هغه زما سره جفا کړې ده».

دویم: «څوک چې زما له مرګه وروسته زما زيارت وکړي، داسې ده لکه چې زما په ژوندون کې يې زما زيارت کړی وي».

دریم: «څوک چې په یوه کال کې زما او زما د پلار ابراهیم زیارت وکړي، زه هغه ته د اللّٰه له خوا د جنت ضمانت ورکوم».

څلورم: «څوک چې زما د قبر زيارت وکړي زما شفاعت هغه ته واجب شو».

دا حدیثونه او دې ته ورته نور حدیثونه د پیغمبر صلی اللّٰه علیه وسلم له خوا نه دي ثابت شوي.

حافظ ابن حجر په (التلخیص) کې - د ډېرو روايتونو له ذکر کولو وروسته - وویل: د دې حديث ټولې طریقې ضعیفې دي.

او حافظ العقیلی ویلي دي: په دې باب کې هېڅ شی صحیح نه دي.

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه اللّٰه تایید کړی چې دا ټول حدیثونه موضوعي او جعلي دي. او تا ته د دې په اړه د هغه پوهه، حفظ او معلومات کافي ده.

که چېرې له دې احادیثو څخه کوم شی ثابت وی، نو صحابه کرامو رضي اللّٰه عنهم به لومړني خلک وو چې په دې باندې یې عمل کړی وی، او امت ته به یې بیان کړی وای او دې ته به یې دعوت ورکړی وی؛ ځکه چې هغوی د پیغمبرانو وروسته غوره خلک وو، او د اللّٰه تعالی په حدودو باندې او هغه څه چې اللّٰه تعالی د خپلو بندګانو لپاره وضع کړي دي ډېره پوهه یې درلودله، او هغوی د اللّٰه تعالی او د هغه مخلوق ته ډېر نصیحت کوونکي وو، نو کله چې له هغوی څخه په دې اړه هېڅ شی نه دي بیان شوي، دا په دې دلالت کوي چې دا غیر مشروع عمل ده.

که چېرې له دې څخه کوم شی صحیح شي، نو دا به په شرعي زیارت باندې حمل وي چې په هغه کې یوازې د قبر لپاره سفر کول نشته؛ ترڅو د احادیثو ترمنځ جمع راشي. او اللّٰه سبحانه وتعالى تر ټولو ښه پوه دی.

 

 


فصل

د مسجد قبا او البقیع د زیارت مستحب والی

د مدینې د زیارت کوونکو لپاره مستحب ده چې د قبا جومات زیارت او هلته لمونځ وکړي؛ ځکه چې په صحیحینو کې د ابن عمر رضی اللّٰه عنهما څخه روایت دی چې وایي: ژباړه: «پيغمبر صلی اللّٰه عليه وسلم به سپور او په پښو مسجد قبا ته تللو او هلته به يې دوه رکعته لمونځ کاوه»(130)، او له سهل بن حنیف رضي اللّٰه عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «څوک چې په خپل کور کې طهارت وکړي او بیا مسجد قبا ته راشي او هلته لمونځ وکړي، هغه ته د عمرې برابر ثواب ورکول کېږي»(131).

د هغه لپاره سنت ده چې د البقيع، او د شهيدانو د قبرونو او د حمزه رضي اللّٰه عنه د قبر زيارت وکړي؛ ځکه چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم به د هغوی زیارت کاوه او دعا به یې ورته کوله، د هغه صلی اللّٰه علیه وسلم د دې قول پر بنیاد: ژباړه: «د قبرونو زیارت وکړئ، ځکه چې هغه تاسو ته آخرت دریادوي»(132). مسلم روايت کړی دی.

رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم به خپلو اصحابو ته زده کړه ورکوله چې کله د قبرونو زیارت ته ځي دا دې ووایي: (السَّلَامُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللّٰه لَلَاحِقُونَ، أَسْأَلُ اللّٰه لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ). ژباړه: «سلام دې وي پر تاسو اې د دې خاورې مومنانو او مسلمانانو ساکنینو، او هر کله چې اللّٰه اراده وکړي موږ به تاسو سره یوځای شو، له اللّٰه څخه د ځان او تاسو لپاره د هوساینې او عافیت غوښتنه کوو»(133). مسلم د سلیمان بن بریده، هغه د خپل پلار له حدیث څخه روایت کړی دی.

ترمذي د ابن عباس رضی اللّٰه عنهما څخه روایت کوي چې هغه وویل: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د مدینې د قبرونو څخه تېر شو او خپل مخ یې هغوی ته وګرځاوه او ویې فرمایل: (السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ يَا أَهْلَ القُبُورِ، يَغْفِرُ اللّٰه لَنَا وَلَكُمْ، أَنْتُمْ سَلَفُنَا، وَنَحْنُ بِالأَثَرِ) ژباړه: «سلام دې وي پر تاسو، اې د قبرونو ساکنینو! اللّٰه تعالی دې موږ او تاسو ته بخښنه وکړي، تاسو زموږ مخکني یاستئ او موږ ستاسو په قدمونو پسې روان یو»(134).

له دې احادیثو څخه دا معلومه شوه چې د قبرونو د زیارت څخه مقصد د آخرت یادول، د مړو سره ښه کول، د هغوی لپاره دعا کول او پر هغوی رحمت ویل دي.

اما د هغوی زیارت د دې مقصد لپاره چې د هغوی د قبرونو سره دعا وکړي او یا ورسره د عبادت لپاره کیني او یا ترې د اړتیاوو د پوره کولو او یا ناروغانو ته د شفا ورکولو غوښتنه وکړي او یا د اللّٰه تعالی نه د دوی په واسطه او یا د دوی د مقام په خاطر او یا داسې نور څه وغواړي، نو دا زیارت بدعت دی چې نه اللّٰه تعالی او نه د هغه رسول روا کړی، او نه هم سلف صالحینو رضي اللّٰه عنهم کړی، بلکې دا د هغه هجر (پرېښودلو) څخه دی چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم ترې منع کړی، لکه څرنګه چې یې فرمایلي دي: ژباړه: «د قبرونو زیارت وکړئ، بد او قبیح الفاظ مه استعمالوئ»(135).

او دا ذکر شوي مسایل په دې کې سره یو ځای شوي دي چې دا ټول بدعت دي، خو درجې یې سره توپیر لري، ځینې یې بدعت دي خو شرک نه دي؛ لکه د قبرونو تر څنګ د اللّٰه تعالی څخه ِغوښتنه کول، او یا د اللّٰه تعالی څخه د مړي په حق او یا د هغه د مقام په لحاظ غوښتنه کول او ورته نورې غوښتنې، او ځینې یې لوی شرک دي، لکه د مړو څخه غوښتنه کول او د هغوی څخه مرسته غوښتل، او دې ته ورته نورې غوښتنې.

او مخکې په تفصیل سره د دې موضوع بیان شوی دی. نو پام وکړه او با خبره اوسه، او د خپل رب څخه د حق لوري ته د توفیق او هدایت غوښتنه وکړه، ځکه یوازې هغه سبحانه و تعالی دی چې توفیق ورکوي او هدایت ورکوونکی دی، پرته له هغه (په حقه) هېڅ معبود نشته، او پرته له هغه هېڅ رب نشته.

دا اخري څیز و چې موږ غوښتل چې وې لیکو، والحمد لله أولا وآخرا، وَصَلَّى اللّٰهُ وَسَلَّمَ عَلَى عَبْدِهِ وَرَسُوْلِهِ وَخِيْرَتِهِ مِنْ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهِ، وَمَنْ تَبِعَهُمْ بِإِحْسَانٍ إِلَى يَوْمِ الدِّيْنِ.

 

 


 


() طبراني په الأوسط کې په (7469) شمېره روايت کړی دی.

() بخاري په (8) شمېره، او مسلم په (16) شمېره روايت کړى دى.

() دا په جامع الاحادیث (28/318) کې په (31221) شمېره سنن سعید بن منصور ته منسوب شوی، مګر ما دا په موجوده نسخه کې ونه موند.

() ترمذي د علي څخه په مرفوع ډول په (812) شمېره روايت کړی دی.

() ابو داود په (1732) شمېره روايت کړی دی.

() مسلم په (1337) شمېرې روایت کړی دی.

() ابن خزيمة (1/4) کې په شمېره (1) روایت کړی دی.

() بخاري په (1520) شمېره روايت کړی دی.

() نسائي په (2620) شمېره روايت کړی دی.

() بخاري په (1773) شمېره، او مسلم په (1349) شمېره روايت کړي دي.

() بخاري په (2449) شمېره روایت کړی دی.

() طبراني په الكبير (20/40) کې (2989) شمېره روايت کړی دی.

() بخاري په (1427)، او مسلم (1035) شمېره روايت کړی دی.

() بخاري په (1474) شمېره، او مسلم په (4040) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (2985) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (1342) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (1218) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1539) شمېره، او مسلم په (1189) شمېره روایت کړى دى.

() بخاري په (5891) شمېره، او مسلم په (257) شمېره روایت کړى دى.

() مسلم په (258) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (2892) شمېره، او مسلم په (259) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (260) شمېره کې روایت کړی دی.

() مسلم په (1177) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1) شمېره، او مسلم (1907) په شمېره روایت کړى دى.

() مسلم په (867) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (2697) شمېره، او مسلم په (1718) شمېره روایت کړى دى.

() بخاري په معلق ډول (۳/69) کې، او مسلم په (1718) شمېره روایت کړى دى.

() بخاري د ابن عباس رضي الله عنهما څخه په (1524) شمېره، او مسلم په (1181) شمېره روایت کړى دى.

() مسلم په (1297) شمېره روايت کړی دی.

() ددی روایت تخريج مخکې تېر شوی دی.

() دا حدیث د مخکني حديث یوه برخه ده.

() ددی روایت تخريج مخکې تېر شوی دی.

() بخاري د ابن عمر رضي الله عنهما د حدیث له مخې په (1549) شمېره، او مسلم په (1184) شمېره روایت کړى دى.

() بخاري په (5089) شمېره، او مسلم په (1207) شمېره روایت کړى دى.

() مسلم په (1336) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1858) شمېره روایت کړی دی.

() ابن ابو شيبة په خپل مصنف کې په (4/444) روایت کړی دی.

() ترمذي په خپل جامع کې په (2518) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1841) شمېره، او مسلم په (1179) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري د ابن عمر څخه په (1838) شمېره روایت کړی دی.

() ابو داود په (1833) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري د ابو هريرة رضي الله عنه څخه په (1521) شمېره، او مسلم په (1350) شمېره روایت کړى دى.

() بخاري د ابن عباس رضي الله عنه څخه په (1521) شمېره، او مسلم (1350) شمېره روايت کړى دى.

() مسلم د عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه په (1409) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري د ابن عباس رضي الله عنهما د حدیث څخه په (1834) شمېره، او مسلم په (1353) شمېره روایت کړى دى.

() دد روایت تخریج مخکې تیر شوی دی.

() بخاري د جابر رضي الله عنه څخه په (1568) شمېره روايت کړی دی.

() بخاري په (305) شمېره، او مسلم په (1211) شمېره روايت کړی دی.

() ترمذي په (3585) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم د سمرة بن جندب رضي الله عنه څخه په (2137) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (549) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم د ابن زبير رضي الله عنه څخه په (594) شمېره روايت کړی دی.

() مسلم په (2720) شمېرې سره، له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.

() بخاري په (6347) شمېره له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.

() په دې لفظ سره ابو داود د ابو امامة انصاري پرته له دې قول څخه: (ومن المأثم والمغرم) په (1554) شمېره روايت کړی دی.

() ابو داود د انس رضي الله عنه څخه په (1554) شمېره روایت کړی دی.

() ابو داود د ابن عمر رضي الله عنه څخه په (5074) شمېره روایت کړی دی.

() د حدیث یوه برخه مسلم ابو موسى الأشعري رضي الله عنه څخه په (2719) شمېره روایت کړی دی.

() ترمذي له شداد بن اوس رضي الله عنه څخه په (3407) شمېره روایت کړی دی.

() احمد د ام سلمة رضي الله عنها د حدیث په (6/301) کې روایت کړی دی.

() مسلم د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه په (2713) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم د زيد بن ارقم رضي الله عنه د حدیث څخه په (2722) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم د ابن عباس رضي الله عنهما د حدیث څخه په (2717) شمېره روایت کړی دی.

() د زيد بن ارقم رضي الله عنه د حدیث یوه برخه ده چې مخکې په (2722) شمېره روايت شوی دی.

() ترمذي له زياد بن علاقة له خپل تره څخه په (3591) شمېره روايت کړی دی.

() ترمذي د عمران بن حصين رضي الله عنه له حدیث څخه په (3483 شمېره روايت کړی دی.

() ترمذي د علي رضي الله عنه د حدیث څخه په (3563) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د حدیث څخه په (2721) شمېره روايت کړی دی.

() ترمذي د علي رضي الله عنه د حدیث څخه په (2725) شمېره روایت کړی دی.

() ابن ماجه د عائشة رضي الله عنها د حدیث څخه په (3846) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري د عبادة بن الصامت رضي الله عنه د حدیث څخه په (1154) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري د كعب بن عجرة رضي الله عنه د حدیث څخه په (3370) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه په (1348) شمېره روایت کړی.

() ددی روایت تخریج مخکې تېر وی دی.

() مسلم د جابر رضي الله عنه د حدیث څخه په (1218) شمېره روایت کړی دی.

() عبدالرزاق په خپل کتاب (مصنف عبدالرزاق) کې په (19479) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1539) شمېره، او مسلم په (1189) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1556) شمېره، او مسلم په (1211) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (۱۲۱۱) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1572) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (1215) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري د عبدالله بن عمرو بن العاص څخه په (83) شمېره، او مسلم په (1306) شمېره روايت کړی دی.

() ابو داود په (2015) شمېره روايت کړی دی.

() ابن ماجه د جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه په (3062) شمېره روايت کړی دی.

() مسلم په (2473) شمېره روایت کړی دی.

() یعني: ابو داود الطیالسي، چې دا حدیث یې د ابو ذر رضی الله عنه د اسلام راوړلو په کیسه کې نقل کړی دی. تفصیل لپاره د ابو داود الطياليسي (1/364) شمېره (459) مسند وګورئ.

() ترمذي په (927) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري د انس رضي الله عنه د حدیث څخه په (69) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1998) شمیره کې روایت کړی دی.

() مسلم له ابو هريرة رضي الله عنه څخه په (653) شمېره روایت کړی دی.

() ابو داود د عبدالله بن ام مكتوم څخه په (552) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (2420) شمېره، او مسلم په (651) شمېره روایت کړی دی.

() ابو داود د ابن عباس رضي الله عنهما څخه په (551) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (654) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1521) شمېره، او مسلم په (1350) شمېره له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت کړى دى.

() ابو داود په (3251) شمېره روايت کړی دی.

() بخاري د عبدالله څخه په (2679) شمېره، او مسلم په (1646) شمېره روایت کړی دی.

() ابو داود په (3253) شمېره روايت کړی دی.

() احمد په خپل مسند (5/428) کې روایت کړی دی.

() ابو داود په (4980) شمېره روايت کړی دی.

() ابن ماجه په (2117) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (1893) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (3009) شمېره، او مسلم په (2406) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري په (1755) شمېره، او مسلم په (1328) شمېره روایت کړی دی.

() ددی روایت تخریج مخکې تېر شوی دی.

() مسلم د جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه په (867) شمېره روايت کړی دی.

() بخاري په (1190) شمېره، او مسلم په (1394) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (1395) شمېره روایت کړی دی.

() احمد په خپل مسند (4/5) روایت کړی دی.

() ابن ماجه په (1406) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم په (۷۱۳) شمېره روایت کړی دی.

() بخاري د عبدالله بن زيد المازني څخه په (1195) شمېره، او مسلم په (1390) شمېره روايت کړی دی.

() ابو داود په (2041) شمېره روایت کړی دی.

() ابو داود په شمېره (2041) روايت کړی دی.

() ابو داود په شمېره (3236) شمېره روايت کړی دی.

() ددی راویت تخریج مخکې تېر شوی دی.

() بخاري په (615) شمېره، او مسلم په (437) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم د ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه په (438) شمېره کې روایت کړی دی.

() ابو داود په (679) شمېره روایت کړی دى، چې لفظ یې دا دی: «لا يزال قوم يتأخرون عن الصف الأول حتى يؤخرهم الله في النار».

() مسلم د جابر بن سمرة په (430) شمېره روایت کړی دی.

() مسلم له ابو هريرة رضي الله عنه څخه په (1631) شمېره روایت کړی دی.

() ددی ورایت تخریج مخکې تېر شوی دی.

() ابو داود د العرباض بن سارية د حدیث څخه په (4607) شمېره روایت کړی دی.

() ددی ورایت تخریج مخکې تېر شوی دی.

() ددی ورایت تخریج مخکې تېر شوی دی.

() د زین العابدین روایت چې شیخ حافظ المقدسي ته یې منسوب کړی، او حدیث یې احمد په المسند (2/367) کې له کیسې پرته نقل کړی.

() بخاري د ابو هريرة څخه په (1189) شمېره، او مسلم په (1397) شمېره روایت کړی دی.

() ددی ورایت تخریج مخکې تېر شوی دی.

() بخاري په شمېره (1193)، او مسلم په شمېره (1399) روایت کړی دی.

() ابن ماجه په شمېره (1412) روایت کړی دی.

() مسلم په شمېره (976) روایت کړی.

() مسلم په شمېره (975) روایت کړی دی.

() ترمذي په شمېره (1035) روایت کړی دی.

() مسلم د ابن بريده چې هغه د خپل پلار څخه روايت کړی په (977) شمېره نقل کړی دی.

() مسلم له تميم الداري رضي الله عنه څخه په (55) شمېره روايت کړی دی.